دستگير روشنيالی

 

زه او د مارچ اتمه  - د څه شی تبريکي؟*

که انسانان په اصل او کم اصل ويشل کيږي، زه هم کم اصل یم

هرکال د مارچ د اتمي په مناسبت ما ته تبريکي را کول کيږي. په اخبارونو، روزنامو او سايتونو کي د ما په نوم د مبارکي پيامونه خپريږي.  پوښتنه داده،  د څه شي تبريکي؟

د ما د تاريخي تراژيديو،  اوږدو دردونو، نه تماميدونکو تحقيرونو تبريکي، د ما د وهلو، وژلو، تړلو، تښتولو،  او سوزولو تبريکي،  د ما د غوږونو، پزي، گوتو، ژبي د پريکولو تبريکي،  ما ته د وهلو په نتيجه کي د پښو د فلج کيدلو او د ملا  د هډوکو د ماتيدلو تبريکي، په زيرزمنيو کي په ځنځيرونو دتړلو او په تازينو د ما د وهلو تبريکي، ما ته په ژوند د کفن را اغستلو تبريکي او يا د ما د وژلو د ننداري کولو تبريکي. 
 دا څومره ظاهری،  څومره تشريفاتي او څومره له ريا ډکي خبري دي. زه کله چي دا  تبريکي، دا پيامونه  او دا خبري اورم خندا راځي او له ځانه پوښتنه کوم،  دوي ماته د څه شی تبريکي راکوي.  کوم بری او کومه لاس ته راوړنه؟

رښتيا د څه شی تبریکي؟

له په زور واده کولو، وهلو، تيری کولو، شکنجه کولو... نه د تيښتي په گناه د واکمنو له خوا زندان ته د ما د اچولو تبريکي،  په يووشتمه پيړي کي ما ته  د ډبرو د عصر په دود د ژوند کولو تبريکي،  په سپی،  په ټوپک، په کلاشينکوف، په اوښ... د ما د بدلولو تبريکي،  په غلامي د ما د نيولو تبريکي، د بل په مالکيت د ما د بدلولو تبريکي،  د غلام په شان د ما د خرڅولو او اخستلو تبريکي، “ نغمه په شپږ کلنۍ کي خرڅه شوه.”  له کنډو د ما د اړولو تبريکي، دما د هميشنی محکوميت او هميشنيو مجازاتو تبريکي، له اسمانه د ناتو او له ځمکي د طالبانو په بمونو کي د ما د اولادونو د ټوټه کيدو، سوزولو او وژلو تبريکي او يا هم  په ژوندون د ما د شل کلن زوي د سترگو د ايستلو او بيا يي د وژلو تبريکي. “ حليمه کندهار”
د څه شی تبريکي؟

په لس کلني، دولس کلنی کي د ما په زور د واده کولو تبريکي،  د بل د جنايت په بدل کي د ما د ورکولو تبريکي، د ما په څيره د تيزابو د شيندلو تبريکي.  د زده کړي او ښوونځی ته د تللو په گناه د ما د ډارولو، دمسموم کولو تبريکي او يا هم  د پوهي او کار کولو په گناه د ما د وژلو تبريکي.


“ نوی ژوند دي مبارک شه”

عجيبه ده، په لس کلنۍ، دولس کلنۍ کي مي په زور په جبر له يوه شپيته کلن اويا کلن سره واده کړي او ملا هم له هغه سره د ما د نکاح په تړلو سره  دواړو زور او جبر ته قانونيت ورکوي او بيا را ته وايي، نوی ژوند د مبارک شه.  څومره له ريا ډکي خبري، څومره  توهين کونکي خبري او څومره ښکاره بد اخلاقي.  دا واده او دا واده کول نه دي. دا په يوه ماشوم جنسي تيری ته قانونيت ورکول دی. دا يو غير قانوني او غير بشري عمل دی چي د ماشومي د روحی او ټولنيزي ودي مخه نيسي او دواړه شخصيت او هويت يي له منځه وړي. ماشومه نجلۍ  په هيڅ وجه نه په فزيکي او نه په رواني لحاظ واده کولو چمتو دي او نه  د ښځي په شان مسؤليت منلاي شی. يوه ماشومه نجلۍ څه ډول د يوې ښځي رول بازي کولاي شی او څه ډول په دي نوی کورکي خپل ځای پيدا کولاي شي. دا ډول ماشومانې د هميشه له پاره د خپلواکي احساس له لاسه ورکوي،  د ژوند تر اخيره د ټولني مات شوي او ناکام شوي انسانان پاتي کيږي او له تشويشونو ډک او اضطراري ژوند لري. په فرهنگي خواري برسيره په ټولنيزه برخه کي د ماشومانو واده کول د خواري او بي وزلې پايله هم ده او هرڅومره چي خواري زياتيږي د ماشومو نجليو واده کول هم زياتيږي.  د بشري حقونو د نړيوالې اعلاميي د شپاړلسمي مادي په دوهم بند کي ويل کيږي:  “ ازدواج يوازي د نر او ښځي په ازاده او کامله موافقه سره صورت مومي.”

دماشوم د حقوقو د اعلاميی په شپږم اصل کي ويل کيږي:

“ ماشوم د خپل کامل او متوازن شخصيت د ودي له پاره مينې، محبت او پوهای ته اړتيا لري”
    د ما د ژوند هره شيبه د وهلو او تحقير کولو شيبه ده او د ما هره ورځ د وژلو او سوزولو ورځ دی. زه څه شی نلرم چي لمانځه يي وکړم او څوک يي تبريکي راکړي. د مارچ د اتمي ورځي تبريکي هغوي ته ورکړي چي خپل حقونه يي ترلاسه کړي او د انسانانو په شان ورسره چلند کيږي. د هغوي د ژوند ښوالی د تبريکيو ورکولو، د ښه نيت،  ښو وعظونو، انتظار او زاري کولو پايله نه ده. د هغوي ژوند عمل کولو بدل کړی او بدلون د شعارونو، تبريکيو او خبرو په ځای عمل غواړي. 

هغو تورياليو!  ته تبريکي ورکړي چي هره ورځ د ښځو د وهلو، ځولانه کولو، تړلو، تښتولو او وژلو په کار کي يي د بريو اولاس ته راوړنو خبرونه  خپريږي.

د هغه زور او هغو زورورو ستاينه وکړي چي په نجليوغږ کوي، “ دا د ما ده” ،  “ دا د ما شوه” 

د هغوي د ميړانې ستاينه وکړي چي  په خپل کورکي د لغتو وهلو او کوتک چلولو اتلان دي.

د هغه پهلوان د بری ستاينه وکړي چي په عام محضر کي د لښتو او تازينو په وهلو سره  يوه بي وزله نجلۍ نه يوازي په فزيکي لحاظ، بلکي په رواني لحاظ هم  مجازات کوي. په عام محضر کي په لښتو او تازينو د انسان وهل د هغه  توهين او سپکاوی دی او دا ډول انسان د عمر تر اخيرهد حقارت احساس کوي.

لږ خپلي شاوخوا ته وگوري په زرگونو ښځي هره ورځ تحقير او ځورول کيږي او دي پوښتنو ته ځواب ورکړي چي په  ښځو ددي اوږده تاريخي ظلم مسؤليت د چا په غاړه دي. په ښځه د تاريخ په اوږدو کي د خشونت تر څنگ بي حده توهينونه تحميل شوي دی. په افغانستان کي د هيڅ ټولنيز گروپ تاريخ د ښځي د تاريخ په شان له تراژيديو، تيريو، شکنجو، وهلو، ځولانه کولو، تحقير کولو... ډک تاريخ نه دی او ښځي د هر چا په پرتله يي ددي ناخوالو په وړاندي مقاومت او زغم ښودلی چي هره يوه يي د عفوي د بين المللي سازمان له خوا د جايزي اخستلو وړتيا لري. رښتيا دلته دا دځورولو،  وهلو او سپکولو فرهنگ چا راوړی،  چا تحميل کړی او څوک يي ساتنه او څه شی ورته قانونيت ورکوي؟


جهالت، ساديزم او انتقام لاس په لاس عمل کوي.

ساديزم د نورو له جسمي، روحي او جنسي ځورولو خوند اخستل دی. يو ساديست غواړي د زور او ځورولو پوسيلي سره په نورو واکمن شي. ساديست زړه سوی او د همدردي احساس له لاسه ورکوي او خپله خوشحالې د بل يا د نورو په ازارولو او وهلو کي لټوي. يو سالم او عاقل انسان هيڅکله هم د خشونت له لاري نه خپلي غوښتني ترلاسه کوي اونه د خشونت پوسيله خپله اتوريته تامين کوي. 
د شل کلني منيژي وهل د جهالت، ساديزم او انتقام ترکيب دی. منيژه وايي:
“ هفتي هفتي لاس او پشي تړلې په زيرزميني کي په لرگيو، ځنځيرونو او تازيانو وهل کيدم... په سر او وجود يي لغدو او سوکانو وهلم... په سړه هوآ کي يي کار کولو ته مجبورولم... په وجود کي مي داسي ځای نشته چي زخمي شوي نه وي... د خسر په کور کي غلامه وم...
کله چي يو انسان له ځانه دفاع نه کوي او یایی نشي کولاي او دوهلو په وړاندي زاړي او زاري کوي،  بي له اعتراضه وهل او تړل مني، خو بيا هم په پيوسته او هميشني توگه تر وهلو او تړلولاندي وي، د يوه دردونکي ټولنيز چلند بيان دی. دا ساديزم دی او دا د انتقام عمل دی. خواشي له منيژي د خپلو پرونيو بدمرغيو او ناخوالو انتقام اخلي.  د منيژي خواشي خپل زوی ته وايي:   "... تهکاوي ته یې ویسه او داسې یې ووهه، لکه هغه نجلۍ چې په تلویزیون کې یې ښودله. سترګې یې پرې وپړسوه چې چا ته ونه شي کتلی...”  او يا دواړو زوی او مور ته د منيژي  وهل، د هغي زاري کول او زړا کول خوند ورکوي.  دا يوازنۍ پيښه نه ده.  په زرگونو دا ډول پيښي کيږي چي ډيري کمي يي ثبت کيږي.

 دلته بيا وحشت او جهالت له جنايت سره په گډه عمل کوي او جنايت په جنايت توجيه کيږي.
     سړي د خپل توربور د وژلو پلان جوړ کړی او ددي پلان د عملي کولو له پاره په بهانه پسي گرزی او يا د يوې وسيلې په لټه کي دی چي د توربور وژل توجيه کړي. د توجيه کولو تر ټولو اسانه وسيله ښځه ده.  ښځه تړلې چرگه ده او هره لحظه حلاليداي شي. سړی په دي فکر کوي چي په کور کي کومه ښځه توره او بيايي ووژني ترڅو د توربور د وژلو لاره همواره شي. هغه خپله  بي وزله ځوانه ژنور چي له يوې غريبي کرونۍ راغلې توروي او بيايي وژني او ددي وحشت او جنايت  په کولو سره غواړي  بل جنايت، د خپل توربور وژل توجيه کاندي.

هغه فرهنگ چي جرم په حق بدلوي لغوه او له ټولنيز چاپيرياله ويستل شي.
سره ددي چي د افغان ټولني په قبيلوي اړيکو او چلند کي فرد يو بي ارزښته شی دی، خو د يوه فرد چلند په ډيره ښه توگه د ټولنيز چلند بيلگه ده. فرد د ټولني او ټولنه د فرد برخه ده او هغه څه چي يوفرد يي کوي په عمل کي د يوه وگړی د چلند په ځای يو ټولنيز او فرهنگي چلند دی. 
 په کلي کي يا د ژوند په بله سيمه کي خلک په تيره بيا گاونډيان اوري او پوهيږي چي دلته څه تيريږي، خوغلي او بي تفاوته پاتي کيږي او يا هم  “ د ما يي څه”.  دليل يي دادی چي واکمن فرهنگ له يوي خوا جرم په حق بدلوي او له بلي خوا په کورنۍ کي خشونت کورنۍ مسله بولی او سړی حق لري خپله ښځه او خپل ماشومان ووهي.  په کورکي خشونت نه يوازي د ښځي فزيکي او رواني سلامتي له منځه وړي، بلکي د کورنۍ ټول غړي او په تيره ماشومان او د هغوي راتلونکی چلند سخت متاثير کوي.
ددي حالت معني دادی چي  ټولنه بي وسه شوي اويا ټولنه د بي تفاوتي په ناروغي مبتلا شوي ده.  په واقعيت کي دا يوه ډارونکي بي وسي ده چي په يوويشتمه پيړۍ کي ټولنه د منځنيو پيړيو د دگمونو په اسارت کي وي. د ټولني د بي تفاوتي قرباني په خپله ټولنه ده. د ټولني د بی تفاوتي په هکله په  ټولنيزو اړيکو او ټولنيزوجوړښتونو کي يوه جدي ستونزه شته دی. له يوي خوا په ټولنه کي د فردي اصالت په ځای جمعي اصالت واکمن دی او فرد په اساني قرباني کيداي شي او له بلي خوا د ښځو په ضد خشونت د فردي ستونزي په ځای يو عامه او جمعي ستونزه ده او په دي برسيره په ټولنه کي د خلکو ترمنځ د خپلوي، دوستي، گاونډيتوب... پراخ او نږدي اړيکي او پيوندونه شته دي، خو بيا هم ټولنه د ښځو او ماشومانو په ضد د خشونت په هکله هم بي تفاوته، غلې او چپ پاتي کيږي او دي ډول خشونت ته د يوې ستونزي په سترگه نه گوري.  “ چي دب نه وي ادب نه وي”   پلار هم وايي، “ لوري،  زه به دي هغه وخت د تا پوښتنه کوم چي هډ دي در مات کړي”   همدا حالت په کورينو کي د خشونت له چاري او د هغه له دوام سره مرسته کوي.

له تيری د ښځي تيښته جرم دی.

په واکمن فرهنگ کي په ښکاره د ښځو په ضد خشونت ته قانونيت ورکول کيږي. د ښځي وهل، تړل، ځولانه کول، په زور واده کول او په هغي تيري کول د جرمونو په ځای حقونه دي او که ښځه له په زور واده کولو، وهلو، تيری، شکنجي... تيښته کوي او يا ځان ژغوري ځای يي زندان دی او واکمن هم د ښځو په ضد د خشونت د فرهنگ  په دفاع کي د تيری کونکي په ځای قرباني مجازات کوي  د يوې بيلگي توگه: 
 “ په 
۲۰۰۹ میلادي کال ګلناز چې کله په کور کې یوازې وه د تره زوی له لوري په کټ پوري وتړل شوه، او هغې ته یې بدلمنې واړوله. ګلناز اومیندواره شوه. د کورنۍ غړیو یې پولیسو ته شکایت وکړ، خو چارواکو د دې پر ځای چې تېریګر ونیسي، ګلناز د زنا په تور بندي کړه. په زندان کې یې لور پیدا شوه... قاضیانو ګلناز وهڅوله چې له هغه چا سره واده وکړي چې تجاوز یې پرې کړی دی خو دا وايي، له داسي کس سره څرنګه واده وکړي چې دا یې بې عزته کړې ده. اکثره افغان ښځې اړ ایستل کېږي چې له هغه چا سره واده وکړي چې تجاوز یې پرې کړی وي.”  تاند
واقعيت دادی چي خشونت ددي او هغه وگړی کار نه دی، بلکي يو ټولنيز افت دی،  چي قربانيان يي په تيره بيا ښځي او ماشومان دي. دلته  د انسان د ژوند او د هغه حرمت او کرامت اخستل عادي عمل گرزيدلی دی او نږدي هره ورځ  په پټه او ښکاره په ښځو د هغوي په عزت او کرامت تيری کيږي. خو څوک اعتراض نه کوي او د ټولنيزي غصي نښاني نه ليدل کيږي.  ددي حالت په موجوديت کي  د سړی په ذهن کي دا پوښتني دا پيدا کيږي:  ايا دلته هغه انساني عاطفه، انساني احساسات، انساني پيوندونه او ټولنيز بندونه  شليدلې چي ټولنيزه غصه را پورته کړي؟  هغه زړه سوی اواخلاقي مکلفيت غلا شوي چي ټولنيز اعتراضونه را وپاروي؟  ټولنه هديره نه دی چي په هر ډول حالت کي د چا غږ را پورته نشي.  يا دلته خشونت يو منل شوی چلند دی. کله چي فرهنگي اصول نه بدليدونکي خصوصيت پيدا کوي په ايديولوژي بدليږي او ايديولوژي په ډيره اساني سره له انسان زړه سوی، عاطفه او اخلاق اخلي او د جرم کونکو په ځای قربانيان مجازات کيږي.

په هند کي په يوي ښځي جنسي تيري د ټولني پراخ اعتراض، غصه او عکس العمل را وپاروله او په سلگونو زره انسانان کوڅو ته راووتل او د مجرمينو د اعدام او په راتلونکي کي د دا ډول پيښو د مخنيوي غوښتنه کوله.

 

ستونزه منطق نه،  توجيه دی.

د ښځو په ضد خشونت له هغه څه چی ليدل کيږي او ورباندي خبري کيږي ډيره ژوره او څواړخيزه ستونزه ده. د خشونت په هکله ستونزه منطق نه دی. که څه هم د ټولنيز چلند له پاره منطق ضرور دی.  خو په خشونت کي منطق نشته دی. ستونزه د خشونت توجيه دی. ستونزه هغه څه دی چي خشونت توجيه کوي. د پيښو راپور ورکول، ثبت کول او بيان کول د ستونزي حل نه دی. بايد د خشونت او له هغه د را ولاړشويو رنځونو تل ته ورننوزو،  چا دا پليد عمل په ټولنه تحميل کړی دی او ولې ټولنه له خشونت د را ولاړ شويو رنځونه او قربانيان په وړاندي غلې پاتي کيږي.
ستونزه داده  چي د خشونت له منځه وړل تر اوسه په يوه ټولنيز هدف چي ټولنه يي تر شا ودريږي نه بدل شوی. د بشري حقونو سازمانونو، مدني ټولنو، سياسي گوندونو، دولت ... تر اوسه دا وس او توان نه دی موندلی چي د خشونت په  ضد ټولنيز ملاتړ ترلاسه کړي او واقعيت دادی چي افغان ټولنه هغه ځای ته نه دي رسيدلې چي د ناکامو ارزښتونو د بي باوره کولو او د انساني او مدني ارزښتونو دواکمن کولو پريکړه وکړي. همدارنگه ټولنه د يوې جمعي اوکل په توگه  دا وس او ځواک نه لري چي خشونت ته شا وروگرزوي. اوس دنده دادی چي هر
 يوځانگړی وگړي او فرد له خشونت ځان را جلا او د هغه غندنه وکړي او دا کار کولاي شي ټولنه د بي وسي له حالته را وباسي.

دواړه خشونت او نابرابري په کور کي پيل کيږي. 

دښځي بدمرغي،  کمزوري او دوهمه درجه کيدل  په کورنۍ کي پيل کېږې. دا پلار او مور دي چي په خپل لاس د ښځي د بدمرغي لاره همواره وي. همدا د دوي تربيه او روزنه  دی چي دښځي ذهن او چلند جوړوي او دوي دي ته پام نه کوي چي دا حالت په څومره اندازه دښځي  په ژوند او راتلونکي منفي تاثيرکوي. مهمه داده چي والدين او په تيره بيا پلار په کور کي د يوه مستبد، د يوه قوماندان او يا د یوه دوست او ښوونکی رول لوبوي او همدا رول له يوې خوا د کورني ژوند څرنگوالی ټاکي او له بلي خوا د ماشومانو راتلونکی چلند او ذهن هم متاثير ورکوي.  له بده مرغه مور او پلار هم  نه د ازادي اراديپه اساس  روزل شوي او نه دا ډول عادت لري.

ښځه په خپل کور کي د يوه فرد په توگه نه روزل کيږي. همدا وجه ده چي نوم او هويت يي په بل پوري تړلې دي.  ښځه په عمل کي د بل د پاره راغلي بلل کېږي او دا  کورنۍ روزنه ده چي له ښځي د ارادي خپلواکي اخلي او له ځانه يي بيگانه کوي. کله چي ښځه فرد نه وي په طبعي توگه فردي حقونه هم نه لري.     په داسي حال کي چي ښځه د کورنۍ بنياد جوړوي.  ښځه په کورنۍ ډيره مهمه دنده او لوی مسؤليت لري. تر ټولو د مخه د ماشومانو د لويولو او د هغوي د روزني او تربيی دنده په اوله درجه کي د ښځي دنده  او مسؤليت دی او تر وهلو، ډبولو ، شکنجه کولو، توهين کولو لاندي نه دا دنده تر کيږي او نه دا مسؤليت. د ماشومانو روزنه او تربيه د ښځي ارام ژوند، ارام فکر او د هغي پوهه غواړي.

 

 دا کور نه، دا زندان دی.

 د ښځي ژوند يوازي په کور پوري محدود شوی اوهمدلته دی چي تر ټولو زيات د ښځو په حقونو تيري کيږي، همدلته دي چي د نر او ښځي نابرابري پيل کيږي او په همدي چاپيريال کي دی چي وهل، وژل، ، تړل... په عادت بدل شوي، خشونت د کورنی ژوند برخه گرزيدلې او نه دريدونکي بڼه يي غوره کړي ده. 
کور د ښځي په زندان بدل شوی او د يوه زندان په شان په کور کي وهل او  شکنجه عادی او معمولی کار گرزيدلی دی.  د ښځي په ضد دواړه فزيکي او رواني خشونت همدلته پيل کيږي او د ټولني په لورځي. په بل عبارت د ښځي حقونه او ازادي د پاس په ځای له کوزه له خنډونو سره مخامخ دی او پاس په تيره بيا استبدادي واکمني ددي خنډونو ملاتړ او ساتنه کوي.

کورنۍ د گلادياتور ميدان نه دی، چيري چي د چا مټي پنډي او غوټي دي او څوک، څوک څوملولې شي.  په کورنۍ کي د زور د اړيکو په ځای ترهرڅه د مخه مينه، درناوی او همکاري واکمني کوي. اوس هغه وخت را رسيدلی چي کورنۍ،  د کورنۍ جوړښت او کورني اخلاق د زور له اړيکو او له موجود ظالمانه چلند نه وژغورل شي. 

خور او ورور دواړه له يوي موري پيدا کيږي او دواړه په ازاده او برابره توگه دنيا ته راځي. خوواکمن فرهنگ له هماغه ماشومتوبه په کورنۍ کي د هلک او نجلۍ برابري له منځه وړی، يو اصل بل په فرع بدليږي. يو حاکم او بل محکوم کيږي. يو اوله درجه او بل دوهمه درجه جوړيږي. يو د کور او بل دصحرا کيږي. يو په پريکړه کونکی او بل په پيرو بدليږي. نجلې ته د کمزوري احساس تلقين کيږي او هغه دي چمتو کيږي چي کمزوري او خپله بي وسي د خپل نه بدليدونکي برخليک او قسمت په توگه ومني.  دي حالت ښځه د شی سطحي ته را ټيټه کړي  او آن خپل پلار هم  ور باندي سوداگري او معامله کوي. په دا ډول حالت کي انساني ارزښتونو بي مفهومه کيږي او ښځه له انساني تعريف د باندي ايستل کيږي او دلته تر اوسه هغه پوهه نشته دی چي په کور او ټولنه کي د يوه انسان په توگه د ښځي رول تعريف شي. په دي برسيره  هغه څه چي د ښځي ملاتړ او دفاع کول کمزوري کوي په ټولنه کي د ارزښتونو بحران دی ، له يوي خوا د سنتي او عنعنوي ارزښتونو پاتي را تلل او ورځ په ورځ د هغوي خشن کيدل دي او له بلي خوا د هغو ارزښتونو چي فرد يي په مرکز کي دي بي وسي او کمزوري ده.  دا ډارونکي او خشونت ايجاد کونکي حالت دی، چيری چي به نورهم د ښځو په ضد خشونت زياد او پراخ شي.
“ هغه سړي چي غواړي خپل زور وښيي، شعار يي دادی،  که په ښځو پسي ځي، تازيانه مه هيروي”
 نيچه

 

پټ ظلم او ژبنی خشونت

د ښځو او ماشومانو  په ضد خشونت  نوي ستونزه نه ده  خشونت اوږد تاريخ لري چي ريشي يي د ټولني په فرهنگي، مذهبي او ذهني جوړښتونوکي دي. هغه څه چي په دي هکله نوي دي، دا ډول خشونت د يوه وگړي د چلند په ځای د يو ټولنيز چلند او د فرهنگ  دبرخي په توگه پيږندل دي، کوم چي دواړه کورنۍ او ټولنه متاثيره کوي.  ښځه يوازي د ميړه د خشونت قرباني  نه دی،  پلار، ورور ، ليور، خسر او خواشي هم دا کار کوي. همدارنگه خشونت  يوازي يو فزيکي او جنسي تيری نه دی.  رواني خشونت هم شته دی. سره ددی چي  رواني خشونت پټ ظلم اوژبنی تيري دي،  کوم چي نه د ښځي وينې تويوي او نه يي هم پشتي ماتوي، خو ضربي او وارونه يي له فزيکي خشونته کم نه دي.  ډيري زياتي ښځي او نجلې د رواني خشونت  قربانياني دي او دا ډول خشونت  په تحقير کولو، مسخره کولو، سپکولو، توهين کولو، ښکنځلو... تکيه کوي. که فزيکي خشونت د ښځي هډونه ماتوي، پزه او غوونه يي پري کوي، رواني  خشونت يي اراده، روان او احساس ماتوي.

 “ او سپيرې، پل دي سپيره ده،  موږ دي سپيره کړو” “ تا موږ ته خواري راوړه، پلار دي ورک شه يوه لمن روپې يي يوړي، پرون يي په پښو څپلې نه وي، نن وريښمنه لنگۍ په سر کوي ”  “ ټنده دي بدمرغه ده او ته به دا کورهم بدمرغه کړي” “  او کوناټوري، دا پلن پلن کوناټي دي ورک شه،  ټوله ورځ د حيوان په شان شخوند  وهي”  “ او په بدي کي راغلي، ښه ورځ به و نه ويني او زه به د وژلی زوی انتقام له تا اخلم ...”

“ او خرينې، او د خره لور،  ته ځان پيږني، ته يي په موږ خرڅه کړي يي.  ته مو په پيسو اخستي يي، ته د خپلې خوښي او خپلي ارادي چورتونه مه وهه. ته به دلته هغه څه کوي چي موږ درته وايو او موږ يي غواړو...”

 

د جرگي عدالت

زه کله په هغه هميشنۍ مظلومه او هميشنئۍ محکومه خوا کي راځم چي نوم اخستل می شرم بلل کېږې،  خندا ته مي بي حيایي ويل کېږې، نه ويل مي په عزت او غيرت تيری بلل کېږې. کله هم د جرگي د عدالت قرباني کېږم او د عمر تر اخيره د بل د جنايت بيه پري کوم او کله هم نه يوازي د تيری قرباني کېږم، بلکی د عمرتر اخيره توره هم بلل کېږم. همدارنگه هم تيري را باندي کيږي او هم د پلار يا ورور پوسيله وژل کيږم.

پلار،  “ راته توره يي کړه، زه يي پخپله وژنم”   

“ د جرګې ترپرېکړې وروسته ستونزې هوارې شوې ... څلور لکه مو روپي اويوه مو  نجلۍ ورکړه” 
احمد نور پکتيکا.

“ ...هغه چا چې نغمه، نغمه شپږ کلنه نجلۍ ده،  د پیسو په بدل کې اخیستې وایي چې په راتلونکي کال کې به دوی نغمه له ځانه سره بيايي...”

د ماشومانو د حقوقو د اعلاميي په نهم اصل کي ويل کيږي:

“ .. ماشوم په هيڅ صورت کي ونه پلورل شي او نه پيرودل شي...” 

په پاکستان کي “ مختارمايی” د جرگي په حکم د جنسي تجاوز قرباني شوه. 
“ پېښور:   2012-06-05 رسنۍ وايي چې د خیبر پښتونخوا د کوهستان ، په بټګرام سیمه کې ولسي جرګې پنځه جینکۍ له دې امله ووژلې چې په وینا یې د یوه واده پرمهال یې د هلکانو ګډا ته لاسونه پړقول.د رپورټونوله مخې څو ورځې مخکې په سیمه کې یوه داسې ویډیو خپره شوه چې، په یوه واده کې دوه هلکان ګډېږي او پنځه ښځې ورته لاسونه پړقوي.د ویډیو له خپرېدو وروسته د سیمې جرګه راټوله شوه، او په دوه هلکانو او پنځه نجونو یې د قتل حکم صادر کړ.ګډېدونو هلکانو له سیمې پښې سپکې کړې او کوم نامالوم لوري ته یې ځانونه پټ کړل خو نجونې او ښځې خلکو ونیولې، په یوه کوټه کې یې بندې کړې، او د مۍ د میاشتې په وروستۍ شپه یې په دوه بجې ووژلې او قبرونه یې ورله له ځمکې سره داسې اوار جوړ کړل چې څوک پرې د قبر ګومان ونه کړي.رپوټونه داهم ویلي چې له وژلو مخکې دغه ښځې وهل کېدې، او په تودو اوبو د سوځولو په ګډون هر ډول شکنجې ورکول کېدې...”
   په جرگو کي له ښځو سره د شيانو په څير تلنه کيږي چي د جنايت بيه پري کوي او هيڅکله په جرگه کي نه ښځي ته د انسان په سترگه کتل کيږي اونه  د ښځي انساني ارزښتونه او حقونه په نظرکي نيول کيږي.  په بدي کي د ښځو ورکول، د هغوي له انساني حقونو او انساني ارزښتونو څرگند انکار دی. دا هم جرگه ده چي د ماشوم خرڅولو ته قانونيت ورکوي.  جرگه په بدي کي د نجلۍ يا د نجليو ورکول د يوې ستونزي په توگه نه پيږني. پداسي حال کي چي دا نه يوازي ستونزه ده بلکي جرم هم دی. دحل لاره دا نه دی، “ په بديو کي نجلې مه ورکوي” د حل لاره د جرگي د همدي عمل جرم گرزول دي. چيري چي قانون او محکمه وي د جرگي ضرورت څه دی.

کله ښځه غږ وهلی شي،  يو زورور، يو قوماندان، يو جنگ سالار... ور باندي غږ کوي، “ دا د ما ده” ”  دا د ما شوه”  که په رضايت نه وي په زور يي هم وړي او يا يي تر هغه زورور ته ورکوي. په سمبالې خوارکۍ چي نوې ځوانه شوي وه، يوه زورور غږ وکړ،  “ سمباله د ما ده” ...خو جرگي هغه يوه بل زورور ته چي هم يي دوه ښځي درلودي او هم يي عمرله شپيتو کالنو زيات وو په نوم کړه او سړی به خپله جنسي کمزوري له ا نگريزانو د سوغات شوي وياگرا Vaigra پوسيله رفع کوي. ويل کيږي، همدا اوس اوس  په وزيرستان کي په نجليو د غږ کولو په سر د جنگ سالانو او قوماندانانو چي ډير يي ملايان دي تر منځ کلکه سيالې روانه ده.

ښځه نوم نه لرم،  ښځه په نوم کيږم.

کله چي ښځه خرڅول کيږي له خپل انساني موقف د شی او حيوان موقف را ټيټيږي.  ولور د انسان د بيي يو شرمونکی او توهين کونکي نوم دی.  ښځه د شخص نه،  د څوک هم نه، د شی په شان د سړی او د هغه د کورنۍ  په مالکيت بدليږي. د ښځي له محروميتونونه  يو هم د مالې حقونو نشتوالی او يا د مالکيت نه درلودل دی او دا حالت دی چي ښځه يي له اقتصادي خپلواکي محرومه کړي ده.
     ښځه  شخص نه دی او نه شخصي ژوند لري. شخصي ژوند حقونه،  مصؤنيت او خپل حريم لري او هيڅوک ترهيڅ عنوان لاندي په هغه کي مداخله کولاي نشی. ښځه نه يوازي دا ډول حريم نه لري، بلکي د شی په شان ور سره چلند کيږي. هر شخص د ازادي او امنيت حق لري او هر شخص د قانون په وړاندي د يوه انسان په توگه پيږندل کيږي. دبشري حقونو د اعلاميي په پنځمه ماده کي ويل کيږي:
“ هيڅوک د شکنجي يا ظالمانه غير بشري يا توهين آميزه معاملي يا مجازاتو مورد گرزيدلی نشي.”
  د شخص حقونه، هغه حقونه دي چي په شخص پوري مربوط دي. همدا حقونه دي چي انسان ته خپلواک شخصيت ورکوي او ددي معني دادی چي انسان د کورنۍ، ټولني او يا دولت مال او مالکيت نه دی. 
     کله چي کونډه شي د ليوره کيږي او که هغه نه وي او يا هغه  يي و نه غواړي په کورنۍ کي د يوبل  نارينه او يا ماشوم په نوم کښيني،  د هغه په نوم پايږي او دهغه په نوم سرسپينوي او که په کورني کي ماشوم هم نه وي، بيا يي د پيسو په بدل کي ترکنډو اړوي او معلومه نه دی چي چيري ځي، له چا سره ځي او څه به کوي.  په ډول حالت کي نه ښځه شخص دي،  نه شخصي حقونه لري او حتي نشي کولاي د خپل ژوند په هکله خپل نظر او خپله اراده بيان کړي  او دا په عمل کي تياره غلامي ده. پرون افريقايي غلامان هم نه پوهيدل، چيري ځي، له چا سره ځي او څه به کوي. دا يو بي معني ژوند دی. ژوند او د ژوند معني په هدفمندي کي دی. دهغه ژوند معني به څه وي،  چي انسان ددي پوهای حق و نه لري، چيري ځي، له چا سره ځي او څه به کوي. همدارنگه ددي ژوند معني به څه وي چي انسان د خپل ځان په هکله نه غوښتني او نه هم  اراده عملي کولاي شي. بي هدف ژوند، بي جلوه موټر دی. 
زه بې سواده  غمځپلې پېغله     زما قسمت کې به وي غم لیکلی   شفيقه خپلواک

 

ځان وژل شوق نه،  له نه دريدونکي وحشت د ځان ژغورل دي.

د ما مرگ نه خوښيږي. زه غواړم د نورو په شان ژوند وکړم. نيکمرغه اوسم او غواړم راتلونکي ولرم، زه هم حق لرم او هم غواړم چي ديوه انسان په شان را چلند وشي. ديوه انسان په شان مي درناوی وشي.  ځان وژل شوق نه دی،  اتلولې هم نه دی او تاريخ هم د ځان وژونکي په نوم نه ليکل کيږي. خو کله چي د په زور واده کولو، شکنجه کولو، ځورولو، توهين کولو، وهلو،  تړلو، تورولو...  ته يوازي پاتي کيږم. هيڅوک د مرستي لاس نه راکوي او د ژوند او راتلونکي په هکله هر ډول هيلې او اميدونه له لاسه ورکوم،  په دا ډول حالت کي ځان وژل او ځان سوزول د ژغورولو يوازنۍ لاره دی. نه يوازي انسان وژونکي او انسان توهين کونکي دودونه، بلکي د نورو پيغورونه او طعني هم د ما د ژوند د تراژيديولامل کيږي. 
    زه په عمل کي ژوندي کالبد او ژوندي بت ته پاتي کېږم، نه مي خپلواکې انديښنې ته وده ورکولاي شم او نه له خپلواکې ارادې کار اخستلي شم. زه بايد د هميشه لپاره ناپوهه او پيرو پاتي شم او د جهل پالونکو اتوريته او واکمني د ما په ناپوهي او دما په ړندي پيروي کي ده. دما پوهه، د ما ازادي او د ما خپلواکه اراده د هغوي ا توريتي ته گواښ دی. هغه اتوريته  چي د نيکمرغي او پرمختگ په ځای د بربادي او تباهي خبري کوي، کومه چي په جهالت، زور او ډار تکيه کوي.  هغه اتوريته چي په جهل او زور تکيه کوي يوه دروغجنه او موقتي اتوريته ده. 

زه په ډيره اساني سره د هوس او وحشت قرباني کېږم.  په غربي نړۍ کي په کرايه کيږم او وجود مي د نارينو له خوا په اجاره اخستل کيږي او د سکس له پاره خرڅول او اخستل کيږم او دلته بيا په ماشومتوب کي کله دي اويا کلن اخوند او کله له هغه اتيا کلن اخوند ته صيغه کيږم او مذهبي فاحشه را نه جوړيږي. 
“ مهریه؛ ساعتی
  40 تا 100 هزار تومان” 

 “ در سایت‌ خودمان اعلام کرده‌ایم که اگر زنی مطلقه است و شرایط آن را دارد برای رضای خدا و رفع مشکل جوانان با ما همکاری کند”  مرکز رسمی ازدواج موقت تهران.
په سعودي عربستان کي يوه نوي کلن سړی يوه پنځلس کلنه نجلۍ اخلي او په اصطلاح ورسره واده کوي.

 

د انسان ځواک د مټو په ځای په انديښنه کي دی.

 له ښځي سره د راسيزم او د اپارتايد په دود چلند کېږې. راسيزم او اپارتايد دواړه انسانان د بيولوژيکي تفاوتونو په بنياد جلا کوي اود انسانانو له برابري انکارکوي او کله هم په فاشيستي دود قرباني کېږي. د فاشيزم منطق په کمزورو د زورورو واکمني ده.  سړی زورور دی او زور حق دی او همدا دليل دی چي د ښځي ته د “ ضعيفه”  “ عاجزه” خطاب کيږي.  نه يوازي ښځه بلکي نارينه هم  د يوه نه تماميدونکي زور او خشونت لاندي په دواړو فزيکي او رواني لحاظ  ماتيږي. زرگونه کالنو کيږي چي ښځه د زور او خشونت هميشنۍ قرباني ده او په طبعي توگه دي حالت ښځه په فزيکي او رواني لحاظ په ژوره توگه متاثيره کړي ده. 

په حقيقت کي ښځه د يوه  بيولوژيکي موجود په ځای يو ټولنيز موجوددي. ښځه او د هغي ټولنيز موقف د همدي ټولنيز واقعيت په بنياد سنجول کيږي نه د بيولوژيکی توپيرونو په اساس. دا يو پرادوکس دی، انسان د بيولوژيکي توپيرونه:  جنس، نژاد، رنگ ...   په جوړولو او را منځ ته کولو کي هيڅ ډول رول نلري،  خو په سياسي، فرهنگي او ټولنيز ژوند کي د تگلارو د بنيادونو په توگه ور نه کار اخلي او د همدي بنيادونو په اساس فرضي دوښمنان جوړوي او د برتري،  د هويت او په تيره بيا د سياسي هويت منبع گرزول کيږي.  دا ډول چلند له انساني اصالت  د بيگانگي په معني دی.
         ټولنيز او په تيره بيا د برابري او نابرابري مفهومونه بايد د طبعي او بيولوژيکي توپيرونو له تاثيره  وژغورل شي. دا ممکينه نه ده چي د يوه انسان د شکل او څيري په ليدلو سره  د هغه کرکتر او ځانگړتياوی وپيږندل شي او د هغه د استعداد او وړتيا اندازه واخستل شي. موږ د يوه کور، د يوه مرغه، ديوه اوښ، د يوه موټر... په ليدلو سره کولاي شو د هغوي او دهغوي د ځانگړتياو په هکله توضيح ورکړو. د غزني په گنج کي دلالان د حيواناتو د ظاهري جوړښت، مزی، ځوان...په هکله اخستونکو ته توضيحات ورکوي.  دا سمه خبره ده او دلالان نه وايي، چي دا غوايي ډير ښه خويونه لري، ډير اخلاقي او په نورو مهربانه دی. حيوانات د خپلو طبعي او بیولوژيکي ځانگړتياو په اساس پيږندل کيږي. خو انسان د طبعي او بيولوژيکي ځانگړتياو تر څنگ پياوړي ټولنيزي او ذهني ځانگړتياوي هم لري او د يوه انسان د ظاهري څيري په ليدلو سره موږ نشو کولاي د هغه د احساساتو، د هغه د باورونو، د هغه د فکرونو او د هغه د ځانگړتياو په هکله خبري وکړو. د انسان شعور، استعداد، عقل او وړتياوي د بيولوژي په ځای د ټولنيز ژوند او ټولنيزو اړيکو محصول دي.  

د انسان ځواک د مټو په ځای په انديښنه کي دی. انسان په بيولوژيکي وسيلو، غاښونو، لاسونو، پنجو... طبعيت، ټولنه او ځان نه بدلوي دا کار د انديښني او علم په وسيلو کوي. د حيواناتو غاښونه، پنجي ... له انسانانو ډيرې پياوړي او ځواکمني دي. د انسان باندنې او ظاهري تفاوتونه ، ټيټ، جگ، مزی، ډنگر، شيني سترگي ، توري سترگي، اوږده ژيره، تاوشوي اوږده بريطونه ... نه د هغه په چلند او نه هم په ټولنيز ژوند کي د هغه په رول تاثير لري.  په عمل کي دا دانسان فکری او ذهني ځانگړتياوي دي چي هم د هغه په چلند او هم په ټولنه کي د هغه په رول څرگند تاثيرلري. د انسان موجوديت یعني، انسان او انسانيت دي او دا دوهم دی چي په ټولنيزو اړيکو کي رول تر سره کوي.

او دا د موږ “ فرهنگي ميراث” او دا هم د موږ   “ د کاڼی کرښي” :

“ اصيل ته اشارت او کم اصل ته کوتک.”

“  چي دب نه وي ادب نه وي”

“ ښځه د شيطان لومه ده”

“ ښځه يا د کور او يا دگور”

“ ښځه کږه پشتي ده، ماته به يي کړي، سمه به يي نه کړي” 

“ زر، زمين و زن”

“ ښځه يا د کور او يا د گور” …

په ټولنه کي د ټولنيز واټن او په ځانگړي توگه د جنسي تبعيض  ستونزه دادی چي پورتني او دي ورته اصلونه د ټولنيز چلند په لارښود او يا د فرهنگ په يوه برخه بدل شي. پوښتنه داده ، اصل څوک او کم اصل څوک دي او دا دوه  په کومو معيارونو او په کومو ځانگړتياو له يو بله جلا کيږي؟  زه نه پوهيږم چي اصل يم که کم اصل،  خوکه انسانان په اصل او کم اصل ويشل کيږي زه هم کم اصل يم. 
هو! زه کم اصل يم. زه دوهمه درجه يم. زه فرع يم. زه نيم انسان يم. زه ناقص العقل يم. زه د شيطان لومه يم او نارينه تيرباسم... “ کم اصل ته کوتک”،  رښتيا “ کوتک” د ما د برخليک نه بيليدونکي برخه ده. منيژه هم  د کم اصلو له جملي ده چي هفتي هفتي د ميړه او خواشي ترکوتکو لاندي وه او ټول وجود يي زخمي شوی دی. د ارزگان لطيفه هم کم اصله ده چي د وهلو له امله يي پښي فلج شوي دي.
  وايي،  د واده په اوله  شپه يوې ښځي له خپل ميړه پوښتنه وکړه،  په څه شی به مي وهي؟ ...اوله شپه وه او ميړه يي ورته وويل د سوی په لکۍ.  د باندي يي په خاورو پل نشته،  خوپه کور کي د کوتک چلولو اتل دی.

 

د ما جرم څه شی دی؟ 

د ما جرم څه دی چي د کار، زده کړي، په خپل ځان او خپل ژوند د پريکړي کولو حق را څخه اخستل کيږي. جرم مي دادی چي ښځه يم.  هغوي چي جرم او جنايت کوي زندان ته په ليږلو سره يو شمير حقونه او ازادگاني له لاسه ورکوي او په يوه تړلی څلور ديوالې کي بندي کيږي.
  په څلورديوالی او گرځنده زندان کي  په بندي کولو سره  له ما نه يوازي ازادي او حقونه اخستل کيږي، نه يوازي له ټولني او ټولنيزو هدفونه لري ساتل کيږم، بلکي د فکري او ذهني ودي امکانات هم له لاسه ورکوم.  زه د خپل ورځنی ژوند،  کوم چي هره ورځ هغه دی چي وو، کوم چي هره ورځ تکرار کيږي،  هر څه د پرون په شان دي او کول يي فکرکولو او فکري ودي ته  ضرورت نه لري،  هماغه ديگ،  هماغه کاسه، هماغه جارو، هماغه سپينونی، هماغه زی، هماغه گړی، هماغه ديوال او هماغه دورڅه دي.  دا ساده او تکراري  ژوند په طبعي توگه نه د ما له فکري او ذهني ودي سره او نه د ما له فزيکي وس او ځواک سره مرسته کوي. دي حالت له ما نه د فکر کولوعادت اخستی او د ما د استعداد د ودي مخه يي نيولې. ددی معني دادی چي په لاس کي مي ډوډۍ ده، خو د خوړولو اجازه يي نه لرم. له ځانه پوښتنه کوم، جرم مي څه دی چي حقونه مي سلب او د فکري او فزيکي ودي په نه کولو محکومه شوي يم.

د ما ټکری د ناکامي او بي غيرتي سمبول دی.

په سړيو کي دا عامه خبره ده،  “ که مي دا کار و نه کړ ټکری به په سر کوم” ، “ که په دي کار کي پاتي راغلم  ټکری را په سر کړي.” “ غوري مه کوه ته بايد د پټکی په ځای ټکری په سر کړي” ...  ددي ډول خبرو معني دادی چی ټکری د ناکامي، بي وسي او کمزوري نښانه ده او ښځه يو بي وسه او يو کمزوری موجود دی. په دي برسيره پورتني خبري د ښځي د توهين او تحقير کولو خبري هم دي. په دي برسيره ښځو ته نورعادي او ورځني توهينونه هم شته دي “ نامرد” “ نامردي” 
“ قول مردانه ” “ مردانه حرف بزن”  “ د سړی په شان خبري وکړه”...
 او کله چي سړي سره بديږي يا جگړه کوي د يو بل په بل ځاي ښځو ته ښکنځلې او سپکي وايي، د تا مور... د تا خور... د تا ښځه... مادرت... خواهرت... زنت ... 

ښځه کمزوري نه ده . د ښځي کمزوري د اوږدي مودي له پاره  يو تحميل شوی حالت دی او ښځه ټول هغه څه کولاي شي چي نارينه يي کوي. ښځه هم د نارينه په شان  فکرکولاي شي، سياست کولاي شي، اراده، انديښنه او ځواک لري.

سره ددی چي د دنيا په دي برخه کي سياست د سړی چاره شميرل کيږي اوښځه  تر اوسه نه په  سياسي پريکړو کي برخه لري او نه يي متاثير کولاي شي، خوهيڅوک په سياسي رهبري کي د ښځو له جوړونکي رول انکار کولاي نشي. همدا اوس ښځي په سياسي او ټولنيزو چارو کي ښکاره ونډه لري او د ملگرو ملتونو په کارونو کي مهم رول تر سره کوي.  ښځي د نژادپالني، استثمار، استعمار، تبعيض او نابرابري په ضد د مبارزي او حرکتونو لارښوونه کوي او د دولتونو او حکومتونو مشراني دي. همدا اوس په جنوبي کوريا کي ميرمن پارک ګون های د جنوبي کوریا د رياست جمهوري مسؤليت په غاړه واخست او د ښه امنيت او د اقتصاد د غوړولو وعدي يي ورکړي.  پرون د اندراگاندي او نن د انگلا  ميرکل لارښونکي رولونه  د يادولو وړ دي او انگلا ميرکل د  “ رهبري معظم”  اخوند خامنه ای  په پرتله د مشرتوب ښه وړتياوي لري او د هغه خشن ديکتاتور په شان نه د مطلق واک دعوي لري او نه چا ته د اعدام کولو او وژلو گواښ کوي. همدا اوس اوس د آصف زرداري په پرتله په بنگله ديش کي شيخ حسينه د هيواد د ثبات ساتلو په کار کي ښې او څرگندي لاس ته راوړني لري.

هالندي نجلۍ لورا دکر  په شپاړلس کلني کي له پنځوسو زرو کيلو مترو د زيات واټن په وهلو سره په دنيا راوگرزيده او ملالۍ په څلورلس کلني کي “ هر ماشوم بايد د زدکړو حق ولري” پاڅون پيل کړ.
“ یک کاری که یک مرد می‌کند یک زن نباید آن را انجام دهد و این یک اصل در اسلام است... ما نباید فکر کنیم هر کاری که مردان می‌کنند‌‌ همان کار را باید زنان انجام دهند،  چراکه این کار در حد فضیلت یک زن نیست.”   آخوند احمد علم‌الهدی٬ امام جمعه مشهد و عضو مجلس خبرگان ايران. خبرگزاری دانشجو.
په دنمارک کي عملآ د ښځو واکمني 
Girls power دي. دلته ملکه شته دی. دلته صدراعظم ښځه ده او په واک کي دوهم او دريم مقامونه هم د ښځو دي. په واکمن ائتلاف کي د گوندونو، سوسيال دموکراتان، د خلکو سوسيالست گوند او راديکاله وينستغه، مشراني ښځي دي. 
“ د هر هيواد، د هري ټولني، د هري کورنۍ، د هر وگړي او بلاخره د بشري ټولني راتلونکي د اجدادو د افسانو په ځای د هغوي د زده کړي او پوهي په درجه کي دی.”  آلبرت اینشتن

 

هغوي چي په پرمختگ باور نه لري، په خپله خپل گور تياروي.

ښځه  وزير، والی، ولسوال، شاروال، وکيل، ښونکي، انجنير ، ډاکتر ... دی. همدا اوس عذرا جعفری، حبيبه سرابي، شينکۍ کړوخيل، فوزيه کوفې، شکريه بارکزي، سایره شکیب سادات ... د ښځي د استعداد او د ښځي د لارښوني د ځواک تاريخ ليکي. په ټولنيز او سياسي کار کي د ښځي گډون د ټولني د پرمختگ ځواک پياوړی کوي او  د ښځي او نارينه برابري د ټولني د پرمختگ له پاره يو ضروري او بنيادي شرط دی. په برابري کي ښځي نه يوازي خپل حقونه تر لاسه کوي، بلکي د ټولني د پرمختگ په کار کي مرسته کوي او مسؤليت اخلي. په کور کي د ښځي ايسارول او يا له ښځو د کار کولو امکانات اخستل د ټولني په وده او پرمختگ منفي تاثير کوي. د ټولني د پرمختگ ضرورت حکم کوي چي د نر او ښځي تر منځ برابري له  ويناو، شعارونو، تشو خبرو، اعلاميواو مبارکيو راووزي او په واقعيت بدل شي.  کار، پوهه، زده کړه کولاي شي د جنسي تبعيض په بنياد ايجاد شوي واټن کم او له منځه يوسي. دا مه هيروي چي د ټولني ازادي دښځي د ازادي، د ټولني خپلواکي دښځي د خپلواکي او د ټولني پرمختگ د ښځي د پرمختگ په معيارونو سنجول کيږي. همدارنگه په يوه ټولنه کي د عدالت معيار له ښځو سره په چلند اندازه کيږي او د ښځي او نر برابري د دموکراسي زړی جوړوي.

 

زه به هرومرو زه شم.

زه له ناپوهي، جهل، له څلور دیوالی، گرځنده زندان او له جنسي اپارتايد ځان ژغورل غواړم. زه را څخه اخستل شوي حقونه او ازاديگاني غواړم. د بل هر چا په پرتله د ما حقونه سلب او غلا شوي دي. زه د حقونو په ځای يوازي مکلفيتونه لرم او هغه څوک چي يوازي مکلفيتونه لري حقوقي شخصيت نه دي. د بشري حقونو د اعلاميي په شپږمه ماده کي ويل کيږي:

“ هر څوک په هر ځای کي د قانون په مقابل کي د يوه شخص په توگه د پيږندل کيدو حق لري” 
ددي معني دادی چي يو وگړی د ټولني او قانون په وړاندي نه يوازي مکلفيت او مسؤليت لري، بلکي حقونه هم لري. د بشري حقونو د اعلاميي په نهه ويشپتمه ماده کي ويل کيږي:
“ هر څوک د هغي ټولني په وړاندي مسؤليت لري چي د هغه د شخصيت د ودی امکانات يي په ازادانه توگه برابر کړي وي”  ددي معني دادی، په هغه ټولنه کي چي د فرد د ودي له پاره ازادانه امکانات نه وي، فرد مسؤليت هم نه لري.  انسان هغه وخت ازادي ته احتياج پيدا کوي چي ازادي يي اخستل شوي وي او له ما هرڅه اخستل شوي دي.  نن د انسان د بيداري دوران دی او زه هم د خپلو انساني حفونو غوښتونکي يمه. انسانان ازاد دنيا ته راځي، دما ازادی چا غلا کړي؟ 
  زه بايد زه شم. زه  له په ځان کي حالته، په کوم کي چي د نورو د تصميم موضوع يم، په کوم کي چي د شی په شان د نورو د لوبوکولو موضوع يم، په کوم چي په اساني سره په تيره بيا د شيخانو له خوا په بيه اخستل کيږم اوپه غلامی او کنيزي نيول کيږم، راوزم او د ځان له پاره کيږم او په خپله د خپل ژوند لوری ټاکم. همدا نن د راتلونکي پيل دی.

“ د شتمنو عربي هیوادونو شیخان د ترکیې په خاوره کې د سوریي کډوالو له کمپونو څخه نجونې او ښځې په بیه اخلي ...ویل کېږي چې شیخان، چې هر یو څلور – څلور ښځې لري، ځیني نجونې د کنیزو په نوم ساتي.” تاند 

هرسړی ورور او پلار نه دی. همدا شان هره ښځه مور او خور نه دی.  ښځه د ښځي په توگه بايد ومنل شي او ښځه د بشريت نيمه برخه جوړوي. “  نه سړی له مريخ راغلی او نه ښځه له زحل راغلي دا دواړه د ځمکي اوسيدونکي دی”  زه بايد په ځان او په خپل بری باوري شم. په بری باور درلودل د حرکت سبب کيږي. دا باور بايد  د ما په شخصيت او هويت کي ځان را څرگند کړي او زه به ددي  باور پوسيله ټولنه متاثيره کړم تر څو ټولنيز ملاتړ ترلاسه او ترڅو په ټولنيز چلند بدل شي. په دي هم  پوهيږم چي دا باور په يوه شپه نه ټولنيز ملاتړ ترلاسه کولاي شي او نه په ټولنيز چلند بدليږي.  په زور او په جبر واده کول د ما برخليک او نصيب نه دی او وهل د سړي حق او د ما قسمت نه دي.  زه د يوه انسان په توگه دمالکيت موضوع نه يم او هغه وخت تير شوی چي انسان په مالکيت و نيول شي.  
زه  د شاعرانو شنه خالونه،  سپين مړوندونه، خماري سترگي، تورې او طلايي زلفي، نرې ملا ... نه يم،  زه  غوښتني، تصميم اواراده يم.  هغه وخت راغلی چي حق، عدالت او اخلاق په گډه د ما د ازادي لاره همواره کړي. ازادي ددي له پاره چي په ځان واکمنه شم. ازادي ددي له پاره چي په ژوند واکمنه شم او ازادي ددي له پاره چي  په دواړو ټولنه او کورکي مسؤليت واخلم. ازادي ددي له پاره چي ددي ړنگ شوي وطن په جوړولو کي ونډه ولرم. ازادي او مسؤليت له يو بل سره دوه تړلې مفهومونه دی. بي مسوليته ازادی همدا د زور او زورورو ازادی ده،  دوي د جنايت ترحده هرڅه کوي، خو د هيڅ شی مسؤليت نه اخلي.  زه هغه وخت ازاديږم چي په ټولنه کي ټول هغه دودونه او اصول چي د ما د پرمختگ او پوهي مخه نيسي لغوه اعلان شی او زه به د هغوي په نه موجوديت کي ښه ژوند وکړم.
 “ بدبختي هغه څه دی چي موږ انتخابوي او نيکمرغي هغه څه دی چي موږ يي انتخابوو”  ژان ژونه

 

ايا تاريخ شا ته په گرزيدو دی.

 له هيلو او امکاناتو سره سره  پوهيږم چي لاره اوږده او سخته ده.  خنډونه د هندوکش په شان پنډ او لوی دي.  په دي هم پوهيږم چي ما ته حقونه نه راکول کيږي، زه بايد حقونه واخلم. ښځي د بل هر ټولنيز گروپ په پرتله زيانمنونکي، خوار او بي وزله گروپ دی. خواري د جهل په شان د يوه وگړي ستونزه نه، د ټولني ستونزه ده.  که جهل د ښځي ازادي سلبوي، خواري يي خپلواکي له منځه وړي. همدا اوس د سړی په ټولنه کي د سړی د واکمن فرهنگ په مرسته سياست، واک،  اقتصاد، مالکيت، دارادیی، ټولنيز موقف، شخصيت، هويت ... د سړی په شاوخوا راگرزي او زه د يوې خواري، بي وسه، بي وزله، مظلومي... په توگه د رياکارو واکمنو د زړه سوی او ترحم په موضوع بدله شوي يم او غواړي د تبريکيو، وعظونو او زاريو په وسيله د ما ژوند بدل کړي. 

 له موجودو ناخوالو سره سره زه د بريو په ځای د بدو او تورو ورځو راتگ ته ځان چمتو کوم. له بده مرغه  دمنځنيو پيړيو په حالت کي د ما د ساتلو  هڅي پياوړي پاتي کيږي او داسي ښکاري چي د تاريخ د شا ته گرزولوحرکت د هري ورځي په تيريدو زوراخلي. په سيمه کي شاته د تاريخ د گرزيدو پياوړي سيگنالونه شته دي. بدبختی داده چي له يوي خوا ددي سيگنالونو ليد او د هغوي د خطرونو فهم کمزوری دی او له بلي خوا سياسي استراتژيگاني هم د لاملونو په ځای د پايلو او تاثيراتو په اساس جوړيږي او رهبران!  په ستونزو د حل په ځای په هغوي لاسونه را تيروي او همدا ډول تگلاري دي چي پايلي يي په افغانستان کي په ناورين پسي ناورين دی.

سره ددي چي د ما په ضد ظلم، تيري، خشونت، بي عدالتي... د ټولني په فرهنگي او ټولنيزو جوړښتونو کي نغښتي دي، خو کله کله دا چلندونه په دولتي سياست او دولتي مکلفيت هم بدليږي.  په عربستان کي ښځه د موتر چلولو په گناه په تازيانو وهل کيږي او  په ايران کي اسلامي حکومت په پوهنتونونو کي د ښځو د ذهني بلوغ او د استعدادونو د ودي د مخنيوي په منظور له ښځو د يو شمير مسلکونو د زده کړي حق اخلي.  له امکان لري نه دی چي په افغانستان کي د ما د ځپلو او له صحني د ما ایستلو هڅي يو ځل بيا په دولتي سياست بدلې شی او د ما د حقونو اخستل او په لښتو د ما وهل دولتي مکلفيت وگرزول شي.

 

زه په باد سپري غوښتني نلرم.

کله چي نوی الترناتيف نه وي وگړي شا ته گوري او د نن ستونزي په پرونيو فکرونو حل کوي. همدا اوس په پر مختللي اروپا کي  په تيره بيا ښی افراط د ننيو ستونزو حل کول په پرونيو ايديولوژيگانو، ناسيوناليزم، نازيزم، ... کي لټوي اوله سوريي تر عراق، له عراق تر پاکستان او افغانستان وگړي قومي او مذهبي افراط ته په شا ورگرزيدلې او دي حرکت په دي سيمه کي د مذهبي ديکتاتوريو دايجاد او د تجزيه کولو عملي خطرونه را منځ ته کړي دي.  خو د ما غوښتني او هغوي ته ځواب ويل نه په پرونيو تيوريگانو کي ځايږي، نه په پرونيو فکرونو کي انعکاس مومي او نه په پرونی عقل سنجول کيږي. دا ډول چلند يوازي د واقعيتونو شکلونه ويني او د محتوا د ليدلو وس نه لري او د محتوا نه ليدل د نه پيږندني په معني دی. شکلونه او تصويرونه هيڅکله هم د محتوا بيان کونکي نه دي. که د فکر دنده د مفهومونو جوړول او د عقل دنده د هغوي په حقانيت څارنه وي.  د نويو مفهومونو د نه ايجاد کولو معني د فکر وچيدل او دعقل بي مضمونه کيدل دي. 

د موږ نړۍ د اړيکو، امکاناتو او واقعيتونو مجموعه ده، کوم چي په هميشنی حرکت او بدلون کي دي او دا حرکت او بدلون په پيوسته توگه نوي شيان، نوي اړيکي، نوي امکانات، نوي واقعيتونه او ورسره نوې غوښتني را منځ ته کوي او انسان دا نوي امکانات، نوي واقعيتونه... په مفهومونو کي تعميم او بيا دا مفهومونه د کلماتو پوسيله بيانوي. هغه اړيکي او هغه امکانات چي نن شته دي پرون نه وو او هغه غوښتنې چي نن شته دي پرون نه وي.  د بشر وروستيو لاس ته راوړنو او په ځانگړي توگه تکنولوژي په بي ساري توگه انساني او ټولنيزي اړيکي بدلې او ټولنيز مفهومونه يي په ژوره توگه متحويل کړي دي. دا د نولسمي پيړۍ او د ما د نيکه گانو د وخت اړيکي نه دي. دا هغه ديرش، پنځوس کاله پخوانی حالت نه دی. هيڅ شی د پرون په شان نه دي. زه په خپله هغه نه يم چي پرون وم. ژوند مخ ته ځي او په طبعي توگه دا د انديښنو او د فکرونو بدلون ته هم ضرورت لري. د انديښنو او فکرونو ځانگړتيا د زماني د غوښتنو سره سم د ذهن په همکاري دنويو مفهومونه ايجاد او يا هم د موجودو مفهومونو بيا او بيا کتنه ده.  مفهومونه په بشپړه توگه نسبي،  بدليدونکي دي او هغه مفهومونه چي د واقعيت د بيان کولو وړتيا يي له لاسه ورکړي په نوبت او تدريج له ذهنونو وتونکي دي. همدا شان ننۍ زماني،  ننيو بدلونونو او غوښتنو د ډيرو اساسي مفهومونو د بدلون ضرورت را منځ ته کړی دی او دا ضرورت  ننی عقل غواړي،  يو نړيوال عقل، کوم چي د پرون خلاف له خاصه د عام په لور حرکت کوي،  له نړۍ د فرد په لور نه،  له فرده د نړۍ په لور، له جمعي د فرد په لور نه، له فرده د جمعی په لور. زه يم اوزه بايد  شم. زه د ټولو ټولنيزو پديدو محور يم او دا ټول د ما په شاوخوا راگرزي. زه بايد د حرکت مبدا وم تر څو دا موجود کمزوری عام  پياوړی شي.

 

زه يم او زه بايد شم.

“ خپل ځان د هغه شان شخصيت په توگه مجسم کړي چي په راتلونکي کي يي غواړي”  برایان تریسی
    زه بايد زه شم. زه بايد فرديت ترلاسه کړم. زه په ټولنه کي د يوه فرد په توگه رول بازي کړم او تر څو چي فرد نشم هويت او شخصيت هم پيدا کولاي نشم. دواړه شخصيت او هويت له فرديت سره تړي دي. فرديت په شخصيت او شخصيت په فرديت کي دی او هغه څه چي د خپلواک شخصيت او هويت په لور د ما لارښوونه کوي ازادي دی.  د هويت او شخصيت نشتوالی د راتلونکي د نشتوالی په معني دی. انسان دشخصيت  په وجود کي نن پيدا کولاي شي او سبا ته هم  له هويت او شخصيت سره ور ننوزي، نه ددي له پاره چي پرونی ړنگونکی عملونه او رولونه تکرار شي، ددي له پاره چي راتلونکي او تاريخ ته له يوه نوی پرمختلونکی او جوړونکی رول سره ورشي. دما راتلونکي نور نه بايد د افراطی، افسانوي او کاذبو ارمانونوقرباني شي. نه زه ارماني يم او نه ارماني او په باد سپري غوښتني لرم.

 

د ماتي لامل د هڅو نشتوالی دی.

“ که په اول قدم کي بری تر لاسه کيداي شواي، نور نو هڅو او عمل معني نه درلوده” موريس مترلينگ
     زه نور د خپلي ازادي او نيکمرغي هيلي په دي امير، په هغه مير، په دي زورور او هغه واکمن، په دي او هغه  سړی پوري نه تړلم. د معجزو په انتظار هم نه کينم.  انسانان له فطري حقونو سره دنيا ته راځي او هيڅوک د هغوي د سلب کولو حق نه لري. بشري حقونه  سوغاتونه نه دي،  دا حقونه دي او دا د واکمنو، اميرانو، ملايانو ... له خوا انسانانو ته په سوغات  نه ورکول کيږي. له بده مرغه دلته يو په بل پسي  مستبد او امير د حقونو او په تيره بيا د ښځو د حقونو په هکله خپل ځانگړي لستونه لري او گواکي دا دوي دي چي انسانانو ته حقونه ورکوي. دا يو تيرايستونکي او ظالم چلند دی. د واکمنو او د دولتونو دنده د انساني حقونو ساتل دي، نه د حقونو ورکول. 

بشري حقونه دهيچا، د هيڅ زورور، دهيڅ تنظيم او د هيڅ سياسي گوند  مالکيت نه دي او نه بشري حقونه په دي چوکاتونو کي ځايږي. په بشري حقونو درايه گيري موضوع هم نه دي.  څوک له ټولني پوښتنه کوي چي انسانان دي  حقونه ولري او که نه،  د بيان ازادي دي وي او که نه. څوک له ټولني پوښتنه کوي چي د ښځو په ضد تبعيض دي وي او که نه.  څوک په دي رايه اچوي چي ښځه دوهمه درجه انسان دی او که نه،  څوک په دي رايه اچوي چي ښځي د زده کړه وکړي او که نه...  دا حقونه دي او هيڅکله  په دي هکله رايه نه اچول کيږي. 

همدارنگه بشري حقونه نه د  مصالحي موضوع دی او نه ورباندي مصالحه کيداي شي. بشري حقونه نه اخستل، نه خرڅول کيږي او نه په زاريو ترلاسه کيږي. مصالحه او سياست بدليدونکي دي، خو حقونه نه بدليږي.  د بشر حقونه له هر ډول بدلون او تفسير پرته باید د دولوتونو پوسيله ومنل شي، درناوي او ساتنه يي وکړي. د بشري حقونو د اعلاميي په ديرشمه ماده کي ويل کيږی:
“ په دي اعلاميه کي هيڅ شی داسی نشي تعبير کيداي چي کوم دولت، ډله يا شخص حق لري، په داسي يوه فعاليت لاس پوري کړي يا يي سر ته ورسوي چي هدف يي ددي اعلاميي د حقونو او ازاديو له منځه وړل وي”

ايديولوژي د انسانانو د په اسارت نيولو وسيله ده.

زه خپله ازادي په خپله اخلم . په هغه اندازه چي خنډونه لوی او پنډ دي زه هم د هغوي په وړاندي همدومره کلکه او پياوړي اراده لرم. ما اراده کړي هندوکش وڅيرم،  د هماليا د غره په سر د خپلي ازادي مجسمه ودروم.  زه د خپلی ازادي په ترلاسه کولو کي ددي او هغه ايديولوژي لارښوني ته ضرورت نه لرم.  ايديولوژي يو تيرايستونکي فکري سيستم دی چي له انسان عقل، اخلاق، زړه سوی او کرامت اخلي. ايديولوژي د انسانانو د په اسارت نيولو وسيله ده او ايديولوژيگاني عملآ ماتي شوي دي. زه خپله ازادي په دي او هغه سياسي گوند پوري هم نه غوټه کوم.  د ما حقونه په سياسي وعدو، سياسي اعلاميو او سياسي شعارونو کي نه ځايږي.  د ازادي په لور د ما لارښود او د ما تگلاره  د بشري حقونو په اعلاميه کي درج شوي انساني ارزښتونه دي. د همدی ارزښتونو پلي کول د ما ژوند اود ما د ژوند څرنگوالی بدلولاي شي.  زه د همدي ارزښتونو په واکمني کي نيکمرغه کيداي شم.

“ هغوي چي مبارزه کوي، ممکينه ده چي ماتي وخوري، خو هغوي چي هيڅ نه کوي مات شوي دي” برتولت برشت

 

بشري انقلاب انسانان يو شان او يو شان حقونه لري.


   په دوهمه نړيواله جگړه کي د نژادي، ديني، سياسي... لاملونو په بنياد له پنځوسو ميليونو زيات انسانان ووژل شول. په جاپان کي يوه امريکايي اتمي بم د اته سوه زرو انسانانو ژوند واخيست. دي پيښو په کلکه انساني وجدان ته ټکان ورکړ او د بشري حقونو د ساتلو انديښنه يي په ساري توگه پياوړي کړه.  بشري حقونه د انسان پالني د انديښني وده او پراختيا دی او نه بايد په نژادي، مذهبي، جنسي اوفرهنگي دليلونو انسانان له حقونو محروم شي. 

 انسانان او په تيره بيا ښځه  دهغو دودونو، اصولو، ارزښتونو قرباني دي، کوم چي بشري حقونو ته نسبي او محلي بڼه ورکړي او د واکمن فرهنگ تابع يي وگرزوي. پداسي حال کي چي د بشري حقونو په اعلاميه کي د انسان حقونه نړيوال او نه ويشونکي تعريف شوي دي، کوم چي  نه د فرهنگ، نه د قوم، نه د نژاد، نه د دين، نه د ايديولوژي ... پوسيلو نسبي او محلي کيداي شی او نه هم په دي معيارونو ويشل کيږي. همدارنگه  دا اعلاميه نه انسانان په اصل او فرع ويشي او نه هم انسانان په اصل او کم اصل له يو بله جلا کوي. بشري حقونه نه شرقي دي او نه غربي. همدارنگه بشري حقونه نه امريکاي دي، نه چيني دي او نه هم افغاني. د بيلگي په توگه د بشري حقونو د اعلاميي په يويشتمه ماده کي ويل کيږي:
“ هر څوک حق لري، په خپله او يا په ازاده توگه د ټاکل شوو استاذو پوسيله د خپل هيواد په حکومت کي برخه واخلي...”  د بشري حقونو د اعلاميي دا حکم څه ډول غربي، چينايي او افغاني کيداي شي؟
  دا حکم د ځمکي د کري د ټولو اوسيدونکو انسانانو د ارادو اوغوښتنو انعکاس دی. 
     بشري حقونه يو لوی او نړيوال انقلاب دی.  يو پياوړی، يو ورو، يو بريالی، يوله هر ډول خشونت خلاص او شا ته نه گرزيدونکی انقلاب، کوم چي د هر انسان او انساني کرامت درناوی او ساتنه کوي. دا انقلاب پيل شوی، دا انقلاب پايلي لري. بشري حقونو د ټولو نړيوالو د پاملرني په مرکز کي دي او اوسنيو بين المللي حقونو تر ټولو مهمه موضوع دی. نن دا بشري حقونه دي چي د دولتونو او حکومتونو ته مشروعيت ورکوي. ددي انقلاب سره ضديت د هري ورځي په تيريدو سره په شا تگ ته اړکيږي او دا انقلاب به هرومرو د ښځو په ژوند کي  ژورو بدلونونه را منځ ته کړي. دا به ښځو ته انسانيت ، کرامت، شخصيت، هويت او درناوی را وگرزوي او د بشري حقونو رعايت او درناوي ښځي ته ددي عملي امکان ورکوي چي په سياست او واک کي خپله ونډه پياوړي کړي.

د بشري حقونو انديښنه ښځو ته دا امکان ورکوي چي د جنسي اپارتايد او د هغوي په وړاندي د دولتونو بي تفاوتي چلنج کړي او يو په بل پسي تابوگان او افسانوي محدوديتونه مات او بي باوره کړي.  بشري حقونو د برابري له پاره د انسانانو مبارزه نړيواله کړي او ټول انسانان حق لري چي يو ارزښت لرونکي ژوند ولري.  بشري حقونه  د انسانانو د برابري انقلاب دي، په کوم کي چي يو انسان له بل انسان برتر نه دی. انسانان يو شان او يو شان حقونه لري او ښځه هم انسان دی. انسان يو نړيوال مفهوم دی. انسان بي له دي چي د ځمکي د کري په کومه برخه کي ژوند کوي، په کومه ژبه خبري کوي او د کوم دين پيرو دی د لويې انساني کورنۍ يوغړی شميرل کيږي. 

د بشري حقونو د اعلاميي په اوله ماده کي ويل کيږي:

“ ټول انسانان ازاد خلق شوي او په کرامت او حقوقو کي سره برابر دي. دوي د عقل او وجدان څښتنان دي او يو د بل په مقابل کي بايد د ورورگلوي په روحيه رفتار وکړي”

د بشري حقونود اعلاميي په پنځمه ماده کي ويل کيږي؟

“ هيڅوک د شکنجي يا ظالمانه غير بشري يا توهين کونکي معاملي يا مجازاتو موضوع کيداي نشي”
همدا بشري انقلاب کولاي شي په ټولنه کي د انسان او انساني کرامت ضد دودونه، اصول... بي باوره کړي،  له ټولنيز چلند يي باسي او فرهنگي ځانگړتيا ورڅخه واخلي.

دا انقلاب د انسانانو تر منځ گډ حس او گډي غوښتني پياوړي کوي او هغوي سره نږدي کوي چي د فکرونو او تگلارو په مرکز کي يي انسان دی. دي انقلاب ډير شيان له بنياد بدل کړي او بدلويي او د هرځانگړی انسان له شخصيت او هويت سره مرسته کوي. په يوه هيواد کي ددي انقلاب بری د دموکراسي په واکمني کي ده.

نړيوال کيدل د بدلونونو په يوه پياوړي منبع بدله شوې ده. نړيوال کيدلو نه يوازي سياست، اقتصاد، فرهنگ ...بلکي د وگړو ذهنونو او چلندونه يي هم په ژوره توگه متاثيرکړی دی. که شلمه پيړي د برابري د پيل پيړۍ وو، يوويشتمه پيړۍ به د برابري پيړۍ وي.  نن انسانان د گډو ارزښتونه او حقونه په بنياد د بل هر وخت په پرتله يو بل ته نږدي کيږي. دي حالت بشري غوښتنو او حقونو ته نړيواله ځانگړتيا ورکړي ده او هيڅکله په دي برخه کي بدلونونه د نن په شان چټک او ژور نه وو. نړيوال کيدل پيل شوي، مخ ته ځي او هيڅ ځواک او هيڅ هيواد يي مخه نشي نيولاي. بريالې هغوي دي چي له دي منځ ته راغلی حالت سره ځانونه عيار کړي.

 

واده،  يو ښکلی ټولنيز پيوند. 

چوپتيا رضايت بلل کېږې، خو چوپتيا په هيڅ حالت کي ځواب نه دی.

واده کول د نر او ښځي تر منځ يو ښکلی او ټولنيز پيوند دی. د دي پيوند ښکلا د دواړو خواو د ارادو په ازادي او د انتخاب کولو په حق کي ده.  واده کول د کورنۍ د جوړولو په معني دی او کورنۍ د ټولني تر ټولو ثبات لرونکي ټولنيز اساس دی. کورنۍ يوکوچنی او يوحساس ټولنيز واحد دی چي د ټولني بنياد شميرل کيږي او يوازي بالغ انسانان کولاي شی د کورنۍ جوړولو مسؤليت په غاړه واخلي.
 په  کورنۍ کي ژوند د ميني، باور او درناوی په ستنو ولاړ دی. له يو بل سره مينه ، يو په بل باور درلودل، او يو بل ته درناوي کول کورني نيکمرغه کوي او د خشونت جرړي باسي. خو ددي دريو په کمزوري او يا هم نشتوالی کي د کورنۍ اړيکي سړيږي او ورو ورو مړي کيږي او بيا راگرزول يي ممکين کار نه دی.

د مدني او سياسي حقونو د نړيوالې مقاولې ددرويشتمي مادي په اول بند کي ويل کيږي:
“ کورنۍ د يوې ټولني اساس او طبعي ډله ايز واحد دي.”  کورنۍ د ژوند او د ژوند د ادامي ټولنيز پيوند او د ټولنيزو پيوندونو اساس دی، خومره به ښه وي چی کورنۍ د ازادو ارادو په بنياد جوړه شي او پخپله ځوانان ددي پيوند په جوړولو کي رول او برخه ولري او دا به په کورنۍ کي د برابري له چاري سره مرسته وکړي. تر څو په کورنۍ کي د ښځي او نر د برابري مسله حل نشي په ټولنه کي یي حل کول ډير مشکل او د اوږدي مودي کار دی. په کورنۍ کي دي چي د نر او ښځي نابرابري پيل او تحميل کيږي.
د مدني او سياسي حقونو د نړيوالې مقاولې ددرويشتمي مادي په دريم بند کي ويل کيږي:
“ هیڅ ازدواج د طرفينو د ازادانه او کاملي موافقي نه پرته نه کيږي”

جبر او زور نه يوازي د واده کولو او يا ددي ټولنيز پيوند ښکلا له منځه وړي. بلکي  واده کول په يوه  ډارونکي پيښه بدلوي. واده کول د انسانانو د ژوند يوه ډيره مهمه پيښه او يو حق دی. واده کول د ژوند د يوې نوې مرحلي پيل کول دی او دا د دواړو ځوان او پيغلي فزيکي او عقلي بلوغ ته ضرورت لري.  
واده کول د ماشومانو کار نه دی. له ماشومانو سره واده کول هم  يوجبري او هم يو ډارونکی عمل دی او دا د کورنۍ د جوړولو په ځای په ماشومانوجنسي تيری توجيه کول دی. همدارنگه واده کول او د ځوانانو د نوی ژوند پيل کول نه بايد دوالدينو د هوس او نومونو قرباني شي. 

کورنۍ په درو ستنو، مينه ، باور او درناوی ولاړه ده. 

چيري چي اطاعت وي، هلته مينه او باور نشته. چيري چي خشونت وي، هلته درناوي نشته.

* دغه لیکنه په ۲۰۱۳ کال د موږ” او “ دوي په سلسله کی نشر شوی وو

 ***

د دی لیکینی نوری برخی:

موږ” او “ دوي

 

لومړی برخه ؛

- دویمه برخه

- درېمه برخه

څلورمه برخه

پنځمه برخه

شپږمه برخه

اومه برخه

اتمه برخه

نهمه برخه

- لسمه برخه

یوولسمه برخه

-دولسمه برخه

- دیارلسمه برخه

- څوارلسمه برخه

پنځلسمه برخه

- شپاړلسمه برخه

اولسمه برخه