رسیدن:  22.10.2011 ؛ نشر : 22.10.2011

 

دستگير روشنيالی

 

موږ” او “ دوي”

اتمه برخه

 دلته واک ثروت ټولول دي

    
دلته واک د سياسي گوندونو په ځای د وگړو، کورنيو... د سيالې ډگر دی

زه کله په هغه واکمنه خوا کي راځم چي ازادي مي هيڅ ډول پولې او نورمونه نه پيږني، واک لرم، زور لرم او هر څه چي غواړم هغه کولاي شم. زه په قانون، قانونيت او مسؤليت هډو فکرنه کوم او د هيڅ ډول اخلاقي نورمونو په پيروي کولو ځان مکلف نه بولم. غلا کوم، اختلاس کوم، قاجاق وړم، دروغ وايم،  د خدای، اسلام، خلکو، قوم، فرهنگ، دود... په نومونو غولول کوم، وژل او تيري کوم او په دي ټولو برسيره جگه غاړه هم گرزم، د لمر او سوری، د ورځي او شپي سره سم څيره او رنگ بدلوم، عزت او حرمت هم لرم.

هو!  زه هر څه کولاي شم. دا ملک او د دي ملک وگړي را ته خپل مالکيت ښکاري. زه د نورو مالکيتونه، د نورو جايدادنه او د نورو ځمکي نيسم،  ثروت ټولوم، بانکونه لوټوم او بحران ايجاد کوم.  دنورو په حقونو او ازاديو تيری کول خپل حق بولم او فکر کوم چي هغوي زما له پاره پيدا شوي او زما له پاره دي. 

پريږده، همدا وگړي همدا شان بي توپيره او جاهل پاتي شي،  ترڅو د رمي او گلي په توگه ور سره چلند او عمل وشي.  پريږده دا ټولنه همداسي يرغمل شوې وساتل شي.

 

واک چانس دی

هو! دلته واک او واکمنې چانس دی، دلته واک د قمار گټل دی،  کوم چي هميشه نه وي،  اوس زما واردی. زه له چا کم يم،  څومره چي کولاي شم له دي چانسه گټه ترلاسه کوم.  څومره چي کولاي شم خپل خورجين ډکوم.  په هرنوم، په هرعمل او په هره بڼه چي وي، هدف مي ثروت ټولول دي. هدف مي د ځان بسيا کول دي، ان تر دي چي زه د خدای په نوم د خدای مخلوق غلطوم، هغوی د جهاد په نوم د جگړو سنگرونو ته ليږم او زه په پيوسته توگه خپل جيبونه ډکوم او دا  زما جهاد دی.  پرون مي په کور کي له خوارې د موږک لکۍ نه سپيريده،  نن می تر ثروت لاندي د فيلانو ملاوي ماتيږي. زما سپينو جامو او اوږدې ژيرې ته مه گوره. دا د يوې سوچه رياکاري نښانې دي او زه خپله اصلي څيره د همدي سپينو جامو تر شا پټوم.  ما روحانيت په قدرت او معنويت مي په ثروت بدل کړي دي. راشه زما د ثروت تماشا وکړه او زما د ثروت باغ د ساده گانو او جاهلانو په وينو اوبه کېږې. د هغوي په وينو اوبه کېږې چي د جهالت او تاريکي په پولو کي بند پاتي دي او په اساني سره يې د تباهي په لورلارښوونه کيداي شي.  زه د همدي پولو ساتنه کوم، تر څو د جاهلانو او ساده ګانو لښکري جوړې کړم او ورباندي حکومت وکړم. زما اتوريته او امتياذونه د همدي پولو په موجوديت کي دي. د دي پولو په ړنگيدو سره به زما امتيازونه او اتوريته هم تباه شي.

زه هيڅکله هم له واک او واکمني سره بي اړيکو نه وم. د اوږدي مودي له پاره مي واک ته قانونيت ورکاوه او د واکمنو د عمل توجيه مي کوله. خو اوس چي په خپله واکمن شوی يم، پوهيږم چي واک څه ډول خوند لري. “ اوس يي خوند راکړی، نه يي پريږدم” 

 

جگړه دي ژوندي وي، اور دي بل وي، اوښکي او ويني دي تويږې

که رښتيا راباندی وايی او د زړه خبره درته وکړم، همدا جگړه می خوښيږې. دا د جگړي او وژلو خبرې می خوښيږي. په هغه ورځ سخت خوابدی کېږم چي د جگړي او وژلو خبرې نه وي. هو، همدا بحران، همدا روانه غميزه او دا هره د ماتم توره ورځ مي خوښيږې.  دا په هره خوا ويرونه، دا په هر لوری ژړواې، دا جگ جگ فريادونه او دا نه دريدونکي ځگروي او ساړه اوسيلي مه خوښيږي. دا د اوښکو او د وينو گډ باران مي خوښيږي.  زه په همدا ډول حالت کي پړسيږم، زه په همدا ډول حالت کي غوړيږم او زه په همدا ډول حالت کي غوټيږم.

 

جگړه به تا ته وژونکي وي

زه په خپله د جگړې نتيجه يم او ثروت مي هم د جگړې او د بحران ډالۍ ده.  وگوره،  دا هر څه جگړي راکړي او جگړه يي راکوي. جگړه به تا ته وژونکي او ړنگونکي وي.  جگړه به تا ته اور بلونکي او مصيبت راوړنکي وي. جگړي ما ته نوی ژوند راکړ او جگړه ما ته  ثروت جوړونکي ده. ما ته د جگړي او اوربلولو خبرې کوه. ما ته د لويو مټو او د تورو د شرنگ ستاينه کوه.  ما ته د ټوپک او ويشتولو خبرې کوه.  ما ته د پلرونو په وسيله د ځوانو زامنو د خښولو خبرې کوه. سوله، تفاهم، مصالحه او پوهاوی ماتي او پاتي راغلي کيسي دي.

پريږده چي جگړه وې او پريږده دا جگړه سل کاله نوره هم اوږده شي. زما يې څه چي نور له خواري او له لوږې مرې، زما يي څه چي نور وژل کېږې، زما يي څه چي نورو په بمونو کي ټوټه، ټوټه کېږې او سوځې، زما يې څه چي نور بي کوره او بي کاره دي او دما يې څه چي سبا په دي وطن کي څه پيښيږې او بي غمه اوسه دا جگړه دومره زر نه ختم کېږې. 

 

که په نړۍ کي بحران وي دلته فساد دی

په دي ملک کي چي څومره  گډوډي، څومره چي انارشي او څومره چي بحران وي، زه ښه وانه کولاي شم. همدا انارشي او همدا د دولت کمزوري دی چي دواړه اداره او اقتصاد مافيايی شوي دي او زورورو ته يې په کمزورو د حکومت کولو چانس ورکړی. دلته څو دگوتو په شمار زوروردي چي د مافيایی اقتصاد ژرندې گرزوي او موجود سياسي مافيايی جوړښت يې ننگه کوي.  که په جهان کي بحران وی، دلته فساد دی، دلته اختلاس دی، دلته رشوت دی او د مافيايي جوړښت ځانگړتيا دادي، چي له يوي خوا په ثروت ټولواو چورکولوکي د يوبل ترڅنگ دريږي اوله بلي خوا هرلحظه له يو بل سره په سيالې او يوبل ته په کمين کي وي.  

زه له ملامتي او مسؤليت نه ويريږم، زه په هغه څه چي وجدان، شرافت ... ورته ويل کېږم هيڅ فکر نه  کوم. دلته د مسؤليت، شرافت او وجدان په ځای واک او ثروت معيارونه دي.  همدارنگه دلته د ځان ملامتولو او ځان ته د گوتي نيولو فرهنگ هم نشته او هغوي له عدالت سره نه مخامخ کېږې چي د نورو په بدمرغه کولو يې ځان نيکمرغه کړي وي. دا ډول وگړي له عدالت سره زما مخ کيدو په ځای د جگړي او مرگ لاره غوره کوي کوي. 

 
دلته واک بل ډول خوند لري

پام دي وي،  دا ناروی او جرمني نه دي، چيري چي واکمن کيدل مسؤليت او حساب ورکول دي او چيري چي واک ته رسيدل وړتيا او کفايت غواړي. دلته واک ته د رسيدو په چاره کي زور او غولول وسيلې دي او دلته واکمن فرهنگ له يوه موزيگی هم يو مستبد او يوديکتاتور جوړوي. دلته چا حساب ورکړی چي زه يې ورکړم. دلته چا مسؤليت منلی چي زه يي ومنم. دا بي حسابه ملک دی او دا بي مسؤليته ملک دی. دلته د منځنيو پيړيو په شان زورهرڅه دی. زور حق دی. زور قانون دی. زورحساب دی. زوراخلاق دي. زور احترام دی اوزورعزت دي.

د دنيا بختور به په افغانستان کي واکمن کېږې. دلته واک او واکمنې بل ډول خوند او بل ډول رنگ لري. دلته واک يوازي يولوری لری “ ثروت ”  دلته د يوه په واکمن کيدو، ټوله کورنۍ او ان خپلوان يې واکمن کېږې. په بل عبارت دلته واک فاميلي کېږې. دلته په عمل کي د خلکو واکمنې يوې افساني ته پاتي کېږې. همدا اوس په عمل کي واک او واکمنې د څو وگړو او څو کورنيو په انحصار کي دي. ته خو پوهيږي، که لالا په کابل کي پادشاه کېږې، زه په کندهار او پنجشير کي پادشاهي کوم.

 

بي واکه سياسي  قبيلې

سره د دي چي په نړۍ کي نوی رامنځ ته شوی حالت، کوم چي له يوې خوا په گلوباليزم او تکنولوږيک انقلاب او له بلي خوا په ژور اقتصادي بحران مشخص کېږې او اقتصاد د سياست له کنتروله وزي، اوسني سياسي جوړښتونه او له دي جملي سياسي گوندونو تر پوښتني لاندي راوستي او په کلکه يي د نويو نظريو، نويو ارزښتونو او نويو جوړښتونو ضرورت يي منځ ته کړي دی،  خو په يوه دموکراتيکه ټولنه کي ددي تصورکول ډيرگران کاردی چي سياست له سياسي گوندونو پرته عملي شي او يا د واک په هکله د سياليو له ډگر څخه سياسي گوندونه ووزي.

په افغانستان کي ددي معمول خلاف نه په سياست د گوندونو تاثير شته دی او نه هم واک په عمل کي د سياسي گوندونو د سيالې موضوع دی. دلته واک له هماغه پيله او د پيړيو له پاره د سياسي سياليو په ځای د وگړو، وروڼو، کاکاگانو، کورنيو او په ځانگړي توگه د قومونو او د قبيلو د توربورگينو او سياليو موضوع ده اوس هم همدا ډول حالت ادامه لري. روانه جگړه هم د دي ډول سياليو پياوړی رنگ لری.

همدا اوس اوس موجودي واکمنۍ ته دا او هغه سياسي گوند چلينج نه دی. دا په خپله يوه لويه سياسي تراژيدي ده او دا په خپله سياسي وروسته پاتي والی دی چي په ټولنه کي د موجودي واکمني الترناتيف موجود نه وي. د دي معنا دا دی چي ټولنه تر اوسه هم له سياسته بيگانه پاتي کېږې. د دي معنا دا دی چي ټولنه تر اوسه هم د ځان او راتلونکي په هکله بي توپيره پاتي کېږې.  په دي ډول يوه حالت کي سياسي گوندونو په عمل کي سياسي بي واکه قبيلو ته پاتي کېږې، کومي چي نه په واک تاثير لري او نه د واک په ډگر کي د سيالې کولو جوگه وي.

د قوم، مذهب، سمت او ژبي په بنیاد ويشلي ټولني نه يوازي د سياست خپلواکي له منځه وړي، بلکي  د سياسي گوندونو او سياست کونکو تفکر، تگلاري او چلند يي هم په کلکه اغيزمن کوي دلته په سياسي ډگر کي پلوراليزم د سياسي تگ لارو په ځای په قومي، ژبنيو او سيميزو بنسټونو تکيه کوي. 

 
خلک د تشکيلاتو په ځای په تگ لارو را ټوليږي

يو سياسي گوند  په دو ځانگړتياو مشخصي کېږي:  يا واکمن وي او يا هم په سياست او په سياسي پريکړو تاثير او اغيزه لري. پوښتنه دا ده هغه ډلې او گروپونه چي د کلنو له پاره يې دا ځانگړتياوي تر لاسه نه کړي، څه ډول کولاي شي ځان ته سياسي گوندونه ووايي؟

يو شمير وگړي بي له دي چي تگ لاره ولري او خپله سياسي استراتژي وړاندي کړي په تشکيلاتو او سازمان ورکولو لگيا دي.  بي له تگلارو د تشکيلاتو معنا څه کيداي شي؟  تشکيلات د هدف په ځای وسيله ده او د هدف له ټاکلو مخکي د وسيلي جوړولو منطق څه کيداي شي.؟

تجربي ښيي چي يو سياسي گوند د خپل غړيو د تناسب په پرتله د خپلو استراتژيو او خپلو تگلارو په وسيله په ټولنه اغيزه کوي او ټولنيز ملاتړ تر لاسه کوي. د يوه سياسي گوند کيفيت د هغه په تگلارو او پروگرامونو کي دی، نه د هغه په تشکيلاتي چوکاتونو او اتحادونو کي. همدا اوس اوس په عربي هيوادونو کي خلک د تشکيلاتو په ځای د تگلارو او غوښتنو په شاوخوا را ټول شوي دي او د لسيزو واکمني ديکتاتوريگاني له منځه وړي.  

د يوه راپور له مخي په دنمارک کي يوازي 5% وگړي د گوندونو غړيتوب لري. د دنمارک سياسي گوندونه د خپل کميت په ځای د خپلو پروگرامونو په وسيله ټولنه او يا د ټولنې برخي اغيزمنې کوي او دا سياسي گوندونه د پرون په ځای سبا ته گوري او موجودو او راتلونکو چلينجونو ته د ځواب ورکولو هڅي کوي.

پرونيو تشکيلاتو او پرونيو نظرياتو ته د ورگرزيدلو معنا دا دی چي دلته د نظرياتو د ودي جريان په ټپه دريدلی دی او نوي او له پرونه څو ځله پيچيلي ستونزي په هماغو زړو معيارونو گز کېږې. پروني تشکيلات  او پروني نظريي عملاْ مړې شوې دې.  نن دنده له پرونيو مړو نظريو د ځانونو ژغورل او نوی سياست او نوی تفکر ته وده ورکول دي.  يو سياسي گوند له پاره د دي چي خپل سياسي ژوند ته ادامه ورکړي او د سياست په ډگر کي تاثير او نفوذ ولري،  دي ته اړدي چي په منظمه توگه خپلو نظريو او خپل سياسي تفکر ته وده ورکړي.

د موږ نړۍ د هرې ورځي په تيريدو سره وړه او پيچيلي کېږې. لسيزي نه تيريږي چي په روسيه او چين کي د پياوړي کمونستي نظام په ځاي پياوړی کپتاليستي نظام ايجاد شوو. مياشتي نه تيريږي چي په عربي نړۍ کی يو په بل پسي بي رحمه او حريص ديکتاتوران را نسکوريږي، کومو چي په ظلم او بي رحمي برسيره يي د خپلو خلکو د ژوند او نيکرغي په بيه په ميلياردونو ډالر په باندنيو بانکونوکي زيرمه کړي دي.  دا نړۍ هره ورځ  نوي او نوي چلينجونه را مخته کوي.  پيښي په بي ساري توگه دراماتيک ځانگړتياوي لري.  په دي نړۍ کي په سرعت سره هغه څه کېږې چي هيڅوک يی وړاندوينه نه شي کولاي او دا حالت له دولتونو او سياسي گوندونو پراگماتيک چلند او پراگماتيک ځواب غواړي.
 

***

نوری برخی:

- لومړی برخه ؛

- دویمه برخه

- درېمه برخه

- څلورمه برخه
- پنځمه برخه

- شپږمه برخه

- اومه برخه

- په آسمایی کې د دستگیر روشنیالی ځانګړی پاڼه