رسیدن:  14.06.2011 ؛ نشر : 16.06.2011

دستگير روشنيالی
 

“موږ” او “دوي”

شپږمه برخه

زما بدليدونکی او څوگونی هويت


بدلون می په ژوند او ژوند مي په بدلون کي دی


نوم مي هغه دی چي پرون وو. خوزه هغه نه يم، چي پرون وم. زه بدل شوی يم او څو ځله بدل شوی یم. زه هغه زه نه يم چي څلوويښت کاله پخوا وم. زه هغه هم نه يم چي پنځوويښت کاله پخوا وم. تفکر او چلند هم بدل شوی. زما په چلند کي هغه وخت ټاکونکي بدلون رامنځ ته کېږې چي معقوليت په احساساتو غلبه وکړي او ورسره جوخت له دي اوهغه تعصبه هم خلاصيږم. زه د رنگارنگ “ قومي، ژبنی، ستمي، طبقاتي، ايديولوژيکي، مذهبي ... تعصبونو ترکيب وم . همدارنگه معقوليت د ما د مسؤليت احساس هم پياوړی کړ.
د ما يو په بل پسي هويتونه، زه څوک يم، هم بدل شوي دي. زه په څوڅيرواوڅو هويتونوکي ځان ښيم او د حالاتو سره سم مي کله دا اوکله هغه بل هويت عمده شوی دی، که د قوم په وړاندي دريږم، قومي هويت مي، که د مذهب په وړاندي دريږم مذهبي هويت مي، که د مسلک په وړاندي دريږم، مسلکي هويت... مي تعريف کولواو پيږندني ته رامخته کېږې. دما د هويتونو په جوړښت کي په ټولنيزو، فرهنگي، اقتصادي، مذهبي لاملونو برسيره جغرافيايي موقعيت اولوري هم رول او تاثيرلري. په دي ټولو برسيره په دي وړه نړۍ او په دي نړيوالو ښارونوکيوگړي په خپله د خپل هويت په جوړولو بوخت دی. زه هم په خپله د خپل هويت په جوړولولگيايم اوهمدادي چي نن او سبا د بل هرهويت په پرتله ما ښه تعريف کولاي شي.
زه په حقيقت کي د څو زو اودڅوهويتونومجموعه يم. زه يوژوندی او بدليدونکی موجود يم، بدلون می په ژوند او ژوند مي په بدلون کي دی. دا بدلون دی چي دراتلونکي په لورد ما لارښوونه کوي اودا هم بدلون دی چي راتلونکي ته مفهوم ورکوي. بدلون په هميشنۍ توگه ما دي ته هڅوي چي له دي پيږندل شويو پولو هغه خوا ورواړم. علم او پيږندنه له يو بل سره دوه تړلې او دوه نه تماميدونکي مفهومونه دي اودا دوه هغه وخت له يوبله جلا کېږې چي پيږندنه نه تماميدونکي ځانگړتيا له لاسه ورکړي.
زه د “موږ” او “دوي” په بنياد له ويش سره په ماشومتوب کی اشنا شوی يم. په پيل کي دا ويش په يوه کوچني ټولنيزجوړښت کي را منځ ته شو، چي توجيه يې توربورگيني کوله، دي ويش نه ماته هويت راکوو او نه يې د ما په هويت څه اغيزه درلوده. خوهغه څه چي په دي ويش کي يې ځان ته پاملرنه جلب کوله “ دوي” توربورونه، هغوي “ داکا زامن” ته د ملامتي گوته نيول اود ناخوالو د پيدا کونکو په سترگه ورته کتل وو. څومره چی زه لويدم اوهرڅومره چي د ما په شاوخوا ټولنيز چاپيريال پراخيدو په هماغه اندازه د “موږ” او “ دوي” مفهومونه هم لويدل او د ما په هويت يې هم اغيزه کوله. د لمړی ځل له پاره د ما هويت له يوه “ خيل” سره په پيوند کي را څرگند شو اودلته توربورونه “ د اکا زامن” هم د “ موږ” برخه شوه. د ما د ټولنيز چاپيريال د لويدولړۍ همداسي ادامه درلوده، داسي وخت راغی چي نور د ما هويت په “ خيل” کي نه ځايدو او “ خيل” خپل ځای قوم او سيمې ته پريښود اود ما هويت له همدي دو سره وتړل شو. د ما د ټولنيز چاپيريال د بدليدولواو پراخيدو په لړۍ کي د داسي وضعيت سره مخامخ شوم چي د ما د قومي او سيمېزهويت د بدلون غوښتنه يې کوله، کله چي زه د پاکستاني او روسي په وړاندي ودريدم، نورقوم اوسيمې نشواي کولاي ما او د ما هويت تعريف کړي. منځ راغلی حالت د ما د ملي هويت غوښتنه کوله، کوم چي د خپلوي او ويني په ځای د ارزښتونو په بنياد جوړيږې.
د ما هويتونو او په ټولنيزوجوړښتونوکي د ما د موقعيتونو بدلون په دی ځای نه ختمېږې. دنده، مسلک، سياست، اقتصاد، مهاجرت ... هم د ما د هويتونو د جوړښت په کارکي ونډه درلوده اوهريوه په خپل وار سره ما ته يوځانگړی هويت راکاوه. ښوونکی، ډاکتر، مهنديس، خلقي، پرچمي، ناسيونالست، انترناسيونالست، اخوانی، خوار، بډای، وطنی، بيگانه... خو د ټولنيز چاپيريال او د هويتونو د بدلونونو سره سره د ما يوهويت له هماغه اوله يوشان پاتي کيدواوهيڅ ډول ويش اوهيڅ ډول بدلون ورباندی اغيزه او تاثير نه درلود او دا د ما “ انساني هويت” دی. خيل، قوم، سيمې، مذهب، فرهنگ، ملت، وطن، بي وطنې او بيگانگي دما د انساني هويت په بدلون کي هيڅ ډول رول نه درلود او هيڅ ډول رول نه لري. بيگانگي يو پراخ مفهوم او ترټولوبده بيگانگي هغه دی چي انسان په خپل هيواد کي بيگانه شي. په هغوهيوادونوکي چي د فرديت او د فردي ازادي درناوی نه کېږې انسانان د بيگانگي له سختو رنځونو سره مخامخ کېږې او دا رنځونوکله د ځان تباه کولواوکله هم د نورو په تباه کولوکي ځان ښيي.
د ما دا نه بدليدونکی هويت “ انسان” عمده کول او را مخته کول کولاي شي د انسانانوترمنځ د برابري اصل تامين کاندي، هومانيزم واکمن اوويشونه بي مفهومه کړي... دا کار به د هغوارزښتونو چي د بشرد حقونو په نړيواله اعلاميه کي راغلی د مراعات او درناوی کولوله چارې سره ټاکونکي مرسته وکړي.
هو! زه د څوموقتي اوبدليدونکو هويتونو مجموعه، انتقال کونکي او وړونکی يم، خو “ انساني ارزښتونه” او “ انساني هويت” مي نه بدليدونکي دي. دویش په ستونزو د غلبی له پاره “ اصليت” ته ورگرزيدل په کاردی او دا کارد موجودوهويتونونفي کول نه دی، دا کار دهغوي دويشونکي رول کمزوري کول او بي تاثيره کول دی. هويتونه دواړه يو ځای کونکی او ويشونکی رول لري.
په ويشونودغلبي کولوترټولو ښه او موثره لاره “ اصل” ته ورگرزيدل دي. دا اصل انسان او انسانيت دی اوهغه څه چي دي اصل ته د ورگرزيدولاره همواره وي اودي هدف ته رسيدل تضمينوي په ټولنه کي“ فرديت” د واحد په توگه منل او د ټولوتگلارو په مرکز کي هغه ته ځای ورکول دي.


زه بايد د واحد په توگه ومنل شم

د ټولنيز ژوند واقعيت د يوه ځانگړي انسان په واقعيت کي دی

 
زه د ټولنيزواړيکو اود ټولنيز واقعيت څرگندوی يم او د ما پيږندنه ددي دو پيږندنه ده. د ما واقعيت د ټولنيز ژوند واقعيت دی او د ټولنيز ژوند واقعيت د ما واقعيت دی. ټولنيز واقعيت دما ايجاد دی او د ودي، اداري او سمون دنده يې هم د ما په غاړه ده. په ټولنه کي هرڅه د ما او د ما په شاوخوا اهميت پيدا کوي او په حقیت کي زه د ټولني واحد يم. په دي معنی چي زه د ټولني نه تقسيم کيدونکی برخه يم. د ما نه تقسيم کيدونکي ځانگړتيا ما د ټولنی په يوازنی واحد بدلوي. “ موږ” “ دوي” “ هغوي” “ تاسي”... تقسيم کيدونکي دي، خو زه هيڅکله هم نه تقسيم کېږم. په لاتين کي فرد ته “ Individ” يعنی “ نه تقسيم کيدونکی” ويل کېږې. ټولنه له افرادو جوړه شوي او فرد نه تقسيم کيدونکی دی. په طبعي علوموکي هم واحد هغه څه دي چي نه تقسيم کيدونکي ځانگړتيا ولري. لکه ماليکول، اتوم، حجره...
ستونزه دانه دي چي زه د ټولنې او ټولنيز ژوند واحد نه يم، ستونزه داده چي زورور، واک پالونکي، د دين دکانداران، تاريخي غولونکي او ورسره د پيړيو زاړه دودونه او دگمونه ... ددي حقيقت منلو ته چمتو نه دي. ددي حقيقت په منلو سره به د هغوي د تاريخي دروغو، تاريخي غولولواوتيرايستلو منطق د هميشه له پاره په ځمکه غورزي.
که زه د ټولنيز جوړښت د واحد په توگه و منل شم نه يوازي به په ويش غلبه وشي، نه يوازي به د کرکي او نفرت بنيادونه ولړزيږې، نه يوازي به د کرکي په بنياد جوړ شوي د “ موږ” او “ دوي” جوړښتونه بي مفهومه شي، بلکي بيا به يوه کورنۍ، يو قوم، د يو مذهب پیروان، دا اوهغه ټولنيز او سياسي گروپ په دوښمني نه نيول کېږې او په جمعي توگه به نه مجازات کېږې.
که زه د واحد په توگه ومنل شم نه يوازي به دانسانانوترمنځ د درناوی په بنياد نوي اړيکي را منځ ته شي، بلکي زه به نور د وژونکو دودونو، دگمونو او رواجونو په قرباني هم نه بدليږم. زه به نور يو بي اهميته سمبول نه يم او څوک به د ماشين د پرزي په شان را سره چلند نه کوي.
که زه د واحد په توگه ومنل شم بيا به هرځانگړی انسان “ ښځه او نر” د خپل خپلواک شخصيت او خپلواک هويت خاوندان شی. د موږ دوران د هرې ښځې اوهرنارينه د شخصيت کيدلو دوران دی او د موږ دوران د هر وگړی د شخصيت جوړولواو ودي دوران دی. که زه شخصيت کيداي شم، نوته ولې شخصيت نشي، که ته شخصيت کيداي شي، نوزه ولې شخصيت نشم. که زه اوته شخصيت کيداي شو، نو ولې هغه شخصيت نشي.
که زه د واحد په توگه ومنل شم، بي له شکه به ټولنه دازادو او خپلواکو انسانانو په مجموعه بدله شي اود ازادو وگړو په ټولنه کي به د انديښنې د خپلواکي پراخي او بي ساري زمينې را منځ ته شي او خپلواکي انديښنې به په خپل وار سره د پرمختگ اوهوساينې په لورد ټولنې لارښوونه وکړي. همدارنگه د ازادو وگړو په ټولنه کي به د غلام، بادار، نوکر، خادم، مريد، ناقص العقل ...مفهومونه هم بي معنی شي او بيا به څوک په ټولنه، حقیقت، ذهنيت، عقل، سياست او په انسانانو د مالکيت دعوه نه کوي. د ازادو وگړو په ټولنه کي به هرڅوک کولاي شی چي د ټولنې او سياست په کارکي گډون وکړي او حقيقت موندیي په کارکي برخه واخلي. د ازادو وگړو ټولنه به د خپلې اداري له پاره وړ او مناسب وگړي را مخته کوي او هغوي به په خپل وار ټولني ته مسؤل او حساب ورکونکي وي.
که زه د واحد په توگه ومنل شم دواړه واک او سياست به هم د کورنيو “ بوتو، نواز، مجددی، گيلاني ...” له ولکي را ووزي او د سياست په ډگرکي به د ځان پالونکو او غولونکو رول هم ختم شي. همدا شان به سياست د يوه “ خپلواک مسلک” په توگه د استبداد او د مذهبي او غير مذهبي ايديولوژيو له منگلوخلاص شي. همدارنگه به د موجود سياسی فرهنگ هسته چي د يو بل نفی کول دی هم دړي وړي شي او خپل ځای به سياسي ازاديگانو او سياسي پلوراليزم ته خوشی کړي او نور به سياست او سیاست کول جرم نه وي. له بده مرغه په افغانستان کي سياسي فرهنگ له سياست نه وړاندي شوی او سياست يې د مخاليفينو د له منځه وړلو په ډگر بدل کړی دی او همدا سياسي فرهنگ دی چي د مخاليفينو ترمنځ اړيکي د پوهاوی او ديالوگ په ځای د زور پوسيله تنظيموي. ځان پالونکي.، واک پالونکي نه يوازي له سياست سره انحصاري چلند کوي، بلکي له تاريخي واقعيتونو سره، کوم چي نه بدليدونکي دی هم انحصاري چلند لري او غواړي له يوي خوا همدي پرونيو واقعيتونو ته ارماني اوعاطفی بڼه ورکړي، ايديولوژيکي يې کړي اوله بلی خوا یې نن او سبا را انتقال کړي او د ټولنيزو او سياسي واقعيتونو د څيړني او پیږندني په معيارونو يې بدل کاندي. که زه د واحد په توگه ومنل شم بي له شکه به توتاليترايديولوژيگانی او د توتاليتر دگمونو کورگي د شگو د څلو په شان تويي شي. په اروپا کي توتاليتر ايديولوژيو او يا هم د نازيزم او فاشيزم اصلی ماتي هغه وخت پيل شوه چي زه د ټولنيز واحد په توگه ومنل شوم. په بل عبارت “ فرديت” معيار شو.


همدا د انديښنې خپلواکي روشنگري ده


دا زه يم چي د انديښنې په خپلواکي او د ازادی ارادي په بنياد د تصميم د حق په ترلاس کولو سره په ټولنه کي روشنگري پيل کوم. روشنگري همدا د ازادي انديښنې او ازادي ارادی درلودل دي. روشنگري د نورو له لاس وهني پرته په خپل ځان، په خپل ژوند او په خپلې راتلونکي واکمن کيدل دي. کانت، له خپل عقل څخه په خپلواکه توگه کاراخستلو ته روشنگري وايي. روشنگري په ټولنه کي د جهالت، جهالت پلورونکو او جهالت پالونکي ماتيدل دي.
زه به دخپلواکي انديښني په وسیله ځان د ايديولوژي اود دگمونو له پيروي وژغورم، کوم چي له يوې خوا د ما استعداد او عقل ترورکول غواړي، کوم چي د ما ذهن او شعور یرغمل کوي، کوم چي له دواړو دنيا او زماني د ما بيگانه کول غواړي او کومي چي له بلې خوا د هيڅ ډول ستونزو د حل کولو وړتيا هم نه لري، زه به را نه اخستل شوی عقل او استعداد بيا ترلاسه کړم او د پيړيو پیړيو د نه بدليدونکي اتوريتي بنسټونه به ولړزوم او په ټولنه کي به د هرډول په تيره بيا د بشپړې اوتوريتي غوښتنې په کلکه کمزورې کړم. زه به د خپلواکي انديښنې په زور د تاريخ د تياريکو دهليزونو یويو ټن درانه قلوفونه مات کړم او د پيړيو پټ رازونه به راوسپړم.
که زه د واحد په توگه ومنل شم بي له ځنډه به دموکراسي بريالۍ شي. دموکراسي او د ما ازادي له بل سره دوه نه جلاکيدونکي مفهومونه دي. له دموکراسي پرته د ما ازادي نشته او د ما له ازادي پرته دموکراسي نشته. په دموکراسي کي زه “ فرد” د ټولنيز واحد په توگه يو پيږندل شوی او يومنل شوی واقعيت دی. دموکراسي به په سياسي برخه کي د دوښمنيو ځای پلوراليزم ته، په اقتصادي برخه کي به د دوښمنيو ځای سيالېو ته او د فکرونو په برخه کي د دوښمنيو ځای ديالوگ او بحث کولو ته ورکړي. هيڅکله له ياده ونه باسو، د دموکراسي بری د فرد د ازاديو او حقونو په ساتنه او مراعات کولوکي دی. د فردي ازادي معني دادی چي فرد يا هرځانگړی وگړی دبل د ارادي او د بل د پريکړي په ځاي يوازي او يوازي د قانون تابع دی. ترڅو په ټولنه کي فرد ازاد نشي، ټولنيزي، سياسي او اقتصادي ازادي هم خپل مفهوم له لاسه ورکوي. ترڅوپه افغانستان د فردی ازادي درناوی ونشي نورې ازاديگاني په اساني شاته گرزيدونکي دي.
دا د ما ازادي ده چي په ټولنه کي د يوه حقوقي دولت جوړښت په واقعيت بدلوي، چيري چي به ټول د قانون په وړاندي يواو برابرحقونه لري، چيري چي به د فرديت ساتنه کېږې اوله وگړو سره به د يوه خاص مذهب، خاص قوم او خاصي ايديولوژي په بنياد چلند نه کېږې، چيري چي به د ټولنيزي نا برابري د کميدو عملي امکانات منځ ته راشی اود ټولنيزعدالت د تامين لاره به همواره شي. د ما ازادي به ما په ځان باوري کړي، په ټولنه کي به د درناوي او انساني کرامت په بنياد د انسانانو ترمنځ د پوهاوی او تفاهم نوي امکانات ايجاد شي، د پيړيو واکمنه بيگانکي به له منځه يوسي او ټولنه به په ځان باوري شي ترڅود پيشوا په انتظار پاتي نشي. دلته د ناجي په انتظار کي هميشه د باز په ځای کجير راوتلی. زه به د انديښنې په خپلواکي په خپله د ستونزو د پيږندلو او حل کولو وس ترلاسه کړم. نوي چلينجونه نوي ځوابونه غواړي او د ستونزو د حل کولو پرونی دود بايد بدل شي. د حل کولو پرونی دود د نسلونو هڅې، وخت او امکانات ضايع کړل او ضايعه کوي یی. هغوي چي د سبا په ځای پرون ته گوري يو په بل پسي ناورينونه را منځ ته کوي. نوي چلينجونه او پروني څو ځله ناکام شوي ځوابونه په خپله د بحران په معني دی.
هو! که زه ازاد شم، که زه خپلواک شم او که زه په واحد بدل شم بي له شکه به ټولنه د دواړو هرج ومرج او استبداد په وړاندي په ډاډه توگه وساتم. که زه خپلواک شم او که زه ازاد شم، بي له شکه به د انقلابونو، بلواگانو او د جگړو مخنيوی وکړم. هرانقلاب، ناورين اوهرلوی انقلاب، يولوی ناورين دی. په عربي نړۍ په تيره بيا په سوريه، ليبيا او يمن کي وسله وال پاڅونونه، بلواگاني او جگړه د استبداد او د ما د ازادي د نشتوالې پايلي دي. په يوه ازاده او دموکراتيکه ټولنه کي انقلابونه، بلواگاني او جگړه نه کېږې.
زه به په خپله ازادي سره په ټولنه کي د برتري غوښتونو ملا ورماته کړم. دا برتري غوښتنې دي چي د جگړي په لور، د ناورينونو په لور، د زرگونو او د ميليونونوانسانانو د وژلو په لور د ټولنو لار ښوونه کوي.
که زه په “ واحد” بدل شم نه يوازي به دانسانانو د ازاديو او حقونو درناوی وشي، نه يوازي به د فردي مسؤليت احساس پياوړی شي، بلکي ټولنيز گډون او کولکتيف به هم ځواکمن اوغښتلی شي اود ازادو وگړو ارادي به په کولکتيف کي جمعي اراده په بي ساري توگه عقلانه او پياوړي کړي. د ما د ارادی ازادي به اخلاقو ته نوي ځواک او نوی مفهوم ورکړي. د جبر، ډار او پيروي په بنياد اخلاق، خپله اخلاقي ځانگړتيا له لاسه ورکوي او دا اخلاقو په ځای په تحميل شويواصولوبدلېږې. د وگړواخلاق نه د قانون پوسيله تنظيم کېږې او نه د کوم مکلفيت په بنياد جوړيږي ...کانت اخلاقي اصول ازاد اصول گڼي او زياتوي چي انسان د اخلاقو په برخه کي د خپلي ازادي ارادي په بنياد عمل کوي.
بي له فردي ازادي او بي له فردي خپلواکي مسؤليت يو بي معني او خالې مفهوم دی. مسؤليت د ما په ازادي او خپلواکي کي مفهوم پيدا کولاي شي او زه د “ واحد” ترڅنگ د ټولني “ برخه” هم يم، په دي معني چي زه د فرديت ترڅنگ يوټولنيز موجودهم يم او دا د ټولنې په وړاندي د ما د هميشنی مسؤليت په معني دی. زه بايد “ واحد” يم. زه به بايد معيار يم او زه بايد په مرکزکي يم.
زه، هريوځانگړی انسان. زه، هره ځانگړې ښځه اوهرځانگړی نارينه.
نور بيا