رسیدن: 17.11.2012 ؛ نشر : 18.11.2012

دستگير روشنيالی

“ موږ” او “ دوي”

پنځلسمه برخه


 ټولنيز بدلونونه

 
هغوي چي په سياست کي د معجزي په تمه ناست دي، لا پخوا مات شوي دي.

دا برخه په دي پوښتنو پيل کوم، څه ډول د ژوند حقيقت وپيږندل شي؟  څه ډول ژوند آسانه او هوسا شي؟. دا هغه پوښتني دي چي هميشه د انسانانو په وړاندي مطرح وي او مطرح دي او انسان له هماغه پيله ددي له پاره مبارزه کوي.  مبارزه د انسان فطرت دی او انسان هميشه د مبارزي له پاره غريزه لري. خو د موږ په دنيا کي د پرون خلاف نه يوازي مبارزه، بلکي ټولنيز او سياسي چلندونه او په تيره بيا ژوند او ژوند کول په علم او عقل سنجول کيږي او دا هرومرو د نويو مفاهيمو ايجاد او د مفاهيمو د بدلون ضرورت را منځ ته کوي. نن علم د موږ د ژوند په ټولو برخو مستقيم او يا غير مستقيم تاثير لري. په بل عبارت نن عادي ژوندون هم له علم او پوهي سره په پيوند کي دی. له علم سره دوښمني له ژوندون سره  دوښمني ده.

سياست هم په خپل وار له ژوند سره پيوند لري او په همدي لحاظ له علم او هغو علمو سره اړيکي لري چي ژوند او په تيره بيا ټولنيز ژوند مطالعه کوي. د ژوند د حقيقت پيږندنه د يوناني فلسفي بنياد وو او د ژوند آسانه کيدل  دروميانو فلسفه وه.“ د اروپا د فکرونو تاريخ”

په اروپا کي د دي دو یوځيوالی د پرمختگ په لور د اروپا لارښوونه وکړه. په اول کي د انسان حق او حق پيږندني ته پاملرنه کيدله او په دوهم کي علم، صنعت ... ته پاملرنه ډيره وه. په يونان کي د سقراط د عقل او فلسفي هڅو په مرکز کي انسان پيږندنه وه.

مدرن تعميرونه او وروسته پاتي فکرونه

په افغانستان کي له پخوا لاري او تعميرونه مدرن شوي دي او په دی هيواد کي همدا اوس اوس د مدرن تکخنيک لاس ته راوړنې او له دي جملي موبایل  تيليفون کلو ته هم رسيدلی دی. خو په ټولنيز او سياسي ژوند تر اوسه هم قبیلوي تفکر او دودونه واکمن کوي اودي برخي ته سنجس کولو او عقل لاره نه دی موندلې.  دهمدي حالت  واکمني له  نسلونو،  نسلونو د ابتکار او خلاقيت امکانات او زميني اخيستي دي او په ټولنه کي يي د علمي او فکري رهبري خلا را منځ ته کړي ده او همدارنگه تر اوسه په ټولنه کي هغه تفکر او ذهنيت نه دي واکمن شوی چي د پرگنو او دوگړو د تندو احساساتو او جذباتو، کوم چي کولاي شی انارشي، ناورين او هرج ومرج را منځ ته کړي مخه ونيسي.  په ټولني کي دي ډول ذهني حالت تيرايسونکو او هغوي ته چي له اسلام څخه د وسيلي په توگه کار اخلی امکان ورکړي چي واکمن پاتي شي او بيا او بيا واکمن شي او يا هم  په اساني سره يو ځل بيا په افغانستان دگمونه او دگم پالونکي واکمن کاندي.  په حقيقت کي دا هغه څه دي چي د پيړيو په اوږدو کي د خلکو په فهم او چلند بدل شوي دي او دا هغه څه دي چي د پرمختگ، علمي کيدو او ټولنيزي پوهي په لور د انسانانو مخه نيسي.  د همدي حالت بدلون په ټولنه کي د صنعتي کولو او مکانيزه کولو تر څنگ د ټولنيزو او ذهني بدلونونو ضرورت هم را منځ ته کړی دی. په افغانستان کي  د وروستي پاتي والی لامل د بهرنی استعمار په ځای داخلي استعمار دی.

د پرمختلليو هيوادونو تجربي ښيي چي د پورتنيو دو همزمان بدلون کولاي شی د پرمختگ په لور د ټولني لارښوونه وکړي، نظم او هم اهنگي را منځ ته کړي، په ټولنيزو اړيکو عقل او سنجش واکمن کړي او دا اړيکي له کرکي او تعصب وژغوري او يو بل ته درناوي پياوړي کړي.

د خلاقيت  مخکښان

همدا اوس اوس په افغانستان او سيمه کي عملآ د روشنگري او واکمن ذهنيت تر منځ سخته او پراخه جگړه روانه ده.  له نيکمرغه په ځوان نسل کي د علمي او فکري خلا د له منځه وړولو ښکاره هڅي رواني دي او دا هڅي له يوي خوا په ټولنه کي دجهل او خرافاتو، ريا او تيرايستلو، د اتوسنتريستانو، کوم چي هڅه کوي خپلي نظريي مطلقي او حقيقت انحصار کړي او له بلي خوا د واکمنو د نه وړتيا او بي کفايتيو په وړاندي مبارزه کوي.  دوي هڅه کوي انسان، ټولنه، ټولنيزي اړيکي، ملت، سياست ، فرهنگ... ته نوي تعريفونه پيدا کړي اويا يي هم له سره تعريف کړي.  دوي د شعار په ځای د شعور او د تقليد او تلقين په ځای د روشنگري لاره غوره کړي او ځوان نسل په خپله فکرکولو ته رابولې.  دوي هڅه کوي  په ټولنه کي ټولنيز باور را منځ ته کړي، د ټولنيزو گروپونو او د قومونو ترمنځ واټن را کم کړي.

دوي خلاق او نوي فکرونه لري او ور سره د څو نسلونو نه ليکل شوي او نه ويل شوي فکرونه بيانوي، کومو چي په خپل وخت د استبداد،  جهالت او خرافاتو د بشپړي واکمني له امله  ونشواي کولاي خپل نظريات او خپل فکرونه ووايي. دوي هغه څه هم بيانوي چي پرون يي موږ د ويلو او ليکلو ميړانه نه درلوده. زه په دي باوري شوي يم چي دوي به خلاقيت، ابتکار او نويوالی ته د افغاني ټولني تنده ماته کړي او راتلونکي افغانستان به د دوي د نظرياتو په بنياد جوړيږي، چيري چي به د هر وگړی استعداد وده کولاي شی او په ټولنيز اړيکو کي به هم تعادل موجود وي.  دا ځوان متفکرين: غفورليوال، سهيل سنجر، خالد خسرو، سخيداد هاتف ...  د همدي هدف په لور د فکرونو، هڅو او د سياسي او ټولنيز حرکتونو يو ځای کول غواړي. دوي ته بايد غوږ ونيول شي. د دوي بايد واوريدل شي او له دوي زده شي.

همدارنگه تاريخ او راتلونکي نسلونه به د فکری فرهنگ په خپرولو او د ملي انديښني په جوړولو کي د حميد عبيدي په مديريت د اسمایی ويب پاڼی هڅي ژوندي وساتي.

ټولنيز بدلون د سياست کار دی

په ټولنه کي بدلون راوستل، خلکو ته  ښه ژوند جوړول  په هميشنۍ توگه د سياست دنده دی او دا  هم سياست او سياسي عمل دي چي د ټولنيزو بدلونونولارښوونه کوي.  خو د يوه ټولنيز بدلون او د ټولنيزجوړښت د بدلون له پاره اول ضرورت دادی چي موجود ټولنيز وضعيت  و پيژندل شي او دا پيږندنه د سياست په ځای علم ته ضرورت لري. دوهمه مهمه مسله داده چي د ټولنيزو وضعيت د بدلون په صورت کي دا وس او دا امکانات موجود وي چي دا بدلون په سم لوری او په سمه توگه تر سره شي، په دي معني چي يو پياوړی سياسي ځواک موجود وي او دا سياست ته ضرورت لري. په همدي بنياد د ټولنيزو بدلونونو په چاره کي سياست او علم يو د بل تکميل کونکي دي.

په هغه ټولنه کي چي سياست د ټولنيز بدلونونو لارښوونه نه کوي د بدلون په ځای ټولنيز ناورين را منځ ته کيږي او د خلکو په فردي او ټولنيز ژوند د قانون په ځای ټوپک او جهالت  واکمن کيږي، د پوهي او هنر ځای تعصب او د زغم ځای زور ته سپارل کيږي. نن هغه څه چي د ملا د واکمني له امله په وزيرستان کي پيښيږي د بدلون په ځای يو پراخ ټولنيز ناورين دی او وزيرستان يي اوليه ټولني ته په شا ورگرزيدلی دی. د وزيرستان تجربه ښيي، که سياست د ټولنيز وضعيت د بدلولو وس و نه لري، ټولنيز وضعيت به سياست بدل کړي او دي حالت په عمل کي د سيمي سياستونو په کلکه متاثير او بدل کړي دي. 

هدفونه او ارزښتونه

د ټولنيز د بدلون له پاره لمړۍ قدم د هدف ټاکل دی.  خو هڅه وشي چي هدف سم وپيږندل شي. د هدف ښه پيږندنه له پريکړي کولو او عمل کولو سره مرسته کوي. د هدف ښه پيږندنه انسان د بي تصميمي له حالته را باسي. په ځانگړي توگه په سياست کي د هدف له  ټاکلو د هدف پيږندنه اولويت لري او هدف په سمه توگه دقيق او مشخص شي. څومره چي هدف ښه وپيږندل شي په هماغه اندازه يي ترلاسه کول آسانه کيږي. يو ښه پيږندل شوی هدف د ټولنيزو حرکتونو په محور بدليږي او په دي توگه کيداي شی د ټولنيز حرکت لوری هم روښانه شي. 

هدف د رسيدلو په لاره کي اصلي مانع او خنډ بايد تشخيص شي او د خنډ پيږندنه د هدف پيږندني په شان ضرور او حتمي دی. د خنډ او يا مانع د نه پيږندلو په صورت کي ټاکلی هدف نه ترلاسه کيږي.  دناروغ په وجود کي د ميکروب د نه پيږندني په صورت کي روغتيا “هدف” نه ترلاسه کيږي.

هدف په پيږندنه برسيره بايد دعملي کولو وړ وي.  لکه چي وويل شو ټولنيز بدلون د سياست چاره دی او که په سياست کي هدف خيالې وي، که په سياست کي هدف آرماني وي، نو بيا د هغو امکاناتو موندل او پيږندل  چي په ټولنه کي له يوه حالته وبل حالت  ليږد “ گذار”  عملي کړي مشکل کوي.  همدارنگه د هدف اوامکاناتو، د هدف او پايلو تر منځ اړيکي مبهم او نامعلوم پاتي کيږي. دا ډول حالت په ټولنه کي د موجودو جوړښتونو اوسياسي عملونو تر منځ يو وژونکي ټکر را منځ ته کيږي. په افغانستان کي د سوسياليزم د ايجاد په کار کي  د ټولني د جوړښتونو او د واکمنو د سياسی عملونو تر منځ د ځمکي او اسمان واټن موجود وو. همدا شان په افغانستان کي له استبدادی حالته دموکراتيک حالت  د تيريدلو هدف په طبعي توگه په پرونيو وسيلو نه تر سره کيږي او دلته همدا اوس د سياست ستونزه د هدفونو او وسيلو ترمنځ  لويه او ډارونکي بي انډولې ده. هدفونه نوي او وسيلې او زړې دي.

ضرورت او توافق

ټولنه د دواړو ضرورت او توافق له مخي د نويو ارزښتونو واکمني ته ضرورت لري چي د زماني له غوښتنو سره په سمون کي وي او د هدفونو په لاس ته راوړولو کي مرسته کولاي شي.  ضرورت توافق را منځ ته کوي او توافق ضرورت په واقعيت بدلوي. په افغانستان کي ضرورت څوگونيتوب توجيه کونکي ارزښتونه دي او دا د زور په ځای توافق دي چي دا ضرورت په واقعيت بدل کړي.

افغانستان د يوه قوم، د يوه فرهنگ، د يوه مذهب، يوې ژبې په ځای د قومونو، فرهنگونو... کور دی او افغانستان يوه څو فرهنگي ټولنه ده او دا ټولنه د هغو ارزښتونو واکمني غواړي چي د څوگونيتوب په بنياد ټاکل شوي هدفوونه توجيه کاندي او دا ارزښتونو بشري حقونه دي.  دهدفونو او ارزښتونو هم اهنگي به په باوري توگه له ځورونکو فرهنگي ارزښتونو او ټولنيزو بندونو د افغانانو ژغورل او د هغوي تر منځ  وروري تضمين کړي.  په ټولنه کي ارزښتونه او هدفونه يو د بل تر څنگ عمل کوي. همدا دوه دي چي د ټولنيزو حرکتونو لوری ټاکي او هغوي ته مفهوم ورکوي او ددي دو ترکيب د يوه جوړښت ضرورت را منځ ته کوي او هغه جوړښت چي د هدفونو او ارزښتونو په هم اهنگي ولاړ وي يو ثبات لرونکی جوړښت دی.

له بده مرغه په افغان ټولنه کي ددي دو تر منځ له گواښ ډک تضاد، يوړنگونکي تضاد موجود دی. هدفونه  په نن او سبا پوري مربوط دي، خو ارزښتونه پروني دي اوددي معني دادی چي افغان ټولنه په عمل کي د نن په ځای په پرون کي ژوند کوي. 

- هدف،  د هرځانگړي وگړي د حقونو او ازاديو بسيا کول.  خو واکمن اصول د ټولني نيمه برخه دوهمه درجه انسانان گڼي او دا نظريه په ټولنه کي پراخه او پياوړي ذهني او عملي پشتوانه هم لري او تر اوسه ددي فهم او پوهای نه دی ايجاد شوی چي په ټولنه کي جنسي،  طبقاتي، قومي، مذهبي، فرهنگي اړيکي او ويشونه فرعي مسلي دي، اصل او معيار انسان دی.  که موږ په دي باور يو چي انسان مهم دي نو د هغه حقونه او ازاديگاني هم مهمي دي. همدارنگه ازادي هغه وخت اهميت پيدا کوي چي انسان له پرونيو سنتي، نامعلومو، افسانوي او آرماني بندونو وژغورل شي، د هغه ارادي ته درناوی وشي او هغه فرهنگي ارزښتونه چي د انسان ارادي ته درناوي بي غیرتي بولې د بدلولو په ځای د لغوه کولو وړ دي.  د انسانانو د حقونو برابري يوازي فرديت ته په درناوی کي واقعيت پيدا کولاي شي.

له ډير پخوا واکمن د “ عام خير”  په نوم خبري کوي او معلوم نه دي چي دا عام خيرڅه شی دی اولسيزي تيري شوی نه دا عام خير مشخص کيږي او نه هم دا عام خير په واقعيت بدليږي.  راځي،  په دي هکله د حرکت لوری بدل او يا يي سرچپه کړو. له عام څخه د خاص په لور حرکت ناکام شوی او نتيجه نه ورکوي. اوس هغه وخت را رسيدلی چي له خاصه د عام په لور پيل کړو او د کار په مرکز کي د هرځانگړی انسان خير وي او دا به په ډاډمنه توگه عام خير هم مشخص او تامين کړي. دا د پيړيو،  پيړيو د هڅو او تلاشونو پايله ده چي انسان د ټولنيز او سياسي فعاليت په مرکز کي وي.  د عام خير په نوم د فرد نفي کول په خپله د عام خير کمزوري کول دی.

- هدف . پوهنه ده،  خو نږدي هره ورځ يو په بل پسي ښوونځي سوزول کيږي، زده کونکي ويرول کيږي او وژل کيږي او دا د هغو استبداد پالونکو ارزښتونو کار دی، کوم چي پوهنه خپلي اتوريتي او خپل تاثير ته گواښ بولې، کوم چي غواړي افغانان په جهل او اسارت کي او افغانستان په وروسته پاتي والی کي وساتي او له دي ډول  يوه ټولنيز چاپيرياله څه ډول د يوه مخترع او يوه کشف کونکی د راوتلو انتظار کيداي شي؟

- هدف، د نر او ښځي برابري دی، خو په واکمن فرهنگ کي موجود تورسوری له ښځو هره ورځ قرباني اخلي او دښځو او لورانو وژلو ته  د شملې جگوالی او د غيرت نوم ورکول کيږي.  همدا تور سوری دي چي وژونکي جوړوي او وژل هڅوي او دا هم د تور سوري زور دی چي مور د خپلي لور په سر تيزاب شيندي او هغه وژني.  انوشه د اتم ټولګي زده کوونکې يوه هلک ته د کتو په جرم د خپل پلار او مور له خوا ووژله شوه.  هو! هلک ته کتل بي عزتي  او په تيزابو د لور وژل عزت دی.؟؟

- هدف،  دموکراسي او څوگونيتوب دی،  خو له منځنيو پيړيو راغلي مستبدين ټولنه په “ حق”  او “ نا حق” په “ ښه” او “ بد” ويشي. په حق او ناحق د ټولني د ويشلو معني دادي چي د “  ناحق” په ضد جگړه او د زور وسيلي توجيه کاندي، هغه  نابود کړي او بيا غالب لوری د خپلي خوښي سره سم له انسانانو سره د ماشينونو په څير چلند وکړي او  يوشان او يو رنگ ټولنه جوړه کړي، کومه چي نه د انسان او نه هم د زماني غوښتنه ده.

ټولنيز عدالت

“ موږ ټولنيز عدالت غواړو”
“ زنده باد عدالت اجتماعی”

ډيره موده کیږي چي موږ د ټولنيز عدالت له نوم سره اشنا يو، خو په دي نه پوهيږو چي د ټولنيز عدالت مفهوم او محتوا څه شی دي. ټولنيز عدالت هم پرون او هم نن  د سياسي گوندونو يو اساسي شعار گرزيدلی دی. خو تجربی ښيي چي ټولنيز عدالت په شعاراو وعدو ورکولو نه ترلاسه کيږي. د ټولنيز عدالت تامين هر څه د مخه په ټولنه کي ټولنيز ثبات،  ټولنيز تعادل او د ثروتونو توليد ته ضرورت لري.

افلاطون او ارسطواولينی متفکرين دي چي د ټولنيز عدالت مسله يي را پورته کړه. دا دوه فيلسوفان ټولنيز عدالت انساني فضيلت بولې او ورته اخلاقي بڼه ورکوي. هابس بيا عدالت د اخلاقو له ډگره را باسي او په دی باور وو چي انسانان د ټولنيزو شخړو د حل کولو له پاره ددي ته اړ دي چي له يوه پياوړي دولت سره تړون وکړي او عدالت هم ددي تړون يوه برخه وي.  روسو د عدالت په هکله د هابس  فکرونو ته وده ورکوي او د ټولنيز تړون نظريه وړاندي کوي او په دي تړون کي دولت هغه ارگان دی چي د ټولو استاذيتوب وکړي.  د روسو د عدالت په هکله وايي:“ هيڅوک دومره ثروت و نه لري چي نور واخلي او هيڅوک دومره غريب نه وي چي ځان خرڅولو ته اړ شي.”

په اروپا کی پرمختگ او د ثروتونو توليد د ټولنيز عدالت مفهوم ته پراخه وده ورکړه او په نولسمه پيړۍ کي د ټولنيز عدالت مفهوم سياست ته ننوت او دا پوښتني را پورته شوې چي ثروتونه څه ډول وويشل شي او وروسته دا نظريه هم را منځ ته شوه چي د وگړو د کار کولو او ژوند کولو له پاره فرصتوونه او امکانات په عدالانه توگه مساعد شي.

همدادم په اروپا او له دي جملی په دنمارک کي د ټولنيز عدالت په هکله په عمده توگه دوه نظريي شته دي. يو لوري د ټولنيز عدالت تامين وگړو ته د برابرو فرصتونو په موجوديت لټوي او دوهم لوری د ثروتونو او مادي منابعو ويش ته ټولنيز عدالت وايي. اول يي ليبرالان او دوهم يي سوسيال دموکراتان دي. اول دولت په دي مکلف کوي چي وگړو ته برابر فرصتونه برابر کړي او دوهم له وگړو سره مخامخ مرسته کول د دولت مکلفيت بولې.

عدالت د خپل حق تر لاسه کول دی

همدا دم په افغانستان کي د ټولنيز عدالت مفهوم د ثروتونو ويش نه دي او نه دا ډول امکانات شته دي. په ځانگړي توگه چپ بي له دي چي د ثروت په توليد فکر وکړي د ټولنيز عدالت خالې شعار ورکوي. په افغانستان کي نن ټولنيز عدالت په واک کي د وگړو برابره برخه اخستنه او د قانون واکمني ده او په سياست کي د ټولو د برابرحق تامين دی.  ټولنيز عدالت د ښځې او نر د حقونو د برابرتيا مراعات او درناوی دی.
د ثروتونو د عدلانه ويش له پاره  په افغانستان کي اول بايد سوله راشي،  مادي ثروتونه توليد شي او بيا د هغوي د عدالانه ويش مسله مطرح شی. که ثروتونه نه وي او ثروتونه  توليد نه شي، د ثروتونو د عدالانه ويش او په دي برخه کي د ټولنيز عدالت معني څه کيداي شي؟ 

په يوه ټولنه کي ټولنيز عدالت له اقتصادي ودي او د مادي ثروتونو له توليد سره تړلی دی او هر وگړی په کار کولو مکلف دی.  په هغه ټولنه کي چي يو زيات شمير وگړي، د ملا، حاکم، قوماندان، پير ... په نومونو د نورو د کار په ثمره ژوند کوي،  زيات شمير يي پيتاوي ته ناست وي چرس څکوي، ترياک خوري او نصوار اچوي او له بلي خوا هغوي چي غواړي کار وکړي د کار کولو حد اقل امکانات ونه لري ټولنيز عدالت يوازي يو تيرايستونکی شعار دی.

ټولنيز عدالت په هغه ټولنه کي نه تامين کيږي چي دولت  د عمل کولو، سياست کولو او د ټولني د لارښووني په ځای په رشوت، فساد، اختلاس او په بي کفايتي مشخص کيږي. د افغانستان په شان ټولنه کي دا د دولت دنده ده چي د بدلونونو دنده په غاړه واخلي، خو په افغانستان کي تر اوسه دا ډول يو مسؤل دولت نشته دی.

ټولنيز عدالت،  په ټولنه کي په برابره توگه  د وگړو د استعدادونو د ودي اوهغوي ته د برابرو فرصتونو او امکاناتو د برابرولو سياست دی.

سياست او علم 

په تيره ليکنه کي د سياست او سياسي پريکړو په هکله يادونه وشوه او دا دواړه تر هر څه د مخه له عمل سره اړيکي لري او کله کله دا ډول عمل د ټولني د لارښووني په ځای په ټولنه کي د ناورين په لامل بدليږي.

سياست د ټولني د لارښووني علم دی.  سياست د نوروعلومو په پرتله مشکل او پيچيلی علم دي.

سياست تر ټولو سخت مسلک دی، کوم چي نه يوازي په خپله په چټک او هميشنی بدلون کي دی، بلکي موضوع يي هم په چټکي سره بدليږي او دلته پنځه جمع پنځه لس نه کيږي. کيداي شی په  سياسي عمل کولو کي پايلي د اجزاو د حاصل جمع په پرتله څو چنده زياتي شي اويا هم ډيرڅه له لاسه ورکړل شي.  سياست تر ټولو مشکله لوبه ده او بري د هغوي دي چي د فرصتونو د پيږندلو پوهه او له هغوي د گټي اخستلو هنر لري.

د سياست سموالی د شعارونو، ښه نيت او ښوعبارتونو په ځاي په پايلو سنجول کيږي او دا د سياست بل پيچيلی لوری دی. 

د سياست پيږندنی بله پيچيلې ستونزه داده چي سياست له پيښو او واقعاتو مخته حرکت کوي او ورسره همزمان موجود ټولنيز واقعيتونه هم له نظره نه غورزوي او دواړه موجود ټولنيز واقعيتونه او راتلونکي پيښي سيالې ځانگړتياوي لري چي پيږندنه يي له تيروتنو خالې کار نه دی. د پيښواو واقعاتو په وړاندي د يوې ټولني بي تفاوتي چي له يوي خوا په ټولنه کي د ظلم او استبداد د ادامي سبب کيږي او له بلي خوا سياست دي ته اړ کيږي چي له پاسه عمل وکړي. 

سياست له انسانانو او د انسانانو له فکرونو او غوښتنو ... سره اړيکي لري او په دي برخه کي هيڅکله هم يوه قطعي نتيجه او يا هم يوه قطعي پايله، دوه جمع دوه څلور کيږي،  ترلاسه کيداي نشي. په همدي لحاظ په تيره ليکنه کي په سياست او سياسي پريکړو کي د “ ټولنيز عقل” په اهميت ټينگار شوی دی.

سياست د يوه سړی او “ عقل کل” کار نه دی او په دي ډول حالت کي سياست معني او مفهوم له لاسه ورکوي او ټولنه د يوه ديکتاتور په يرغمل بدليږي. په ايران کي د ديکتاتور حکمونو ته “الهي قانون” ويل کيږي.

"تاکیدات مقام معظم رهبری، یک قانون الهی بوده که باید تمام قوا و آحاد ملت گوش به فرمان آن باشند...."

دا د يوه سړي د مطلقي واکمني په معني دی،  چيري چی سياست او سياسي پريکړي له دواړو عقل او علمه بيگانه کيږي.  سياست بايد  له هر ډول مذهبي او غير مذهبي ايديولوژي خپلواک او د يوه سړي په ځای د خلکو چاره وي. د ايران تجربه ښيي چي د سياست مذهبي کول نه يوازي خلک په رمه بدلوي، بلکي د سياسي جوړښتونو بدلون په بي ساري توگه پيچیلی او مشکل کوي او دا ډول حالت په ټولنه کي د د انقلاب او بلواگانو لاره همواروي.

په افغانستان کي د سياست د علمي کولوستونزه د سياست فرهنگ او دين تر منځ په ناانډوله اړيکو کي دی اودي حالت نه يوازي واکمن سياست، بلکي د سياسي گوندونو تگ لاري هم متاثيره کړي دی.  په دي تگلارو کي دين، سياست او فرهنگ،  يوهم په خپل ځای نه دي،  کله دواړه سياست او فرهنگ له دينه متاثير کيږي او کله هم دين او فرهنگ له سياست متاثير کيږي. دا دري له يو بله د چين د ديوال پوسيله نه جلا کيږي، ولې په ټولنه کي هر يو خپل ځای او خپل رول لري او د هر يوه د خپلواکي نقض کول ټولنه له ستونزو سره مخامخ کوي.  همدي حالت د سياست خپلواکي له منځه وړي او سياست يي له علم جلا کړی دی. له سياست د علم جلا کول له سياست د پوهانو د جلاکولو په معني دی. همدارنگه همدي حالت  تيرايستونکو، زور سالارانو، واک او ثروت پالونکو ته امکان ورکړي چي په ټولنه واکمن پاتي شي.

سياست علمي او فکري پشتواني ته ضرورت لري

يو وگړی او يا يوه وړه ډله هيڅکله ددي وس، توانايي، امکان، استعداد ... نه لري چي د راتلونکي له پاره يوه سمه او عملي سياسی تگ لاره جوړه کړي. له بده مرغه په افغانستان کي يو ځانگړی وگړی هم ځان ته اجازه ورکوي چي يوه سياسي تگلاره او يا طرحه وليکي. په وروستيو کلنو کي ډيرو هڅو وکړه د افغانستان د ژغورولو طرحی وړاندی کړي او دا طرحی په اخبارونو او سايتونو کي هم په تکرار خپري شوې، ، ورباندي غونډي او جرگي جوړي شوي،  خو په عمل کي  نه دا طرحي سياسي شوې او نه يي ټولنيز ملاتړ ترلاسه کړ.

د يوې سياسي طرحی او سياسي تگلاري جوړول د سياسي مبارزينو او ليکوالانو په ځای د پوهانو او متخصيصونو کار دی او له جوړيدو وروسته  هڅه کيږي چي جوړه شوي طرحه سياسي شی تر څو ټولنيز ملاتړ کسب کړي.  په بل عبارت ټولنيزـ سياسي  قوت ايجاد شي،  هغه ټولنيز قوت چي د برخو په پرتله يي د حاصل جمع قوت څوځله زيات وي.  يو بريالی سياسی گوند، يو بريالی سياسي ائتلاف همدا ډول ځانگړتيا لري او هغه ټولنيز قوت چي د دا ډول يو سياسي گوند او يا سياسي ائتلاف په وسيله را منځ ته کيږي کولاي شي د خپلو طرحو دعملي کولو په لور د ميليونونو انسانانو لارښوونه وکړي او همدلته دي چي دوه جمع دوه، پنځوويشت کيږي.  دسياسی گوند په فعاليت کي بايد د حاصل جمع ځواک د برخو په پرتله څو ځله زيات وي. له بده مرغه د افغانستان په سياسي ډگر کي تر اوسه دا ډول يو سياسي گوند او يا سياسي ائتلاف نه ليدل کيږي.

سياست او سياسی پريکړه همدا شان مسؤليت اخستلو ته ضرورت لري او دليل يي هم دادی چي سياسي عمل له يوي خوا د انسانانو له ژوند سره تړلې چاره ده او له بلي خوا سياسي عمل  په ټولنه کي د ټولنيز عکس العمل سبب کيږي.  سياست په خلا کي الوتل نه دی. چي له هیڅ خنډ او عکس العمل  سره مخامخ نشي. که سياست له يوي خوا د امکاناتو او فرصتونو په زور حرکت کوي له بلي خوا سياست مخالف لري او مخالفت را پاروي.  خو په افغانستان سياسي رهبران، د حکومتونو مشران نه د خپلو سياستونو او سياسي پريکړو مسؤليت اخستلو ته چمتو دي او نه ددي پروا ساتي چي د دوي دسياسي عمل پايلي به څه وي.  له ډير پخوا واکمنان عادت نه دي چي  د خپلو عملونو احتمالې پايلي او عکس العملونه وسنجوي. دوی شعاورنه ورکوي،  دوي لوې خبرې او غورې کوي، طرحی جوړوي او سياسي پريکړي کوي خو هيڅکله د هغوی پايلي نه سنجوي او همدارنگه په هغه لحظو او هغه فرصتونو پسي چي د سياسی عمل له بری سره مرسته کوي نه گرزي.  په افغانستان کي کوم مشر او کوم واکمن ددي ميړانه او شهامت ښودلی چي د خپلو ناسنجولو شويو او ناورین راوړنکو سياسي عملونو د پايلو مسؤليت قبول کړي؟  زه نه پوهيږم،  په دي هکله د ميړاني او شهامت کمبود دي او يا يو په بل پسي واکمن د هيواد په ځای خپلو گټو ته مسؤليت لري.

يوه سياسي طرحه او يا يو سياسي شعار بايد ممکين او عملي وي. سياست عمل او عمل کول دی اوسياست هميشه له عملي پايلو سره سرو کار لري. سياست  لحظه پيږندل او له هغي گټه اخستل دی. هغه سياسي طرحه او يا هغه سياسي شعار چي عملي او ممکين نه وي او لحظه يي را رسيلې نه وي ولې مطرح شي او که مطرح کيږي پايلي يي د نورو لمسول او د ځان تباه کول دي. افغانستان د بل هر هيواد په پرتله د دا ډول طرحو او شعارونو په قرباني بدل شوی دی.  په سياست کي بايد واقعي او آرماني غوښتني له يو بله جلا شي.  هغوي چي په سياست کي د معجزي په تمه ناست دي، لا پخوا مات شوي دي.

د موږ سياسي فرهنگ د واقعي او عملي سياسي غوښتنو په ځای د غورو، لويو دعوو او لويو غوښتنو او سندرو فرهنگ دی او د بری په ځای په پيوسته توگه يو په بل پسي د سياسي بايلنو فرهنگ دی. په ځانگړي توگه شپز لسيزي کيږي چي موږ يي پاکستان ته بايلو او هر ورځ يي ورته بايلو. دا موږ نه يو چي د “ لوی افغانستان” د ايجاد له پاره په پاکستان کي لښکري جوړي کړو، دا پاکستان دی چي له موږه يي لښکري جوړي کړي او د افغانستان موجوديت يي له واقعي خطر سره مخامخ کړی دی. 

موږ د يرغلگرو او تيری کونکو په ضد د جهاد اعلان ورکړي، خو د پاکستان د تيريو او يرغلونو په ضد د جهاد د کولو امکانات را څخه اخستل شوي او دري لسيزي کيږي چي پاکستان افغانستان په “ دارالحرب”  بدل کړی دی.  “... په افغانستان کي د طالبانو مبارزه په حق دی او دوي اوس پوهيږي چي د جهاد ځای افغانستان دی”  جنرال حمید گل

له دي ټولو سره سره افغانستان د سولې له پاره پاکستان ته گدايي کوي او ددي معني دادي چي موږ په خپل کور کي له يوي خوا له يو بل سره د پوهاوی د را منځ ته کولو استعداد له لاسه ورکړی او له بلي خوا د سولې په راوستلو کي بي وسه شوي يو. 

پام مو وي،  د گدايي پايله هم گدايي ده.

 ***

د دی لیکینی نوری برخی:

“موږ” او “ دوي”

 

- لومړی برخه ؛

- دویمه برخه

- درېمه برخه

- څلورمه برخه

- پنځمه برخه

- شپږمه برخه

- اومه برخه

- اتمه برخه

- نهمه برخه

- لسمه برخه

- یوولسمه برخه

-دولسمه برخه

- دیارلسمه برخه

- څوارلسمه برخه