رسیدن: 13.12.2012 ؛ نشر : 15.12.2012

دستگير روشنيالی

“ موږ” او “ دوي”

 

شپاړلسمه برخه

 


“ بايد په خوشحاليو پسي ولاړ شو، غمونه په خپله موږ پيدا کولاي شي” نيچه


انسانان په دو مادي او معنوي دنياو کي ژوند کوي. په بل عبارت انسان ددي دو دنياو ترکيب دی او تمدن هم د يوه ژوندي موجود په شان دواړه مادي او معنوي برخي لري. د تمدن مادي برخه د علم لاس ته راوړني دي. صنعت دي، تخنيک دی ... خو د تمدن معنوي برخه فکري خپلواکي او عقل دی. په افغان ټولنه کي د تمدن اوله برخه شته دی او ورنه په پراخه توگه گټه اخستل کيږي. خو دوهمه او اساسي برخه د فکر خپلواکي په کلکه کمزوري ده.

فرهنگ هم د پورتنيو دو په شان مادي او معنوي برخي لري او يا په دي دو برخو ويشل کيږي. صنعت، تعميرونه، تاريخي ځايونه ، موسيقي، نقاشي، ... د فرهنگ مادي لوری دي، باورونه، عقيدي، رواجونه، دودونه، اخلاق، مذهب، علم، اندښني... د فرهنگ معنوي برخه جوړوي. د فرهنگ معنوي برخه د مادي برخي په پرتله لارښونکي رول لري او دا اندیښني او نظريي دي چي د انسان ژوند ته لوری ورکوي. د فرهنگ مادي لوری په خپل وار په معنوي لوری تاثير غورزوي او د فرهنگ مادي برخه په چټکي سره وده کوي او که د فرهنگ معنوي برخه له دي ودي سره ځان بدل نه کړي د مادي برخي وده هم ځنډوي او يا يي مخه نيسي.

فرهنگ د انسان په شاوخوا مفهوم پيدا کوي

د فرهنگ په هکله ډير تعريفونه شته دی او په دي هکله د پوهانو ترمنځ زيات بحثونه کيږي او تر اوسه داسي تعريف نشته دي چي په هغه د پوهانو پوره توافق تر لاسه شي. يو شمير د فرهنگ عامه جنبه بيانوي او بل شمير بيا د فرهنگ ځانگړي او يا خاصی خواوي په گوته کوي. فرهنگ يوه پراخ، څوگونی او پيچلی مفموم دی. فرهنگ د تاريخ په اوږدو کي د بشر د مادي او معنوي لاسته راوړونو مجموعه ده. فرهنگ د انسان د فکر او عمل لاس ته راوړنه ده او د انسان ژوند هميشه له فرهنگ سره مل دی. فرهنگ د هغو ارزښتونو مجموعه ده چي يوه وگړی، يوه ټولنيز گروپ ته هويت ورکوي او الماني فيلسوف هايدر Herder فرهنگ د معنوي، ادبي، هنري ارزښتونو د مجموعي په توگه پيږني.

فرهنگ، هغه څه چي د انسان دچلند او کړلو لارښوونه کوي او يا هغوي ته لوری ورکوي. هر څوک د باورونو، ارزښتونواو اخلاقو لرونکی دی او دا دري د فرهنگ مهمهي معنوي جوړونکي برخي دي. فرهنگونه له يو بل د ښه او بد په معيارونو نه جلا کيږي. “ ښه فرهنگ” “ بد فرهنگ” نه توجيه کيدونکي مفهومونه دي او “ بي فرهنگي” يو سپکونکي مفهوم دی. هر څوک او هرانسان په يوه فرهنگ کي لويږي او هيڅوک بي فرهنگه نه دي. فرهنگونه د زماني د غوښتنو او د انساني ارزښتونو په معيارونو سنجول کيږي او هغه فرهنگ او يا د فرهنگ هغه برخي چي د زماني او د انسان غوښتنو ته ځواب نشی ورکولاي بدلون او يا هم لغوه کولو ته ضرورت لري او د نه بدلون په صورت کي د پرمختگ په وړاندي په يو خنډ بدليږي او پيروانو ته يي د وخت او تاريخ بايلونکي ويل کيږي.

له بده مرغه دموږ په ټولنه کي د انسان په ځای فرهنگ او په تيره بيا د فرهنگ هغه برخي چي له انساني غوښتنو او زماني سره په ټکر دي د د ټولنيز چلندونو لارښوونه کوي. انسان د فرهنگ ، دودونو او اصولو له پاره نه دی، فرهنگ، اصول او دودونه د انسان له پاره دی. که انسان په فرهنگ کي لويږي او انسان د طبعيت په ځای د ټولني محصول دي، فرهنگ هم د انسان په وسيله او د انسان په شاوخوا مفهوم پيدا کوي او د انسان لاسته راوړنه ده او فرهنگ د انسان د ژوند کولو په چاپيريال کي را منځ ته کيږي او هغه څه چي له دي چاپيرياله د باندي وي فرهنگ نه دی. نه يوازي د فرهنگ، بلکي د هر ډول ټولنيزي پديدو، جوړښتونو او اړيکو په محور کي انسان دی. انسان تر ټولو مهم دی او هيڅ شی د انسان په اندازه نړيواله ځانگړتيا نه لري. د نژاد، قوم، دين، مذهب، ملت، هيواد... معيار گرزول انسان له خپل اصله بيگانه او انساني عام ارزښتونه پايمال کوي.

فرهنگ په خلا کي نه جوړيږي د فرهنگ د جوړولو ځای ټولنه ده او ټولنه د فرهنگ دا او هغه برخه په ټولنيز چلند او رفتار بدلوي. فرهنگ په هميشنۍ توگه د انسانانو له ورځنی ژوند سره په اړيکو کي دی او ددي اړيکو بدلون، وده او پرمختگ فرهنگ ته هم بدليدونکي ځانگړتيا ورکوي. ټولنه له انسانانو جوړه ده او جوړول، بدلول او پرمختگ يي هم د فرهنگي مړو اصولو په ځای د انسانانو چاره ده.

کله چي پوهه نه وي، غوښتني هم نه وي

“ نصيب”، “ قسمت” “ برخليک” ... د فرهنگ هغه معنوي برخي دي چي انسانان د موجود حالت منلو ته اړ باسي او يا هم بايد ورباندي “ قناعت” وکړي.

- ته ماشومه، همدا موټر پاکول به دي نصيت وي، ورباندي شکر وباسه.

- ته دولس کلني ماشومي، چي يوه شپيته کلن سړی ته ناسته يي او هره ورځ شکنجه او ځوريږي قلم به دي همدلته وهل شوی وي. راضي اوسه. شکايت مه کوه، شکايت د کورنۍ نوم بدوي.

- ته ځوانه، چي له زده کړي او کار کولو بي برخي يي قسمت به دي همدا وي، ور باندي قناعت وکړه.
خو زه، زه جنگ سالار، زه امير، زه وکيل، زه ملا، زه واکمن، زه پير، زه حضرت، زه دجهاد امير، زه د جهاد قوماندان ... نه په نصيب پسي گرزم او نه د قسمت او برخليک پروا لرم او نه مي قناعت او رضايت پولې پيږني. يو ميليون لرم، ولې لس ميليونه... نشي. پنځه کورونه لرم، ولې پنځلس کورونه و نه لرم. ددي موجود موټر په ځای ولې په وروستي مودل BMW ...کي سپور نشم. غواړم دا چور شوي او غلا شوي پيسي دوبۍ ته يوسم او هلته بيلدنگونه جوړکړم. زه په دي خوار وطن کي څه کوم، دا خوار وطن د ما قناعت او رضايت حاصلولې نشي، غواړم اروپا ته ولاړ شم، غواړم لوکس ژوند وکړم او هلته ښکلي کورونه او ښکلي موټرونه شته دي.

“ توده”

قسمت، نصيب... ټولنه له ځانه بيگانه او د پيښو او ناخوالو په وړاندي يي بي تفاوته کوي. دا ډارونکي مسله ده. پيښو اوستونزو ته د ځان سپارل او په خپله فکر او چاره نه کول يوه لويه ټولنيزه تباهي ده. دي حالت ټولنه بي شکله او بي وسه کړي ده او يو په بل پسي واک پالان او مستبدين په اساني ورباندي غلبه او حکومت کوي. دا د ټولني د بي وسي او بي شکلي پايله ده چي ټولنه په ځان کي وي او د ځان له پاره نه وي. د پيړيو په اوږدو کي استبداد او په تيره بيا ذهني استبداد هڅه کړي خلک په موجود حالت قناعت او رضايت ته راوبولې ترڅوغوښتني را پورته نه کړي، تر څو د خپل حق غوښتنه او د خپلي ارادي څرگندونه ونه کړي. دلته د خوارانو “ ناشکري” ته د “ خدای نافرماني” او د ثروتمندانو بي حده حرص ته د “ خداي رضايت” ويل کيږي. او همدا خواران دی چي له يوي خوا د خرافاتو په يرغمل بدليږي او له بلي خوا د دوي جهالت او احتياج د استبداد د ادامي لامل کيږي. خواران بايد هميشه د عاجزی، بی وسی او د بل لاس ته د کتلو په احساس ژوند وکړي، خواران بايد خواري، فساد، ظلم، استبداد د خپل برخليک په توگه ومني، تر څو د همدي ناخوالو په وړاندي غلي او بي تفاوته پاتي شی. همدا اوس اوس ټولنه څومره د ناخوالو او فساد په وړاندي بي تفاوته ده. رښتيا افغان ټولنه له يوي خوا د خواري او له بلي خوا د ناپوهي او جهالت له څومرو لويو ستونزو سره مخامخ دی. جگړه، فساد، خواري، بیکاري انکار نه منونکي واقعيتونه دي، خو ټولنه يي په وړاندي بي تفاوته پاتي کيږي. ځان يي برخليک ته سپارلی، څه چي کيږي، کيږي به او دا ديوې ژوندي ټولني ځانگړتيا نه دی.

“ په هغه ټولنه کي چي استبداد د برخليک په توگه منل شوی وي، مستبدين هم د خطر احساس نه کوي. دا خطر هغه وخت احساس کيږی چي خلک ددي فهم پيدا کړي چي استبداد د دوي برخليک نه دی” هگل

رښتيا دا څه ډول فرهنگ دی او دا څه ډول چلند دی؟ چي له يوي خوا ځانونه، البته په خبرو او څيرو کي له ټولې نړۍ پاک، د مقدساتو پيرو، اخلاقي ... بولې او له بلی خوا، البته په عمل کي، له ټولې نړي دلته زيات رشوت، زيات فساد، زياد جنسي تيری، زياد حرام، زياد وژل او زيات ظلم شته دي. دي حالت ته له رياکاري، اخلاقي انحطاط او حرص پرته بل څه نوم ورکول کيداي شي؟
د عدالت د وروستۍ مرجع غوښتني، د زور ژبه او په انساني کرامت د تيري کولو واوري:
“ که ته ۲۰ لکه هم قرضداره شې په دې مساله کې، شل لکو ته دې زۀ ولاړ يم، زۀ يې ورکوم. نور ته څه وايې، دا شل لکه افغانۍ يې هم ستا، او له دې نوک نه رانيولې تر دې تندي پورې درته طلا هم اخلمه."

“ "دښمني بي بي جانې محکمه نه شي ختمولى. ته نر مېړه وکړه هغه يې ختمولى شي چې ورته ووايي درکړې يې وه حکومت درنه واخيستله ته بيا زما مخې ته را نه شې او که مخې ته مې راغلې نو په دا سر دې ولمه...” (قاضي ظهور الدين)

" زۀ نه دومره مردار يم او نه له دومره مردارو نه پيسې اخلم. ما له چا پيسې نه دې اخيستې." (قاضی روحاني)

له بده مرغه په ټولنه کي دي ناخوالو ټولنيز کرکتر غوره کړي دی.

“ د شفافیت نړیوالې ډلې د چهارشنبې په ورځ په یوه راپور کې اعلان وکړ چې د فساد له نظره افغانستان، شمالي کوریا او سومالیا په ترتیب د نړۍ تر ټولو له فساده ډک هیوادونه دي.”

د تودي پوسيله د نويو غوښتنو را پورته کول، واکمنو او تيرايستونکو او د هغوي امتياذونو ته گواښ دی. دهمدي له پاره توده بايد ناپوه او په جهالت کي وساتل شي تر څو غوښتني را پورته نه کړي او دا قانع شوي او له ځانه بيگانه شوې “ توده” بيا او بيا د پرمختگ او دموکراسي په ضد ودرول شي او د استبداد او غولونکو مرسته وکړي. “ توده” بايد د استبداد د واکمني په صورت کي په تيره بيا له سياسته يوه بيگانه اوبي تفاوته توده پاتي شي او د پرمختگ او ازادي په صورت کي همدا “ توده” د استبداد په لښکر بدله شي او تر اوسه په توده کي هغه ټولنيز ذهنيت او امکانات خورا پياوړي دی چي نه يوازي دجگړي له لاري، بلکي د سوله ايزو انتخاباتو له لاري يو ځل بيا او بيا تور استبداد واکمن کاندي. په ايران کي خميني له همدي ذهنيته او امکاناتو په گټه اخستلو سره واکمنې غلا کړه او محمد مرسي هم د همدي ذهنيت په مرسته لگيا دی د مصر انقلاب غلا کړي.

د غمونو او ماتم فرهنگ

دلته د خوشحاليو په ځای د غمونو، د پيدا کيدو په ځای د ورکيدو، د ژوند په ځای د مرگ او د پيل په ځای د ختم لمانځنه کيږي. په کورنۍ کي د ماشوم پيدا کيدل شادي او مړينه غميزه ده او د موږ د شخصيتونو لمانځنه او ياد د شادي په ځای په غميزه پيل کيږي. مرگ تراژيدي ده او د هر چا مړينه يوه غميزه ده. د ما پوښتنه داده چي موږ ولې د ژوند په ځای د مرگ او وژلو لمانځنه کوو او ديوه شخصيت د زيږيدو په ځای د هغه مرگ او وژل تجليل کوو؟

کله کله ددي او هغه شخصيت وژلو ته حماسه ويل کيږي. که وژل حماسه وي، د هغوي عمل چي دا حماسه را منځ ته کوي څه ډول تعريف کيداي شي؟ مرگ او په تيره بيا د يوه لوی شخصيت مرگ د حماسې په ځاي غميزه ده او غميزه نه لمانځل کيږي. د لمانځلو په ځای د غميزي ختم کيږي. دلته په دنمارک کي يوه افغان ماته خبر را کړه، موږ سبا ختم کوو او ته راشه. ما ورته وويل، خير دي وي. ولې ختم کوي. هغه را ته وويل، خير دی، نوی کور مي اخيستی.

پرون که ډير ښه هم وي بيا نه راگرزي

د پرونيو لويو نومونو او لويو شخصيتونو او د هغوي د لاسته راوړنو لمانځنه کول د موږ تاريخي دنده ده او اجازه ور نه کړل شي چي د هغوي نومونه او د هغوي کارونه ترخاورو لاندي او هير شي. همدارنگه د تيرو لويو نومونه يادول . له هغوي زده کول او له هغوي نقل قول کول، د هغوي ستاينه کول يو ضرورت او ارزښمند کار دی، خو له دي سره سره که سړی په خپله د فکر کولو وړتيا و نه لري دا لوی نومونه هم د ډيرو وړو ستونزو په حل کولو کي مرسته نشي کولاي.

د پرونيو په تيره بيا د سياسي شخصيتونو ستاينه د ننيو د حقانيت د منبع په توگه کارول او خپل کار او فعالیت ته د پرونيو شخصيتونو پوسيله قانونيت ورکول، د ننيو د کمزوري په معني دی. شخصيتونه د خپل وخت محصول دي. نن نه يوازي عادي وگړي، بلکي ليکوالان، سياست کونکي او ډلې هم په پرون کي له خپلو اتلانو سره ژوند کوي او دا د نوي انديښني او د نوی تفکر خواري ده. ددي معني دا هم دي چي موږ د نن او سبا په ځای د پرون خلک يو او نه يوازي د پرون ستاينه کوو، بلکي خپلې هيلي مو هم له پرون سره تړلې دي. پرون که ډير ښه هم وي بيا نه راگرزي. په پرون کي پاتي کيدل د انساني شخصيت د ودي او د ټولنيز بلوغ د نفي کولو په معني دی.

فرهنگي يرغل

فرهنگونه له يو بله د هندوکش د غره پوسيله نه جلا کيږي. فرهنگونه يو په بل تاثير لري او “ خالص فرهنگ” د “ بي فرهنگي” په شان يو تش عبارت دی. د فرهنگونو تر منځ هميشه تبادله شته دی او يو بله ته په تيره بيا مثبت برخي انتقالوي او دا د فرهنگونو له ودي سره مرسته کوي، دا د پرمختگ لامل کيږي، دا له يو بل سره پوهاوی پياوړی کوي. همدارنگه د فرهنگونو تر منځ تبادله يو د بل په ارزښتونو پوهيدل دي، يو د بل له پوهي او تجربو خبريدل دي، دا د بشري ارزښتونو اهميت اوچتوي او د گډو ارزښتونو د منلو په لور حرکت گړندی کوي.

تکنولوژي چي د هري ورځي په تيريدو واکمن رول تر لاسه د فرهنگونو تر منځ اړيکي په بي ساري توگه نږدي او د هغوي تر منځ يي مبادله چټکه کړي ده. موږ د نړيوال کيدلو په دوران کي د فرهنگ په هکله خبري کوو، چيري چي قومونه تش عبارتونه دي او ملي پولې هم په ړنگيدو دي. دنيا د بل هر وخت په پرتله په گډو ارزښتونو را ټوليدو ته ضرورت لري او دا گډ ارزښتونه انساني ارزښتونه دي. همدادم نه يوازي فرهنگي ارزښتونه، بلکي سياسي، ټولنيز او ديني ارزښتونه هم د نړيوال کيدلو تر کلک فشار لاندي راغلي دي.

په افغاني مطبوعاتو کي کله کله د فرهنگي يرغل په هکله تاوده مطالب خپريږي. رښتيا دا فرهنگي يرغل څه او هدف يي څه دی؟

د فرهنگي يرغل هدف، د يوه فرهنگ کمزوري کول. د يوه فرهنگ د جوړونکو عناصرو له منځه وړل. د يوه فرهنگ سياسي کول. د يوه فرهنگ مذهبي کول... دي. د فرهنگي يرغل هدف د يوه فرهنگ د باورونو، د مادي او معنوي ارزښتونو، تاريخي او فرهنگي شتمنيو له منځه وړل او يا بي ارزښته کول دي. يا هم ټولنه له خپلو فرهنگي ارزښتونو بيگانه کول دي.

په تاريخ کي د فرهنگ له منځه وړلو او يا کمزوري کولو هڅه وي او شته دي. ډير وخت دا ډول هڅي له زور، تطميع کولو او تحميل کولو سره يو ځای وي. افغان فرهنگ همدا دم له بهرنی فرهنگي يرغل سره مخامخ دی. په ځانگړي توگه د ايراني او پاکستاني فرهنگي يرغلونو گواښ د کلکي انديښني وړ او جدي پاملرنه غواړي دا دواړه هيوادونه د مذهب پوسيلې سره افغاني فرهنگی ارزښتونه له منځه وړي او لدي لاري غواړي خپلي فرهنگي او ورسره سياسي هدفونه ترلاسه کړي. ددي دو هيوادونو د فرهنگي يرغلونو تر شا سياسي، اقتصادي، اجتماعي، جغرافيايي او پوځي گټي پرتې دي.

پاکستان نه یوازي د افغان ټولني فرهنگي ارزښتونه، بلکي ټولنيز، سياسي او ملي ارزښتونه هم بي باوره او ړنگوي. پاکستان غواړي له افغانانو ددي ارزښتونو په اخستلو سره افغانستان په يوه مړه ملت بدل کړي. پاکستان غواړي له افغانانو وطنپالنه او د وطن مينه واخلي. له بده مرغه پاکستان په بريالې توگه د مذهبي بنيادگرايي د وسيلي په کارولو سره په دي هکله لوي لاس ته راوړني لري.
هيچا، هيڅ استعمارگر، هيڅ يرغلگر... د پاکستان په اندازه نه افغانستان ړنگ کړی، نه يي د افغانستان اقتصادي او ټولنيزه زيربنا ويرانه کړي او نه يي افغانان توهین او سپک کړي دي. هيڅ څوک او هيڅ ځواک د پاکستان په شان د افغانستان امنيت او ثبات ته گواښ نه دی. ددي خبري هيرول د افغانستان هيرول دي. پاکستان د يوه منظم پلان له مخي غواړي په وژلو او ړنگولو برسيره له افغانانو پوهه زده کړه او عقل هم واخلي او د وزيرستان په شان يي منځنيو پيړيو ته يي په شا وروگرزوي. پاکستان په وزيرستان کي د مرگ بازار جوړکړی او د مرگ په بازار کي سودا په ژوند کيږي. د وزيرستان ټولنيزه انساني غميزه ثابتوي چي مذهبي بنيادگرايي د وطنپالني تر څنگ په نظر او عمل کي د انساني بلوغ او د پرمختگ دوښمن هم دی.

له وطن او وطن پالني سره ديوه ايراني بنيادگرا ملا خبري واوري:

“ وطن دوستی خیانت است. وطن چیز قراردادی است که ارزش اهدای جان را ندارد! همه کره زمین به اندازه یک انسان مؤمن ارزش ندارد... تلاش در راه حفظ وطن چیز کوچکی است که در بین حیوانات نیز مشاهده می شود” محمد تقی مصباح یزدی رییس مؤسسه آموزشی و پژوهشی امام خمینی.
خبرگزاری مهر.

دا د انسان او انسانيت تر ټولو بي رحمه او خطرناک دوښمنان دي. که دا دايناسوران، کوم چي د انسان په وينو پايږي که امکانات تر لاسه کړي چمتو دي په يوه شيبه کي د ميليونو انسانانو ژوند واخلي. د بشري وجدان او عقل ورځنۍ غوښتنه په ايران کي ددي شيطاني د واکمني ړنگول دي.

کورنی فرهنگي يرغل

دا هم فرهنگي يرغل دي چي يو حکومت، يوه اداره، يو تنظيم په ټولنه د خپلي خوښي فرهنگ تحميل کول غواړي. په تيرو کالنو کي د افغانستان په ځينو سيمو کي د فرهنگ په مذهبي کولو سره ډير فرهنگي ارزښتونه “ سانگي، نيزي وهل، ميلي کول، د پسرلې په وخت کي د لوبوکول، ډولونه وهل او اتڼونه کول، ښکارونه کول، جشنونه جوړول او خوشحالې کول...” له منځه ولاړل دا هم فرهنگي يرغل او دا هم په فرهنگ تيری دي.

لاندي د فرهنگي يرغل څو بيلگي چي د راديوگانو او سايتونو له لاري وخت په وخت خپري شوي دي:

“ ښاعلی ګلزار عالم وايي، نا پیژندل شویو کسانو له خوا په ټلیفون کی ګواښولی یم چی سندری ویل پریږدم.”

“تیرو ورځو کی د پښتو ژبی یو بل وتلی سندرغاړی ښاغلی هارون باچا ویلی ؤ چی سیمه ایزو طالبانو دې اړ کړم ترڅو په امریکا کې ژوند غوره کړم. طالبانو د ټلیفون، لیکونو او لیکلو پیغامونو له لارې ګواښولم تر څو له موسیقۍ څخه لاس په سر شم.”

“ له تېرو دوه مياشتو راهيسې د پېښور په باړه کې د ځايي طالب مشر منګل باغ لخوا سندر غاړو ته په بېلابېلو بڼو ګواښونه کېدل . د هغوى په وينا، په دغه لړۍ کې د ياد شوي طالب قوماندان لخوا څلور تنه پښتانه سندرغاړي تښتول شوي هم و، چې له نغدي جرمانې او توبې ويستو وروسته، بېرته پرېښودل شول.”

“ د افغانستان د ولسي سندرغاړي مرحوم بادام منور ځوى استاد رضوان منور، وويل چې ، دوى له ډېرې مودې راهيسې د خپلو پروګرامونو لپاره د پېښور ښار له مرکزي سيمو څخه پرته، بل ځاى ته نشول تلاى . استاد رضوان زياته کړه: په دې وروستيو کې په پېښور کې هم موسيقۍ سر وخوړ، هرڅه بند شول او هنرمندان له بدبختۍ سره مخ شول”

“ نوميالی وتلی هنرمندعالمزيب مجاهدچی خلک ئی د جانان په نوم پيژني دتښتوونکيودمنګولوڅخه لۀ راخلاصيدلووروسته دفن اؤهنر نړۍ سره مخه ښه کړې ده اؤويلي يې دي نوربه په ډرامواؤفلمونوکې کله هم کارونۀ کړي”

“ دپښتو ژبې نامتو سندرغاړې نازيه اقبال او خاونديې جاويد خان دسندرو او هنري صحنې څخه دلاس په سر کيدو اعلان کړيدى، ويل کېږي چې دواړو پريکړه کړې ده چې دوى به راتلونکې مياشت کې تبليغ ته ځي.”

“ په خوست کې ولې ډول مخ په غلې کېدو دى؟ ... د ورڅېرمه ولایتونو د اوسیدونکو په پرتله خوستیان شوخ او شوقیان بلل کیږي، د دوی په اړه ویل کیږي چې نژدې هره خوښي یې د ډول له غږ سره په اتڼونو لمانځلې ده. د دوی ځوانانو د خوښۍ په ځانګړو ورځو کې دغه کار تل په ډله ییز ډول کړی دی. په دې سیمه کې د ډول غږ یوازې د خوښیو تر مراسمو پورې محدود نه وو بلکې د کلیوالي چیغې ، حشر او نورو خبرتیاو پر مهال هم د خلکو د هڅولو او د پام راړولو په موخه اورول کېده. خو وروستیو څو دېرش کلنو جګړو، د دیني عالمانو تبلیغ او روان تاوتریخوالي ورو ورو د ډول او د موسیقۍ د نورو الاتو غږونه د ورکېدو تر کچې ټیټ کړل... په خوست کې داسې ولسوالي هم شته چې د وسله والو طالبانو د نفوذ له امله په کې موټر چلوونکي په موټرونو کې موسیقي له ډاره نه شي اورېدی.
د هېواد د یو شمېر نورو سیمو په څیر په خوست ښار کې هم د کسټونو او سي ډیو مرکزونه او هغه دوکانونه چې د کمپیوټرونو په واسطه یې ټلي فونونو ته سندرې لېږلې په څو ځله په بمونو الوزول شوي دي...”

“ د شفیق مرید کنسرت وروسته تر هغه لغوه شوه، چې د مجیب الرحمن په نامه یوه ملا دکنسرتونو جوړول د بد اخلاقۍ او فحشا خپرول و بلل.”

“ مقدس فرهنگي يرغل”

په ايران کي واکمن ملايان په نورو او په خپله په ايراني فرهنگ د خپلونظرياتو تحميل کولو او بريد ته

“ مقدس فرهنگي يرغل” وايي او دليل هم دادی چي دا “ الهي فرهنگ” دی. امام خميني چي ايرانيان ورته

“ دجال” وايي ددي “ مقدس فرهنگي يرغل” پيل کونکی دی. خمينی وايي:

“ اگر بخواهید مملکت تان یک مملکت صحیح باشد موسیقی را حذف کنید نترسید که از اینکه به شما بگویند کهنه پرست شده اید. باشد ما کهنه پرستیم... موسیقی خیانت است به یک مملکت و خیانت است به جوانهای ما این موسیقی را حذفش کنید” ،

واقعيت دادي چي نه موزيک غلی شو او نه هم سندري “ حذف” شوي، خو هغه فاشيستي اداره چي خميني جوړه کړي هرومرو حذف کيدونکي ده.

ملا، موزيک له منځه مه وړه، موزيک د ټولو ژبه ده.

سندري نه غلي کيږي او د موزيک غږ به هميشه اوچت وی.

ډول نه امريکايانو راوړی او نه په جاپان کي جوړ شوی. ډول د افغاني فرهنگ يوه نه جلاکيدونکي او تاريخي برخه ده. هنر، سندري او موزيک د انساني فرهنگ نه بيلدونکي برخي دي، کوم چي هيڅکله نه غلي کيږي او هيڅکله نه ورکيږي. په منځنيو پيړيو کي، کله چي په اروپا کي کليسا واکمنه وه موزيک او سندري ترگواښ لاندي وي او يو بي ضرورته او شيطاني عمل تعريف کيدو، خو نن په اروپا کي د اسقفانو په ځاي د هنر او موزيک اواز اوچت دی. هنر، موزیک، سندري د انسانانو، د فرهنگونو، مذهبونو ... تر منځ د اړيکو او پوهای پياوړي وسيلې دي. په هندوستان کي سينما، هنر، موزيک او سندری د هندوانو، مسلمانانو، بودا يانو، سيکانو... تر منځ تفاهم او پوهای را منځ ته کړی او د ملت جوړولو له کار سره ي يي مرسته کړي ده.

ټولنيز جنايت او
ټولنيزه بي رحمي

“ له هغه ځايه چي ټول انسانان برابر او خپلواک دی، هيڅوک حق نه لري چي د هغوي ژوند، سلامتي، ازادي او شتو ته يي ضرر ورسوي” جان لاک

دلته کالونه څومره اوږده، مياشتي څومره سختي او ورځي څومره درني دي. دلته انسان څومره بي ارزښته او په څومره اساني سره تحقير، توهين او سپکيږي، دلته له انسان سره په څومره بي پروایی چلند کيږي، دلته انسان ته څومره په ټيټه سترگه کتل کيږي. دلته په څومره اساني او بي پروايي د انسان بدن غړي او سرونه پري کيږي.

رښتيا دلته انسانان څومره ظالم او څومره بي رحمه شوي دي. دا انسانان دي چي په کندوز کي په جمعي توگه يو انسان په ډبرو وژني او په پروان کي په خوښي سره د يوه انسان د وژلو ننداره کوي. دا ليوان، گيډړان او او شغالان نه دي چي له انسان سره دا ډول سپک، بيرحمانه او ظالمانه چلند کوي. دا انسان دی چي له انسان په دومره وحشت او بي رحمي چلند کوي. انسان له دا ډول وحشت او بي رحمي سره دنيا ته نه راځي. چا او څه شی، دا انسانان دومره بي رحمه او دومره ظالم کړل؟

چيري چي انسان د يوې ډلې انسانانو پوسيله په ډبرو وژل کيږي، چيري چي انسانان د يوه انسان د وژلو ننداري ته را ټوليږي، انسانيت څه، اخلاق څه او زړسوی به څه وي؟ دا په ټولنه کي ښکاره د اخلاقي خلا او د زړسوی او رحم نشتوالی دي. دا عملونه ښيي چي دلته انسان څومره له خپله اصله بيگانه شوي دي.

دا هر وجدان ته ټکان ورکونکي ده چي د يوې ښځي په وژلو کي يوه ډله انسانان برخه اخلي. په بل عبارت يوه ډله انسانان په گډه جنايت کوي او دا په واقعيت کي ټولنيز جنايت، ټولنيزه بي رحمي اوټولنيز ظلم دی. ددي ډول چلند معني دادی چي دلته هر يو په پوتانشيل توگه يو وژونکی دی او يا هم وژلو ته چمتو دی. دا د راتلونکي له پاره تر ټولو بد اوله گواښه ډک سيگنال دی. دلته وژلو او جنايت کولو ټولنيزه ځانگړتيا پيدا کړي ده او هر هغه عمل او هر هغه چلند چي ټولنيزه بڼه غوره کوي د فرهنگ په يوه برخه بدليږي.

پوهان وايي، هغه څوک چي په خوښي د وژلو، اعدام کولو صحني گوري په باالقوه توگه خطرناک انسانان دي.

“ رخت سفیدی را به نشانه کفن برتنش کردند، او را بردند به یک میدان فوتبال، خلقی گرد هم آمدند. روحانی، دستور را خواند و یک پلیس که از اهالی همان محل بود، جلو آمد و دختر را که ۱۵ یا هم ۱۷ سال دارد، ۸۰ ضربه شلاق زد.”
د جاغوريو په ولسوالې کي د ملا په حکم يوي ماشومي نجلۍ ته اول کفن ور اغستل کيږي او بيا د خلکو په منځ کي په درو وهل کيږي. دا مظلومي نجلۍ، چي نه يوازي وهل کيږي، بلکي سپکيږي او په کرامت يي يو خشن او ضد انساني تيري کيږي او دا جاهلانه عمل به دا مظلومه نجلۍ د مرگ تر ورځي ځوروي.
کفن مړی ته وراغوستل کيږي. ژوندی نجلۍ ته د کفن وراغستلو مطلب څه کيداي شي؟

يو انسان هغه وخت د بل انسان په حالت ښه پوهيږي، چی فکر وکړي  په خپله د هغه په حالت کي دی. د يوه شل په حالت، سړی هغه وخت پوهيږي، فکر وکړي په خپله شل دی. په خپله ړوند دی. رښتيا، که د ما لاسونه او پشي بمونو وړي وايي او فلج شوی وایی، ژوند به مي څه ډول وو. که زه ړوند وایی، د خپلې شاوخوا او ددي دنيا په هکله به مي څه فکر کاوه...

هغه څوک چي بل انسان په ډبرو وژني فکر يي کړي، که په خپله په دي ډول حالت کي راشي څه ډول احساس به کوي او هغه څوک چي د انسان وژلو ننداره کوي، که په خپله له انسان اوانسانيت څخه د بيگانه جلاد کلاشينکوف ته د نجيبي په شان کښينول شي څه حالت به لري.

واي، په هغه ټولنه، چيري چي د انسان وژل د ننداري او ساعتري موضوع شي.

دا د پاندورا بکس بايد پرانستل شي

هغه فرهنگ چي پرمختگ حراموی، هغه فرهنگ کي چي د نويولاس ته راوړونو منلو ته چمتو نه وي، هغه فرهنگ چي د ښځو او ماشومانو په وړاندي خشونت ته قانونيت ورکوي. هغه فرهنگ چي انسان او د انسان په کرامت تيري کوي او هغه فرهنگ کي چي د علم او د عقل په ځای د نه بدليدونکو ذهنونو او تصوراتو، دگمونو، افسانو، پيريانو، ديبيانو... ستاينه کوي يو وروسته پاتي او استبدادي او ظالم فرهنگ دی.

دا فرهنگ بايد وسپړل شي او دا بکس بايد پرانيستل شي او وارزول شي. پرونيو موږ ته دا بکس تړلی را سپارلې. موږ يي نه بايد راتولونکو نسلونو ته همدا شان تړلی ور تسليم کړو. دا د پاندورو Pandora بکس بايد او بايد را وسپړل شي او دا د روشنفکرانو کار دی.

دنده دا دی چي د خشونت او وژلو عنصرونه په فرهنگي چلند يا “ ټولنيز چلند” بدل نشي. دنده دا ده چي د فرهنگ منفي ويشونکي، کرکه ايجاد کونکي، توهين کونکي، برتري غوښتونکي، ... ارزښتونه انتقاد شي. مثبت، يو ځايکونکي، باور جوړونکي، مسؤليت منونکي، زغم، زړه سوی، درناوی...ارزښتونو. ته وده ورکړل شي او د انسانانو تر منځ د برابري حس پياوړی شي. همدا ارزښتونه دي چي په ټولنه کي د ټولنيز شخصيت د جوړولو له چاري سره مرسته کولاي شی.

غوښتني، اړتياوي او فرهنگ

فرهنگ له هماغه پيله او بيا تر اوسه پوري هغه لاس ته راوړني دي چي انسان يي د غوښتنو، د هيلو او د اړتياو په اساس را منځ ته کوي. همدا دم ټولنه نوي غوښتنې او نوي اړتياوې لري، کوم چي د نوی او يا “ مدني فرهنگ” غواړي، هغه فرهنگ چي د برابري، ازادي او عدالت تر څنگ د وگړو تر منځ باور را منځ ته کړي. د خلکو حاکميت، دموکراسي او د قانون واکمني د همدي غوښتنو او د همدي اړتياو په بنياد ايجاد شوي انساني او فرهنگي لاس ته راوړني دی.

ټولنه له زور او له خشونته خالې فرهنگ ته ضرورت لري، ټولنه هغه فرهنگ غواړي چي له رياکاري، دروغو، تيرايستونو خالې وي او کوم چي د زور او جبر او ډار پوسيله نه وي ايجاد شوی، بدلون منونکی وي، د نويو استعدادونو په وړاندي انعطاف ولري، له انتقاد کولو ويره و نه لري، له تيروتنو او شک کولو و نه ډار شي، له تعصب او جهالت خلاص وي او د انديښني او ارادي د خپلواکي درناوی وکړي. ټولنه يوه فرهنگ ته ضرورت لري چي په انساني ارزښتونو ډډه لگوي او د انسان د حقونو او ازاديو او په ځانگړي توگه ښځه د انسان په توگه وپيږني او د هغې د انساني ارزښتونو اوکرامتونو ساتنه، رعايت او درناوی وکړي. ټولنه يوه فرهنگ ته ضرورت لري چي د خپلواکو شخصيتونو د روزني او پالني په کار کي مرسته وکړي، هر يو او هره يوه بايد شخصيت شي. د شخصيتونو خپلواکي د هغوي د ارادو او انديښنو په خپلواکي دی.
 

 ***

د دی لیکینی نوری برخی:

“موږ” او “ دوي”

 

- لومړی برخه ؛

- دویمه برخه

- درېمه برخه

- څلورمه برخه

- پنځمه برخه

- شپږمه برخه

- اومه برخه

- اتمه برخه

- نهمه برخه

- لسمه برخه

- یوولسمه برخه

-دولسمه برخه

- دیارلسمه برخه

- څوارلسمه برخه

- پنځلسمه برخه