رسیدن: 07.07.2012 ؛ نشر : 07.07.2012

دستگير روشنيالی

 

“ موږ”  او “ دوي” 

 

يولسمه برخه

 

د انديښي انقلاب

 

ته،  د سبا له پاره ځان چمتو کړه، که نه هرومرو به ځان په پرون کي پيدا کړي.

 

په افغانستان کي اصلي ستونزه سياست او اقتصاد نه دي، اصلي ستونزه د پوهي نشتوالی او واکمن استبداد او خشونت پالونکی فرهنگ دی.  په هغه ټولنه کي چي احساسات، عواطف، خشونت او توهين کول واکمن وي او له عقل او انديښي سره دوښمني کيږي،  په هغه ټولنه کي چي انسان او کرامت يي د عادت له مخي تر پښو لاندي کېږې، توهين کيږي او سپکيږي، په هغه ټولنه کي چي عدالت په زور او ثروت ، عزت په غلامي او پوهه په افسانو او خرافاتو کي وي،  په هغه ټولنه کي چي د انسان پزه، غوږونه، ژبه، گوتي ...پري کيږي او د نفرت اود وژلو ذهنيت د ماشومانو د سرونو د پريکولو تر کچي رسيلی وي؛  په هغه ټولنه کي چي د اخلاقو او مورالو خلا راغلي وي او کومه چي د دروغو، تيرايستلو، رياکاري... په وسيله ډکيږيِ  په هغه ټولنه کي چي نه يوازي نن او سبا، بلکي پرون او تاريخ هم د ايديولوژيکو پرنسيپونو،  قوم پالنو او گروپ پالنو يرغمل وي  د انديښي انقلاب يو ضرورت دی، کوم چي يو اوږد او يو تاريخي بدلون او حرکت به وي او دلته د انقلاب دنده انسان ته د انسانيت اوکرامت را گرزول دی.  نه يوازي په افغانستان کي، بلکي د انديښمني انقلاب په سيمه کي په ضرورت بدل شوی دی. د دنيا په هيڅ ځای کي ددي سيمي په اندازه له زده کړي، پوهي، علم، هنر، پرمختگ او د انسان له ازادي او نيکمرغي سره دوښمني نه کيږي. ددي له پاره هم دا انقلاب ضرورت دی چي موږ د ايديولوژيگانو له اسارته وژغوري. موږ وليدل، تجربه موکړل او وينو چي ايديولوژي څه ډول خپل پيروان يرغمل کوي او څه ډول د فکراو انديښي خپلواکي ورڅخه اخلي.

د انديښي انقلاب هميشه په حرکت اوهميشه په بدلون کي انقلاب دی. د انديښي انقلاب پيوسته، ارام او تدريجي انقلاب دی او همدا تدريجي حرکت او تدريجي بدلونونه دي چي په دواړو طبعيت او ټولنه کي د تکامل جوهر جوړوي او لوړې پايلي يي هم ژوند او پخپله انسان دی. دا انقلاب په انساني عقل اوفهم تکيه کوي او انديښنه  ددي دو په مرسته  د نويو واقعيتونو د ايجاد لاره پرانيزي، کوم چي پرون نه وو، نن شته دي اوکوم چي نن نشته،  سبا به وي.  د انديښي د انقلاب بنيادي ارزښت فردي ازادي ده او په همدي اساس په ټولنه که په تيره بيا دولتي ارگانونه د همدي ازادي په ساتلوکي اهميت پيدا کوي.  دا د انديښي انقلاب دی چي موږ له اوږده فکري او فرهنگي استعماره ژغورلی شي. د افغانستان بنيادي ستونزه فکري استعماردی.

 له نورو انقلابونو سره ددي انقلاب توپير په دي کي دی چي ويشونکی، ړنگونکی او انحصارکونکی نه دی.  له نورو انقلابونو سره يي توپير په دي کي دی چي ټولنه نه ويشي او خپل هدفونه د توري او ټوپک پوسيله نه ترلاسه کوي،  نه توفاني کيږي او ټولنيز ټکانونه، چي هر يو يي ټولنه په شا غورزوي نه را منځ ته کوي. دا انقلاب له فکرکولو مخکي عمل نه کوي. پرون اول عمل وو او بيا فکر.  په افغانستان کي انقلابونو په ويشلو،  ړنگولو برسيره هرڅه انحصارکول او هرڅه،  حتي زده کړي، تعليم وتربيه او فکرونويي هم انقلابي کول.

“ زموږ او تاسي لمړۍ دنده داده چي هرکوچنی وزيږي سملاسي په غوږ کي دا ورته وواياست، چي د طبقاتي مبارزي ماهير وي... د افغانی ټولني ځوان نسل د کارگري طبقي په علمي ايديولوژي سمبال کړي... تاسي ښوونکي او روزنکي بايد په ډيره جديت سره لوړې خلقي مفکوري عملي کړي.”

د انديښي انقلاب د انساني او ټولنيزي بيداري انقلاب دی او دا انقلاب ددي عملي امکانات را منځ ته کولاي شي د راتلونکو ټولنيزو بدلونونو په مرکز کي انسان وي او په ټولنه کي هره انديښنه د ځان څرگندولو زميني ولري او د ستونزو د حل کولو خپله تگلاري وړاندي کړي او د انتخاب حق به له ټولني سره وي. د انديښي انقلاب دنده تر هر څه د مخه له جهل او ناپوهي د ټولني ژغورل دي.  د انديښي د انقلاب دنده  د هرځانگړی وگړی د انديښنو، مهارتونو، ابتکارونو او نوښتونو ازادول دي.  موږ د سياسي انقلابونو په کولو نه يوازي هيواد يوې اوږدې جگړې ته ورته ټيله کړ،  نه يوازي مو د نورو او يا بل ډول انديښنو مخه نيوله، بلکي په ټولنه کي مو د دولت رول کمزوری او د ملت جوړولو چاره هم په ټپه ودروله،  همدارنگه په ټولنه کي هرڅه بي ځايه شول او يوه ړنگونکي ټولنيزه  بي ثباتي مسلطه شوه، کومه چي د بلې هرې بي ثباتي په پرتله له گواښونو او خطرونو ډکه ده.

د پيړيو پيړيو تجربي را ښيي چي يوه هوسا او يوه ارامه ټولنه په پندونو، نصيحتونو، وعظونو،  وعدو ورکولو...نه جوړيږي. په افغانستان کي له ديرش کاله زياته موده کيږي چي د جگړي د له منځه وړلو او د سولې د تامين له پاره نصيحتونو او وعظونه کيږي، خو په عمل کي نه جگړه بنديږي او نه هم سوله راځي.  په دي هکله د نورو تجربي مطالعه شي، هغوي څه ډول ورته ستونزي حل کړي دي او د نصيحتونو په ځاي عملي تدبيرونه ونيول شي.

د يوه هيواد پرمختگ او بدلون په ټولنيزو ــ سياسي جوړښتونو تکيه کوي او دا جوړښتونه په هرحالت کي د حرکت کولو او لوری پيدا کولو له پاره يوې انديښنې او يوه تفکر ته ضرورت لري او دا جوړښتونه په خپل وار سره  دنده لري دانسانانو د مهارتونو او استعدادونو د غوړولو او ودي له پاره پراخ او عملي امکانات را منځ ته کړي او دا کار لکه چي تجربي ښيي په يوه ټولنه کي د دموکراتيکو ارزښتونو واکمني کولاي شی. کوم چي د خلکو په اراده تکيه کوي اوکوم چي خپل ځواک له همدي ارادي ترلاسه کوي.  ترڅو په افغانستان کي دا ډول ارزښتونه واکمن نشي، د پرمختگ او هوسايني په لورهرډول هڅي، پلانونه او طرحی به په اوبولاهو شي.  پرون موږ  د “ انسان طراز نوين” په وعدو ورکولو سره يوځورونکي استبداد واکمن کړ.

“ ... قدرت سياسي را طوري بکار بريم که جامعه فيودالی پوسيده و گنديده بکلی از تهداب تغير کند و به جای ان يک دنيا نو، يک انسان نو و يک جامعه نو بر پا سازيم”

 

د انديښي ځواک په خپلواکي کي دی

 

د موږ ورځنی ژوند، د موږ ویل،  د موږ چلند او د موږ کول د انديښي ترتاثير لاندي تر سره کيږي او ژوند په هميشنی بدلون او هميشنی حرکت کي دی او انديښنه نشي کولاي د بدلونونو او پيښو په وړاندي بي توپيره پاتي شي، څه وشول،   څه کيږي او ولې کيږي؟  دي ډول پوښتنو ته ځواب يوه هميشه په بدلون او هميشه په حرکت کي انديښنه ورکولاي شي 

داندیښني معني له ذهنه گټه اخستل، د نويو مفهومونو را منځ ته کول او دمفهومونو او واقعيتونو ترمنځ د اړيکوايجاد کول دی. انديښنه کولاي شي نظريات واقعيت ته ورنږدي کړي او يا يي هم د عقل او تجربي په مرسته په واقعيت بدلې کړي. له انديښي کولو پرته په ذهن کي د موجودو مفهومونو او واقعيتونو ترمنځ اړيکي نه جوړيږي او همدلته دی چي د انديښي د خپلواکي ضرورت منځ ته راځي.  د پيروي او تقليد په صورت کي له انديښي شک او انتقاد اخستل کېږې، انديښنه اوعقل له يو بله جلا کيږي او انديښنه  د بدلون او ودی وړتيا له لاسه ورکوي او په نتيجه کي د زوال لاره وهي.  دکارت وايي:  “لپاره ددي چي د باور وړ انديښنه تر لاسه کړو، په هغي بايد شک وکړو”

کانت وايي: “ انسان هغه وخت بلوغ ته رسيږي چي په خپله ازادي او په خپل وجدان باور ولري” همدارنگه هغه وايي:   د تاريخ هدف د انسانانو د فطري استعدادونو د پالني د دنيا ايجاد دی. دا نيکمرغي او کمال فقط د انسان د عقلي فعاليت په نتيجه کي ترلاسه کېږې...” 

 

 

دا انديښنې دی چي دنيا بدلوي، نه تورې او ټوپکي

 

انسان د ازادي انديښي پوسيله د لويو او لويو ايجادونو او بدلونونولارښوونه کوي.  دا د ازادو انديښنو خاوندان دي چي موږ يي دي ځای ته را رسولوي يو او بشريت ته يي لوی او لوی خدمتونه کړي دی. که د دوی ايجاد کونکي اولاري پرانيستونکي انديښي نه واي موږ به اوس هم په غارونوکي ژوند کاوو.  د دنيا موجود پرمختگونه اولاس ته راوړنې ددي لويو انسانانو د انديښنو پايلي دي.

هو! دا لوي امپراطوران نه ،  لوی او لوی واکداران نه،  د لويو مټو خاوندان نه او جنگيالې هم نه ، دا لوي متفکرين اولوی فيلسوفان ...Voltaire, Kant, Locke, Montesquieu og Rousseau دي چي دنيا يي بدله کړې ده.  پرون په يونان کي د لوی اسکندر په ځای دا افلاطون، سقراط... وو چي د د نيا د بدلون لاره يي پرانستله او ورپسي بیا دا جان لاک، روسو، هگل، مارکس، دکارت،  کانت... وو چي په خپلو فکرونو يي اروپا او دنيا بدله کړه.  فرانسه  د امپراطورانو او پادشاهانو په ځای فلسوفانو بدله کړه او ددي هيواد انقلاب له متفکرينو پرته ممکين نه وو. ننۍ اروپا د هيتلر په ځای د کانت، هگل... د انگريزي امپراطورانو په ځای د جان لاک، د فرانسوي پادشاهانو په ځای د روسو اومونتيسکيو، ولتر... د نظرياتو پايله ده.

له هگل نه پوښتنه وشوه چي لري افقونه څه ډول ويني، هغه وويل “ زه لوی انسان نه يم، ولې د لويو انسانانو لکه دکارت او کانت په اوږو ولاړ يم او له همدي امله ډيرلري افقونه وينم”  دهند لوی هیواد ته خپلواکي د جنگونو او وسلو په ځای د گاندي انديښنو راوړه او نلسون مانديلا هم د اپارتايد سيستم د لښکرو او توري په ځای د تفکر او تدبير پوسيله بدل کړ.

 

نظريي او واقعيتونه

 

پرون موږ غوښتل ټولنه د موږ د نظرياتو سره سم حرکت وکړي او بدلون ومومي چي پايله همدا موجود هر اړخيز ناورين شو.  په واقعيت کي دا يو جاهلانه پرادوکس وو چي له يوي خوا موږ او د موږ “ دوران جوړونکي”  نظريي نه بدليدونکي وي، خو له بلي خوا د زور په وسيلي سره د نه بدليدونکي واقعيتونو د بدلون غوښتنه کيدله.  همدارنگه پرون موږ و نشوای کولاي چي بدليدونکی او نه بدليدونکي واقعيتونوله يوه بله جلا کړو او واقعيتونو د واقعيتونو په وسيله بدل کړو. نن هم له بده مرغه همدا ستونزه په خپل قوت پاتي ده . نن هم د واقع بيني، عقل او له واقعيتونو سره د خپلو نظريو د مطابقت ځاي له يوي خوا واقعيتونو ته د فرمان ورکولو او له بلي خوا له واقعيتونو تښتيدلو نيولی دی.

 

ټولنيز واقعيتونه د نظريو سيوری نه دي

 

څيړونکي او په تيره بيا هغوي چي په سياسي او ټولنيزو برخو کي څيړنه کوي په طبعي توگه له هميشه په حرکت او بدلون کي پديدو او مفهومونو سره سرو کار لري. د يوې سياسي يا ټولنيزي مسلې د څيړلو له پاره يا بايد نوي مفهومونه را منځ شي او يا هم د موجودو مفهومونو په مرسته دا کار تر سره شي.

له بده مرغه په افغان ټولنه کي ددواقعيتونو پيږندنه  د ليکوالانو، باسواد کسانو، سياست کونکو په منځ کي د قومي، ژبنيو، مذهبي ... دريځونو پياوړتيا او برتري غوښتنو په گونډوکړي او واقعيتونوته د منځنيو پيړيو د دیوالونو له شا کتل کيږي  اوهمدا دليل دي چي د يوځای کولوهيلې او اميدونه يو په بل پسي پاتي راځي او ټاکل شوي هدفونه ناکاميږي.

دا ډول ستونزه هغه وخت  په يوه جدي او د تشويش وړ ستونزه بدلېږي چي د يوه وگړي، يوه ليکوال او يوه سياست کونکی په ځاي يوعلمي ارگان ورته کار ته اقدام وکړي اوهميشه په حرکت کي ټولنيز واقعيتونه د خپلو نظريو تابع وگرزوي.  د “ علومو اکادمي”  دا ډول هڅه او هغه هم په يوه ټولنه کي، چيري ټولنيزه بي باوري او ويشونکي عنصرونه برلاسي دي دکلکي انديښي وړخبره ده.

د علم او د يوه علمي ارگان ځانگړتيا په دي کي دي چي واقعيتونه تحليل او وپيږني اوله هغو سره خپلو نظرياتو ته مطابقت ورکړي، نه دا چي واقعيتونه د خپلو نظريو په سوری بدل کړي.

 

توره او نظريي

 

“ اعتقادی که به زور به دست بیاید، ارزشی ندارد.”  ارسطو

 اعتقادونه او باورونه  نه  بايد جبري وي. جبر او زور د نظريو او باورونه ځانگړتيا نه دی.  هغه نظريي او هغه انديښي چي له زور او ټوپک سره تړل کېږې، د زور او ټوپک په لويدو خپل اهميت له لاسه ورکوي. پرون موږ خپلي نظريي له واک او ټوپک سره وتړلې، خوکله چي واک ولويد او ټوپک مات شو ورسره جوغت نظريي هم و لويدي. همدارنگه په کابل کي د طالب د واکمني په ړنگيدو سره په چټکه توگه د کابل او کابليانو څيري هم بدلې شوي.  هغوي چي د زور پوسيله خپلې نظريي خپروی او هغوي چي د تورو په څوکو او د ټوپکو په ميليونو خپلي نظريي انتقالوي هدف يي د واک او امتياذونو ترلاسه کول دي. 

 

فيلسوفان او امپراطوران

 

امپراطوران د نورو په ځمکو، د نورو په شتمنيو او د نورو په طلاو پسي ځي. دوي په وياړونو او افتخارونو پسي گرزي. دوي په قدرت او امتياذونو پسي ځي. دوي يرغلونه او بريدونه کوي. دوي د نورو مالکيتونه خرابوي. دوي د نورو تاريخي، مذهبي او فرهنگي لاس ته راوړنې له منځه وړي او د هغوي شتنمي غلا کوي.  د يوي ښي بيلگي په توگه،  Hannibal. Barkas  د “ روم دوښمن”  په ساړه ژمي او سختو یخنيو کي خپل لښکر د الپ له غرونو د روم په لورتيراوو، هانيبل په الپ غرونو کي 20000 کسان د واورو او يخني له امله له لاسه ورکړل او د پاتي لښکر مورال يي په دي خبرو: “ روم شتمن دی اوهلته شتمني ده” لوړساتل.  امپراطوران په ثروت او قدرت پسي ځي او فيلسوفان په تاريخ او بدلون پسي.

      ته ددي انتظار مه باسه چي يوه ډله انسانان به را ټول شي، جرگه به جوړه شي او نوي انديښنې به ايجاد کړي. ټول په فيلسوفان نه بدليږي ، ټولنه د عمل خلکو ته هم ضرورت لري.  د نوي انديښي او د نوی تفکر را منځ ته کول د تا کاردي. دا يوازي او يوازي د تا کار دی. دا د يوه کاردی. پرون همداسی وو. نن همداسي دی او سبا به هم همداسي وي. فلسفي فکرونه سره ددی چي جمعي معني اوعام مفهوم لری په عمل کي د يوه وگړي کاردی او د یوه وگړی د تفکر نتيجه ده.  فيلسوفان په جرگوکي نه انتخاب کېږې او نه د خلکو استاذي دي. دوي لښکری او پلتني هم نه لري. دوي د خپلو نظريو د خپرولو له پاره  جگړي، تورې او ټوپک ته هم ضرورت نه لري. د دوي وسيلې کتابونه، بحثونه، لکچرونه... دي.

 

دا د سياليو دنيا ده

 

موږ کولاي شو د موټر جلو ته کښينو،  موږ کولاي شو طيارو ته پرواز ورکړو. موږ کولاي شو په تيليفون خبرې وکړو. موږ کولاي شو فضا ته سفر وکړو. همدارنگه موږ کولاي شو په کمپيوترليکني وکړو او ورڅخه کار واخلو، خو موږ نشوکولاي هغه فکري ازادي او فکري خپلواکي چي د پورتنيو شيانو د را منځ ته کيدو پوهه يي ايجاد کړه ترلاسه کړو.

دموږ دنيا د سياليو دنيا ده او دا سيالې هغو وړي چي تر نوره زياته پوهه، زيات پرمختللي مهارتونه، او نوي او نوي ابتکارونه لري.  نوره دنيا د پوهي، استعدادونو، تخنيک او مهارتونو په بنياد په سيالې لگيا ده او مخ ته ځي او نوې او نوې لاس ته راوړنې لري. عرب هم له پخوانی حالت او د استبدادی دگمونو له اسارت ځان را باسي. د مصر جمهور ريس محمد مرسي وايي: "ملت منبع همه قدرت‌ها است و هیچ قدرتی بالای این قدرت وجود ندارد." بی. بی.سي.

خو موږ له يوې خوا د خپل قبيلوي فرهنگ، کوم چي همدا مهال يي خپل برخليک له مذهبي بنسټ پالني سره تړلی، له دايره  په راوتلو کي بي وسي ښيو او له بلې خوا د پرونيو باباگانو او رهبرانو د وير په تغرناست يو. کله کله  د زماني د واقعيتونو په خلاف د يوې خيالې ټولنې په هکله له يو بل سره په جگړه يو او اوس هم د پرون په شان په تيره بيا د ځوان نسل د نويو انديښنو، نويو مهارتونو، نويو ابتکارونو له کولوبي برخي ساتل کېږي.  دي ډول چلندونو د نسلونو انرژي، استعدادونو او مهارتونه ضايع کړي. همدا شان لسيزي تيري شوي او زماني تيري شوي، خو ځان مولا نه دی موندلی،  ځان مو نه دی پيږندلی، زه څوک يم او زه څه کولاي شم اوکله کله خو د څوک په ځای په شی بدل شو او د شی په څير را سره تلنه کېږي.

دا د هري لحظي د سياليو دنيا په کلکه غوښتنه کوي چي د ژوند په ټولو برخوکي نوي او نوي استعدادونو وروزل شي، استعدادونو ته وده ورکړل شي او بيا ورنه په سمه توگه گټه واخستل شي. افغانستان د استعدادونو د وژلو په ځاي، د عقل او انديښي د ځپلو په ځای،  د نجونو د مسموم کولو او ډارولو په ځای د استعدادونو د روزلو او ودي پراخي استراتژي ته ضرورت لري.

 

 د ځوان نسل ستونزي

 

ځوان نسل بی ساری ټولنيز او فکري ځواک لري، چي ډير وخت له هغه بي خبره پاتي کېږي. همدارنگه نه يوازي په لسيزو، بلکي په پيړيو پيړيو دا ځواک کله د قسمت او نصيب په نوم، کله د معجزو په تمه اوکله د پيشوا او امر په انتظار له منځه تللی او کله هم ددي اوهغه ايديولوژي له خوا په اسارت نيول شوی.  نه يوازي پرون ځوان نسل ددي او هغه، د چپ او ښی افراط ښکاراو وويشل شو،  استعدادونو او انرژي په جگړه، ړنگولو، سوزولو، مهاجرت کولو او وژلو تباه شوه.  نن هم  دځوان نسل ورته سرگرداني دوام لري.

که پرون د ما نسل د ايديولوژيکو او سياسي خطونو په بنياد په خلقي، پرچمي، شعله ای، اخواني... ويشل شوی وو. ځوان نسل د قوم، ژبي، مذهب، سيمی... په بنيادونو ويشل شوی دی او دا ويشونو که له يوي خوا په جدي توگه د افغانستان راتلونکي ته گواښ دی له بلي خوا د ځوان نسل تاريخي تيروتنه او فکري کمزوري هم ده.  که نن ځوان نسل د ما ناکامو او ړنگونکو ميراثونو ته د ملامتي گوته نيسي، راتلونکي نسلونه به همدا شان ننی ځوان نسل د قوم پالنې او په پرون کي د پاتي کيدوله امله سخت ملامت کړي.

دا د ننی ځوان نسل ځانگړتيا نه دی چي دهرچا په لومه کي تپ او د هغوي په لښکر بدل شي.  که ځوان نسل په دي تباه کونکو ويشونو او د جدایی په خطونو غلبه ونه کړي افغانستان به د پرونۍ چکوسلواکيا په ځای د پرونۍ يوگوسلاويا په دود وويشل کيږي او يو بی ساری ټولنيز مصيبت به را منځ ته شي.

ننی ځوان نسل د يوويشتمي پيړۍ نسل دی او يوويشتمه پيړۍ د يونيورسل ارزښتونو، د انساني ارزښتونو د بری پيړۍ ده او انساني ارزښتونه پښتون پال، تاجک پال، هزاره پال... نه دي.  یوویشتمه پيړۍ د ايديولوژيک او خيالې ديوالونو د ړنگيدو پيړۍ ده او د پيښو په ليدلو او څيړلو کي نسبيت او څوگونيتوب  اولويت پيدا کوي.  ويشونکو عناصرو ته د ځوان نسل وفاداري او ورگرزيدل د ټولنيزي پوهي او ملت پالني پاتي را تلل دي.

ځوان نسل له يوه بل  مشکل او پيچيلی پرادوکس سره مخامخ دی، له يوي خوا غواړي مدرن نسل وي اوله بلي خوا نشی کولاي له پرونيو عادتونواو دودونو ځان وژغوري.  همدا تضاد دی چي د ځوان نسل ورځ يي خرابه کړي او دي حالت دا نسل له دواړو فکري او د چلند له بي ثباتي سره مخامخ کړی دی.

د ټولنو د بيداري تاريخ د ځوان نسل او ځوانانو د بيداري تاريخ دی.  ځوانان نه بايد د هغه  تور پاڅون برخه وي چي هدف يي د استعدادونوگور ته سپارل دي، کوم چي نه غواړي جهالت او ناپوهي له لاسه ورکړي.  له بده مرغه کله کله هم د ځوان نسل را پورته کيدل هغه اور پاتي کېږي، کوم چي د دښتي په بوټوکي ولگيږي، کوم چي په چټکي سره خپور او په هماغه چټکي له منځه ولاړ شي.  همدا ډول حالت ددي لامل شوی چي په افغانستان کي بدلونونه موقتي وي او د پرمختگ په لورحرکت کمزوری او ماتيدونکی وي.

په ځوان نسل کی د استبداد او وروسته پاتي والې ضد فکرونه ژوره او تاريخي ريښه لري، خو ستونزه د هغه فکر په نشتوالی او يا هم په کلکه کمزوري کي دی چي د استبداد او وروسته پالی په ضد ددي نسل دهڅولارښوونه وکړي.  په افغانستان کي استبداد د فردي ځانگړتيا په ځای  پراخه ټولنيزه او فرهنگي ځانگړتيا لري. په ټولنه کي يو په بل پسي ټولنيزي او سياسي تراژيدیگاني د استبداد د موجوديت پايلي دي. دا او هغه مستبد له منځه ځي،  خواستبداد د پرون په شان په خپل ځای پاتي کيږي او په پيوسته توگه په مستبد پسي مستبد را وړاندي کوي.  په افغانستان کي د يوې ازادي او دموکراتيکي ټولني د ايجاد او استحکام اصلي ستونزه همدلته دی. د ځوان نسل دنده د مستبد په ځای د استبداد له منځه وړل او د هغو ارزښتونو بي واکه کول دي چي په ټولنه او هم په کورنۍ کي استبداد توجيه کوي.  په دي هکله ځوان نسل له تاريخي تجربو او په ځانگړي توگه له هغو تازه تجربو، چي تراوسه په تاريخ نه دي بدلې شوي ښه زده کړه کولاي شي او دا به ځوان نسل ته ددي امکان ورکړي چي خپله پيږنده او پوهه د زماني د غوښتنو او د سياسي ــ ټولنيزو تجربو سره په پيوند کي ترلاسه کړي او د افغانستان نږدي تجربي راښيي چي ازادي نه يوازي په استبداد کي، بلکي په هرج و مرج او انارشي کي هم پايمال کيږي.

ځوان نسل د نن او سبا ځواک دی اوهمدا نسل دی چي له زماني سره د گډي ژبي د پيدا کولو توان لري او ددي وس ترلاسه کولاي شي چي خپلي ستونزي په خپله د عقل، علم او تجربي په مرسته په خپل ابتکار حل کاندي. هغوي چي له زماني بيگانه کېږې، نه يوازي له زماني سره گډه ژبه پيدا کولاي نشي، بلکي د ستونزو په وړاندي د سر ټيټولو او يا هم د ژوندي بم په شان د ځان او دنورو د تباه کولولاره غوره کوي.

ځوان نسل د عملي بدلونونوغوښتونکي نسل دي او ددي وس لري چي يوه ښه ټولنه را منځ ته کړي او د ښې ټولني را منځ کول له ځوان نسل غواړي چي اول خپل ځان بدل کړي، نه یوازي ددی له پاره چي ځوانان دي،  بلکي ددی له پاره چي نن او راتلونکي د دا ډول بدلونونوغوښتنه کوي او ددی له پاره چي نور نه بايد ځان پالونکي، واک پالونکي او جهالت پالونکي د ځوان نسل له ځواک او انرژي په خپله گټه کار واخلي. دا د ځوان نسل ځانگړتيا نه دی چي په قيم او سرپرست پسي ولاړ شي ځوان نسل د ابتکارونو او نوښتونو نسل دی.

 

له ماجراجوي او مايوسي د ځوان نسل ژغورل

 

ځوان نسل ته په کار دی چي د ارادي او فکر، د هدفونو او وسيلو، د غوښتنو او امکاناتو ترمنځ  په انډول فکر وکړي. که دا کار ونشي پايله يي له يوي خوا ماجراجوي او له بلي خوا هم ناکامي او مايوسي وي.  په ټولنه کي په ماجرا غوښتونکو ځوانانو برسيره په زرگونو مايوسه شوي ځوانان هم شته دي. اوس دنده له دواړو ماجرا غوښتني او مايوسي د ځوان نسل ژغورل دي. طبعي ده چي د ځوانانو ماجراجوي او مايوسي ډيرلاملونه لري، خو دلته مطلب خيالی سياستونه اوغيرعملي سياسي تگلاري دي.  د افغانستان د تيرو دريو لسيزو تجربي هم په چپ او هم په ښی لوری کي را ښيي چي د ماجراجوي او مايوسي تر ټولولوی لامل خيالې، غيرعملي او افراطي غوښتني دي، کومي چي يوازي په يوه ايديولوژيک منطق توجيه کېږي.  د هغو سياسي نظريو او تيوريگانو د عملي کولو هڅي، چي يا يي وخت تير شوی وي او يا هم د اجرا کولو امکان يي نه وي په هرحالت کي ناورين را منځه ته کوي او پيروان يي يا د نوی افراط، ماجراجويي او يا هم د مايوسي او ناکامي لاري غوره کوي.  ټول د موږ په شان طالع نه لري، کار مو سوسياليزم ته کاوه او تقاعد له کپيتاليزم اخلو. هجاهدين هم بختور دی، کار يي اسلام ته کاوه، تقاعد له کفره اخلي، 

 

له انسان سره د عادت په ځای د عقل په بنياد چلند وشي.

 

کله چي په يوه ټولنه کي شيان، چلندونه او عملونه په عادت او دودونو بدليږي په کولوکي يي نه د انديښي او نه هم د عقل ضرورت شته دی او دا هغه څه دی چي د انسانانو د ذهني او فکري پرمختگ مخه نيسي. په افغانستان کي له انسان او د انسان له برخليک سره هم دعادت او دود په بنياد تلنه کېږي چي پايلي يي هره يوه ورځ ناورينونه دی. “ دا د موږ دود نه دی چي نجلۍ ښوونځی ولاړه شي” “ دا دموږ عادت نه دی چي انسان خپله اراده ولري”  همدا اوس داسي ښکاري چي د انسانانو د سرونو پري کول هم په عادت او د فرهنگ په يوې برخي بدل شي.  په هغه ټولنه کي، چيري چي انسانان او په تيره بيا ښځي د عادتونو، اصولو او دودونو په قرباني بدليږي نيکمرغي نه راځي.

په افغانستان کي کانت،  ولتر او مونتسکيو نه پيدا کېږي چي د توراستبداد، وژونکو دودونو او عادتونو او د هغوي د پايلو په هکله توضيح را کړي او د روشنگري په لور د ټولنې لارښوونه وکړي دا د ځوان نسل په اوږو پروت کاردی.  کانت،  د فکرکولو په ټولو برخو کي په روشنگري ټينگار کوي.

په دي کي شک نشته دی چي ټولنيزي ــ سياسي پيښي د انسانانو په فکرونو او انديښنو چټک،  پياوړي او ژور تاثير لري. په عربي نړۍ کي وروستيو سياسي او ټولنيزو پيښو د ميليونونو انسانانو فکرونه متاثير کړي دي.  خو ددي تر څنگ ټاکونکي داده چي څه ډول يو وگړي خپلې انديښي د دودونو، زړو او ناکامو فکرونو له اسارته ژغورلی شي او د خپلواکي انديښي لاره خپلوي. اوس د بل هر وخت په پرتله د انسانانو ذهنونو په چټکي سره بدلون مومي له دی جملي په افغانستان کي هم د ذهنونو بدلون د پخوا په پرتله څو ځله چټک شوی دی. په افغانستان کي انديښي او فکرونو هغه نه دي چي لس کاله پخوا وو او هيڅ کله افراطيت او په تيره بيا مذهبي افراطيت د نن په شان ترڅواړخيز او سخت فشارلاندي نه وو. همدا دليل دی چي موجودي افراطی ډلې  نه يوازي د کرکي او جهل، بلکي د ډار په بنياد هم عمل کوي.

 

ادب د سياست او واک مورلۍ نه ده

 

دا په ځوان نسل دی چي ادب د سياست او واک له اسارته را وباسي او ادب نه بايد د سياست وسيله شي.

ادب هم د سياست په شان په ټولنه کي عمل کوي او په ټولنه کي سياست خپل ځای، خپل رول او ادب خپل ځای او خپل رول لري.  پرون موږ او په تيره بيا انقلابي شاعرانو ادب د سياست او واک پوسيله بدل کړ او ورسره يي هڅه وکړه چي سياست هم په عاطفي اواحساساتي معيارونو وسنجول شي او ورسره احساساتي او عاطفي چلند وشي.

    د ژوند  ترخي او خوږي خواوي د اديبانو په تيره بيا د شاعرانو احساس او عواطف را پاوروي او بيا دا خيال دی چي ددي دو پالنه کوي، خو په سياست کي نه احساسات او نه هم عاطفه معيارونه شميرل کيږي. له پاره ددي چي د ادب خپلواکي تامين شي او سياست هم له احساساتو اوعواطفو وژغورل شي، اديبان او شاعران نه بايد د واکمنو او سياست په مورليو بدل شي. دا هم د يادولو وړ دی چي د سياسي او ټولنيزو پديدو پيچيلی حالت او پيچيلي ودي، کوم چي د شعرونو په ځای په تحليلونو او تفسيرونو کي توضيح کېږې  خلک د شعر په ځای په تحليل او تفسير پسي ځي..  

د انديښي ازادي، د تا ازادي. د انديښي خپلواکي، د تا خپلواکي.

***

د دی مقالی د پخوانی برخی لینګ:

- لومړی برخه

- دویمه برخه

- درېمه برخه

- څلورمه برخه
- پنځمه برخه

- شپږمه برخه

- اومه برخه

- اتمه برخه

- نهمه برخه

- لسمه برخه

- یوولسمه برخه