رسیدن به آسمایی:  21.12.2010 ؛ نشر در آسمایی: 22.12.2010

دستگير روشنيالی

 
“موږ” او “ دوي”
دوهمه برخه

عقل او تجربه


يوه وړه تيروتنه کولاي شي، يولوی توفان را وپاروي
 
عقل را ته وايي:  مه ډاريږه، ميړانه ولره، ځان چمتو کړه او خطرهم قبول کړه. ځان د غولونکو، ثروت ټولونکواو واک پالونکو له ولکي وژغوره، د څه له پاره راغلی يي چي جاهل او پيرو پاتي کېږې. ته هم د نورو په شان انسان يي، ته هم پوهه ترلاسه کولاي شي، ولې نه غواړي چي سترگي او غوږونه دي خلاص شي، لږ فکر وکړه اوځان په حقيقت پوه کړه،  حقيقت د يوه شی په سمه پيږندنه کي دی. که دنيا د انسانانو له پاره په تنگيدو دی د پوهي او انديښنې له اره په بي سارې توگه پراخه ده.  په ناجي او پيشوا پسي مه گرزه. “ خوارکی ملت چي په اتلانو پسي گرزي” برتولت برشت.
هغوي چي په پيشوا او ناجي پسي گرزي او ددي او هغه ايديولوژي پيرو پاتي کېږې په داوطلبانه توگه خپله خپلواکي له لاسه ورکوي او ځان د يوه نابالغ انسان سطحي را ټيټوي. که ته په پي
شوا پسي گرزي، پيشوا په خپل وارپه نابالغو، پيرو، تقليد کونکو، بي مغزو او بي فکروانسانانو پسي گرزي او پيشوا به هرومرو له يوي ايديولوژي سره راځي، ترڅود هغه واکمني ته قانونيت ورکړي. دا د پيشوا او پيشواگانو د کار پايلي دي چي خلک د ټولنيزو ستونزو له حل کولو بيگانه شوي دي.
کله چي مو په ټولنه کي سياسي ازادي ومنله اوکله چي مودا اصل قبول کړ چي حاکميت د خلکو چاره ده او د ټولنې هراوسيدونکی حق لري د واک او سياست په کارکي گډون کولاي شي د پيشوا، ناجي او بابا... د راتگ ضرورت څه شی دی. د موږ په دوران کي اتلان، پيشواگان، ناجيان، قهرمانان، اميران ... د ټولني د لارښونې او د ستونزو په حل کولوکي  سخت بي وسه، سخت ستومانه او په مرگ ستړي شوي دي. هغوي ته يوازي د زوراو تيرايستلو وسيلې ورپاتي دي. هغه ته چي “ لوی” “ کبیر”  “ امير” ...وويل شو، ټولني ته يې څه ورکړل اوله ځان سره يې څه وکړل؟  په دي برسيره دي “ لويانو”،  هغوي ته چي په دوي پسي ولاړل، د دوي پيروي يې وکړه، د دوی په نوم زنداني شول،  د دوي په نوم شکنجه شول، د دوي په نوم وځورول او ووژل شول څه ورکړل؟  اوس د هروگړی د خپلواکي او په خپلو پشو د دريدلو وخت دی او په اوسني وخت کي يوه ايديولوژي هم د پيروي کولو وړتيا نه لري. ايديولوژيگاني هم په بشپړه توگه د ستونزو په پيږندنه اوحل کولوکي پاتي راغلي دي.  ته په ځان باور پيدا کړه،  ته له خپله فهم اوله خپله عقل څخه کار واخله. هغه څه چي ته يې نه لري د عقل په کاراچولو کي د تا “ ميړانه” ده.  “ ته د خپل فهم په کار اچولوکي ميړانه ولره” کانت
ته يوازي يو بيولوژيک موجود نه يی، ته ترهرڅه د مخه د ټولنيزو او فکري اړيکو مجموعه يی او ته په خيالونو او باورونو کي ژوند نه کوي، ته د يوه ژوندي اوعاقل واقعيت په توگه په خپله شخصيت شه. ته په خپله را پورته شه.  ته په خپله مخته شه. ته هم د يوه انسان په توگه کولاي شی د خپلواکي انديښنې په درلودلو سره د روښنتيا او تاريکي، د پرمختگ او وروسته پاتي والی،  دپوهي او جهالت ترمنځ په جگړه کي برخه واخلي او هرومرو برخه واخله. بي فکري، بي توپيري او ذهني ټمبلي بي له شکه له تاريکي او جهالت سره د مرستي کولو په معني دی. ته په فکرکولو سره کولاي شي ډيرو پوښتنو ته ځواب پيدا کړي او تراوسه ډيرو پوښتنو ته ځواب نه دي ورکړل شوی.  ژوند هره ورځ نوې او نوې پوښتنې را منځ ته کوي او ژوند د هري ورځي په تيريدو نوي معني اونوی مفهوم پيدا کوي. هغه څه چي تا فکرکولو ته هڅوي شک او ترديد دي. شک او ترديد د علم، پيږندني او د پرمختگ محرکه قوه ده:  ايا دا وسيله يا وسيلې ما هدف ته رسولی شي؟  ايا ددي عمل ترسره کول سم کاردی.؟ ايا موجود حالت بدليداي شي؟...
 
 زور حق دی
له دي مه ډاريږه چي غلطی وکړي. له غلطي هغوي ډاريږي چي ځانونه پوره بولې او فکرکوي چي تيروتني نه کوي اوغواړي د دوي خبري د نورو په لارښود بدلې شي. ته پوهيږي چي دا ډول وگړي نه يوازي د بل هرچا په پرتله بدي او وژونکي تيروتني کوي، بلکي دي ډول وگړو تراوسه ددي پوهه او استعداد ندي ترلاسه کړي چي خپلې تيروتني درک او وپيږني او دا ميړانه هم نه لري چي په هغوي اعتراف وکړي. په حقيقت کي دا دمنځنيو پيړو په دود د ناپوهانو ځانگړتياوي دي، کوم چي به نيغي غاړي گرزيدل او ځانونه يې پوره بلل. دا په اصطلاح پوره او بي خطا وگړي فکرکوي، دوي داسي څه نه دي کړي چي له امله يې بخښنه وغواړي. کله چي بخښنه نه وي، معني يې دادی چي هيڅ نه دي شوي او په بل عبارت زوروران د بخښني غوښتلو ضرورت نلري، ځکه چي زور حق دي اوهرهغه څه چي زورور يې کوي حق دی.
رښتيا، رښتيا په افغانستان کي څه شوي دي چي دا او هغه رهبر، دا اوهغه ريس جمهور، دا او هغه امير، دا او هغه قوماندان... يې له امله بخښنه وغواړي؟  که څه شوي هم وي پيريانو به کړي وي. په افغاني سياسي فرهنگ کي “ مسؤليت” نشته دی.دلته يوازي “ قدرت اوصلاحيت” دی. په هرهغه فرهنگ کي چي له يوي خوا په پيروي او له بلي خوا په فرمان ورکولو ولاړ وي، مسؤليت يو بي معني مفهوم دی.
غلطی حتمي ده او که غلطي نه وايي، نو “ سم”  او “ صيحيح” هم مفهوم نه درلود. دا غلطی ده او دا اشتباه ده چي “ سم” او “ صحيح” ته معني ورکوي او دا دوه پخپله نسبي مفهومونه دي. مړي غلطی او اشتباه نه کوي.
 ته بايد د خپلو تيروتنو او غلطيو د پيږندلو، د خپلو تيروتنود منلو او په هغو د اعتراف کولو ميړانه او شهامت ولري. ته هيڅکله هم ددي دعوه مه کوه چي خطا نه کوي او په هرڅه پوهيږي  دا ډول دعوه کول د يوه شخ، د يوه نيغ، د يوه نه بدليدونکي اوله پوهي د بي برخي وگړی ځانگړتيا ده. ته په هميشنې توگه انتقاد کونکی او انتقاد منونکی اوسه. انتقاد کولاي شي د تا د ذهن تاريکي خواوي روښانه کاندي. انتقاد کولاي شي تا حقيقت پيږندني ته ورلنډ کړي  انتقاد تا ته ددي امکان درکوي چي په خپلو ذهني  نيمگړتياو پوه شی او تيروتني اوخطاگاني دي کمي شي. ته بيا، بيا او بيا فکر وکړه اوله فکرکولو سره ځان عادت کړه.  ته د يوه انسان په توگه هرومروکولاي شي نوې انديښنې او نوي فکرونه ايجاد کړي. دا ډول يو حالت له تا غواړي،  خپل ذهن، خپل تفکر او خپله انديښنه د دگمونو او د نورو له انحصار څخه را وباسي او د خپلواکي انديښني خاوند شي. د انديښني خپلواکي به له تا سره مرسته وکړي چي د يوې مسلي په هکله سيستماتيک فکر وکړي، له جزڅخه د کل په لور ولاړشي، دمسلې ټولې خواوي مطالعه کړي اودا به نه يوازي په واقعيت پيږندولو کي د تا کاراسانه کړي، بلکي د يوه معقول اقدام په لوربه د تا لارښوونه هم وکړي. په دي هم پوه شه چي هيڅوک او هيڅ شی د تا د خپلواکي انديښني مخه نشي نيولاي. که ته دا کاروکړاي شي د يوه خپلواک وگړی په توگه به په ټولنه کي را څرگند شي. دا انديښنه او د خپلواکي انديښني ځواک دی چي دنيا تردی ځايه رارسيدلی ده. ايجاد له انديښنې سره تړلی دی او پرمختگ د لوړو تعميرونو په ځای په خپلواکو انديښنوکي دي.
عقل راته وايي، ته ترهرڅه د مخه هڅه وکړه چي خپل ځان، خپل توان او خپل وس وپيږني او د ځان پيږندني له پاره دي پوښتنو ته ځواب ورکړه:  زه په کوم دوران کي ژوند کوم او ددي دوران غوښتني څه دي؟  ددي دوران د پرمختگ لوری کوم دی او د کومو ارزښتونو په بنياد حرکت کوي؟ زه څه ډول کولاي شم، له دي نړۍ سره چي په هره لحظ کي بدليږي ځان عيار کړم. زه څه کولاي شم اوڅه کول ممکين دي؟
 ته هغه بار ته مټ مه ورکوه چي جگولی يی نشي.  ته ځان له هغه څه چي يی لوی او لوړمه بوله. دا ډول چلند تا دروغوو، تيرايستلو او غورولو کولو ته هڅوي. ددي ډول چلند ترټولو ښه او څرگنده بيلگه احمدي نژاد دي. دا وړ وگړی په حقيقت کي د دروغ ويلو، تيرايستلو اوغوروکولو يوترکيب دی.  په ايران کي وړو واکمنو د خپلې بي وسي د پټولو اود ميليونونو ايرانيانو د غولولو په خاطر خپله واکمنې د “ امام زمان”  محمد ابن الحسن العسکری نيابت بولې.د وړو وگړو ځانگړتيا په دی کي دی چي په خپل کارکي د استعداد، مهارت، پوهي او تدبير په ځای  له زور،  تيرايستلواو دروغوکار اخلي.
پام دي وي چي د دندي په وړاندي کمزوري به تا له بي وسي او رسوايی سره مخامخ کړي. د افغانستان تاريخ د داډول چلند ډيري څرگندې بيلگي چي له ماتو او رسوايگانو سره مل دي ثبت کړي.  د ستونزو په حل کولوکی اول شرط د ځان د توان او د ځان د امکاناتو پيږندنه ده. ته خو پوهيږي چي افغانستان له رنگارنگ ستونزو سره لاس په گريوان دی. له دي ستونزو يوه لويه ستونزه د وگړو او د هغوي د دندو ترمنځ د تناسب نشتوالی دی. واړه وگړي نه په خپله د ورسپارلې دندي د اجرا کولو توان او وس لري او نه  يې نورو ته پريږدي. همدا دم ته ورته گوري چي دا ډول وگړی او دا ډول وگړي نه يوازي د دندو په سرته رسولوکي بشپړه بي وسي ښيي، بلکي خپلو حرکتونو، خپلو مقصدونو اوخپلو پلانونو ته د مفهوم او معني ورکولو په کارکي هم پاتي راغلي دي. ددي ډول حالت معني دا هم دی چي دلته لويی  غوښتنې او لوی اولوی بدلونونه د کمزورو واکمنو په وجود کي عملي کيږې. همدا اوس له بده مرغه د موجودي واکمني او د هغي د دندو ترمنځ يوه حيرانونکي ژوره بي انډولې شته دی. همدارنگه د دندو او مسؤليتونو په وړاندي کمزوري او بي وسي، وگړي په تيره بيا په اصطلاح رهبران دي اړباسي چي کله خپلي مټي او غاښونه وښيي او کله هم د تيرايستلو په منظور ځانونه د لويو او عجيبو رسالتونو “ انقلابي رسالت، تاريخي رسالت، قومي رسالت، مذهبي رسالت... او عجيبو ماموريتونو! ترسره کونکي معرفې کړي.
عقل را ته وايي،ته په تيره بيا ټولنيزې او سياسي ستونزې مه ساده کوه او ساده چلند ورسره مه کوه. له دا ډول ستونزوهيڅکله ساده مه تيريږه. د پيښو او ستونزو ساده کول له علم څخه پخوانی چلند دی. دا يو قبيلوي او ناورين راوړونکی چلند دی. هغه وخت چي ټولنې د خپلو ستونزولاملونه نشواي پيدا کولاي په طبعي توگه يی د ساده کولو او د تقديرلاره نيوله. همدا شان ساده کول د بي فکري او ناپوهي پايله ده. ته ستونزي په خپل طبعي حالت کي هم مه پريږده او په ټولنيز ژوند کي په “ طبعي تکامل” ډيرحساب مه کوه. په دي کارکي په “جوړولو” او په “ ارادي عامل” تکيه وکړه. دا گمان مه کوه او په دي خيال مه اوسه چي ټولنه به په خپله له موجود حالت څخه راووزي. وگوره او مطالعه وکړه،  نورله دي ډول حالت څخه څه ډول او د کومو ارزښتونو په بنياد او دکومو تدبيرونو په نيولو راوتلي او د پرمختگ لاره يې نيولې ده. ته هميشه هڅه وکړه،  د یوې مسلې په هکله ستا فکرد همدي مسلې له واقعيت سره څومره اړخ لگوي. ته پوهيږي چي په اوسنی دوران کي ټولنيز حالت خورا پيچيلی او په خورا چټکي سره بدلېږي. نړۍ د هري ورځي په تيريدو وړه کېږې، هيوادونه او ټولني له يو بل سره نژدي کېږي. دي حالت نوي پوښتني او نوي چلينجونو را منځ ته کړي اوکله کله خوهغه څه کېږې چي هيڅوک يې انتظارنه کوي.
 
ټولنيزه بي ثباتي
 په هغه ټولنه کي چي جگړه وي، ټولنيزه بي ثباتي واکمنه وي،  ټولنيز بندونه شليدلې وي، څوگوني بي باوري مسلطه وي او ټولنيزگروپونه د قوم، مذهب، سمت، ژبي ... په بنياد يو بل ته د شک په سترگه گوري او له يو بل  څخه ډاريږي  يوه وړه پيښه هم کولاي شي يولوی توفان را وپاروي. همدا شان يوه وړه تيروتنه او يو وړناسنجول شوی کار کولاي شي په يوه لوی ناورين بدل شي. په دي ډول حالت کي نه بايد له ساده کولوکار واخستل شي او نه بايد ساده چلند وشي. ددي ډول حالت د ښه توضيح کولوله پاره به يو مثال درته ووايم. ته په ډيرکم زور او په ډيره اسانې سره کولاي شي د غره له سره يوي ډبري ته حرکت ورکړي، خو کله چي ډبره خپل حرکت پيل کړي له ځان سره په لسگونو اويا ممکين په سلگونو ډبري په حرکت راولې او ته که هغه اولنی زور زرځله هم زيات کړی په حرکت راغلې ډبره او ورسره د پيل شوی توفان مخه نشي نيولاي. ته يوازي يوڅه کولاي شی ووايي، دا مي څه وکړو او ددي توفان مخه به څوک نيسي. په حقيقت کي دا يو ناسنجول شوی او يا هم هوسانه عمل دی دا عمل را ښيي چي ته نه يوازي ديوه حرکت په هکله، بلکي د هغه د پايلو په هکله هم بايد فکر وکړي. 
ورته گوره، په افغانستان کي په څومره اساني ستونزي سياسي کېږې او بيا په څومره چټکي سره پيښو او رويدادونوته قومي او مذهبي بڼه ورکول کېږې، کومه چي د قومونو ترمنځ موجوده بي باوري د يو او بل څخه د کرکي کولو په لوربيايي..
 
راتلونکو نسلونو ته د ستاينو په ځای د خپلو تيروتنو په هکله ووايه
تجربه را ته وايي، ته راتلونکي نسلونو ته د ډيرو نيمگړتياو او اشتباهاتو په هکله مصونيت ورکولاي شي او دا به لوی تاريخي کاروي. ته راتلونکو نسلونو ته د خپلو نيمگړتياو، خپلوتيروتنو او خپلواشتباهاتو په هکله ووايه او نه يوازي د اشتباهاتو او تيروتنو په هکله، بلکي د هغوي د لاملونو په هکله هم راتلونکو نسلونو ته توضيحات ورکړه او ورته ووايه:
ما پرون د ساده خيالونو او د ايديولوژيکي ارمانونو په بنياد د اتلوليو، وياړونو او حماسو په ځای لوی لوی تاريخي حماقتونه ايجاد کړې دي.  مخکي تردي چي پوه شم انقلاب څه او پايلي يې څه دي، انقلابي شوم.  مخکي له دي چي پوه شم سياست څه او سياست کول څه دی ، سياسي شوم. په سياسي ډگرکي هم ما د “ موږ” او “ دوي” د ويشونکی پرنسيپ په پيروي ددي فهم پيدا نکړ چي د سيالې، رقابت، مخالفت او دښمنې ترمنځ پولې له يو بل څخه تشخيص کړم، له ټولو سره مي د دوښمني په دود چلند وکړ او بي له دي چي پوه شم سيال مي څوک دی، مخالف مي څوک دي او دوښمن مي څوک دي، ټول مي په دښمني و نيول. پداسي حال کي چي د سياست په ډگرکي سيالې او مخالفت د سياست او سياست کولو محرکه قوه ده او مخالفين د يو بل د نابود کولو په ځای يو بل ته سخت ضرورت لري. مخکي له دي چي پوه شم حکومت څه او حکومت کول څه  دي، حاکم شوم. مخکي له دي چي پوه شم رهبري او رهبريت څه شی دي، رهبر شوم، امير شوم، ريس جمهور شوم او په هرانقلاب ! هره کودتا، هره بلوا، هره جگړه او په هرپاڅون مي ټولنه د پرمختگ په ځای  کلنو، کلنو په شا وغورزوله.
سره ددي چي ما د ازادې او خپلواکي له پاره پاڅونونه او جنگونه کړي او قرباني مي ورکړې،  خوله پاڅونونو او جگړو وروسته مي غاړي ته د غلام کيدلو نوی طوق را لويدلی او د خپل برخليک په ټاکلوکي ازاد او خپلواک نه يم پريښودل شوي او کله کله خومي په خپل لاس خپلې غاړې ته طوق اچولی دی او دا د ما ترټولولويه فرهنگي او تاريخي کمزوری ده.  نن يوځل بيا د جاهلانه هوسونو په بنياد د عقل او استعداد په ترور کولو لگيا یم، غواړم د استعدادونو گورستان جوړکړم او غواړم ټولنه منځنيو پيړيو ته په شا وروگرزوم. د ښوونځيو په سوزولو، د ښوونکو په وژلو او له ماشومانو د زده کړی دحق په اخستلو سره د جهالت په مدافع بدل شوی يم او د سرکونو، کلينکونو... په ړنگولو سره د وروسته پاتي والې په سنگر کي دريدلې يم. زه د همدا ډول کارونو ستاينه کوم او خپل وياړاو اتلولې يي بولم. که په لنډه درته ووايم، زه د بدلون او د تحول په ځای د جهالت اود وروستي والی ساتنه کوم . تاريخ او راتلونکي نسلونه حق لري ما اود ما نسل د انقلابونو، بلواگانو، جگړو، کودتاگانو، وژنو د  خشونت او د حماقت د نسل په نوم ياد کړي.
تجربه را ته وايي،  ته راتلونکی نسلونو ته دا هم په څرگنده ووايه چي د سياست قومي کول، د سياست مذهبي کول او د سیاست ايديولوژيکي کول ټولني ته څومره وژونکي اوڅومره تباه کونکي پايلې لري. دا هم ورته ووايه چي دلته په ښکاره هغو ماجراجويگانو، بلواگانو، کودتاگانو او پاڅونونو ته چي له ناورينونو پرته يې بله پايله نه درلوده د “ تاريخي ضرورت” ، “ تاريخي ماموريت” نوم ورکړل شوی. همدا شان دلته  وژل په تيره بيا جمعي وژل  “ جشنونه” او د “ خدای حکمونه” نومول شوي دي. ته هغوی ته په دي هکله ښکاره خبري وکړه،  ترڅو هغوي ددي پيښو په ماهيت پوه شي، ترڅوهغوي د دي ډول اشتباهاتو له تکرار څخه ډډه وکړي. که ته دا کار ونه کړي راتلونکي نسلونه به هرومرود همدي اويادي ته د ورته اشتباهاتو له تکرار سره مخامخ شي. پرونيو د خپلو نيمگړتياو، د خپلو تيروتنو او اشتباهاتو په هکله موږ ته څه نه دي پريشي او په طبعي توگه د اوسنيو ناخوالو د دروند پيټی لويه برخه د هغوي په اوږو پرته ده.
تجربه راته وايی، ته په پرون کي ځان مه زنداني کوه. نن او سبا ته د پرون په شان مه گوره. پرون، پرون دی اودا هغه څه دی، چي هيڅکله نه بدلېږې او هيڅوک يې نشي بدلولاي. ته له هغه زده او عبرت واخله. ته خپل تاريخ په خپله وليکه او دا کاربه د راتلونکو نسلونوکاراسانه کړي. تاريخ يوازي ددي له پاره نه ليکل کېږې چي ښه او بد سره جلا اوهريو په خپل ځاي وي، تاريخ ددي له پاره هم ليکل کېږې چي د را تلونکي لارې له روښانه کولو سره مرسته وکړي او له هغو تيروتنو او ناخوالو ډډه وشي چي ټولنه کلنو کلنو شا ته غورزولی شي. د افغانستان د وروستيو سلو کلنو تاريخ د پرمختگ او راتلونکي د بايللو تاريخ دی او د هغوي د بايللو تاريخ دی چي د هوسايني او پرمختگ غوښتنه کوي. تراوسه هم هغه ځواکونه او هغه امکانات خورا پياوړي دي چي يو ځل بيا راتلونکي او پرمختگ ته ماتي ورکړي. په ځانگړي توگه د ورستيو دريولسيزو تاريخ راتلونکو نسلونو ته ډيراو با ارزښته درسونه ورکولاي شي. 
 
د ټولنيزو ستونزو حل ته قطعي ځواب نه پيدا کېږې
  تجربه را ته وایی، ته په تيره بيا په ټولنيزو چارو کي هيڅکله د احساس اوهوس په بنياد عمل مه کوه. دا ډول عمل نه يوازي يو عقلانه عمل نه دي، بلکي ډيري بدي پايلي هم لري. همدا شان هيڅکله ددي هڅه مه کوه چي ټولنيزو ستونزو ته يوقطعي او هميشنی ځواب پيدا کړي. دا کار ممکين نه دی. ټولنيزو ستونزو ته قطعي ځواب ورکول نه پيدا کېږې اود ايديولوژيگانو د ماتي اصل لامل د همدا ډول هڅو په کولوکي دی.
ته د ستونزو، پيښو او واقعيتونو د پيږندني او څيړنې له پاره د يوه علمي او څواړخيز تحليل په بنياد اراده وکړه. کيداي شي يوه ټولنيزه ستونزه “ روانه جگړه” څولاملونه ولري. خو د تا د څيړنې بری به د اصلي لامل په پيدا کولو کي وي. په بل عبارت ته د لاملونو په ځنځيرکي اصلي کړې ترگوتو کړه.  همدارنگه له علمي تحليل او څيړني مطلب دادی چي  تحليل او څيړنه له هرډول ايديولوژيک تفکراو ذهنيگري څخه خپلواکه وي. پام دي وي چي واقعيتونه په تا پسي نه راځي، ته بايد په واقعيتونو پسي ولاړشي او د هغوي په سترگوکي ورننوزي. واقعيتونه د تا په نظرياتو کي نه ځايږي. په نظرياتو کي د واقعيتونو ځای کول د ناورين په معني دی. د تا نظريات بايد د واقعيتونو انعکاس وي.
 ته په سياست کي ځان ته روښانه، عملي او ممکين هدف وټاکه او هڅه وکړه ددي هدف په رسيدوکيدوکي ټولنيزذهنيت اوټولنيز ملاتړترلاسه کړي. په دقت او پيوسته توگه فرصتونه مطالعه کړه او کله چي فرصت را ورسيد بيا دا اوهغه مه کوه او بيا دا اوهغه خوا مه کېږه، په سرعت او ميړانه عمل وکړه او دا سياست دی. سياست د عمل ډگردی. سياست د هميشه له پاره په عمل او پراتيک سنجول کېږې. سياست له تا نه په سياسي استعداد برسيره، سياسي ميړانه هم غواړي اوته به ددي کار په کولو سره وښيي چي ته له سياست څخه هم د علم او هم د هنر په توگه د کاراخستلو وس لري.  
نور بيا