رسیدن به آسمایی:  21.11.2010 ؛ نشر در آسمایی: 23.11.2010

دستگیر روشنیالی

“ موږ” او “ دوي”


د ټولني بي تفاوتي په خپله د ټولني له پاره گواښ دی


“ موږ” او “ دوي” په عادي ټولنيز او ورځنی ژوند کي عادي مفهومونه دي. دا مفهومونه د ټولنيز جوړښتونو طبیعي او ورځنې برخه ده. دا مفهومونه د ځمکي د کري په ټولو اوسيدونکو انسانانو کي شته او په عادي او دايمي توگه رواج لري. د انسانانو ژوند ترهرڅه د مخه ټولنيزې ځانگړتياوې لري. انسانان په کورنۍ کي ژوند کوي، گاونډيان لري، دوستان لري، په يوه ټولنيز گروپ پوري تړلې دي، د يوه مذهب او يوې عقيدي پیروان دي... او دا هر يو د “ موږ” او “ دوي” مفهومونه افاده کوي، “ موږ مسلمانان” “ دوي هندوان” “ موږ عيسويان” “ دوي یهوديان”... او په دي برسيره انسانان په معلومو ځايونو، سيمو، هيوادونو کي ژوند کوي او له دي ځايونو سره تړاو په طبعي توگه هم د “ موږ” او “ دوي” مفهومونه ايجابوي. “ موږ افغانان” “ دوي پاکستانيان” ...

د “ موږ” او “ دوي” مفهومونه په خپل عادي او طبعي حالت کي نه ستونزه ده او نه د کومي ستونزي لامل کېږې او د “ زه” ، “ ته” او “ هغه” د مفهومونو په شان د “ موږ” او “ دوي” مفهومونه هم مطلق نه دي.

“ موږ” په عين حال کي “ دوي” او “ دوي” په عين حال کي “ موږ” دی او دا دوه بیا او بيا په “ موږ” او “ دوي” ويشل کېږې او يو په بل بدليږې.

دلته ددي يادونه کول غواړم چي ددي ليکني اصلي هدف د “ موږ” او “ دوي” هغه مفهومونه دي، کوم چي په سياسی او ايديولوژيکی بنيادونو را منځ ته کېږې.

د “ موږ” او “ دوي” په هکله ستونزه هغه وخت منځ ته راځي چي ويشونکي عنصرونه: مذهب )افغانستان، عراق، پاکستان او سوماليا( ، قوم )قرغزستان، روندا، کنيا، پاکستان(، نژاد ) پرونی المان او پرونۍ جنوبي افريقا( ... سياسي شي او د برتري غوښتنې دعوه را پورته وکړې. د دا ډول هلو ځلو پایلې نه يوازي کورنۍ جگړې ، بلکي د هيوادونو د ويشلو او تجزيه کيدلو گواښ هم وي.

د ويشونکو عنصرونو په منځ کي هغه عنصر چي په زياته اندازه کرکه، ټولنيز واټن او ټولنيز ټکرونه ايجاد کوي ايديولوژي )ديني او غير ديني( ده په ايديولوژي کي کرکه يو منل شوی اصل دی او ايديولوژي خپلو هدفونو ته د رسيدلو له پاره دوښمن جوړولو ته ضرورت لري او د همدي ضرورت په اساس ايديولوژي ټولنيزه بي باوري او ټولنيز واټن ايجاد وي او “ دوي” ته د دوښمن ځانگړتياوي ورکوي تر څو د “ دوي” په ضد د زور د وسيلو په کار اچولو ته قانونيت ورکړي. د بيلگو په توگه په قرغزستان کي ازبک اقليت په دوښمنې و نيول شو او په پاکستان کي د احمديه فرقي او په عراق کي د عيسويانود مرگ غوښتنه کېږې.

په ټولو توتاليتر ايديولوژيگانو کي د “ موږ” او “ دوي” ويش مرکزي ځای لري او دا ايديولوژيگاني د“ موږ” او “ دوي” تر منځ ويش ته په بي ساري توگه راديکاله او اپراتيفی بڼه ورکوي او يوه ټولنه يوازي په دو لورو، دوست او دوښمن يا “ موږ” او “ دوي” ويشل کېږې او دلته “ دوي” يعني دوښمن دی. کارل شميت د دوښمن او دوست ترمنځ جداي ته سياست وايي. د سياست په ډگرکي دا ډول ويش له يو بل څخه کرکه کول او يود بل نفي کول دي. په طبعي توگه په ډول حالت کي نه تفاهم، نه پخلايني او نه هم پلوراليزم ته ځای پاتي کېږې. همدا شان په دي ډول ويش کي بي طرفې، مخالفت او دريمه لاره ځای نلري.



په اروپا کي د ټولنيزي بي باوري په بنياد نوی ويش

همدا اوس په اروپا کي ښی لور ته حرکت پياوړی کېږې او د بهرنيانو په وړاندي زغم په کميدو دی. په تيره بيا د ښی لاس افراطی ځواکونو په اروپا کي د “ موږ” او “ دوي “ نوی ويش را منځ ته کړی. دا ويش له “ خارجيانو” څخه په کرکه کولو تکيه کوي. له بده مرغه ددي ځواکونو فعاليت پراختيا مومي او ټولنيزه اډانه يې هم پياوړې کېږې. د بيلگو په توگه، په دنمارک کي Danish People Party د موجود حکومت په سياسی پريکړو کلکه اغيزه لري. په سويدن کي Seweden Democrates د رايو 5,6% برخه ترلاسه کړه او په هالند کي Greet Wilder گوند له پخوا زياتي رايي وگټلي او اوسنی حکومت هم د همدي گوند په ملاتړ را منځ ته شوی دی. په جرمني کي د Friedrich Ebert Stiftung څيړنه ښيي چي 35,6% جرمنيان فکرکوي چي هيواد د بهرنيانو ترکلک تاثير لاندي دی او هرلسم جرمنی غواړي هيواد د يوه پياوړي لاس پوسيله اداره شي.

د المان صدراعظه آنگلا مرکل وايي: “...بنای جامعه چندفرهنگی که در آن مردم به خوشی در کنار هم زندگی کنند، "کاملا شکست خورده است." د جرمني په واکمن اتيلاف کي د يوه بل گوند مشر Horst Seehofer وايي: “ فرهنگي څوگونيتوب مړ شوی دی” ددي خبرو معني څه کيداي شي؟ کله چي په يوه ټولنه همپيوندي نه وي کله چي Integration نه وي. دا په ټولنه کي د ټولنيز واټن په معنی دی.

دا په ټولنه کي د موازي ټولنو د موجوديت په معني دي، کوم چي د راتلونکو وړو او يا لويو ټولنيزو ټکرونو لاره همواروي . همدادم د سويدن په ملمو ښارکي په بهرنيانو ډزي کېږې. په اروپا کي د پيل شوی ويش پراختياوي د کلکې انديښنې وړدي. دلته له بهرنيانو د کرکي کولو په بنياد نوی “ دوي” په جوړيدو دی او ددي “ دوي” زړی مسلمانان جوړوي. ددي “ دوي” د جوړولو او ودي په کارکي د اروپایی افراطی ښی لاسو ځواکونو په تگلارو اوغوښتنو برسيره د افراطي اسلامي ډلو تگ لاري او عملونه هم پياوړی رول لري.



دوستي هم سياسي کېږې

د “ موږ” او “دوي” د ويش په حالت کي نه يوازي د “ دوښمن” مفهوم سياسي کېږې، بلکي “دوست” دوستي هم سياسي بڼه غوره کوي. پرون موږ هم همداسي وکړل او دوستي موهم سياسي او ايديولوژيکي کړه او کورني اړيکي موهم په همدي اساسونوتنظيم او جوړولې، چي پايلي ځورونکي او خواښينونکي دي. په سياسي شوي دوستي کي فرد او فردي خپلواکي دوستي ته گواښ بلل کېږې او هڅه کېږې دا ډول هڅي وځپل شي. سياسي او ايديولوژيکي دوستي د برابري په ځای په پيروي تکيه کوي. “ هغه د موږ نه دی” “ هغه چي د موږ نه دی، د موږ دوښمن دی”.

د “ موږ” او “ دوي” پرنسيپ هم په يوه جوړښت کي د ننه او هم له جوړښت څخه د باندي په کار اچول کېږې. د بيلگو په توگه پرون هم د ا.خ.د.گ نه باندي “ دوي” يا په بله ژبه “انقلاب ضد” وو او هم ددي گوند په دننه کي د “ موږ” او “ دوي” ويش موجوديت درلود. “ موږ خلقيان” ، “ دوي پرچميان” ، “ موږ پرچميان” او “دوي خلقيان” . د همدي ويش په بنياد ددي گوند په دننه کي په پيوسته توگه نه دريدونکي شخړې روانې وې چي پايلي يې يو په بل پسي تراژيديگاني وي.

“ موږ مجاهدين” او “ دوي” کمونستان”، خو په عمل کي مجاهدين هم په پراخه توگه د “ موږ” او “ دوي” په اساس ويشلي او د افغانستان په تاريخ کي يې د همدي ويشونو په بنياد ترټولولويه او وژونکي انارشي ايجاد کړه. د “ موږ” او “ دوي” ويش د دينونو نه د باندي او د دينونو په منځ کي هم عمل کوي. “ موږ عيسويان” خو د عيسويانو په منځ کي د “ موږ کاتوليکان” ، “ دوي پروتيستان” ... ويش هم شته دي. “ موږ مسلمانان” او بيا د مسلمانانو په منځ کي “ موږ سنيان” ، “ دوي شعيگان”... ويش هم موجود دی.

په افغانستان کي روانې ناخوالی د همدی ډول ويشونو پايلې دي او له ديرشو کالو زياته موده کېږې چي دا هيواد ددي ډول ويشونو په يرغمل او قرباني بدل شوی دی. همدا اوس هم افغانستان او ددي هيواد راتلونکي ددي ويشونکو عنصرونواود هغوي د سياسي کولو او برتري غوښتنې ترکلک گواښ لاندي دی. د افغانستان په شان يو هيواد کي، چيري چي قومونه يو په بل ته د شک په سترگه کوري او له يو بل څخه ويره لري په ډيره اساني سره ټولنه د کرکي او دوښمني په بنياد په “ موږ” او “ دوي” ويشل کيداي شی او يا هم ويشل شوي ده.

په افغانستان کي کله چي د دموکراتيک په ځای يوه توتاليترگوند ټولنه په مصنوعي توگه په “ کښته او پورته طبقه” په “ انقلاب او ضد انقلاب” وويشله، څومره لويه او څومره ژوره غميزه او څومره هراړخيزه تراژيدي پيل شوه. کله چی “ قوميت او مذهب” سياسي او دسياسي قضاوتونو په معيارونو بدل شول، څومره پراخه کرکه او وژونکي ټولنيز واټن او ټکرونه یي ايجاد کړل چي پایلې يې اوس هم تلافې شوې نه دي. افغانان د بل هر چا په پرتله د ويشونکو عنصرونو د سياسي کولو او د هغوي د وژونکو او ړنگونکو پايلو قربانيان دي.



زه په “ موږ” او “ دوي” کي

سره ددي چي زه په “ موږ” او “ دوي” کي نه “ واحد” بلل کېږم او نه ديوه فرد په سترگه را کتل کېږې، خو بي له زه دواړه “ موږ” او “ دوي” ت‍ش عباراتونه دي. زه په دواړو کي يم او د دواړو د جوړولو بنياد يم. زه کله د حقيقت او حقانيت په لورکي او کله بيا په هغه خواکي يم چي د ټولو ناخوالو، خطاگانو او بدمرغيو پړه ورباندي وراچول کېږې. زه کله د وياړونو، اتلوليو، يادونو او ستاينو په خوا کي يم، خو کله همدا وياړونه، اتلولې او يادونه د دگمونو بڼه غوره کوي او د واقعيت پيږندنې او واقعيت منلو مخه نيسي او کله بيا په هغه خوا کي راځم چي د ځان تباه کولو له گواښونو ډکه تگلاره چلوي، ددي له پاره جگړه او بلوا کوي چي خوارې، جهل، ډاراو خرافات له لاسه ورنه کړي، سبا د پرون په قرباني بدلوي او په لوی لاس حتی د هغوي چي تراوسه دنيا ته نه دي راغلي د بدبخته کولولاره همواروي.

زه کله د غيرتونو، همتونو او حماسو په خوا کي راځم، خو کله بيا ځان د بل په لاس په جوړشوی بي فکره لښکرکي پيدا کوم. زه کله د شتمنو د ځان پالنو او حرص او کله هم د خوارانو د جهالت برخه شم. زه کله د هغو غولونکو برخه شم چي د خپلو گټو، خپل واک او خپلو امتياذونو په منظور د جهل او جهالت ساتنه کوي. زه کله په هغه لور کي راځم چي د پرون افسوس کوي. په ځانگړي توگه کله چي زه له پرونيو ملگرو سره کښينم په ساعتونو ساعتونو د پرون او تير په هکله خبري او بحثونه کوي او که د راتلونکي په هکله کومه خبره را پورته هم شي، د پرونيو ارزښتونو په رڼا کي څيړل کېږې. په دي بحثونو کي بله خبره داده چي هريو د ځان ښه او دبل سپکه وايي. او د هغه څه په هکله چي شوي، يو يي هم د ملامتي احساس نه کوي. په دي بحثونو کي په اساني سره پړه په نورو اچول کېږې او د ملامتي گوته هم نورو ته نيول کېږې. ددي معني داده چي موږ د ځان ملامتولو فرهنگ نه لرو اود نورو ملامت کول د موږ يو منل شوی عادت دی.

زه کله بيا په هغه لوراکي راځم چي راتلونکي ته گوري، خو ددي “ ځوان نسل” لوی تشويش او مشکل دادي چي څه ډول کولاي شي د يوې ښه، هوسا اونيکمرغه راتلونکي په وړاندي پراته خنډونه له منځه يوسي. اوڅه ډول کولاي شی ځان له قيم او متولی څخه وژغوري. په روانه جگړه برسيره، موجود ټولنيز او فرهنگي جوړښتونه د راتلونکي په وړاندي لوی اولوی خنډونو جوړوي.



زما لويې غوښتنې او زما خوار واقعيت

زما د لويوغوښتنو او زما د خوار واقعيت ترمنځ لوی واټن ما په پرله پسي توگه له ناورينونو او ناکامي سره مخامخ کوي. همدارنگه هغه څه چي د افراط په لورد ما لارښوونه کوي د ما دهيلو او د ما د واقعيت ترمنځ تضاد دی. زه کله کله په ورک او نامعلوم لوری ورسم شم او نورهم بي له دي چي پوه شي چي زه چيري ځم او څه کوم را پسي روان وي او د ما تقليد کوي او دوي په دي کار سره د فکرنه کولو او له خپل عقل څخه د کار نه اخستلو نمايش ورکوي.

زه کله د افراط او احساساتو په داسي يوه تنگه دنيا کي راځم، چيری چي د هغه څه په ليدلو او منلو کي چي ترمخ او شاوخوا مي تيريږي بي وسه کېږم. د عقل او انسانيت په ځای د موهوماتو او خرافاتو پيروي کوم هو! سترگي لرم، خو وينم نه. غوږونه لرم، خو اورم نه. شعور لرم، خو پوهيږم نه. جاهل پاتي کېږم، جهالت پالنه کوم، په جهل خرڅونکو پسي ځم او له دنيا هم جاهل تيريږم. په دي ډول حالت کي زه له دواړو زمانې او ځانه بيگانه کېږم او نه پوهيږم تاريخ اوراتلونکی هويت به مي څه وي او په کوم نوم به ياديږم؟

بيگانگي يوازي د ما ستونزه نه ده. دا په افغان ټولنه کي يوه پراخه ټولنيزه ستونزه ده او ډير ډولونه لري. له ځانه بيگانگي، په دي معني چي زه ځان او خپل واقعيت هغه ډول نه پيږنم، څرنگه چي دي. زه له ځانه او له خپل واقعيته پردی کېږم، په دواړو ځان او ژوند باورله لاسه ورکوم اوغواړم له دواړو زمان او مکان څخه ووزم. په افغانستان کي واکمن فرهنگ په زرگونو انسانان او په تيربيا ښځې په مسلسله توگه له ځانه، له ژونده او له راتلونکي بيگانه کوي او يو شميرله دي بيگانگي نه د خلاصون لاره په ځان وژلوکي لټوي او ځانونه وژني.
له زماني بيگانگي، په دي معني چي زه د اوسنيو واقعيتونو په پيږندنه او درک کولو کي پاتي راغلی يم او له هغوي تیښته کوم او ورنه ځان جلا کوم. که شا ته گورم، هغه څه نشم موندلی چي ورباندي ووياړم، موجود حالت سخت ځورونکی او وژونکی دی او را تلونکي ته هم هيله نه لرم. په دي برسيره په افغان ټولنه کي يوه بله پراخه او تاريخي بيگانگي “ سياسي بيگانگي” شته دی اودا يو په بل پسي د مستبدو واکمنيو پايله ده. بد مرغي داده چي ټولنه په يوويشتمه پيړۍ کي د خپل برخليک او خپلې راتلونکي په هکله بي تفاوته پاتي کېږې. د ټولني بي تفاوتي په خپله د ټولني له پاره گواښ دی. د ټولني بي تفاوتي غولونکو، بدماشانو، غلو، جنگ سالارانو، وړو او تصادفې وگړو، بلوا کونکو او اشوبگرانو ته چانس ورکوي چي په ټولنه او د هغي په برخليک واکمن شي. زه هم د يوې بي تفاوته ټولنې د يوه غړی په توگه له ډار، ظلم او استبداد سره عادت شوي يم او له پيښو او واقعيتونو په څنگ تيريږم. سره ددي چي د استبداد او د تيرايستلو پايلې د وجود په هره حجره او هرسلول کي احساس او چيغي می اسمان ته پورته کېږې، خو زه له ظلم، ډار او استبداد څخه پرته ژوند نشم کولاي. په قيم او متولې پسي گرزم. زه هغو ظالمانو او مستبدينو ته رايه ورکوم چي يو ځل نه ، بلکي څوځله يې ځپلي او خوړلې يم. هغوې مخته کوم چي د ما د پرمختگ مخه يې نيولې، هغوې ته واک ورکوم چي زه يې بي واکه کړی يم. په يوه عادل او بدلون غوښتونکي مشر پوري خاندم او په ضد يې شورشونه او اغتشاشونه کوم. د دموکرات او عادل په ځای می ديکتاتور، مستبد او ولس تيرايستونکی خوښېږې. هغوې مي خوښېږې چي د ما له کار او استعداد څخه د ځان له پاره گټه پورته کوي. زه په هغوي پسي ځم چي له يوې خوا ما د نامعلومواو مبهمو وعدو په ورکولو غولوي اوله بلې خوا مي د بي مفهومو جگړو په جنگيالی بدلوی

نور بيا