رسیدن: 01.08.2012 ؛ نشر : 02.08.2012

 

دستگير روشنيالی

 

 

“ موږ” او “ دوي”

 

دولسمه برخه

 

“ داسي مه ليکه”  “ داسي وليکه” 

 

 

“ خطرناک ترین و جنون آمیزترین عقیده این است که ما عقیده و باور خود را واقعیت محض بدانیم” .

 پاول واتسلاویک

 

“ داسي مه وايه” “ داسي ووايه” “ داسي مه ليکه؛ داسي وليکه.” دا ظاهرآ ساده عبارتونه په عمل کي  د انديښني او د بيان د ازادي په وړاندي د غرونو په شان پنډ خنډونه دي. دا د موږ په فرهنگ او چلند کي اوږدي او پياوړي ريښي لري او موږ هم په کور او هم په ټولنه کي د دا ډول چلند تر تاثير لاندي لوی شوي يو او لويږو،  همدا چلند مو په عادت بدل شوی دی او له نسله،  نسل ته پاتي کيږي.  نه يوازي واکمن، بلکي  په دواړو چپ او ښی لورو کي هغه کسان چي ځانونه يي په خپله  پيشواگان او رهبران اعلام کړي دي،  فکر کوي چي نظريات يي يوازنی سم نظريات دي او هغه نظريي چي د دوي  له نظريو سره په مخالفت کي وي، انحرافې، غلطي ...نظريات دي او ليکونکي يي هم  “ مزدوران”... دي.  دوي د همدي وروسته پاتي او قبيلوي جاهلانه ايگويزم په اساس ځان ته  د هدايت او فرمان ورکولو حق ورکوي،  “ داسي مه ليکه، داسي وليکه”  “ دا مقاله ده چي تا ليکلي،  دا کتاب دی چي تا ليکلی،  دا يو انحرافې کتاب دی او کتاب داسي نه ليکل کيږي...” 

 

مدرن جهالت

 

جهالت يوازي په ناپوهي کي نه دی.  د جهالت  ترټولو خطرناک شکل په نورو د خپلو نظرياتو تحميل کول دی او کله چي دا تحميل کول له زور سره مل شي د جهالت تر څنگ جنايت او وحشت هم را منځ ته کيږي. هيتلر په نورو د خپلو نظريو د تحميل کولو په بنياد بي ساري لوی بشري ناورين ايجاد کړ.  په ايران کي د واکمنو ملايانو د جهالت او ليونتوب دوه نوي  بيلگي:

1- “ خامنه ای از سوی خدا برای هدایت جامعه اسلامی برگزیده شده است بنابراین باید به فرامین ایشان همواره گوش فرا دهیم. امام زمان در عربستان و در کنار خانه خدا ظهور می‌کند، اکنون عربستان دست ارتش وهابی است و این ارتش وهابی امام زمان را به محض ظهور از بین می‌برد بنابر این تا زمانی که این ارتش وهابی در آنجا حضور دارد، این ظهور شدنی نیست، پس باید همانگونه که شاه را از کشور بیرون کردیم، به کشورهای دیگر نیز کمک کنیم تا این اتفاق صورت بگیرد تا زمینه ظهور امام زمان فراهم آید.»  مهدی طائب٬ رئیس قرارگاه عمل ايران.

 

2- “ بايد همه بي پذيرند و بدانند که ايران بزرگترين قدرت منطقه است. ما به اتکای خداوند متعال اتحاد جماهير کشورهای اسلامي را درست ميکنيم، اينها در وصيت نامه اي الهی امام امده است... در مورد عربستان الان موقع اش رسيده که تنبيه شود.  علی فلاحيان سابق وزير اطلاعات ايران.

     د جاهلانه ايگويزم پيروان فکرکوي،  روښنفکران هم  د مريدانو او خادمانو په شان بايد عمل وکړي او د دوی د فرمانونو، فرمايشونو او حکمونو سره سم  ووايي او وليکي.  دوي تر اوسه دا پوهه او دا عقل نه دي ترلاسه کړی چي روښنفکر څوک او روښنفکري څه شی دی؟    روښنفکر، هغه څوک دی چي په خپلواک او روښانه توگه فکرکوي او په خپل کارکي د هيڅ شی پيروي نه کوي او د هيڅ چا د فرمان پروا نه ساتي.

روښنفکر،  روښانه فکرکونکی.   روښنفکر، خپلواک فکرکونکی.

روښنفکر پلټونکی ده او دا پلټنه د انتقاد، ازمايښ او روشنگري په مرسته د خپلي انديښني په ازادي او ځان پيږندنه  سره پيل کوي. سقراط وايي، “ هغه څوک چي غواړي دنيا بدله کړي اول بايد ځان بدل کړي.”

 سارتر روښنفکري له اعتراض سره يو شان بولې.  د روښنفکر دنيا په هميشنی بدلون کي دنيا ده او د هغه  بری له همدي  بدلون سره په همغاړيتوب دي.  روښنفکران د ايديولوژي د پيرانو خلاف په حقيقت د انحصارکولو دعوه نه لري.  روښنفکران هيڅکله نه وايي،  “حقيقت له موږ سره دي”  “ تاريخ له موږ سره دی” دا د روښنفکرانو په ځای د مدرنو جاهلانوکاردی.

 

“ اوس به خپلي خبري وکړم”

 

پرون د موږ په پيش آهنگ گوند کي يوه نظريه واکمنه وه “ ايديولوژي دوران ساز طبقه کارگر” او په پلنومونو، کنفرانسونو، جلسو، غوندو او سازمانونو کي فقط يوه نظريه مطرح وه او نورو به د “ ملاتړ يا تائيد”  ويناوي کولې او پريکړي به هم هميشه د رايو په اتفاق کيدلې. بل ډول نظريه له گوند سره د دوښمني او د نورو د مزدوري په معني وه. په داسي حال کي چي ددي گوند مهم اسناد اوله دي جملي د رهبرانو ويناوي او د پلنومونو گذارشونه به له روسي په فارسي ژبه ترجمه کيدل او بيا به د موږ د عمل په لارښود بدليدل او دا نه دوښمني او نه هم مزدوري وه.  په يوه لويه جرگه کي قاری بهاوالحق چي د پکتيکا ولايت د وازي خوا له ولسوالې راغلی وو، د وينا په وخت له جيبه کاغذ را ويست او له لوستلو وروسته يي وويل، “ دا د دوي خبري وي”.  “زه به اوس خپلي خبري وکړم.”  

ايمانويل کانت د سانسور د ردولو په هکله وايي:

“ څيړونکي او متفکرين مجبور دی خپل نظريات او عقايد خپاره کړي ترڅو د نورو د عقل  پوسيله وسنجول شي. موږ د پيږندني او د سم او ناسم تر منځ د تميز کولو دوه معيارونه لرو: اول خپل عقل او دوهم د هغوي عقل چي بل ډول فکر کوي... خپل فکرونو د خپرولو له لاري د نورو د سنجش له پاره وړاندي کيږي”

هغوي چي فکرکوي په هرڅه پوهيږي،  په حقيقت کي په روښانه توگه د خپلي بي علاجه ناپوهي نمايش ورکوي او مغز يي په بشپړه توگه موميايي شوي دي.  يوازي ناپوهان او جاهلان ددي دعوي کولاي شی چي په هرڅه پوهيږي او ټولو پوښتنو ته ځواب لري. دوی سره ددي چي ځانونه پوره گڼي، خو په عمل کي يي فکری چلند  زور، تعصب او کرکه دي او ځواب  يي ښکنځلې، تورونه، غوصه او قهر دي.  دوي له قهر، زور او غصي سره هم عاطفوي اړيکي لري او ورنه خوند اخلي. حتی زور او قهر ورته وياړ ښکاري. د دا ډول ناپوهانو په جرگه کي هر يو پيشوا او هر يو اتل دي او همدلته دي چي يوه افراطی ځان پالنې وده کوي او هر يو د ځان نمايش ورکول غواړي.  “ زه له چا کم يم” 

پوهان ددي جاهلانو په خلاف په پوهنه  پسي گرزي او هڅه يي دا وي څه ډول پوه شي او څه وکړي چي پوهنه ترلاسه کړي.  د عالم ځانگړتيا په دي کي نه دی چي په هرڅه پوهيږي، د عالم  ځانگړتيا په دي کي دی، څه ډول بي ځوابه پوښتنو ته ځواب پيدا کولاي شي. علم بي ځوابه پوښتنو ته ځواب دی او عالم  هميشه بي ځوابه پوښتنو ته د ځواب ورکولو په لټه کي دی او په همدي اساس علم نه تماميدونکي دی.  د جورج برنارد شاو په قول  “ د علم په دنيا کي هر نوی کشف په لسگونو نوې پوښتنې را پورته کوي” . پوه هغه دی چي نه پوهيږي او ناپوه هغه دی چي په هرڅه پوهيږي.

موږ د هغه تفکر او هغي ايديولوژي  چي  په  “ داسي مه وايه. داسي ووايه.” “ داسي مه ليکه. داسي وليکه.”  پرنسيپونو تکيه کوي په منلو کي ستونزه نه لرو،  په چټکي سره يي منو او د لارښود په سترگه ورته گورو،  خو د انديښني او بیان د ازادي په وړاندي مو د جگړي اعلان ورکړی او د دنيا په هيخ سيمه او ځای کي  د موږ د سيمي په شان د انديښني له ازادي سره مقاومت او دوښمني نه کيږي. د انديښني له ازادي سره دوښمني له پرمختگ او د انسان د شخصيت له ودي سره دوښمني ده. 

د رواني جگړي يو مهم لامل د انديښني او د بيان له ازادي پراخه ويره ده،  کوم چي د افراطی عملونو په لارښوونه او عملي کولوکي ټاکونکي ونډه لري.  د انديښني له ازادی ويره له حقيقت ويره ده. دليل هم دا دي چي ازاده انديښنه کولاي شي تيرايستني،  افساني او دروغ...را لوڅ کړي او د انديښني له ازادي هغوي ويره لري  چي حقيقت پټوي، د انديښني له ازادي هغوي ويره لري چي خپلي اصلي څيرې پټوي او غواړي خپل دروغ او د تيراستلو دود ژوندي وساتي.  د انديښني د ازادي دوښمنان غواړي انسانان ناقص او جاهل وساتي تر څو دوي يي لارښوونه وکړي.  دوي غواړي انسانان د پسونو په شان وي تر څو دوي شپانه پاتي شي.  همدارنگه دوي غواړي انسانان له هر ډول عقل، ارادي، ترديد او ولې ويلو لري وساتي ترڅو د وژلو، سوزولو، ړنگولو، سرونو پريکولو، په ډبرو د انسانانو د وژلو، تښتولو.... په کار کي د دوي فرمان عملي کړي.

د انديښني د ازادي دوښمنان په ټولنه کي خپله واکمني، خپله اتوريته او خپل تاثير د جهالت او ناپوهي پوسيلو اندازه کوي او څومره چي د جهالت  اندازه کميږي په هماغه اندازه دوي خپله واکمني، اتوريته او تاثير هم له لاسه ورکوي. همدا وجه دی چي جهالت پالونکو او جهل سالارانو د پوهي او د انديښني د ازادي په وړاندي پاڅون کړي. همدا اوس په ايران کي د جهالت او وحشت واکمني او په پاکستان او افغانستان مذهبي بنياد گرايي د انديښني له ازادي سره په جگړه کي ځان ته د هرڅه کولو اجازه ورکوي.

کارل پوپر وايي:  “ د انسان د بيداري زيربنا پوهنه ده”

 

“ انتظار مه باسه. له همدا اوس نه،  ښه او مناسب وخت نه پيدا کيږي”  ناپلیون هیل . 

هيچ چا د موږ په اندازه زمان او فرصتونه له لاسه نه دي ورکړي.  موږ نه يوازي په کلنو کلنو،  بلکي پيړۍ پيړۍ مو بي پوښتنو اوبي انديښني عمل کړی دی.  د موږ ددي تاريخي ذهني اوعقلي ټمبلي پايلي همدا موجود وروسته پاتی والی  او يو په بل پسي غميزي دي.  له بده مرغه ځوان نسل هم دي حالت متاثير کړي او ځورويي.  خو د موجودو پريمانه فرصتونو او امکاناتو په اساس هيله کيداي شي چي ځوان نسل ددي وړتيا پيدا کړي او په ځان کي ددي جرئت  وروزي چي له ذهني او فکري ټمبلي ځان را وباسي.  د ځوان نسل له پاره  همدا اوس وخت دی. سبا به بي له شکه ناوخته وي او که ځوان نسل له دي حالته د ځان ژغورولو وس پيدا نکړي، د راتلونکي نسلونو له دي پوښتني سره  به مخامخ شي:   بيا د څه لپاره؟

همدارنگه موږ هيڅکله هم د خپل عقل په کار اچولوکي ميړانه نه درلوده او اوس يي هم نلرو.  د موږ خوښيږي له عقله د کار اخستلو په ځای د مريد،  خادم او د يوه ښه پيرو په څيرعمل وکړو او په خوند خوند د نورو فکرونه او نظريات تکرار کړو او په تيره بيا هغه فکرونه او هغه نظريات چي د موږ له ذهني غلامي سره مرسته کوي.

 

د اندیښو يو شان کول ناورين دی

 

مارکسيزم باور درلود چي په ټولنه کي به د مالکيت په اشتراکي کولو سره نه يوازي سياسي او ټولنيز يووالی، بلکي فکري يووالی به هم تامين شي“ به اساس اشتراک منافع اساسي کارگران، دهقانان و روشنفکران در ميان خلق شوروی وحدت فکری، سياسی و اجتماعی خلل ناپذيری پديد امد” اصول فلسفه مارکسيزم.

“ وظيفه اساسي انقلاب کلتوري ايجاد کلتور خلقی راستين است که از همه اولتر توسط خلقی ساختن ساينس و هنر و تمام ثروت های معنوی اغاز می يابد...”  کالنی ١٣٥٨

د شوروي تجربي وښودله چي له اويا کلني واکمني سره سره نه د يوي لحظی له پاره سياسي، اجتماعي او فکری وحدت شو او نه د يوي بي طبقاتو ټولني، چيري چي به په برابري برسيره  خلک په مادي او معنوي نعمتونو کي ډوب وي، بيکاري او بي کوري به د هميشه له پاره له منځه ولاړه شي د مارکسيزم وړاند وينه  په واقعيت بدله شوه.  د بشر تاريخ په بشپړه توگه  ښه او يا په بشپړه توگه بده دنيا نه پيږني. خو په ټولنه کي په تيره بيا د فکري و حدت د تامين هڅو د انسانانو له پاره يي بي شماره  ناوړه پايلي درلودي. دي تجربي و ښودله چي د اندیښو په تړلو او يو شان کولو کي د فرديت او  شخصيت وده په ټپه دريږي،  وگړي له ځانه، له خپله فکره او له خپل عقلي ځواکه بيگانه کيږي او په طبعي توگه دا ډول وگړي  د بل او د نورو دلارښوني په انتظار پاتي کيږي او مړي هم کولاي شي په دوي حکومت وکړي. همدارنگه  دا چلند وگړي  په فکري او ذهني لحاظ سخت پاسيف کوي او دا په عمل کي داندیښو او عقلونو د وژلو په معني دی.  همدا اوس په شمالې کوريا کي يو وگړی او د هغه انديښنه واکمنه ده او په ميليونونو انسانان د همدي وگړی  انديښني تکراروي او پيروي يي کوي.  په ايران کي واکمن ملايان هڅه کوي له ميليونونو ايرانيانو د يوي فابريکي د ماشينونو په شان کار واخلي او که ددي ملايانو زور ورسيږي په طبعيت کي به د گلانو رنگونه هم يو شان کاندي.  رښتيا، که انديښني او رنگونه يو شان شی، سيالې به نه وي، که سيالې نه وي پرمختگ به نه وي اوکه پرمختگ نه وي وروسته پاتي والی به وي.

ټولنه له وگړو جوړه ده.  ټولنه له ما، تا او هغه جوړه ده  او موږ له يو بل سره د څيرو ، د گوتو د نښانو او د اندیښو اختلافونه لرو. په هغه اندازه چي د موږ څيرې او د موږ دگوتو نښانونه يو شان کيدونکي نه دي انديښني مو هم يو شان کيداي نشي.  موږ ددي هڅه نه کوو چي يو په بل خپلي انديښني تحميل کړو او ضرورت دا نه دی چي د اند يښنو موجوداختلافونه له منځه ولاړ شي او يا انديښني يو شان شي.  ضرورت دادی چي موږ گډ اصول  را منځ ته کړو، کوم چي له اختلافونو سره سره  د موږ د يووالی سبب کيږي.  که گډ اصول  د موږ يووالی تامين کوي، د اندیښو اختلاف به د حالاتو د څرنگوالی او د زماني د غوښتنو سره سم دي اصولو ته وده  ورکوي.  د سپورتي لوبو په ميدانونو کي د سختو سياليو سره سره  لوبغاړي د گډو اصولو درناوی کوي.  دنيا د يوه رنگ او يوي نظريي په ځای په څوگونيتوب را ټوليږي.  د لندن په اولمپيک کي څوگونيتوب او بي شماره ډير رنگونه شته دي.  “ که څوگونيتوب اتحاد را نه ولې گډوډي ده او اتحاد چي له څوگونيتوب جوړ نه وي استبداد دي” دکارت 

په ټولنه کي د اندیښو اختلاف يو طبعي او يو قطعي امر دی او همدا اختلافونه له يوي خوا د پرمختگ او له بلي خوا د یو بل د پیږندني سبب کيږي.  اختلاف دوښمني نه ده، يوازي هغه ټولنه اختلاف ته د دوښمني په سترگه گوري چي سياسي شوي نه وي.  همدارنگه په هغه ټولنه کي چي د انديښني ازادي رواج و نه لري او يا هم د ايران په شان هره ورځ او هره لحظه ځپل کيږي په طبعي توگه د ازادي انديښني ځاي د نه بدليدونکی او استبدادی فکرونو پوسيله نيول کيږي.

انساني ټولنه هره لحظه د نويو اندیښو ايجاد او خپرولو ته ضرورت لري. په  ټولنه کي پرمختگ په توليد او د ثروتونو په توليد کي دی،  توليد د نويو اندیښو په را منځ ته کولوکي دی. همدارنگه نوي او مدرن تعميرونه، جهازونه، کمپيوترونه،  ماشينونه ...له ډيزاين کولو وروسته جوړيږي او ددي معني دادی چي انديښنه توليد کونکي ده. ددي معني داده چي انديښنه ايجاد کونکي ده او عمل د انديښني ازمايښ کونکي او پلي کونکی دی. په نړۍ کي پرمختگ هغه وخت پيل شو چي انديښنه ازاده شوه.

 

 مفهومونه، عبارتونه او واقعيتونه

 

په تيره ليکنه کي د مفهومونه په هکله لنډه يادونه وشوه. انسانان د مفهومونو په مرسته  پيښي ، شيان، ستونزي، هدفونه، گوندونه، پروگرامونه،  جريانونه، ډلې، ... بيان کوي او د مفهمونو جوړول د بشري ذهن يوه لويه او مهمه لاس ته راوړنه ده.  كانت په دي باور وو: " که د بشر له ذهني جوړښته په سمه توگه کار واخستل شي د پديدو  پوهيدنه  به هم سمه شي.” 

مفهومونه له واقعيت او د زماني له غوښتنو سره په مطابقت کي ارزښت لري اومفهومونه بايد واقعيتونه په سمه توگه بيان کړي. البته  مفهوم نه ماهيت دی او نه تعريف، خو سم او روښانه مفهومونه له دواړو ماهيت او تعريف سره مرسته کولاي شي. د همدي ضرورت په بنياد بايد هڅه وشی چي مفهومونه او په تيره بيا هغه مفهومونه چي د حرکت په حال کي پیښي، پديدي... بيانوي مجهول او نا معلوم نه وي. مجهول او نامعلوم مفهومونه کولاي شي ماهيت  تحريف او واقعيت پټ کړي.

ټولنيز او سياسي واقعيتونه هميشه په حرکت کي واقعيتونه دي او هر يو يي د خپلو ځانگړتياو په اساس پيږندل کيږي. که ددي واقعيتونو د بيان له پاره سم مفهومونه او عبارتونه استعمال نشي، د هغوي پيږنده او تعريف کول،  د هغوي تر منځ د فرعي او اصلي توپيرکول او د پيښو د اصلي لوری پيدا کول  او بلاخره  د استراتژي جوړول او د هدف ټاکل هم له ستونزو سره مخامخ کيږي. همدارنگه موږ په عادي او ورځنی ژوند کي هم يو بل ته خپل مطلبونه د تعريفونو په ځای د مفهومونو پوسيله رسوو او هڅه کوو چي گډ پوهای ايجاد کړو. که په دي مکالمو او اړيکو کي مفهمونه سم او په ځای له یو بل سره بدل او را بدل نشي په طبعي توگه سم پوهای هم نه را منځ ته کيږي.

په افغان ټولنه کي په تيره بيا په ټولنيزه او سياسي برخو کي له مفهومونو سره نا سم او ړنگونکی چلند کيږي. کله د ټولني واقعيتونه له ځانه په جوړ شويو مفهومونو کي چوکات کيږي. کله واقعيتونه د زړو مفهومونو پوسيله تعريف کيږي اوکله هم د گټو او مصلحت په بنياد مجهول مفهومونه ايجاد کيږي. په دي برسيره په ټولنه کي موجود واقعيتونه،  موجودي اړيکي او په تيره بيا ټولنيز او تاريخي جوړښتونه په سمو او مناسبو مفهومونو کي نه بيان کيږي. دا ډول چلند په طبعي توگه د واقعيت له پيږندلو سره مرسته نه کوي. کله چي واقعيتونه په مجهوله او نامعلومه توگه بيان کيږي، هغوي ته د سم تعريف ورکولو چاره هم ناشوني کيږي. د بيلگي په توگه،  د “ وطن دوښمنان”  دا مجهول او نامعلوم مفهوم دی. دا د مفهومونو او واقعيتونو تر منځ د اړيکو د نشتوالی په معني دی چي د پيښو په وړاندي واقعبيني له منځه وړي.

دا د وطن دوښمنان څوک دي؟  طالبان، القاعده، اسلامي گوند،  د دولت په داخل شبکي،  پاکستان او د پاکستان استخبارات، د ايران اسخبارات، ناتو ... کوم يو، کوم دوه او يا دا ټول.  داسي هم کيداي چي دا او هغه وسله وال اپوزسيون يا ډله  د واکمنو يا واکمني دوښمن وي،  نه د وطن. له واکمنو سره دوښمني اوله وطن سره دوښمني دوه جلا مفهومونه دي.

دوښمنان او دوښمني خپلي ځانگړتياوي او خپل تعريف لري او پوښتنه داده،  ولې افغاني واکمن مخامخ د دوښمن  په ادرس پرانيستي او مشخصي خبري نه کوي.  په دي ډول وضعيت کي دولت څه دول کولاي شی چي د دوښمن له دقيق او سم تعريف پرته په هغه بری ترلاسه کړي. ترهغوي چي دوښمن دقيق تعريف نشي په هغه بری هم مشکل کار دی.

 

يوغولونکی سياسي دگم،  “ پاکستان د افغان مسلي د حل برخه ده،  نه د مشکل”

 

کله چي په يوه مسله کي مشکل نه منل کيږي، حل هم بي مفهومه کيږي. پاکستان د افغان ستونزي په هکله همدا ډول دريځ لري او نه غواړي  افغان ستونزه حل شي. له ډيري مودي را پدي خوا پاکستاني واکمن وايي:  “ پاکستان د افغان مسلي د حل برخه ده،  نه د مشکل” دا نه يوازي يو سياسي دگم دي،  بلکي يو تيرایستونکی عبارت هم  دي چي په ښکاره توگه د موجود واقعيت ماهيت او کيفيت تحريف کوي. پاکستان په همدي وسيله غواړي  په افغانستان کي خپله اوږده او جگړه ايجاد کونکي لاسوهنه پټه کړي او دا کار هيچا ته د منلو وړ نه دی.  دلته په دنمارک کي د گومنازيوم شاگردانو ته هم د منلو وړ نه دی. ښه دادی چي وويل شي،  پاکستان د افغان مسلي د مشکل برخه ده او کولاي شي د حل برخه هم شي. دا عبارت کولای شي موجود واقعيت تعريف کاندي.

پاکستان نه یوازي نن، بلکي د خپل موجوديت له پيل سره سم د افغانستان د مشکل ډيره مهمه برخه ده او  په دي مشکل کي طالب د پاکستان  یوازنۍ او وروستۍ وسيله نه ده. پاکستان د افغانستان د بي ثباته  کولو نوري وسيلي او الترناتيفونه هم لري او د سولې خبرو ته د پاکستان پوسيله د طالب کينول په هيڅ وجه د افغانستان او پاکستان ترمنځ د ستونزي د حل په معني نه دی.  دا حالت  ددي ضرورت را منځ ته کوي چي له طالب سره د خبرو تر څنگ له پاکستان سره هم مخامخ او په پرانيستي او واقعبيانه توگه د ستونزي د هميشگی حل له پاره خبري پيل شي.  متاسفانه تر اوسه په دواړو لورو کي هغه سياسي اراده او هغه سياسي ميړانه نه ليدل کيږي چي له يو بل سره ستونزي له بيخه او په اساسي توگه حل کاندي. له بده مرغه په دي هکله  افغاني واکمن له هماغه اوله او بيا تر اوسه يو واقعبيانه او مسؤلانه سياسي چلند نه لري او د ورځي په نرخ عمل کوي. کله په واکمنو ناسيونالستي احساسات دومره غلبه وکړي چي پاکستان  “دوښمن” شي او د ځمکي له مخه يي محوه کول غواړي او کله بيا  مذهب ورباندي غلبه وکړي، هرڅه وير او پاکستان  “ مسلمان ورور”  شي او کله چي د دوي گټي اولويت پيدا کړي له پاکستان سره په هرڅه معامله کول غواړي.

 

نوي واقعيتونه او نوي مفهومونه

 

هغه ژوندي موجودات چي له طبعي چاپيريال سره توافق نشي کولاي له منځه ځي.  مفهمونه هم د ژونديو په شان کله چي له واقعيت سره اړيکي بايلي ورو ورو له ذهنونو ورکيږي.  د زرگونو عادي مفهومونو تر څنگ هغه مفهومونه هم  له ذهنونو وزي چي پرون د نړيوالو واقعيتونو بيان کونکي وو. د بيلگو په توگه پرون په نړۍ کي  شوروی اتحاد، د يوگوسلاويا سوسيالستي جمهوريت او همدا شان د وارسا، سينتو، سياتو پاکتونه،... واقعيتونه وو،  خونن تش مفهومونه دي.

د موږ دوران د گلوباليزم دوران دی او گلوبليزم د سوسيالستي او اسلامي انترناسيوناليزم په خلاف د يوې نظريي په بنياد وده او پراختيا نه مومي او د کومي دوران جوړونکي ايديولوژي د ارزښتونو پيروي نه کوي.  د گلوباليزم زړی څوگونيتوب او پلوراليزم دی او په گلوباليزم کي د يوې نظريي واکمني له پاره ځای نشته دی.  په تونس او مصر کي هغوی چی تر پرونه د يوي نظريي په بنياد د اسلامي حکومت د جوړولو پلويان وو نن واکمني ته په رسيدو سره  د دموکراتيکو او مدني حکومتونو پلوي کوي،  د نورو نظريو او نورو ځواکونو موجوديت مني او ان له هغوي سره چي د دين او دولت د جلا کيدو پلويان دي ائتلافونه جوړوي. د محمد مرسي سياسي سلاکار احمد ضيف وايي:  “موږ په مصر کې د اسلامي جهموريت غوښتونکي نه يو.” 

د مصر جمهور ريس محمد مرسي وايي: “ موږ انقلاب نه صادروو او د نورو په کورنيو چارو کي مداخله نه کوو”، ددي خبرومعني دادي چي اخوان المسلمين له خپلي پخواني غوښتني “ جهانی اسلامي حکومت” څخه تير شوي او د اسلامي خلافت د ايجاد تگ لاره نه لري. اخوان المسلمين په دي ښه پوهيږي چي نه  د نړۍ د شا ته گرزيدو امکان شته دی او نه  په تيره بيا په سياسي او نظرياتي ډگرونو کي مخالفين نفي کيداي شی او دوي نشي کولاي  د ايران د اسلامي جمهوريت په شان مخالفين زندانونو ته وليږي اوپه کرينونو يي را ځړوي.  دا حالت ټوله اسلامي دنيا او اسلامي ډلې متاثيره کوي او به گورو په افغانستان کي طالبان او اسلامي گوندونو څه ډول له دي نوي را منځ ته شوی حالت متاثيرکيږي.  دوي به په ټولنه او په تيره بيا په سياسي او نظرياتي ډگرونو کي  پلوراليزم ومني او که به  ديوي نظریی د واکمن کولو تگلارو ته ادامه ورکړي.

په گلوباليزم کي په ځانگړي توگه هره اقتصادي او سیاسي پیښه په چټکي سره نړيوال بعد پيدا کوي. همدا اوس اوس د منځني ختيځ پيښو ټوله دنيا متاثيره کړي ده.  په اروپا کي مالې بحران نور هم ملي حاکميتونه او د يوه هيواد په چوکات کي ملي اتوريته او د ستونزو په حل کي د هغي وس او توانایی له چلينج سره مخامخ کړي دي. يونان او اسپانيا نه شي کولاي خپلي ستونزي په خپله حل کړي او دا نوي منځ ته راغلي  نوي واقعيتونه خپل مفهومونه او خپله ترمينولوژي غواړي.

په ننۍ  دنيا کي ژوند، د ژوند غوښتني او هيڅ شی د پرون په شان نه دي او کله چي شيان، پيښي، سياسي او ټوليز واقعيتونو د پرون په شان نه وي څه ډول کيداي شي د پرونيو فکرونو او اصولو پوسيله توضيح اوحل شي. په پرونيو فکرونو او په پرونيو وسيلو د نويو ستونزو حل کول په خپله وخت ضايع کونکی او بحران راوړونکی عمل دی.

 ***

د دی لیکینی نوری برخی:

“موږ” او “ دوي”

 

- لومړی برخه ؛

- دویمه برخه

- درېمه برخه

- څلورمه برخه
- پنځمه برخه

- شپږمه برخه

- اومه برخه

- اتمه برخه

- نهمه برخه

- لسمه برخه

- یوولسمه برخه