رسیدن: 05.09.2012 ؛ نشر : 06.09.2012

 

دستگير روشنيالی

 

 

“ موږ” او “ دوي”

 

ديارلسمه برخه

 

څوگونيتوب او يو اړخيز تفکر

 

 

اصلي کړۍ پيدا کړي، جگړه د لامل په ځای لاملونه لري

پرون په يوه سيمه کي د توفان د راتگ له امله ډيرکورونه ړنگ شول اوهغه بل ه ورځ يو سړی د ټوپک په گولۍ وويشتل شو او مړ شو... په دي ډول پيښو کي له يوي خوا هم پيښي او هم يي لاملونه روښانه او ساده دي او له بلي خوا هم پيښي په چټکي سره واقع کيږي او هم يي لاملونه په چټکي سره عمل کوي. په دي بيلگو کي پايلي“ ړنگيدل” او “ مړينه” قاطعيت لري يا په بل عبارت ددي دو پيښو واقع کيدل قطعي شوي دي. خو ټولنيزي پيښي نه په چټکي واقع کيږي او نه يي لاملونه د توفان او گولۍ په سرعت حرکت کوي. همدا رنگه هيڅ ډول ټولنيزه پيښه نه په قاطع توگه بدليږي او نه يي لامل يو دی. ټولنيزي پيښي څوگوني لاملونه لري او په دي لاملونو کي اصل لامل شته دي چي اصلي کړۍ هم ورته ويل کیږي او ددي کړۍ په لاس ته راوړلو سره هم ټول ځنځير تر کنترول لاندي راځي او هم ددي عملي امکانات را منځ ته کيږي چي د حل عملي لاره و موندل شي.

په تونس کي د يوه ځوان پوسيله ځان ته اور اچول په هيڅ وجه په دي هيواد کي د پاڅون لامل نه وو. دلته پاڅون ډيرلاملونه درلودل. د ځوان سوزول يوه انگيزه وه چي د لاملونو تاثيرات يي را څرگند کړل او يا له تاثيراتو او پايلو مخکي را منځ ته شوه. خو په چين او ايران کي د دا ډول پيښوکيدل د پاڅون د پيل په معني نه دي.

نن په دنيا کي پيښي او ستونزي په بي ساري توگه سره نږدي او يو په بل کي نغښتي دي او د پیښو او ستونزو تر منځ متقابل تاثیر ډير چټک، گړندی او پيچلي شوی دی او دا په طبعي توگه حل هم پيچلی کوي.

د سوريي د ستونزي په حل کي دنيا پاتي راغلي. د سوريي په جگړه کي د دو لورو په ځاي څوگوني سيميز او نړيوال لوري شته دي چي د ستونزي حل يي سخت مشکل کړی دی. دلته د امريکا او روس گټي سره مخامخ دی. دلته سوني او شيعه له يو بل سره په وژونکي جگړه کي لگيا دي چي ايران او حزب الله د اسد او ترکيه او سعودي عربستان... د اسد د مخاليفينو تر شا ولاړ دي. همدارنگه دلته په سوريه کي ترکي ناسيوناليزم، عربي ناسيونايزم او ايراني ناسيوناليزم هم له يو او بل سره سيالې کوي. اخضر ابراهیمی د سوريي د جگړي په هکله وايي: "می دانم چقدر دشوار است – تقریبا غیرممکن است. نمی توانم بگویم غیرممکن – اما تقریبا غیرممکن است.بی بی سی.

موږ د عادت له مخي د ستونزي يو اړخ وينو او د يوه اړخيز يا يو بعدي تفکر پوسيله تشخيص او تحليل کوو او يا هم ستونزي په تورو او سپينو، په حلالو او حرامو، په ښو او بدو ويشو. د دريمي لاري، دريم الترناتيف او دريم تاثير نه پيږنو او نه ورباندي فکر کوو. د ډيرو مهمو ټولنيزو ــ سياسي مسلو او ستونزو په هکله د معمول سره سم پوښتنه کوو، لامل يي څه دی؟ دا د ساده او طبعي پيښو په هکله ښه پوښتنه ده او ډيري په تيره بيا طبعي پيښي او شيان د یوه لامل پايلي دي او څيړنه او پيږندنه يي هم خورا ساده او اسانه ده. خو د ټولنيز حالت او ټولنيزو پيښو لکه وروسته پاتي والی، جگړه، پاڅون، خواري... په هکله دا ډول پوښتني له واقعيت سره سمون نه لری.

- په افغانستان کي د وروسته پاتي والی لامل څه دی؟

- په افغانستان کي د رواني جگړي لامل څه دی؟


د وروسته پاتي والی او جگړی په هکله پورته دوه پوښتني سمي پوښتني نه دي. دواړه وروسته پاتي والی او جگړه نه يولامل لري او نه د يوه لامل تاثيرات او پايلي دي. دا ډول پوښتني يوازي او يوازي د يواړخيز معمولې تفکر د ځواب ورکولو موضوع دی، کوم چي د لاملونو په ځاي لامل په گوته کوي او کله کله خولامل هم خوشي کړي او په ځای يي په تاثيراتو او پايلو خبري او حساب کوي.

يوه بله هڅه بيا دادي چي پيښي او ستونزي په پروني معيارونو وسنجول کيږي او يا هم نن او سبا ته د پرونيو واقعيتونو په راوړولو سره د ستونزو حل پيدا کړي، پداسي حال کي چي پروني واقعيتونه نن او سبا ته نه را انتقال کيږي او راتلونکي په پرون کي نه دی.

د يو اړخيز تفکر بله نيمگړي خوا هم د پيږندني او تحليل کولو په کار کي د مضمون او محتوا په ځای په شکل ټينگارکول او يا په شکل کي بدلون را وستل دي. البته کيداي شي چي بدلون له شکل پيل شي او په محتوا او مضمون تاثير وکړي، خو که مضمون بدل نشی په شکل کي بدلون شاته گرزيدونکی دی. په افغانستان کي تر ډيره حده په ټولنيز او سياسي ژوند کي بدلونونه په شکل کي وي او له همدي امله په اساني سره له منځه وړل کيږي. يوازي په ټولنيزو او سياسي اړيکو او جوړښتونو کي بدلون، کيفي بدلون دی کوم په اساني سره په شا نه تمبول کيږي، تينگښت مومي او خپل حرکت ته ادامه ورکوي.

سره ددي چي موجود حالت له پرونی حالت سره روښانه او څرگند توپيرلري، لاس ته راوړني شته دي او ډير شيان بدل شوي دی او بدليږي، خوتراوسه هم تر ډيره حده بدلونونه د مضمون او ماهيت په ځای په شکلونو کي دي او په تيره بيا د ټولنيزو، حقوقي او فرهنگي اړيکو او جوړښتونو په برخو کي بدلونونه په بي ساري توگه ورو، کمزوري او شا ته گرزيدونکي دي. د بيلگي په توگه په افغانستان کي تر اوسه هم د حاکميت په هکله بدلون شکلي بڼه لري او په دي هکله کيفي او ژور بدلون نه دي راغلی. په دي معني چي د وروستۍ خبري حق له چا سره دی او تر اوسه دا خلک نه دي چي وروستۍ خبره وکړي او يا هم د سياسي پريکړو په بهير ټاکونکی تاثير ولري. تر څو د حاکميت په برخه کي بدلون کيفي نشي بي له شکه به استبداد بيا را گرزي، تور استبداد. د قانون واکمني ورته حالت لري او په ټولنه کي رواجونه او دودونه له قانونه پاس او پياوړی عمل کوي. د بشري حقونو او ازاديو او د فردي ازادي رعايت او درناوی نه کيږي او د دواړو واکمنو او واکمن فرهنگ له لوري هره لحظه پايمال کيږي. په پارلمان، حکومت، ادارو ... کي د ښځو ونډه د ښځو د ازادي په لور لويه لاس ته راوړنه ده، خو دا ازادي د ماهيت په ځای تر ډيره حده په شکل کي دی. د ښځو ازادي هغه وخت ډاډمنه کيږي چي په ټولنه کي هغه اصول، دودونه، نرخونه، رواجونه... لغوه شي چي ښځي، د هغوي ژوند، د هغوي هويت، د هغوي شخصيت او د هغوي راتلونکي يي په اسارت نيولې دي او دا به د شکل په ځای په ماهيت کي د بدلون په معني وي.

- د افغانستان د وروسته پاتي والی لاملونه څه دي؟

- په افغانستان کي د رواني جگړي لاملونه څه دي؟


يو اړخيز تفکر چي ځانگړتيا يي په ساده کولو او د مسلي او پيښي د يوه لوری په ليدلو کي دی، پورته پوښتنو ته له ځواب ورکولو تيښته کوي. په افغانستان کي وروسته پاتي والی او جگړه د لامل په ځای لاملونه لري او دا لاملونه نه ساده او نه هم د توفان په چټکي حرکت کوي. دلته د توفان او گولۍ په ځای گټي، ارزښتونه، جوړښتونه، غوښتني، ذهني او فکري خواري... عمل کوي. همدارنگه ددي معني دا نه دی چي په وروسته پاتی والی او جگړه کي لاملونه برابره ونډه او برابر تاثير لري. په طبعي توگه ددي لاملونو په منځ کي توپيرونه شته دی او تاثيرات او پايلي يي له يو بل سره توپير لري. دلته لاملونه له يوي خوا په اصلي او فرعي او له بلي خوا کورني او بهرنيي دي او په دي برسيره په پورتنيو ستونزو کي په لاملونو برسيره دوروسته پاتي والی او جگړي پايلې او تاثيرات: خواري، بيکاري، مهاجرت، جهالت، فساد او ناپوهي... هم ونډه لري او دا په خپل وار هم له وروسته پاتی والی او له جگړي سره مرسته کوي. همدا شان وروسته پاتي والی په جگړه او جگړه په وروسته پاتي والی تاثير غورزوي او همدا پيچلتوب دی چي يواړخيز تفکر او ايديولوژيکي شوي انديښنه پايلي او تاثيرات د لاملونو په ځای نيسي اويا د يوه لامل په مطلق کولو سره په يواړخيزه توگه د حل او چټک حل غوښتنه کوي.

 

په افغانستان کي وروسته پاتي والی ذهني ستونزه ده

په افغانستان کي يوازي حکومتونو او نظامونو، کوم چي د چپ منطق زړی جوړوي د وروسته پاتی والی لاملونه نه دي. په دي برسيره ناپوهي، فرهنگ، مذهب، بهرني لاملونه...هم په دي چاره کي لويه ونډه لري، خو تر ټولو لوي لامل په ټولنه کي موجوده ذهني ستونزه ده. همدارنگه د افغانستان جگړه د څوگونو او پيچيليو لاملونه پايله ده اوددي جگړي ساده کول او په يوه کورنی او يا بهرنی لامل پوري د جگړي تړل يوه خطرناکه تيروتنه ده او موږ څو ځله دا ډول تيروتني کړي دي چي پايلي يي هميشه وژونکي او ړنگونکي وي. هغوي چي فکرکوي د بهرني ځواکونو په وتلو سره به هر څه سم شي، د جگړي په نورو لاملونو سترگي پټوي او د نړۍ يوه پيچلي ستونزه ساده کوي. د ټولنيزو ــ سياسي ستونزو حل په يوه لامل کي لټول يو ايديولوژيکی چلند دی. ټولنيزی ــ سياسي ستونزي څوگوني لاملونه او څوگونی تدريجي حل غواړي او په لاملونو برسيره د ټولنيزو او سياسي پيښو په منځ راتگ، جوړښت او وده کي اړيکي هم رول لري.

 

يو اړخيز تفکر د مسلي يو اړخ ويني

پرون موږ د يوه گوند په واکمني کي، کوم چي د انتخاباتو له لاري واک ته نه وو رسيدلی، د يوه اړخيز تفکر په بنياد د پيښو او ستونزو د يوه لوري په ليدلو کي دومره ډوب وو چي نوري خواوي، نور ځواکونه او نور فعاليتونه په مو نه ليدل، حتي هغه څه چي په ټولنه کي هر ورځ پيښدل او هغه څه چي هر ورځ مو ترسترگو تيريدل موږ ته د ليدلو وړ نه وو. فکر مو کاوه چي د سياسي قدرت په درلودلو سره بری حتمي او قطعي دی.

“ ما شکست نمی خوريم...ما فرزند تاريخ استيم و تاريخ ما را به ميان اورده است...”

نورمحمد تره کي

“ انقلاب ما شکست ناپذير است و همه دوشمنان انرا بخوبی می دانند. ما با خوشبيني بر حق انقلابی و علمی

به اينده می نگريم. زمان به نفع انقلاب ما عمل ميکند. حق با ما است اکثريت مطلق مردم ما از انقلاب دفاع ميکند و در نتيجه پيروزي ما يک امر حتمی است” ببرک کارمل

پورتني خبري له پيله تر اخيره په قاطعيت يا قطعي بری او برتري راڅرخي، خو په عمل کي دواړه “ قاطعيت” او “ برتري” د بری په ځای د ماتي لاملونه شول.

“ انشاالله د روسي پوځونو له وتلو وروسته به هيڅ مشکل نه وی، د مجاهدينو په لاس به اسلامي حکومت جوړيږي” گلبدين حکمتيار

ددي خبري معني د جگړي او د هغي د لاملونو ساده کول او د جگړي د يوه لوري ليدل دی. همدا شان ددي خبره معني دا ده چي د جگړي او ستونزي لامل يو او هغه هم روسي لښکري دي او د هغوي په وتو به نه يوازي جگړه ختم شي، بلکي اسلامي حکومت به هم جوړ شي. خو په عمل کي د روسانو په وتلو نه جگړه ختمه شوه او نه هم هغه اسلامي حکومت جوړ شو چي حکمتيار يي انتظار درلود.

په پورتنيو دريو بيلگو کي يو اړخيز تفکر واکمني کوي، کوم چي د نورو لورو د نه ليدلو او يا هغوي ته په اهميت نه ورکولو تکيه کوي، په دي بيلگو کي د ټولني د وضعيت کلي او حد اقل څواړخيز تصوير نه ورکول کيږي او د ستونزو او پيښو يوازي يو لوری ليدل کيږي، هغه لوري چي د دوي په گټه دی. د دا ډول چلند او دريځ پايلي جگړه او د جگړي دوام وو. په سياست کي تر ټولولويه تيروتنه د نورو لورو نه ليدل دي.

دا مسله د پوره پوهای وړ دی چي سياست کونکي د يوې سياسی مسلي او د سياسي مسلي د پيښدو په هکله يو شان نظر نه لري او دا د مسلي د څوگونيتوب په معني دی، خو رهبران حق نه لري د مسلي د يوه لوری په ليدلو سره پريکړه او يا هم عمل وکړي. افغانستان د بل هيواد په پرتله د يو اړخيز تفکر په بنياد د پريکړو او عمل کولو قرباني دی.

اوس طالبان د جگړي له ستونزي سره ورته چلند لري او د لورو په ځای يو لوری ويني. داسي ښکاري چي پرونۍ سناريو، چي پايله يي يوه ړنگونکي او وژونکي کورنۍ جگړه وه بيا ازمايښ کيږي. کورنۍ جگړه نه بايد تکرارشی، دا ځل به په لويو انساني او مادي تراژيديو برسيره چي تر اوسه مي نه ليدلې د افغانستان موجوديت هم تر پوښتني لاندي دي. د افغان ټولني جوړښت سخت پيچلی او ناهمگون دی. د ساده کولو معني يي سوچه حماقت دی. دا عقلانه خبره نه دی چي د افغان ټولني د سياسي خواوي يو لوری وليدل شي او له همدي ځايه قضاوت وشي. همدا شان افغانستان او سيمه د ټولنيزو اورغورزونکو په سيمه بدل شوي، کوم چي هره لحظه يي د راپورته کيدو او چوولو عملي امکانات شته دي.

ناتو د ستونزي يوازنی لامل نه دی او هغوي چي فکر کوي ددي پوځي ځواک په وتلو به جگړه ختم او په افغانستان کي به د دوي د خوښي حکومت جوړ شي، د موجودو حالتو د يوه لوری د ليدلو او د جگړي په تيره بيا د کورنيو او سيميزو لاملونو د نفي کولو په معني دی، کوم چي په بشپړه توگه عيني او نه نفي کيدونکي دي.

دا روانه جگړه د دو لورو “ ناتو او طالبان” تر منځ جگړه نه دي. دا جگړه نور لوري هم لري او هرلوری په دي جگړه کي د خپلو غوښتنو او گټو په بنياد عمل کوي. مهمه دا خبره نه دی چي د ناتو له وتلو وروسته څوک او کومه ډله واکمن کيږي، مهمه او اساسي خبره د يوي واکمني جوړيدل دي چي د افغانستان د خلکو د سياسي او مدني حقونو او ازاديگانو ساتنه او د ټولنيزي هوسايني په لور ددي هيواد لارښوونه وکړي. بي له دي به د ناتو په وتلو يوازي د جگړي څيره او نوم بدل شی.

په واقعيت کي د رواني جگړي پيچلتوب او په دي جگړه کي د لورو ډيروالی اصلي لامل ورک کړی دی. له دریو لسيزو زياته موده کيږي چي موږ د جگړي د اصلي لامل په ځای په شکلونو، معلولونو او تاثيراتو حساب کوو او د همدغو په بنياد تگلاري او هدفونه ټاکو چي پايلي يي د سولې او مصالحي په ځای جگړه او د جگړي دوام دی.

د سولې د تامين ضرورت دادی چي د جگړي اصلي لامل، لاملونه په گوته شي او دا به د جگړي د ماهيت پيږندنه وي. په بل عبارت د هغه څه پيږندنه به وي چي د جگړي په کار کي ټاکونکی، لوری ورکونکی او عمده رول لري او دا به ټولني او دولت ته ددي امکان ورکړي چي له کومه ځايه کار پيل شي. له پاکستان سره د موجودو اختلافونو په حل کولوسره، چي اسانه او بي درده به هم نه وي کيداي شي د جگړي د غوټي د پرانيستلو لاره همواره شی. پاکستان که له يوي خوا د جگړي سيميز مهم لامل دی او له بلي خوا په افغان ټولنه کي د دولت د کمزوري او د ټولنيز ويش او ټولنيزي بي باوري له امله پاکستان د جگړي په کورنی لامل هم بدل شوی دی او تر څو چي پاکستان و نه وغواړي په افغانستان کي د لورو ترمنځ مصالحه نه کيږي.

افغانستان همدادم د يولړ بدلونونو په درشل کي دی او د يوه نوی حالت د منځ راتگ نښاني ترسترگو کيږي چي د طالبانو په گټه نه دي. په افغانستان کي د طالبانو په ضد د ولس غصه او عصبانيت پراختيا مومي او ور سره په خلکو کي دا ذهنيت چي اسلامي گوندونه او طالبان له اسلام څخه د خپلو سياسي او اقتصادي هدفونو د لاس ته راوړولو له پاره د وسيلې په توگه کار اخلي هم پراختيا پيدا کوي.

د پاکستان او امريکا تر منځ د اړيکو بيا ښه کيدل د طالبانو له پاره ښه خبر نه دی او ويل کيږي چي پاکستان په شمالې وزيرستان کي د طالبانو په ضد پوځي عملياتو ته ځان چمتو کوي.

بيا هم ځوان نسل

ځوان نسل اړ دی چي د دواړو ښی او چپ يواړخيز فکرونو په هکله بيا او بيا کتنه وکړي او همدارنگه د دواړو ښی او چپ لورو د خيالې ذهنونو او ارمانگريو څيړنه وکړي او پايلي يي وارزوي. هغه وخت را رسيدلی چي د ټولنيزو پيښو او سياست په هکله يو اړخيز او يا يوبعدي تفکر خپل ځای څواړخيز تفکر ته ورکړي او دا ډول يو فکري بدلون د عقلي او ذهني بلوغ غوښتنه کوي.

چيري چي جهل د عمل بنياد شي، هلته عقل نه وي.

په افغانستان کي ذهني او فکري خواري يوه پراخه او ټولنيزه ستونزه ده. ټولنه تر اوسه د هغه څه په هکله چي په شاوخوا يي تيريږي سم درک او پوهه نه لري او تر اوسه د خلکو په را پارولوکي د پوهي او خبرتيا په ځای جهل او غيرت رول لري او له بده مرغه په همدي بنيادونو عمل کيږي. چيري چي جهل د عمل بنياد شي، هلته عقل نه وي. په افغانستان کي هره ورځ زړه بوگنونکي پيښي په روښانه توگه راښيي چي دلته عقل، پوهي، زړه سوی او انسانيت د وحشت او جهالت په وړاندي مات شوي دي.

هغه څوک چي د يوه اوه کلن هلک او د يوې شپږ کلني نجلۍ په غاړه چاړه ږدي او سرونه يي پري له موره دنيا ته له چاړي او يوه وژونکي تفکر سره نه دی راغلی او مور يي هم هغه ته د سرونو د پريکولو روزنه نه دي ورکړي. پوښتني دادي:

ددي سړی زړه چا په ډبره بدل کړ؟ چا ورڅخه زړه سوی واخيست؟ چا په لاس چاړه ورکړه؟ او چا او څه شی ورنه انسانيت واخيست؟

روسو وايي: “ انسانان دنيا ته ښه راځي، دا ټولنه ده چي له هغوي شراچونکي جوړوي” او هغه په دي باور وو چي په ټولنه کي د اصولو، ارزښتونو په بدلون سره انسان کولاي شي په نيکي او پاکي کي ژوند وکړي.

د تشويش وړ خبره داده چي ددي ډول عملونو په وړاندي ټولنه بي توپيره پاتي کيږي او اعتراض نه کوي. دا ډول يوه ټولنه يوه يرغمل شوي ټولنه ده او وگړي د سرنوشت او هغو ارزښتونو پيروي کوي، کوم چي د دوی د بدي ورځي، د دوي د بدبخته کولو، د دوي د سپکولو او د دوي د وژلو لاملونه دي. ستونزه همدلته دي او دا په ځوان نسل دی چي ددي ستونزي د حل کولو هڅه وکړي. ځوانان کولاي شي په ټولنه کي د ناپوهي او جهالت ديوالونه مات کړي او ديوه فکري نظام په ايجاد کولو سره په ټولنه کي د اوږدي مودي د فکري رهبري خلا له منځه يوسي او د يوې راسيونال ټولني د جوړولو لاره غوره کړي.

ځوان نسل هڅه وکړي چي فکرونه يي ايديولوژيکي نشي. د فکر ايديولوژيکي کيدل د فکر د يو اړخيز کيدلو په معني دی. د فکر ايديولوژيکي کيدل د مسلي د يوه لوری د ليدلو په معني دی او په دي ډول حالت کي انسان فکر کوي چي هرڅه ته تيار او چمتو شوی ځواب لري. د افغانستان تجربي ښيي چي دا ډول فکر د سم ځواب ورکولو په ځای ناورينونه را منځ ته کوي. ټولنيزو او سياسي پيښو او مسلو ته له يوي خوا ساده گي او له بلي خوا قاطعيت په هيڅ وجه ځواب نه دي اوکله چي ټولنيزي پيښي په قطعي توگه نه واقع کيږي د يواړخيز تفکر او ايديولوژي ضرورت هم له منځه ځي

ځوان نسل هڅه وکړي چي د برتري غوښتني په ناروغي مبتلا نشي. برتري غوښتنه د بشريت تر ټولو خطرناکه ناروغي ده. برتري غوښتنه په هميشنۍ توگه د نورو له ټيټولو او سپکولو او د هغوي له نابود کولو سره تړلې ده. همدا شان برتري غوښتنه په زور تکيه کوي او برتري غوښتنه جگړه غوښتونکي ده. د افغانستان په شان په يوه ويشلي ټولنه کي د قوم، مذهب، ژبي ... په بنيادونو برتري غوښتنه د جگړي په معني دی. ځوان نسل اړ دی د قومونو، مذهبونو او ژبو تر منځ گډ پوهاوی را منځ ته کړي او تر څو چي گډ پوهاوی ايجاد نشي گډ ملي هدفونه هم نه ټاکل کيږي او که گډ هدفونه ونه ټاکل شي د يووالی په ځای به ويش واکمني کوي.

د برتري غوښتونکو بل لوری دادی چي د بل هر چا په پرتله ځان خوروي او ځوريږي او د هغه څه ليدلو ته چمتو نه دی چي له دوي ښه وي او په همدي اساس د انتقام اخستلو، وژلو او ړنگولو پياوړي حس لري او هر هغه څه چي ددوي برتري تر پوښتني لاندي را ولې له منځه وړل يي غواړي.

سره ددي چي د هيواد نامعلوم وضعيت، د ټولنيزو او سياسي مسلو پيچلتوب، جگړه، هره ورځ وژني، خواري، بيکاري فساد... په ځوانانو کي قهر او غصه را پاروي او هغوي د قهر، بي حوصله گي او ارمانگري لور ته بيايي. خو ټولنه په اوسنيو سختوتاريخي لحظو کي په کلکه له عقل څخه د کار اخستلو په ضرورت ټينگار کوي. عقل تر ټولو ښه لارښود دی.

همدارنگه د ځوان نسل فکري ستونزي او تشويشونه د پوره درک وړ دي او دا يوازي د دوي مسؤلیت نه دي. موږ او تيرو نسلونو ځوان نسل ته په فکري او علمي برخو کي داسي څه نه دي پريښي چي د ټولنيزو

او سياسي پيښو او ستونزو په څيړلو او پيږندلو کي د دوي لارښود وگرزي او دا په خپله د بدبختيو يو لوی لامل دی. موږ او تيرو د ټولنيزو او سياسي د ستونزو د حل کولو له پاره ساده لاري غوره کولې چي فکرکولو او د عقل په کار اچولو ته يي ضرورت نه درلود، “ توره واخله” “ کودتا وکړه” ... په افغانستان کي د زور او ټوپک فرهنگ دومره مسلط شوی چي وگړي خپل عظمت او قوت په زور او ټوپک کي ويني.

موږ يوه بله ستونزه د شخصيت او د زور او په تيره بيا د مقام تر منځ اړيکي وي. موږ خپل شخصيت په مقام کي ليد او مقام موږ ته شخصيت را کاوه او په عمل کي د موږ شخصيت د مقام په سوري بدل شوی وو، کله چي مقام ولويد شخصيت ورسره جوخت را پريوت او موږ و نشواي کولاي ټولنيز شخصيتونه وروزو او د هغوي پالنه کړو. ټولنه د شخصيتونو روزلو ته ضرورت لري چي نه يوازي د مقام په سوری بدل نشي، بلکي مقام ته اهميت ورکړي.

ځوان نسل به نه يوازي په فکري او علمي برخو کي د موږ او د تيرو ذهني بي وسيو اوفکري ټمبليو تلافې وکړي، بلکي په خپلو ايجاد کونکو هڅوسره به د راتلونکو په فکري او علمي رهبرهم تبديل شي او د افغانستان راتلونکی مدرن تاريخ به هم له همدي ځايه پيل کيږي. د ټولنو پرمختگ د سرکونو او تعميرونه په ځای د فکرونو او استعدادونو د ودي په معيارونو سنجول کيږي.
 

 ***

د دی لیکینی نوری برخی:

“موږ” او “ دوي”

 

- لومړی برخه ؛

- دویمه برخه

- درېمه برخه

- څلورمه برخه
- پنځمه برخه

- شپږمه برخه

- اومه برخه

- اتمه برخه

- نهمه برخه

- لسمه برخه

- یوولسمه برخه

-دولسمه برخه