رسیدن: 03.06.2012 ؛ نشر : 05.06.2012

دستگير روشنيالی


موږ او دوي

لسمه برخه

ته، تاريخ او سياست


د پرون د ښې پيږندنې پايله ، راتلونکی ښه ژوند دی

نن تاريخ دی، خو تاريخ نن نه دی او هغوي چي تاريخ نن کوي، دواړه نن او تاريخ نه پيږني.  پرون، نن راتلونکي وه او نن سبا راتلونکي ده. د پرون په هکله فکر نه کول او له هغه سره اړيکي نه درلودل د انسان او انساني ژوند ځانگړتيا نه دی او دليل يي هم دا دی چي انسان يوازي په حال کي ژوند نه کوي.  په تاريخ کي تر ټولو مهم عنصر زمان دی. خو د زمان تر څنگ  په تاريخ کي مکان او څرنگوالی هم اهميت لري. د موږ تاريخ همدلته “ مکان”  پنځه زره کاله پخوا “ زمان”  دا ډول “ څرنگوالی” پيل شو.  که موږ يوازي د يوې پيښي په هکله  زمان پيږنو،  دا پوره تاريخ نه دی. د بيلگي په توگه، “ موږ پنځه زره کلن تاريخ لرو”  دا عبارت يوازي زمان راښيي او د مکان او څرنگوالی په هکله ځواب نه وايي او يا دي پوښتنې ته،  دا تاريخ چيري او څه ډول پيل شو؟  ځواب نه ورکوي. په تاريخ کي د زمان د عنصر  اهميت “ تاريخ تکرار کېږې” تر پوښتني لاندي راولې او زمان هيڅکله هم نه تکرار کېږې.


بي تاريخه پادشاه

زمری ته د ځنگل پادشاه ويل کیږي، خو دا يو بي تاريخه پادشاه دی. تاريخ د انسانانو کار او د انسانانو چاره ده او د ژونديو موجوداتو په منځ کي يوازي انسان تاريخ لرونکی موجود دی او همدا دليل دی چي “پايان تاريخ” عملي خبره نه دی او ترڅو چي انسان وي تاريخ به هم وي.  تاريخ د نورو علومو په شان يو علم دی او موږ ته د تيرو پيښو، د هغوي ترمنځ د اړيکو او دهغوی د پيښيدو د لاملونو په هکله زده کړه را کوي. تاريخ دي پوښتنو ته ځواب ورکول دی: څه پيښ شوي؟ ولې پيښ شوي؟  د پيښو او يا مسلو ماهيت او کیفيت د بل هرعنصر په پرتله  د ولې پوسيله څرگنديږې.

تاريخ د ټولني حافظه ده

تاريخ له موږه د دواړو تاريخي درک او تاريخي حس غوښتنه کوي. درک کول له موږ سره د تاريخ پيږندني په کارکي مرسته کوي اوحس درلودل د تاريخ په وړاندي د موږ په مسؤليت لرلو ټينگار کوي. په دي معني چي موږ د فرهنگي ميراثونو او تاريخي شتمنيو پالنه او ساتنه وکړو. يوه ډبره هم چي د انسان په لاس جوړه شوې وي او فرهنگي ځانگړتيا ولري بايد وساتل شي. يوه پاڼه کاغذ چي تاريخ بيانوي بايد ضايع نشي. د تاريخي درک او تاريخي احساس په هکله له ايطاليا او مصر زده کړه وشي. د طالبانو په وسيله په باميانوکي د بوتانو له منځ وړل د دواړو تاريخي درک او تاريخي حس نشتوالی دی او ددي عمل په کولو سره طالبان په تاريخ کي د فرهنگي ميراثونو او تاريخي شتمنيو د دوښمنانو په نوم ثبت کېږې.

موږ عادت کړی چي د واقع شويو مسلو او ستونزو په هکله ډير د چا په هکله خبري کوو. دافغانستان تاريخ د پادشاهانواو څومستبدينو تاريخ دی  په طبعي توگه په دي هکله د چا رول او نقش  نفي کيدلاي نشي او وگړي د پيښو په واقع کيدو او سرته رسولوکي، کله کله ټاکونکی رول هم لري، کومو ته چي د تاريخي شيبو وگړي ويل کېږې او کوم چي په تاريخي شخصيتونو بدلېږې.
 په تاريخ کي بي شماره ځلانده څيري اوشخصيتونه شته دي، کومو چي د فلسفي اوعلم په چوکات کي يي په خپلو جوړونکو اولاري پرانيستونکو فکرونو او خپلولاس ته راوړنو بشريت ته ډيرڅه په ميراث پريښي دي. دوي د خپلو فکرونو په زور بشريت د پيړيو له تاريکي راويست او دا هم د دوي لاس ته راوړنه ده چي بشريت دي ځای ته رارسيدلی دی.  همدارنگه دوي  د ازادي او برابري بيرغ اوچت کړ او دمدرني ټولني بنياد يي کښيښود. خوله بده مرغه په تاريخ کي هغوي هم شته دی چي د بشريت ټولنيز وجدان ته فشار ورکوي.


احترام،  تحميل کېږي نه، کسب کېږي

په افغانستان کي د وگړو او تاريخ په هکله يوه بله ستونزه هم شته دی او هغه په تاريخ باندي د وگړو تحميل کول دي. يو شمير هڅه کوي د دوي د خوښي وگړي د اتل په نوم، د رهبر په نوم، د ملي او ټولنيز شخصيت په نوم ... په تاريخ ور وتپي او غواړي تاريخ په خپل انحصار کي راولې، پداسي حال کي چي تاريخ د ټولوگډ ميراث دی. د افغانستان تاريخ او په تيره بيا معاصر تاريخ له دي ډول هڅو سخت ستړی شوی دی. په افغان ويشل شوي ټولنه کي هرډله هڅه کوي د خپلې خوښي وگړی د تقديس درجي ته يي ورسوي، ترڅوله انتقاد کولو او څيړلو خوندي پاتي شي. شخصيتونه په لاس او ددي او هغه گروپ پوسيله نه جوړيږي. شخصيتونه په طبعي توگه د مصنوعي اتوريتي په ځای د معنوي اوتوريتي او د تحميل شوی احترام په ځای د کسب شوی احترام په اساس را وزي. له بده مرغه په افغان ټولنه او دټولني په واکمن فرهنگ کي احترام او درناوی هم تحميلي جنبه لري او له ډار،  زور، قدرت او پيسو سره تړلې مفهومونه دي. هغه احترام او هغه درناوي چي د ډار، زور، قدرت... په اساس را منځ ته شوی که د پيړيو له پاره هم دوام وکړي،  مصنوعي او موقتي دي. شخصيتونه په ټولنه کي د خپلولاس ته راوړونو او خدمتونو په اساس را مخته کېږي اواحترام کسب کوي. بشريت نلسون مانديلا او گاندي ته د هغوي د لاس ته راوړونو په اساس احترام لري او دا د تحميل شوی احترام په ځای کسب شوی احترام دی. يو شمير افراطيان بيا له تاريخ سره د تاريخ له قضاوت سره په جنگ دي او غواړي هغه څه بيا را وگرزوي چي تاريخ د برخه گرزيدلې اود مصرف سند يي هم لاسليک شوی دی. ډبرې او فولاد بدلېږې، خو موميايي شويو فکرونو ته هيخ شی لاره نشي موندلاي.

 

تاريخ، تاريخ دی

له تاريخ سره نه بايد سياسي چلند وشي. د تاريخ د سياسي کولومعني له يوي د تاريخ د خپلواکي  له منځه وړل دي او له بلي خوا د پرون په ايينه کي د ټولني او د پيښو ليدل دی.  سياست عمل کول دي او تاريخ، هغه څه دی چي بيا عمل نه کوي. په بل عبارت سياست په هميشنۍ توگه بدليدونکی دی او تاريخ نه بدليږي او تاريخ هغه څه مطالعه کوي چي بيا عمل نه کوي.
ويل کيږي:  هغه د تاريخ برخه شو، تاريخ د هغه سند مصرف لاسليک کړی دی... په افغانستان کي بيا د سرطان او ثورکودتاگاني نه کېږې...البته له نږدی تاريخ او له هغو پيښو سره چي تراوسه په تاريخ نه بدلې شوي او يا هم له هغو پيښو سره چي تاريخ ته ځان ورنږدي کوي کيداي شي سياسي چلند وشي. 


تاريخ د نيت په ځای په عمل او پايلو قضاوت کوي

ته پوهیږي چي تاريخ د نيتونو په ځای په عملونو او پايلو قضاوت کوي. تاريخ د ويل شويو په ځاي په عملي شويو قضاوت کوي. 

“ موږ ښه نيت درلود” . نورمحمد تره کي نيت درلود،  له افغانستانه سويس جوړکړي. ببرک کارمل نيت درلود،  په افغانستان کي له استثماره خلاصه يوه ټولنه جوړه کړي او گلبدين حکمتيارغوښتل کابل په پاريس بدل کړي، خو تاريخ د اولو دو د نيتونو په ځاي د دوي تر مشرتوب لاندي په افغانستان کي د عملي شويو او پايلو په اساس او د کابل په هکله د حکمتيار د نيت په ځای د کابل په لور  د هغه په وسيله د زرگونو ويشتلو شويو راکتونو او د هغو په پايلو قضاوت کوي. تاريخ د نيتونو تر څنگ د سپينو کاليو، تورو پگړيو، گردو پکولونو او پلنو نيکتايگانو پروا هم نه ساتي.


تاريخ او سياست

تاريخ او سياست له يو بل سره ډيرې نږدي اړيکي لري او دا اړيکي ترهرڅه د مخه په زمان او د پيښو په څرنگوالی کي انعکاس پيدا کوي. د بيلگي په توگه  ته همدا دم يوعمل،  يو ټولنيز، يو سياسي عمل کوي، چي په نن او راتلونکي پوري اړه لري، خو د تا دا عمل ورو ورو په تاريخ بدليږي. د پرون او نن ترمنځ اړيکو ددي ضرورت را منځ ته کړی چي ته هم د نن او هم د سبا له پاره تاريخ ته مراجعه وکړي او د نننيو او پرونيو پيښوترمنځ اړيکي جوړي کړي او ددی معني دا نه دي چي ته نن او سبا په پرون کي لټوي. ددي معنی دا هم نه دي چي ته د پرونيو په مودل کي راوزي.  ددي معني دادي چي له پرون سره چلند له يوي خوا په څيړنه او پيږندنه او له بلي خوا په انتقاد ولاړ وي. په تاريخ کي د ښو تر څنگ  بدي،  تياره  او شرمونکي پيښي هم شته دی او په تاريخ کي هغوي هم شته چي اوس هم وژل کوي.  يوه ژوندي ټولنه خپل تاريخ ته د انتقاد، زده کړي او عبرت اخستلو سره ور ننوزي او يوه ژوندي ټولنه د شويو په ځاي د هغه څه په هکله فکرکوي چي بايد وشي.

“ له راتلونکي نه ويريږم، تير وخت پيږنم او اوسنی وخت مي خوښيږي”  ويليام وايت

تاريخ د شويو او سياست د کيدونکو، بدليدونکو او راتلونکو بيان دی. ټولنه په هميشنی حرکت او هميشنی بدلون کي دی. د سياست د عمل کولو ډگرهمدا همیشه بدليدونکي ټولنه دی. په بل عبارت همدلته دی چي سياست عمل کوي او له همدي امله سياست هم په هميشنی حرکت او هميشنی بدلون کي دی. د سياست هميشنی حرکت او هميشنی بدلون له هرډول نه بدليدونکو اصولو او دگمونو د سياست د خپلواکي ضرورت را منځ ته کړی دی. د سياست ايديولوژيکي او مذهبي کول نه يوازي د سياست په خپلواکي تيری دی، بلکي، هغه بي محتوا کوي او په يوه بي حرکته وسيله يي بدلوي.

سياست په لمړۍ درجه کي د يوه واقعيت په توگه په واک او حاکميت کي انعکاس مومي او دا واقعيت معلوم زمان او معلوم مکان کي را منځ ته کېږي، کوم چي د تاريخ د ثبت په موضوع هم بدلېږي. په دي معني چي سياست له مکانه او زمانه د باندي وجود نه لري او لکه چي وويل شو، تاريخ د انسان کار اويوه انساني پروژه ده او سياست هم انساني ماهيت لري.  موږ فرهنگ ايجاد کړ او فرهنگ په خپل وار موږ ايجاد کړو. همدا شان موږ تاريخ او سياست ته شکل ورکو او دا دوه بيا په خپل وار د موږ نظريات، د موږ فکرونه او د موږ چلندونه متاثيرکوي.  يوارماني سياست يا يوه ارماني سياسي تگلاره چي هرڅه ته د هميشه له پاره ځواب ورکړي په دواړو تاريخ او زمان کي ځای نه لري. د تاريخ په اوږدو کي ډيرځله د ديني او غير ديني ايديولوژيگانو په مټ د يوه ارماني ټولني د ايجاد هڅي شوي، خوهيڅکله په واقعيت نه دي بدلې شوې او هيڅکله به په واقعيت به بدلې نشي. په ايران کي ملايانو د خميني د وعده ورکړل شوی جنت په ځای دوزخ جوړکړی.


ته او سياست

ته د ما په شان سياست مه ساده کوه او ورسره لوبي مه کوه.  پرون موږسیاست ساده کړ، له سياست سره مو لوبي وکړي اوسياست مو د قبيلوي توربورگنيواو سياليوسطح را ټيټ کړ. پدي برسيره پرون موږ په بشپړه بي پروايي سره د سياست خپلواکي له منځه يوړه او سياست مو ايديولوژيکي، قومي، مذهبي ...کړ.  دي چلند په هيواد کي د نوي ډول توتاليتر نظامونو د جوړولو له کار سره مرسته وکړه، د تصادفې وگړو، بدماشانو،  وژونکو، ځان پالونکي اوتيرايستونکو واک ته د رسيدلولاره يي همواره کړه،  د “ پرولتريا وطن نه لري” او “ اسلام پولې نه پيږني”  د اصولو په پيروی کولو سره په افغانستان کي د ملت جوړولو چاره په ټپه ودريده او د وطنپالني او ملت پالني په ځای ښکاره بيگانه پالنه پيل شوه.  په افغانستان کي د ملت جوړولو د پروسي ناکامي وه چي خلک يي پرونيو جوړښتونو “ قومونو...” ته په شا ورگرزول.  موږ خپل دي ړنگونکي او تباه کونکی چلند ته په وار سره  د “ تاريخي رسالت”،  “ تاريخي ضرورت”... نومونه ورکړل. ددي چلند مطلب دا وو چي له يوي خوا واک د موږ په مالکيت بدل شي او له بلي خوا مخاليفين د
 د “ تاريخي رسالت او تاريخي ضرورت” د دوښمنانو په نوم وځپل شي.  په طبعي توگه ددي چلند پايله سياسي استبداد او په جرم  د سياست بدلول وو.  موږ هرډول مخالف سياست او سياسي دريځ ته د جرم نوم ورکړ. پدي برسيره  موږ هره پيښه سياسي کړه چي پايلي يي ډيرې بدي او ناورين راوړونکي وي. همدارنگه موږ هڅه وکړه چي علم، فرهنگ، هنر... هم سياسي کړو. د افغانستان د دموکراتيک جمهوريت د اساسي اصولو د نوويشتمي مادي په شپږم بند کي ويل کېږې:

“ د انقلاب د هدفونو سره سم دعلمي، تخنيکي، کلتوري او هنري فعاليتونه ازادي.”

په عمل کي د سياست ايديولوژيکي او مذهبي کول له ټولني د حاکميت او رهبري د حق د اخستلو په معني دی. همدا اوس اوس په ايران کي د مذهب په نوم او په کوريا شمالې کي د ايديولوژي په نوم له خلکو د حاکميت او رهبري حق په روښانه ورځ غلا او سلب شوی دی. په اول کي يو ناروغه، له انسانيته اوانساني کرامته بيگانه بوډا د ځمکي په سر د “ خدای په نماينده”  په شمالې کوريا کي يومست ځوان په “ نابغه”  بدل شوي دي.  په  دواړو ايران او شمالې کوريا کي د يوه سړی واکمني دي.  په هغه ټولنه کي چي واکمن  يو وي، نورټول محکوم دي.  خامنه ای د ټولې نړۍ د قوتونو قوماندان بلل کيږي “ آیت‌الله خامنه‌ای نائب امام زمان )عج( و در کل دنیا فرمانده کل قوا است.” آیت‌الله نوری همدانی. 

د ايران اوسني حالت را ښیی چي د سياست په مذهبي کولو سره سياسي پريکړي اوسياسي عمل له دواړو سياسي علم او سياسي شعور جلا کيږي او واکمن سياسي تگ لاري دخپل حکمونه په بنياد جوړوي.

دا ډول سياسي چلند او دا ډول سياسي عمل د خلکو د غوښتنو په ځای د دگماتيک فکرونوپه اساس تنظيم کيږي.

“ په دنيا کي تر ټولو خطرناک شی د داسي ټولنې را منځ کول دي، په کومه چي اکثريت احساس وکړي چي په جوړولو کي يي رول نلري”  مارتين لوترکينگ

هو! پرون موږ ددی استعداد او وس پيدا نکړ چي سياست د يوې خپلواکي پوهي په توگه زده کړو او د يوه “خپلواک مسلک” په توگه ورسره چلند وکړو. نن هم له بده مرغه همدي ډول ړنگونکو او ناکاموهڅو ته ادامه ورکول کيږي.  د سياست، سياسي علم، سياسي فلسفي... په هکله  سمه پيږندنه او سم فهم نه ليدل کيږي، ....... په دي هکله عامي، افراطی او ساده خبري کيږي. همدارنگه د سياست، سياسي علم او سياسي فلسفي ترمنځ توپير نه کوي او همدا دليل دی چي د سياست په هکله فکري او ذهني ثبات په کلکه کمزوری دی. د سياسي تفکر بي ثباتي په ټولنه کي د سياسي افراط له چاري سره مرسته کوي.

سياست، سياسي علم او سياسي فلسفي تر منځ روښانه توپيرونه شته دي. دلته ددي يادونه بايد وشي چي ځيني پوهان په عمومي توگه د فلسفي او علم  په کله وایی چي فلسفه د علم په وړاندي کمزوري کېږي او د علم لاس ته راوړنې د فلسفي په پرتله ډيرې او مشخصي دي. دوي همدا شان استدلال کوي چي د علم لاس ته راوړنو دا امکان را منځ ته کړی چي په راتلونکي کي فلسفي ته څه پاتي نشي. خير، دا به راتلونکي وښيي.  فلسفه د انسان د تفکر د خاصو مفاهيمو او تصويرونوپه ځای دکلی مفاهيمو او تصويرونو ورکونکي ده او د علم په پرتله کلي پوښتنو ته ځواب ورکوي.

سياست د عمل کولو ډگر دی او هرسياسي عمل د موجود حالت د بدلون او يا هم  دهمدي حالت د ساتلو په منظور تر سره کيږي. د سياسي علم کار د سياست د اصولو او ارزښتونوپيږندنه ده. سياسی علم د سياست دځانگړتياومطالعه ده او په عمده توگه د بالفعل وضعيت څيړنه کوي د سياسي فلسفي کار د سياست د جوهر او کيفيت  پيږندنه ده. دا سياسي فلسفه دي چي د سياست ماهيت او شکل ته مفهوم ورکوي او دا بيا مفاهيم دي چي د سياست او سياسي عملونو لارښوونه کوي. سیاسی فلسفه د حق او قدرت اړيکي، د قدرت او انسان اړيکي. د ټولني او حاکميت اړيکي، د سياست او ټولني اړيکي، دموکراسي او ديکتاتوري...مطالعه کوي. سياسي فلسفه په هميشنۍ توگه د هغه حقيقت په لټه کي دی چي خپل مفهوم په خپل حرکت کي ترلاسه کوي.

د افلاطون ټينگار په دي وو چي څوک بايد حکومت وکړی او په اروپا کي سياسي فلسفي دا پوښتنه را پورته کړه چي څه ډول بايد حکومت وشي. د يوه عادلانه نظام ځانگړتيا د حکومت کولو په څرنگوالی کي ده.
 سياسي فلسفه له سياست سره څنگ په څنگ عمل نه کوي او سياست کونکي فليسوفان او حتي سياست پوهان نه دي.

موږ پرون د ا.د.خ.ا کي دي ته اړ وو چي مارکسيستي فلسفه زده کړو او د هغي د اصولو په بنياد له ټولني، دولت، سياست... سره عمل وکړو. دا فلسفه يوه بي طرفه فلسفه نه وه اوپه دي فلسفه کي سياست د يوه خپلواک مسلک په توگه نه پيږندل کېدو. دي فلسفي په سياست کي دعقل ځای انقلابی پراکتيک ته ورکاوه او په ټولنه کي يي د يوه توتاليترنظام له جوړيدو سره مرسته کوله. د همدي فلسفي په پيروي په افغانستان کي د “ حزب طراز  نوين” ديکتاتوري جوړه شوه او د يوه گوند حاکميت لکه چي عمل وښودله نه يوازي توتاليتريزم دی، بلکي ټولني ته د جگړي د اعلان ورکولو په معني هم دی.


حق او قدرت

په افغانستان کي “ قدرت حق دي”  اصل خورا اوږد تاريخ او پياوړی تاثيرلري او هميشه يي واکمنو ته د مرستي لاس ورکړی.  موږ هم د همدي اصل په پيروي چلند وکړ او ددي پوهه مو نه درلوده چي څه ډول حق او قدرت له يو بله جلا او ددي دو ترمنځ تعادل را منځ ته کړو.  موږ ته قدرت هرڅه وو. له هماغه پيله د موږ شعار د سياسي قدرت ترلاس کول وو.  په افغانستان کي هغوي چي قدرت لري، حق هم لري.

د اروپا د فکري تاريخ  په مطابق، کله چي له سقراط نه پوښتنه وشوه،  قدرت هرشی دی؟  هغه غلی پاتي شو. فيلسوفانو له دي جملي جان لاک، روسو... هڅه کړي د قانون په وسيله د قدرت او حق ترمنځ تعادل را منځه ته کړي او قانون هم هغه ازاديگاني محدودي کړي چي د نورو په حق تيري کوي او د عدالت تامين په دي پوری اړه لري چي څومره قدرت ترکنترول لاندي راځي.

د افغانستان تجربه ښيي چي په قدرت د يوې ډلې ولکه د مکلفيتونو يوه ټولنه را منځ ته کوي، چيري چي  انسانانو ډير ابتدايي حقونه هم له لاسه ورکوي.  په افغانستان کي د اسلامي امارت په واکمن کيدو سره په عمل کي د مکلفيتونو يوه ټولنه جوړه شوه او خلکو هرډول حقونه له لاسه ورکړل، ان چي خلکو په خپل خصوصي ژوند کي هم مصونيت نه درلود او دا له پاسه ټاکل شوي مکلفيتونه د زوراو ډار پوسيله تر سره کيدل.

ته سياست د يوه خپلواک علم، د يوې خپلواکي پوهي او د يوه خپلواک مسلک په توگه زده کړه. ته هيڅکله سياست په مذهبي او قومي معيارونو مه سنجوه. دا ويشونکي او کرکه جوړونکي معيارونه دي. دا ټولنه ويشي او د يوه هيواد خلک د يوه او بل په وړاندي دروي. د تا بری به په دي کي وي چي سياست له دي ويشونکو عنصرونو وژغوري او يا له دي عنصرونو سياست خپلواک کړي. ته دا کار هغه وخت کولاي شی چي انسان د تا د سياسي تفکر په مرکز کي وي او سياست په بشپړه توگه انساني محتوا لري. ته خپله  سياسي تگلاره د عقل، واقعيت او انسان پالني په بنيادونو تنظيم کړه.  ددي دريو بنيادونو په اساس جوړه شوې تگ لاره به د يوې ازادي، مدرني اوهوسا ټولني په لورد تا د هڅولارښوونه وکړي.

ته هره پيښه مه سياسي کوه او هره پيښه سياسي نه دی. د  هري پيښي سياسي کول هميشه بدي پايلې لري. ته سياسي مخالف ته د دوښمن په سترگه مه گوره، هغه خپل فکر، خپلي انديښني او خپلي گټي لري. همدا انديښني اوهمدا گټي دی چي په ټولنه کي واټن او اختلاف را منځه ته کوي او د سياست دنده د همدي اختلاف او واټن له منځه وړل دی تر څو د ټکرونو او جگړو مخه ونيول شي. په ټولنه کي اختلاف په تيره بيا د فکرونو اختلاف يوطبعي امردی او همدا اختلاف دي چي سياست ته ځواک او حرکت ورکوي.

سياست او سياست کول جرم نه دی. هرڅوک کولاي شی سياست وکړي.  ته سياست ته د گلادياتور د ډگر په سترگه مه گوره، چيري چي يولوري بايد نفي اوله منځه ولاړ شي. ته سياست ته د فوتبال د سياليو په سترگه هم مه گوره، چيري چي له يو بل سره همکاري نشته دی او يولوری بايد مات شي. له بده مرغه د يو بل د نفي کولو تگ لاره چي په زور او ټوپک تکيه کوي اوس هم ادامه لري.  سياست د سياليو ترڅنگ د همکاري کولو، يو بل ته د تيريدلو،  پوهای... ډگر هم دی. ته هيڅکله ددي هڅه مه کوه چي هرڅه ترلاسه کړي اويا هيڅ شی له لاسه ورنه کړي. توکويل وايي:  که ټول شيان وغواړي او هيڅ لاس ته رانه وړي او که د هيڅ شي له لاسه ورکول نه غواړي اوهرڅه له لاسه ورکړي”  سياست يوازي واک او د واک ترلاسه کول نه دی. همدارنگه سياست د ثروت ټولول او په امتياذاتو کي ورگډيډل هم نه دی. سياست د ټولني د لارښووني او اداري کولو علم دی.


ته پراگماتيک چلند ولره

ته په سياست کي د معجزو په انتظار مه کيښنه، نورو ته هم انتظار مه باسه. د نورو او معجزو په انتظارکښنستل له يوې خوا په ځان د تا باورکمزوری کوي، له بلي خوا د ژغورولو په لور په خپله د فکر کولووړتيا در نه اخلي.  ته پراگماتيک چلند ولره او دا پراگماتيک چلند دی چي تا په سياست کي د افسانو او دگمونو له پيروي ژغورلی شي. ته بايد په خپله فکر وکړي او په هوشياري سره د ټولني او له نړيوالو بدلونونو گټه واخلي او له هرنوی فرصته د هيواد له پاره گټه پورته کړي. دا عقل، واقعيت او انسان پالنه ده چي د پراگماتيک چلند بنياد جوړوي.  په پراگماتيک چلند کي د ارمانگري او افسانو په ځای عملي امکاناتو او ورځنی واقعيتونو ته اولويت ورکول کيږي او عقلي حل لټوي. پيښي له پخوا څخه د يوې جوړې شوې سناريو په اساس نه رامنځ ته کېږې چي د معلومو اصولو په چوکات کي حل شي.  په افغانستان او د افغانستان په شاوخوا کي پيښي د کومي جوړې شوې سناريو په اساس را منځ کېږې؟

افغانستان، سيمه او نړۍ په بي ساري سرعت سره بدليږې او په بشپړه توگه دراماتيکي ځانگړتياوي لري او په هيڅ وجه د حل له پاره ددي او هغو اصولو انتظار نه باسي. د نړۍ بدلونونه او موجودي ستونزي د پراگماتيک چلند اوعمل په ضرورت ټينگارکوي.

له بده مرغه په افغان ټولنه کي د اوږدي مودي له پاره د سياست په ځاي د سياسي خرافاتو او سياسی افسانو په اساس عمل کيږي. سياست کونکي او واکمن هم خپله بي وسي، خپله بي کفايتی... په همدي سل ځله ناکام شويو اصولو پټوي او ملامتي په نورو وغورزوي او دلته سياسي خرافات او سياسي افساني د سياسي فرهنگ يوه نه جلاکيدونکي برخه گرذیدلې او د تشويش خبره داده چي په ځوان نسل کي يي هم پياوړې نښانې او پياوړی تاثير ليدل کېږي.

تجربې را ښيي،  هغه ټولنه، چي په هغه کي انديښه، په تيره بيا سياسي انديښنه د خرافاتو،جهالت، افسانو او نه بدليدونکو دگمونو په اسارت کي وي هرومرو د ماتي په لورځي. همدارنگه هغه فرهنگ، چي په هغه کي خرافات پالنه، جهالت پالنه او خشونت واکمن وي نه علم او نه هم انديښنې ته ضرورت لري.  د سياسي خرافاتو د واکمني معني دا دی چي  سياست او عقل له يو بل څخه لري وساتي. د بيلگو په توگه،  په ايران کي واکمنو اخوندانو د عقل اوسياست تر منځ د ځمکی او اسمان واټن ايجاد کړي او وزيرستان د ملا ــ طالب د واکمني له امله د عقل په زندان او استعدادونو په گورستان بدل شوی دی.

 “ که مزی غویی وي درباندي ځمکي اړوي. که پياوړی خر وي در باندي بار وړي اوکه منډي وهونکي آس وي در باندي سپريږي، هغوي يوازي د تا له پوهي ډاريږي”

انساني بيداري

ته په زړورتوب سره دی رواجونو اودي خرافاتو ته شا وروگرزوه. په ځان باور ولره اوپه ځان باور به په ډاډه توگه د بريو په لور د تا لارښوونه وکړي. ته ديوه ازاد وگړی په توگه ازاد فکر وکړه، هغوي چي د تا دا ازادي اخلي پخپله غلامان دي اوهغوي چي په خپله غلامان وي د نورو په غلامي نه ځوريږي. ته له دي حالته ځان راوباسه او ته ددي حالت په وړاندي بغاوت وکړه او له دي مه ډاريږه چي باغي درته ووايي. روشنگري د خرافاتو او دگمونو په ضد د انسان د بغاوت پايله ده. بغاوت د انسان ذاتي خصوصيت دی او انسان هميشه د ظلم او تياري په ضد بغاوت کړي. د انسان تاريخ د ظلم،  تيري او د فکري غلامي په ضد د بغاوتونو تاريخ دی او د مقاومت په شان بغاوت هم د انسان حق دی. دا يوه تاريخي تراژيدي ده. دا دنسلونو تراژيدي ده چي يوه ډله د خرافاتو په بنياد په ټولنيز ذهنيت اوټولنيز تفکر واکمني کوي. دا بي له شکه د پوهي اوعقل ماتي ده.

ته په هغه زمانه کي ژوند کوي چي د انسان او د انسان د ازادي په وړاندي دگمونه او جزمونو يو په بل پسي ناکامیږي، لويږي اوماتيږي. عقل د دگمونو له اسارته او ذهن د تاريکي له غلامي راوزي اودانديښني ازادي په پرله پسي توگه يو په بل پسي بري ترلاسه کوي او دا انسان ته امکان ورکوي چي په خپل برخليک واکمن شي. د موږ دوران د انسانانو د بيداري دوران دی. د موږ دوران له هغوځواکونو د ژغورولو دوران دی چي انسان يي د خپل فکري ځواک له پيږندني محروم کړی دی.
 

***

د لیکنی تیری برخی:

 

- لومړی برخه ؛

- دویمه برخه

- درېمه برخه

- څلورمه برخه
- پنځمه برخه

- شپږمه برخه

- اومه برخه

- اتمه برخه

- نهمه برخه