رسیدن: 10.04.2011 ؛ نشر : 11.04.2011 

دستگير روشنيالی

موږ او دوي
څلورمه برخه
زه ورک او بي هويته يم

يوازي  زما پيږندنه کولاي شي د موږ او دوي پولې ړنگي کړي

زه په دواړو موږ او دوي کي ورک، بي نومه او بي هويته یم، مطلب مي ترهرڅه د مخه فردي هويت دی. مطلب مي فردي حقونه، فردي ازاديگانې او ورسره فردي مسؤليت دي. په دواړو موږ او دوي کي له ما څخه کله د يوې وسيلې، کله د ماشين د يوې پرزې او کله خو د ژوندي بم په توگه کار اخستل کېږې. د موږ او دوي په جوړښتونو کي دواړه ښه او بد په جمعی معيارونو سنجول کېږې. دلته د ترايبالیزم په پیروی کولکتیويزم او جنرالیزشن په مرکزکی دی او دا دوه هم د موږ او هم د دوي په هکله تر ټولو اوچت او ټاکونکی معیارونه بلل کېږې. دلته زه د يوه فرد په توگه يو بی مفهومه شی يم. زه په واقعيت کي يوه سمبول ته پاتي کېږم او دلته د انساني ارزښتونو په ځای د پيړيو زاړه دودونو او رواجونه دي چي پريکړې کوي، چيري چي زه په ډيره اساني وژل کېږم، په ډبرو ویشتل کېږم، سوزول کېږم او قرباني کېږم. زه نه په ځان، نه په خپل ژوند او نه په خپله راتلونکي واکمن يم، واکمنه يم. شخصيت او د شخصي ژوند قلمرو او حريم ته مي نه يوازي درناوی نه کېږې، بلکي کله د ايديولوژی او کله هم د مذهب په نوم ددي او هغه د تيريو او يرغلونوپه ميدان بدلېږې.
کله چي زه بي ارزښته يم اوکله چي زه بی مفهومه يم اويا کله چي فرديت بي ارزښته او بي مفهومه وي خيانت ، جنايت، مسؤليت او مجازات هم کولکتيف بڼه لري او تعريف کول اوهم عملي کول ډيرساده اوډير اسانه کيږې. په دي ډول حالت کي مخالفت د دوښمنې په معنی دی. مخالفت ته د جنايت او خيانت نوم ورکول کېږې. په دي ډول يوه وضعيت کي د ما عمل ته د يوه فرد د عمل په توگه نه، بلکي د يوه ټولنيز گروپ عمل شميرل کېږي چي زه ورسره تړلی يم او دوي هم يوه کورنۍ، يوه قبيله، يو قوم، يو ټولنيز گروپ، مذهب ... په دوښمني نيسي. همدا اوس په کراچي کي په سپينه ورځ د يوه په جنايت يو قوم، يو مذهب او يا دا او هغه ټولنيزه ډله په دوښمني نيول کېږې او هرغړی يې د وژلوهدف گرزي. دلته د موږ او دوي ويش دومره ژور، دومره پراخ او دومره ډارونکی دی چي په دي ميليوني ښارکي يي ډار واکمن کړی او هيڅوک د مصونيت احساس نه کوي.


دوښمنې او مخالفت

ددي ليکني په لمړيو برخو کي د دوښمن مخالف د مفهومونه په باره کي يادونه شوي. دلته غواړم ددي مفهومونو په هکله لږ څه زيات وليکم. ستونزه داده چي د موږ په فرهنگ او په تيره بيا په سياسي فرهنگ کي ددي مفهومونه په هکله نه سم پوهای شته دی او نه دا مفهمونه په خپل ځای استعماليږې د دوښمن او مخالف مفهومونه او هغه عناصر چي ددي مفهومونو په جوړښت کي برخه اخلي يوشان نه دي. دوښمني چي دواړه فردي او ټولنيز ځانگړتياوي لري په کرکه، کينه، انتقام، توربورگني... تکيه کوي. په بل عبارت همدا عناصر دي چي دوښمني جوړوي او دوښمن را منځ ته کوي. په دوښمني کي هدف له منځه وړل، وژل، ړنگول، انتقام اخستل، خرابول....دي. دوښمني هغه څه دي چي په هغه کي کرکه، کينه له زور يوځای عمل کوي.
د مخالفت د مفهوم په جوړښت کي د دوښمني خلاف نه د کرکي، کيني، انتقام... عنصرونه برخه لري او نه يې هدف له منځه وړل، وژل او خرابول دي. په مخالفت کي مهمه مسله د خپل دريځ پياوړي کول دي او په مخالفت کي هڅه داده چي هره خوا غواړي ښه او پياوړي موقعيت ترلاسه کړي. په يوه دموکراتيکه ټولنه کي مخالفت او مخالفين په تيره بيا په سیاسي ډگرکي يو ضرورت دی او دلته ډيرې ښي پريکړي او پرمختگ د مخالفت پايلي دي.
په افغانستان کي له اوږدي مودي را په دي خوا واکمن له پورتنيو مفهومونو سره لوبي کوي. هغوي ته چي وزل او سوزول کوي، سهار ورته دوښمن او دشپي ورته مرور وايي. رښتيا په سياسي ادبياتو کي د مرور او د مرورتوب مفهومونو معني څه کيداي شي؟ دا مفهومونه له يوي خوا مجهول او نامعلوم دي او له خوا دا د سياست او د سياسي سياليو، کوم چي د غوښتنو، گټو او تگلارو په بنيادرا منځ ته کېږې او همدا دم په افغانستان د جگړي په وسيلوعمل کوي په بي ساري توگه ساده کول دي.
د انسانانو ترمنځ توپيرونه د ويش لامل نه دي.
انسانان د حقونو او ازاديو په برخو کي له يو بل سره برابر دي. انسانان هر ځای چي دي انسانان دي او يو شان ارزښتونه لري، خو انسانان يو شان نه دي. انسانان په ډيرو برخو کي او د ډيرو لاملونو په اساس له يو بل سره توپير لري. موږ له توپيرونه په يوه ډکه دنيا کي ژوند کوو او د انسانانو، څيرې، استعدادونه، فکرونو، غوښتنې، گټې، ميلونه... يو له بل سره توپير لري. د انسانانو تر منځ دا توپيرونه او په تيره بياطبعي توپيرونه په هيڅ ډول، نه د انسانانو ترمنځ د ويش او نه هم د انسانانو ترمنځ د نابرابري توجيه کولاي شي. له ويش څخه د ما مطلب د ثروتونو ويش نه دی او مطلب مي دځمکې او مالکيتونو ويش هم نه دی. مطلب د انسانانو ترمنځ هغه ويش يا ويشونه دي، کوم چي د طبعي، تاريخي، فرهنگي او ټولنيزو لاملونو په ځای يې مسؤليت په خپله د ځان پالونکی، تيرایستونکی او واک پالونکی انسان په اوږو پروت دی. هغه ويش چي په مصنوعي توگه انسان له انسان لري کوي، هغه ويش چي انسان د انسان په وړاندي دروي. هغه ويش چي انسان د انسان په دوښمن بدلوي. هغه ويش چي د يوې ژبي ويونکي، د يوه مذهب پيروان او د يوه فرهنگ لرونکي له يو بل سره مخامخ کوي. همدا اوس دا ډول دردونکي او وژونکی ويش په عراق، فلسطين او افغانستان کي عمل کوي او په ځانگړي توگه په وزيرستان کي مذهبی بنسټ پالنه د ژوند، د هنر، د پوهي او د فرهنگ د بربادي په لور د يوې ټولنې لارښوونه کوي. دلته په پراخه او ژوره توگه د يوه قوم، د يوې ژبي د ويونکو او د يوه دين د پيروانو تر منځ دکرکې په بنياد ژور او وژونکی ويش را منځ ته شوی، کله د سوني، کله د شعيه، کله د کافرانو... په نوم يو او بل وژل کېږې. دلته ويشونکو عنصرونو نه يوازي يو قوم، بلکي د کورنيو جوړښت، کوم چي د ټولني تر ټولو ثبات لرونکی اساس دی هم له کلک ازمايښ سره مخامخ کړی دی. په کورنۍ کي هم د مينې، خپلوي او عاطفي ځای ايديولوژي نيولی دی. د ښځې او نر په ويش خو له يو بل څخه جلا دوه دنياوي جوړې شوې. سره ددي چي ښځه د ټولنې نيمه برخه جوړوي، خو په ټولنه کي غايبه او پټه ده او دا پاتی نيمه ټولنه هم د سړی ټولنه ده.
د انسانانو تر منځ توپيرونه د طبعيت، د تاريخي ودي، اقتصادي او ټولنيزو بدلونونومحصول دي چي په پيوسته او نورماله توگه را منځ کېږې او همد اشان په پيوسته توگه بدلېږي او دا ستونزه نه ده. ستونزه هغه تلاشونه او هغه هڅې دې چي ددي منځ ته راتلونکو اوبدليدونکو ويشونو ابدي کول غواړې. نه يوازي قبيله، قبيلوي او قومي ويشونه دايمي او ابدي نه دي، ملي او وطني ويشونو هم هميشني او ابدي نه دي. گلوباليزم نه يوازي قومونه، بلکي ملتونه يې هم له گواښ سره مخامخ کړي دي. په داسي حال کي چي د ځينو ستونزو په حل کي نه يوازي ملتونه، بلکي دنيا پاتي راځي د زړو جوړښتونو او ويشونو ساتل او هغوي د هويت د نه بدليدونکی اساس په توگه منل له زماني او اوسنی دوران سره د بشپړي بيگانگي په معني دی.

په توپيرونو غلبه

په تاريخ کي هميشه په توپيرونو د غلبي کولو هڅي موجودي وي او اوس هم شته دي. کله هڅه شوې چي دا کار د زور پوسيله ترسره شي او همدي هدف ته د رسيدو له پاره اوږده جنگونه، پاڅونونه او انقلابونه شوي دي ، خو په عمل کي نه زور، نه جنگونو او نه هم انقلابونو ددي کار په کولو کي بری تر لاسه کړ او نه به هم کله بری ترلاسه کړاي شي د بيلگي په توگه په روسيه کي پرولتري انقلاب او په ايران کي اسلامي انقلاب د يو شان ارماني ټولني په جوړولو کي پاتي راغلل او ويې نشواي کولاي چي ټول يو شان شي، ټول يو رنگ شي، ټول يو شان عايد ولري او ټول يو شان معاشونه او يو شان ژوند ولري .په حقيقت کي دي انقلابونو د يو شان کولو په ځای ټولنې او انسانان په ژوره توگه وويشل او يو د بل په وړاندي يې ودرول. په ايران کي د ټولنې او واکمنو اخوندانو تر منځ هم اهنگي او همکاري له منځه تللي، اسلامي دولت د زور پوسيله حکومت کوي او ټولنه هم د زور پوسيلې سره ددي دولت د راپوزولو له پاره ځان چمتو کوي.
نور بيا

***

موږ او دوي- لومړی برخه ؛

موږ او دوي- دویمه برخه

موږ او دوي- درېمه برخه

دستگیر روښانیالۍ په آسمایی کی