رسیدن: 10.02.2012 ؛ نشر : 11.02.2012

دستگیر روشنیالی

موږ او دوي

نهمه برخه

 ته


پام دی وي،  نن د تا وار دی،  سبا نور راځي

نن د تا وار دی. نن ته مخته شه. نن ته راپورته شه. نن ته ودریږه ... نن د تا چانس دی اوته دا چانس هم لري چي د راتلونکو په منځ کي پاتي شي. اوس په تا دی،  څه ډول د پرون له زندانه ځان خلاصولی شی او څه ډول له هغوي چي دنيا ته ناوخته راغلي ځان را جلا کولاي شي،  څومره د دي او هغه ايديولوژي په وړاندي د خپلې انديښني خپلواکي خوندي کولاي شی.  څومره خپل احساس له ډار اوکرکي ژغورلی شی. د ډار، کرکي او جهالت ترکيب د ځان او نورو تباهي ده. څومره کولاي شي په ځان واکمن شي. يوويشتمه پيړي په ځان، په خپل فکر او خپل ژوند د واکمن کيدلو پيړۍ ده. څومره له فرصتونوگټه کولاي شي اوڅومره  د يوه خپلواک وگړی په شان په ټولنيز، سياسي ... ژوند کي برخه اخستلاي شی. سبا نور راځي او بيا به د هغوي وار وي.

د تا بری له واقعيت سره په اړيکو کي دي، په تيره بيا که ټولنيز ــ سياسي نظريات له واقعيت سره مطابقت و نه لري لاره ورکونکي او ناورين را وړوکونکي دي. افغانستان څوځله ددي ډول نظرياتو په قرباني بدل شوی دی. هميشه هڅه وکړه له واقعيت سره اړيکي له لاسه ورنه کړي. کرکه او ارمانگري به له واقعيت سره د تا اړيکي پري کړي.

ته په دي هکله د ما له تيروتنو او د ما له نيمگړتياو زده کړه،  ته دما له ذهني غلامي او فکري برده گي زده کړه.  هغوي چي په خپلو خبرو کي فکر نه کوي، هرومروله يوي خوا  د نورو خبرې تکرار کوي او له بلي خوا همدلته دی چي عقل له فکرکولو جلا کېږې.  ترهغوي چي د خپلواکي انديښنې څښتن نه شي، ذهني غلامي به کوي. له دي حالت راوتل د غلامي د بندونو شلول دي او دهمدي بندونو شلول به د تا له ذهني خپلواکي سره مرسته وکړي. هغوي چي له فکرکولو ويره لري له خپلي ذهني غلامي سره مرسته کوي او نور په ډيره اساني سره دهغه په عقل او ذهن واکمن کیږې. د تا ذهن د تصور کولو او مجسم کولو بي حده لوی ځواک لري. هڅه وکړه ذهن دي په هغوتصوراتومصروف نشي چي له واقعيت سره هيڅ ډول اړيکي نه لري او ته د عقل او د پياوړی استدلال په وسيلو کولاي شي خپلي نظريي واقعيتونو ته ورنږدي کړي.

ته د ما له احساساتو، ارمانگري او جذباتو زده کړه. همدا احساسات او ارمانگري وه چي له واقعيت سره يي د ما اړيکي وشلولې او ورسره دا ايديولوژي وه چي د احساساتو، ارمانگري په لور يي د ما لارښوونه وکړه.  ته هغه څه مه کوه چي ما او د ما نسل وکړل.  ايديولوژی، ارمانگري، احساساتي او توفاني کيدل به  تا له عقلي خلا سره  مخامخ کړي  او داسي شعارونه اوغوښتنې به وکړې چي له دواړه زمان او مکانه بيگانه وي. واقعيت په زمان او مکان کي دی او هغه غوښتنې چي له زمان او مکان بيگانه وي له واقعيت سره اړيکي نه لري.

انتقاد، شک، ترديد، ازمايښ  په هميشنۍ او بدليدونکي توگه له واقعيت سره د تا اړيکي ساتي او دا کار به په پراخه توگه د تا د واقعبيني له ودي او پاللو سره مرسته وکړي. يوازي انتقاد کونکی نه، انتقاد منونکی هم اوسه.  ته د پيښو، حوادثو او واقعاتو يو پاسيف تماشه کونکی مه اوسه اوهغه څه چي تا له پاسيف حالت او تمبلي را باسي د يوه مشخص او عملي هدف ټاکل دي. هغوي چي په ژوند کي ټاکلی هدف نه لري ورځ پيتاوی ته تيروي او لاسونه په جيبونو کي ورو ورو کله دا اوکله هغه خوا گرزي. دوي د هيڅ شی په کولو سره د خپل ژوند کيفيت او محتوا هم له منځه وړي. د هدف ټاکل او د هغه لاس راوړل د تا ژوند ته محتوا او کيفيت ورکوي اود تا د ټولنيز شخصت له ودي سره هم مرسته کوي او دا هدفونه دي چي انسانان سره نژدي کوي.
له پرونه د نن په لور حرکت هم خورا چټک شوی دی او راتلونکي را نږدي کيدونکي ده،  خو پوښتنه داده چي ته په هيلو او غوښتنوبرسيره له کومو امکاناتو او کومو تگ لارو سره د راتلونکي په لورحرکت کوي. ډيره مهمه ده چي د غوښتنو او امکاناتو، د هدف او وسيلو تر منځ انډول موجود وي. که دا انډول نه وي، غوښتني په تشو خبرو اوشعارونو بدلېږې. دغوښتنو را پورته کول هم او د حالاتو پيږندنه غواړي او هغوي چي نه پوهيږي، غوښتنې هم نه لري.

پرون د ما هدف د واقعيت په ځای يوه سوچه ارمانگري وه او ما د هغه څه د لاس ته راوړلو هڅه کوله چي عملي کيدل يي ممکين نه وو. دي حالت زه له واقعيتونو سره دوښمنې ته وهڅولم اوغوښتل مي همدا واقعيتونه د شيانو او کاليو په څير له خپلو نظرياتو سره سم چوکات کړم او پايله يي د ناورينونو ناورين شو. همدارنگه ستونزه دا وه چي له يوې خوا ايديولوژيک اصول په سيستم بدليدل او له بلي خوا هڅه دا وه د ټولنې واقعيتونه له دي اصولو سره مطابقت پيدا کړي.

خو کله چي ما ددي وس وموند چي له ايديولوژيک بندونوځان وژغورم،  له يوې تنگي او تړلې دنيا را ووتم،  بل سړی شوم. ځان مي ازاد او خپلواک احساس کړ، ذهني او فکري ازادي مي ترلاسه کړه. د فکرکولو دنيا مي لويه شوه،  له دواړو کرکي او تعصبه خلاص شوم، ‏ د نورو په وړاندي مي حوصله او زغم څوځله پياوړي شول او د نورو نظرياتو خاوندان را ته دوښمنان نه ښکاريدل، ځان ته د گوتي نيولو او د مسؤليت منلو احساس مي وده وکړه. 

د ما دنده دا وه چي ټولنه د منځنيو پيړيوله حالت څخه وباسم او د تا په اوږو د ناخوالو او بدمرغيو پيټی هم سپک کړم، له بده مرغه ما نه يوازي دا کار تر سره نشوايي کړاي ، بلکي په خپله مي هم درته درنې ناخوالې او لوی لوی ناورينونو ايجاد کړل. ته هڅه وکړه او دې ته ځواب ورکړه،  څه وشول او ولې وشول،  هغه څه چي پرون وشول پايلې يي څه دي؟ نن ولې داسي کېږې اوددي پايلې به نن او سبا څه وي؟ 

اصلې او اوله خبره دا نه وه او دا نه دی چي چا وکړو، مهمه خبره دي پوښتنو ته ځواب ورکول دي، ولې وشول او ولې کېږې. زه پرون د ولې په ځای په چا پسي ولاړم او هيله می درلوده که دا او هغه نه وي هر څه به سم شي. که وروسته ونه ړنگه شي، هرڅه به بدل شي او دا يوه تاريخي تيروتنه،  دا يواحساساتي چلند او له فکرکولومخکي عمل وو.  پرون ددي فکر و نه شو، چي ددي عمل پايلي به څه وي او په دي هکله به دټولني، گاونډيانو او نړۍ عکس العمل څه وي. ته داسي مه کوه.  ته دکار له پيل مخکي د هغه د ختم او پايلو په هکله فکر وکړه. دا به د تا تيروتنې کمي او انرژي به دی هم بي ځايه نه ضايعه کېږې. نه يوازي هرکار، بلکي هرفکر، هره تگ لاره هم اول او اخير لري. افلاطون ويل:  د هر کار مهمه برخه د هغه پيل دی 

که ته غواړي چي د ما په شان تيروتنې و نه کړي د چا په ځای ولې ته ځواب ورکړه او دا ځواب به د پرمختگ او بدلون په لور د تا او د راتلونکو نسلونو چراغ وي. ته دا کار هغه وخت ښه کولاي شي چي له يوي خوا د بدلون په کارکي د وگړو په ځای سيستم او جوړښتونه اولويت ولري او له  بلي خوا د څيړني په کارکي له هرډول تعصب او ارمانگري خپلواک عمل وکړي او هرډول پيښې سياسي نه کړي. په افغانستان کي له بده مرغه هره پيښه سياسي کېږې. همدارنگه موږ بي له دي چي پوه شو سياست څه شی دي، سياست کوو. بي شماره فرهنگي ټولني او اتحاديي هم د فرهنگ په ځای سياست کوي. په عامه توگه افغانان په ميلمستياو، بنډارونو، بازار، کوڅو، سمواتونو، حجرو... کي سياست تعريف کوي او ددي معني دادی چي موږ مخکي له دي چي سياست د علم په توگه زده کړو، سياسي شوي يو. 

 
ا
رمانگري د عقل سترگي ړندوي

پام دي وي،  دواړه تعصب او ارمانگري د تا دعقل سترگي ړندوي اود عقل د سترگو ړنديدل  به تا دی اړ باسي چي د جهالت او جهالت پالونکو درناوی او پيروي وکړي او په هغوي پسي ولاړ شی.  تعصب به د تا د حقيقت د اوريدو غوږونه کاڼه کړي، خلاقيت او ابتکاربه در څخه واخلي او دا ډول چلند هيڅکله هم تا واقعيت نه ورسوي. نن هغه څه چي شته دي همدا نني امکانات او شرايط دي چي پرون نه وو. هغه څه چي د عقل په بنياد بايد وشي، د راتلونکي جوړول دي، ژوند بايد بهتر شي امنيت، عدالت او ټولنيزه رفاه بايد تامين شي.
 ته، هغه څه مه کوه چي د ما پوسيله ايجاد شوي ناخوالې او تيروتني ترسوری لاندي راولې. د پرونيو په بي واکي او د ننيو د نه رسيدو په حالت کي د ما په ځای گوته تا ته نيول کېږې، ځکه نن د تا واردی او دا حالت يوه له خطره ډکه د رهبري کولو او مديريت کولو خلا را منځ ته کوي او دا خلا به بيا د سياسي بدماشانو، سياسي مافيا، وړو او تصادفې وگړو پوسيله ډکېږي او ته پوهيږي، د دندو او وگړو تر منځ د تناسب نشتوالی په خپله يو ژور بحران دی.
 په يوه تر ټولو خوار او ړنگ شوي هيواد کي چي هرځاي او هرڅه يي جوړولو ته ضرورت لري ددي او هغه وزارت پوسيله د بودجي نه مصرف کول څرگندوي چي دلته دندي څومره لوي او وگړي څومره واړه دي. 

  
تاريخ په لاس جوړه شوې پروژه نه ده

تاريخ که د پرونيو او د ما پروا و نه کړه، د تا پروا هم نه کوي.  تاريخ نور نه تحريف کېږي.  ننی نسلونه خپل تاريخ په خپله ليکي او ورسره پيښي هم  په څو ځايونو او مرکزونو کي ثبت او ليکل کېږې. نن دومره پياوړی شوی چي په ډيره ډاډمنه توگه د پرون، د پيړيو، زريزو ... تير شوي حقايق او پيښي راسپړي.

د حقايقو د پټولو وخت تير شوی او تاريخ د پتکی دکان هم نه دی چي هرڅه په خپل زړه  په کي کيښودل شی او یا هم دا ور نه باسي اوهغه ورته را ننباسي. تاريخي حقايق که هرڅومره بد هم وي د پټيدو نه دي. ښه خبره داده چي د هغوي د پيښيدولاملونه په گوته شي. په تاريخ کي داتل جوړولوکار هم د پرون په شان اسانه او ساده نه دی. ته به ورته باز وایی، خوسبا به کجير راووزي. ته به ورنه اتل او رهبر جوړوي، خو سبا به د ښامار په څيره کي راووزي.

پرونيو په ډيره اساني په لاس جوړي شوې افساني او د ديبيانو، پيريانو او شاپيريانو کيسي په تاريخ بدلولې او په حقايقو کي يي لاس وهنه کوله. ددي کار هدف د فکرونو منحرف کول او د حقايقو پټول وو، خونن  تاريخ له چوکاټونو او کليشو راوتلی دی او نور تاريخ نه تحريف کېږې. نه يوازي پرونيو، د ما نسل هم د تاريخ د تحريف کولو له چاري بيگانه نه دی او هڅه شوي تاريخ  شخصي، ايديولوژيکي او مذهبي کاندي اوپه خپل انحصار کي يي راولې او دښوونځيو کتابونه هم په همدي بنياد وليکل شي. ته پوهيږي چي نن ددي ډول هڅو له پاره ناوخته شوی دی. تاريخ د ټولوگډ ميراث او دا او هغه وگړی يا دا او هغه ډله نشي کولاي تاريخ انحصار کړي.

تاريخ د پيښو تر څنگ د شخصیتونو ځای هم دي، تاريخ د هغووگړو ځای دي چي په خپل وخت کي د ټاکونکو لحظو ايجاد کونکي وي او داهمدا وگړي دي چي په تاريخي شخصيتونو بدليږي، نه هغوي چي د زور، واک ... په بنياد په تاريخ کي حضور لري. همدارنگه په تاريخ  کي د هغو وگړوځای ډيرموقت او وخت يي ډيرلنډ دی، کوم چي پيښوتاريخ ته راوړي وي او د افغانستان د وروستيو لسيزوپيښي چي تراوسه په تاريخ نه دي بدلې شوي د همدي ډول وگړو تاريخ به وي.


نوی نسل او
نوی ذهنيت

بيا درته وايم، ته هغه څه مه کوه چي ما او د ما نسل وکړل .  زه او د ما نسل په پراخه توگه په دي کي پاتي راغی چي د ايديولوژيگانو او دگمونو په وړاندی خپله ذهني او فکري خپلواکي وساتي او له عقل څخه کار واخلي.  د روانې غميزې اصلي لامل همدا وو. زه د هغو ارمانونو ښکار شوم چي نه له ټولني راوتلي وو او نه هم ټولني د هغوي غوښتنه درلوده. د ثور انقلاب! د ټولنيزي دغوښتني او ضرورت په ځای يوتاريخي ناورين،  يوه تاریخي تيروتنه او د ټولني ماتي وه او ورپسي شين او تور انقلابونه د پوهي، سياست او عقل ماتي وه. 

نه يوازي ته،  راتلونکي نسلونو به هم هرومرو دا پوښتني را پورته کړي. دوي په دي انقلابونو سره ځان ته څه ورکړو، له وطن سره يي څه وکړل او موږ ته يي څه په ميراث را پريښي دي.

د ما نسل د ايديولوژيگانو او افراط نسل دي. لکه چي په تيره ليکنه کي وويل شول،  له شماله کمونيزم اوله جنوبه مذهبي بنيادگرايي د دو فکري توفانونوپه شان په افغانستان را مات شول او له يوي خوا د ما دفکري خپلواکي نشتوالی او له بلي خوا له پرون څخه د پراخي ناپوهی شتوالی دا توفانونو په واقعيت بدل کړل او دا منځ ته راغلی وضعيت يي ايجاد کړ. موږ ددي پوهه او تدبير نه درلود چي ددي فکرونوپه وړاندي مقاومت وکړو.  نن هم په تيره بيا د مذهبي بنياد گرايي په وړاندي پراخه بي وسي او کمزوري شته دي او په دي دو غلبه نه کول به تا د راتلونکو نسلونو په وړاندي سخت ملامت کړي.

د ما نسل د رهبرانو، ځان پالونکي او اتلانو نسل دی. د راتلونکي په هکله څه نشم ويلاي، خو په افغانستان کي هيڅکله دومره رهبران او دومره اتلان نه دي تير شوي لکه چي په دي وروستيو ديرشو کلنو کي تير شول. هر يو يي غوښتل رهبر او قايد اووسي، خو په عمل کي يوه هم د رهبري کولو وړتيا نه درلوده. دوي سخت ځان پالونکي وو او نورو ته يي د غوږ نيولو توان او وس نه درلود.

ته،  د ما او د ما د نسل له تيروتنو، نيمگړتياو، علمي او فکری خواريو زده کړه. ما پرون هڅه وکړه موجود حالت د يوې ايديولوژي په مرسته تعريف کاندم او د وخت غوښتنو ته د پرونيو زړو انديښتنو پوسله  ځواب ووايم.  ته پوهيږي ما ددي چلند په کولو سره د تعريف کولو او ځواب ويلو په ځای يو په بل پسي ناورينونه ايجاد کړل.  ما خپل فکر او اندیښني ته وده ورکولو په ځای د نورو فکرونو او د نورو د حکمونوپيروي وکړه.


د انديښني يرغمل کول او په شعور لوبي

د واک او انديښنې ترمنځ  جگړه هميشه وه او اوس هم شته دی. ددي دو تر منځ جداي د هر ډول استبداد غوښتنه ده.  مستبد واکمن کله د دين او کله هم د ايديولوژي په وسيلو سره واک او انديښنه له يو بله جلا کوي. همدا نن د بل هرځای په پرتله په ايران کي د انديښني او عقل ځای جهالت او خرافاتو ته ورکړل شوی او دلته ملايانو د واک او انديښني تر منځ د ځمکي او اسمان واټن ايجاد کړی دی.  همدا اوس په ايران کي هره ورځ او هرځای د جگړي خبري کېږې او خلک د يوه ناروغ او په رواني لحاظ د يوه کمزوري ملا خامنه ای اطاعت ته رابلل کېږې.

اطاعت از ولایت فقیه زمینه‌ساز ظهور است. همه دنیا منتظر قدوم مبارک حضرت ولی‌عصر است...تا ظالمان دنیا را سرکوب کنند و مستضعفان را نجات دهند تا غم‌های جهانیان به پایان برسد.  انقلاب اسلامی زمینه‌ساز نجات همه دنیا شد و خیزش‌های بیداری امروز جهان را به دنبال داشت. شما دانش‌آموزان آینده‌سازان این نظام هستید و باید با اطاعت از ولایت فقیه زمینه ظهور را مهیا کنید    از سايت حکومتی فارس

په ايران کي ملايانو د ميليونونوايرانيانو انديښني يرغمل او په شعور يي لوبي کوي. د واک او انديښني جدايی ټولنه د اطاعت، انتظار او پاسيفيزم په لور بيايي.  ټولنه په هرحالت کي انديښنه کونکو ته ضرورت لري او ټولنه د انديښني په زور د پرمختگ په لورحرکت کوي.

د ما نسل د پريمانه او رنگانگ چټکو تجربو او بدلونونو شاهد هم دی. هغه تجربي اوهغه بدلونونه، چي مخکنيو او حتي موږ ته ناممکين ښکاريدل.  نړۍ هره ورځ نوې کېږې او نوي غوښتنې او نوې پوښتنې را مخته کوي. دی حالت ددي ضرورت را منځ ته کړي چي له دي بدلونونو سره جوغت فکري وده هم بايد پيل شي او فکرونو او انديښنې هم بايد بدلې شي، ترڅو همدا نويوالی تعريف او پوښتنو ته ځوابونه ورکړل شي. 

د تا ذهن په اوله مرحله کي د پيښو ټول جريان گوري. له ټول جريان څخه د تا ذهنيت سطحي او عامه تصوير ورکوي.  د بيلگي په توگه،  که ته د هيواد سياسي حالت په کلي توگه په نظرکي ونيسي دا د حالت د پيږندني په معني نه دي. د تا پيږندنه هغه وخت پيل کيږي چي ته ددی حالت په جوړښت کي برخه اخستونکي ډير او پيچيلي عنصرونه درک کړي او هر يوه ته يې مشخص تعريف ورکړي.

ارسطو ويل، د يوه شی د پيږندنې له پاره اول هغه شی بايد تعريف شي، ځانگړتياوي او تاثيرات وروسته راځي. موږ د ډير شيانو په هکله هغه شان فکر کوو چي اورویی او يا هم ډير پام مو د شی ځانگړتياو او تاثيراتو ته وي،  په خپله شی ته تعريف نه ورکوو او دا د پيږندنې له کار سره مرسته نه کوي

په بل عبارت  د پيږندلو له پاره  ته دي اړ يي، د افغانستان سياسي حالت په څو برخو وويشي او هره برخه په ځانگړي توگه تعريف او تحليل کړي. د هيواد په سياسي حالت کي دولت. .سياسي گوندونه، د دولت اپوزسيون، د دولت وسله وال مخالفين، مدني ټولنې د افغانستان په هکله د گاونډيانو تگ لاري. د ناتو او په تيره بيا د امريکي تگلاري هيواد اقتصادي مدني ټولنې...  پام دي وي  چي دا هره برخه بدليدونکي  ځانگړتياوي لري او ددي معني دادي چي ددي حالت په پيږندنه کي د هميشه له پاره بدلون بايد معيار وي.  د افغانستان په هکله نه يوازي د نړيوالو تگ لاري په بدليدو دی، په افغانستان کي هم سياسي تگ لاري، سياسي ايتلافونه او سياسي شعارونوپه چټکي سره بدليږي. ته د حالت په پيږندنه کي هغه وخت بری تر لاسه کولاي شي چي ځان د ويشونکو عناصرو قوم، مذهب، قبيله، ژبه ... له ذهني او فکري اسارته را وباسي. هغوي چي حالاتوته ددي ويشونکو عناصرونو له کړکيوگوري، پيږندنه او تحليل يي هم ويشونکی او هم نيمگړی دی. 

 
مصالحه د څيرو په ځاي په ارزښتونو توافق دی

دلته به تا ته په تکرار ووايم،  منځ ته راغلی گواښ په تيره بيا په افغانستان کي له موجودي واکمني سره ستونزه نه لري. ددي گواښ ستونزه را منځ ته شوی سياسي سيستم سره دی. ددي گواښ ستونزه له يوه خپلواک او ازاد افغانستان سره دی. ددي گواښ ستونزه له دموکراسي، د بيان ازادي، د ښځو حقونه... سره دي.  دي گواښ ترهر څه د مخه يو ځل بيا بشري ازادي او بشري حقونه نښاني کړي دي. په داسي حال کي  چي بشري حقونه د جگړيزو خواوترمنځ د توافق را وستلو پرنسيپونه دی. په نړۍ کي د وروستيو لسيزو او کلنو تجربي د هغو مصالحو په بري ټينگار کوي چي بشري حقونو يي بنياد را منځ ته شوي دي. بشري حقونه هغه څه نه دي چي ورسره دوښمني وشي او نه هغه څه چي ورباندي معامله وشي. هرهغه مصالحه چي په بشري حقونه د معاملي په سررا منځ ته کېږې، د بلي جگړي په معني دی.

مصالحه د څيرو او نومونو، کرزی، عمر... ترمنځ توافق ته نه ويل کېږې. مصالحه په ارزښتونو توافق کول دي. مصالحه هغه وخت را منځ ته کېږې چي د وگړو په ځای ټولنه د ارزښتونو په سرتوافق ته رسيږي او ددي ارزښتونو په مرکز کي بايد د فرد حقونه وي.  په هر هغه توافق او په هره هغه پريکړه کي چي فرد له خپلو طبیعي حقونو او ازاديو جلا کېږې د مصالحي په ځای د ټولني او وگړو په ضد يو معامله ده. په افغانستان کي د وگړو د حقونو او په تيره بيا د فرد د حق په وړاندي ترټولولوی گواښ مذهبي بنيادگرايي ده او اساسي پوښتنه هم دادی، څه ډول او په کومو امکاناتو کيداي شي، د وگړو حقونه هم نن او هم سبا ددي گواښ په وړاندي خوندي شي.

افغانستان له قومونو، فرهنگونو او مذهبونو جوړ شوی يو هيواد دی او يوازي د بشري حقونو په اعلاميه کي د درج شويو ارزښتونو په واکمن کيدلو سره ددي جوړښتونو تر منځ په سوله کي گډ ژوند تامين کيداي شي او همدا بشري ارزښتونه دي چي د ټولو قومونو، مذهبونو او سياسي او ټولنيزو گروپونو د سياسي، ټولنيزو، فرهنگي... غوښتنو اوگټو درناوی تضمينوي. 

بشري حقونه د ما حقونه دي. بشري حقونه د تا حقونه دي او بشري حقونه د هرچا حقونه دي.  د اقليت او اکثريت خبري د تبعيض او برتري خبري دي او د برابرو حقونو په بنياد د ارزښتونو واکمني کولاي شی په ټولنه کي دا خبري هم بي مفهومه کړي.

په خپله فکر وکړي او ازادانه فکر وکړي سقراط

د روشنفکر په توگه د تا کار له يوي خوا له عقل اوانديښني او له بلي خوا له شک او ترديد سره دي. ته هڅه وکړه چي یوه روشنفکر په شان عمل وکړي. افغانستان په کلکه د روشنفکرانو او روشنفکري له خواري سره مخامخ دی.  پرون ما هم غوښتل د يوه روشنفکر په توگه خپلي دندي تر سره کړم، خو په عمل کي د عقل او خرد په ځای می سر وکار له ايديولوژي او طبقاتي کرکي سره  شوو. ته له دي دو او دي ته له ورته فکري سيستمونو ځان لري وساته.  ته د يوه روشنفکر په څير د احساساتو په ځای د منطق او انديښني په بنياد عمل وکړه او د يوه روشنفکر په شان د ځان په ځای، د ايديولوژي په ځاي، د پيسو او امتياذونو په ځای د ټولني په هکله فکر وکړه. ټولني ته دگواښونو په هکله خبره ورکړه او ټولني ته د روشنفکر پيام بايد پرانيستی، ساده او د پوهاوی وړ وي او خلکو ته په ساده ژبه وليکه او په ساده ژبه ورته ووايه، خلک په پيچيليو او په سختو کلمو کي په نغښتوخبرو نه پوهيږي.


له تيروتنو مه ويريږه

روشنفکر په تيروتنو له اعتراف کولو نه ويريږي او نه شرميږي د يوه شی د ښه پيږندني لاره په هغه باندي له شک کولو او تيروتنو تيريږي اوته له تيروتنو مه ويريږه.  تيروتنه د کارکولو يوه نه جلاکيدونکې برخه ده. که ته غواړي چي تيروتنه ونه کړي، نو هيڅ کارمه کوه او کار نه کول به تا په ډاډمنه توگه د تيروتنو په وړاندي بيمه کړي. ته خو پوهيږي چي د تيروتنو په وړاندي يوازي او يوازي مړي بيمه شوي او په دي هکله بشپړ مصونيت لري. تيروتنه او تيروتني حتمي دي. ښه خبره داده چي تيروتنه پيدا شي، و منل شي او هڅه وشي چي بيا تکرار نشي.
ته په ځان کي د خپلو تيروتنو، کمزوريو خواو او نيمگړتياو د پيدا کولو استعداد او په هغوي د اعتراف کولو جريت وروزه. د تيروتنو پيدا کول هرومرو د نويو فکرونو او نويو ميتودونو په موندلو کي مرسته کوي. د تيروتنو موندل به همدا شان د تا پوهه او پيږندنه پياوړي کړي او دا د تیروتنو موندل دي چي علم هره لحظه پرمختگ کوي او نوي او نوي سنگرونه فتح کوي. 

 
د تصميم نيولو حق

خپلواکه انديښنه به تا د ارادي کولو او تصميم نيولو جوگه کړي. هغوي چي له خپلې انديښني د کار اخستلو وړتيا نه لري، د ارادي کولو او تصميم نيولو حق هم له لاسه ورکوي اودا بيا نور دي چي د هغه او د هغه د ژوند په هکله پريکړه کوي او دا په طبعي توگه يو يرغمل شوی ژوند دی. ته هڅه وکړه چي  د څيړنې، قضاوت او پيږندنې په کار کي ځان د افسانو، خرافاتو، حدس او گمان څخه وساتي. خرافات او افساني په ډيره اساني سره کولاي شی له عقل څخه په کاراخستلو کي تا بي وسه کړي.  ښه پيږندنه او ښه تحليل به د تا پريکړي کولو ځواک نورهم پياوړي کړي.
ژوند په يوه همواره لاره حرکت نه دی. ژوند لوړې او ژورې لري. بي ستونزو ژوند نه پيدا کېږې او د ژوند له ستونزه تيښته مه کوه.  ستونزې مه پټوه،  زيارتونه او جڼډي د تا ستونزي نه حل کوي. د لويو او سختو پريکړو په حالت کي پياوړي اوسه. دا ستونزي دي چي د تا د ارادي قوت او د تا د تصميم نيولوځواک ازمايښ کوي. دا ستونزي دي چي د احساساتو او جذباتو په کنترولوکي د تا د استعداد اندازه ښيي.  دا ستونزي دي چي د تا د مقاومت درجه ښيي. د موږ په فرهنگ کي دډيرو وړو ستونزو، ان کورنيو ستونزو په حل کولوکي هم له زوره کار اخستل کېږې، خو د ستونزو په حل کولو کي په زور او خشونت تکيه کول د دواړو ارادي او مقاومت کمزوري ده.
       کله کله انسان د سختو اولويو پريکړوله کولو سره مخامخ کېږې. ته په دي هکله په ارامي سره اولويت پيدا کړه او هغه اساس وگرزوه. په بل عبارت په ځنځير کي اصلي کړۍ ترلاسه کړه او دا به تا ته ددي امکان درکړي چي په ټول ځنځير واکمن شي.  د اولويت هيرول او فرع ته لمړيتوب ورکول به د ناکامي په لور د تا لارښوونه وکړي او کله چي لويه او سخته پريکړه په ضرورت بدلېږې، ورنه مخ مه اړوه. کله ددي ضرورت هم منځ ته راځي چي په جوړي شويو پولو ورتير شی او له دي مه ډاريږه چي د تا دا حرکت څومره د نورو د حيرانتيا سبب کېږي اوڅه وايي.

 
د بل ډول نظرياتو درناوی وکړه

په يوه ټولنه کي اصل د يوې نظریی په ځای د نظريو پلوراليزم دی. همدارنگه په ټولنيز، سياسي ... ژوند کي تفاهم نسبي او اختلاف مطلق دی. تاريخ يوه نظريه يا د يوې نظریی واکمنې نه پيژني. ته دبل ډول فکرونو او نظريو د خاوندانو سره ځان مخامخ کړه. هغوې واوره او ورباندي فکر وکړه. د نويو فکرونو په وړاندي خپل ذهن پرانيزه.  هغه ذهنيت چي د نويو فکرونو په وړاندي د پرانيستلو وس نه لري او د کيشف په شان په ځان ننوزي يو فلج شوی ذهنيت دی.
په ژوند کي فيصلې او تصميمونه د بحثونو او د نظرياتو او فکرونو د تبادلې په نتيجه کي ترلاسه کېږې او
د زغم د نورو باورونو او نظرونو ته د درناوی په معني دی. انسانان په طبعي توگه د نظرونو او توپيرونو په برخه کي له يو بل سره توپيرونه لري. زغم يوازي يو اخلاقي چلند نه دی، بلکي سياسي او حقوقي خواوي هم لري. په سياست کي سياسي پلوراليزم او په حقوقي برخه کي مسله يوازي د بل ډول نظرياتو د منلو نه دی، بلکي هغوي ته په ټولنه کي د برابرو امکاناتو برابرول او د برابروحقوقو شتوالی هم دی. که د تا ازادي خوښيږي، که د تا خپلي نظريي خوښيږي، د نورو د ازادي او د نورو د نظريو درناوی وکړه. د نورو د انديښنو په وړاندي د زغم نشتوالی له انديښنې سره د جگړي په معني دي.

 
د مسووليت منل

د افغانستان په شان يوه ټولنه کي د مسؤليت د نه منلو په گناه نه بايد يوازي واکمن ملامت شي. له بده مرغه د موږ په فرهنگ د مسوليت منلو ځای د ستنې سپم ته پاتي کېږي او بي مسؤليتي يوه عامه ستونزه ده. هغه ټولنه چي له فردي مسؤليته  بيگانه وي په طبعي توگه  په ځان د باورله لاسه ورکوي او مسؤليت منلو ته چمتوالی نه ښيي.
د مسؤليت منل د ارادي ازادي غواړي او د موږ په فرهنگ کي د ارادي د ازادي نشتوالی د مسؤليت د نه منلولامل دی. موږ په سړه سينه د خپل کار، د خپلې ټمبلي، د خپلې ناپوهي او خپلي ناداني مسؤليت د نورو په اوږو ورغورزوو.  ته په دي ښه پوهيږي چي د افغانستان د غميزې مسؤلين ډيردي.  روسان، امريکايان، ايرانيان، پاکستانيان، عربان... خو اصلي مسؤلين موږ يو او اصلي مسؤليت د موږ په غاړه دی.
د مسؤليت احساس او د مسؤليت منل به د تا د شخصيت جوړولو سره مرسته وکړي.  د مسؤليت منل په تا باندي د نورو باور پياوړی کړي.  مسوًليت د يوه کار د عملي کولو،  د هغه د پايلو د منلو او د حساب ورکولو ته وايي. مسؤليت منل د خپلواکو انسانانو چاره ده

***

د لیکنی تیری برخی:

 

- لومړی برخه ؛

- دویمه برخه

- درېمه برخه

- څلورمه برخه
- پنځمه برخه

- شپږمه برخه

- اومه برخه

- اتمه برخه