رسیدن: 04.10.2012 ؛ نشر : 05.10.2012

 

دستگير روشنيالی

 

موږ او دوي

څوارلسمه برخه

 

معقوليت بايد د انساني احساس لارښوونه و کړيکانت

عقل غرونه څيرلی شي، خو یرغمل شويو ذهنیتونو ته لاره نشي موندلاي

په عقل ټينگار په دي معنا نه دی چي د حس، غريزي او عاطفي رول نفي شي. هيڅوک هغه مور چي د خپل ماشوم د ژغورولو له پاره د اور په لمبو ورننوزي نه ملامتوي. همدا شان موږ له هماغه ماشومتوب له خپلې مور، شاوخوا چاپيريال او دنيا سره د خپلو حسي ارگانونو پوسيله اشنا او متاثير کيږو او همدلته د موږ د ژوند اولې زده کړي او اولې تجربي پيل کيږي. په بل عبارت له دنيا سره د موږ لمړنۍاړيکي اواشنايي د حس پوسيله تر سره کيږي. د هغو پريکړو په کولو کي چي د انسانانو ژوند متاثير کوي په هيڅ وجه په قطعي توگه د احساساتو او عواطفو رول نفي کيداي نشي. دا ممکينه نه دي چي په دي ډول پريکړو کي د وطنپالني احساسات او انساني عاطفه په نظرکي ونه نيول شي.

افلاطون وايي: چي پيږندنه په حس پيل کيږي او بيا په يوه علمي شتمني بدليږي

حس هڅونکی دی او د موږ فکر ته هر څه د حسي ارگانونو پوسيله راځي. حس د فکر کولو د عقل په کار اچولو پيل کونکی دی. خوحس لارښونکی نه دی او پريکړي کولو او عمل کولو ته لوری ورکونکی هم نه دی. او انسان د حس په ځای د عقل پوسيله کولاي شي د واقعيتونو درک او د هغوي کيفيت او عمل کول پيدا کړي.

موږ څه ډول د ښه او بد، د گټي او نقص... تر منځ تميز کولاي شو؟ څه ډول د شيانو، پيښو حقيقت پيدا کولاي شو؟ څه ډول يوه مناسبه پريکړه او يو سنجول شوی عمل کولاي شو؟ څه ډول د خپل عمل پایلي ارزولې شو؟ هغه ځواک چي دي پوښتنو ته په ځواب ورکولو کي د موږ مرسته کوي عقل دی.

عقل د سنجولو قوه ده او حس دا ډول ځانگړتيا نه لري. ډير ځله داسي کيږي، هغه شی چي څه ډول ليدل کيږي په حقيقت کي هماغه شان نه دي. موږ وينو چي لمر د ځمکي په شاوخوا را گرزي. لمرسهار راخيزي او ماښام بيرته ډوبيږي، خو د لمر او ځمکي تر منځ د اړيکو حقيقت همدا ډول نه دی.

عقل د احساس خلاف د تاثيراتو او پايلو په ځای په لاملونو پسي گرزي. زه احساس کوم چي ملا مي درد کوي، خو احساس سره دا مرسته نشي کولاي چي ولې مي ملا درد کوي او لامل يي څه دی او زه ولې ته ځواب ورکولو له پاره اړ يم ډاکتر ته مراجعه وکړم.

عقل د احساس په نسبت محدود کونکي او مخه نيونکی دی. عقل د چټک عمل په ځای د زغم او حوصلي بلنه ورکوي، پداسي حال کي چي احساسات فوري عمل کول غواړي او ددی پروا هم نه کوي چي ددي عمل پايلي به څه وي. زړه مي را ته وايي، له هغه سره د ټوپک په خوله معامله وکړم او کور يي تباه کړم... خوعقل مي راته وايي، دا کارونه مه کوه، ددی کارونو پايلي دي سنجولې، دا پايلي به ډيري بدي وي. هڅه وکړه چي له هغه سره د حل بله لاره پيدا کړي. عقل را ته وايي، د کيني، نفرت او تعصب په احساس غلبه وکړه تر څو د ناخوالو مخه ونيول شي او دا د لويو انسانانو ځانگړتيا دی. نلسون مانديلا د کيني او تعصب په احساس غلبه وکړه او د عقل لاره يي ونيوله . هغه حتی د رياست جمهوري ساتونکي هم بدل نه کړل.

احساساتي عمل کول د انسان د ذهن او شعور کمزوري او له فکر کولو تيښته ده. احساساتي عمل يو بايلونکي عمل دی. د احساساتي عمل کولو معنا دادي چي انسان د حل يوازي يوه لاره پيږني، هغه ساده لاره، هغه ناورين راوړونکي لاره او د حل د نورو لارو د پيږندلو وړتيا او وس نه لري. دستونزو په حل کولو کي د بلي لاري نه پيږندل د بي عقلي په معنا دی. احساساتي عمل د خپلو کمزوريو او بي وسيو د پټولو عمل دی چي ورته غيرت هم ويل کيږي اوغيرت د عقل سترگي ړندوي.

هغه انسانان چي د خپل چلند او خپل عقل تر منځ د اړيکو د جوړولو وړتيا لري کولاي شي په دي پوه شی، څه وکړي، کله يي وکړي او د کړلو پايلي به يي څه وي. هغوي همدارنگه د الترناتيف يا بديل د پيدا کولو وړتيا لري، که دا لاره سمه او مناسبه نه وه، بله لاره څه دی. که دا وسيله کار ونه کړي، بله وسيله هم شته دی او همدلته دی چي عقل نه يوازي د پريکړي کولو، بلکي د عمل لارښوونه هم کوي او عمل هم د عقل په لارښوونه تفکر په واقعيت بدلوي. د ناپلئون هيل په قول يوازي پوهه کافې نه دی، پوهه بايد عملي شي.

کانت وايي: راتلونکي د موږ په خپل لاس جوړيږي... دا غريزه نه دي چي د انسان لارښوونه کوي دا کار د پيږندني او روزني پوسيله ترلاسه کيږي

عقل د ذهنيت په شان ودي او بلوغ ته ضرورت لري او د عقلي بلوغ معنا دادی چي انسان د بل له قيموميت خلاص شي او يو وگړی په خپله د فکر کولو وړتيا ترلاسه کړي. عقل په يو ځل او ناڅاپه نه را منځ ته کيږي دا وخت او کالنو ته ضرورت لري. هيڅوک له يوه واړه ماشومه د عقلي عمل هيله نه کوي. دنده د هغه روزنه او پالنه دی. عقل روزنه او پالنه غواړي او دا هدف د پوهي او تجربي په مرسته ترلاسه کيداي شی. پوهه او تجربه له انسان سره مرسته کوي چي د عقل د په کار اچولو ځواک پياوړي او د پريکړو کولو او عمل کولو سنجش غښتلی کړي. عقل د په خپله د فکرکولو او د پرانيستي بحث په شرايطو کي وده کولاي شي. اول فرد له ذهني غلامي په ژغورولو او دوهم ټولنه د دموکراتيکو ارزښتونو په واکمني کي عملي کيداي شي. له عقله کار اخستل د ازادو فکرونو او پرانيستي ذهنونو کار دی او يرغمل شوي ذهنيتونه له عقله د کار اخستلو وړتيا نه لري.

عقل، پريکړه او عمل کول

د عقل د په کار اچولو ضرورت په تيره بيا د پريکړي کولو او عمل کولو په وخت کي منځ ته راځي. د پريکړي په هکله د عقل ضرورت دادی چي له پريکړي مخکي د مشکل يا مسلي په هکله موجود امکانات او الترناتيفونه مطالعه او څيړل شي. د عمل کولو په هکله د عقل ضرورت دادی چي له فکرکولو مخکي عمل ونشي او ورسره د عمل کولو پايلي او عکس العملونه وسنجول شي.

يو انسان په اوله مرحله کي د ځان له پاره هدف ټاکي. په دوهمه مرحله کي هدف د رسيدو لاري او امکانات مشخصي کوي او په دريمه مرحله کي د هغوي له منځه هغه ښه او مطلوبه لاره انتخابوي او عمل کوې. په بل عبارت د عقل په بنياد د پريکړي کولومعني د څو لارو يا څو الترناتيفونو له جملي د ښي لاري او منطقي الترناتيف انتخاب دی. د يوه ډاکتر، د يوه فزيکدان او د يوه معمار له پاره دا ډول انتخاب ستونزه نه دی. هغوي د ښي لاري د پيدا کولو له پاره د سنجولو او ازمايښ کولو وسيلي هم لري. د طبعي ستونزو په حل کولو کي هم د هدف او عمل تر منځ اړيکي ساده دي. انسان د يوه هدف له پاره عمل پيل کوي، هدف د عمل غريزه ده او عمل د هدف ترلاسه کول دی. په طبعي ستونزو کي د هدف په تر لاسه کيدو سره عمل هم ختم کيږي، ولې د ټولنيزو ــ سياسي ستونزو په حل کي نه د هدف او عمل تر منځ اړيکي ساده دي او نه د هدف په ترلاسه کيدو سره عمل ختم کيږي. دلته عمل کول عکس العمل يا عکس العملونه را منځ ته کوي او دا حالت د ټولنيزو ــ سياسي ستونزو په حل کولو کي له عمل کولو مخکي د هغه د پايلو د سنجولو ضرورت را منځ ته کوي.

هو! ستونزه د ټولنيزو او سياسي مسلو په هکله په پريکړو کولو او هغوي ته د حل د لارو په پيدا کولو دی او دا کار هيڅکله ساده او اسانه نه دی او نه بايد ساده شي. دلته د حل د ښې لاري او يا د ښه امکان د پيدا کولو له پاره د ازمايښ کولو او تجربي کولو وسيلي او امکانات هم نشته دي. همدلته دی چي د يوه ذهن او يوه عقل په ځاي د ټولنيز عقل ضرورت را منځ کيږي. يو ذهن او يو عقل اخوند خامنه اي کيم ـ جون ـ اون ټولنيزو او سياسي ستونزو ته ځواب ورکول نه دی.

پريکړي او تصميمونه د پرانيستو بحثونو او په ازادانه توگه د نظرياتو او فکرونو د تبادلې په نتيجه کي ترلاسه کېږې. ددي معنا دادی چي د نورو نظريات هم وواريدل شي او هم ورباندي حساب وشي او دا ډول حالت هغه وخت په واقعيت بدليږي چي په ټولنه کي نظرياتي او سياسي څوگونيتوب موجود وي يا نظرياتي او سياسي پلوراليزم موجود وي. دسياسي پريکړو په هکله پرون د موږ کار ساده او اسانه وو، بحث کولو او فکرکولو ته يي ضرورت نه درلود. د رهبر دنده د ترجمه شوی متن لوستل او د موږ دنده چکچکي کول او د لاسونو پورته کول وو. کانت، په ټولنه کي د تضادونو موجوديت او د هغوي تر منځ مخامختيا د هوش، عقل، ابتکار د په کار اچولو لاملونه بولې او د استعدادونو له روزني سره مرسته کوي.

که د يوې ټولنيزي او يا سياسي ستونزي په حل کولوکي لاره يوه وي، الترناتيف يو وي، انتخاب به هم يو وي او که انتخاب يو وي بيا د بحث او د نظريو او فکرونو د تبادلې او له عقل څخه د کار اخستلو ضرورت هم منځ ته نه راځي او دا له انسانانو د عقل اخستلو په معنا دی. له انسان د عقل اخستل له هغه د فرديت، ارادي او شخصيت اخستل دی او د فرديت او شخصيت په نشتوالی کي د وگړو په ذهنيتونو کي د عقل په ځای افساني واکمني کيږي او خرافات هم په دا ډول ذهنونو کي خپلي ځالې جوړوي.



عقل او عقل کل

دا د انسان له ذهن څخه د باندي واقعيتونه او موجودات دي چي د موږ حسونه متاثير کوي. که دا واقعيتونه نه وي د موږ حسونو ته هم څه نه ورکول او پوهاوی او پيږندنه هم بي معنا کيږي. د موږ په ذهن کي د حسونو په مرسته تصويرونه جوړيږي. موږ وينو، موږ اورو، موږ بوی کولاي شو، موږ د گرمي او ساړه حس کولاي شو... او دا د پیږندني له پاره پيل او هڅول دي. انسان د پيږندنی له پاره يوازي ذهن ته پناه نه وړي او له مادي او واقعيتونو سره خپل اړيکي نه شلوي او هغه وگړي چي دا ډول چلند کوي ورته ذهن پالونکي ويل کيږي. ذهن پالونکي باورلري چي پيږندنه يوازي د ذهن پوسيله تر سره کيږي او په دي هکله د تجربي کولو او له واقعيت سره د اړيکو درلودلو ضرورت نفي کوي.

ذهن پالونکي هرڅه په خپل خيال او خپل ذهن کي جوړوي او په دي باور وي، هغه څه چي فکرکوي سم دي. په هغه څه چي باورلري او ورباندي پوهيږي يوازنی واقعيت دی اوخپل ذهنيت له تيروتنو، خطاگانو خلاص يو ذهنيت گڼي او له همدي امله نور بايد د هغه پيروي وکړي. په حقيقت کي ذهن پالونکی د واقعيت ځای خپل ذهني جوړښت ته ورکوي.

پوهان په دي باور دي چي د انسان عقل محدود دی او د محدوديت دليل يي هم د ذهنيت او شعور په محدوديت کي دی. سايمون وايي، عقل مطلق نه دی او عقل نشي کولاي له پريکړي کونکي وگړی خپلواک عمل وکړي. عقل د پیږندني په کار کي انحصاری رول نه تر سره کوي او عقل مسلي په حرکت اوبدلون کي مطالعه کوي او عقل په هيڅ وجه کي نشي کولاي چي د ټولو حالاتو او د هر ډول شرايطو له پاره حل او پريکړه ارايه کړي او په همدي لحاظ عقل له دواړو چلينجونو او انتقادونو سره هم مخامخ دی.

عقل او عقل کل دوه جلا مفهمونه دي. اول په سنجش، انتقاد، شک، ترديد او ازمايښ تکيه کوي او دوهم د بشپړتوب او مطلقيت دعوه لري. عقل د مطلقيت په ځای نسبي دی او کيدای شي هغه عمل چي پرون عقلي وو، نن عقلي نه وي او يا هم يوه پريکړه او يا يوعمل په يوه معلوم مکان او زمان کي عقلي وي، خو په بل مکان او بل زمان به عقلي نه وي.


دومره پوه شوم چي نه پوهيږم

له عقله کار اخستل د افلاطون او سقراط په وختونو کي هم يوه ډيره مهمه مسله وه. په منځنيو پيړيو کي فيلسوفانو او له دي جملي توماس اکويناس د عقل مسله د ايمان تر څنگ مطرح کړه. پداسي حال کي چي په ايمان کي د پوښتني او شک ځای نشته دی او عقل له دي دوه پرته په عقل کل بدليږي.

سقراط 2500 کاله پخوا وايي، دومره پوه شوم چي نه پوهيږم. عقل په ټولو شيانو د پوهي په معنا نه دی او عاقل په دي پوهيږي چي د هر څه په هکله پوهه تر لاسه کول ممکين کار نه دی او ډير شيان شته دي چي هيڅکله به ورباندي پوهه نشو. کانت ددی پوښتني په مطرح کولو سره، کولاي شم ويي پيږنم؟ د عقل او عقل کل تر منځ يوڅرگند واټن را منځ ته کړ او دا په عقل د شک څرگندولو په معنا وو. لکه چي يادونه وشوه عقل هم تر انتقاد لاندي را تللي شي او هم په عقل شک کيدلاي شي. دواړه شک کول او انتقادونه د عقل له ودي او روزني سره مرسته کوي.

د پرونۍ فلسفي سره سم د يوه کل په توگه نن د دنيا پيږندل خورا مشکل کار دی. د موږ دنيا هماغه پرونۍ ساده په تور او سپين ويشل شوي دنيا نه دی. د موږ په دنيا کي پيښي هماغه پرونۍ په ښو او بدو ويشل شوي پيښي نه دي. دنيا او پيښي په بي ساري توگه پيجيلي شوي دي. دنيا څومره چي وړه شوې په هماغه اندازه پيچيلې شوې هم ده. په افغانستان کي د سولې د راتگ، د فلسطین د خپلواکي اخستل او په سوريه کي د جگړي ختم کول ... څومره مشکلي او څومره پيچيلي ستونزي دي. ددي او دي د ورته ستونزو په حل کولو کي نه يوازي هيوادونه، بلکي دنيا هم پاتي راغلي ده.

همدارنگه نن طبعيت، انسان، جامعه، تاريخ، سياست، فرهنگ، مذهب، اقتصاد، تخنيک... د يوه عقل پواسطه د پيږندلو وړ نه دي. نن د ډيرو مسلو او شيانو پيږندنه د حس په ځای د تکنولوژي په مرسته پيل او تر سره کيږي. ډير شيان شته دي چي په سترگو نه ليدل کيږي، غږ يي نه اوريدل کيږي او د انسان د وجود د نورو حسي ارگانونو پوسيله هم نه حس کيږي، اما شته دی او واقعيت دی او پیږندنه يي هم يو ضرورت دی.

ايديولوژيک رسالت په عقل نه اندازه کيږي

په حقيقت کي عقل کل جهالت کل دی. پرون په المان کي د هيتلر خبره تر ټولو لوړ قانون وو. په روسيه کي د استالين حکم د تاريخ حکم وو او نن په ايران کي د ملا خامنه اي حکم ته د الهي حکم ويل کيږي.

موږ د دنيا د لارښووني او اصلاح کولو رسالت لرو... تجربي په څرگنده توگه ښيي چي دا ډول رسالتونه د عقل او معقوليت او پوهي په ځاي د ايديولوژي، جهالت او تخيل په معيارونوسنجول کيږي اوپايلي يي هميشه د بشريت له پاره لوی او وژونکي ناورينونه دي. هغوي چي د نړۍ د اصلاح کولو د رسالت ادعا کوي د نړۍ دوښمنان دي او هغوي چي د ټولني داصلاح کولو د رسالت ادعا کوي د ټولني دوښمنان دي. ټولنه ددي او هغه گروپ، ډلې او گوند په ځای په خپله د لارښووني او اصلاح کولو رسالت لري.

همدا اوس اوس په ايران واکمن ملايان له خپلو نظرياتو پرته د هيڅ شی پروا نه ساتي او په ښکاره د دنيا د لارښووني او اصلاح کولو ادعا کوي او غواړي ټوله دنيا د دوي په شان شي او جهالت سالار اخوند خامنه ای د ټولني نړۍ په لارښود بدل شي. سره ددي چي ايراني ريس جمهور د ډيرو وړو ستونزو د حل کولو استعداد او وس نلري، خو په نیويارک کي له نړۍ غواړي د ايران لاره خپله کړي او په گډه د امام زمان د راتگ زميني برابري کړي. په ايران واکمني نظريي په سرعت د يوه لوی ناورين په لور ددي هيواد لارښونه کوي.

عقل وايي، دنيا د ايران په شان نه کيږي، دا ايران دی چي بايد د دنيا په شان شي.


همکاري او سيالې

هيڅوک د نړۍ د اصلاح کولو صلاحيت او وړتيا نه لري او نړۍ هيڅکله یو شان کيداي نشي. دموږ نړۍ له توپيرونو، اختلافونو او مخامختياو ډکه يوه نړۍ ده. پرون همداسي وه. نن همداسي دی او سبا به هم همداسي وي دلته د ټولنو او هيوادونو تر منځ اړيکي په سيالې او همکاري تکيه کوي. د سړي جگړي په دوران کي د غرب او شوروی تر منځ له همکاري پرته د ايديولوژيگانو سيالې وه او هدف د يوه لوری ماتيدل وو.

همکاري او سيالې دوه په هميشنۍ توگه له يو بل سره تړلې او يو بل ته لاس ورکونکي مفهومونه دی. د انسانانو ژوند په همیشنۍ توگه له يوي خوا په همکاري او له بلي خوا په سيالې ولاړ دی. کله چي په ټولنه کي د ايران په شان له انسانانو سره د ماشينونو په توگه چلند کيږي دواړه همکاري او سيالې هم بي مفهومه کيږي.

سيالې او همکاري د توپيرونو او اختلافونو په وجود کي مفهوم پيدا کوي. که اختلافونه او توپيروونه نه وي، همکاري هم نشته دي او سيالې هم خپل مفهوم له لاسه ورکوي.. انسانان د ټولني په کار کي د سيالې او همکاري له لاري گډون کوي. په يوه ډيرکوچني ټولنيز واحد کي هم همکاري اوهم سيالې شته دی.


عقل او سياست

په دي ليکنه کي د عقل په بنياد د پريکړو اوعمل کولو، د هدف او عمل او ددي دو تر منځ د اړيکو، کومي چي د عقل په مرسته جوړيږي په هکله يادونه وشوه. هغه پريکړي چي د زرگونو او د ميليونونو انسانانو ژوند او راتلونکي اغيزمنه کوي سياسي پريکړي دي. دا ډول پريکړي هغه وخت اغیزه کوي، قضاوتونه او عکس العملونه را پاروي چي عملي شي. افغانستان د احساساتي، افراطی او په ځانگړي توگه د آرماني سياسي پريکړو او سياسي عمل کولو له امله سخت متاثیر او ځپلی شوی دی او زيات فرصتونه يي بايللي دی، کوم چي بيا نه راگرزي او ننی منځ ته راغلی حالت د همدي ډول پريکړو او عمل کولو پايله ده.

په افغانستان کي د ثبات او راتلونکي هوسايني ضرورت حکم کوي چي سياست کونکي بايد د سياسي پريکړو او عمل کولو او دهغوي د احتمالې پايلو تر منځ عقلي اړيکي جوړي کړي او سياست او سياسي پريکړي له احساساتو، جذباتو، تعصب او کرکي وژغوري. دا کار هغه وخت عملي کيدونکی دی چي سياست مذهبي، قومي او ايديولوژيکي نشي. په سياست کي د عقل ژبه پلوراليزم دی. پلوراليزم په سياست کي په ډاډمنه توگه د يو شان کولو او يواړخيز تفکر مخه نيسي اوله عقله کار اخستل تضمين کوي. دا پلوراليزم دی چي د سياست په ډگرکي د دواړو همکاري او سيالې عملي امکانات را منځ ته کوي. د سياست مذهبي کول، د سياست قومي کول او د سياست ايديولوژيکي کول د پلوراليزم نفي کول او له سياست د عقل جلا کول دی.

بله ستونزه چي د سياست د عقلي کولو مخه يي نيولې، د وگړو، کورنيو، قبيلو، ډلو...له خوا د سياست په اسارت نيول دی او نه پريږدي سياست د ټولو چاره او په ټولنيز عقل و سنجول شي. همدا اوس سياست، سياسي پريکړي او سياسي عمل د ځانگړو وگړو او ځانگړو کورنيو په انحصار کي دي، کوم چي له سياست سره دعقل په ځای د خپلو گټو او خپلوغريزو په اساس چلند کوي.

د افغانستان سياسي تاريخ په استبداد، مقام او ثروت پالنه برسيره د احساساتو، غريزو او د ډيرو لويو تيروتنو او خطاگانو تاريخ دی او همدارنگه دلته په سياست کي د سنجش ځای دگم ته او د عقل ځای مقام، ثروت او زور ته ورکړل شوي دي. د دا ډول حالت واکمني هغوي ته هم د سياسي لارښونکو مقامونو د نيولوچانس ورکوي چي نه ټولنه پيږني او نه يي ستونزي درک کولاي شي.. په سياست کي زور، پيسی ، مقام که له يوي خوا د عقل نفي کول دی له بلي خوا ټولني ته ډيرلوي او ورځنی گواښ دی.

په ځانگړي توگه په وروستيو دريو لسيزو کي دا ايديولوژيگاني، د بهرنيانو لاسوهني او نفوذ، ځان پالني، گوندي، گروپي، سمتي، مذهبي ... گټي او غوښتني دی چي د سیاست کولو اساس جوړوي، د سياسي عمل لوری ټاکي او سیاسي پريکړو ته محتوا ورکوي. داسي سياسي پريکړي هم شوي دي چي د نورو له لمسولو او لاسوهنو پرته يي بله هيڅ لاس ته راوړنه نه درلوده. داسي سياسي هدفونه هم ټاکل شوي دي چي دتر لاسه کولوامکانات او وسيلي يي اصلآ وجود نه درلود. دا په طبعي توگه د يوه عقالانه سياست په ځای په غريزو او احساساتو ولاړ يو سياست دی. په دي برسيره پرونيو سياسي او د واکمني مودلونو ته د ورگرزيدلو پراخي هڅي هم دسياست د عقلي کولو مخه نيسي. هر انسان خطا کونکی دی او ډير وگړي د احساساتو او گټو په اساس دي لور ته تمايل لري. جان لاک

د سياست د عقلي کولو په وړاندي بله ستونزه په ټولنه کي جهالت او استبداد دي اودلته استبداد په جهالت او جهالت په استبداد تکيه کوي او دا دوه په ټولنه او ټولنيزو اړيکو کي په ژوره توگه نغښتی دي. دا دوه د يوي ازادي ټولني په ځاي له ديکتاتوري سره مرسته کوي او دلته د بدلون معنا د يوه ظلم په ځای د بل ظلم، د يوه ديکتاتور په ځای د بل ديکتاتور، د يوه مستبد په ځای د بل مستبد ځای په ځای کول دي. په افغانستان کي يو په بل پسي حکومتونه بدل شول، دولتونه ړنگ شول، خو ستونزي، ناخوالې او ناهيلي هماغه شان په ځای پاتي دي او په دي هيواد کي نه عدالت تامين کيږي او نه هم برابري راځي، نه يوازي لري راتلونکي، بلکي نږدي راتلونکي هم تياره او مبهمه ده. دا امکانات شته دي چي يو ځل بيا قومي او مذهبي احساسات په هيواد هرج و مرج او انارشي واکمن کاندي او له بلي خوا هغه امکانات او هغه پلانونه چي د افغانستان سياسي نقشه بدلولی شي يو بل ته نږدي کيږي.

د سياست د عقلي کولو په لور يوه بله ستونزه په ټولنه واکمن اصول، ارزښتونه، رواجونه... دي، کوم چي نه پريږدي وگړي په خپلواکه توگه فکر وکړي، خپله اراده عملي کړي او له عقله کار واخلي. همدا واکمن اصول او ارزښتونه دی چي د وگړو چلند جوړوی او د هغوي د عملونولارښونه کوي، کوم چي نه يوازي په انساني حقونو او ازاديو نه دريدونکي تيري کوي، بلکي عملآ دواړو حاکميت او قانونيت ته هم چلينج دي. په افغانستان کي تر اوسه نه سياست د يوه خپلواک مسلک په توگه پيږندل کيږي او نه هم انسان د سياست او سياسي پريکړو په مرکزکي دی. ټولنه له انسانانو جوړه ده او هغه سياست يي لار ښوونه کولاي شی چي انسان يي په مرکز کي وي.

 

 ***

د دی لیکینی نوری برخی:

موږ او دوي

 

- لومړی برخه ؛

- دویمه برخه

- درېمه برخه

- څلورمه برخه
- پنځمه برخه

- شپږمه برخه

- اومه برخه

- اتمه برخه

- نهمه برخه

- لسمه برخه

- یوولسمه برخه

-دولسمه برخه

- دیارلسمه برخه