پښتو لیکنۍ |
رسیدن به آسمایی: 29.08.2009 ؛ نشر در آسمایی: 30.08.2009
سره
د دي چي زه، ته او هغه، دري خپلواک شخصيتونه يو او خپل، خپل
فکرونه او خپلې انديښنې لرو، خو موږ هر يو زه يو، موږ هر يو ته يو او موږ هر
يوهغه يو. دلته په دي درو مفهومونو د هيچا ولکه نشته
دی. د دا ډول ولکه کولو هڅه ددي مفهومونو د نفي کولو په معني دی او دا مفهومونه
هيڅکله هم نه نفي کېږې. دما، تا او هغه ترمنځ نه پريکيدونکي او نه ورکيدونکي
اړيکې شته دي اوهغه گډ ارزښتونه هم شته دي چي د موږ ترمنځ د گډې ژبې، د گډو
اړيکو د پیدا کولو او دموږ د اداره کولودنده تر سره کوي. خو په دي برسيره هغه
څه هم شته دی چي د موږ ترمنځ توپيرونو او اختلافونه پيدا کوي. همدا شان د موږ
ترمنځ د فکرونو، استعدادونو، هيلو، غوښتنو او گټو توپيرونه شته دي. دا ډول
توپيرونه هميشه وو، اوس هم شته دي او دا
ډول توپيرونه به هميشه وي. همدا دليل دی چي د ټولنې د مونولوگ
کولو هڅې يو په بل پسي پاتي راځي او ناکامې کېږې. د فکرونو او نظريو اختلاف د
انسان د سرشت او فطرت ځانگړتيا دی.
|
18.07.2009
زه بايد زه شم. زه ترهغه وخته زه نه يم چي ژوند او راتلونکې مي د بل چا له خوا ټاکل کېږې. زه تر هغه وخته ازاد نه يم چي هويت او شخصيت مي خپلواک نه وي. زه بايد بايللی او رانه اخستل شوی فرديت ترلاسه کړم. زه په زه کيدو سره د موږ په وړاندي نه په الترناتيف بدلېږم، نه موږ ماتوم او نه موږ کمزوری کوم. د موږ کمزوري د ما د فرديت په بايللو کي دی. کله چي زه فرديت بايلم او يا...ادامه...
|
د جون ١٢ورځ پخپله يوه “ پاندورا” وه17.08.2009 |
اوبو ته د کتابونو اچول د زور او د ډار د فرهنگ کار دی 29.05.2009 |
ليږد نه، ليږدونه-دريمه برخه-15.05.2009 |
څو خبرې افغانستان د تحميل شويو سياسي مشرانو په موزيم بدل شوی 19.02.2009 |
لوې دندې او واړه وگړي 31.01.2009 |
جگړه په مرکز کي ده |
پښتانه، ستونزې او چلينجونه- دوهمه برخه 07.10.2008 |
پښتانه، ستونزې او چلينجونه- لمړی برخه 29.08.2008 |
د کرملېن ټيټ ديوالونه 03.2008 .12 |
اساسي ستونزه د خپلواکې انديښنې نشتوالی دی 02.2008 .24 |
دا اپارتايد دی 12.2007 .06 |
روزنه، زده کړه او فرهنگ 11.2007 .19 |
د روشنفکرانو نوی نسل 10.08.2007 |
همدا اوس د ډيورند د ستونزې د حل کولو وخت دي 11.07.2007 |
روشنفکران او ايديولوژي- دوهمه برخه 06.05.2007 |
روشنفکران او بت پالنه 04.02.2007 |
تور انقلاب بيا راځې 11.01.2007 |
بحران: گواښونه او فرصتونه -پاکستان باد کرې، خو توفان به ريبې 21.12.2006 |
يو تارېخې فرصت 05.12.2006 |
د روښانتيا ځانگړتيا د عقل او پوهې په ازادي او خپلواکي ده 11.10.2006 |
د افغانستان په وجود کي د ډيورند کرښه د اشيل پونده "Achilles' heel" ده 18.06.2006 |
"حقيقت له موږ سره دی" 27.05.2006 |
د ملت جوړولو بنياد دموکراسي ده 07.05.2006 |
يو غوايی او دوه انقلابونه 17.04.2006 |
په افغانستان کي د دموکراسۍ ... ستونزې06.04.2006 |