رسیدن به آسمایی: 29.08.2009 ؛ نشر در آسمایی: 30.08.2009

 

دستگير روشنيالی

 زه، ته او هغه


چيري چي پروني بي وسه شوي او نني را رسيدلې نه دي

 

سره د دي چي زه، ته او هغه، دري خپلواک شخصيتونه يو او خپل، خپل فکرونه او خپلې انديښنې لرو، خو موږ هر يو زه يو، موږ هر يو ته يو او موږ هر يوهغه يو. دلته په دي درو مفهومونو د هيچا ولکه نشته دی. د دا ډول ولکه کولو هڅه ددي مفهومونو د نفي کولو په معني دی او دا مفهومونه هيڅکله هم نه نفي کېږې. دما، تا او هغه ترمنځ نه پريکيدونکي او نه ورکيدونکي اړيکې شته دي اوهغه گډ ارزښتونه هم شته دي چي د موږ ترمنځ د گډې ژبې، د گډو اړيکو د پیدا کولو او دموږ د اداره کولودنده تر سره کوي. خو په دي برسيره هغه څه هم شته دی چي د موږ ترمنځ توپيرونو او اختلافونه پيدا کوي. همدا شان د موږ ترمنځ د فکرونو، استعدادونو، هيلو، غوښتنو او گټو توپيرونه شته دي. دا ډول توپيرونه هميشه وو، اوس هم شته دي او دا ډول توپيرونه به هميشه وي. همدا دليل دی چي د ټولنې د مونولوگ کولو هڅې يو په بل پسي پاتي راځي او ناکامې کېږې. د فکرونو او نظريو اختلاف د انسان د سرشت او فطرت ځانگړتيا دی.
دا هم له ياده نه باسو چي د موږ ترمنځ رنگارنگ ويشونکي او واټن جوړونکي عنصرونه هم عمل کوي او دا عنصرونه تر اوسه له بده مرغه پياوړي پاتي کېږې او کله کله خو د ډيرو لويو پيښو او جگړو لوری هم ټاکي.
هويتونو څوگونې، موقتي او د يو ځای کولو ترڅنگ ويشونکي هم دي. موږ هريو څو ) مذهبي، قومي، اجتماعی، وظيفوی...(  هويتونه لرو. خو يو هويت او يو اصليت مو هميشنی دی. يو هويت مو نه بدليدونکی دی او هيڅ شي، هيڅ اصول او هيڅ ځواک او هيڅ تفکردا هويت بدلولاي نشي. ددي هويت او ددي اصليت نوم  ) انسانيت(  دی.  زه، ته او هغه ترهر څه د مخه انسانان يو او د انسانانو هويت ترهرڅه د مخه په  انسانيت کي انعکاس مومي. دا د بل هرهويت په پرتله باورايجادکونکی، يوځای کونکی او د ټولنيزو ټکرونو مخنيوکی دی. دا د موږ گډ هويت دي. دا هويت موږ ته د نورو د منلو او د نورو په وړاندي د زغم درلودلو ښوونه او روزنه را کوي. دا هويت موږ ته د يو بل د پاللو او يو بل ته د رسيدولو ځواک او قوت راکوي. دا هويت او دا اصليت د ويشونکو هويتونو په وړاندي د موږ بري او غلبه تضمينوي. که موږ هريو د يوې ځانگړې نظریې استاذيتوب وکړو. که موږ هريو د يوه ځانگړی فرهنگ استاذيتوب وکړو. که موږ هر يود يوې ځانگړي سياسي نظريي استاذيتوب وکړو اوورسره  موږ هريو په دي برخو کي ځان له نورو برتر وبولو او يو په بل د خپلو نظريو تحميل کول وغواړو، د موږ تر منځ به دا ډول برتري غوښتنې، د دا ډول يوه چلند اود دا ډول يوې هڅې پايله څه وي؟ هغه څه چي د موږ د توپيرلرونکو فکرونو او انديښنو ترمنځ باور را منځ ته کوي د يو بل فکرونو او نظرياتو) که دا فکرونه او نظريی مخالفي هم وي( ته درناوی دی. پرون دي ډول چلند ته د اصليت د پایمال کولو نوم ورکول کيدو او نن هم  يوشان غوښتونکي ورته چلند لري. ايا نلسن مانديلا د خپلو مخالفينو په غيږ کي نيولو سره اصليت پایمال کړ؟
         

 

جغرافيه نه،  ايدیولوژې ويشونکې ده

 

په زرگونو کلنو او په پيړيو پيړيو غرونو، دريابونو او بحرونو د موږ ترمنځ فاصله او واټن جوړ او موږ يې له يو بل څخه جلا ساتلي وو. دي جلاوالې په خپل وار د  رنگارنگ فرهنگونو د ايجاد له کار سره مرسته وکړه. خو ما، تا او هغه په گډو هلو ځلو دا غرونه، دا دريابونه، دا بحرونو ... وڅيرل،  په هغوي مو غلبه وکړه او هغوي مو لاندي کړل او نور د ا طبعي ــ جغرافيایی واقعيتونه او ورسره په لاس ايستل شوي او په لاس جوړ شوی خطونه او پولې د ما، تا او هغه ترمنځ د واټن جوړولو او جلا کولو لاملونه نه دي. اوس  واټن جوړونکی او جلا کونکي لاملونه هغه څه دي چي موږ په خپله ايجاد کړي دي. دا ټولنيز، فرهنگي، مذهبي، سياسي، اقتصادي او په ځانگړې توگه ايديولوژيک لاملونه دي. دا لاملونه او مرزونه تر اوسه خورا پياوړي دی. 

راځې هغه پولې، هغه مرزونه، هغه ديوالونه ړنگ کړو چي د ما، تا او هغه تر منځ يې واټن جوړ کړی، د ما او تا ترمنځ يې کرکه او بې باورې ايجاد کړې ده. راځې په هغو پولو او دگمونو وروخيږو چي زه او ته يې يو د بل په وړاندي درولې اويود بل دوښمن يې گرزولې يو. دا حالت ترهرڅه د مخه په سياسي ژوند او سياسي ډگرکي ځان ښکاره وي. زه تر هغوي چي په دي ميدان کي د تا او هغه ځای او رول پيدا نکړم، خپل ځای او خپل رول نشم پيدا کولاي. زه په دي ډگرکي د گډون او ځای موندلو له پاره د پرون پيروي نه کوم او سياست يوازي د ما کار نه دی. سياست د تا او د هغه کارهم دی. سياست د موږ ټولو کاردی او دا ځکه چي سياست او سياسي پريکړي موږهر يو متاثير کوي. سياست او سياسي پريکړې د ټولنې هرغړی متاثير کوي او په همدی بنياد سياست د ټولنې د هرغړی کارهم دی. پرون په سياست کي له موږ سره د رمې او گلې په شان چلند کيدو، نن هم دا ډول هڅې شته دي او بيا غواړې له موږ څخه عقل، استعداد او ذهن غلا کاندي او موږ په دايمي توگه په خپلو پيروانو ...بدل کاندي.

 

د نظريې يووالی نه، د عمل يووالی

 

زه، ته او هغه به يوه نوې، نه ماتيدونکې او دوامداره دوستي جوړه کړو، کومه چي د نظرد يووالی په ځای د عمل په يووالی ولاړه وي. د موږ په وړاندي خورا ډيرې او پیچيلې ستونزې شته، کومې چي د موږ د عمل يووالی غواړي. د عمل يووالی به د موږ ترمنځ د باور نه ماتيدونکي پلونه جوړ کړي. د عمل يووالی به د موږ ترمنځ په يو بل د انتقاد کولو او نيمگړتياو ته يو د بل د متوجه کولو لاره پرانيزي. د عمل يووالی به د موږ تر منځ د نظريو پلوراليزم او په ازاده توگه په نظريو بحث کول ځواکمن کاندي دی. لکه چي وويل شو، موږ توپيرلرونکي غو ښتنې، توپير لرونکي گټې او توپير لرونکي نظريات او استعدادونه لرو. دا حالت په طبعي توگه د موږ په چلندونو او په ټولنيز ژوند کي د موږ په توپيرلرونکو او کله کله هم په متضادو دريځونو کي خپل ځان ښيی.        
د نظريو يووالی نه پرون ممکين وو، نه نن ممکين دي او نه به سبا ممکين وي. پرون موږ سره ددي چي د يوې ايديولوژي پيروي موکوله او په هميشنې توگه د نظر په يووالی ټينگار کيدو، خو په گوند کي د يوې شيبي له پاره هم د نظريی يووالی تامين نشو. په ایران کي خمينی د کلمي وحدت ته د اسلامي واکمني د بنياد په توگه کتل، خو پيښو او په تيره بيا د جون د مياشتي انتخاباتو وښودله چي په ايران کي نه يوازي د کلمي وحت تامين نشو، بلکي اسلامي واکمني د بلې هري پديدي په شان په خپله لمنه کي خپل پياوړي تضاد هم روزلی دی.  
د نظريود يووالی هڅې هميشه ناورينونه او تراژيديگانې را منځ ته کوي او دا د ما، تا او هغه د يو شان کولو هڅه ده، کومه چي د يوځای کيدو په ځای يې هدف جلاکول او ديوه واکمنې دي. د نظريو د يووالی هڅې موږ د يو بل په وړاندي دروي او د موږ تر منځ برابرې له منځه وړې. د نظريو د يووالی هڅه د تحميل کولو او جبرهڅه ده. د نظريو د يووالی هڅه د موږ تر منځ د زور د اړيکو د ايجاد اواطاعت کولو هڅه ده. په تاريخ کي هرځل د دا ډول هڅو ترشا استبداد، ديکتاتوری او توتاليتريزم ولاړ وی. د دنيا په معاصر تاريخ کي دا ډول هلې ځلې د هيتلر، استالين، خمينی... له نومونو سره تړلې دي. نن هم په تيره بيا په سيمه او افغانستان کي د دا ډول هڅوپه کولو سره يو ځل بيا استبداد په کمين کي دی.
که زه د نظريو د يوکولو هڅه وکړم دا د تا او د هغه د ارادو او انديښنو د نفي کولو هڅه ده. که ته داسي هڅه وکړې دا دما او د هغه د خپلواکي د له منځه وړلو هڅه ده. که هغه دا ډول هڅه وکړې، دا په ذهنې او فکري برخو کي د ما او تا د غلام کولو هڅه ده. د نظريو د يووالی مطلب دادي چي موږ هريو د خپل فکر د بيان کولو ازادي و نه لرو. د نظريې د يووالی په صورت کي د فکرکولو او د نويو انديښنو د ايجاد ضرورت له منځه ځي. همدارنگه ددې ډول هڅې مطلب دادی چي يوازي يوه نظريه واکمنه شي... فاشيزم، کمونيزم، نازيزم، اپارتايد...د يوي نظريی په واکمنې يا د يو شان کولو په حالت کي نسبيت، ابتکار، خلاقيت، مسؤليت او کفايت په بي معني مفهومونو بدلېږې.
په ټولنه کي د نظريو د يووالی د هڅو اصلي هدف د فرديت ايند ويد والسيم له منځه وړل دی، تر څو انسانان په بي ارادي موجوداتو بدل کاندي، ترڅو مستبدين او عوام غولونکي له انسانانو د خپلو تخيلي او د خپلو آرمانې ټولنو د جوړولو په کارکي د خامو مواد په شان، د اوليو موادو په شان گټه ترلاسه کړې. له فرديت څخه انکارکول د انسان له کرامت څخه انکار کول دی. له فرديت څخه انکارکول د هرځانگړی وگړی له خپلواک شخصيت څخه انکار کول دی. 
فرديت به موږ ته د خپلواکو پريکړو د کولو ميړانه را کړي او دا به په ټولنه کي د موږ هر يوه د خپلواک غړيتوب موقف پياوړي کړي او خپلواک غړيتوب به د يوې مدرنې ټولنې د جوړيدو په لور د موږ هلې ځلې څو وارې پياوې او چټکې کړې. فرديت به موږ ته د کار کولو کفايت او د مسؤليت اخستلو ځواک را کړي او موږ به خپل ژوند په خپل لاس کي واخلو. نور نه بايد هغوي چي انسان په يرغمل نيسي، اراده يې غلا کوي او ارزښتونه يې سپکوي له موږ سره د نانځکو په شان چلند وکړي.

 

که د فرديت درناوی وشی

 

که د فرديت درناوی وشی، که فردي حقونه او ازادي مراعات شي. بيا به په آشويتس، وداخايو او مايدانگ د اسارت په کمپونو کي انسانان نه سوزول کېږې. بيابه د گولاک جزېرې د مرگ په وطن نه بدلېږې. بيا په افغانستان کي په وار سره جمعي قبرونه نه جوړېږې.

د فرديت په معيارگرزولو سره به د جنايت او جنايت کونکو د روزلو او پاللو ښوونځي يو په بل پسي ړنگ شي او هغه دگمونه او فکري سیستمونه چي جنايت توجيه کوي بي ځواکه او بي مفهومه شي. د فرديت په معيارکولو سره به د پيړيوطلسمونه او جادوگان، چي دلته يې ډيرو شيانو ته سخته او نه حل کيدونکي بڼه ورکړې او گواکي ټولنه يې د حل کولو وس نه لري،  يوازي طلسم او جادو داغوټې خلاصولې شي يو په بل پسي باطل او بي اثره شي.

 

د هدفونو او مسووليت خلا

 

فرديت به د موږ ژوند هدفمند کاندي، د موږ ژوند ته به لوری ورکړي اوله موږ سره به مرسته وکړي چي په خپل برخليک واکمن او په خپل وس او توان باور پيدا کړو. کله چي موږ د هدفونو په خلا کي ژوند کوو،  په دا ډول يوه حالت کي په څو اړخيزې سرگرداني، مزمني بي ثباتي او انارشي برسيره د هرڅه ويل، د هرڅه ليکل اود هرڅه کول هم را ته سم ښکاري.  خوکه ژوند هدفمند اوهدفونه ښکاره او روښانه شي د ويلو، ليکلو، حرکت کولو او هلوځلو کولولوری او پايلې به معلومې وي او بيا دهرڅه کولو او د هرڅه ويلو ضرورت منځ ته نه راځي اوهرڅوک به خپله لاره وهي.
هدفمندي هم په فردي ژوند او هم په ټولنيز ژوند کي يوهميشنی ضرورت دي. په دواړو حالاتو کي د ژوند او ژوند کولولوری بايد معلوم وي. مخکي تردي چي حرکت وکړو، هدف بايد معلوم وي. مخکي تردي چي کار پيل کړو، مقصد بايد معلوم وي. هدفمندي هم وسيلو اوهم هلو ځلو ته مضمون او لوری ورکوي. په هغه ټولنه کي چي د هدفونو خلا موجوده وي د عمل کولو او هلوځلولوری هم ورک وي او د وسيلو د ايجاد ضرورت هم منځ ته نه راځي. په تيره بيا په هغه بدمرغه ټولنه کي، چيري چي پروني بي وسه شوي او نني را رسيدلې نه وي، د هدفونو د ټاکلو په هکله يوه هراړخيزه تراژيدي واکمنه وي، له هرچا لاره ورکه وي، هرڅوک په هرچا او د هرچا په کارکي غرض لري. په دا ډول يوه ټولنه کي ددي پروا نه ساتل کېږې چي څوک حق او حق درلودل څه شی دي. دلته معقوليت احساساتو ته بايللې ده او د عقل په پرتله د عواطفو او احساساتولاس بری دی. کله کله احساسات دومره لاس بري او دومره سخت وي، سړی فکرکوی چي ټنده له ديوال سره جنگوي. دلته د هغه چا غږ ښه اوريدل کېږې چي ترنورو ډيراحساساتي اوډيرافراطي وي، څه شی نه وينی، څوک نه اوري، ددي پروا نه کوي چي څه کېږې، هرڅه چي پيښېږي مخ ته ځي.
دلته په خپله فکر نه کول، له فکرکولو مخکي عمل کول، سرونه ټيټ او ټوپک په لاس د نورو په فکرونو حرکت کول يوه تاريخي او د اوږدې مودې ستونزه ده او سره ددي چي دا وگړي د واقعيتونو په منځ کي دي، خوله دي واقعيتونو په پراخه بيگانگي کي عمل کوي. په دا ډول يوه ټولنيز چاپيريال کي د هدفونو د خلا ترڅنگ د معقوليت، ، فکرکولو، کفايت او مسؤليت لویه خلاهم شته دی. دلته د روښانو اوڅرگندو هدفونو ټاکل، معقوليت پالنه او ورسره د صلاحيتونو او مسؤليتونو روزل لمړيتوب دی اودا به اسانه او د یوې شپې کارنه وي.