رسیدن به آسمایی : 29.08.2008؛ تاریخ نشر در آسمایی : 29.08.2008

دستگير خروټی

پښتانه، ستونزې او چلينجونه

که غواړي ترټولو ښه او يوازنۍ سمه ليکنه وکړې، دواړه قلم او کاغذ له ځانه لري کړې.


څو د سر خبرې
زه د پښتون قوم په هکله نه تارېخ ليکم، نه تارېخې څيړنه کوم او نه دا صلاحيت لرم. بي له شکه پښتانه اوږد او شتمن تارېخ لري او دا د تارېخ  پوهانو کار دی او هغوې په دي هکله ډېرې لاس ته راوړنې لرې.  پښتون قوم وياړونه، نومونه او شخصيتونه لري، خو زه دلته په دي هکله هم څه ليکل نه غواړم. سره د دي چي پرون د نن او سبا بنياد جوړوې، خو موږ نه بايد سبا ته د پرونيو تيروتنو له درنو پيټو سره ور ننوزو.  په دي تيروتنو غلبه له پرون سره په انتقادي چلند کي دی او که ددي تيروتنولاملونه پيدا نکړو سبا به مو هم تاريکه وي. همدارنگه  يوازي په بريو او وياړونو تکيه کول او  ناخوالې، کمزورې او چلينجونه هېرول،  راتلونکو ناکاميو او پاتې راتللو ته د تن ور کولو په معني دی.
 ښه او ضروری خبره داده چي ترهر څه د مخه د کمزوريو، د ناخوالو، پاتې راتلو او ناکاميو يادونه او څيړنه وشي. هغوي چي خپلې کمزورې، خپلې تېروتنې، خپلې ماتې او ناخوالې نشي درک کولاي او نه يې شي منلاي په خپل ځواک او ځواکمن کولو هم نه پوهېږې.  سره ددي چي په ناخوالو کي نور او په تيره بيا استعمار، پاکستان او روانه جگړه هم ونډه لرې، خو د ما ټينگار په دي هم نه دی چي د ناخوالو، کمزوريو او پاتي راتللو پړه يوازي په نورو ور واچوم او يا هم د ټولو ملامتيو گوته هغوي ته ونيسم. دا کار ډيره آسانه او ساده دي چي مسؤليت د نورو په غاړه ور وغورزول شي، خو اصلي ستونزه ځان ته د گوتي نيول دی. 
   د ما هڅه دادي چي د اوسنيو حالاتو، اوسنيو ستونزو، اوسنيو چلينجونو ... يو تصوير ورکړم او دا هم د يوه ټولنېز واقعيت تصوير،  کوم چي ډير پيچلی او هميشه بدليدونکي دی. دا له ستونزو ډک کاردی د ټولنېزو واقعيتونو په څېړنه او پيشبيني کولو کي د ډيرو پوهانو او له دي جملې د فيلوسوفانو پشې هم شويدلې دي. زه په هېڅ وجه ددي واقعيت سم او بشپړ تصوير نه شم ورکولاي. همدارنگه به دا تصوير په هيڅ وجه له تېروتنو او نيمگړتياو خالې يو تصوير نه وي. او دا هم له ياده نه باسم که دا نن سمې وي سبا به زړې او ناسمې وي. که غواړي چي تر ټولو ښه او يوازنۍ سمه ليکنه وکړې، دواړه قلم او کاغذ له ځانه لري کړې. په هر حال زه هڅه کوم د موجود له دردونو ډک واقعيت دا او هغه برخه يا دا او هغه څنډه،  يا ددي واقعيت يوه زاويه را وسپړم. له دي سره سره  زه له هغې ډلې هم نه يم چي يوازي د اوبو په سر ځگ ويني او د اوبو تر تل پوري هغه د پيږندنې معيار گرزوې.


تيوريک چلند
    زه د واقعيت ددي او هغه څنډې يا زوايې د پېږندنې په کارکي په بشپړه توگه له يو تيوريک ميتود څخه کاراخلم او تيوري په هره برخه کي چي وي له شکونو، ترديدونو، پوښتنو، انتقادونواو آزمایښونو سره مل دی. همدارنگه د ټولنېزو پيښو په هکله تيوري د طبعي علومو په شان نه دی چي د ازمايښ کولو امکانات لري. د ټولنېزو ستونزو د آزمايښ لابراتوار نشته دی. يوازي تاريخ د ټولنېزو پيښو د ازمايښ ځای دی. په ننۍ نړۍ کي چټکو بدلونونو اوله دي جملي نړيوال کيدولو تيوريگانې او نظريې له جدي ازمايښونو سره مخامخ او عمر يې ورلنډ کړې دی. د تيوريک چلند معني دادي چي زه د پيښو څه ډول تصوير ورکولاي شم او زه په دي هکله نظريات لرم چي  پيښې څه ډول بيان او تفسير شي. دپيښو تر منځ اړيکي او په اړيکو کي اصلې کړۍ کومه ده. زه د همدي ميتود په پيروي پښتانه له افغانستان، سيمې او نړۍ څخه جلا نه مطالعه کوم او نه جلا مطالعه کيداي شي. دا ميليونې ټولنه په ميليونونو ريشتو له افغانستان، سيمې او نړۍ سره تړلې ده. دا هم نه هېروم چي د همدي " څندې"  او " زوايې"  په هکله به نورې تيوريگانې هم وې. نورو به هم په دي هکله څېړنې کړې وي. نور به هم په دي هکله نظريات لري او ليکنې به کوي. دا ښه خبره ده اود کانت په قول نظريې به نه يوازي په خپل عقل، بلکي د نورو په عقل هم وسنجول شي او دا ډول يو چلند په ټولنه کي د بيان د ازادي ضرورت منځ ته راوړې. د يوې مسلې په هکله د توپېرلرونکو تيوريگانو او نظرياتو موجوديت د ښه حل په لور او د يوې ښې پايلې د تر لاسه کولو په کار کي مرسته کولاي شي او په طبعی توگه د پښتنو د اوسنيو ستونزو او ناخوالو په هکله ډېرې تيوريگانې او نظريات شته دي او په دي هکله ډېرې ليکنې کېږې چي له مختلفو اړخونو او لورو څخه ددې ستونزو څېړنه او ارزونه  کوي. هره تيورې، هر نظر او هره ليکنه خپل ځای او خپل اهميت لرې، خو مهمه داده چي څه ډول کيداي شي د يوې ستونزې او مسلې په هکله د لورو تر منځ د نظر يووالی را منځ شي او گډ دريځ غوره شي. له بده مرغه موږ د بحث کولو بد فرهنگ لرو او په تېره بيا په علمې او مهمو ټولنېزو مسلو باندي د بحث کولو عادت او حوصله نلرو. خپلې نظريې را ته يوازنې سمې نظريې ښکاري. د تيروتنواو نيمگړتياو منلو ته خو هډو چمتو نه يو او په نظريو انتقاد کول را ته په ځان انتقاد کول ښکارې. په بحث کولو کي ډير ژر عصبې کېږو، په خپل ځان، په خپلو خبرو او خپلو ليکنوکنترول له لاسه ورکوو او د موضوع او مسلي په ځای په شخص او وگړی خبرې کوو او د هغه عيبونه بيانوو او کله کله خو ددې پروا هم نه ساتو چي هغه ته په ډکه خوله ښکنځلې وکړو، ورباندي تورونه ولگوو، توهين يې کړو او ورته گواښ وکړو. موږ په بحثونو کي هم له پارتيزانې او جگړه يز دود څخه کار اخلو زور او مټې ښيو. همدارنگه مقابل لوری ته ددې له پاره غوږ نه نيسو چي د هغه په نظرياتو کي معقول لوری را پيدا او ملاتړ يې وکړو،  بلکي په دي فکر کوو چي څه ډول ورته د رد ځواب ورکړو. دا د بحث کولو او ليکلو لاره او منطق نه دی. د ليکلو ډگر د منطق، استدلال، دليلونو او انتقادونو ډگر دی. تورونه لگول، ښکنځلې کول او د مټو ښودل نه يوازي د مسلې له حل سره مرسته نشي کولاي، بلکي دا په څرگنده توگه د منطق، استدلال او فهم نشتوالی، د پوهنې خوارې او فرهنگې بې وزلې ده. د نظريو توپيرونو يوه حتمې خبره ده او دا يو هميشنی کاردی، خو د نظريو اختلافونه د قبيلو تر منځ جگړه نه دي او همدارنگه د مختلفو نظريو تر منځ د چين ديوال هم نشته دی. د ليکوالې ډگر د تورونو، ځيل کولو او دروغجنې برترې په ځای د همکاري او جوړونکې سيالې ميدان دی. ليکوالی د علم، منطق او استدلال د سيالې ډگردی. د بيان ازادي د همدي له پاره دی چي توپېر لرونکې، بل ډول او مخالف نظريات هم وليکل شي،  هم وويل شي، هم واوريدل شي او هم ورباندي حساب وشي.
  زه سره ددې چي د تا د نظرې مخالف ېم، خو زه چمتو ېم قربانې ورکړم تر څو ته خپل نظر بيان کړاي شي ولتر. 
 د يوې مسلې په هکله د توافق د تر لاسه کولو په کار کي لمړی قدم يو بل ته درناوی دی او بيا همدا درناوی کولاي شي د خوا تر منځ باور ايجاد او د گډ پوهاوی او گډ دريځ په لور ولاړ شي. دا باور دي چي د انسانانو تر منځ اړيکې جوړوې. سره ددي چي له روانو پيښو د روشنفکرانو تصويرونه رنگارنگ او يو شان نه دي اودا په طبعي توگه د دوي په سياسي، ټولنېزو او فرهنگي دريځونو کي هم ځان څرگندوي، خو زه باورلرم چي روشنفکران  به يو بل درک کړي او له مخکنی قضاوت او ذهنيت پرته به د يو بل په دريځ  پوه شي او هغه وخت راغلی چي د " موږ يا دوي" د پرنسيپ ځای " ټول له ټولو سره" پرنسيپ ته ورکړل شي.

سياسي گوندونه  يا سياسي قبيلې. 
سره ددي چي راتلونکې سناريو توره ښکارې او د داسي څه کيدو نښانې شته دي چي تراوسه مو نه دي ليدلې،  خو ددي خبرې کول مشکل دی چي سبا به څه کېږې. د هوا په شان د ټولنېزو پيښو وړاند وينه نه کېږې، سبا به هوا شل درجي وي او اسمان به هم شين وي. په ځانگړې توگه په روشنفکري او سياسي چاپيريال کي په دي هکله چي څه به کېږې او څه به نه کېږې، داسي دي وشي او داسي دي نه کېږې، دا بايد وشي او هغه بايد ونه شي ډېرې نظريې، فکرونه او تگلارې شته دي، خو ټولنېزې پيښې د فلم او فلمي سريال په شان له پخوا څخه د جوړشويو صحنو په څير يو په بل پسي نه راځي. تاريخ هم د ارمانونو او له پخوا څخه د جوړ شويو اصولو په بنياد نه جوړېږې. تاريخ د انسانانو له ذهن څخه د باندي خبره ده. پيښي اوکله کله تصادفونه د تاريخي بدلونونو لوری بدلوی. په هند کي درنو اورښتونو د انگريزانو بری تامين کړ او زلزلې د ترکيي او یونان تر منځ د اړيکو په ښه کولو کي رول تر سره کړ. په افغانستان کي د ثور ناورين نه يوازي د تاريخ لوری بدل کړ، بلکي ټولنه يې له خپل طبعي حالت څخه راويستله او هر څه يې بې ځايه کړل. که دا پيښه نه واي شوي، بې له شکه افغانستان له دي حالاتو سره چي اوس مخامخ دی، نه مخامخ کيدو. د تيرو ديرشو کلنو پيښې د افغانستان د خلکو د برخليک او تقدير برخه نه دی. هغه څه ته چي " تاريخي ضرورت"  ويل کېږې په بشپړه توگه يوه افسانه، تاريخي دروغ او يوه ايديولوژيکه تيرايستنه ده. د افغانستان پيښې موږ ته ددي درس را کوي چي تاريخ په مستقيمه او ټاکل شوې لاره نه ځي. ماکس ويبر Max Weber د  Marx او Durkheim ددي نظريې چي ټولنه بايد په يوه معلوم لوري وده وکړې او معلومې ذهنې او ټولنېزې پايلې ولرې په کلکه مخالف وو.
  نه يوازي افغانستان، بلکې سيمه د يوه مشکل " لېږد" په مرحله کي دی. سيمه له يوه داسي سخت او پيچلی حالت څخه تېرېږي چي د دولتونو او نظامونو پشي په کي شوېږې. په دي " لېږد" کي د سيمې او په تېره بيا په افغانستان کي  د ډير حکومتونو او نظامونو پشي وشويدي. د بشريت په تاريخ کي ډېرې تجربې را ښيې چي نه يوازي د يوه رژيم، بلکي د ټولنې په ژوند کي هم تر ټولو خطرناکه مرحله د " لېږد مرحله" ده. دا ډول لېږد يا گذار هغو حتمي جراحی عملياتو ته پاتي کېږې چي خطرناکي عارضی پايلې هم ور سره مل وي. د بشر په تاريخ کي کله کله دواړه جنگونه او انقلابونه د يوې مرحلې او يا  د يوه دوران د ختميدو او دبل د پيل کيدو نښانې دي. په سيمه کي روانه جگړه د يوه دوران د ختميدو او د بل د بری جگړه ده او په دا ډول يوه پيچيلی او دردونکی حالت کي د پيښو په وړاند وينه ډاډ درلودل ستونزمن کار دی. خو له مشکلاتو سره سره روشنفکران او په تېره بيا سياست کونکي دنده لري د پيښو په هکله وړاند وينه وکړې او د هغو نښانو، او پراختياو څيړنه وکړې چي په ټولنه کي را څرگندېږې، کومې چي د څه د پيښيدو سيگنالونه ورکوي. په دي هکله  وينستون چرچيل وايې:
" يو ښه سياستمدار هغه دي چي ووايې، په راتلونکي کي به څه پيښېږې، خو د ښه سياستمدار دنده دلته نه ختم کېږې، ځکه ددي امکان شته هغه څه چي ده يې وړاند وينه کړې پيښ نه شي. په دي حالت کي هغه بايد له پخوا ډير پېاوړي دليلونه راوړي چي ولې هغه څه پيښ نه شول چي ده يې وړاندوينه کړې وه."
    په سيمه کي يوه پراخه، څوگونې او له خطرونو ډکه بې باورې واکمنه ده. د دولتونو تر منځ بې باورې ده، د دولتونو او خلکو ترمنځ بې باورې ده ، د قومونو تر منځ بې باورې ده، د مذهبونو تر منځ بې باورې ده، د سياسي گوندونو تر منځ بې باورې ده...  سياسي گوندونه په تيره بيا په افغانستان کي کمزوری، په پيښو تاثير نه لرې. يوه گوند هم تر اوسه ددي وس نه دی پيدا کړی چي د خلکو غوښتنو ته لوری ورکړي او د تحقق له پاره يې کار وکړي. په ټولنه کي د سياسي گوندونو له پېاوړتيا او پراختيا پرته د خلکو د واکمنې جوړول ډير مشکل او يا ويلاي شم چي ناممکين کار دی. په افغانستان کي سياسي گوندونه د قبيلو په دود له خپلو اصولو تيريدل، په تيروتنو اعتراف کول او بخښنه غوښتل د شرافت او مقدساتو نفي کول بولې. مگر په هسپانيه کي سياسي گوندونو، چپو، ښيو، کمونستانو، پادشاهي غوښتونکو... شرافت نه درلود چي له اصولو تير شول،  بخښنه يې وکړه او څلوويشت کلنه دوښمني هيره کړه او د هسپانيې د ژغورولو له پاره يې له يو بل سره ايتلاف وکړ. په سياسي ژوند کي نه هميشني دوستان شته دي او نه هم هميشني دوښمنان .همدارنگه په سياست کي " ازمايل شوي مه ازمويې" يو بې معني عبارت دی.
    په سيمه کي دولتونه نه يوازي په حالاتو کنترول له لاسه ورکړی، نه يوازي د خلکو دفاع نشي کولاي او د خپلو ارادو او موخو په عملي کولو کي پاتي راغلي دی، بلکي  په عمل کي دولتونه، دولتونو ته نه پاتي کېږې اود هغو آرزښتونوپه بنياد نه جوړشوي ، کوم چي د زمانې غوښتنه ده او په هغه آرزښتونو تکيه نه کوي، کوم چي د نړيوالو بدلونونو غوښتنه ده. هغه دولتونه چي په دا ډول آرزښتونو تکيه نه کوي د ژوند کولو او حاکميت کولو وړتيا نه لري. په دواړو پاکستان او افغانستان کي تر اوسه دولت د يوه سياسي او خپلواک جوړښت په توگه نه دی ايجاد شوی او بنسټېز دليل همدا دی چي دولتونه ثبات نشي پيدا کولاي. انقلابونه د دولتونو د کمزوري پايلې دې او همدي کمزوريو په سيمه کي د يوه انقلاب، کوم چي له تمدن او پرمختگ سره په دوښمنې او له زمانې په بيگانگي مشخص کېږې لاره همواره کړي او د بری په صورت کي به د نسلونو او نسلونو د مادي، فرهنگي، تاريخي کار او زيارلاس ته راوړنې له منځه يوسي. په ځانگړې توگه د پاکستان ژورې سياسي بې ثباتي پيښو ته نه يوازي نوی زور او نوی سرعت ورکړی، بلکي پيښې ډارونکي او تورې هم ښکارې. په سيمه کي دواړه سياست کوونکي او روشنفکران له پيښو څخه په لرې واټن کي تر شا پاتي او لمړيتوبونه ورڅخه ورک دي.
  فرانسوا مېتران  په دي هکله وايې:
 " که سياست کونکي له پيښو شاته پاتي هم نشي، مهم کار يې تر سره کړې"  زه به په تکرار ووايم، هغه څه چي پرون ناممکين ښکاريدل نن ممکين شوي دي او هغه څه چي پرون ممکين وو نن ناممکين شوي دي. ممکين د سيمې سياسي نقشه په بدليدو وي. حالاتو د موږ په پرونيو نظريو او برداشتونو د بطلان خط کش کړی او له خپلو پرونيو غوښتنو يې ناهيلې کړې يو او هغه څه چي پرون مو نه غوښتل، نن يې د خپلو ارادو خلاف منلو ته ځان چمتو کېږو. روانه جکړه د هر بل وخت په پرتله پيچلې او په سيمه ايزه جگړه بدله شوې.  په دواړو افغانستان او پاکستان کي د قومي شخړو گواښ پېاوړی شوی. د پښتنو په سيمو کي د ترور مرکزونه او د مذهبې بنسټ پالنې پېاوړتيا نه يوازي له دولتونو سره، بلکې له قومونو سره هم د پښتنو اړيکي د وسله والو ټکرونو ترکچې خرابولې شي په کراچې کي د دا ډول خرابوالې سيگنالونه شته دي. له دولتونو سره دوښمنې لنډ مهاله دوښمنې ده. دولتونو ځې او راځې، خو له قومونو سره دوښمنې اوږدمهاله او ډيره تباه کونکي ده. ددي عملي امکانات هم شته دي چي د پښتنو په ټوله سيمه کي جگړه خپره شي او يا د جگړې نوې جبهي جوړې شې.
    منځ ته راغلی حالت په تېره بيا روشنفکران په دي مکلف کوي چي له واک، له احساساتو، له عواطفو اوله هر ډول ايديولوژيک تفکر څخه په خپلواکه توگه د عقل او خرد په بنياد د پيښو څيړنه او ارزونه وکړي. روشنفکران مکلف دي په دي پوه شي چي په ټولنه کي څه تېريږې او د پيښو لوری کوم دی او د پيښو له پايلو ټولنه خبره کړې. ټولنې ته ددي پايلو په هکله سپينې، بربنډې او بې پردي خبرې وشي. همدارنگه دا هم د روشنفکرانو دنده ده چي په ټولنه کي په خوارې، جهالت، وروسته پاتی والی، جگړه او د ځان او راتلونکو نسلونو د تباه کولو په عمل او تفکرد غلبي په منظور د ټولنېز تفاهم، ټولنېزې هم اهنگي او ټولنېزې ارادي د ايجاد او پراختيا له کار سره مرسته وکړې.


   د پښتون قوم اوسنی حالت څه ډول تعريف کيداي شې؟
جگړې افغانستان  په پراخه او ژوره توگه له لويو انسانې، مادي او فرهنگي  غمېزو او تراژديو سره مخامخ کړی دی. دلته د انسان د ژوند اخستل څومره ارزانه، څومره اسانه او وژونکي د وژلو په کار کي څومره بي رحمه، څومره بي باکه او څومره بې پروا دي. " هغه ورځ مو دومره ووژل او نن مو دومره ووژل..."
له بده مرغه جگړه همداسي ده او دا د جگړې منطق دی. د جگړي په منطق کي وژنې، تلفات او خطرونه ټاکونکی لاملونه نه دی، که دا لاملونه ټاکونکي وايې، نو جگړه به هم نه کيدله. جگړه په پليدو او وژونکو وسيلو د سياست ادامه دی او په سياست کي هم د " ورورې" او " ورور" په ځای گټې مرکزی ځای لري.
تر کرزی پوري يو په بل پسي افغان واکمنان د سياسي ماشومتوب په دود په تېره بيا له ايران او پاکستان سره په اړيکو کي د " ورور"  " اسلامي ورولې" ... عبارتونه په کاروي، خو هغوي د يوې شيبې له پاره هم له افغانستان سره په اړيکو کي " ورور" او " اسلامې ورولې" ته په خپلو سياستونو کي ځای نه دی ورکړی.  د جگړې د ادامي له امله دلته هره ورځ يوه توره ورځ دی، دلته هره ورځ د ناورين ورځ دی، دلته هره ورځ د ماتم او وير ورځ دی او دلته هره ورځ د وينو او اوښکو د باران ورځ دی. په ځانگړې توگه د پښتنو سيمه د جگړې په سيمه بدله شوې او دلته په ميليونو انسانانو د جگړې او وژلو ډار او ويره مسلطه شوې. دلته په ميليونو انسانان په ځان، په ژوند او په سبا بې باوره شوي دي. دلته په وژلو، ژوبليدلو او ړنگولو برسيره کورنۍ تر هميشنی رواني او روحی ترورلاندي دي او دا ډاډ نه لرې چي له کوره وتلی غړی به يې د ځان وژونکو ښکار نشي او يا به روغ او ژوندی کور ته را وگرزي او دا ډاډ هم نشته دی چي دا کوردي تر سبا پوري د ناتو د الوتکو د بمونو پوسيله له خاورو سره يو شان نشي. جگړه نه يوازي هغه څه اخلي چي په سختي او مشکل سره تلافې کېږې، بلکي هغه څه هم اخلي چي هيڅکله نه تلافې کېږې او هيڅکله نه راگرزې. په دي برسيره معلومه نه ده چي دا جگړه به کله ختمه کېږې. داسي يو جگړه چي په ختمولو يې هيڅوک نه پوهېږې او يا تر اوسه هغه دوکتورين چي خپل موجوديت او ثبات د نورو په بې ثباتي کي ويني نه دي بدل شوي. افغانستان د اوږدې موده له پاره د لويو ځواکونو د سيالې په ډگر بدل شوی ور سره همدادم  د فکرونو او سيستمونو د ټکر سيمه هم ده.


د دودونو او تړونونو ټولنې 
   په ننۍ نړۍ کي ټولني د دودونو او اخلاقي اصولو په ځای د تړنونو يا قراردادونو پوسيله، کوم چي داوطلبانه بڼه لري اداره کېږې. دهيوادونو اساسي قانونونه د دا ډول تړونونو بيلگې دي او دي ډول ټولنو ته د تړنونو ټولنې ويل کېږې. په اتلسمه پېړۍ کي دوو ټولنه پېږندونکو Henry Maine او Herbert Spencer د تړون د ټولنې په هکله ليکي:
 د تړون ټولنه همکاري، يووالی او پيوستون پېاوړي کوي او په ځانگړې توگه يې د صنعتي ټولنې د همپيوندي له چارې سره مرسته وکړه. همدا دم هم دا داوطلبانه تړونونه دي چي په ټولنو کي د روغې جوړې، يووالی او پرمختگ په لور لاره همواره وي. کله چي يوه ټولنه مخ ته ځې، ژوند ښارې کېږې، نفوس يې زياتېږې، په ټولنه کي اقتصادي او ټولنېز ويش ژور کېږې او د گټو مخامختيا منځ ته راځې نور نو دودونه او د وينې او خپلوي اړيکې يا د ټولنې پېږندنې په ژبه " لمړنۍ اړيکي"  د اداره کولو په کار کي په بشپړه توگه بې وسه کېږې او ددي ضرورت منځ ته راځې چي ددی بې وسه ‍شويو اړيکو او آرزښتونو ځاي نويو اړيکو او نويو آرزښتونه ته وسپارل شي او تر ټولو ښه آرزښتونه هغه دي چي په داوطلبانه توگه په خپله د ټولنې له خوا ايجاد شي.
نن داسي ټولنه نه پيدا کېږې چي په بشپړه توگه ژوند د "لمړنيو اړيکو" او يا هم د " د پرمختلليو اړيکو" په بنياد اداره شی. په هغو ټولنو کي چي د پرمختلليو اړيکو يا قراردادي اړيکو په وسيله اداره کېږې ور سره په ټولنېز ژوند کي لمړنې اړيکې هم شته دي، خو واکمنې اړيکې قراردادي اړيکې دي. په يوه ټولنه کي ددي دو ډولو اړيکو واکمنې د ټولنې د پرمختگ او وروسته پاتي والې برخليک هم ټاکي. هغه ټولنې چي د قراردادي اړيکو پوسيله اداره کېږې پر مختللې ټولنې دي او هغه ټولنې چي د لمړنيو اړيکو په اساس اداره کېږې وروسته پاتي ټولنې دي. لمړنې اړيکې د پلار سالاري اړيکې دې، د فرمان ورکونکو او فرمان وړونکو اړيکې دې، د پير او مريد اړيکې دې. همدارنگه ددی اړيکو په واکمنې کي د عقل او خرد ځای، د خپلواک تفکر او خپلواکې انديښنې ځای تقليد، پيرويو او وفاداريو نيولی، کومي چي په همدي ټولنو کي استبداد او ديکتاتوريو ته قانونيت ورکوي. لمړنې اړيکي کولاي شي د جمهوری رياستونو ميراثي کيدو ته هم قانونيت ورکړې. سوريه، شمالې کوريا...   


د ښوونځيو سوزول دراتلونکو نسلونو تراژيدې
  پښتنې ټولنه له يوې دوديزې ــ مذهبي ټولنې ــ په مذهبي ــ دوديزې او تړلې ټولنې بدله شوې ده. په دي برسيره د داسي بدلونونو په در شل کي دی چي نه دا ټولنه له پرونی حالته راوتلې او نه د نويو جوړښتونو منلوته چمتو شوې ده. دا د ټولنې په ژوند او تاريخ کي ډير سخت، ډير درودونکی حالت دی، کوم چي د ټولنېزو جوړښتونو ژور او له گواښونو ډک بحران تعريف کيدلاي شي. دا يو پيچيلی څرنگوالی دی، له يوې خوا بدلونونو د زمانې او ژوند غوښتنه ده او له بلي خوا په ټولنه کي واکمن آرزښتونه او ځواکونو چي ددی بدلونونو مخه نيسې پېاوړی پاتي کېږې. همدا تضاد او د همدي تضاد حل کول د پښتنې ټولنې
راتلونکی ټاکي. همدي حالت دا ټولنه له يوه تاريخي او سخت انتخاب سره مخامخ کړې ده او راتلونکي به وښيې چي پښتون قوم له دي مشکل آزمايښ څخه څه ډول ځان را باسي. تير او روان حالت په دي هکله د يوې ډارونکي بې وسې ښکارندوی دی. پښتون قوم همدا اوس له دي انتخاب سره نه دی مخامخ شوي، بلکي د څو وروستيو نسلونو ژوند هم په همدي کشمش کي تېر شوی چي له بده مرغه بری يې نه درلود او تر اوسه هغه ستونزې نه دي حل شوې، کومې چي نورو سل، دوه سوه او دري سوه کاله پخوا حل کړې. دې. په افغانستان کي او په ځانگړې توگه په پښتنو کي غورځنگونو،  نهضتونو او پيښو هم د متفکرينو، سياست کونکو او پوهانو په روزنه کي ښکاره بری نه درلود. که دا ډول هڅې شوې هم دي تر ډيره حده ايديولوژيکې او مذهبې شوې دي  او د " لوری نيولو"  ، " په زور تکيه کولو" او " راديکالېزم"  په پېروي يې هڅه کړې چي ټولنه د دوي نظرياتو سره سم په معلوم لوری وده وکړې. خو ټولنېز حرکت دا ډول ځانگړتياوي نه لري. پښتنې ټولنه همدادم د بل هر وخت په پرتله د افراطې وگړو او افراطي هڅو په يرغمل بدله شوې ده. دا ټولنه له يوه افراطه په خلاصيدو په بل افراط کي ور ټيل وهل شوې او په وار سره دواړو چپ او په ځانگړې توگه ښی افراط ځپلې ده. په دې ټولنه کي تر اوسه هم د منځنيو پېړيو انسان ازارونکي زړې اړيکې او زاړه دودونه نه يوازي پېاوړي پاتې کېږې، بلکې پريکړي کونکي او برخليک ټاکونکي هم دي. دلته له هر څه سره مخالفت شوی. له بدلونونو سره دوښمنې او د هغو په ضد جگړه اعلان شوې او نه يوازي نن پرون هم د بدلونونو په ضد پاڅونونه او شورشونه شوي دي. د پادشاه امان اله په ضد اغتشاشونه په حقيقت کي د ازادې، پرمختگ او ټولنېزعدالت په ضد اغتشاشونه وو. دپرمختگ او بدلونونو په ضد روانه جگړه د هماغه پرونيو اغتشاشونو او شورشونو ادامه دی چي ترهرڅه د مخه يې بيا هم " ازادي او برابرې" نښانې کړې دې. موږ بايد په دي خبره اعتراف وکړو چي په پښتنو کي روشنفکري او روشنفکرانو، پوهې او پوهانو، مشرتوب او مشرانو ماتې خوړلې ده.
     د وخت او ژوند ضرورت دادي چي په ټولنه کي هغه جوړښتونه ايجاد شي چي په ټولنه کي نظم تامين کړي او ددي ټولنې د وگړو حقونو او ازادي خوندي کړې. دا جوړښتونه حاکميت او خپلواک  حقوقي سيستم دی، کوم چي د يوې ټولنې د اوسيدونکو د ارادي په بنياد جوړ او عمل وکړي. خو د پښتنې ټولنې لويه برخه له دا ډول جوړښتونو څخه د باندي ساتل شوې او د باندي ژوند کوي. ټولنه په هرحالت کي د سياسي او حقوقي جوړښتونو ثبات ته ضرورت لري او ددي ثبات نشتوالی په طبعي توگه په ټولنه کي يوه وژونکې او ړنکونکې انارشي منځ ته راوړې. همدا دم په پښتنو کي د  نظم په ځای يوه انارشي او د واکمنې په ځای دواک يوه له گواښه ډکه خلا موجوده ده چي هره ورځ د انسانانو ژوند اخلې.
  د وخت او ژوند ضرورت  پوهنه او روزنه ده، د وخت او ژوند ضرورت ښوونکی، ډاکتر، مهنديس، انجينير،هنرمند، کارگر... دي.  ژوند په دي لاندي دريو دندو ولاړ دی: د ماشومانو دنده زده کول، د ښوونکو دنده ورزده کول او د انجينير، مهنديس، کارگر... دنده جوړول دي. له دي دندو پرته ژوند هم پرچاو دی. 
په هغه ټولنه کي چي زده کول، ورزده کول او جوړول نه وي، يوه اوليه او primitive  ټولنه ده، چيرې چي پوهه، پرمختگ او وده نشته دی او جېري چي انسانان د ډیرو وړو او له دي جملې د معمولې طبعي افتونو او ناروغيو په وړاندي عاجز او بې وسه پاتي کېږې.
 دواړه مور او پلار غواړي چي ماشومان يې ښوونځی ته ولاړ شي، ماشومان غواړې چي زده کړه وکړې او ښوونکي هم چمتو دي چي ورزده کړې، خو دلته د دوي د ارادې او غوښتنو خلاف په منظمه توگه ښوونځې سوزول کېږې، ښوونکي وژل کېږې او انجينران او مهنديسان تښتول کېږې او سرونه يې غوڅ کېږې او ملا ــ طالب له ميليونونو ماشومانو د اسلام په نوم د زده کړې، راتلونکي او د يوې هوسا سبا حق اخلې.  د ښوونځيو سوزول او له ماشومانو د پوهي د حق اخستل د پښتون قوم د راتلونکو ماتو او بايلنو لاره همواره وې. هغوې چي له موږ وروسته راځي او ددي عملونو او کړونو تاريخ لولې په ځان به يې هرومرو د شرم خولې را ماتې شې او پورتنيو کړنو او عملونو ته به په تاريخ کي د ميليونونو انسانانو د ذهنونو او استعدادونو د ترور کولو نوم ورکړي.  له بده مرغه نه يوازي واکمن، بلکي پښتون قوم هم د خپلو ماشومانو د حقونو او د هغوي د ښې راتلونکي د ساتنې په کار کي بی وسه شوی دی.


    نوي جوړښتونه او نوې واکمنې
   پښتون قوم په ځمکنی، ټولنېزو، اقتصادي، جنسي، ذهني او ايديولوژيک برخو کي په ژوره توگه ويشلی دی او په دي ویش کي د نورو ويشونکو عناصرو په پرتله ايديولوژيک عنصر پېاوړی رول تر سره کوي، کوم چي په اوسنيو پيښو او په روانه جگړه کي د بل هر عنصر په پرتله ټاکونکی تاثير لري. همدا اوس پښتانه د خپلو دوديزو توربورگنيو په بنياد دومره نه وژل کېږې چي د مذهبي او ذهنې توبورگنيو په بنياد وژل کېږې. د همدي عنصر په بنياد په پښتنو کي نوي جوړښتونه را منځ ته شوې دي او په پښتون قوم کي يې د زړو جوړښتونو د ړنگولو او د نوي ټولنېز قشرد واکمن کولوله چارې سره هم مرسته کړي. ملا نه يوازي روحاني مشر، بلکي  سياسي ــ پوځي مشرهم دی او دا په طبعي توگه ملا ته د واکمنې  ځواک ورکوي. په بل عبارت ويلاي شو د پښتنو په سيمه کي يوه نوې طبقه ) دملايانو طبقه( را منځ شوي چي دواړه مادي او معنوي واک ورسره دی. اوس دلته له خلکو سره د ملا اړيکې د عبادت، دوعا او تعويض په ځای د زور او کلاشينکوف اړيکي دي.
نوي واکمنې نه يوازي په پښتنو کي د دوديز واک بنيادونه ړنگوې، بلکي د اداري کولو او پريکړو کولو آرزښتونه " پښتونولې" يې هم له کلک  گواښ سره مخامخ کړې ده. پښتنون قوم نور د پرونيو او دوديزو  نورمونو په بنياد نشي تعريف کيدلاي. پښتنون قوم دموجودو ځانگړتياو په نظر کي نيولو سره تعريف او وپېږندل شي. که پرون د واک تمثيل کونکی خان او ملک وو، نن د هغوې ځای ملا او طالب نيولی دی. که پرون د واک مرکز حجره وه، نن دا ځای جومات او مدرسې نيولی دی. که پرون د اداری کولو، پريکړو کولو په کار کي پښتونولې رول درلود، نن دا کار د اسلامې شرعيت پوسيله تر سره کېږې. که پرون د نظم د راوستلو اود پريکړو د عملي کولو مسؤليت له اربکی سره وو،  نن دا کار طالبانو ته سپارل شوی دی.
 پورتنيو پراختياو د پښتنو په سيمو کي په تيره بيا د ژوند د اساسي دندو:  زده کولو، ورزده کولو او جوړولو کار له کلکو ستونزو سره مخامخ کړی دی.
نور بيا