رسیدن به آسمایی:05.08.2009 ؛ نشر در آسمایی: 17.08.2009

د آسمایی یادښت: د تخنیکی ستونځو له امله لاندنی لیکنه له خپریدو نه پاتی شوی وو چی په دی وسیله له لیکوال او لوستونکی نه پخښنه غواړو

 

دستگير روشنيالی   

د جون ١٢ورځ پخپله يوه “ پاندورا” وه


د جون ١٢ په ايران کي د وروستيو انتخاباتو ورځ دی. دي ورځي د ايران په هکله هم د ايرانيانو اوهم د جهانيانو فکرونه او انديښنې بدلې کړې. دي ورځې يو ډيرش کلن تصويربدل اويوديرش کلن ايميج يې مات کړ. هغه څه چي په ايران کي د واکمنې،  د واکمنې او د ټولنې ترمنځ د اړيکو... په هکله د ديرشو کلنو په موده کي را منځ شوی وو په بنيادي توگه بدل شول. همدارنگه هيڅ چا او په خپله ايراني مخکښو څيړونکو هم د منځ ته راغلی حالت په هکله وړاندوينه نشواي کولاي او نه دا ډول وړاندوينه شته دی. هيچا فکر نه کاوه چي ايراني ټولنه به د بيداري او پوهوې دي مرحلې ته رسيدلې وې. د ايران په خلکو ډيرش کلن واکمن  ډار هم مات شوی دی او اوس خلک نه ډاريږي او “ مرگ په ديکتاتور” شعارونو را پورته کوي او مظاهرو ته ادامه ورکوي. په ايرانې ټولنه کي بدلون يوازي يو روشنفکري شعار نه دی. يو قشري شعارهم نه دی. دلته بدلون د ميليونونو ايرانيانو په غوښتنه او شعار بدل شوی دی. ايرانيان وايی:
“موږ د پرنسيپونو له پاره مبارزه کوو او دا پرنسيپونه، له ديکتاتور څخه د ايران ژغورل او په خپل برخليک واکمن کيدل دي...دولت غواړې هرڅه تر خپل کنترول لاندي راولې، خو دولت هيڅکله نشي کولای د موږ فکرونه او ارادي کنترول کړي او دولت هيڅکله نشي کولاي له موږ څخه اميدونه واخلي”   
هغه څه چي په اعتراضونو او مظاهروکي د زياتي پاملرنې وړدي، هغه په دي اعتراضونو او مظاهروکي د ځوانانو اوښځولوری ورکونکي رول دی. په ايران کي اعتراضونو په څرگنده ښيې چي د خلکو فکرونو او ارادې د بدلون او تحولاتو د راتگ له پاره چمتو شوې دې.
 د جون دولسمه په ايران کي د يوه لېږد “ گذار” پيلامه شوه او ايران يې نوې مرحلې ته ورداخل کړ، چيري چي غوښتنې نه يوازي له واک څخه د وگړو او د واکمنې ډلې لري کول دی، بلکي د جوړښتونو او په تيره بيا د واک د جوړښتونو بدلول هم دي. موجود اوځانگړې توگه سياسي جوړښتونه د ايرانې ټولنې او زمانې غوښتنو ته په ځواب ورکولوکي بي وسه شوي دي. د واکمنو توتاليتر جوړښتونولويدل او ړنگيدل پيل شوي دي.
   د جون تردولسمې پوري ايران سره ددي چي له نړيوالو محدوديتونو سره مخامخ وو. خو د سيمي تر ټولو ثبات لرونکي هيواد شميرل کيدو. ايران ته دسيمېز زبرځواک په سترگه کتل کيدل او په خپله ايراني واکمنو هم په پيوسته توگه په همدي لوری تبليغات او فعاليت کاوه. ايران په لبنان کي د حزب اله او په فلسطين کي د حماس په ملاتړ برسيره په افغانستان کي هم خپلې هميشني لاسوهنې درلودې چي اوس هم روانې دې. په افغانستان کي ايران نه يوازي غربيانو، نه يوازي امريکا ته ستونزي پيدا کوي، بلکي ايران په هيڅ وجه د يوه با ثباته او دموکراتيک افغانستان منلو ته چمتو نه دی.
د جون له دولسمې وروسته په زياته اندازه د ايران “ پياوړی ثبات او د سيميز زبرځواک” تصوير محدود او کمزوری شوی دی. هيچا د احمدي نژاد په شان د ايران اسلامي جمهوريت بي باوره او کمزوری نکړ او هيچا د احمدي نژاد په اندازه د د اخوندانو د واکمنې او ايرانې ټولنې تر منځ واټن پراخ او ژور نکړ.دا رښتيا هم د وگړی او دندې ترمنځ د بي انډولې پايلې دي. دنده لويه او وگړی کوچنی دی.


ايران هغه پرونی ايران نه دی.
د جون دولسمې په ډيره ښکاره او څرگنده وښودله چي په ايران کي د واکمنو او ټولنې ترمنځ ژور
واټن او لويه بی باورې را منځ ته شوې ده. په ايران کي نه يوازي د واکمنو او ټولنې، د واکمن تفکر او ټولنې تر منځ باورله منځه تللی، بلکي د ايران په واکمنو اخوندانو کي دومره ژور اختلافونه او توپيرونو موجود دي چي هيڅ ډول روغه او جوړه يې نشي کوشير کولاي.  ايرانی رژيم د روحانيونو ملاتړهم له لاسه ورکړي او په قم کي د پوليسو او د انقلاب د پاسدارانو حضور زيات شوی دی. په واکمنه ډله کي اختلاف يوازي په واک او قدرت نه دی، اختلاف د واک او قدرت په مشروعيت دی.  ايرانيان او په واکمنې کي د ننه د ايت اله گانو په شمول زيات شمير د “ فيقي د ولايت” بدلون غواړي اود همدي  بدلون را وستل د ټولنې لمړۍ او بنيادي غوښتنه جوړوي.
ايران يوه ژور، څواړخيز او د هرې ورځي په تيريدو زياتيدونکي بحران ته ور ننوتی دی. هلته نه يوازي د واکمنۍ د مشروعيت بحران دی، بلکي اقتصاد هم ړنگ شوی دی. په پراخي بيکاری برسيره د راپورونو سره سم په ايران کي د پطرولو پوسيله لاس ته راغلي په ميلياردونو ډالر بي درکه شوي دي. واکمنه ډله د حالاتو د کنترول کولو له پاره په ټولنه کي د وحشت، ترور او ډار په وسيلو تکيه کوي او دا بي له شکه د دوي د کلکې کمزوري او په سبا د نه ډاډ درلودلو نشانه دی. په ايران کي نه خلک هغه پروني خلک دی او نه واکمن هغه پروني واکمن دي.
د ايران پيښو يو ځل بيا وښودله چي په يوه هيواد کي د نارضايانو، مخاليفينو ځورول، بندي کول او وژل او له بلې خوا په خلکو د خپلو نظرياتو او هغه هم د زور پوسيله تحميل کول نوره يوه ملي او کورنۍ مسله نه ده او هغه وخت تير شوی چي يوه واکمنې له خپلو مخاليفينو سره د اپارتايد او نازيزم په دود چلند وکړي.
سره ددي  چي ايراني واکمن په ايران کي رواني پيښي کورنې پيښي بولې او نورو ته په دي هکله د څه ويلو او اعتراض کولو حق نه ورکوي، خو په عمل کي له مخاليفينو سره د ايراني واکمنو چلند په نړۍ کي پراخ اعتراض را پورته کړ او هغوې “ روسیه او چين” چي د ايراني واکمنو مرسته کوي هم له دي اعتراضونو سره يو ځای شول.
 دلته يوې بلې مسلې ته هم پام کول په کاردي، کوم چي د وروستيو پيښو په هکله د ايراني واکمنو ښکاره رياکارې او ډبل مورال په گوته کوي. په دي معني، ايراني اخوندان  نه خپله ايديولوژي يوه ملې ايديولوژي  گڼې او نه په ايران کي واکمن سياسي سيستم يو ملي سيستم بولې. دوي دي دواړو ته نړيواله ځاگړتيا ورکوي او له هماغه پيله يې هڅه کړې چي دا دوه په تيره بيا اسلامي نړۍ ته صادر کاندي او ترهمدي عنوان لاندي په لبنان، فلسطين او افغانستان کي خپلولوښکاره لمسونو او ړنگونکولاسوهنو ته قانونيت ورکوي. خو کله چي د همدي واکمنې ايديولوژي او واکمن سياسي سيستم په ضد په ايران کي په سلگونو زره ايرانيان کوڅو ته راوزي او د همدي دو بدلون غواړی، واکمن ورته د يوې کورنۍ او ملي مسلي نوم ورکوي. په ايران کي واکمن نه يوازي د پورتنې مسلې په هکله د رياکاري چلند لري، بلکې د خپلو خلکو په وړاندي هم د رياکارې چلند کوي. خامنه ای “ رهبر” يوه ورځ ايرانيان “ اسلامي امت” بولې، خو بله ورځ کله چي خلک د ازادي او بدلون اواز را اوچت کوي، مظاهری کوي اوکوڅو ته راوزي ورته د “ مزدورانو” خطاب کوي او دا خلک خس او خاشاک بلل کېږې. که غرب په ايران کي په لسگونو زره “ مزدوران” ولري، نو په ايران کي د “اسلامی امت” په جوړولو کي د ايراني واکمنې ډيرش کلنې لاس ته راوړني څه کيداي شی؟  

په ايران کي به څه کېږې؟
ددي خبرې ځواب خوارا مشکل کاردی اودا معلومه نه ده چي خلک به د ازادي او بدلونونو په لاره کي څه ډول او څومره بيه پريکړي کړي. دا هم معلومه نه دي چي واکمن به د خلکو د غوښتنو په وړاندي خپل چلند بدل کړي او که نه. خو په ايران کي بدلونونو شاته نه گرزيدونکي بڼه غوره کړي او دا د خلکود حتمي بری لاره همواره وي. دا امکانات هم شته دی چي احمد نژاد مخکي تردي چي وخت پوره کاندي د محافظ کارانو او “ رهبري معظم” له خوا لري شي.