رسیدن به آسمایی : 21 . 11 . 2008؛ تاریخ نشر در آسمایی : 23 . 11 . 2008

دستگير خروټی

جگړه په مرکز کي ده

دواړه افغانستان او پاکستان د تور سوری په څنډو ولاړ دی

 

کله چي ستونزي تعريف نه شي او هدفونه هم مشخص او معلوم نه وي، نه يوازي هره ساده او بابيزه خبره سمه ښکاري، بلکی هدف ته د رسيدلو لارې او وسيلې هم نه ټاکل کېږې. همدارنگه کله چي اصلی لوری ورک شي، په هره خوا منډی وهل توجيه کېږې. کله چي غل ورک وي په بی گناه وگړو هم د غلو گمان کېږې.

داسي کتاب نشته دی چي له موږ سره د روانو حالاتو او د روانې جگړې او د هغې د څرگندو او پټو لاملونه د پيژندنې په کار کي مرسته وکړي. موږ پخپله بايد د واقعيتونو په سترگو کي ور ننوزو او څيړنه يې وکړو. له واقعيتونو سره د احساساتي او عاطفي اړيکو جوړول د هغوي د پيژندنې له کار سره مرسته نه کوي. د بدې پېږندنې او يا نه پېږندنې په صورت کي د عمل کولو نتيجه هم بده او هم ړنگونکې وي. د يوې ستونزې سمه پيږندنه د نيمې لارې وهل دی. په تيره بيا د ټولنيزو ستونزو په کار کي نه بايد په معجوزه ډوله فارمولونو تکيه وشي. په دي برخه کي له يوې خوا د ژورې او هراړخيزې ارزونې او څيړنې ضرورت په کاردی او له بلي خوا دي ته پام وشي چي د ټولنيزو بدلونونو مضمون او محتوي څه او په کوم لوري روان دي. تاريخ په زرگونو ځله ثابته کړې چي له ټولنېزو ستونزو سره ايديولوژيک او په تعصب ولاړ چلند نه يوازي د ستونزو له پيژندنې سره مرسته نه کوي. بلکي ټولنېز ناورينونه را پيدا کوي.

په فلسطين کي ځکه جگړه ده چي اسرایيلو يرغل کړی اود فلسطيني خاوري يو برخه يې نيولې ده. دا جگړه به ترهغو روانه وي چي فلسطين ازاد او خپلواک نشي. خو دلته د سولې په وړاندي جدي خنډ له دواړو خواو ايديولوژيک دريځونه او گواښونه دي او په فلسطين کي ايديولوژي فلسطنيان په ژوره توگه ويشلې او يو د بل په وړاندي يې درولې دي. په کانگو کي بيا د جگړې لامل د سرو زرو او الماسو لوی او لوی معدنونه دي. کله چي د همدي معدنونو او له هغوي څخه د گټي د ويش په هکله د لوروتر منځ روغه و شي، جگړه به هم ختم شي.

ديرش کاله کېږې چي په افغانستان کي جگړه په مرکز کي ده. دلته په جگړه کي جگړه يا په جگړې پسي جگړه ده او اصلي پړه يې د هغوي په غاړه دی چي د زور پوسيلې سره په نورو د خپلو نظرياتو او خپلو ارادو تحميل کول غواړې. په افغانستان کي د جگړې له پاره کله دروغ ويل شوي، کله د جگړې له پاره جعلي دليلونه په گوته شوي او جعلي هدفونه ټاکل شوي دي، کله د انقلاب او مقدساتود ساتني تر عنوان لاندي زړه بوگنونکي جنايتونه تر سره شوي اوکله د قوم، ژبې او مذهب په نوم په زرگونو بي گناه انسان دجگړې هدف گرزيدلې دي. له بده مرغه وژل او خرابول د بشري واقعيت نه جلاکيدونکي برخه ده، خو کاشکي دا وروستۍ وسيله واي. جگړه يو واقعي سياسي چلند دي او يا Clausewitz سره سم " جگړه په نورو وسيلو د سياست ادامه دی". خو په عمل جگړه وژونکې او ړنگونکې ده او د جگړې يوازنی الترتاتيف سوله ده. ټول سوله غواړي، جنگيان هم د سولې خبرې کوی، خو هغه څه چي نشته سوله ده.

له جگړې څخه د وتلو لاره څه ده؟ دی پوښتنې ته د ځواب ورکولو له پاره اول دا حالت او دا جگړه بايد تعريف شي. د جگړې هدفونه او د جگړې بالفعل او بالقوه منابع بايد تعريف شي او هغوي په گوته شي چي ددي جگړې تر شا ولاړ دي. ددي کار له کيدو وروسته د مقصد او هغه ته د رسيدلو لارې او وسيلې هم ټاکل کيداي شي. په طبعی توگه هدف ته د رسيدو له پاره د وسيلو په ټاکلو برسيره د ټولنېزې او ذهني پشتواني ضرورت هم منځ ته راځې. همدادم د امن جرگه" د جگړې د ختم کولو د وسيلي په توگه په افغانستان، پاکستان او په هغو سيمو کي چي طالبان واکمن دي او په ځانگړي توگه په وزيرستان کي څومره ملاتړ او څومره ذهني او ټولنيزه پشتوانه لرې او د مصالحی په هکله د ريس جمهور د هلو ځلو ذهني او ټولنېز ملاتړ څومره دی او ورته څومره هيله کيداي شي؟

روانه جگړه نه د جرگي ستونزه ده او نه په جرگه حل کيداي شي. روانه جگړه د تر هر څه د مخه د دولتونو ستونزه ده او حل يې هم د دولتونو په غاړه دی. خو بد مرغی داده چي سيمه په پراخه توگه متشنجه، مسؤليتونه لوی، دولتونه کمزوري او وگړي واړه دي.

 

يوه جگړه او څو تعريفونه

په افغانستان کي جگړې نه يوازي څو ځلې خپله څيره بدله کړې او په دي جگړه کي کي يو په بل پسي لاملونه او خواوې هم بدلې شوې دې، بلکي دي جگړې ته ډول، ډول تعريفونه هم ورکول کېږې. همدادم يو شمير په دي باوردي چي دا د خپلواکې جگړه ده. يو شمير بيا دا مذهبي جگړه بولې. بله ډله دا جگړه د اسلام په ضد د امريکاجگړه گڼي. غرب دي جگړې ته د ترور په ضد د جگړې تعريف ورکوي. نور بيا په دي باور دي چي له چين او روسیې سره په سيالې کي او د منځنې اسيا په تيلو او گاذو د کنترول درلودلو له پاره غرب او په تيره بيا امريکا ددي جگړي اوږديدل غواړي...

د روانې جگړی په اوږدولوکي په بهرنيانو برسيره يو په بل پسي افغان واکمنان هم معلوم او پېاوړی رول لری. دوي د غميزې د ختم کولو له پاره ډېر ښه فرصتونه او امکانات له لاسه ورکړې دي اود غمېزې له هماغه پيله واکمنانوله ستونزو او پيښو سره ساده چلند کړي او د ساده حل لارې يې غوره کړې. دوي د حل له پاره د وضعيت او حالاتو د ارزونۍ په ځاي په خپلو خيالونو، د يارانو په مشورو، څو اعلاميو، څو تماسونو، څو څيرو او اشخاصو تکيه کړې او ورسره يې په بيړه اوپه چټکه توگه د پايلو د ترلاسه کولو تمه لرلې ده. خو په عمل کي نه يوازي پيښې او حل يې دومره ساده نه وه، بلکی په خپله واکمنان هم په چټکې سره د خپلو ساده ارزونو او ساده خيالونو په اوله درجه قربانيانوبدل شوي دي.

له بدمرغه نن هم احساساتي او د ساده کولو چلند ته ادامه ورکول کېږي، پيښې او د هغوي حل ساده کوي او بيا هم د پرون په شان د چټکو پايلو د ترلاس کولو تمه کېږې. د افغانستان جمهور ريس وايې:

" نو که زه ووايم چې د ملاعمر لپاره خونديتوب غواړم او نړيواله ټولنه نه وي موافقه نو بيا دوى دوه انتخابه لري يا دې ما ليرې کړي اويا دوى کولى شي موږ خوشي کړي . چې دا دواړه ډېر ښه انتخابه دي . که زه د افغانستان د سولې لپاره د دوى لخوا ليرې شم نو ډېر به خوشاله شم..."

حامد کرزي د ملا عمر سره په معامله کي نه يوازي له غرب، بلکي له روسيې او د امنيت له شورا سره هم مخامخ دی. د روسيې وزير خارجه وايي:

" ... که سرکرده های جنبش طالبان که از سوی شورای امنیت سازمان ملل متحد بعنوان مقصر در تراژدی ملت افغان نامیده شده اند، ممکن نیست که مورد عفو قرار گیرند.... "این موضع روسیه نیست و بلکه موضع شورای امنیت سازمان ملل متحد است". له اريايې سايت څخه.

پورتنې خبرې د يوه بل واقعيت ته چي افغانستان په وروستيو درو لسيزو کي ورسره مخامخ دي هم انعکاس کوي. په دي موده کي هغه دولتي مشران چي د ټولنې په ځای له بهره تحميل شوي او کله چي بهرنی ملاتړ له لاسه ورکوي خلکو او ملت ته د مراجعي او ملت پالنې لاره نيسي، خو له بده مرغه نه يوازي ورباندي ناوخته شوی وي، بلکي دا ډول هڅي د لاس ته راړونو په ځاي په هماغه پيل کي ناکامېږې.

 

جگړه هغه پرونې جگړه نه ده

د يوي قاعدي په توگه کله چي په جگړه کي يو لوری خپل حالت او کفيت بدلوي، نوې ځانگړتياوي، نوې وسيلې او نوي هدفونه غوره کوي. بل لوری هم مجبوردي چي په خپل کفيت، په خپل وس او خپلو وسيلو بيا او نوې کتنه وکړې. ننې جگړه هغه جگړه نه دی چي لس کاله پخوا وه او هغه جگړه هم نه دې چي دري کاله پخوا وه اوس جگړې يوه پېاوړې ايديولوژيکه ځانگړتيا غوره کړې ده، کومه چي پېاوړي باالقوه او بالفعل لاملونه لري او کومه چي نه قومي او نه هم جغرافيايې پولې پېږنې. دا جگړه په يوه دولت کي او د يوه دولت په ضد جگړه نه دی او دا جگړه د هيڅ قوم او هيواد د گټو دفاع نه کوي. جگړه له غرو او دښتې کلو ته را کوزه شوې او کورونو له يوي خوا په سنگرونو او له له بلي خوا له هوا څخه د بمونو هدف گرزيدلې دي. همدارنگه په دي جگړه کي کرکه، کينه، ډار او جهالت له يو بل سره په گډه عمل کوي. د يوې بيلگی په توگه د زده کړې او پوهي په گناه د نجليو په مخونو تيزاب شيندل د کينې او د کرکې عمل دی، دا بي له شکه د جهالت او وحشت عمل دی، دا بي له شکه له پوهې او پرمختگ څخه د ډار عمل دی او دا بي له شکه دهغوي کاردی چي هم له ځانه او هم له زمانه بيگانه شوي دي. دلته دنده يوازي ددي عمل محکوم کول نه دی، بلکې دنده دې پوښتنې ته ځواب ورکول دي چي " ولې داسي کېږې؟" او دا کوم اصول او کوم منطق دی چي له انسان او د هغه له نيکمرغي کرکې کولو ته قانونيت ورکوي؟ دا د يو "شان کولو" عمل دی. دا منځنيو پيړيو ته د ټولنې د ورگرزولو عمل دی. دا د " نورو" او " بل ډول" د نابود کولو عمل دی. دا ديوې " برترې غوښتنې" عمل دی، کوم چي له يوي خوا په وروسته پاتي والې، حقارت، خوارې، غريبي او بدبختي کي ډوبه ده او له بلې خوا له هرخوزښت او بدلون سره په کرکه او کينه چلند کوي. رښتيا هم هغوي چي د ځان ثبات په ناداني او ناپوهي کي لټوي "حقانيت" به يې څه وي؟ هغوي چي خپل واک د خلکو په غولولو او وژلو کي لټوي " حاکميت" به يې څه وي؟ هغوي چي په زور او وژلو په نورو خپل نظريات تحميل کول غواړي " عدالت" به يې څه وي؟ او هغوي چي د زده کړې او د پوهې په گناه په نجليوتيزاب شيندي، ښوونکي او زده کونکي وژنې، ښوونځې سوزي او د سلگونو زرو ماشومانو د فکرونو او استعدادونو د روزلو مخه نيسې " برتري" به يې څه وي؟

د خپلواکې او ازادي په جگړو کي جنگياليو نه د چا سرونه غوڅول، نه يې ځوان مسافرين حلالول، نه يې په نجليو تيزابونه شيندل.

د ټولنېز ذهنيت او جگړې يووالی

روانه جگړه له پخوا سخته، پيچلې او پراخه شوې ده او هغې سيمې ته ور رسيدلې ده. چيرې چي له يوې خوا دوديزه واکمني ماته شوې، د واک خلا منځ ته راغلې، دواړو وطن او وطنپالنې ماتې خوړلې او له بلې خوا په دي سيمه کي د " جهاد او جگړې ذهنيت" واکمن شوی دی. دلته په هميشنۍ او پيوسته توگه د " جنگی ــ جهادي ذهنيت" له پاره پراخ کار او تبليغات تر سره شوي او د جگړې ـ جهاد ذهنيت لویه او پراخه ټولنيزه پايگاه هم ترلاسه کړې، کومه چي نه يوازي جگړې ته زور او ځواک ورکوي، بلکي په سيمه کي يې ملا په واکمن بدل کړی او نه يوازي يې د خان او ملک دوديزه واکمني ړنگه کړه، نه يوازي يې يو قوم او ددي قوم راتلونکي له سخت ازمايښ سره مخامخ کړی، نه يوازي د سيمي واکمنيو ته گواښ دي، بلکي سيمه يې د نړيوالو ياغيانو په اډه هم بدله کړې ده. په دې سيمه کي همدادم د جگړې د دوام له پاره په پوځي او د روزلو د اډو تر څنگ پېاوړي ذهني او ټولنېزې اډې هم ايجاد شوې دي. د جگړې او ټولنېز ذهنيت تر منځ هم اهنگي او يووالی جگړې ته د اوږدې مودي له پاره قوت او انرژې ورکوي چي لویه او له دردونو ډکه بيه به يې هم د همدي سېمې خلک پرې کوې.

 

يوه څواړخيزه او پيچلې مصالحه

مصالحه د دو او يا څو لورو تر منځ د يوه توافق په اساس يو بل ته د امتياذونو له ورکولوعبارت دی.

همدارنگه په تيره بيا په سياسي برخه کي مصالحه په واک کي د مخاليفو خواو گډيدل دي. په مصالحه کي دا او يا هغه لوری نه هرڅه تر لاسه کولاي او نه هرڅه له لاسه ورکوي. په مصالحه کي پرنسيپ " تيريدل او سازش کول" دی. مصالحه يو مطلق مفهوم نه دي چي هميشه يو شان او يو رنگ وي. د مصالحي مضمون او شکل په ستونزه کي د خواو او دهغوې د غوښتنو پوسيله مشخص کېږې. که په ستونزه کي يوازي دوه لوري وي، غوښتنې هم کمي او هم مشخصي وي مصالحه په اسانه تر لاسه کيداي شي او که په ستونزه کي خواوې او غوښتنې ډېرې وې مصالحه کول هم سخت او مشکل کېږې

همدا اوس څومره چي په سيمه او افغانستان کي حالت سخت او پيچيلی دی په هماغه اندازه يې د حل لارې هم پيچلي او سختې دي. جگړه يوازي د افغان دولت او طالبانو تر منځ نه دی. په دي جگړه کي ډيرلوري، ډير لوبغاړي او ډيرې ښکاره او پټې غوښتنې را ټولې شوې دي او هرلوری خپلې موخي او خپلې گټې لرې. دا حالت په طبعي توگه حل او مصالحه ته هم څوگونی او پيچلی خصوصيت ورکوي او په افغانستان کي خو له هماغه پيل مصالحه څوگونی او پيچلی څرنگوالی لري. په دي هيواد کي مصالحه د بشپړ واک غوښتنې، ځان پالنو، ايديولوژيکو دريځونو " موږ په خپلو اصولو معامله نه کوو"، د قومي او مذهبی برتريو غوښتنو او د بهرنيانو د لاسوهنو او استراتژيو قربانې شوې ده. په افغانستان کي واکمنان له مصالحي د سياسي وسيلي په توگه کار اخلي او په دي هکله د موجود دولت هلې ځلې تر ډيره حده د مصالحې په ځای سياسي لوبو ته پاتې کېږې.

د دولت له خوا له مصالحی څخه د سياسي وسيلې په توگه کار اخستل او د طالبانو له خوا د مصالحي ايديولوژيکی کول د مصالحي د نه کولو په معنی دی. نه يوازي د افغانستان تجربې، بلکي د نړۍ تجربې هم دا حقيقت څرگندوي چي ايديولوژيک دريځونه د جگړې د لورو تر منځ نه د باور پيدا کولو وس لري او نه هم هغه گډ پرنسيپونه، کوم چي د خواو ترمنځ د پوهاوی او تفاهم له چارې سره مرسته وکړې ايجاد کولاي شي او مصالحه ترهر څه د مخه د خواو تر منځ د باور فضا او د گډو پرنسيپونو را منځ ته کولو ته ضرورت لرې او دا پرنسيپونه فردي ازادي، دخلکو واکمني، بشري حقونو او ازاديگانې دي او له دي جملي بشري حقونه هغه شرط دی چي ټولې خواوي ور باندي را ټوليداي شي. په دنيا کي د وروستيو شلو کلنو تجربې څرگندوي چي مصالحه په هغو ځايونو کي بريالې وه چي د واک په کار کي د برابرگډون اصل منل شوی او د بشري حقونو او ازاديو درناوی شوی دی او له دي پرته به مصالحه نه، بلکي يوه معامله به وي چي دا څوځله بدبخته شوي خلک به نورهم بدبخته کړي.

په مصالحه کي د مخکنيو شرطونو مطرح کول، د مشخصو سياسي تگ لارو او غوښتونو نشتوالی اود مصالحي په کار کي د ایديولوژيکو امتياذونو په ترلاسه کولو ټينگار کول د مصالحی چاره په بې سارې توگه پيچلې کوي. د دا ډول امتياذونو غوښتنه د مصالحي چانس کمزوری کوي او ور سره د سازش کولو او تيريدلو امکانات هم کم او يا له منځه وړې. دا ډول حالت د جگړې د ادامي سبب کېږې او جگړې ته د ستونزې د حل کولو د يوازنۍ وسيلې په سترگه کتل کېږې.

 

سياسي مصالحه

جگړه نوره ملي ستونزه نه ده. د افغانستان بي ثباتي نور يو افغانی مشکل نه دی. دلته يوه سيمېزه پيچلې ستونزه موجوده ده او د حل له پاره يې د ملي مصالحی په ځای د يوې څو اړخېزې سيمېزي او يا نړيوالې مصالحی په هکله بايد خبرې وشي. او په تيره بيا د خواو تر منځ ديوه پراخ سياسي توافق په هکله خبرې وشي. دا ډول يو توافق په سیمه کي د افغانستان او پاکستان تر منځ د اوږدې مودې د شکونو او گيلو د لري کولو اوددي دو ترمنځ د باورايجاد ته ضرورت لري. ترهرڅه د مخه د سياسي توافق د بنياد په توگه د افغانستان او پاکستان تر منځ لانجې بايد حل شي او په سيمه کي د سولې لاره دافغانستان او پاکستان ترمنځ د سياسي مصالحه په کولو سره همواريږې. په دي هکله افغانی لوري سياسي ميړانه وښيې او پاکستان ټولې ښکاره او پټې غوښتنې او انديښني د مذاکري په ميز کېږدي. پاکستان نه بايد د هندوستان په وړاندي خپله کمزوري او حقارت په افغانستان کي د جگړې په ادامي سره تلافې کړې.

همدادم د مصالحی کولو په هکله د جنگي خواو تر منځ د ډيرلوی او د ډير ژورواټن تريخ حقيقت هم له نظره و نه غورزول شي. د مسلې د روښانه کولوله پاره به دلته د طالبانو اودولت د غوښتنو او شرطونو په بنياد د حالاتو يو تصويرجوړکړو او وبه گورو چي د دوي تر منځ واټن څومره او غوښتنې يې څومره عملي دي او دعملي کيدو په صورت کي به يې احتمالې پايلې څه وې.

که د طالبانو غوښتنه و منل شي او بهرني ځواکونه له افغانستان ووزي ددي پایلې به څه وي؟

اول ـــ د بهرنيوځواکونو په وتلو سره به دولت ړنگ او د طالبانو په واکمن کيدو سره موجود اساسي قانون لغوه او افغانستان به د ٢٠٠١ حالت په شا ور وگرزي. پارلمان به ړنگ، سياسي گوندونه منحل او د بيان ازادي به له منځه يوړل شي. د نجليو ښوونځي به وتړل شي او هغه ښځي چي له کور څخه د باندي کار کوي په کور به کينول شي. خپلواکي مدني ټولنې به غير قانوني اعلان شي او يو ځل به بيا په افغانستان کي د مکلفيتونو يوه ټولنه جوړه شي اوهمدارنگه به افغانستان يو ځل بيا نړۍ ته د گواښ په مرکز بدل شي.

دوم ـــ په هيواد کي به انارشي واکمنه شي او يوه پراخه او وژونکي کورنۍ جگړه به پيل شي.

په طبعي توگه دا ډول يو حالت افغانستان او نړۍ ته د منلو وړ نه دی؟

که طالبان د دولت غوښتنه، کومه چي د طالبانو له خوا د موجود اساسي قانون منل دي، ومني ددي معني به څه وي؟

د طالبانو اسلامي امارت به له منځه ځې او نوربه ملا عمرامرالمومنين نه وي. افغاني طالبان به له پاکستاني طالبانو او القاعده را جلا او وسله به په ځمکه کېږدې او يا به هم طالبان په خپل منځ کي وويشل شي..

په داسي حال کي چي طالبان همدا دم د زور له دريځه خبرې کوي، د دا ډول يو حالت انتظار کول څومره عملي ښکاري او په طالبانو کي ددي خبري د منلو څومره چمتوالی شته دی؟

هو! واټن څومره لوی او خواوي څومره له يو بله لري دي او له بده مرغه ددی واټن معني د سولې په ځای د جگړې ادامه دی.

داسي نښانې هم نه ښکارې چي پورتني دوه لوري څومره له خپلوغوښتنو تيريدلو ته چمتو دي. که د بيلگي په توگه ووايو: دولت به د موجود اساسي قانون له کومو اصولو تيرېږې چي د طالبانو رضايت تر لاسه کړې او له دولت سره د دا ډول تيريدولو واک شته دی؟

په افغانستان کي مصالحه نه يوازي سياسي، بلکي ټولنېز ضرورت هم دی، خو په ټولو امکاناتو هڅه وشي چي په ټولنه د يو ايديولوژيک ځواک چي د بشپړ واک غوښتونکی دی د تحميل کولو مخه ونيول شي او دا کار له واکمنو د پرمختللی سياسي شعور او دموکراتيک چلند غوښتنه کوي.

د ستونزې بهرنی لوری

د افغان دولت په کمزوری دريځ کي دي او دا د مصالحي په کار کي يوه جدي ستونزه ده. د مصالحي په کار کي کمزورې او کمزوری دريځ په خپل وار سره مخالف لوری ته د ډيرو امتياذونود ورکولو په معني دي. که دولت خپله پياوړتيا او ځواک د بهرنيو قوتونو په ملاتړ کي وينې په دي صورت کي دولت مجبور دی د هغوي واورې او په دي برسيره بهرني قوتونو د ستونزې يو لوری هم دی او خپلې غوښتنې لري. دا قوتونه هم دلته د خپلو هدفونو د ترلاسه کولو له پاره راغلي دي او ترهرڅه د مخه خپل وتل په سيمه کي د ترور د مرکزونو او منابعو په له منځه وړلو پوري تړي. دا هم بايد په گوته شی چي بهرنې قوتونه د پخوانی شوروی په دريځ او موقف کي نه دي. په افغانستان د شوروی یرغل د نړيوالو له پراخ مخالفت سره مخامخ وه او د وتلو له پاره روسان د خاورو په پزه پسي گرزيدل او هغوی له افغانستان روسيې ته د گواښ احساس نه کاوه. خواوس بهرني قوتونه له يوې خوا د نړۍ او ملگرو ملتونو له ملاتړ څخه برخمن دي او له بلي خوا لکه چي ياده شوه د خپلو موخو پوره کول غواړې او په تيره بيا امريکا او انگلستان وهل شوي اود بياهم له وهلو ډاريږي.

 

" خدای دي غزني ته خير کړي، څه به کېږې؟"

وايی چي يو کوچی د اول ځل له پاره د غزنی ښار ته تللی وو. په ښار کي يې توجه ترافيکو جلب کړې وه ،کومو چي ملاوې يې په سپينو پټيو تړلې وې. کله چي کوچی کلې را ستون شو، ډير کليوال يې کېږدۍ ته راغلل او ټولو هيله درلوده چي دی به ورته د غزنی د ښار په هکله نوې خبرې وکړې. هغه راغلو کليوالو ته وويل؟ " په ښار کي ملاتړلې گرزيدل، خدای دی غزنی ته د خير کړی، څه به کېږې"

په سيمه او افغانستان کي حالات دومره سخت شوي او پيښو هم دومره توفاني شوې دي چي نور د بحران په مفهوم کی نه ځايږې او نه هم د بحران پوسيله تعريف کيدلای شي. دلته د ناورينونو او پاشل کيدلو گواښ را منځ ته شوی دی. دلته پيښې په يوه تور او نامعلوم لوری په حرکت کي دی او د هرڅه او د ډیرو بدو څه د پيښدو امکان شته دی. د نړيوال اقتصادي بحران ژورتيا او ادامه نور هم حالت خرابولی شي. پورتنی وضعيت دواړه افغانستان او پاکستان د تور سوری په څنډو درولې دي

زه د بد بيني او يا له پيښو سره د منفي چلند په بنياد دا خبرې نه کوم. له واقعيتونو تښته نشته دی اوټولني ته د خيالونو او هوسونو په ځای واقعيتونه او رښتيا وويل شي او ټولنه ددي واقعيتونو له پايلو خبره شي. واقعيتونه که هرڅومره بد او خطرناک هم وي ور سره مخامخ کيدل په کاردي. کيداي شی موږ په واقعيتونو سترگې پټې کړو، خو واقعيتونه په موږ سترگې نه پټوي. روانه جگړه نه يوازي اوږده جگړه ده، بلکي د هرې ورځي په تيريدو سره سختيږي او پراخېږې. راتلونکی٢٠٠٩ کال کي به د روان کال په پرتله سخت او د ډيرو دردونکو پيښو او تورو ورځو کال وي. له بده مرغه په خوره شوې تياره کي د رڼايې سيگنالونه کمزوري ښکارې. داسي امکان شته چي يوې دردونکې تيريد نې" ته به تن ورکړل شي، کومه چي به په خپل وار سره د سيمې د سياسي نقشي د بدلولو لاره همواره کړې.

په افغانستان او سيمه کي تر اوسه هم جگړه په مرکزکي دی او د مصالحې برخليک د نيت او هيلو په ځای د " زور په وسيله ټاکل کېږې.