رسیدن به آسمایی : 07.10.2008؛ تاریخ نشر در آسمایی : 07.10.2008  

دستگير خروټی

پښتانه، ستونزې او چلينجونه
دوهمه برخه
ازاده ټولنه: چي هروگړی يې ازاد وي. خپلواکه ټولنه:  چي هروگړی يې خپلواک وي.


په تيره ليکنه کي د " لېږد"  او د هغه د ستونزو په هکله يادونه وشوه. دلته به د پښتنې ټولنې او نړۍ تر منځ  " واټن" 
ياد کړم، کوم چي د " لېږد" کار یې سخت، پيچلی او مشکل کړی دی.
اوس په دي کي شک نه پاتي چي گلوبالېزم د نړۍ لوری ټاکي. هغه وخت د هميشه له پاره تير شوی چي نړۍ په تيره بيا په اقتصادي برخه کي وويشل شي او يا هم اقتصادي نړۍ په سرو او شنو ديوالونو سره جلا شي. سره ددي چي د روس او غرب تر منځ  په جورجيا د روسی يرغل د کيدو له امله کړکيچ روان دي، خو په اقتصادي برخه کي سخت له يو بل سره تړې دي. که په امريکا کي کوم بانک ډيوالی کېږې په ټوله ټولنه نړۍ کي يې په ډير سرعت سره تاثيرات احساس کېږې. په بل عبارت همدادم دواړه پانگه وال سيستم او ازاد بازار له کلک آزمايښ سره مخامخ او ټوله نړۍ يې متاثيره کړې ده.  سره ددي چي سياسي گلوبالېزم هم وده کوي او دولتونه  په تيره بيا د اقتصادي او چاپيريال د ستونزو په حل کي په کلکه پاتي راغلي دي، خو دولتونه  او په ځانگړي توگه لوی دولتونه له دي کمزوريو او پاتي را تلو سره سره په سياسي برخه کي نړيوال کيدلو ته ليوالتيا نه ښيې. تر اوسه روان نړيوال مالې بحران ته نړيوال ځواب نشته دی. په بل عبارت دا بحران په بشپړه توگه نړيوال بحران دی، خو ځوابونه ورته ملې او سيميزه بڼه لرې او يا هم هماغه د ١٩٣٠  او١٩٧٠  کلنو په شان په خبرو کي يووالی او همکاري
او په عمل کي د ځان ځاني حالت په تکرار کيدو دی. ددي معنی دا دی چي په اقتصادي او سياسي برخو کي د گلوبالېزم وده ناانډوله ده او ددي ناانډولې مسؤليت هم د ترهرڅه د مخه د ناسيونالېزم په اوږو پروت دی. له گلوبالېزم سره سره ننې نړۍ د اقتصاد، گټو، تکنولوژي، پوهې... په برخو کي د هميشنيو او کلکو سياليو ډگرهم دی او بری د هغه چا دی چي په دی ډگرکي ښه او چټکه سيالې کولاي شي. په دا ډول يوه نړيوال چاپيريال کي له يوې خوا پښتنې ټولنه له اقتصادي او سياسي جوړښتونو دباندي پاتي يا د باندي ساتل شوې او له بلې خوا په قصدي توگه له علم او پوهې څخه لرې ساتل کېږې. د نړۍ او پښتنې ټولنې تر منځ " واټن" د هرې ثانيې په تيريدو سره ژوريزي او لويږي او نه يوازي له نړۍ سره، بلکي له گاونډيو قومونو سره هم په دي برخو کي واټن په زياتيدو دی. پښتانه نه يوازي په نړيوالو سياليو کي، بلکي له گاونډيو سره په سياليو کي هم پاتي راځي. په تکرار سره له سياليو د ما مطلب د پوهي، زده کړې، علم، تکنولوژی او جوړولو په ډگرونو کي سيالې دي.  
 په ٢٠۴٠ ،٢٠٦٠ ...  کالنو کي به بيا هم پښتانه خټگر او ليرگبانه وي او د نورو خټې به کوي او پنځويشت، ديرش، پنځوس کاله وروسته به د خټگرو او مهنديسانو تر منځ واټن څومره وي؟ د موږ په دنيا کي د لارو او کورونو جوړول، د ځنگلونو وهل، د رمو پول او ساتل، د ځمکو کرل او اوبه کول ... هم پوهه غواړي او دا پوهه په ښوونځيوکي تر لاسه کېږې. دا لويه بدمرغي ده چي د پښتون قوم په لويه برخه کي يو په بل پسي ښوونځي سوزول کېږې، ړنگېږې او د " زده کولو، ورزده کولو او جوړولو" پروسه درول شوې ده. له علم او پوهې سره روانه دوښمنې نه يوازي موجود نسل، بلکي راتلونکي نسلونه هم د پورتنيو سياليو او چلينجونو په ډگر کي له بايلنو سره مخامخ کوي. دابه د اوږدې مودي له پاره د پښتنې ټولنې د انساني، فرهنگي، علمي...بايلنو ناورين وي اود اوږدي مودي له پاره به د جوړولو، سمولو، تداوي کولو، کار پيداکولو له پاره د پښتنو لاس نورو ته وراوږد وي او له نورو به يې غواړي. دا لويه تراژيدې ده، دا تاريخي ماته ده. دا د هغوي کار دی چي نه د د راتلونکی او نه هم د تاريخ پروا ساتي. د موږ په زمانه کي په پراخه توگه دا امکانات تر لاسه شوي اوکولاي شو د راتلونکو په ځای خپل تاريخ  په خپله وليکو، کوم چي د دواړو اوسنيو او راتلونکو قضاوت ته وړاندي شي. دلته په ځانگړې توگه د ما ټينگار په دي دی هغوي چي د پښتون قوم ددې لويې غمېزې او تراژيدي په جوړولو او تشويق کولو کي ونډه اخلي تاريخ او راتلونکو نسلونو ته به يې ځواب څه وي؟  د خپل تاريخ د ليکلوتر څنگ د ځان د سمولو، ځان بدلولو او پيښمانې ښودلو امکانات هم شته، په دي توپير چي سبا به بيا دا امکانات نه وي.
په پښتنو کي د " زده کولو، ورزده کولو او جوړولو" د پروسې د درولو معني څه دی؟ د پوهي او کار کولو په گناه د انسانانو د وژلو مفهوم څه دی؟ د ملالې کاکړ، کومې چي په زړوره توگه د ښځو د حقونو دفاع کوله په وژلويې طالبان څه ترلاس کول غواړي اورښتيا هم د ورته کارونو په کولو د څه د ترلاسه کولو تمه کېږې؟ د ټولنېز ژوند، سياست او له نورو سره د سيالې کولو په برخو کي به ددي چلند لاس ته راوړنه څه وي؟ دا د پښتنو د ازادی او خپلواکي لاره نه دی، بلکي دا به په اوږده موده کي له پښتنو دواړه ازادي او خپلواکي واخلي او د اوږدي مودي له پاره يې په نورو پوري وتړي او د نورو محتاج به وي. احتياج له دواړو ازادي او خپلواکي بيگانه دی. ازاده ټولنه هغه ده چي هر وگړی يې ازاد وي او خپلواکه ټولنه هغه دی چي هر وگړی يې خپلواک وي. ازاده ټولنه هغه دی چي د وگړو ازادي يې تضمين او په ځان متکي وي. خپلواکه ټولنه هغه دی چي وگړي يې په ځان، په خپل ژوند او په خپله راتلونکي د پريکړي کولو په کار کي خپلواک او په خپل برخليک واکمن وي. دواړه ازادي او خپلواکي په پوهنه او کار کي دي. انسانې ټولنه د کار او پوهي په برکت د ودي او پرمختگ لاره وهي او بدلون مومي له يوي ټولنې څخه پوهه او کار اخستل د هغي ټولنې د ورکيدو په معنی دی.
 په دی برسيره دفرهنگ او هنر وده هم په ټپه ولاړه ده او هغه څه چي په دي برخو کي ترلاسه شوي يو په بل پسي له منځه ځي. دا له دي روانې لعنتي جگړې په زياته اندازه د راتلونکو چلينجونو او ستونزو په وړاندي د پښتون قوم بې وسه کول دي. دا د پښتون قوم د راتلونکې بې وسيو تر ټولو لوی لامل دی او دا حالت به د لسيزو له پاره پښتنې ټولنه له هغه ځواکه او امکاناتو محرومه کړې چي د بدلون، پرمختگ او هوساينې په لور ددې ټولنې لارښوونه وکړې.


د انسان د ژوند کولو ځای ټولنه ده
انسان د خپل ژنيتکی فطرت او سرشت سره سره په ټولنېز او هم په يوه طبعي چاپيريال کي ژوند کوي او ددي ضرورت منځ ته راځي چي له يوې خوا انسان له دواړو ټولنېز او طبعي چاپيريال سره څه ډول اړيکې جوړې کړې او له بلې خوا د دوي تر منځ اړيکي او تناسب څه ډول وي او د تاثيراتو او انکشافاتو په وړاندي څه کول په کار دي. انسان په ځنگله کي ژوند نه کوي. د انسان د ژوند ځای ټولنه ده او ټولنه هم د ډيرو او ډول ډول اړيکو مجموعه ده. په ټولنه کي لمړی ضرورت دادی چي انسانان د کومو آرزښتونو په مراعات او درناوی سره کولاي شی چي په سوله کي گډ ژوند وکړي او همدا شان د همدې ټولنې وده او پرمختگ وساتي. 
هغه څه چي په ټولنه کي ددي اړيکو له جوړولو، تنظيم کولو او بدلون ته د ټولنې د چمتو کولو او د وخت د ضرورتونو سره سم د ارزښتونو د پيدا کولوله چاري سره مرسته کوي " زده کړه او روزنه" دي. فکر وکړې او ورته وگوري همدا اوس له يوې خوا ټولنېزي اړيکې او له بلې خوا له طبعي چاپيريال سره د انسان اړيکې څومره پيچلې، بدليدونکي، سختې او څوگونې شوې دې. يوه بريالې ټولنه هغه ده،  چي تر هر څه د مخه بدلون منونکي وي، بريالې ټولنه هغه ده چي انسانان په کي روزل شوي وي،  چيرې چي انسانان د خلاق او خپلواک تفکر په مټ د ټولنې په کار کي گډون وکړې او د خپل کار حاصل واخلي او ور سره د کار پوسيله د خپل تفکر سموالی ازمايښ کاندي او چيرې چي هر يو يې کولو، مسؤليت اخستلو او مسؤليت منلو ته چمتو وي.


د خلاقو فکرونو د روزنې اړتيا
ټولنه د خپل پرمختگ او ودي په کارکي د اوبو په شان خلاقو فکرونو ته ضرورت لري، تر څو خلاق فکرونه او استعدادونه و نه روزل شي د پرمختگ او بدلون په لور حرکت هم نشته دي. د خلاقو فکرونو تر څنگ دانديښنو خپلواکي، دانديښنو اختلاف او د انديښنو تر منځ جگړه د ټولنې بنياد جوړوي. په يوه ټولنه کي د اندیښنو د جگړې دريدل د ټولنې د دريدو په معنی دی. په هغه ټولنه کي چي روشنفکران او سياست کونکي له حالاتو، آرزښتونو او جوړښتونو سره په هميښنې توگه انتقادي چلند لري، هميشه په وده، پرمختگ او بدلون کي ټولنه ده. ټولنه په هر حالت کي د نويو انديښنو ايجاد او د استعدادونو روزنې ته ضرورت لري. په ټولنه کي ددي ضمانت نشته دي چي له بحرانونو دي خلاصه وي. ټولنه او ټولنيز ژوند له بحرانونو نه خلاصيږي. همدا دم د نړۍ ډيرې پرمخ تللې ټولنې له کلک بحران سره مخامخ دي. په ټولنه کي هرومرو بحرانونه منځ ته راځي. په دي هکله مهمه مسله دادی چي ټولنه د بحرانونو د حل کولو وس او توان ولري او په ټولنه کي خلاق فکرونو او استعدادونه موجود وي چي بحرانونه او ستونزې له مختلفو او نويو زاويو څخه وگوري. دلته په طبعي توگه په ټولنه کي د فکرونو او استعدادونو د روزلو تر څنگ د نويو انديښنو د را منځ ته کولو ضرورت هم منځ ته راځي او دا به ټولنې ته ددي وس ورکړي چي د نويو ستونزو د حل کولو په کار کي پاتي را نشي.
   
سياست يو خپلواک "مسلک"  او دولت يو خپلواک سياسي ارگان دی
په تيره ليکنه کي ددي خبرې يادونه وشوه چي افغان ټولنه د هغو وگړو له خوارې سره هم مخامخ دی چي د پرمختگ په لور ددي ټولنې لارښوونه وکړې. په تيره بيا په سياسي او د خپلواکو انديښنې په برخو کي دا ډول خوارې ډيره ژوره او ځورونکي ده. تاسي ورته گوري چي همدا اوس دافغانانو په ځای نور د افغانستان په هکله، د افغانستان د راتلونکي په هکله او د افغانستان د دولتي جوړښت په هکله وړانديزونه  کوي او پلانونه جوړوي. له دي جملي د ديکتاتور يا " مناسب ديکتاتور" د واکمن کيدو خبرې کېږې. درې لسېزې کېږې چي د افغانستان په هکله په تيره بيا د ثبات او سولې له پاره پلانونه په وار سره په مسکو، اسلام اباد، پيښور، تهران، رياض، لندن، واشنگتن ... کي جوړېږې. دي پلانونو نه يوازي بری نه درلود، بلکې افغانې غمېزه يې نوره هم ژوره کړه. له افغانستان سره د دا ډول چلند ونو معني څه کيداي شي. ددي معني دادي چي افغانان په خپله ددي وس نه لري چي په خپل برخليک واکمن شي، افغانان ددي وس نه لري چي په خپله خپلې ستونزې حل کړې او په خپله خپل دولت او ملت جوړ کړې. ايا دا په خپله په افغانانو کي د سياسي پوهې د خوارې په معني نه دی او په ځانگړې توگه ددي معني دا نه دي چي افغانان په پراخه توگه په ځان بې باوره شوي دي او د خپل کورد جوړولو او په خپل کورد واکمن کيدلو وړتيا يې له لاسه ورکړې.  هغوي چي له باندي افغانستان ته د حل نسخې ورکوي افغانستان او افغانې ټولنه نه پېږنې. دوي د افغاني ټولني خوزښتونه او موجود جوړښتونه نشي درک کولاي.
د افغانستان ستونزه پخپله د افغانانو ستونزه ده او په خپله افغانان داستونزه حل کولاي شي او دا به په خپله افغانان وي چي په دي هيواد کي سوله تامين کاندي. نور په دي هکله يوازي مرسته کولاي شي.
       ولې په خپله افغانان له سياست سره د سياست په توگه چلند نشي کولاي. ولې افغانان د خپلو ستونزو، د خپلو نيمگړتياو او د خپلې ټولنې ژوره څيړنه نه کوي. ولې دوی په خپله له يو بل سره په همکاري او پوهاوی کي د خپل هيواد د ستونزو د حل نسخې نه ورکوي. ولې په لسگونو سياسي گوندونه د قبيلې په دود له توربورگنيو او سياليو د ځان ژغورلو وس نه لرې او ولې نشي کولاي په گډه د حل يوه هراړخيزه تگ لاره وړاندي کوي.  له بده مرغه دلته هميشه د سياست په ځای په اداره کولو، د واک د ترلاس کولو اود ثروت په ټولولو تکيه شوې ده. دلته په وار سره هڅه شوې چي ټولنه سياسي نه شي او دلته هميشه د سياسي استعدادونه د روزلو مخه نيول شوې.  په دواړو ښی او چپ کمپونو کي مشرانو، رهبرانو په څومره لويه پيمانه سره سياست ايديولوژيکي کړ او په خپله دوي هم يو په بل پسي په څومره چټکي او بي رحمي سره د پيښو قرباني شول. نن هغه مشر او سياست کونکی څوک دی چي له سياست سره د سياست په توگه چلند کوي. په دي معنی چي سياست  يې قومی، مذهبی او ايديولوژيکي کړې نه وي او په دي معني چي  له سياست او واک څخه د ځان پالنې او د ثروت ټولو د وسيلي په توگه کار وا نه خلي. سياست په بشپړه توگه د نورو علومو په شان يو خپلواک علم دی او د نورو مسلکونو په شان  يو خپلواک "مسلک" دی.
     په پورتنيو ستونزو برسيره همدادم تاسي ويني چي په اخبارونو، مجلو، سايتونو... کي سياسي بحثونه او سياسي ليکنې له يوي خوا په وگړو را ټولې او له بلې خوا دا بحثونه او ليکني په تيره بيا د څو وگړو او دگمونو په انحصار کي دی. په دي بحثونو کي د ټولنې تصوير نه ورکول کېږې، په ټولنه کي د حالاتو او پيښو د څرنگوالی او د هغوې د خوږښت او لوری په هکله څه نه ويل کېږي او دا په خپل وار سره د سياست کونکو او روشنفکرانو د پاتي را تللو يوه دردونکي بيلگه ده.
همدا نن هم په افغانستان کي په پراخه کچه سياست د تکنوکراتيزم سطحي ته راټيټ شوې. سياست يعنی " اداره"  سياست يعني " اتوريته". له سياست سره دا ډول چلند کول لکه چي د افغانستان تاريخ راښيې دواړو سياست او ټولنې ته لوی گواښ دی. دا ډول چلند په ټولنه کي له سياسي بيگانگي سره مرسته کوي او له ټولنې سياسي خپلواکي اخلي او په خپله سياست د " اداره کولو" په وسيله بدلوي او هغه هم د زور په وسيلو سره. په افغانستان کي د سياست او سياست کونکو تاريخ په عمل کي د اداري او د اداره کونکو تاريخ دی. افغانستان په چټگه توگه د داسي سياست کونکو روزنې ته ضرورت لري چي په ازاده توگه افغان ټولنه د يوه کل په توگه درک کاندي، په ازاده توگه خپلواکو او بل ډول انديښنو ته وده ورکړې او دانديښنو جگړه پراخه او پياوړې کړې. که تيرو نسلونو او د موږ نسل په دي هکله بری نه درلود، ځوان نسل د پراخو امکاناتو په درلودلو پورتنی ضرورت ته ځواب ووايي.
- ولې افغان ټولنه له بحران او په تيره بيا له سياسي بحران څخه نه راوزي؟
- ولې دلته په بحران پسي بحران را روان دی؟
دا هغه پوښتنې دي چي له هر چا سره شته دي او په دي هکله بې شمېره ليکنې کېږې. همدارنگه دي پوښتنو ته د ځواب ورکولو له پاره  په لس گونو سياسي گوندونوطرحی او تگلارې جوړې کړې، په لس گونو جرگو دي پوښتنو د ځواب ورکولو له پاره پريکړې او فيصلې کړې دي، ډلو او وگړو هم  په دي هکله خپل پلانونه وړاندي کړي دي. خو په عمل کي حالات د سميدو په ځای د خرابيدو په لور روان دي. دلته ستونزه په طرحو، پلانونو او تگ لارو کي د " ښه نيت" او د " صداقت" نشتوالی نه دی، ټول د زړه له کومې غواړې چي افغانستان له دي لوې غمېزې او اوږدې تراژيدي څخه راووزي، بلکي ستونزه د هغه لوری او د هغو ارزښتونو په پيدا کولو کي ده چي د سولې او پرمختگ په لور د افغانې ټولنې لارښونه وکړې. تاسو ددي شاهد ياست چي دلته هره ورځ غونډې او جرگې کېږې، پريکړې او فيصلې کوي، خو ډيرې کمې عملې کېږې.نه يوازي جرگې، گوندونه، ډلې، قومونه... بلکي دولتونه هم د خپلو پريکړو په عملي کولوکی په ښکاره توگه پاتي راغلي دي. زه ډاريږم چي افغانان به د حل له مرحلو او فرصتونو را تير شوي وي او د افغانستان له پاره به هم ناوخت شوی وی. څومره به ښه وي او زه به څومره نيکمرغه يم چي د ما دا " ډار" په عمل کي يوه " خالصه تيروتنه"  ثابته شي.

 اساسي ستونزې څه دي؟
 تر اوسه روشنفکران او سياست کونکي د هغو ارزښتونو او اړيکو په موندلونه دي بريالې شوې چي له يوې خوا د ټولنې او دولت تر منځ باور منځ ته راوړي او له بلې خوا د هغو بنيادونو تر منځ هم اهنگي تامين کړي چي ټولنه ور باندي جوړه شوې ده. د ما په نظر هغه اساسي ستونزې چي نه پريږدي افغانستان له اوږده سياسي بحران او اوږدې بي ثباتي څخه را ووزي په لاندي ډول دي:

اول ــ د ټولنې او دولت تر منځ اړيکي.
هغه څه چي دولت ته ځواک او قوت ورکوی په دولت د د ټولنې باوردی اود دولت د کمزوري ترټولو لوی لامل د دولت او  ټولنې تر منځ د باورنشتوالی دی. په افغانستان کي هيڅکله هم د دولت اوټولنې تر منځ د باور اړيکې نه وي. دلته په هميشنۍ توگه ددي دو تر منځ د بي باوري او زور اړيکې وي. اوس هم د دولت او ټولنې تر منځ  فاصله او واټن ډير زيات دی د افغانستان تاريخ، فرهنگ او په ټولنه کي واکمن ذهنيت دولت د يوه سياسي او خپلواک ارگان په توگه نه پيږنې او نه دا ډول يوه  تجربه لرې.       
دلته هرڅوک او يا هره ډله چي واکمنه شوې، هڅه يې کړې واک په خپل مالکيت بدل کړې او هميشه واکمن پاتي شي. همدي ډول چلند د دولت او ټولنې تر منځ د باور زمينې له منځه وړې او په ځای يې د دولت او ټولنې تر منځ د زور اړيکې جوړوې کړې دې.  په وروستيو درو لسيزو کي په ډيره چټکي سره د ټولنې او دولتونو تر منځ اړيکې د وسله والو ټکرونو او جگړې سطحي ته پورته شوې دې چي تر اوسه هم ادامه لرې.
ښه نو هغه سيستم او هغه آرزښتونو کوم دي چي د دولت او ټولنې تر منځ باور ايجاد کولاي شي؟
نور بيا