رسیدن به آسمایی:17.07.2009 ؛ نشر در آسمایی: 18.07.2009

دستگير روشنيالی

زه

 
زه د موږ د جوړښت بنياد يم


زه بايد زه شم. زه ترهغه وخته زه نه يم چي ژوند او راتلونکې مي د بل چا له خوا ټاکل کېږې. زه تر هغه وخته ازاد نه يم چي هويت او شخصيت مي خپلواک نه وي. زه بايد بايللی او رانه اخستل شوی فرديت ترلاسه کړم. زه په زه کيدو سره د موږ په وړاندي نه په الترناتيف بدلېږم،  نه موږ ماتوم او نه موږ کمزوری کوم. د موږ کمزوري د ما د فرديت په بايللو کي دی. کله چي زه فرديت بايلم او يا فرديت را څخه اخستل کېږې له موږ سره هم د گلې او رمې په توگه چلند کېږې. زه ځان له موږ څخه نه جلا کوم. زه د موږ نه جلاکيدونکي برخه يم. زه په موږ کي او موږ په ما کي دی. زه هميشه په موږ کي وم. زه د موږ له منځه راوتلی يم.  زه به هميشه له موږ سره او موږ به همیشه له ما سره وی. زه په زه کيدو او د فرديت په ترلاسه کولو سره غواړم موږ پياوړی کړم او موږ ته نوي مفهوم ورکړم. له يوې خوا په ټولنيز، سياسي او اقتصادي ژوند کي يو په بل پسي بدلونونو او تحولاتو او له بلې خوا د زمانې غوښتنو او چلينجونو د موږ پرونی مفهوم بي معني کړی دی، کوم چي بيا کتنه او نوي تعريف غواړي.
زه په زه کيدو سره غواړم موږ ته نوی زور، نوی قوت او نوې ځانگړتياوې ورکړم. موږ هغه وخت پياوړی او نه ماتيدونکی دی چي زه، زه شم، زه ازاد شم، زه خپلواک شم، زه په ځان واکمن شم،  زه ذهني بلوغ تر لاسه او زه د عقل په کار اچولو کي "ميړانه" ترلاسه کړم. د موږ پياوړتوب او ځواک د خپلواکو او ازادو وگړو په يو ځای کيدوکي دی. نن د موږ پياوړتوب د هر ځانگړی وگړی د حقونو په خونديتوب کي دی. ازادي هم ترهرڅه د مخه په ځان واکمني ده. په ځان واکمنې د ما د ازادي او د ما د خپلواکې تمثيل دی. د ما د ازادې تمثيل د موږ د ازادي تمثيل دی.
هو! اصلي دنده داده چي زه بايد زه شم. ددي معني دادی چي زه بايد د خپلواک شخصيت او خپلواکې ارادې څښتن شم. زه بايد د خپلو نه ورکيدونکو ازاديو او حقونو څښتن شم. زه د خپلو انسانې آرزښتونو څښتن شم، هغه آرزښتونه چي ما ته انسانيت راکوي، هغه آرزښتونه چي د ما له ودې او پرمختگ سره مرسته کوي. هغه آرزښتونه چي د ما د عزت او کرامت ساتنه کوي. هغه آرزښتونه چي ما د موږ په يوه فعال، هڅه کونکی او جوړونکی فرد بدلوي.
زه د موږ په مرسته پياوړی کېږم اود موږ مرسته د ما د خپلواکې او د ما د خپلواک شخصيت منل او هغه ته درناوی کول دی. که موږ دا دنده تر سره کړه، په خپله موږ به د خپلواکو وگړو په ټول بدل شي او په بې ساري توگه به پياوړی او ځواکمن شي. 
زه د موږ زړی جوړوم. زه د موږ هسته يم. موږ د ما په شاوخوا راگرزې. موږ په ما کي ځان پيدا کوي. زه د موږ تمثيل کونکی يم. که زه کمزوری يم. که زه بي واکه يم. که زه بي ارادي يم. که زه پيرو او مقلد يم.  موږ هم کمزوری، موږ هم بي واکه، موږهم بي ارادي او موږ هم پيرو او مقلد دی. دا زه يم چي موږ په خپله خپلواکې او ازاده اراده له دی ډول حالت څخه ژغورلې شم او بي له شکه زه به يې ژغورم او دا د ما دنده ده. د ما ازادې د موږ د ازادې معياردی. د ما خپلواکي د موږ د خپلواکي معياردی. د ما په ازادي موږ ازاديږې او د ما په خپلواکې موږ خپلواک کېږې. کله چي زه د انتخاب ازادي نه لرم، نه يوازي د ما ازادې، بلکي د موږ ازادي هم په ځمکه لوېږې. که د ما برخليک د بل چا پوسيله ټاکل کېږې د ما ارزښ څه اود ما د ارادې رول څه دی؟  زه باید د انتخاب کولو حق ولرم او موږ د ما ددي حق نه يوازي درناوی وکړې، بلکې د هغه ساتنه هم وکړې. که زه د خپلې ارادې او خپلې انديښنې په کار کي د " جبر" " تاريخي ضرورت" ... له منگولو ازاد شوم موږ به هم ددي تحميل شويو مفهومونو په ځای د ازاد انتخاب لاره غوره کړې. لسيزې تيرېږې چي د ازادې او خپلواکي نارې او جگړې دې، تر څو زه ازاد او زه خپلواک نشم نه ازادې شته او نه هم خپلواکي. د ځمکې په کره کي هغوي ازاد او هغوي خپلواک دې، چيرې چي زه ازاد او چيري چي زه خپلواک یم.


زه به د يوه لوی بدلون پيلامه شم


زه د موږ واحد بلل کېږم او د موږ د جوړښت بنياد يم.  زه د موږ د پيږندنې او څيړنې معيار يم. که زه و نه پيږندل شم،  که زه په واحد بدل نشم، که زه معيار و نه گرزول شم، موږ به هم نه پيږندل کېږې. لکه چي تر اوسه په دي هکله زياتې ستونزې او ناحل شوې پوښتنې شته دي.
زه د يوه فرد په توگه هميشه موجود وم، خو دري پيړې تيريږې چي د موږ د کولکتيف د واحد په توگه پيږندل شوی او منل شوی يم او خپل طبعي حقونو او ازادي مي ترلاسه کړي دي. زه سره ددي چي هرځای زه يم په بل عبارت انسان هرځای انسان دی، خو دا لاس ته راوړنې د فرهنگي، ايديولوژيکي، مذهبي او سياسي خنډونو له امله په يونیورسل اصولو نه دي بدلې شوې او دا د اوسنۍ نړۍ تر ټولو لويه ستونزه اولوی چلينج شميرل کېږې.
     پيړۍ تيرې شوې چي نه زه او نه موږ پيږندل شوي دي. ددي خبرې معني دا نه دی چي په دي هکله هڅې نه دي شوې. په دي هکله بي شماره هڅې او تلاشونه شوي دي. خو دي هڅو اودي تلاشونو وړ پايلې نه درلودي. لامل يې د اصلې کړۍ نه پيږندل دی او اصلي کړۍ زه يم. اصلې کړۍ " فرديت" دي. اصلې کړۍ " ځانگړی وگړی" دی. که زه د موږ د واحد په توگه ومنل شم د موږ په پيږندنه کي به يو بي ساری پرمختگ را منځ ته شي او زه به د خپلو ازاديو او د خپلو حقوقو په اخستلو سره هغه د پيړيو زاړه دودونه او زاړه رواجونو چي انسان ځورونکي، انسان سپکونکي او انسان وژونکي دي د هميشه له پاره مات کړم. همدي حالت ددي ضرورت منځ ته راوړي چي " انسان بايد په مرکز کي وي"  دلته مطلب بيا " ځانگړی وگړی" دی.
    د بدلون او پرمختگ په غوښتنو او هيلو لسيزې او پيړې تيرې شوې، خو بدلون نشته دی. د بدلون غوښتنې او هيلې يو په بل پسي او په پيوسته توگه ناکامه شوې دې، ځپل شوې دې، توهين شوې او سپکې شوې دي. دلته هغه ټولنيزو او فرهنگی جوړښتونه چي زه په کي سمبول او شی شميرل کېږم، د بدلون او پرمختگ په وړاندي د غرونو په شان ولاړدي. دي غرونو او دي خنډونو ټولنيز حرکت ته دايروي شکل ور کړی دی، بيا او بيا راتاوېږې،  بيا او بيا پرونی حالت ته په شا راگرزي او د پرمختگ لوری ورک دی. ترڅو دا غرونه مات شوې نه وي او تر څوله دي دايروي حالت نه را وتلي نه يو، پرمختگ او وده به هم نه وي. دا غرونه په زور او په لښکرو نه ماتيږې. دا غرونه به زه د يوه ازاد وگړی په توگه د ازادې ارادې او د خپلواکې انديښنې په برکت ماتوم.
د بدلون او پرمختگ په چاره کي اصلې ستونزه د پيسو، تعميرونو، سرکونو، موټرونو... نشتوالی نه دی، اصلي ستونزه د ما د ذهن او د ما د انديښنې د خپلواکې نشتوالی دی.


دا هميشه يو دي چي په پښو درېږې


دا زه يم چي په پښو دريږم. دا زه يم چي راپورته کېږم او دا زه يم چي نوي لوري په گوته کوم. دا زه يم چي لارښوونه کوم. په بل عبارت دا هميشه يو دي چي په پښو درېږې. دا هميشه يو دی چي را پورته کېږې،  دا هميشه يودی چي مخته کېږې او دا هميشه يو دی چي لار ښوونه کوي.    
زه موږ ته د خدمت کولو مسؤليت او مکلفيت لرم. زه دا کار د خپل خپلواک شخصيت په روزلو ترسره کوم. زه دا کار د ښوونې او روزنې په مټ ترسره کوم. ښوونه او روزنه به نه يوازي ما د موږ د خدمت له پاره چمتو کړې، ښوونه او روزنه به نه يوازي د خدمت له پاره د ما ځواک، کفايت، ابتکار او امکانات پياوړي کړي، بلکی د موږ په منځ کي به د پوهای، زغم، دوستي او يو بل ته به د درناوی اړيکې هم پياوړې کړې. له ما څخه د ښوونې او روزنې اخستل له موږ څخه د ښوونې او روزنې اخستل دي. زه ډاريږم چي دوويشتمې پيړۍ ته به هم دناپوهې په بدرگه ورځم.


زه په طبعی نورمونو نه سنجول کېږم


زه د جنس، نژاد، سن، کمزوری او زورور، ټيټ او جگ.په معيارونو نه سنجول کېږم. دا په ما د قضاوت معيارونه نه دي او نه زه په دي معيارونو پيږندل کيږم. په طبعيت کي " زور" او " حق" دوه نه جلاکيدونکي مفهومونه دي. هغه چي زور لري، حق هم لري او دلته زور حق دی. خو د ما په دنيا کي " زور" او " حق"  دوه له يو بل څخه جلا مفهومونه دي او دلته زور حق نه دی.
 له ما سره د طبعي ساده قانونو په بنياد چلند مه کوي. زه يو ټولنيز موجود يم. زه د ټولنيزواړيکو مجموعه يم. له ما سره د جنسيت، سن ... په بنياد چلند کول يو ټولنيز چلند نه دی. طبعيت خپل او ټولنه خپل قانونونه لری. زه د يوه ټولنيز موجود په توگه د عقل او انديښنې په کار اچولو سره په دي بريالی شوم چي له طبعيته اود حيواناتو له نړۍ ځان را جلا کړم. د ما عقل د پيږندني اساس دی،  پيږندنه په خپل وارد پرمختگ شرط دی اودا بيا پرمختگ دی چي د هوساينې اونيکمرغي په لورد ټولنې لارښوونه کوي. 
زه غواړم له نورو سره په برابرې کي ژوند او نورله ما سره په برابرې کي ژوند وکړې او ددې چارې بسيا کول نه د طبعيت او نه هم د طبعي اصولو چاره ده. داد ټولنې او ټولنيزو اصولوکاردی. د موږ په منځ کي نابرابري په ټولنه کي د ټولنيزو، اقتصادي، سياسي او فرهنگي نظامونو پايله ده.