رسیدن به آسمایی:  19.02.2009 ؛ نشر در آسمایی:  19.02.2009

دستگير خروټی
 

څو خبرې

افغانستان د تحميل شويو سياسي مشرانو په موزيم بدل شوی

جگړه او خوارې

ما په تيرو ليکنو کې د جگړې په هکله او د جگړې د لاملونو په هکله څرگندونې کړې دي. دلته غواړم د جگړې د “ لامل” او له جگړې سره د “ مرسته کونکی عنصر” په هکله يو څه وليکم. ډير ځله په ليکنو کې  دا دوه سره گډيږي او يا هم دواړه يو شان په کار اچول کېږې. خو دا دوه جلا شيان دي. يو شمير په دي باور دي چي د روانې جگړې “ لامل” خوارې ده. زه په دی باور يم چي خوارې د “ لامل” په ځای د جگړې د نورو پياوړيو مرسته کونکو عنصرونو تر څنگ يو پياوړی “ مرسته کونکی عنصر” دی. د جگړې “ لامل” ايديولوژي ده او روانه جگړه يوه ايديولوژيکه جگړه ده چي روښانه او ښکاره ايديولوژيک هدفونه لري. دا خوارې نه دی چي دا بې رحمه او لعنتي جگړه يې ايجاد کړې وې. دا جگړه ده چي دا پراخه، دا ځورونکې او دا وژونکي خوارې يې را منځ ته کړې ده.
 “ مرسته کونکي عنصرونه” هغه دي چي د جگړي له پراختيا او سختيدو سره مرسته کوي. په افغانستان کي په وار سره د جگړې پياوړي مرسته کونکي عنصرونه:
- دوديز زاړه ټولنيز او فرهنگي جوړښتونه.
- د موجود دولت بې سارې کمزورې او بې کفايتي.
- په موجود دولت کي پراخ فساد، رشوت او اختلاس.
- د بې گناه خلکو وژل.
- خوارې او په تيره بيا د پوهي او عقل خوارې.
خوارې بي له شکه د افراطي فکرونو د روزولو او پرورش کولو له پاره يو مساعد محيط دی او تر څو چي په خوارې غلبه ونشی افراطي ډلې به له همدي محيط څخه همدا ډول گټه اخلي. د خوارې، جهالت او افراط عنصرونه جگړې ته زور او قوت ورکوي. هغه خلک چي په سبا او راتلونکي يې باور له لاسه ورکړې وي په ډيره اسانې سره د افراطيانو په ښکار بدلېږې. خو له دي ټولو سره سره بيا هم خوارې د جگړې لامل نه دی. په نړۍ کي او په تيره په افريقا کي ډيره سخته خوارې ده. په بوتان کي هر څلورم اوسيدونکی د خوارې
تر سطح د لاندي ژوند کوي خو هلته جگړه نشته دی په خپله په افغانستان کي دننه او په ځانگړې توگه په مرکزي افغانستان کي خلک په بې سارې توگه له خوارې سره لاس په گريوان دي، خو هلته هم جگړه نشته دی. همدارنگه هغوی چي ددې روانې جگړې لارښونه کوي خواران نه دي
 د جگړې يو بل مرسته کونکی عنصر هم هغه ليکوالان او روشنفکران دي چي د افراط او برتري غوښتنې له زندانه په را وتو کي بي وسه شوي او يا هم په داوطلبانه توگه په همدي زندان کي پاتي کېږې. دوی په خپل وا رد جگړې اور ته لمن وهي، د زور او ټوپک ستاينه کوي او روانه جگړه اتلان پروره او جنگيالې اتلان بولې. په دي برسيره د يو شمېر  روشنفکرانو انديښنې او فکرونه د قوم پالنې او ايديولوژي له زړو ديوالونو څخه د راوتلو په کار کي پاتې راغلي دي. د دموکراسي او سنتي ټولنې تر منځ تضاد دوي په پراخ فکري بحران اخته کړي دي او لوری يې ورڅخه ورک کړی دی. دوی د ټولنې او د ټولنې د روانو ستونزو د پېږندلو په ځای په بت جوړولو او بيا په افسانوي توگه د هغوي د پاللو په کار اخته دي.
په افغانستان کي ولتر، کانت او وببر هم نشته دي چي د ټولنيزو مسلو د پيږندنې او حل په کارکي مرسته وکړې. هغه څوک چي په ژوره توگه د خرافاتو په منگولو کي ايساره وي څه ډول کولاي شي د سیاسي،اقتصادي او ټولنيز پرمختگ په لورد ټولنې لارښونه وکړې؟
جگړې او وروسته پاتی والی د بي شميره بدمرغيو تر څنگ په ميليونونو انسانانو رنگارنگ روانې رنځونه او ټولنيزې ناخوالې تحميل کړې او د هغوې انرژې او ابتکار يې له منځه وړي دي. دلته خلک د ټولنې او د هغې د راتلونکې په وړاندي بې تفاوته او بيگانه شوي او د فکر کولو او انديښنې کولو وس يې له لاسه ورکړی دی. له دا ډول ټولنيز او ذهني څرنگوالی څخه د بل هر ځواک په پرتله افراطې ډلې ښه گټه تر لاسه کولاي شي.

 د ذهنې پشتوانې نشتوالی

ما په تيره ليکنه کي د ذهنې پشتوانې يادو نه وکړه، دلته غواړم دا مسله لږ زياته را وسپړم. انسان په هر حالت کي پناه او يوه تکيه ځای ته ضرورت لري. د پناه د نشتوالی په صورت کي انسان يوازي پاتي کېږې. ويل کيږې:“ هغه گوښی دی او هغه څوک نه لري” “ هغه نه په اسمان ستوری او نه په ځمکه سوری لري”  يوازيتوب يوه جدي ټولنيزه ستونزه ده چي کله کله د ځان وژلو تر پولې هم رسيږې. د انسان تر څنگ د انسان ذهن هم پناه، تکيه ځای او پشتوانې ته ضرورت لري. د ذهنې پشتوانې نشتوالی او ددي پشتوانې له منځه تلل انساني ذهن له ژورې سرگردانې او بي هدفې سره مخامخ کوي. په دی حالت
“ بي باورې” “بيگانگي” “ مايوسې”، او “ شاته گرزيدنه” را منځ کېږې. په دا ډول حالت کي کله کله انسان بی معنی او له حقيقته لري خبري کوي چي هيڅ ډول مفهوم او معنی نه لري. همدارنگه اوږدې ليکنې کوې، خو هدف نه يوازي بی معنی پاتي کېږې، بلکي هدف ته هيڅ ډول تعريف نه ورکول کېږې.
کنفوسيوس وايی:
“ ازاد سړی په هغه څه چي نه پوهيږی يوې خوا ته کوي. که الفاظ او عبارتونه په خپله حقيقی معنی په کار و نه لوېږې، خبرې سمه معنی نه ورکوي. که خبرې سمه معنی و نه لرې، کارونه په سمه توگه نه تر سره کېږې او که کارونه په سمه توگه تر سره نشي، اخلاق، هنراو فن وده او پرمختگ نشي کولاي. که اخلاق او هنرونه پرمختگ و نه کړې، مجازات بي معنی او بي قوته کېږې. که مجازات بي معنی او بي قوته شي، ملت بي سره او بي پښو کېږې. له همدي کبله دی چي ازاد وگړی په هميشنۍ توگه هڅه کوي چي خپلې انديښنې او هدفونه په سمه توگه بيان کاندي. ازاد وگړی ځان ته اجازه نه ورکوی او دا نه مني چی خبری يې بي معني وي”        
ددې خبرو له راوړلو مي مطلب دواړه د افغانستان اوسنی حالت او له دی حالت سره د يو شمير روشنفکرانو چلند دی. په روشنفکري چاپيريال کي په ډيره لوړه کچه د ټولنيزو ستونزو او ټولنيز عمل د پيږندنې کار په نيت، شعارونو، ارمانونو... تکيه کيږي، خو تاريخ او په تيره بيا د افغانستان تاريخ يو ځل نه، بلکي په وارونو، وارونو ددي ډول پيږندنی بشپړ پاتي راتلل ثابت کړی دی. د پيږندنې په کار کي د تر هرڅه د مخه په پايلو او نتيجو ډډه لگول کېږې او د همدي منطق په بنياد دي چي سياست د نيت او ارمان په ځای د عمل ډگر دی. خبرې او شعارونه ... هميشه ښه او ښکلې دي، خو د قضاوت معيار د خبرو او شعارونو په ځای پايلې او عمل دی.
تاسي ددي شاهد ياست په ځانگړي توگه په وروستيو درو لسيزو کي روشنفکران او روشنفکري چاپيريال له څه ډول ستونزو او بدلونونو سره مخامخ دی. په دي موده کي پيښو د ټولنې تر څنگ روشنفکران هم په کلکه متاثير کړي دي.
تاسي ددي شاهد هم ياست چي افراطي روشنفکران له ټولنې سره د موږک په شان چلند کوي او هڅه کوې هر ډول دارو، هر ډول نظريې او هر ډول سياستونه ورباندي تجربه کاندي. سياسي علم د کيميا په شان نه دی چي په لولو کي تجربه شي. د سياست د تجربه کولو لابراتوار تاريخ دی او دسياست د زده کړې له پاره له همدي لابراتواره بايد په سمه توگه گټه تر لاسه شي. په طبعی توگه سياسي لید د تاريخې واقعيتونو سره په مطابقت کي تر لاسه کېږې او ددي هڅه و نه شی چي تاريخي واقعيتونو د وگړو د سياسي لید سره سم واړول شي. دا ډول کار نه عملي او نه هم ممکين دی او عملې کول يې بې شکه غمېزه ايجادوې.
پرون يو شمير روشنفکرانو نه يوازي خپل برخليک، بلکي د ټولنې برخليک يې هم له چپو افراطی شعارونو، مطلقو دگمونو او نه عملي کيدونکو ارمانونو سره غوټه کړ او د هغوي په بشپړ بری يې قطعي باور درلود. دي ډلې چپو افراطی شعارونو او ارمانونو ته په بيړه او اسانې سره تن ورکړ او هغوي ومنل. خو ددي ارمانونو عملي کولو له افغانستان څخه د “ سويس او پاريس” په ځای يو ژوره کنډواله جوړه کړه او کله چي په عمل کي دا شعارونه او ارمانونه پاتي راغلل، د برلين ديوال ړنگ شو، شوروی ړنگ شو او کمونيزم ولويد اودې ډلې په دواړو کور او نړۍ کي خپله فکري پشتوانه وبايلله له کلکې ذهني سرگردانې سره مخامخ شو دي حالت چپ د پناه له نشتوالی سره مخامخ کړ او له ورکړل شويو شعارونو راوتل په ډيره لويه بيه ورته تمام شو. يو شمير په کلکه مايوسه شول او په ذهني سرگردانې اخته شول. يو شمېرپرونيو دوديزو ارمانونو ته او قوم پالنې ته په شا ورگرزيدل او يو شمير خو لا تر اوسه هم له هغوي څخه د راوتلو وس او توان نه دي پيدا کړی او هڅه کوي يو ځل بيا د افغانستان د وروستيو دیرشو کلنو تاريخي واقعيتونو ته د خپلو نظرياتو سره سم بدلون ورکړې او دا له هندوکش سره د سر جنگول دی.
هغوي چي له ناکامو او ړنگونکو شعارونو د ځان ژغورلو وس و نه لري، څه ډول کولاي شي چي يوه ټولنه وژغورې؟
 ښی افراط له ورته پايلو سره مخامخ شو او په راتلونکي کی به هم هرومرو له ورته پايلو سره مخامخ کېږې. د ښی افراط په اجندا کي د ټولنې له پاره هيڅ ډول ټولنيزه او اقتصادي تگ لاره نه ليدل کېږې. ښی افراط چي د پياوړی مذهبی راديکاليزم بڼه لرې يو پرادوکسل حالت لرې. له يوې خوا “ برترې غوښتونکی” دی او له بلې خوا نشي کولاي له موجود “ وروسته پاتي او خوار حالت” څخه ځان را وباسي. دا بی وسي او د خوارې دا حالت د يوې پراخې کرکي او کينې لامل گرزيدلې دي.
 لکه چي وويل شو په افغان ټولنه کي افراطی نظريې په بيړه او چټکې سره منل کېږې او په هم دومره چټکې سره د ټولنې سياسي، ټولنيز او فرهنگي ژوند هم متاثير کوي. خو له افراط څخه راوتل نه يوازي سخت او مشکل کار دی، بلکي د اوږدې مودې او د ډيرې لوې بيې غوښتنه هم کوي او ددي بيې لويه برخه ټولنه پري کوي چي د افراط ښکار گرزيدلې ده. همدا اوس په ځانگړې توگه پښتنې ټولنې د سر، پوهې، فرهنگ، هنر، تاريخ او راتلونکي په قيمت د مذهبی افراط په بيه پريکولو لگيا ده. په سوات کي به د طالبانو د بری لويه بيه ښځې او نجونې پري کوي. دلته له سلو زرو نجليو د زده کړې حق اخستل شوی دی.
په سوات کي د طالبانو بری نه يوازي په پښتنو سيمو کي، نه يوازي په پاکستان کي، بلکي په افغانستان کي هم د پيښو ودي او پراختياو ته نوی زور ورکوي. دی بری وښودله چي د پاکستان دولت په څومره کمزوری حالت کي دی او دا به پاکستان نور هم کمزوری کړی. په سوات کي د طالبانو د واک پېږندنې سره جوخت په پاکستان کي موازي سياسي او حقوقي سيستم هم را منځ کېږې. د سياسي او حقوقي سيستمونوموازيتوب په ډير اساني سره کولاي شي د پاکستان په شان يو کمزوری هيواد د کورنې جگړې او د تجزيې په لور بوزي. په سوات کي منځ ته راغلی حالت به د حاکميت جدي ستونزې را منځ ته کړې، چيري چي به حکومت او قدرت له يو بل څخه جلا شي. حکومت به نشنل عوامي پارتي ANP او قدرت به د طالبانو وي.
د راتلونکي په هکله وړاندوينه اسانه کار نه دي او دليلونه يې هم دادي چي له يوې خوا پيښې په چټکې سره بدلېږې او لوری يې هم معلوم نه دی او له بلې خوا دسيمې دولتونه) افغانستان او پاکستان( په کلکه کمزوری او په حالاتو يې کنترول له لاسه ورکړی. خو په سوات کي د طالبانو د بری ټينگښت او وده يو شمير کلکې او د انديښنې وړ پوښتنې را منځ ته کولاي شی:
- آيا دا د پښتنو په سيمه کی د طالبانو د دولت جوړيدلو پيل نه دی؟
- د پښتنود دولت جوړيدل به په سيمه کي د نورو نويو دولتونو د جوړيدو يو دردونکی توفان را و نه پاروي؟
- که د افغانستان په جنوب او شرق کي دا ډول يو حالت منځ ته راشي. دا په افغانستان کي سياسي او حقوقي سيستم موازي نه کاندي او يا به افغانستان په عمل کي په يوه دوه سيستمه هيواد بدل نه شي؟
- که افغانستان دوه سيستمه کېږې پايله به يې تجزيه نه وي او يا به دا ډول يو حالت د يوه فدرالې سيستم د جوړيدو په لور د افغانستان لارښونه ونه کړې؟

د رهبر او رهبرې نشتوالی

د موجودو ستونزو يو پياوړی لامل هم د دولتونو ناکامي اود سياسي مشرتوب بيگانگې ده. ما په تيرو ليکنو کي د رهبرې او د هغې د رول په هکله يو شمير مطالب وړاندي کړي دي. افغانستان د رهبر او رهبرې له جدي ستونزی سره لاس په گريوان دی او تر هر څه د مخه ټولنې د رهبرې او واکمنې حق نه دی تر لاسه کړی او ټولنه په هغه حالت کي نه دی چي له خپله منځه وړ رهبريا رهبری را پورته کړې.
 رهبر هغه څوک نه دی چي ورته رايی ورکول کېږې. د رايی په ورکولو کي د استعداد، وړتيا په ځای نور ډير لاملونه لکه: پيسې، زور، قومي، ژبنې، مذهبي اړيکي ...هم اوچت رول لرې. رهبر هغه څوک دی چي خلک ور باندي را ټولېږې او فکر کوي چي همدا سړی يا ښځه کولاي شي د راتلونکې په لور د ټولنې لارښوونه وکړې. رهبر “ راوستل” کېږې نه، رهبر تحميل کېږې نه، رهبر“ رايستل” . کېږې او يا “ راپورته” کېږې.
رهبر هغه دی چي په حالاتو واکمن وي او په هغوې تاثير ولري او د هغوي لوری پيدا کړې او د ټولنيز باور خاوند وي. رهبر هغه دي چي يوه حرکت ته، یوې غوښتنې او يوه هدف ته مفهوم ورکړې او دا استعداد ولري چي ټولنيز ذهنيت ته لاره پيدا کړې. رهبر په نورو باور کوي تر څو د هغوي باور تر لاسه کړې.
کله چي د رهبر په هکله خبرې کېږې هدف سياسي مشرتوب نه، بلکي په ټولنيز مشرتوب دی او رهبر تر هر څه د مخه په ټولنيزه اډانه او ملاتړ تکيه کوي. خو له بده مرغه افغان ټولنه تر اوسه هغه ځای ته نه ده رسيدلې چي له قموميت... څخه خلاصه شي. دا ټولنه د اوږدې موده له پاره پاسیف او د انتطار حالت لري د عمل کولو په ځای “ فتاليزم” او تقدير ته لمړيتوب ورکوي. هرڅه چي کېږې، کېږې به او يا هم يې برخليک د نورو له خوا ټاکل کېږې.
سياسي مشرتوب د رهبري په معنی نه دي. پرون هم بې شماره سياسي مشران وو او نن هم بي شماره سياسي مشران شته دي، خو دوي نه رهبران دي، نه د رهبرې کولو ځواک لري او نه خلک ور باندي را ټولېږې. د دوي له جملي يو شمير په ټولنه کي کرکه او ډار ايجاد کړ او دا په طبعي د رهبر کار نه دی. همدا اوس هم افغانستان د رهبري او رهبر له قطعی نيستې سره مخامخ دی.
 په افغانستان کي دا خبره نه ده منل شوې چي ددي هيواد اصلي خاوندان خلک دي او همدا وجه ده چي ټولنه په هيڅ شميرل کېږې. حکومتونه هر هغه څه کوي چي زړه يې غواړي او هره هغه بلا په ټولنه راولې چي زړه يې غواړي. د ټولنې پاسيف حالت واکمنو ته دا چانس ورکړې چي ددي هيواد برخليک کله روسانو، کله پاکستانيانو، کله ايرانيانو او کله هم غربيانو ته و سپاري. هره هغه ټولنه چي په خپل کور واکمنه نه وي او خپل برخليک په خپل لاس کي نه اخلې همداسي ور سره کېږې. همدا لامل دی چي افغانستان د “ نورو د ارادو” د عملې کولو په ډگر بدل شوی دی. دي حالت د سياسي مشرتوب په کمزورې برسيره د سياسي مشرتوب د بيگانه پالنې ستونزه هم را منځ ته کړې ده.
د بيلگي په توگه ښاغلی حامد کرزی نه ټولنې پيږاند، نه يې قومي ملاتړ درلود، نه د خلکو له منځه راوتلی وه، نه د کوم لښکر سردار وو او نه يې د سياسي گوند مشرتوب درلود، خو په تاڅاپی توگه د افغانستان ريس جمهور شو. دا عمل نه يوازي د ټولنې له پاره، بلکه په خپله د کرزی له پاره هم يو ناڅاپي او تصادفی عمل وو.
ښه ! دا يوازي کرزی نه دی. پرون همدا شان شوي. نن همدا شان کېږې او ممکن سبا به هم همدا شان وشي. افغانستان نه يوازي ددي دريو وروستيو لسيزو په موده کي، بلکي کولاي شو ووايو دډيرو لسيزو په موده کي د نورو له خوا د سياسي مشرتوب د ازمويلو په لابراتوار بدل شوی دی. دلته په وار سره انگريزانو، روسانو، پاکستانيانو، عربانو، امريکانو... په دي هکله خپلی تجربي تر سره کړي او دا کار اوس هم دوام لرې. زه کله کله په خپلو ليکنو کي د “ وړو او اتفاقي” وگړو په هکله بحث کوم او مطلب همدا ډول او دي ته ورته وگړې دي.
د سياسي مشرتوب بيگانگي د ټولنې د ارادی د نفی کولو په معنی دی او کله چي دا ډول مشرتوب ..د نورو اراده او تگ لاره نشي عملې کولاي نو بايد خپل ځای بل چا ته خوشی کړې او دا مشرهم په عکس العمل کي د زمری پوست په تن کوي او ديوې شپي په تيريدو ورنه یو پياوړی ناسيونالست جوړېږې.
” گرانو دوستانو! ...تاسو ولې د يوه خپلواک هيواد په کورنيو چارو کي لاسوهنه کوي.”
”... گران جهمورريس، هغه وخت چي تاسو د موږ له خوا انتخاب شوې او د موږ په زور تر دي ځايه راورسيدي ولې مو دا خبره نه کوله چي افغانستان يو خپلواک هيواد دی او پريږدې چي افغانان په خپله خپل سياسي مشر وټاکي...” ” ... که تاسي ما نه پريږدې، زه به هم خلکو ته مراجعه وکړم...”