رسیدن به آسمایی: 29.05.2009 ؛ نشر در آسمایی: 29.05.2009

 دستگير روشنيالی

اوبو ته د کتابونو اچول د زور او د ډار د فرهنگ کار دی


د کتابونو ډگر د لويو مټو اوغوټو آورميږونو په ځای د منطق د سيالې ډگر دی.


توماس مين  Thomas Mann وايي: " هغوي چي کتابونه سوځوي، راتلونکی ځل به انسانان وسوځوي" توماس مين حق درلود او همداسي وشول. «Den der brænder bøger - brænder mennesker næste gang!»
هغوې چي نن کتابونه اوبوته غورځوي، سبا به انسانان هم په اوبو کي غرق کړي. 
 له بده مرغه په تاريخ کي له علم او دانش سره دوښمني کول، د هغوي له منځه وړل او د کتابونه د سوځولو ډیرې بيلگي شته دي. د کتابونو د سوځولو او له منځه وړلو تر شا ايديولوژيک، مذهب
ي او سياسی لاملونه پراته دي. د کتابونو سوځول، اوبو ته د کتابونو اچول او دکتابونو له منځه وړل د تاريخ هغه تور او شرم راوړونکی لوری دی.  په منځنيو پيړيو کي د کتابونو او ليکنو سوځول د مخاليفينو په ضد او د علم په ضد د کاتوليک کليسا يوه موثره وسيله شميرل کيدله. چي نن واتيکان د هغه له امله د شرم او خجالت احساس کوي او د بخښنه غواړي
 په تاريخ کي د کتابونو د سوځولو تر ټولو توره ورځ د ١٩٣٣ کال د مي ١٠ ورځ دی. په دي ورځ په المان کي نازيانو د " نه الماني روح" تر نوم لاندي په لسگونو زره کتابونه اورته واچول او ويې سوځول. دا کار په اصطلاح د الماني فرهنگ د پاک ساتلو له پاره تر سره شواو د کتابونو د سوځولو په موقع د نازيانو د فرهنگ وزير جوزيف پاول گوبلز Joseph Paul Goebbels په خپله وينا کي وويل: " زه نن دHeinrich Mann, Ernst Gläser, Erich Kästner  ليکنې او کتابونه د اور لمبو ته ليږم" د فرهنگ وزير نه يوازي د پورتنيو ليکوالانو ليکينې وسوځولې، بلکي د کارل مارکس، اگست ببل او نورو هغو ليکوالانو کتابونه یې هم وسوځول چي د نازيزم له ایديولوژي سره يې ډډه نه لگوله.
کتابونه د فکرونو، اندیښنو، استعدادونو او منطق د سيالې ډگر دی، نه د لويو مټو او غوټو آورميږونو .
د کتابونو سوځول او اوبو ته د کتابونو اچول د فرهنگي خوارې او د پوهي د خواري پايله ده. دا د زور او د ډارد قرهنگ کار دی. د ډار فرهنگ په زور او د زور فرهنگ په ډار ولاړ دی او دلته ډار په زور تکيه وکړه.
 اوبو ته د کتابونو اچول په روښانه توگه د استعداد او منطق خوارې ده. دا د نورو د منطق او دليلونو په وړاندي د کمزورې او ماتې عمل دی. په منځنيو پيړيو کي کله چي کاتوليک کليسا د علم او استعداد په وړاندي پاتي راغله د پوهانو د وژلو او د هغوي د ليکنو سوځولو ته يې مخه وکړه. همدارنگه کله چي نازيزستي ايديولوژي د روشنفکرانو او د هغوي د دا ستدلالو په وړاندې پاتې راغله او د توماس مين په قول  په نوبت سره يې د کتابونو او د انسانانو د سوځولو لاره غوره کړه.

په نيمروز کي اوبو ته د کتابونو اچول له يوې خوا دولتي سانسور اوله بلې خوا په فکرونو او ذهنونو د دولت له کنترول کولو څخه عبارت دی او دا د ټولو استبدادي او توتاليتر واکمنيو کاردی. همدارنگه دا د هغوي کاردی چي د بيان ازادي او مدني حقونو سره په دوښمنې چلند کوي او يا ددي درک او فهم نه لري چي د بيان ازادي د انسانانو طبعي حق دی.

د فکرونو موميايې کول
دا د هغوي کاردي چي وايی: " موږ حق يو او يوازي موږ حق يو"  " موږ زور لرو او زور حق دی"  اوبو ته د کتابونو اچول ديوه استبدادی تفکر پايله ده، کوم چي غواړې د انسانانو ذهنونو او فکرونو په يرغمل ونيسې، د انسانانو فکرونو او انديښنې موميايی کړې او بيا د رمې او گلې په شان ورسره چلند وکړې.   حقيقت د هيڅ چا په مالکيت نه بدليږي او هغوي چي په حقیقت د مالکيت دعوه کوي ترهربل چا نا حق دي.
اوبو ته د کتابونو اچول کتاب او ليکوالانو ته د تحقير او تهديد عمل دی اوددي معني دادي چي لیکوالان نه بايد د خپل خپلواک تفکر، د خپلې خپلواکې څيړنې، کوم چی د ليکوالان طبعي او مدني حق دی ليکنې و  کړې او کتابونه خپاره کړې. دا واکمنان دي او هغه واکمنان چي دنيا ته ناوخته راغلي د ليکوالانو د فکراوکار کولولوری ټاکي. دوي همدا شان غواړي ليکوالان او کتابونه د ورځني سياست او مصلحت په بنياد خپاره شي. په بل عبارت د لیکوالانو کارونه هم سياسي او هم ايديولوژيکی کاندي. خوپه عمل کي د ليکوالانو دنده  په ټولنه کي د فکرونو او اندیښنو جوړول دي او دا کار د بشپړې خپلواکي په درلودلو سره سرته رسيږې.
په نيمروز کي د زور او ډار د فرهنگ پوسيله اوبو ته د کتابونو د اچولو عمل په کلکه د غندولو او د اعتراض وړدی او زه په دي کار کي د سخيداد هاتف ملاتړ کوم چي له روشنفکرانو څخه ددي عمل په وړاندي د اعتراض کولو غوښتنه کوي.
خبره د دی کتابونو پر محتوا نه ده،  خبره د کتابونو سره د غیر قانونی چلند دی.