06.02.2016

دستگیر روشنیالی

هيلې او اميدونه

هيلې او اميدونه هميشه د سبا له پاره دي. هر څوک د يوه ښه سبا هيله کوي.

هیلې او اميدونه په سبا کي عملي او په سبا کي په واقعيت بدليږی. پرون ته هيله نه کيږي. پرون بيا نه راگرزي او په پرون کي د هيلو عملی کيدل او په واقعيت د هغوي بدليدل په بشپړه توگه يو ناممکن کار دی.

ځوانه،  ته هم د پرون په تکرار له خوبه مه راپورته کيږه.  نن بله ورځ ده. پرون د هميشه له پاره تير شوی.

ځوان د نن او راتلونکي ځواک دی او دا خپلواک او مثبت فکر دی چي په ځوانانو کي د راتلونکي په هکله هيلي او اميدونه ايجاد وي. هيلې او همدا هيلې او اميدونه دي چي ځوانانو ته ځواک ورکوي او ځوانان د همدي هيلو او اميدونو په اساس خپلې راتلونکي  جوړوي. هيلې او اميدونه په ځوانانو کي د خلاقيت پياوړي انگيزي پيدا کوي اوانگيزي د هدفونو په لور د هغوي لارښوونه کوي.  يوويشتمه پيړۍ د چټکو او بي ساري بدلونونو پيړۍ ده .

د ټولو ناخوالو، جگړو، يرغلونو، وژنو، مهاجرتو... سره سره يوويشتمه پيړۍ د انسانانو د بيداري پيړۍ دی. هيڅکله انسانان د نن په اندازه د خپلو حقونو او آزاديو اواز نه وو اوچت کړی. هيڅکله انسانانو د نن په شان لاس ته راوړنې نه درلودي.  هيڅکله د نن په شان  د انسانانو غوښتنې اوچتي او پراخي نه وي. هيڅکله انسانانانو د نن په شان د خپلي  خپلواکي او د خپلي انديښني د خپلواکي له پاره دومره هڅه نه کوله. همدارنگه انسانانانو هيڅکله د نن په شان د فرديت او خپلواک شخصيت د درلودلو غوښتنه نه درلوده. د انسانانو بيداري د تا په بيداري کي دی. ته بايد فرد شي او ته  بايد شخصيت شي. څوک نه غواړي چي خپلواک شخصيت او خپلواکه اراده و نه لري. په افغانستان کي اساسی ستونزي د خپلواک شخصيت او خپلواکي ارادي نشتوالی دی.

ته له پرون ځان را وباسه. له پرون د ځان رايستلو معني دادی چي ژوند او زمانه هره ورځ نوې غوښتنې او نوې پوښتنې مطرح کوي او دا دواړه نوي ځوابونه غواړي، کوم چي په پرون کي نشته دي.

*

پیوندهای مرتبط با موضوع:

- ورود به صفحهٔ‌ویژهٔ این سلسله

نوشتارهای منتشره در این سلسله :

(۱) - شامل آهنگ: اوباما و رویای افغانی- نیروی نگرش

(۲) -  حمید عبیدی: آيا ميتوانيم يک «روياي قابل تحقق افغاني» داشته باشيم؟

(۳) - عبدالرحمان مجددی- «رویای قابل تحقق افغانی»

(۴)- عمران راتب: «رؤیاهای من برای افغانستان»

(۵) - یعقوب ابراهیمی : «من به حد اقل های می اندیشم»

(۶) - عباس فراسو: چه گونه میان رویا و واقعیت پُل بزنیم

(۷) - خالد خسرو: رویایی برای افغانستان

(۸)- یما ناشر یکمنش : "رویا های یک جیب خالی"

(۹) اسماعیل فروغی   :   چرا بیشترینه رویا های ما تحقق نمی یابند ؟