رسیدن به آسمایی:01.2008 .07 ؛ تاریخ نشر در آسمایی :01.2008 .07

 

محمدآصف ننگ، پكتيكا

دويمه برخه (۲) وروستۍ برخه

 

د بې نظير بوټو مرگ

او د پاكستان د سياسي ركود بحث

 

د بې نظيرې په غياب كې بدنظيره پاكستان

بې نظير بوټو د پاكستان په تاريخ كې لومړنۍ ښځينه صدراعظمه وه چې په ټولې اسلامي نړۍ كې د مسلمانو ښځينه صدراعظمانو په كتار كې د گوتو په شمېر يوه نامتو او د غوڅ نظر خاونده وه. دا پاكستان ته له اته كلن تبعيد وروسته، د ديموكراسۍ د اعادې لپاره راغله، APDM كې د محمودخان اڅكزي تر مشرۍ لاندې غړيتوب ومانه، له نوازشريف سره يې هم د رقابت پر ځاى د گډې همكارۍ رويه ورخپله كړه او له پوځيانو سره يې هم د ټكر په ځاى د تفاهم او خبرو لاره غوره كړه.

عجالتاً د بې نظير له مرگ سره څو عمده بدلونونه په آني توگه متوقع دي:

لومړې دا چې د جنورۍ د مياشتي ټولټاكنې به يا وځنډيږي او ياهم كيداى شي بيخي منسوخ كړى شي. ځكه چې د مولانا نوراني، جمعيت علماى پاكستان، د نواز شريف مسلم ليك ګوند، د ايم كيو ايم، پخپله پيپل پارټۍ، د سند سني تحريك، د اى پي ډي ايم له پنځويشت ګوندونو څخه اكثريت يې او هم د اسلامي گوندونو له لوري د دې ټولټاكنو بايكاټ پخپله د راتلونكو انتخاباتو ترسره كيدل، ناشونى كوي.

دوهم دا چې د برسر اقتدار پوځيانو او عام ولس تر مينځ، په خاصه د سنديانو او حكومت ترمينځ به خوابدۍ د آشوب او ټكر تر حده وغزيږي.

احتمالاً يو ځل بيا كيداى شي په پاكستان كې بېړنۍ حالت اعلان شي.

هغه سياسي گوندونه چې په خلاص لاس يې انتخابي مبارزه پر مخ بيوله، هغوى به له ويرې سره مخامخ شوي وي.

بل دا چې د دې مرگ په پاكستان كې د نظام د تغيير يوه بېړنۍ مقدمه بللى شو.

د بې نظير مرگ په پاكستان كې د ديموكراسۍ د اعادې خيال او هيله په ناهيلې بدل كړ.

د بې نظير بوټو مرگ د پاكستان تر څنگ د افغانستان پر وضعيت هم، خپله اغيزه غورځولي شي. ځكه چې د پاكستان د ولسي سياست يو لوى ركن له مينځه تللى. دا چې د نوموړې له مرگ سره څومره بلوا، مرگ ژوبله او چپاولونه چې په پاكستاني ښارونو كې رامينځ ته شوې، په حقيقت كې د پيپل پارټۍ يا د پاكستان د خلكوگوند د احساساتو يوه بيلگه وه. خو په مجموع كې چې د پاكستان وضعيت ته گورو، نو په تيرو دريو لسيزو كې د پاكستان سياسي ژوند له ډېرو سختو او دشوارو شرايطو اوښتى. او معلومه ده چې پاكستان په اسانه نشي كولى له خپل ماضي سره خپلې رشتې وشلوي او د صفر له قدمونو څخه يو نوى مزل د خپل ځان په ارادې يا د نورو د فرمايش له مخې پيل كړي!!

د ۱۹۷۰ كلونو په ترڅ كې د پاكستان منفي سياستونه، باعث شول چې د سيمې ټول گاونډ هيوادونه له بحران سره مواجه شي. په خپله په پاكستان د هيواد ټوټه كيدل، د بنګلاديش خپلواكي، له افغانستان سره په مسلسله توگه د ديورند پر سر تضعيفي دريځ غوره كول، له ايران او هند سره هغه سياستونه ورخپلول چې پكې د غربي گټو او مصلحتونو ترجيح پرته وه او...

په تيرو دريو لسيزو كې د پاكستان اصلي حكومت د پوځي او استخباراتي دستگاوو له خوا رهبري كيده، په همدې كلونو كې د پوځ او استخباراتو كړۍ د ميليونونو ډالرو خاونده شوه، دوى له شوروي اتحاد سره د جگړو په دوران كې د غرب په خاصه توگه د امريكا ډېرې پيسې، وسلې او امكانات ترلاسه كړل. وروسته له دېرشو كلونو جگړو چې افغانستان يې له هر پلوه د نابودۍ او احتياج په ليكه ودراوه، گورو چې په مقابل كې د پاكستان پوځي حاكمان ميليونران، د ښو بنگلو او بهترين ژوند خاوندان شول.

د پيپل گوند، يا د خلكو گوند چې د كمونيستي گوندونو په كتار كې راځي د غريبانو او خوارانو گوند دى، دوى د خواريكښو مزدورانو د خدمت په شعارونو سره ۴۷ كاله د ولس يوه عظيمه برخه د ښه ژوند په انتظار درولى خو بلخوا د همدې ګوند د رهبرۍ غړي، پلار او لور د پاكستان له غټو جاگيردارانو او فيوډالانو په لست كې دي.

د بې نظير بوټو مرگ

دا چې ځوك مسوول دى، تر دې دمه هيچا او هيڅ كړۍ په نېغه دغه مسووليت نه دى اخيستى. د حادثې په لومړۍ ورځ د دولت يو تن وياند، فاروق چيمه، د دې پېښې عاملين د بيت الله مسعود ډله وبلله چې له لږ څنډ وروسته د دې ډلې وياند وويل چې دوى پر ښځو او ماشومانو يرغل نه كوي او پدې حادثې كې قطعاً لاس نه لري. په همدې ورځ د پوځ وياندويانو ويلې و چې د بې نظير بوټو مرگ، د دې د سپرلې له موټر سره د سر د ټكر په نتيجه كې شوى، نه د مرميو د فيرونو له مخې، خو دا خبرې هغه مهال بابيزه شوې، چې د صحنې ژوندى فلم او تصوير خپور شو، په تصوير كې يو كس له تورو عينكو سره، پر بې نظير بوټو ډزې كوي او وروسته بيا چاودنه كيږي او ميدان له وينو او پرتو ككريو ډك كيږي.

په پاكستان كې ډېر څېړونكي او همدارنگه د بې نظير بوټو خواخوږې او د گوند ځانگړي شخصيتونه (فرحت الله بابر) د دې قضې شاته د پوځي كړيو لاس ويني.

دا چې اصلي عاملين به څوك وي، ډېر مشكل قضاوت دى اما كيداى شي په يوه عامه څېړنه كې ووايو چې د بې نظير بوټو د مرگ لامل اساساً هغه وضعيت دى چې د ۲۰۰۱ كال د سپتمبر له ۱۱مې، وروسته په ټولې نړۍ او په خاصه توگه د القاعدې په سيمې كې حاكم شوى، د سپتمبر له خونړۍ پېښې وروسته د سيمې هيوادونه په ناببره توگه له يوې نوي حالت سره مخامخ شول، دغه نوى حالت دومره بېړنۍ او پر عواطفو بنا و چې له مخې يې د سيمې هيوادونه مجبور شول هغه دريځ ورخپل كړي، كوم چې امريكا او غربي متحدينو يې غوښت. پدې دريځ كې يواځې دوه لارې وي (يا له ترهگرو سره او ياهم له امريكا سره). پدې غضبي حالاتو او شيبو كې دريم انتخاب ممكن نه و او نه هم بې طرفه پاتې كيدل.

دا دى اوه كاله د سپتمبر له حادثې او اته كاله د پوځي حكومت له راج تير شول. اوسنى پاكستان هغه د اته كلونو مخكې پاكستان نه دى، چې ديموكرات گوندونه يې د ديموكراتيكو او جمهوري اصولو له مخې كنترول كړاى شي. اوس په طبيعي توگه دلته يوه داسې نظامي څپه (مليټرليزم) حاكمه ده، داسې ځپه چې پكې د ولسونو آزادۍ، سياسي خپلواكۍ، د خود اراديت حق او د حقايقو د بيان حق تر ډېره حده د همدې بين المللي حاكمې څپې تر اغيز لاندې دى. اوس په ډېره كمه پلمه هم كيداى شي يو څوك، په يوه لنډ عنوان، يا يوه وړوكي اتهام، ملامت، توبيخ، بندي او حتى ووژل شي. اوس د پاكستان په هر ټېسن او هرې ځلور لارې كې پوليس او پوڅ كزمې كوي، هر لور ته اغزن تارونه غزيدلې او په هر څاى كې تلاشيانې اخيستل كيږي.

واقعيت دا دى چې، د سپتمبر له پېښو وروسته د سيمې هيوادونه په ناچاره او جبري ډول ديته اړ شول چې د خپلو ملي مصلحتونو او د خلكو د ارادې په ځاى بهرنۍ اجندا ته ترجيح وركړي. پدې ترجيح كې گټه او تاوان دواړه نغښتې، دا چې چا گټه او چا تاوان وكړ، بيا هم پخپله د همدې سيمې په ولسونو او حكومتونو پورې تړلى راز دى. دوى پوه شه او سوچ يې!!

دا هم واقعيت دى چې پاكستان د بهرنيو ترجيحاتو په لړ كې مجبور شو په خپل هيواد كې د ننه، په خاصه توگه په قبايلي سيمو كې له خپلو خلكو او وگړو سره په جگړې كې ښكيل شي. او دا ځكه چې د پاكستان پوځي حكومت له غرب څخه د تروريزم په وړاندې په جنگ كې امتيازات اخيستل، هغوى وكولى شو چې د سپتمبر له تورې لوبې څخه خپل څه د پاسه ۱۶ ميليارده ډالره پور، چې له دېرشو كلونو راهيسې يې له ادا كولو عاجز و، په يوه ورځ كې ادا كړي. د پاكستان لپاره د سپتمبر حادثه، يو طلايي چانس و، له دېنه مخكې د افغان جهاد په دوران كې پاكستان وكولى شو له غرب څخه په ميلياردونو ډالر او وسلې تر لاسه كړې، د معلوماتو له مخې له شوروي اتحاد سره د افغان مجاهدينو د جهاد د ملاتړ او د ساړه جنگ د مصارفو په عنوان پاكستان ته څه د پاسه ۱۹۰ ميليارد ډالر وركړل شوي دي.

خو د پاكستاني پورونو له معاف كيدو پرته، له ۲۰۰۱كال راپديخوا په رسمي توگه، امريكا له تروريزم سره د مبارزې د همكارۍ په نيت پاكستان ته هر كال تر ۵ ميليارد ډالرو پورې وركړي دي. كه څه هم دغه كلنۍ سهميه، د سپينو او حسابي پيسو په توگه وركړل شوي، خو د گڼو پاكستاني او نړيوالو څېړونكو له نظره، پاكستان ته هر كال توري پيسې د (مجهول رقم) هم وركړل شوي. دغو پيسو، د دې پر ځاى چې د امريكايي اهدافو لپاره مرسته كړې وي، برعكس د دې سبب شوي، چې د ترهگرۍ او افراطيت جرړې پرې تقويه شي. هغه افراطيت چې په عكس العمل كې يې د پاكستان او افغانستان ثبات له گواښ سره مخامخ شوى.

د پاكستان پوځي مشر، جنرال پرويز مشرف په وار وار ويلې چې طالبان يوه وسله واله ډله نه، بلكې يو (سوچ) او يوه مفكوره ده، داسې مفكوره چې د يوه واقعيت له مخې بايد ورسره تعامل وشي او ترينه انكار كول به ستره، اشتباه او پر واقعيتونو اغماض وي.

زه فكر كوم همدغه سوچ او همدغه مفكوره ده چې د پاكستان د سياسي صفحې رنگ يې بدل كړى. اوس د دې مفكورې وژل آسانه نه دى، دا هغه سوچ او مفكوره ده چې بنياد يې پخپله د نړيوالو سياستونو تورو تقاضاوو او د سيمه ايزو حكومتونو قدرت طلبي، استبداد، او منفي دريځونو زيږولى.

دوهم دا چې د بې نظير بوټو سرنوشت هغه مهال له يوه چلنج سره وتړل شو، كله چې په ۲۰۰۵ كال كې د مشرف، امريكا، بريتانيا او بې نظيرې تر مينځ د دوبۍ، لندن او رياض په پټو ناستو كې، هغه ديته متقاعده شوه چې له مشرف سره به په گډ (ائتلافي) حكومت كې برخه اخلي. خو كله چې نوموړې پاكستان ته راستنه شوه، نو له مشرف سره په گډ حكومت كې له كار كولو څخه يې ډډه وكړه. همدا دريځ د پوځي حكومت د خپگان سبب شو. له همدې دريځ وروسته بې نظير بوټو په وار وار له پوځيانو سره په ټكر شوه، آن تر هغه حده چې د مشرف گيلې تر امريكا ورسيدې، د مشرف له غوښتنې سره سم، د امريكا د بهرنيو چارو وزارت مرستيال يوه اونۍ په اسلام آباد كې واړوله او پوځيانو ته يې سپارښتنه وكړه چې د بې نظير بوټو مخه دې نه بندوي، خو پوځيانو تاكيد درلود چې دوى د نواز شريف او بې نظير بوټو له راتگ سره پدې ارادې موافقه كړې وه، چې دوى به په حكومت كې برخه اخلي، نه دا چې په مستقل ډول به سياسي مبارزه پيل كوي.

د بې نظير بوټو مرگ، د سپتمبر له لومړنيو ورځو سره ډېر ورته دى، په هغه وخت كې له امريكايانو سره، د افغانستان په اړه يواځي يوه سناريو او يو بديل موجود و، خو كله چې عبدالحق ووژل شو، نو هغوى له ناچاره او غير متوقع حالت سره مواجه شول، پدې سلسله كې د ملگرو ملتونو په شمول، امريكا او متحدينو په وار وار له شمالي ټلوالې وغوښتل چې كابل ته دې نه ننوځي، خو هغه مهال ډېر ناوخته و. نو ځكه يې د سازش له مخې هغه واقعيت چې پېښ شوى و، تسليم كړ، چې تر ډېره حده د افغان ولس لپاره د سوال او انديښنې وړ و. كه څه هم د قدرت انتقال په ښه توگه ترسره شو او واك داسې يوه بردباره او حليم انسان ته وسپارل شو، چې په سياسي لحاظ يې خپل مثبت نقش تر نن ورځې ولوباوه او د دومره خطرناكو گروپونو تر مينځ يې وضعيت كنترول كړى شو.

اوس داسې برېښې چې د بې نظير بوټو له مرگ سره د امريكا له لورې بله بديله سناريو له امريكا سره نشته. همدا امر د دې باعث كيږي چې له موجوده پوځي حكومت او چارواكو سره يو څل بيا له ناكامه تعامل او سازش وكړي. امريكا دم مهال نشي كولى چې له پاكستاني پوځي حاكمانو سره د ټكر لاره ورخپله كړي، سره له دې چې امريكا پوهيږي، چې په تيرو اوو كلونو كې د پاكستان د عام ولس پر ځاى يې يواځې پوځي حاكمې كړۍ ته ترجيح وركول او د هغوى كودتايي حكومت په رسميت پيژندل د ټولو ديموكراتيكو اصولو او د پاكستان د عام ولس د آرمانونو پخلاف كار و، خو هغوى ته خپلې گټې او د دوى په تعبير له ترهگرۍ سره جنگ تر بل هرڅه مقدم و.

د بې نظيرې په راتگ سره، دا كوشش كيده چې گوندې پاكستاني ولس بيرته قانع كړى شي او د حكومت په وړاندې له روان بغاوت آرام او وسله وال طالبان له جگړو لاس واخلې. خو له دې سره سره په تيرو دوو كلونو كې د شمالي او جنوبي وزيرستان په شمول، جگړې د سوات، ملاكنډ، خيبر، باجوړ، باړه چنار او سرحدي سيمو په څېر آن د پنجاب تر خولې (كالام، مدين) پورې راوغزيدې. د افراطي ډلو له لورې دغه موج، امريكا ته ويره پيدا كړې چې كه مبدا يوه ورځ دغه ډلې تر اسلام آباد پورې ورسيږي او پدې توگه د اټوم خاوندان شي. دا وېره د هرې ورځې په تيريدو سره لا پسې زياتيږي. آن تر هغه حده چې د پاكستان د تجزيې خبره هم پكې ياديږي. دا ويره څه معمولې ويره نه ده، په تيرې اونۍ كې د امريكا او بريتانيې په رسنيو كې تر ټولو زياتې تبصرې په همدې اړه وي.

زه فكر كوم تر ځو پورې چې د سيمې هيوادونه او په ځانگړې توگه پاكستاني حاكمان، په خپلو سياستونو، كړنو، ارادو او دريځونو كې ژور، پر واقعيتونو او انصاف ولاړ، بدلون رانه وړي نو گومان نه كوم چې د شخصيتونو، فزيكي او معنوي ترور په اسانه مهار كړى شي.

يوه بله موضوع چې فكر كوم د دې سيمې سرنوشت يې لا زيات مبهم كړى، هغه د غربي هيوادونو استيلا طلبه سياستونه او د سيمې د هيوادونو لپاره د دوى پر مقطعي گټو ولاړې سناريو گانې دي چې كله پر ولسونو طالب حاكميږي، كله آخوندان، كله ښې اړخي اوكله چپ اړخي او...

ښايي په تيرو ديرشو كلونو كې، هغه څه چې د دې سيمې لپاره يې د تباهۍ بنيادونه او نهادونه ايجاد كړي، د غرب او شرق تحميلي سياستونه وي، خو په حاضر عصر كې او همدا نن نن، هغه څه چې عملاً دا سيمه د تباهۍ كندې ته غورځوي، پر هغه باندې د واقعيتونو له مخې قضاوت او مطالعه نه كيږي.

كه څه هم دا مهمه ده چې له روانو حالاتو سره صادقانه او عادلانه مقابله وشي او دغه روان كړكيچ د هوارۍ لور ته بيول شي، خو هغه څه چې د افسوس وړ دى، هغه دا دې چې د سيمې د هيوادونو د پرمختگ، انكشاف، سوكالۍ او دايمي ثبات لپاره نړيواله ټولنه، هومره زيار او هومره مصرف نه كوي، څومره چې يې په روانو جگړو كې كوي، همدا اوس په انكشافي پروگرامونو كې د لگول شويو پيسو پيمانه او پاملرنه په مراتبو تر جنگي لگښتونو ټېټه ده. او دا ځكه چې هغوى ته خپل اهداف او خپلې جگړې، په مراتبو تر بل هر واقعيت، ډېر ارزښت لري. پدې توگه د دې سيمې لپاره موجوده تصورات او خيالې سناريوگانې، نه دا چې د سيمې سرنوشت ته نيكمرغي نه راوړي، بلكې ترځنگ يې كيداى شي دا خوني سيلاب په ډېرې چابكۍ سره د جنت نظيره غرب تر لمنو ورسيږي، چېرته چې دوى گومان كوي، د هيڅ ډول بلاگانو وزرونه پرې پر نشي وهلى!! څكه نو ويلى شو چې د بې نظير بوټو مرگ، كه ځه هم د يوه سياسي شخصيت مرگ دى، خو خداى دې هغه ورڅ نه راولي چې د شخصيتونو جنگ، د گوندونو پر جنگ او د افرادو ټكر د فكرونو په ټكر، د سرحدي سيمو جنگ په ښاري جنگونو تبديل نشي، هغه مهال به يې جبران او مهار د ټولو له امكانه وتلې وي.

 

د مرغومي ۷مه، ۱۳۸۶

***

- د همدی مطلب لومړۍ برخه (۱)

***

د همدی لیکوال نور آثار :

- د پاکستان د سياسي رکود پيل؛  لومړۍ برخه (١)؛  دوهمه برخه(2)

- قانون رسانه هاى همه گانى ؛ نقايص، كمبود ها و دلايل رد آن 

- په هرات کې د ايکو کلنۍ (١٧مه) غونډه- په بين المنطقوي تجارت کې د افغانستان رول

   لومړى برخه

   دويمه برخه

   دريمه -وروستۍ- برخه (٣) 

- مکثى بر طرح قانون کميسيون نظارت بر تطبيق قانون اساسى

- طالبان ولى له خبرو تښتې؟

- د دولت او جنگيالو ترمينځ د سولې او پخلاينې بحث
- شپږ کاله وروسته، امريکا په افغانستان کې

- پارلمان، قانون تشکيلات اساسى دولت را سنت ميکند!