رسیدن به آسمایی:12.2007 .31 ؛ تاریخ نشر در آسمایی :12.2007 .31

محمدآصف ننگ، پكتيكا

 

د بې نظير بوټو مرگ

او د پاكستان د سياسي ركود بحث

 

لومړۍ برخه (۱)

د پاكستان د سياسي وضعيت په اړه، مې د را پيل شوي تحليل درې برخې خپرې او په هغه ځاى كې مې وقفه وكړه چې جنرال پرويز مشرف په نومبر كې بېړني حالت اعلام وكړ.

په دې مبحث كې غواړم نيغ په نيغه د بې نظير بوټو پر روڼ سياسي ژوند او تور مبهم مرگ رڼا واچوم.

بې نظېر بوټو څوك وه؟

د سند د يوه فيوډال جاگير، ذوالفقار على بوټو لور په كال ۱۹۵۳ كې د كراچۍپه ښار كې نړۍ ته سترگې پرانيستې، بې نظير بوټو په وړكتوب كې د خپل پلار په اكثرو مجلسونو كې كېناسته او د دوى له محفل څخه پرې سياسي پېريان ناست و. بې نظير بوټو خپلې لوړې زدكړې د ۱۹۶۹ او ۱۹۷۷ ترمينځ د فلسفې، سياسي او ټولنيزو علومو په برخه كې د انگلستان د اكسفورډ او د امريكا د هارورډ په پوهنتونونو كې بشپړې كړې.

د بې نظير بوټو پلار، ذوالفقار على بوټو په كال ۱۹۶۰كې د پاكستان د خلك گوند، Pakistan People Party (PPP) تاسيس کړ.

د بنگلاديش په قتل عامونو كې ذوالفقار على بوټو پړ گڼل شوى و، له همدې امله د یو انفرادی قتل په تور، په كال ۱۹۷۷كې د جنرال ضياءالحق د واك په دوران كې د پنجاب اډياله جيل ته وغورځول شو، وروسته له دو كلونو بند، په كال ۱۹۷۹ كې د شپې په نيمايي كې په داسې حال په دار وځړول شو چې په افغانستان كې تازه په تازه د كمونيستي خلقيانو كودتاه يو مشروع جمهوري نظام راوغورځاوه او پرځاى يې يو انسان وژونكى، وطن پلورونكى، جابر او خونخوار نظام د شوروي اتحاد د يولك شپيته زرو عسكرو په مټ واك ته ورسيد.

د بې نظير بوټو دوه ځوان وروڼه مرتضى بوټو او شهنواز بوټو په مرموزه مرگه له لاسه وركړل، د دې مور، نصرت بوټو په سياست ډېره نه پوهيده، د خپل پلار په مرگ پسې د لور او مور ترمينځ مقاطعه د يو بل د نه ليدو تر حده وپالل شو. د دې خفگان لوى لامل د مېړه د ملكيتونو، د گوند د ميراثونو او رهبرۍ په سر و. د بې نظير بوټو يوه خور صنم بوټو هم يوه نامطرح څېره ده، ويل كيږي چې بې نظير بوټو د خپل پلار په څېر د قدرت په حرص كې تر پايه ونه غوښتل چې دخپلې كورنۍ هيڅ غړي ته مخه وركړې، عمده ويره يې دا وه چې گواكې كه د كورنۍ كوم غړى يې رامطرح شي، نو په هغه صورت كې به د گوند زعامت ته د دوى نفوذ راوغزيږي.

له ۱۹۶۹څخه تر ۱۹۷۷ پورې يې خپلې لوړې زده كړې

بې نظير بوټو په كال ۱۹۸۴ كې وروسته له پنځه كلن بند، د جنرال ضياء الحق په دستور راخلاصه شوه. هغه په زندان کې وه چې پلار یې پانسۍ شو. له خلاصون وروسته نېغ په نېغه برتانيا ته تبعید او دوه كال همالته ديره شوه. په كال ۱۹۸۶ كې یو ځل بیا د جنرال ضیاالحق په بلنې خپل هيواد ته راستنه او په سياسي مبارزې يې پيل وكړ.

په ۱۹۸۷كې له يوه غير سياسي فيوډال آصف على زردارى سره په خپل ټاټوبې (د لړكانه سيمې د گړې خدابخش په كلې كې) سياسي واده وكړ. د دلاور، بختاور او آصفه په نامه اولادونه ترينه زيږيدلې.

په كال ۱۹۸۸ كې د جنرال له مرگ وروسته بې نظير بوټو د ميليونونو سنديانو او پنجابيانو د رايو په نتيجه كې صدراعظمه شوه، تر دوه كلونو وروسته په كال ۱۹۹۰ كې یی انتخابات وبايلل او د جمهور رِِييس غلام اسحاق خان لخوا د درغلیو په پلمه له واک وغورڅیده.

په كال ۱۹۹۳ كې د عمومي ټاكنو له مخې بيا صدراعظمه شوه خو د رسمې دورې له بشپړيدو د مخه په كال ۱۹۹۶كې په هماغه پخوانيو تورونو د وخت د جمهور ريیس فاروق لغاری له لوري د بډو، درغلیو او له واک څخه د ګوند او کورنئ په ګټه د سوء استفادی په تور بيرته ترينه واك واخيستل شو.

د بې نظير بوټو ميړه، آصف على زردارى، د خپلې ميرمن د واك له اقتصادي منابعو نه په ناوړه استفادې متهم او جيل ته وغورځول شو. ده او پلار یې اته كاله يې په زندان كې تير كړل او د ميليونونو كلدارو مالي ضمانت په وركړې په کال ۲۰۰۴کې بيرته خلاص شول.

د افغانستان په تاريخ كې د بې نظير بوټو د دويم حكومت دوره، يوه تر ټولو بده او ستوغه دوره وه، په همدې دورې كې د طالبانو د غورڅنگ هسته كېښودل شوه، د افغانستان د ملي پوځ هسته په همدې دورې كې سره وپاشل شوه او د همدې كلونو په دوران كې افغانستان د سترو نړيوالو كمپنيو د تاخت او تاز ميدان وگرځيد.

په كال ۱۹۹۹كې د نواز شريف پر حكومت د جنرال مشرف لخوا سپينه كودتا وشوه، له كودتا وروسته بې نظير بوټو او نواز شريف تبعيد او جلاوطنۍ ته اړ شول. د جلاوطنۍ اته كلونه يې د دوبۍ او لندن تر مينځ واړول، په ۲۰۰۵كې يې د انگريزانو او د متحده عرب اماراتو د واكمنو په وساطت له جنرال مشرف سره پټې خبرې پيل او په پايله كې د ۲۰۰۷كال د اكتوبر په ۱۸مې نېټې بيرته هيواد ته راستنه شوه. په پيل كې دا گونگسې وې چې له مشرف سره به د واك په تقسيم كې برخه واخلې خو د گوند پلويانو يې نظر وربدل كړ. ځكه نو د ده او جنرال مشرف ترمينځ پټ ډيالوگ د نژدې والې پر ځاى د دواړو ترمينځ د ټكر او ليرتوب باعث شو.

بې نظير بوټو پاكستان ته په راسيدو، د دوه چاودنو په استقبال كې چې قابو ۱۵۰ كسان يې له كومې ويستل، د كراچې له هوايي ډگر څخه د سند په لور روانه شوه.

د پوځ له لورې دوه ځلې په خپل كور كې كلابند شوه، پوځ ويل چې ژوند يې له گواښ سره مخامخ دى، ځكه يې د خپل پلويانو غونډې ته نه ورپرېښوده.

په پام كې وه چې د ((شرق لور)) د راتلونكي ۲۰۰۸كال د جنورۍ په ۸مه، په عمومي ټولټاكنو كې ځان كانديد كړي. د همدې انتخابي مبارزي په منډو ترړو كې، بالاخره د ۲۰۰۷كال د دسمبر په ۲۷ چې د ۱۳۸۶كال د جدې له ۶مې نېټې سره سمون خوري، د پنجاب د راولپنډۍ ښار په لياقت باغ كې د يوې ترهگرې حملې او فيرونو په نتيجه كې ووژل شوه. په همدې باغ كې د پاكستان د وخت ځواكمن، لياقت على خان هم خپل سر وركړ او د يوه تن انتقامي سړي له لورې د تمانچې پر ډزو وويشتل شو.

بې نظير بوټو په داسې حال كې له نړۍ رخصت شوه، چې څو ساعت وړاندې يې د افغانستان له ولسمشر حامد كرزي سره د يوه سوكاله افغانستان او پاكستان هيله له يوه بل سره تبادله كړه. د بې نظير بوټو د مرگ ورځ د مرغومې له شپژمې سره سمون خوري په همدې ورځ د شوروي اتحاد متجاوزو ځواكونو پر افغانستان حمله وكړه او كمونيستي لاسپوڅو د بدبخته كودتا شوم دوران، پيل شو. په همداسې يوه مناسبت د بوټو د كورنۍ لومړي سړى او وروستۍ ښځې د سياسي لوبو څه كم نيم قرن (۴۷ كلونه) بشپړ كړل. يو پلار په سياست كې د روسي يرغل له پيل سره سر وخووړ او يوې لور د سياسي مبارزې او واك ته د رسيدو په شيبو كې بس يواځې لس ورځې د مخه د ۵۴كلونو په عمر خپل سر له لاسه وركړ.