رسیدن به آسمایی: 12.09.2007 ؛ تاریخ نشر در آسمایی : 12.09.2007

محمدآصف ننگ، پكتيكا

شپږ کاله وروسته، امريکا په افغانستان کې

د اور لمبې، انتقامونه او بې پاېله جگړې

د سپتمبر د يوولسمې حادثې د يادونې په بهانه

د سپتمبر يوولسمه د امريكا په تاريخ كې تر ټولو توره ورځ بلل كيږي. دې حادثې امريكا ته ډېر كلك ټكان وركړ. پېښه كه هرڅنگه وه خو د قوت او نوعيت له پلوه ډېره لويه وه، دې پېښې مخكې له دې چې نړۍ ته تغيير او بدلون وركړي تر هغه زيات يې په امريکا کې د خلكو په افكارو او له امريکا څخه د باندې يې د حكومتونو پر پاليسيو، پر منل شويو مفاهيمو او په نړيواله کچه يې د عامو بې وزله وگړو پر روان تاثير وغورځاوه.

اوس له دې حادثې شپږ كاله اوړي او پدې شپږو كلونو كې عمده تغييرات رامنځته شوي چې كه د ټولو تفصيل ضروري نه وي نو د ځينو بدلونونو او مولودونو يادونه اړينه برېښې.

امريکا او افغانستان

که د افغانستان او امريکا د اړيکو اوږد تاريخ ته ورکوز نشو، نو امريکا يواځي د ١٣٤٠ کلونو ترمينځ له افغانستان سره يو لړ اقتصادي اړيکې پيل کړې، د هلمند د سترې پروژې، د نفت او نورو معادنو د تفحصاتو يو څو نيمگړې پروژې او د حبيبې د ليسې ودانول د يادونې وړ دي، خو له هغه وروسته په خاصه توگه د شوروي تر يرغل وروسته او آن تر نن ورځ پورې د افغانستان او امريکا اړيکې په فرکسيوني ډول يواځي په نظامي برخه کې محدودې پاتې دي، د جهاد ملاتړ يوه نظام پروژه وه، له طالبانو سره تماس پر نظامي محور راڅرخيده په همدې توگه د سپتمبر له پېښې وروسته امريكا دلته دخپلو دښمنانو په تعقيب پسې راووته او ناچاره وه چې د خپلو دښمنانو په خلاف جگړه او له هغوى څخه انتقام په افغانستان كې واخلي. امريكايي چارواكې پدې آند و، كه چېرې موږ دغه جگړه په افغانستان كې پر مخ يو نه سو، نو هغوى به خپله جگړه په امريكا كې نوره هم وغزوي او دا جگړې به په امريکا کې وي. ښايي د افغانستان خاوره وروسته له ۳۰ كلونو جگړو لا هم ديته ډېره مساعده وي چې پكې مختلف فريقونه (په ملي، منطقوي او بين المللي کچه) كولى شي خپل آسونه وزغلوي او دلته د اور او باروتو لوبه گرمه وساتي، كيداى شي مبالغه به نه وي چې د سپتمبر له پېښو وروسته په پيل كې دا مفكوره او اراده له بهرنيو ځواكونو سره نه وه چې دلته يو مستحكم او با ثباته حكومت تاسيس او يو مطمین وضعيت د جنگ ځپلې ملت لپاره ټېنگ شي. خو د همدې ارادې باوجود افغانستان وکولى شو له حالاتو څخه د ځان په گټه ښه استفاده وکړي. افغانستان د سپتمبر له پېښو وروسته په شپږ کلن مزل کې وکولى شو چې په نړيوالې ټولنې کې خپل ځاى ناستى بيا ومومي، د نړيوالې ټولنې هر اړخيزه مرستې راجلب کړې، د بيارغاونې، دولت جوړونې، د کورنۍ جگړې پاى، د نسبي سولې او استقرار ټېنگښت او تر يوه حده د ظرفيت جوړونې کارونه پر مخ بوزي. که چېرې په دوو بدو حالاتو کې افغانستان له عراق سره پرتله کړو، نو يقيناً چې افغانانو د نړيوالو ځواکونو په شتون کې ډېر څه ترلاسه کړې دي. او که دغه وضعيت نه واى راغلى او افغانستان د نړيوالې پاملرنې وړ نه واى گرځيدلى نو خداى خبر چې زموږ هيوادوالو به په کومو شرايطو کې او د کوم گاوڼدي هيواد تر اثر لاندې ژوند کاوه.

امريکا او د افغانستان گاونډيان !

ښايي له عراق وروسته افغانستان هم په هغه سيمې کې واقع وي چې که پخوا يې د امريکا لپاره د استراتيژيکو دوستانو د هيوادونو حيثيت درلود، اما د سپتمبر په شپږم کال داسې برېښې چې د ((شانگهاى)) پراخيدونکې لمن، د ايران، پاکستان، روسې، ازبکستان، تاجکستان او ترکمنستان تر پولو پورې د غزيدو په لور دى. په ((سارک)) کې د افغانستان غړيتوب او په شانگهاى کې يې د ادارې کميټې په کچه گډون، هغه څه دې چې د غرب له نظره، کيداى شي په يوه زماني مقطع کې افغانستان د غربي مرستو له کمښت سره داسې مخامخ شي چې بيا به له ناچارۍ پدې سازمانونو کې غړيتوب ورته حتمي وي.

د ايران سياست د اتومي دوسيې له مخې، د روسي سياست د ايران د ملاتړ له امله او د پاکستان سياست د جورج واشنگتن پوهنتون له هغه ريپوټ او د امريکا ولسمشرۍ ته کانديد، باريک اوباما له اظهاراتو وروسته چې ويلې و: که جمهور ریيس شي نو پر پاکستان به حمله وکړي او... ډېر تغيير خوړلى.

امريکا پوهيږي چې پاکستان په موجوده دوستۍ او معاملاتو کې ورسره چل ول کوي او د رښتنوالۍ پر ځاى ورته تر ډېره حده د بلاربې غوا په سترگه گوري. پاکستان که په يوه مخ د افغانستان له حکومت سره رسمي غاړه کړي، نو په بل مخ له طالبانو او نورو هغو وسلوالو ډلو سره چې د افغانستان له حکومت سره په جگړې بوختې دې، د هغوى مرسته هم کوي. د وسله والو مخالفينو په آډو کې د ايراني، روسي او چينايي مينونو او وسلو موندل کيدل، د ځانمرگو بريد کونکو روزنځايونه او... دا ټول هغه مسايل دي چې امريکايي چارواکې يې ديته اړ کړل چې د کمپ ديفيد په وروستى ناستې کې يې له افغان ولسمشر سره د يوه ستر تشويش په توگه مطرح کړي.

ښايي د ملي جبهي په ملاتړ کې د ترکې، تاجکستان او په نېغه د روسې آوازې هم بې څه نه وي. خو په ټوله کې د امريکايي څېړونکو دا تحليل پر ځاى ده چې وايي: د افغانستان په شاوخوا کې داسې هيوادونه پراته دې چې د امريکا اوږمهاله شتون ته په ښه سترگه نه گوري.

له القاعدې سره جنگ: څنگه بن لادن په بن لادنيزم بدل شو؟

پدې کې شک نشته چې د امريکا له خوا د سپتمبر په انتقام کې عين هغه روش انتخاب شو کوم چې ترهگرو ورخپل کړې و، د خشونت ځواب په خشونت.

جورج بوش داسې انگيرله چې کيداى شي د جگړې له لارې په ډېرې چابکۍ سره خپل هدف ته ورسيږي، خو داسې ونشول. د امريکايانو په اړه ويل کيږي چې دوى هدف ته د رسيدو تر ټولو حکيمانه لارې نه بلکې تر ټولو لنډې لارې ورخپلوي، چې پاېله يې هغسې نه راوځي څنگه چې دوى هيله کوي. کيداى شي دا به په لومړې سر کې د امريکا لپاره اړينه وه چې خپل سيال د اور او باروتو له لارې رانسکور کړې، خو يقيناً چې د جگړو بې احتياطه او غير ضروري تسلسل او دوام يوه عکس العملي او يوه بله انتقامي جبهه رامينځته کړه.

له تروريزم سره په جگړې کې هغه څه چې له ياده وتلې و، هغه پخپله د تروريزم تعريفول و، دا دى اوس چې شپږ کاله د سپتمبر له حادثې اوړې، لاهم د تروريزم لپاره يو موحد او منلى شوى تعريف نشته. د تروريزم نه تعريفيدل، او د آټکلونو او بدگمانيو له مخې له هر هغه چا سره په مشوکه کيدل چې پر غرب او امريکا اعتراض کوي، د دې باعث شوي چې د تروريستانو ليکه ډېره اوږده، څو اړخيزه او پراخه وساتې. پدې توگه موږ وينو چې د يوې وړې ډلگې ((القاعده)) سره جنگ، د يوه شخص له حده واوښت او پر يوه مکتب ((بن لادنيزم)) بدل شو. دليل يې دا دى چې په روان جنگ او انتقام کې د مرض علاج نه، بلکې د مريض علاج کيږي. بل دليل دا دى چې پدې دوو متضادو ټکرونو کې هر طرف هم مدعي دى او هم قاضي!! د دواړو خواوو عدالتخانې د دوى خپلې دي، د حکم د صحت لپاره معيار هم دوى پخپله ټاکي. دريم دليل دا دى چې که دا جنگ له تروريزم سره قابل د توجيه وي، نو په افغانستان کې به قابل توجيه وي، خو په عراق کې قابل توجيه نه دى. د عربي نړۍ په خاصه توگه د لبنان، سورې، سوډان او فلسطين په اړه د امريکا مشميزه دريځ هغه څه دي چې په اسلامي هيوادو کې يې د اسامه پلويان په بن لادنيزم راټول کړي. هلته د پاڅون غوښتونکو ناراضو ډلو تر څنگ، اوس سوکه سوکه حکومتونه هم په يو داسې لين کې درولې چې نور يې د امريکا تر څنگ د دريدو حوصله درينه اخيستې. همدا او ځينې نور واړه جزیيات دي چې که راټول شي، نو په طبيعي توگه د القاعدې شعاري قاعده نوره هم عريضه کولى شي.

د ناتمام جنگ تداوم

د دواړو اړخونو لپاره روان جنگ، يو ډول تيوريک جنگ دى، يو طرف روان جنگ ((له شيطان سره جهاد)) بولې او بله خوا له ((تروريزم او شر سره جنگ)) د نړۍ د نجات جنگ طرحه بولې. که يو طرف له شر څخه د نړۍ د خلاصون په تکل تر ټولو زياته اتکا پر جنگ او باروتو کوي، نو په عين باور د دوى مقابل طرف داسې ډلگۍ ده چې جنگ ورته يو مقدس ماموريت دى داسې ماموريتچې تر قيامت پورې به جاري وي ((الجهاد ماض الى يوم القيامه))... آيا دغه دوه متضاد جنگياليان کولى شي نړۍ او افغانستان ته هغه ارمغان راوړي، کوم چې د سالم انساني ژوند له غوښتنو سره څنگ لگوي؟ آيا دغه جگړې کوم طرف ته بريا راوړلى شي؟ آيا سوله يواځې د جگړو له لارې ممکنه ده؟

افغان ولسمشر وروسته له شپږو کلونو ډېر ستومانه شوى، هغه واقعيتونه چې تر پرون يې په پټه خوله زغمل، اوس ورته درانه شوي او د زغم ملا يې ورماتوی. افغان ولسمشر پوهيږي چې په هيواد کې روان کړکيچ د جگړو له تداوم سره لا پسې پراخيږي او که اوس يې چاره په سولې، جرگو او پخلاينې ونشي نو بيا به ډېر ناوخت وي. که په تېرو شپږو کلونو کې د بهرنيو ځواکونو د نظامي مصارفو لسمه برخه مصارف (په کال کې ٨٢ مليارد ډالره) د افغانستان د اجتماعي اقتصادي د فلاح او بهبود لپاره مصرف شوي واى نو يقيناً چې په افغانستان کې به د وينو پر ځاى اوس هره خوا سوکالې، سرور، ترقي او سکون قايم واى. افغانان سخت سولې ته ليوال دي او د سولې او ترقۍ په خاطر جايز تاوان ته غاړه هم ږدي.

د ((بن)) له تړون ((شپږ کاله وروسته))

د شمال او جنوب توپير: د بن له تړون وروسته په ملي او بين المللي کچه افغانستان له خلکو سره دوه گونۍ چلند وشو، دبهرنيو ځواکونو افکار په جدې توگه له هغو افکارو او تبليغاتو متاثره شول چې ويل به يې د افغانستان جنوب د دښمنانو (!) ټېکانه او برعکس ټول شمال د دوستانو لاين دى.

د همداسې معيارونو له مخې د زمري سهم په بن کې د شمال ټلوالې ته وسپارل شو او لاهم دغه سهم هغه گروپ ته ورکول کيږي چا چې د کورنيو جگړو په عصر کې د افغانانو په زړونو داغونه اېښې و. يوه زمانه همداسې راغله چې د طالبانو د امارت لمن ورټوله شوه، کابل د داسې وسله والو گروپونو لخوا ونيول شو، کومو چې د غرب د اعتماد طرف گرځيدلې وو، دغو ډلگيو د خپل ايثار (!) په بدل کې سهم او مناصفه غوښته، ځکه ورته لويه برخه ورکړل شوه. په همدې توگه د بېا رغاونې لپاره موسساتي مرستې په سيستماتيک او پلان شوي توگه له نيم افغانستان څخه وسپمول شوي او برعکس پر پاتې نيم وطن کې هم بېارغاونه پيل شوه، هم معارف او هم بشري پرمختگ. ځکه خو په افغانستان کې روان بحران هغه حد ته وغزيد چې د بن له تړون يو کال وروسته که په جنوب کې د (سره خط) ايکي يواځې يو ولايت و، خو اوس وروسته له شپږو کلونو دغه شمېره تر لسو ولايتونو پورې ورسيده، اوس په شمال کې څو داسې ولايتونه دي چې د عهد او ميثاق له پلوه، هغه وفادارۍ چې ملي جبهې او واکمنو قوماندانانو ته لري، هغومره يې مرکزي حکومت او جمهوري نظام ته نلري. د شمال د څو ولايتونو گمرکي عوايد، د هماغو ولايتونو د زورواکانو تر مينځ تقسيم کيږي، پداسې حال کې چې د دولت خزانې ته دجنوبي ولايتونو عوايد او ماليات په ښه توگه رسيږي. په تيرو شپږو کلونو کې د نيم افغانستان ځوانان، پېغلې او ماشومان له جگړو، مرگ، بيکاري او سرگردانى سره داسې مخامخ دي چې ډېر کم ځوانان يې تر پوهنتونو پورې را رسيږي. همداسې ضعيف سهم په حکومت او همداسې ضعيف سهم په نورو ټولو مسايلو کې د دې باعث شوى چې د خلکو او حکومت تر مينځ خوابدۍ د هرې ورځې او هر کال په تيريدو سره زياتيږي.

متاسفانه د بن تړون که ډېرې ښېگڼې له ځان سره درلودې، خو تر ټولو ستره بدې دا وه چې عدالت يې د څو ټوپکي ډلو په پښو کې ذبح کړ، دا هغه څه دې چې په افغانستان کې يې د بشري حقونو په اړه موجوده خوشبينۍ يې په بدگمانۍ بدله کړه. د بن د تړون شپږ کلنه ثمره ښې چې دوه سترې خلاوي يې درلودې، د عدالت تاخيرول او د حکومت په جوړښت کې يې د ملې ونډې پر ځاى گوندې ونډه پر ولس تحميل کړه.

د کوکنارو کروندې او د اپيمو بازار

په تيرو شپږو کلونو کې د کوکنارو په کر کلې کې په مسلسله توگه زياتوالى راغلى، د کوکنارو د پراختيا ترڅنگ د نړيوالو مافياوو له برکته په نړۍ کې د اپيمو بازار هم رونق درلودلى. عجيبه دا ده چې د کوکنار د نابودۍ لپاره هر ځل پر افغان بزگر فشار راځي خو د اپيمو پر مافياوو باندې ډېر قيودات نشته. سوال دا دى چې بزگران خو کوکنار کري خو هغه کيمياوي ترکيب چې کوکنار پر اپيمو بدلوي په افغانستان کې نشته، نو له کومه راځي؟ د کوکنارو بزگر خو د اپيمو په ترافيک کې برخه نلري، نو بيا دا څوک دي چې په اسانۍ سره کولى شي د نړۍ ګوټ ګوټ ته آن د اروپا او امريکا بازارونو ته تيار شوي اپيم ورسوي؟

که ومنو چې مخدره مواد او تروريزم د بشريت برابر دښمنان او د بشر لپاره برابر ګواښ دى نو ولې يې په نابودولو کې د ٣٧ هيوادونو لخوا گډه ستراتيژي، گډ مصرف او گډه مبارزه پر مخ نه بيول کيږي؟

که د کوکنارو ختمول د نړيوالې ټولنې لپاره مهم واى نو يقيناً چې د بديل معيشت په برخه کې به يې افغان بزگرانو ته د عادي ژوند د شرايطو، زراعتي مارکيټ، دهقاني کوپراتيفونه، اصلاح شوي تخمونه، دهقاني روزنه، وسايل او د ميکانيزه زراعت فرصتونه مهيا کړي واى. د يو منلى شوي واقعيت دى چې تر څو پورې د اپيمو بازار گرم وي، مافيايي ډلې کولى شي هغوى ته سپلايي وکړي او د افغانستان کوکنارو ته اوبه ورسوي. پدې قمار کې افغان بزگر د څو انتخابونو تر مينځ مجبور دى هغه بديل انتخاب کړې چې د ده گټه يې د لاس او خولو ترمينځ تضمين کړې، ځکه نو د کوکنارو کر کلى د اپيمو په بازار پورې تړلى شوى او چې دا تړون وي نو غبرگې غبرگې گټې به قاچاقبران او صرف يو بنډل گټې به بزگران ټولوي.

د مخالفو وسلوالو عددي او عملي پراختيا

غربي نړۍ له بنياده په څو مختلفو مرحلو کې له افغانستان سره جفاکاره سياستونه پر مخ بيول:

- د داودخان مرحوم يواځي او مجبوره پريېښودل، چې په پاېله کې هغه د شوروي اتحاد خواست ته په گوڼدو کښېناست.

- د شوروي اتحاد د يرغل په کلونو کې غربي بلاک په افغانستان کې د سولې، خبرو اترو، ديالوگ او د جگړو د بندولو لپاره هيڅ عملي طرحه ونه نيوله، ځکه خو له شوروي اتحاد سره جنگ دومره اوږد شو چې په سلهاو زره افغانان پکې معيوبان، شهيدان او د وطن بيخ او بنياد پکې دړې وړې شو.

- د نجيب له سقوط وروسته په دوامداره توگه يعنې پوره لس کاله افغانستان له پامه وغورځيد. په نتيجه کې د ټوپکمارو ډلو ترمينځ کورنيو جگړو دوام وموند، پدې جگړو کې افغانستان د تعصبونو شومه څپه هم ورخپله کړه، قومي، ژبني، مذهبي او سيمه ييز حساسيتونه دهمدې يوې لسيزې تر ټولو خبيثه ثمره ده چې تر نن پورې يې اغيزه په هرې فرضيې او هرې محاسبې کې موجوده ده.

- بيا د سپتمبر له يوولسمې وروسته غرب د ناسمو سياستونو، له انتقام ډک احساس او بشپړ غضب په مټ افغانستان ته راوالوت، د هغوى غضب دومره عميق و چې زموږ د وطن هر عام وگړى ورته د دښمن ورور او خپلوان ښکاره کيده، ځکه يې په بې رحمۍ، قساوت او غضبي انداز دلته خپل کار زار پر مخ بوت.

په تېرو شپږو کلونو کې د نړيوال ایتلاف تر ټولو غټه سهوه دا وه چې دوى په داسې وخت کې له افغانستان څخه عراق ته ودانگل چې دلته له د نظام جوړوني پروسه ډېره خامه، ابتدايي او سسته وه. بل دا چې دوى گومان کاوه چې خپل دښمن يې له پښو راغورځولى او کيسه يې ختمه ده، ځکه يې له پاتي وړو او خورو ډلگيو سره د پخلايني او آشتي لاره ونه نيوله، د هغوى لپاره يې پرته له مقاومت نورې ټولې لارې وتړلې چې پايله يې بالاخره د هغوى دخورو ورو ډلگيو ترمينځ د يوځاى کيدو او مقاومت ته دوام ورکول شول.

که دا ځل غرب له دقت او حکمت کار وانخلې او د افغانستان د ثبات لپاره واقعي او گړندى چاره ونکړي او دغه موجوده فرصت درک نکړي نو امکان لري چې دا ځل به د غرب اشتباه يواځې افغانان نه، بلکې په نېغه به غرب په غرب کې له هغه بلا سره مخامخ وي چې بلاربه شوي په افغانستان کې وي خو بچې به هلته وزيږوي.

NGO ايزم او ادارې فساد

د غربي ملگرو او ملاتړو يو بله تر ټولو ستره سهوه دا وه چې هغوى د بن د تړون له مخې د جوړ شوي حکومت ملا ډېره سسته وتړله، البته پدې بهانې چې په حکومت کې ظرفيت نشته، نو ٨٥% مرستې يې په نېغه د نادولتي، بې بنياده، تقلبي او مداري موسسات له لارې پيل کړې. که غرب غوښتې واي نو کولى يې شوى چې همدا په اصطلاح موسساتي ظرفيت په حکومت کې را غونډ کړي اما بر عکس هغوى حکومت بې واکه، ضعيف، بې صلاحيته او ناتوان پرېښود. پر حکومت يې اعتماد نه درلود، نه د ملي اردو او پوليسو ځواک ته پاملرنه وشوه، نه د مسلکي کدرونو جلب او جذب ته. دغه لړۍ د لندن تر تړون پورې دوام وکړ، بس ايله په ايله د لندن په کنفرانس کې نړيوالې ټولنې ومنله چې نيم په نيم مرسته به حکومت ته او پاتې به انجيو گانو ته ورکوي. که څېر شو او بې انصافي ونشي نو د همدې سياست په نتيجه کې افغاني او نړيوالو موسساتو وکولى شو د همدې مرستو په مټ څو نوې پديدې غښتلې کړي:

اخلاقي فساد، بې بندو باري، ډالري معاشونه، د نامحرمو معاشرت، د حکومت راکد پاتې کيدل، اداري فساد، له مديريتي موقعيتونو څخه ناوړه استفادې، د ثروت ناعادلانه وېښ، طبقاتي ژوند، د نرخونو لوړوالى، د فيشني توکو رونق، فخر فروشي، د قانون او قانونيت بې اهميت پاتي کيدل، د ضوابطو پر ځاى د روابطو پالنه او...

د آزاد اقتصاد په اوج کې:

د بن له تړون وروسته په افغانستان کې د آزاد بازار په بهانه د اقتصاد او پلانگزارى سر خلاص پاتي پرېښودل شو. هر چا هر ډول متاع مارکيټ ته راکوزه کړه او د نرخونو کنترول يې خصوصي متشبث ته پرېښود، د گمرکونو کنترول او د گمرکي سياستونو لمن ورټوله شوه. د آزاد بازار د اصولو د رعايت په پلمه دولت د صنعتي سکتور له حمايې او ملاتړ څخه مټ خالې کړه او هرڅه آزاد رقابت، عرضه او طلب ته پرېښودل. دغه سياست د بنيادي پانگوني فرصت له پانگوالو څخه واخيست چې په نتيجه کې يې صنعت په تش ميدان پاتي شو او د بې کيفيت مالونو تجارت ښه رونق وموند. د احصايي له مخې په تېرو شپږو کلونو کې افغان پانگوالو ٦ ځلې له صنعتي پانگونې څخه د تجارت لور راتښتيدلى دى. که دغه تسلسل څو کاله نور هم دوام ومومي او دولت د اجتماعي عدالت له پلې کيدو څخه عاجز پاتې شي نو يو داسې کپيټاليستي ظالم اقتصاد به حاکم شي چې د طبقاتي ويش له مخې به يواځي دوه طبقې په صحنې کې پاتې شي ((ډېر امير او ډېر فقير)) متوسطه طبقه به نه وي. چې دا ښه تسلسل نه دى او بايد چاره يې وشي.

د عدالت ځنډول:

د بن د تړون له مخې ((عدالت)) د ((امنيت)) قرباني شو. د نړيوالې ټولنې د محاسباتو له مخې په يوه زماني مقطع کې حکومتونه ناچار دې چې د عمومي مصلحتونو لپاره يو لړ قربانۍ ورکړي. د سپتمبر له پېښو وروسته کله چې په افغانستان کې د حکومت جوړولو پروسه پېل شوه نو په سياسي صحنې کې يو لړ متضادې وسلوالې او ځواکمنې ډلې موجود وي. نړيواله ټولنه مجبور وه چې د حکومت جوړونې په پروسې کې فعاله ونډه واخلې، البته دوى ديته هم مجبور ول چې له همدې ډلو او د هماغه وخت له وقعيتونو سره سم، داسې حکومت جوړ کړې چې د ډېره حده پکې ((سياسي قدرت)) او ((مردمي قدرت)) په يوه معادله کې سره راجمع کړى شي. يوې خوا ته که د ديموکراسۍ د پلې کيدو خواست و نو هلته ((خلک)) مطرح وو او بلخوا هغه وسلواله گروپونه او گوندونه و چې د طالب په وړاندې يې مقاومت کړې و او د هغوى په شړلو کې يې پراخه برخه درلودله، ځکه نو ممکنه نه وه چې هغوي ته د کړيو خدماتو او زحمتونو پاس نه واى ورکړل شوى. د همدې دواړو تر مينځ د تلفيق لپاره په بن کې زيار ويستل شو تر څو داسې يو حليم او با حوصلې زعيم وټاکل شي چې هم د دې متضادو ډلو ترمينځ تعادل او توازن بر قراره وساتي او هم د ديموکراسۍ له غوښتنو سره سم د خلکو د آواز او غوښتنو پاس وساتلى شي.

که د بن په لومړې مرحلې کې د عدالت تاخيرول يو ضرورت و او ملت هم دغه ضرورت درک کړ او غاړه يې ورته کيښوده، خو په وروستۍ مرحلې کې د ((انتقالي عدالت)) له مخې د بشري حقونو رعايت شوى واى او هر هغه متخلف چې په جرايمو کې يې له بن وروسته هم نقش درلودبايد محاکمه شوي واى، چې متاسفانه له هغوى سره ډېره مضره ((مراوده)) وشوه او دغه مراوده لاهم روانه ده، چې په پايله کې يې د ولس له نظره د قانون، عدالت او اجرایيه قوى د واک حيثيت تر سوال لاندې راوړى او په ډېرې چابکى سره ملت له نظام سره فاصله نيسي.

د جبهو او فرکسيونونو بازار:

د جبهو او فرکسيونونو بازار هغه وخت ډېر گرم شو، کله چې په عوامو کې د عدالت غوښتنې او د قانون د تطبيق آواز پراخ شو. د بشر د حقوقو کميسيونونو په مسلسل ډول څو کاله صبر وکړ، دوى حتى انتقالي عدالت ته هم ونه کتل او د مسلطو زورواکو ډلو له ويرې او يا هم د هغوى د خاطردارۍ له مخې او يا هم کيداى شي د عامه مصلحت د پاسدارۍ په خاطر يې د هغوى په اړه خپل آواز نه پورته کاوه، خو کله چې د بشري حقونو د خپلواک کميسيون له لورې د تخلفاتو او جرمونو پرده پورته شوه، په مقابل کې يې عکس العمل وښودل شو. د دغو عکس العملونو لومړۍ څپه د ولسي جرگې ((ملي مصالحې او عمومي عفوي د منشور)) طرح او پاس کيدل او بله څپه يې د ((ملي جبهي)) تاسيس و چې تر ډېره حده يې بيا هم مهم غړي له ولسي جرگې څخه سر راپورته کړ. دغه دواړه څپې د دې باعث شوي چې په ملي او بين المللي کچه ریيس جمهور له نوي چلنجونو سره مخامخ کړي، يوې خوا ته د خلکو او هم د نړيوالو هغه غوښتنه وه چې د انتقالي عدالت له مخې بايد مجرمين مجازات شوي واى او بلخوا په ملي جبهي کې را غونډ شويو څېرو غوښتل پر حکومت سياسي فشار راوړي او هم د بشري حقونو د خپلواک کميسيون په وړاندې اعتراض وښايي.

د تکنوکراتانو مجدد فرار: له زورواکو سره وخت نه تيريږي

که له يوې خوا د عامه مصلحت او امنيت لپاره د ټوپکي گروپونو راضي ساتل ضروري و، نو له بلې خوا د همدې گروپونو موجوديت او وسله وال پاتې کيدل د ډېرو جرمونو، تخلفاتو، اختلاسونو، شوکو او ... سبب هم شوي. په تيرو شپږو کلونو کې ډېر داسې پانگوال او ملي تاجران و چې اوس له هيواد څخه وتلې دي، ډېر داسې کادرونه و چې له بهرنيو هيوادونو، هيواد ته د خدمت په نيت راستانه شوي و، خو په هيواد کې د دغو زورواکو، بې تحصيله او قانون ماتوونکو ډلگيو د نه اصلاح کيدونکو اعمالو په نتيجه کې يو شمېر تکنوکراتان، تحصيلکرده او متخصص کادرونه ستومانه شول. دوى باور درلود چې گزاره به ورسره وکړى شي خو اوس چې گوري بيرته د خپل سفر تياريانې نيسي. د همدغو تکنوکراتانو په آند د دولت مخالف وسله وال ځواکونه که د دولت په وړاندې گواښ دي نو په نظام کې د ننه د بښل شويو او امتياز خورو ټوپکوالو او د هغوى د منفي کرکترونو له امله چې په تيرو شپږو کلونو کې د دولت حيثيت ته په ملي او بين المللي کچې کومه مادي او معنوي صدمه او زيان رسيدلى هغه په هيڅ توگه د مخالفو وسله والو تر زيان کمه نه ده.

که له يوې خوا د همدې ټوپکوالو ډلو د راضي ساتلو لپاره په ميليونونو ډالر مصرف شول او په هر مهم قرارداد کې يې خپل ونډه تر لاسه کړې، نو له بلې خوا په نړيوالې ټولنې کې يې د افغانستان اعتبار ته هم کلک گزار ورکړې. اوس چې حکومت غواړې له همدې ډلو سره مقابله وکړي نو گورو چې د ملاتړ لپاره يې صف آرايي کيږي او نوي نوي فرکسيونونه جوړيږي.

د افغانستان راتلونکى، هڅې او اميدونه

د سوله ايزه جرگو بهير، د پخلايني او آشتي پروسه

که پورتني واقعيتونه ډېر ترخه هم دي، نو يو واقعيت دا دى چې په تيرو شپږو کلونو کې که د شخصي او گروپي مفاداتو لپاره ميدان خلاص و نو يو عامل يې پخپله نړيواله ټولنه او د هغوى ضد او نقيض سياستونه و. خو ډېرو د افغانستان رفاه، سوکالۍ او پرمختگ لپاره هم کار کړى پدې کار زار کې تر ټولو زيات حوصله، صبر او شکيبايى د افغانستان جمهور ریيس (حامد کرزى) کړې، دى د ډېرو دردونو او کيسو شاهد دى. دى په شپږ کلن ستړې ماموريت کې يو له هغو زغيمانو څخه دى چې د هيواد د نجات او د افغانستان د نوم لپاره يې په سختو او بحراني شرايطو کې ډېر څه وکړل.

د القاعدې او طالبانو په شمول چې د جگړو د تداوم يو اړخ دي، پدې منځ کې د افغانستان د حکومت له اړخه په وار وار د پخلايني او د جگړو د بنديدو وړانديز شوى، پخپله د افغانستان ولسمشر په جدي توگه غوښتې چې د بهرنيو ځواکونو د خپل سرۍ مخه ونيسي، واليانو ته په خطاب کې يې په ډاگه وويل چې پر خپلو مټو اتکا، خپل ملي ظرفيت لوړول، د جگړو بندول او په اقتصادي پرمختيا کې ونډه اخيستنه کولى شي د افغانستان خپلواکۍ تضمين کړي. د سولې د امن گډه جرگه او د همدې جرگو ادامه يو له هغو ابتکاري کارنامو څخه دي چې که خداى غوښتې وي او له دې لارو، پرته د نورو له مداخلې ښه ثمره ورکړې نو يقيناً چې موږ به خپل واک او خپل اختيار په بشپړه توگه، پرته د بهرنيو دوستانو له اقتصادي او مالي ملاتړ په خپل لاس کې ولرو.

په دې ورځو کې چې د طالبانو له اړخه او هم د حزب اسلامي له اړخه د ولسمشر له لورې د سولې او مذاکرې وړاندې ته لبيک ويل شوى د شپږ کلن خواست په اړه يوه ستره بريا ده. باور لرم چې که د سولې او پخلاينې پروسه په همدې صداقت سره چې د حکومت له لورې پيل شوى پر مخ لاړه شي، را روان کال به د افغانستان او سيمې لپاره د نيکمرغۍ ډک کال وي.

امريکا، ناټو او د ملگرو ملتونو وروستي دريځونه وروسته له شپږو کلونو په ډاگه اعتراف کوي چې پر جگړو بشپړ اعتماد هغه څه و چې د ناورين سلسله يې په افغانستان کې وغزوله او نور بايد دا ناکامه چاره بنده شي.

د سپتمبر له غموونکي حادثې شپږ کاله واوښتل، په شپږو کلونو کې ډېرې نوې تجربې افغانانو او نړيوالو ورخپلې کړې. په تيرو شپږو کلونو کې د شر په وړاندې ډېرې جگړې وشوي او ډېرې وينې توى شوى خو هغه څه چې له اوس څخه بايد شعار شي او د بې پايلو جگړو ځاى ونيسې هغه آشتي، پخلاينه، عفوه او تفاهم وي او بس.