نشر : 21.08.2011

دستگیر روشنیالی

جوړښتونه اوارزښتونه
نهمه برخه
بي پيشوا او بي ايديولوژي انقلابونه


عربي ځوانانو په خپلو پاڅونونو سره نوی سياسي فرهنگ ايجاد کړ
“ازاد انتخابات، د واک دريگونی ويش او د بشري حقونو درناوی”
(د ليبيا پاڅونکونکي)


په عربي پاڅونونو کي د پیشوا او ايديولوژي په ځای غوښتنې او ارزښتونه دي چي د لارښوونې او يو ځای کولو رول تر سره کوي. دا په سياست، سياسي پوهه او سياسي ژوند کي يو بنيادي، يو تاريخي او کيفي ليږد “ گذار” دی. دا بي له شکه په يوه سيمه کي چي د پيړو له پاره يې برخليک له ديکتاتوريو او توتاليتريزم سره تړلی وو، د يوه نوی سياسي فرهنگ ايجاد دی، په کوم چي د يوې نظریی د واکمن کولو، پيشوا او ايديولوژي له پاره ځای نشته دی. عربي ځوانانو نه يوازي په خپلو پاڅونونو کي ايديولوژي او پيشوا ته شا ور وگرزوله ، بلکي د قوم پالنې، سمت پالنې... پروا يې هم و نه کړه او پيښو ته يې د منځنيو پيړيو په دود د قوم پالنې د زړو ديوالوونه له شا و نه کتل. په مصر او تونس کي ځوانان په ځای ددي چي په پيشوا پسي وگرزي، هڅه يې وکړه ټولنه سياسي کاندي او په همدي توگه دخپلوغوښتنو له پاره ټولنيز پراخ ملاتړترلاسه کړي.

فعاله ټولنه
په مصر او تونس کي ځوانانو هڅه وکړه ټولنې د انتظار او پاسيفيزم له حالت راوباسي او په ځان يي باوري کړي. په بل عبارت ټولني اکتيف شي او د هرهغه څه په وړاندي عکس العمل وښيي چي د ټولنې د برخليک سره تړلې وي.
په ناروي هيواد کي ټولني په فعاله او اکتيف توگه د ترور په وړاندي، کوم چي د يوه ښی افراطي له لوری په وحشيانه توگه تر سره شو پراخ او سراسري عکس العمل وښود. دي تروريست هم د نورو تروريستانو په شان غوښتل په يوه ميليوني ټولنه خپل نظريات تحميل کاندي او ټول دده په شان شي، کوم چي د ناروي د صدراعظم په قول، “ له ملت سره په جگړه کي وو” د ترور په ځواب کي ناروي ټولني د دموکراسي، زغم او پرانيستوب په لا ډيره پراختيا ټينگاروکړ.

د ډار او ترور واکمني
په افغانستان کي لسيزې کېږې چي ډار او ترور واکمني کوي. په دي هيواد کي هيڅوک، هغوي هم مصون نه دي چي د اوسپیني په کلاو کي ژوند کوي. په دي هيواد کي نږدي هره ورځ بي گناه خلک د هوايي بمونو او د هغوي د ترور په قربانيانو بدلېږې، کوم چي داندرس برینگ برویک په شان غواړي خپل نظريات په يوه پلورالستيک ټولنه واکمن کړي. په افغانستان کي مرگ او ترور د دموکلس د تورې په شان د هرچا په سرځوړند دی، خو ټولنه غلې پاتي کېږې، بي وسي ښیی، په ځان بي باوره ده، ډاريږي، عکس العمل نه ښیی اوځان تقدير ته سپاري. دا د يوې يرغمل شوې ټولنې ځانگړتيا ده او دا د يوې له ځانه بيگانه شوې ټولنې ځانگړتيا ده.
په عربي نړۍ کي ځوانان په هغوي پسي نه ولاړل چي په دي هيوادونوکي يي د جهاد او اسلامي انقلاب شعارونه ورکول. په مصر، تونس، سوريه ... کي عربي ځوانانو په وروسته پاتی والی باندي د غلبي کولو له پاره د پرونی معمول خلاف بله لاره اختيار کړه. دوي د ټولنيزو اينتريتې شبکو له لارو له يوبل سره خپلې غوښتنې او خپل دردونه شريک کړل. دوي نورو ته د بد ويلو او د نورو په ضد د شعار ورکولو په ځای، په نورو د ملامتي د وراچولو په ځای د خواري، بي وزلې، ناپوهي، فساد... د اصلي لاملونو د پيدا کولولاره ونيوله. دوي په دي ښه خبردي چی د ستونزو اصلي لاملونه په دي هيوادونو کي د يوه سړی او د يوې کورنۍ د واکمنې په وجود کي د اوږدې مودې سياسي استبداد دی او پريکړه يي وکړه چي د هميشه له پاره په دي هيوادونو کي د يوه سړی واکمنې او د يوې کورنۍ واکمنې له منځه یوسي.
سره ددي چي د عربي ځوانانو پاڅون د خپل پيل په لمړنيو مرحلوکي دی، د بريو په لور يې لاره اوږده، پيچيلې او سخته ده، په دي اوهغه هيواد کي پاڅون د واکمنو له وسله وال مقاومت سره هم مخامخ دي، دلته د پرون په شان سياسي دانياسوران لا هم په کمين کي دي او سياسي مامونان غواړي له هغوي وروسته د اوږدې مودي له پاره واکمن شي.
دا حقيقت هم له نظره ونه غورزو، په هغو هيوادونو کي چي د پيړيو او پيړيو له پاره د سياسي او مذهبي استبداد په دود اداره شوي وي د دموکراسي په لورلېږد اسانه او د لنډي مودې کار نه دی. د افغانستان تجربه همداسي وایی. په عربي هيوادونو کي نه يوازي سياسي خنډونه، بلکي پراخ ذهني او فرهنگي خنډونه هم شته دي او زه تر اوسه په دي نه پوهيږم چي ددي هيوادونوخلک څومره چمتو دی، کوم چي نه يوازي پرونی سياسي استبداد، بلکي هغه تفکراوهغه فرهنگ ته هم شا وروگرزوي چي استبداد پالنونکي اواستبداد توجيه کونکي دي. هرهغه تفکراوهرهغه فرهنگ چي له يوې خوا فردي ازادي او له بلې خوا د واک په هکله د هر فرد د ارادي درناوی نه کوی، استبدادي تفکر او استبدادي فرهنگ دي. خوددي ټولوستونزو او شکونو سره سره په عربي هيوادونو پاڅونونه په يوويشتمه پيړۍ کي د د ازادي او دموکراسي په لور يولويه تاريخي اوالهام ورکونکي لاسته راوړنه ده اودي ځوانانو په دي عمل کولو سره د ټولې نړۍ ستاينه ترلاسه کړه. په يوه ټولنيزه او سياسي حرکت کي د بيړنيو اوعاجلو بريو او انقلابي غورځنگونو په پرتله په سم لوری د ټولنې لارښوونه تر ټولو اساسي مسله ده.

گوند، ايديولوژي، پيشوا او انقلاب
 پرون په انقلابونو، په تيره بيا د شلمې پيړۍ په انقلابونو کي د غوښتنو په ځای ايديولوژي دپيوستون او پيشوا د لارښونې دنده تر سره کوله. همدارنگه پرون موږ فکر کاوه چي د انقلاب له پاره پيشوا، ايديولوژي او يوگوند ضرورت دي. په روسيه کي د اکتبرانقلاب پيشوا لنين، ايديولوژي يي مارکسيزم او گوند يو کمونست گوند وو. په چين کي همدا شان د انقلاب پيشوا مايؤستونگ ، ايديولوژي يي مارکسيزم او گوند يې هم کمونست گوند وو. په کوبا کي هم ورته حالت وو او ددي هيواد په فزيکي او رواني لحاظ سخت ناروغه پيشوا، فيدل کاسترواوس هم انقلاب، گوند او واک خپل مالکيت بولی. په دواړوکوبا او شمالې کوريا کي د ټولنيز عدالت او سوسياليزم پيشواگانو او اتلانو د عربي مستبدينو په شان واک د کورنيو په مالکيت بدل کړ. په کوبا کي د پيشوا ورور او په شمالې کوريا کي د پيشوا زوي بشپړه واکمنې کوي. دا حالت څرگندوي چي دي انقلابونو په ټولنو کي يو خشن او بي رحمه استبداد واکمن کړ.

د په شا گرزولو يا تورانقلاب
په ايران کي د اسلامي انقلاب پيشوا خمينی اوايديولوژي جعفري فيقه دی. دي انقلاب هم د روسيي او چيني انقلابونو په شان يوه نړيواله اجندا درلوده اوغوښتل د کربلا له لارې ترقدسه ولاړ شي. په ايران کي د خمينی تررهبري لاندي اسلامي انقلاب په عمل کي د په شا گرزولو انقلاب وو. دا انقلاب د يوې پنډې تياري د پيل په توگه، د پرمختگ او ازادي په لورد نسلونو نسلونو د کار او زيار پايلې له منځه يوړې او ايران يې منځنيو پيړيو ته په شا وروگرزاوو. په ايران کي تورانقلاب هم د شلمي پيړۍ نوروانقلابونو په شان د استبداد له واکمني سره مرسته وکړه او بي له ځنډه د “ گزنفون” په قول هغه انقلاب چي له اشرافيت سره په دوښمنې کي رامنځ ته شو د ملت په دوښمن هم بدل شو ا و واک د پرگنو په ځای يوې نوې طبقي ته وسپارل شو: اخوندان
 په توتاليتر واکمنيو کي د گوند او د ايديولوژي په هکله بحثونه او خبري کيداي شي، خو د پيشوا په هکله د دا ډول بحث کولو اجازه نشته دی. د پورتنيو دروانقلابونو او ورسره د نازيانو تجربي، تگ لارې، عمل او تاريخ راښیی چي په دي انقلابونوکي دگوند اوايديولوژي په پرتله پيشوا، د هغه پريکړو او د هغه حکمونو لمړيتوب درلود او دواړو گوند او ايديولوژي په پيشوا او د پيشوا په قولونو او عملونه کي انعکاس پيدا کاوه. وطن او انقلاب ته د وفاداري ځای، پيشوا ته وفاداري نيولی وو. په المان کي به ځوانانو ته، سرتيرو ته... د وطن په ځای هيتلر ته د فاداري درلودلو سوگند ورکول کيدو. په روسيه کي له استالين سره دوښمنې له گوند او سوسياليزم سره دوښمنې وو. همدا اوس په ايران کي واکمن ملايان د خپلو عملونو، کوم چي د يوويشتمي پيړۍ شرم او ننگ بلل کېږې. د توجيي او وفاداري دترټولولويه منبع د فيقي يو ناروغه ولې اخوند خامنه ای او د هغه حکمونه دي.
تجربې ښیی چي پيشواگان د نيکمرغي په لور دټولنو د لارښوني په ځاي، ټولني په يرغمل نيسي. که پرون المان د هيتلر او روسيه د استالين يرغمل وو، نن ايران د ملا خامنه ای، شمالې کوريا د کيم. جون. ايل او کوبا د فيدیل کاسترو په يرغمل بدل شوي دي.

هميشنی انتخاب او د ستونزو هميشنی حل
پیشوا هرځای او په هره بڼه “ ديني او غير ديني” چي وي يوهميشنی انتخاب دی. پيشوا تاريخي او دتاريخ انتخاب دی. سره ددي چي د بشر تاريخ تراوسه ټولو ستونزو ته د قطعي ځواب ورکولو بيلگه نه دي وړاندي کړې او د دا ډول بيلگي وړاندي کول نن او سبا هم يوممکين کار نه دي، خو د هرڅه غوښتونکي ايديولوژي ته د ټولوستونزود هميشنی حل په سترگه گوري.
په ليبيا کي د معمرالقذافې پلويان وايي: “مامور قذافې د خلکو تاريخي انتخاب، تاريخي سمبول او له هرډول سياسي عمل کولو څخه لوړدی” “ قذافې د نن او سبا انتخاب دی”
دهميشنی انتخاب معني دادي چي يو وگړي د ټولنې په هميشنی برخليک بدل شي. همدا دم سره ددي چي په عمل کي د چين کمونست گوند د ماوستونگ نظرياتو ته شا ورگرزولې، خو د کمونست گوند د نويومې کاليزي په مناسبت يي د ځوانانو او ماشومانو د انديښنو د متاثيرکولوله پاره د ماوستونگ کارتوني فلم جوړ کړي، ترڅو ماؤستونگ د يوه همیشنی پيشوا په توگه په ټولنيز ذهنيت کي وساتي.
 
د يوې نظريي واکمنې
د شلمي پيړۍ د انقلابونو، بي له دي چي کمونست انقلابونه دي او يا اسلامي انقلاب دي اصلي هدف په ټولنه کي د زور پوسيلې سره د يوه نظريي واکمني او ټولنې ته د يوه خاص سياسي، اقتصادي، حقوقي، فرهنگي ...نظام تجويزکول وو. ددي انقلابونو او په تيره د روسی انقلاب په اجندا کي د يوې نظريي په بنياد د “ انسان طراز نوين” او يا هم “ انسان شوروی” ايجاد هم وو او د بل ډول نظرياتو خاوند ته “ منحرف” “ جاسوس” ... او بل ډول نظرياتو ته د “ انحراف” “ خيانت” ... تعريف ورکول کېدو. همدا اوس اوس په ايران کي د ملايانو بنيادگرا واکمنه ډله خپل مخالفين په وار سره “ جريان انحرافی ” او “ جريان فتنه” بولې.
اخوند خامنه اي او يا هم “مقام معظم رهبری” په څرگنده رياکار ی سره، کومه چي د اخوندانو ځانگړتيا ده ، د عربي هيوادونو پاڅونونه “ اسلامي بيداري” گڼي، خو د سوريی د خلکو پاڅون، ته چي په لسگونو زره خلک په کي برخه اخلي او هره ورځ قرباني ورکوي “ فتنه” وايي.
 د ايران د يوې نظريي په واکمني کي د علم په تيره بيا د سياسي، ټولنيزو، طبعي، انساني علومو په وړاندي هم د جگړې اعلان ورکول کېږې. د علامه طباطبايی په پوهنتون کي د انساني علومو 13 او له دي جملي د روزنامه نگاري، عمومي اړيکو، ټولنيز علومو، فلسفي، روانشناسي...څانگي له منځه وړل شوي دي.
“ روزنامه اعتماد چاپ تهران، امروز شنبه، پانزدهم مردادماه ۱۳۹۰ در مطلبی در صفحه اول خود از حذف ۱۳ رشته کارشناسی علوم انسانی در دانشگاه علامه طباطبایی در سال تحصیلی ۱۳۹۰ خبر داده و حذف ناگهانی این رشته ها را "در راستای بازنگری ۳۸ رشته از رشته های علوم انسانی" عنوان کرده است.” د بي. بي.سي فارسي سايت
اخوند خامنه ای وايي: “ نمی توان بازار کتاب را آزاد گذاشت تا کتابهای مضر وارد جامعه شود”
 د ايران د اسلامي ارشاد او فرهنگ وزير وايي:
 "ما در مورد کتاب خوب، ممیزی نداریم؛ اما باید مراقب باشیم که همه چیز منتشر نشود؛ بعضی کتاب‌ها برای جامعه ضرر دارند یا کتاب‌های سیاسی هستند در چهره زیبای فرهنگ، و بعضی دنبال اهداف دیگری هستند و با بحث نظام مشکل دارند."
له علم سره په دوښمني کي د واکمنوخوندانو ددي استبدادي هڅو دليل دادي چي سياسي او ټولنيز علوم د ملايانو د واکمني اوطبعي او انساني علوم د واکمنې نظريي په هکله په ټولنه او په تيره بيا په ځوانانوکي پوښتنې، شکونو او ترديدونه را منځ ته کوي.
“ حیدر مصلحی، وزیر اطلاعات، گفته است که "فرقه های دگراندیش و انحرافی" به تبلیغ در جامعه دانش آموزی مبادرت کرده اند و علیه "گرایش دانش آموزان" به این فرقه ها هشدار داده است.” بي. بي.سي.
 
“ ولايت ضد امامت ”
په ايران کي د شديد سياسي، ايديولوژيک او ديني بحران په هکله لاندي مطلب ته، کوم چي د “ پارس ديلي نيوز” څخه اخستل شو، پام وکړي.
“ بحرانی که ساختار قدرت با آن دست بگریبان است، در واقع تنها بحران سیاسی نیست بل به طریق اولی بحرانی ست ایدئولوژیک و دینی. معضل "مهدویت " است و ظهور و حضور امام عج. چرا که دستگاه روحانیت برهبری ولایت در رقابت افتاده است با امامت و یا موجودی که دستگاه فقاهت خود آنرا در طول یکهزار سال با ابزار تنفس مصنوعی، زنده نگاه داشته اند، حال آنکه ولایت "قول فصل" است و حرف آخر، غایت است و نهایت. گره گشای همه مسائل است و مشکلات و اختلافات. نباید عملی واقع شود مگر در پیروی و تبعیت از ولایت. از این روی ولایت را هم از ظهور وحشت و نگرانی هست و هم از حضور. زیرا که آغاز امامت، پایانی ست بر حکومت ولایت.” ...
 
په شمالې کوريا کي د يوه نظريي د واکمنې پايلې
په شمالي کوريا کي د ايران په شان د واکمنې نظریی مخالفين په کلکه مجازات کېږې. په دي هيواد کي د راپورونو سره سم تر 200,000 سياسي مخالفين د مجازاتو په کمپونو او زندانونو کي پراته دي. دي بنديانو ته په منظمه توگه شکنجه ورکول، د غلامانو په څير چلند ورسره کېږې او وژل کېږې. Jeong Kyoungil چي له 2000 تر 3000 کال بندی وایی: “ بنديان دي ته اړ کېږې چي د سهار له څلورو بجو د شپي تر اتو بجو کار وکړي او د شپي له نهو بجو د شپي تر يولسو بجو هم بنديانو ته ايديولوژيکي درسونه ورکول کېږې...”.
 
په عربي نړۍ کي د واک او انديښنو بيلانس په بدليدو دی
په عربي پاڅونونو کي د شلمي پيړۍ د انقلابونو په شان د يوې نظريي د واکمنو کولوهڅه نه کېږې. سره ددي چي په سيمه کي سياسي آرزښتونه او سيميزي او نړيوالې اقتصادي گټي له يو بل سره په گډه او سيالې کي عمل کوي، خو مهمه خبره داده چي دلته د واکمن سيستم انتقاد کول، لکه چي وويل شو په خپله د عربي ټولنې له منځه را پورته شوې مسله ده. دلته غوښتنې په بدلون، ازادی، پلوراليزم، دموکراسي .... تکيه کوي او دا په عربي هيوادونو کي د مذهبي بنسټ پالنې د ماتي په معني هم دی، کوم چي د ايران په شان په عربي هيوادونو کي د يوې نظريي د واکمن کولو تگلاره مخ ته بيايي.
عربي نړۍ نوره هماغه د 2010 کال نړۍ نه دی. پاڅونونو ټولنيز ذهنيت ټولنيز او سياسي جوړښتونو او واکمنوته سخت ټکان ورکړي او واکمن په دي باوري شوي چي نور د پرون په شان واکمنې نشي کولاي. په مصر او تونس کي سيستمونه بدل او د نويو آرزښتونو په بنياد نوي سيستمونه په جوړيدودي، چيري چي به واک او سياست د يوه وگړی او يوې کورنۍ په ځای د ټولو چاره وي. په سوريه او په تيره بيا په لبيا کي د واکمنو کورنيو د مقاومت له امله د سيستم بدلون جگړه په ضرورت بدله کړې ده. د مراکش پادشاهي مشروطه شوه او پادشاه له يو شميراختياراتو تير شو او د خلکو د حقونو او ازاديو د ساتني ژمنه يې ورکړه او صدراعظم اوس حق لري چي پارلمان منحل کړي او دولتي مقامونه مقررکړي. په عربستان کي بيا واکمنې کورنې د مخالفت د کمزوري کولو په منظور خلکو ته رشوت ورکوي او پلويان په پيسو اخلې...

په افغانستان کي د پيشوا ستونزه
 په افغانستان کي سره ددي چي د ثورانقلاب! د سپيده داغ قوماندان درلود اوايديولوژي هم وه، خو د انقلاب بدمرغي په دي کي وه چي له هماغه اولې ورځي د پيشوا له ستونزي له سره مخامخ شو. دا ستونزه دومره جدي وه چي هم گوند اوهم ايديولوژي يی دواړه په گونډو کړي وو. دوه، دري ځلې هڅه وشوه چي د انقلاب د بي پيشوایی تشه ډکه شي، خو پايله يې د بری په ځای په وار سره يو په بل پسي انساني او سياسي ناورينونو وو. دا يوازي د چپ لوری ستونزه نه وه، په ښی لوری کي هم هغوي چي د پيشوا کيدولو هڅه وکړه ناکام شول او بخت له دي اميراو هغه رهبر سره مرسته و نه کړه چي د اسلامي انقلاب د پيشوا په څيره کي را څرگند شي. سره ددي چي دلته په پيړيو پيړيو د پيشوا د راتگ انتظار شوي او دي او هغه وگړی هم هڅه کړي چي پيشوا شي، خو افغانستان د پيشوا د راتگ له پاره نه دی جوړه شوی او دلته خمينی نه را پورته کېږې. په افغانستان کي په پيشوا پسي گرزيدل يوازي د وخت ضايع کول او د فرصتونو له لاسه ورکول دي. دلته ټولنه بايد په خپله پيشوا شي، ترڅو هروگړی د يوه خپلواک انسان په توگه په خپل ځان او په خپله اراده واکمن شي او نورنه بايد د خاني او ملکي په دود د يوې ميليونې ټولنې لارښوونه وشي او د جنډې په ښورولو سره د ستونزو د حل غوښتنه وشي.
په ځان د واکمنو انسانانو يوه ټولنه کولاي شی د پيشوا په ځای هغوي را مخ ته کړي چي د سياسي ميړانې، سياسي استعداد، انتقاد کونکو او انتقاد منونکو ارزښتونو خاوندان وي. دا ارزښتونه به له يوې خوا په تيره بيا سياسي مشرتوب کي د لويو پريکړو او د رسک منلو جريت وروزي اوله بلې خوا به د تيروتنو او نيمگړتياو منلو ته چمتو شي. دا ارزښتونه به هغوې چي د مشرتوب وړتيا نه لري، کمزوري او بي کفايته دي استعفا کولو ته وهڅوي. په افغانستان کي سره ددي چي د بي کفايتيو، کمزوريو، تيروتنه او اشتباهاتو ځاي نه کېږې، خو نه بي کفايته معلوم دی او نه هم کمزوری او نه څوک ددي ميړانه لري چي خپله کمزوري او خپله بي کفايتي ومني او له دندې استعفا ورکړي. دلته په ډيره اساني سره خپله بي کفايتي او کمزوري نورو ته د گوتو په سيخولو او احساساتي کيدولو پټيږي او ساده گان هم ورنه اتل جوړوي. په دي بدمرغه هيواد کي گناه کېږې، خوگناهگار ورک دی. خلک وژل کېږې، خووژونکي معلوم نه دی. فساد شته دی، خود فاسد څرک نه لگيږې... او دا هريو په خپل وار ټولنې او د هغې راتلونکي ته گواښ دی.

د پرون او سبا متاثرکول
تر اوسه هم په افغانستان کي واک د واک له پاره دی، نه د نيکمرغي په لورد ټولنې دلارښونې له پاره. واکمن د نن او په تيره بيا راتلونکي په هکله روښانه تصوير او تگلاره نه لري. دوي د ورځي په نرخ او هغه هم ددي له پاره چي گويا تاريخ يې خراب نشي عمل کوي او په دي برسيره دوي هڅه کوي او هيله لري دځان او خپل شخصيت په هکله راتلونکي قضاوتونو په غوروکولو، رياکاريو، احساساتي ويناو متاثيرکړي او په تاريخ کي په ښه نوم ياد شي. سبا متاثير کړي، بابا شي، قايد شي، پیشوا شي، ملي مشر شي... په دي هکله بيړه په کار نه دي، تراوسه د پرونيو په هکله هم قضاوتونه د سمپتيو، انتي پتيو، توربورگنيو، گروپي سياليو، جذباتو او احساساتو ترکلک تاثيرلاندي دي او تاريخ تراوسه د هغوي په هکله خپله وروستۍ پريکړه نه دي اورولې. پام مو وي چي پرون نه متاثير کېږې، پرون او پروني نه بدلېږې. پرون او پروني هغه دي، چي وو.
 
تاريخ گډ ميراث دی
تاريخ د تيرو او د موږ د نيکاگانو ښه او بد گډ ميراث دی او موږ بايد د احساساتو په ځای د عقل او د شعار په ځای د شعور پوسيلو ورسره مخامخ او منصفانه تلنه وکړو، بدو ته يي بد او ښو ته يې ښه ووايو. هغوي د موږ په شان انسانان وو او د موږ په شان ښې او بدې خواوې درلودي. د موږ ستونزه داده، تاريخ او يا دا اوهغه پرونی وگړی په خپل انحصارکي راولواو په خپل مالکيت يې بدلوو. همدارنگه موهڅه کړې يو شمير، په تيره بيا سياسي مفهومونه او اصطلاحات، کوم چي د ټول بشريت هستي شميرل کېږې خپل مال وبولو. ددي ډول هڅومطلب دادی، چي له يوې خوا د پرونيو په هکله د يوه منصفانه اوانتقادي چلند مخه ونيسو اوله بلې خوا ځانونه هم د پرونيو په انحصار کي ورکړو.
تاريخ، پرون او پروني نه انحصار کېږې او نه هم د چا په مالکيت بدلېږې، ښه خبره داده چي موږ هم ځانونه د تاريخ او د پرونيو له انحصار څخه وژغورو. دا کار به د موږ د انديښنې او ارادي خپلواکي پياوړې کړې.
تاريخ هيڅکله د چا د غورو او احساساتو ترتاثيرلاندي نه راځي. تاريخ د ښوهيلو، ښو نيتونو او د ښکليو تگلارو او شعارونو پروا هم نه ساتي. تاريخ د دريځونو، تگلارو او برنامو “ ملي دموکراسی” “ خلقي دموکراسي” “ سوسياليزم غايي هدف” په ځای په هغه څه قضاوت کوي چي د ا.د،خ. گ د واکمني په وخت کي ترسره شوي دي. نن پخپله پروني گونديان هم د تگلارو او شعارونو په ځای په دي هکله خبرې کوي “ څه وشوو او ولې وشوو”
 تاريخ د اسلامي ډلو “ حزب اسلامي، جمعيت اسلامي، وحدت اسلامي، اتحاد اسلامي ...” د ازادي او استقلال غوښتنو او د يوه “ اسلامي حکومت” د جوړولو په ځای په هغه څه قضاوت کوي چي دي ډلود د خپلې واکمنې او انارشي په وخت د افغانستان خلکو او په تيره بيا کابليانو ته ورکړي دي. تاريخ ددي وگړی اوهغه ډلې د نيت اوصداقت په ځای د هغوي د عمل په بنياد قضاوت کوي او په تيره بيا تاريخ درهبرانواو سياست کونکو په هکله هميشه سخت اوحسابي عمل کوي.
نور بيا

***

د تیرو برخو اړیکی:

- جوړښتونه او ارزښتونه - اتمه برخه

- جوړښتونه او ارزښتونه - اومه برخه

- جوړښتونه او ارزښتونه - شپږمه برخه

- جوړښتونه او ارزښتونه - پنځمه برخه

- جوړښتونه او ارزښتونه - څلورمه برخه

- جوړښتونه او ارزښتونه - دريمه برخه

- جوړښتونه او ارزښتونه - دویمه برخه

- جوړښتونه اوارزښتونه - لمړی برخه

په همدی هکله نو مطالب:

جهان اسلام - قیام برای دیموکراسی؟!