رسیدن:  29.03.2011 ؛ نشر : 30.03.2011 

دستگير روشنيالی

جوړښتونه او ارزښتونه

اومه برخه

خان، خان دی او د خان زوی هم خان دی


د مشرتوب په هکله پورتنی ترايباليستي اصل په ظاهري توگه له يوي خوا ساده او له بلي خوا هم زوړ ښکاري، خوپه عمل کي دا د هرډول توتاليتر واکمنيو اساس او د مدرن ترايباليزم زړی جوړوي. په دي اصل کي نه د وړتيا اوکفايت عنصرونه او نه هم دهغوې چي ورباندي مشرتوب کېږې اراده اونظررول لری.

وايي، چي د يوه خان له مړينې وروسته د هغه زوی چي هوشيار نه وو خان شو. يوې مرکي ته د تگ په لاره يوه هوشيار سړي ورته وويل:“ گوره، په مرکه کي خبري ونه وکړي، بيا دي را نه پيژني، يوازي سرښوروه او ښه ښه وايه”

په توتاليتر سياسي جوړښتونوکي د يوې قبيلې په شان د مشرپیدا کول او مشرکيدل ستونزه نه ده. پادشاه، پادشاه دی او د پادشاه زوی هم پادشاه دی. په عربي شاهي جمهوريتونوکي هم د ټولنې د مشرتوب په هکله ورته عمل ترسره کېږې. که قذافې نه وي په ځای به يې سيف الاسلام قذافې راشي. که حفيظ الاسد نه وي په ځای به يې بشرالاسد راشي... په ايران کي هم په دي هکله ستونزه نشته دی چي له اخوند خامنه ای وروسته به څوک او يا کوم اخوند د هغه ځای نيسي. د هغه ځای به دا ايت اله او يا هغه حجت الاسلام نيسي.. په شمالې کوريا کي هم د يوشه د ايديولوژي د واکمنې په برکت د مشر د ټاکلو ستونزه حل او ساده ده. هماغه شان چي له کيم. ايل. سونگ ورسته کيم. جون. ايل راغي اوس به هم په اساني سره دهغه ځايونکي کيم . ايل. وون وي. په همدي ډول حالت کي دی چي واک د يوه سړی او يا د يوه کورنۍ په مالکيت بدلېږې او همدلته دی چي ټولنه له خپله برخليک او د خپلو ستونزو له حل کولو بيگانه کېږي. همدلته دی چي ټولنه اطاعت او پيروي ته اړکېږې او په ځان باورله لاسه ورکوي.

د عربی روان غورځنگ اصلي هدف د وگړو او څيرو د بدلون په ځای د هغوارزښتونو بدلون دي، کوم چي د يوه سړی، د يوې کورنۍ واک ته قانونيت ورکوي. دهغو جوړښتونو بدلون دی، کوم چي په يوويشتمه پيړۍ کي د يوې ميليوني ټولنې مشرتوب ميراثي کوي. ددي پاڅون هدف دادی چي واک دځانگړو وگړو اوکورنيو له انحصار څخه را وباسي او دا کار په عربي نړۍ کی دنويو جوړښتونو او د نويوارزښتونو واکمن کولو ته ضرورت لري، کوم چي ترهرڅه ړومبی د واک په ويشلوتکيه کوي. که پاڅون په دي او هغه هيواد کي د نويو او دموکراتيکو ارزښتونو په واکمن کولوکي پاتي راشي، بي له شکه به ديکتاتور او ديکتاتوري بيا راوگرزي. د افغانستان او ايران په شان په عربي دنيا کي په ديکتاتور جوړولو کي د وگړو په ځاي واکمن ارزښتونه رول لري

روان پاڅون له ځان سره يوڅرگند پيام لري اوهغه دا چي نور نه بايد ټولنه خپل برخليک دي پيشوا او هغه امير ته وسپاري. دا ډول عمل کول نه يوازي د موجود ستونزو د حل ځواب نه دی، بلکي دا ډول هڅي دخپل ځان د محکوم کولوپه معني دي. ايرانيانو پيشوا ته د خپل برخليک په سپارلو سره ځانونه د لسيزو له پاره محکوم کړل اواوس هم معلومه نه ده چي کله به له دي محکوميت د ژغورلووس او توان پيدا کوي. له بده مرغه موږ په پيړيو پيړيودا تيروتنه کړي ده او په نتيجه کي موځان محکوم کړی دی. د حل لاره داده چي خلک په خپله را پورته شي او خپل برخليک په خپل لاس کي واخلي. د حل لاره داده چي ټولنه دواړه حاکميت او رهبري د ځان کړي.

ثبات راوړونکي او باور ايجادکونکي سياسي ارزښتونه

- برابرسياسي گډون: سياست د ټولوچاره ده او په سیاست کي په برابره توگه ټول گډون کولاي شي. برابر سياسي گډون هر ځانگړی وگړی ته ددي امکانات ورکوي چي په ازاده توگه په ټولنه کي د واک په هکله خپل نظر او خپله اراده څرگنده کړي. برابر سياسی گډون د سياسي دموکراسي اساسي شرط شميرل کېږې. په سياست کي د هرځانگړي وگړي گډون په دموکراسي باورزياتوي، په ټولنه کي د ثبات له چاري سره مرسته کوي او د ټولني په وړاندي د هرځانگړی وگړي مسؤليت پياوړی کوي. که ټولنه د هرځانگړی وگړی مسؤليت اخستل اومسؤليت منل غواړي، ټولنه بايد دهرځانگړی وگړی د حقونو او ازاديو ساتنه وکړي.

- ټول له ټولو سره: دا ارزښت د نظريو د خپلواکي په ساتلو سره د عمل په يووالی کي تامين کېږې او د عمل يووالی ترهرڅه د مخه د بشري حقونو په مراعات کولو سره تحقق پيدا کوي. دلته ټول له ټول سره ځکه همکاري او مرسته کوي، چي وروسته پاتي والی، ناپوهي، خوارې، جگړه او ټولنيزه نابرابرې د ټولوگډ دوښمن دی.

- هم زه او هم ته: دا ارزښت په سياسي ډگرکي د يو بل په نه نفي کولوکي ترلاسه کيداي شي. په سياست کي مبارزه د نومونو او وگړو په ضد مبارزه نه دی، همدارنگه سياست د غنيمتونو په سرد ژوند او مرگ جگړه هم نه دی، سياست ددي او هغه تفکر، ددي او هغو گټو، ددې او هغې غوښتنې په ضد مبارزه دی، کوم چي د ديالوگ او پوهای په بنياد ترسره کېږې. ددي ارزښت بسيا کول کولاي شي داسي سياسي نظام جوړکړي چي ټولنه له استبداد، خشونت او وروسته پاتي والی څخه وژغوري.

- سياسي پلوراليزم : دا ارزښت په سياست کي د واک په سرد سوله ايزو سياليو له چارې سره مرسته کوي. سياست د اختلافونو او توپيرونو د ډگر په توگه د پلوراليزم ضرورت را منځ ته کوي او پلوراليزم په خپل وارله یوې خوا د ديالوگ او پوهای او له بلې خوا د بيان او د انديښنې د ازادې لاره همواروې. په سياست کي پلوراليزم د سياسي گوندونو په وجود کي ځان را ښکاره کوي او دا حالت د هغوي په هکله د خلکو د قضاوت کولو او انتخاب له چارې سره مرسته کوي.

په سياست کي پلوراليزم په واک باندي د يوې ډلې او يا يوه گوند د ولکه کولو د هڅو مخه نيسي. په بل عبارت پلوراليزم په سياست باندي په واک باندي ددي او هغه گوند، ددې او هغه ډلې انحصارله منځه وړي اود گوندونو ترمنځ موازنه او تعادل ايجاد کوي. په دي هکله د نړۍ او په تيره بیا افغانستان تجربه ښيی چي په يوگوندي واکمنې کي له دولت څخه د خلکو د څارلو او کنترول کولو وسيله جوړېږې او دولت د واکمن گوند د تگلارو اوهدفونود تطبيق کولو په وسيله بدليږي. په سياست کي پلوراليزم په ټولنه کي د غوښتنو، نظريواو گټو د څوگونيتوب انعکاس ورکونکی دی. په سياست کي پلوراليزم هغه وخت له منځه چي کله سياست مذهبي او يا ايديولوژيکي شي. د افغانستان خلک د بل هرچا په پرتله ښه پوهيږي چي د سياست د ايديولوژيکي کولو، د سياست د مذهبي کولو او د سياست د قومي کولو پايلې څومره ړنگونکي، څومره وژونکي او څومره توهين کونکي دي. په سياست کي پلوراليزم د سياست له خپلواکي هم سره مرسته کوي. او بايد په تکراراو ټينگار وويل شي ترڅو سياست خپلواک نشي، خپلواک دولت هم نه جوړېږې.

- د سياست خپلواکې: سياست يو خپلواک “ مسلک” دی. د خپلواک مسلک په توگه د سياست زده کړه انسان ته ددي پوهه، وس او امکانات ورکوي چي په ټولنه کي د بحران او گواښونو تشخيص او دحل سمې لارې ورته پيدا کاندي. د سياست په خپلواکي سره ټولنه په هغو ډلواوگروپونو غلبه کولاي شي چي له يوې خوا سیاست له عقل او پراگماتيزم جدا کوي، سياست د نه بدليدونکو دگمونو په يرغمل بدلوي او له بلې خوا د خپلو واکمنيو د ساتلو په منظور ټولنيزې کرکې او ټولنيزو واټنونو ته د قوم، مذهب، ژبې...په نومونولمن وهي.

- د ټولنې سياسي کول: افغانستان د يوې داسي ټولني ايجاد ته ضرورت لري، چي د هميشه له پاره د کودتاگانو، بلواگانو او د يوي وړې ډلې پوسيله د واک نيولو هڅې ناکامي کړي. دا ډول ټولنه يوه خپلواکه او سياسي شوې ټولنه ده. ټولنه هغه وخت سياسي کېږې چي په ټولنه کي د پیړيو پيړيو اوږده سياسي بيگانگي له منځه ولاړه شي او هرځانگړی وگړي دخپلي ازادي ارادي په بنياد په سياست کي ونډه واخلي او

د زور، غولولو، استخارو، اشارو، پیسو، گواښ او تطميع کولو پروا و نه ساتي. د ټولنې سياسي کول به په موثره توگه او د هميشه له پاره د ديکتاتور د راتگ او د ديکتاتوري د ايجاد مخه ونيسي. په يوه سياسي شوې ټولنه کي نور غولونکو او تيرايستونکو ته هم ځای نه پاتي کېږې. په يوه سياسي شوې ټولنه کي به د قوم، ژبي، مذهب ... په اساس ايجاد شوي د جداي خطونه خپل رول له لاسه ورکړي.

په افغانستان کي د پيړيو اوږدې سياسي بیگانگي مستبدينو او ديکتاتورانو امکانات ورکول چي د کودتاگانو، دسيسو، وژنو پوسيله د ټکې په شان پو په بل پسي په ټولنه را نازل شي. د افغان ټولنې په تاريخ کي بي شميره دا ډول غولونکي اوشيطانان ثبت شوي دی او د ټولني د نه سياسي کیدو له امله اوس هم د دا ډول غولونکو اوتيرايستونکودلوبوډگر تود او پراخ دی. د افغان روشنفکرانو ترټولو مهمه او اساسي دنده د ټولنې د سياسي کولوله کار سره مرسته کول دي.

نور بيا

د لیکنی تیری برخی :

- جوړښتونه او ارزښتونه - شپږمه برخه

- جوړښتونه او ارزښتونه - پنځمه برخه

- جوړښتونه او ارزښتونه - څلورمه برخه

- جوړښتونه او ارزښتونه - دريمه برخه

- جوړښتونه او ارزښتونه - دویمه برخه

- جوړښتونه اوارزښتونه - لمړی برخه