رسیدن به آسمایی:  01.03.2011 ؛ نشر در آسمایی: 01.03.2011

 

دستگیر روشنیالی

 

جوړښتونه او ارزښتونه

څلورمه برخه

کله چي سياست او واک په مالکيت بدليږي

 

قذافې:“ موږ به هرډول دوښمن ته ماتي ورکړو”

ويل کېږي، يوه سپی ډيرپه زور او زورسره غپل، لکۍ يي جگه نيولې وه او په مسلسل توگه يې تيزونه هم وهل. چا ورنه پوښتنه وکړه: ولې دومره په زوره غپيږي؟ سپی ورته وویل : دوښمن ډاروم. ور نه بیا وپوښتل: ولې تيزونه وهي؟  سپی ورته وویل : زه هم ډاريږم . بیا یی ورنه وپوښتل:  ولې دي لکۍ جگه نيولې؟ سپی ځواب ورکړ: منځگړی پسي گرزم.   

قذافې له سربي تلويزيون سره په مرکه کي وايي  “ دلته ستونزه نشته، هر څه سوله ايز دي”

په 1945 کال کي شوروي پوځونه د برلين پولو ته راسيدلې وو، خو گوبلز Joseph Goebbels د هيتلر د اطلاعاتو وزير د راديو له لاري د المان خلکو ته ویل: زمونږ وسله وال ځواکونه د مسکو په لور په پرمختگ کوي”.

د ليبيا ديکتاتورد څلورو لسيزو په موده کي ونشواي کولاي په دي هيواد کي ملت ايجاد کړي او يا يي ونه غوښتل دا کار وکړي. قذافې په دي برسيره د بشپړ واک په درلودلو سره هڅه وکړه ټولنه له سياست څخه بيگانه وساتي او اجازه يې ور نه کړه په دي هيواد کي سياسي گوندونو ايجاد، وده او پراختيا ومومي ترڅود واک د ليږد په وخت خلا او انارشي را منځ ته نشي. همداشان ددي ديکتاتور د سياست په نتيجه کي ليبيا يوه ويشلي او قبيلوي ټولنه پاتي شوي ده.

بله د پام وړ او جدي ستونزه دا ده،  کله چي د “ يوه سړی” او يا د “ يوه گوند” واکمنۍ له منځه ځي، ورسره موجود سياسي سيستم هم ړنگيږي او نوي واکمنان اړ دي هر څه له سره جوړ کاندي. 

د ليبيا پيچيلی موجود حالت له کتونکو سره دا پوښتنې را پورته کړي دي:

- د ديکتاتورله سقوطه وروسته به په ليبيا کي څه کېږې؟

- ايا د واک د ترلاس کولو په منظور به د دي او هغي قبيلې هڅي د کورنۍ جگړي اور بل نه کړي او د ليبيا سياسي نقشه به بدله نه شي.

 

په دي هکله د افغانستان تجربه څه وايي؟

په 1992 کال کي د دولتي واک له ړنگيدو وروسته په افغانستان کي د يوه سیاسي سراسري سياسي الترناتيف د نشتوالی له امله د واک په سريوه وژونکي کورنۍ جگړه پيل شوه چي قومي رنگ يې درلود. خلک هم د ځان ساتني او مصونيت له پاره قومي او قبيلوي جوړښتونه ته په شا وروگرزيدل. ددي ډول حالت د منځ راتگ معني داوه چي نه يوازي دولتي جوړښت ړنگ شوي، بلکي يو سياسي سیستم له منځه تللی دی. همدا شان ددي معني داوه چي دلته ملت او ملی جوړښتونه نشته دي. له بده مرغه اوس هم په افغانستان کي د ملت جوړولو په لور پرمختگ په پراخه پيمانه کمزوری دی. قومي دريځونه پياوړي او د سياسي پريکړو په بهير ژورتاثيرلري. په موجود پارلمان کي د پريکړو په کولوکي د سياست په ځای قوميت عمل کوي او د “ ټبر” په معيارد جرگي د ريس ټاکل د خطرترپولې پوري د ملت جوړنې د کمزوري په معني دی.

پښتون + تاجک + هزاره + ازبک ... د ملت جوړولو په معني نه دی. ملت د هغوي ارزښتونو په بنياد جوړيږي چي دا او ورسره د اقليت او اکثريت مفهومونه د سياسي او حقوقي پريکړو په نيولوکي بي معني کړي. په افغانستان کي د ريس جمهور په شمول واکمن هڅه کوي د خپلو واکمنيود ساتلو په منظورقوميت او د قومي جدايي خطونه همداشان ځواکمن وساتي.

 د افغانستان اويوشمير نوروهيوادونو تجربي ددي حقیقت بيانکونکي دی، هغه سياسي گوندونه چي اساسي شعارونه يې د سياسي واک ترلاسه کول، د يوه “ رسالت” سرته رسول، د موجودسياسی سیستم دړي وړې کول وي،  د واکمن کيدو په صورت کي نه یوازي يوگوندي ديکتاتوري جوړوي، نه يوازي د سياسي پلورليزم، اپوزسيون اود مدني ټولني د ايجاد مخه نيسي، بلکي ټولني د يوه اوږده اوژور بحران په لوربيايی،  د واک د ليږد په وخت کي د واک خلا رامنځ ته کوي او په خپله هم د لويدو په صورت کي د سياسي ژوند له ډگره وزي. د بيلگي په توگه پرون د ا.خ.د.گ. د “ سياسي واک” ترلاسه کول خپل اساسي هدف اعلان کړ او ددي کارد کولو له پاره يي په پوځ تکيه وکړه. دي گوند دا هدف ترلاسه کړ، خو د هدف په له لاسه ورکولو سره پخپله هم د يوه گوند په توگه له منځه ولاړ او همدا اوس د هغه گوند پاتي څانگي نه يوازي ځانونه را ټولولې نشي، بلکي د افغان ټولني په سياسي ډگرکي په بشپړه توگه بي تاثيره دي.

     ددي خبروله يادولو مي مطلب دادي چي سياسي گوندونه د “ رسالت” د سرته رسولو په ځای  يوه بدليدونکې تگلاره غوره کړې او په خپله سياسي گوند هم بدلون منونکي ځانگړتيا ولري. يو سياسي گوند هغه وخت بدلون منونکي ځانگړتياوي ترلاسه کوي چي له يوې خوا ځان له ايديولوژيکو اصولو وژغورې او له بلې خوا په گوند کي د بدليدونکو سياسي استعدادونه روزنه او پالنه وکړي او په همشينۍ توگه  ځوان استعدادونه تشويق کړي او په هيڅ وجه ددي استعدادونو مخه و نه نيسې.  ځوان استعدادونه نه يوا زي  سياسي گوندونو بدلون ته چمتو کوي، بلکي د ټولني د بدليدلو ځواک هم پياوړي کوي. همدا اوس اوس ځوانان  د نويو او دموکراتيکو ارزښتونو په انتخاب سره د عربي نړۍ سياسي ژوند او سياسي څيره بدلوي. ځوان ځواک جوړونکي او د پرون په ځای سبا ته گوري او په يوویشتمه پيړۍ کي نورنه يوازي په  په ټولنو کي، بلکي په سياسي گوندونو کي هم د قايد، هميشه رهبر، هميشه امير... له پاره ځای نشته دی.

        د دنمارک د خلکو سوسيالست گوند چي د اوږدې مودې له پاره يې يوازي د ټولنې 5% ، 6% ملاتړ درلود، دا گوند خپلي رهبری ته د نوی نسل په انتخاب کولو او د نويو ارزښتونو په خپلو سره په بي سارې توگه مخ ته ولاړ او اوس د ټولنې تر 14% زيات ملاتړلري او کيداي شي په راتلونکو انتخاباتو کي د اول ځل له پاره په حکومت کي برخه واخلې.

 يو بدلون منونکی سياسي گوند کولاي شي، په دي هميشه بدليدونکې نړۍ کي له يوې خوا خپل هدفونه ترلاس کړې، واک ته ورسيږي او د واک په بايللو سره د سياسي ژوند له ډگره و نه وزي او د تاريخ برخه نشي. په نړۍ کي هغه گوندونه چي بدلون منونکي ځانگړتياوې لري، د واک په لاسه ورکولوسره نه يوازي له منځه نه ځي، بلکي د سياسي سيستم يوه فعاله او جوړونکي برخه پاتي کېږې او بيا هم د واک د ترلاسه کولو له پاره مبارزه کوي. د دوي د اوږده عمر او څو ځله واک ته د رسيدولو ځواک د دوي په بدلون منونکو ځانگړتياو کي دي. د يوې بيلگي په توگه د المان سوسيال دموکرات گوند ١۴٦ کاله عمر لري اودا ډول گوند هيڅکله د “ زور”  په وسيلو سره د واک د ترلاسه کولو هڅه نه کوي. دي پوښتنې ته چي څوک، کوم سياسي ځواک او يا کوم سياسي گوند ته د ټولنې د سياسي لارښوونې او واک درلودلو حق ورکړل شي د ټولنې کاردی او ټولنه د انتخاباتو پوسيله دي پوښتنې ته ځواب ورکوي.

يو سياسي گوند د معلومو نظريواو معلوم تفکر په بنياد را منځ ته کېږې. په بل عبارت د گوند د جوړولو تر شا يو تفکر موجود وي،  کوم چي غواړي د گوند د سياسي هدفونو د ترلاسه کولو امکانات ايجاد کړي. دا تفکر په منډه او د يوې شپې په تيريدو د خلکو له خوا نه منل کېږې او د ټولنيز ذهنيت بڼه نه غوره کوي. په خپله گوند اوخلک وخت او بحث کولو ته ضرورت لري ترڅو وړاندي شوی تفکر د يوې تگلاري په توگه ومنل شي او ټولنيزه پايگاه ترلاسه کړي. ويل کېږې په افغانستان کي تراتيا زيات سياسي گوندونه ثبت شوي دي او ددي معني دادي چي خلک تر اتياو زياتو تفکرونواوتگلارو په هکله فکر وکړې او په دي ويشلې ټولنه کي د سياسي گوندونو تراتياو زياتې ټولنيزي پايگاوي جوړې شي. په افغانستان کي د دا ډول يوټولنيز بدلون او تحولاتو امکانات نشته دي. زه د دا ډول بدلونونو په پيښيدو باور نه لرم. خو په دي باورلرم چي هرومرو به د موجودو سياسي گوندونولويه برخه د سياسي ژوند له ډگره ووزي.

 

 دولت سياسي سيستم نه دی او سياسي سيستم دولت نه دی.

په ديکتاتوريو کي واکمن گوند د سياسي سيستم زړی بلل کېږې او يا پخپله دولت ته سياسي سيستم ويل کېږې. همدارنگه يو شميرفکرکوي چي په خپله دولت سياسي سيستم دی. په واقعيت کي دولت د سياسي سيستم يوه برخه ده. د سياسي سيستم مفهوم له دولت او د يوه گوند له واکمني څخه ډير پراخ دی. په سياسي سيستم کي ټول هغه موسيسي او ارگانونه شامل دي چي سياست او د سياسی پريکړو بهير متاثير کولاي شي،  دا دولت دی. دا سياسي گوندونه دي. دا ټولنيز سازمانونه او مدني ټولنې دي. همدا شان نن نړيواله ټولنه هم د هيوادونو سياست متاثيرکولاي. همدا اوس موږ په تيره په افغانستان کي ددي شاهد يو چي نړيواله ټولنه د سياسي پريکړو په بهير څومره ژور تاثير لري.

 که په يوه ټولنه کي يوازي واکمن گوند او يا دولت د سياسي سيستم په توگه ومنل شي،  ناراضی او مخالف ځواکونه به د واکمن گوند يا واکمن دولت د بدلون سره يو ځاي د موجود سياسي سيستم د بدلون غوښتنه هم را پورته کړي او دا هماغه له بيخه د نظام ړنگول دی. افغانستان د انقلاب، کودتاگانو، جگړو... په شکل کي د دا ډول هڅو پراخه تجربه لري.

 خو په يوه دموکراتيکه ټولنه کي چي سياسي سيستم په پراخو بنسټونو جوړ شوی وي او سياسي گوندونه هم د هغه جوړونکي برخې شميرل کېږې، د حکومت ناراضی او مخالف ځواکونه هيڅکله هم د سياسي سیستم د ړنگولو غوښتنه نه کوي.  مخالفين يا اپوزسيون د واکمن گوند يا واکمن ايتلاف د بدلون شعارونه را پورته کوي. هغه سياسي گوند يا هغه سياسي ځواک چي د سياسي سيستم برخه نه وي، په طبعي توگه د واکمني په ځای د سياسي سیستم د ړنگولوغوښتنه را پورته کوي. همدا اوس په افغانستان کي طالبان د موجود سياسي سيستم ړنگول غواړي.

نور بيا

په همدی هکله:

- جوړښتونه اوارزښتونه- لمړی برخه

- جوړښتونه او ارزښتونه- دویمه برخه

- جوړښتونه او ارزښتونه- دريمه برخه

- په آسمایی کی د دی لیکوال نور اثار