15.07.2018

عبدالباري جهاني

 زما استاد علی محمد زهما

یوه شېبه مخکي خبر سوم چي زما او د افغانستان د تاریخ د زرهاوو نورو شاګردانو قدرمن استاد پوهاندعلی محمد زهما د ۹۶ کالو په عمر په اطریش کي وفات سو- انّا لله و اناّ الیه راجعون.

علي محمد زهما د کندهار هزاره وو؛ او خپل ټول عمر یې معارف ته په خدمت کي تېر کړی وو. هغه یوازي د تاریخ یو زحمتکښ استاد نه وو بلکه په افغانستان کي یې د استبداد او فساد پر ضد په مبارزو کي برخه درلوده، ښایسته قلم یې درلود، زړه ور وو او خدای تعالی د افادې داسي قوت ورکړی وو چي زما هیڅ وخت نه په یادېږي، د کابل پوهنتون شوخو زلمیانو دي یوه ورځ هم د ده په ساعت کي ټوکي یا خبري کړي وي. لیکني او ترجمې به یې ډېري کړي وي خو درې مهم کتابونه یې زه همدا اوس راسره لرم او خپلو ځوانانو ته یې د لوستلو توصیه کوم. نه دا چي زما د ګران او قدرمن استاد ترجمې دي بلکه پر خپلو هغو زلمیانو مي، چي د تاریخ له لوستلو سره مینه لري، پېرزو دي. د روسیې د مشهور ختیځ پوه پروفیسر بارتولد اثر: تاریخ سیاسي و اجتماعي اسیای میانه درقرن دوازده، د لودویک آدمک اثر: تاریخ روابط سیاسي افغانستان از زمان امیر عبدالرحمن تا استقلال او د کارل بکر او فریدریک دنکاف اثر: سرګذشت تمدن؛ چي په افغانستان کي زما د وزارت په شپو ورځو کي د نورو ګټورو کتابونو ترڅنګ چاپ ته وسپارل سو او له نېکه مرغه چي یوه نسخه مي راسره راوړې، له سره لوستلې او ساتلې ده.

ښه مي په یاد دي چي د پوهنځي په څلورم ټولګۍ کي مي تازه Our President Hochemen په نوم د ويټنام یو تاریخي کتاب لوستی وو او تقریبا ټولي مهمي سنې مي په یاد وې. پوهاند زهما، تصادفا د ویټنام پر پېښو باندي بحث کاوه. په ویټنام کي د فرانسې د ماتي او لس کاله وروسته د امریکا د مداخلې سنې ورڅخه غلطي سوې. زه د ځوانۍ په نشه کي وم او پر استاد مي ږغ وکړ. خبره تېره سوه؛ څو میاشتي وروسته چي زموږ د افغانستان د تاریخ کلنۍ آزموینه وه؛ او ده هم تقریري امتحان اخیست؛ زما څخه یې د امیر دوست محمدخان په باره کي پوښتنه وکړه. زما جوابونه یې جمله په جمله رد کړل او کله چي زه بې جوابه وچ دېوال ته ودرېدم نو یې راته وویل چي د ویټنام تاریخ خو دي ښه زده کړی دی، ښايي د کوم بل هیواد تاریخ به دي هم زده وي. خو چي سبا د خپلي ټولني له خلکو سره مخامخ سې او یا په ټولګی کي شاګردانو ته ودرېږې نو د خپل هیواد په تاریخ کي به دي سواد په دغه اندازه وي، چي یوه سوال ته به جواب نه سې ویلای او یا به غلط جواب ورکوې. تاته څلورپنځوس پوينټه درکوم او تا ته دغه شرم بس دی.

دا مي هم ښه په یاد دي چي د امتحان له صحنې څخه کورته نه ولاړم بلکه سیده د بیهقي کتاب پلورنځي ته ولاړم او د سیدقاسم ریشتیا په قلم لیکل سوی افغانستان درقرن نوزده کتاب مي رانیوی. او وروسته چي مي څه پیسې لاسته راتللې د افغانستان په باب زاړه او نوي کتابونه مي ورباندي اخیستل. له هغې ورځي څخه څه کم دوه کاله وروسته، د پیر روښان په بین المللي سیمینار کي د غونډي تر ټولو ځوان غړی وم. پوهاند زهما د سیمینارونو په غونډو کي، چي د کابل پوهنتون په کتابتون کي کېدلې، حاضر وو. زما مضمون یې تقدیر کړ. ما هغه ګړی په غېږ کي ونیوی، لاسونه مي ورمچ کړل او دا مي ور په زړه کړل چي زه چي په ژوند کي هر څه لیکم هغه به ستا د هغه پېغور برکت وي چي د افغانستان د تاریخ په آزموینه کي دي راکړ.

پوهاند علی محمدزهما زموږ په منځ کي نسته. هغه د تل لپاره کوچ کړی دی. هغه پوره شپږنیوي کاله اوږد ژوند په پاکي، په وطن پالنه او جګه غاړه تېر کړ. زه پوهېږم او یقین لرم چي د بل هر وطن پالونکي افغان په څېر به یې په وطن کي د سولي او کراری د لیدلو ارمانونه درلودل، او ټول ارمانونه به یې ګورته ورسره وړي وي. که دا یوه خبره پر زیاته نه کړم نو خبري به مي نیمګړي پاته سي. زهما ډېر لوی نوم وو؛ خو له بده مرغه چي نه یې چا د لیکنو، نه د استادی، نه د پاکی او نه د وطن پالني قدر وکړ.

زه د خپل مرحوم استاد پوهاند علی محمدزهما د کورنۍ ټولو غړو ته د زړه له کومي تسلیت وړاندي کوم. هغوی ته صبر جمیل غواړم او د خپل ګران وطن له افتخاراتو ډکه لمن د زهما په څېر پر وطن، ایمان او قلم باندي مینو انسانانو څخه مالامال غواړم.

+

یاددښت:  دا د لیکوال په قلم  اصلی متن دی چی اسمایی یی پرته له ایډټه خپروی

+

په اسمایی او نورو خپرونو کی د استاد زهما په هکله مطالب:

+

از نشریات دیگر :