رسیدن به آسمایی:31.05.2009 ؛ نشر در آسمایی: 31.05.2009

دستگير روشنيالی

زما د وروستی لیکنی په هکله  د ځینی هیوادوالو د  غبرگون په هکله څو ټکی

 

هغو گرانو دوستانو ته چي همدا اوس د ټول افغان د بحث په فورمونو کي      زما په ليکنه " اوبو ته د کتابونو اچول د زور او د ډار د فرهنگ کار دی" بحث کوی

گرانو دوستانو

زما  په ليکنه  تاسو اعتراضونه او انتقادونه د تفکر وړ دي. ما په خپله ليکنې کي په يوه چلند، په يوه عمل او په يوه کړنه بحث کړي نه په کتابونو او نه د کتابونو په محتوا او مضمونِ او ما دا کتابونه نه دي لوستلي دي. که کله دا کتابونه زما  لاس ته راغلل بيا به يې په محتوا ليکنه وکړم.
 نه يوازي د افغانستان تاريخ، بلکي د نړۍ په تاريخ کي هم هغه فرهنگ بايلونکي دی چي په زور او گواښ تکيه کوي. تاريخ دا خبره هم ثابتوي، هغه فرهنگ چي د زور او احساساتو څخه کار اخلي کمزوري فرهنگ دی. د فرهنگ معنوي برخه په هر حالت کي د استدلال، منطق، زغم، استعداد، انتقاد... د سيالې ډگر دی.
په فرهنگي سيالې کي هغوي ميدان گټي چي له خپل فرهنگ څخه د استدلال، منطق او علم په وسيله دفاع کوي او خپل فرهنگ ته وده ورکوي. په نړۍ کي هر فرهنگ ښې او بدي خواوې لرې. يو بيداره ټولنه او مسول روشنفکران د فرهنگ ښيې خواوي ستايې او پراختيا ورکوي او بدي خواوي يې انتقاد کوي.
په فرهنگي سيالې کي له زور څخه کار اخستل ناوړه پايلې لري او د ټولنيزو ناخوالو لامل گرځی. که په فرهنگي سيالې کي يو لوری له زور څخه کار اخلې بل لوری به هم دي ته اړ شي چي بالمثل عمل وکړې. افغانستان د فرهنگونو تر منځ د زور د کارولو ډيرې ترخې او له تراژيديو ډکي تجربې لري. باید په ټولو امکاناتو هڅه و‍شي چي د فرهنگي د سيالې له ډگر څخه د زور او گواښ وسيلې وايستل شي. موږ د دي تجربې هم لرو کله چي فرهنگ سياسي شو او د سياسی قضاوتونو په معيار تبديل شو څومره زړه بوږونکي پايلې يې درلودي چي تر اوسه هم تلافې شوې نه دي. موږ دا تجربه هم لرو چي کله له وگړو سره د دي او هغه قوم، د دي او هغه مذهب او د دې او هغې سیمې سره د تړوا په بنياد تلنه وشوه څومره دردونکي ناورينونو يې ایجاد کړل. همدا اوس په افغانستان کي په بالقوه توگه د فرهنگونو د ټکر، د فرهنگونو د وسله وال ټکر پياوړي امکانات شته دي. په افغانستان کي د فرهنگونو تر منځ واټن ايجاد شوی او یوه ډارونکي ټولنيزه بې باوري خپره شوي ده. دا بالقوه خېرونه  نه بايد په بالفعل خېرونه بدل شي. د روشنفکرانو او ليکوالانو دنده د ايجاد شوی واټن او د منځ ته راغلې ټولنيزې بې باوري له منځه وړل دي او دا کار هيڅکله هم د زور او گواښ په وسيله نه ترسره کېږې. دا کار د گډو او ټولو ته د منلو وړ ارزښتونو په ايجاد تر سره کېږې.
 زه د تاسو گرانو دوستانو پام دي خبرې ته راړول غواړم که دا ځل په افغانستان کي د فرهنگونو تر منځ ټولنيزه بې باورې په بالفعل ځواک بدله شوه په يوه پراخه او لويه انسانې تراژيدي برسيره به افغانستان د قطعي تجزيې په لور ولاړ شی او يا به هم په تيره بيا د گاونډيو هيوادونو د نفوذ په سيمو وويشل شي.
دوستانو! افغانستان د تباهې په پولو ولاړ دی. د افغانستان راتلونکې په بشپړه توگه نامعلومه ده او څوک ويلاي شي چي سبا به څه کېږې؟ موږ زغم، درناوی او پوهاوی ته ضرورت لرو.
په نړۍ او افغانستان کي هيڅوک بې فرهنگه نه دي. ټول په يوه فرهنگ کي لويږي او موږ او د موږ ژوند د فرهنگ محصول دي. هر فرهنگ د درناوی وړ دی او هيڅوک حق نه لري بل فرهنگ ته په ټيټه سترگه وگوري او هغه توهين او مسخره کاندی. د فرهنگ سپکاوی، د ژبې سپکاوی، د مذهب سپکاوی او د تاريخې وياړونو سپکاوی د فرهنگيانو او روشنفکرانو کار نه دي. دا د وانډاليستانو کار دی.
دا Vandalism دی. وانداليزم له فرهنگ سره د دوښمنې کولو په معنا دی. همدا شان د قوم، ژبې، مذهب تحقير کول د آشوبگرانو کار دی او دا د هغوي کار دي چي په ټولنه کي ټولنېزې بې باوري را منځ ته کوي او د راتلونکو ټولنيزو ټکرونو لاره همواروي. دي ډول لمسونکو او دي ډول لمسونو ته تر ټولو ښه او موثر ځواب قانون دی. تر ټولو ښه ځواب په دي هکله د ټولنې خبرتيا ده. تر ټولو ښه ځواب په يوه پياوړی منطق او په يوه پياوړي استدلال ددي ډول هلو ځلو بې اعتباره کول دي.
نن موږ په يوه بله نړۍ کي ژوند کوو. په دي نړۍ کي نور د فرهنگونو تر منځ د چين ديوال نشته دي.
که په دا ډول يوه نړۍ کي ټولنې له خپل فرهنگ څخه د دفاع له پاره د زور لاره غوره کړې، بې له شکه نتيجه بې يې عامه تباهي وي. نن د فرهنگونو ترمنځ په ديالوگ، پوهای، يوه بل ته د درناوی درلودلو په بنياد چلند او سيالې کېږې او له فرهنگو څخه د زور په ځای په قانوني لارو دفاع کوې. په اور کي د کتابونو سوزول او اوبو ته د کتابونو اچول د قانون لاره نه دی او په دي برسيره دا ډول عمل انسانان دي هڅوي په هره لاره چي کېږې دا کتابونه پيدا کړی او ويې لولې. که همدا اوس مثلآ لس زره کتابونه اوبو ته وغورزول شول، سل زره به په نورو لارو افغانستان ته راننوزي. له ايران څخه څوک د وسلو د راوړلو مخه نشي نيولاي د کتابونو د راوړولو مخه به څه ډول و نيول شي. اوبو ته د کتابونو اچولو نوره هم د دي کتابونو ارزښت او غوښتنه اوچته کړه. د زور چلولو پايلې همداسي وي.

ښاغلی Subat Sabit ليکي:
"له هغی ورځی چه ايراني کتابونه په سين لاهو شول، اکثر خلکو سره دا وسوسه پيدا شوی چه پدی کتابو کی به څه ليکل شوی وي؟ دقاچاقچيانو بازار ګرم دي .  زما د يوه دوست په حواله چه په هرات کی ماموريت لري، هره ورځ ، عادي مسافرين په لسګونو ټوکه داسی کتابونه د ځانه سره له ايران نه راوړيږ د کتاب پلورونکو په مغازو کی خلک فرمايش ورکوی، چه دا کتابونه په هر ډول کيږی تر لاسه او مطالعه یی کړيږ په انټرنټ کی هم کافي امکانات موجود دی."
اوس پوښتنه داده چي اوبو ته د کتابونو د اچولو لاس ته راوړنه څه وه او د دی احساساتي عمل پايلې به په راتلونکي کي څه وي؟
همدارنگه د بيلگي په توگه له گرانو دوستانو پوښتنه کوم په مزار کي د " دانشگاه" د نوم په سر د افغانستان د اطلاعاتو او کلتور د وزارت د چلند لاس ته راوړنې څومره او څه ډول دي؟