رسیدن به آسمایی: 15.11.2009 ؛ نشر در آسمایی: 16.11.2009

دستگیر روشنیالی

جوړښتونه او ارزښتونه

دوهمه برخه

د شوروي د نړیدلو درسونه

“ زويه!  که کمونستان واکمن شي دا ټوله خزانه به درنه واخلې.” د برژنف مور   

                                              

د شوروی  نړیدل او د شوروی سيستم پاتی را تلل روسانو ته، نړۍ ته او موږ ته په زړه پوري درسونه راکوي. د شوروی لويدل او پاتي راتلل په ډيره څرگنده راښيې چي د يوې ټولنې اود يوه دولت ځواک او پياوړتيا په ټاکونو، کلاشينکوفونو او بمونو کي نه دی او نه دا د يوه سيستم د ژغورولو وسيلې دې. د شوروی ړنگيدل همدارنگه موږ ته راښيې چي نه بدليدونکي ايديولوژي او دگمونه سره ددي چي د لسيزو او پيړيو له پاره ميليونونو انسانان غلولې او یرغمل کولاي شي او لوی او لوی ناورينونو هم رامنځ ته کولاي شی، خو هيڅکله هم د دولت او ټولنې د ځواکمن کيدو، هوسايني او نيکمرغي لامل نه کېږې.

   د شوروی د ړنگيدولو تجربه موږ ته راښيې چي هرهغه سياسي سيستم، هرهغه دولت اوهرهغه فکرې ښوونځی چي د ټولنې دغوښتنو درناوی و نه کړې او په حکومت کولو کي هغه په نظر کي و نه نيسي، د ازادو ټاکنو، انتقاد او ازاد بحث مراعات و نه کړی په خپل لاس د خپل زوال لاره همواروي. همدارنگه دا تجربه موږ ته راښيې، په هغه ټولنه کي چي سياسي ازادې نه وي، د انديښنې ازادې نه وې په فکري او ذهني لحاظ يوه روغه او سالمه ټولنه بلل کيداي نشي او په دا ډول يوه ټولنه کي د عقل، فهم، انديښنه، ابتکار او خلاقيت وده، روزنه او پالنه هم له لويو ستونزو سره مخامخ کېږې.  

د شوروی د لويدلو درسونه موږ ته راښیی، هغه واکمنان، هغه ډلې او هغه گوندونه ( که مذهبي او يا ايديولوژيکي)، کوم چی خپلو تگلارو ته د تاريخی ضرورت، تاريخی رسالت... په عبارتونو قانونيت ورکوي له يوه پيچيلی او مشکل پرادوکسل حالت سره مخامخ کېږې. دا پرادوکس په حرف کي برتري او په عمل کي پاتي راتلل او ناکامي دی. له يوې خوا برتري غوښتونکي خپل فکرونه او تگ لارې له نورو ښه او “برتر” بولې، نور او د بل ډول فکرخاوندان توهين کېږې، سپکېږې  اود دوي پيروي کولو ته اړ کېږې او يا به هم نفي کېږې، خو له بلې خوا د دوي فکرونه او تگ لارې د ستونزو په حل کولو کي او هم له نورو سره په سيالې کولوکي پاتي راځي. کمونيزم اويا کاله د خپلې برترې او د دموکراسي او پانگه والې د قطعي زوال او قطعي انحطاط خبرې کولې، خو کمونيزم  نه يوازي له دموکراسي سره په سيالې کي پاتي راغی، بلکي پخپله د قطعي زوال او انحطاط په لور ولاړ. 

 پرون شوروی له دا ډول يوه پرادوکسل حالت سره مخامخ وو او نن شمالی کوريا او ايران ورته حالت لري او غواړي د شوروی په شان خپله دروغجنه “ برترې” د راکتونو او زور په وسيلو ثابته کړې اوورسره خپل خلک په يرغمل ونیسې. له يوې خوا “ برتري غوښتنه” او له بلې خوا پاتي راتلل د کرکې او افراط سبب کېږې او همدارنگه د بشر په تاريخ کي لوې جگړې او لویې بشري تراژيديگانې د برتري غوښتونکو په نوم ثبت دي. د اوسنې جگړې محرکه قوه هم “ برترې غوښتنه” او په نورو د خپلو ارادو تحميل کول دي. 

  شمالې کوريا هغه ارزښتونه  “ Juche ايديولوژې” چي ددي هيواد سياسي سیستم ورباندي جوړ شوی د دنيا ترټولو برترفکري سيستم بولی او Juche په دولتي مذهب بدله شوې ده. خو په عمل کي د ا فکري سيستم  نه يوازي له نورو فکرونو او سيستمونو سره د هيڅ ډول سيالې کولو وړتيا نه لري، بلکي په کورکي د ننه هم د ډيرو وړو ستونزو په حل کي هم پاتي راغلی دی. همدا پاتي راغلی او دا ناکام حالت دی چي شمالی کوريا يې د راکتونو جوړولو او تغولو ته لمسولې ده. سره ددي چي د Juche ايديولوژې د شمالې کوريا خلک د انقلاب واکمنان او ماسټران بولې، خو په عمل کي د شمالی کوريا خلک په خپل ځان او په خپل ژوند هم واکمن نه دي او په لسگونو زره يې د کارپه کمپونو کي په ډيرسخت حالت چي دورځي يوازي دوه سوه گرامه ډوډۍ ورکول کېږې ساتل کېږې. په دي بدمرغه هيواد کي يوازي يو واکمن دی او همدا شان په دي هيواد کي يوازي يو ازاد دي او دا کيم ـ جون ـ ايل دی. سره ددي چي په شمالې کوريا کي خلک خوار او وږې دی، خو کيم ـ جون ـ ايل 200 سوه نوي S500 بنس موټرونه را نيولې دي. دادي سوسياليزم. دادي د خلکو دموکراتيک جمهوريت اودادي ټولنيز عدالت.

 اوس دنيا ددي تړلې ټولنې په هکله ښه نه پوهيږي چي هلته څه تيريږې، خوکله د ازادې  Pandoraپاندورا ددي تړلی بکس سررا پورته کړې بيا به معلومه شي چي دلته کيم او کيم د ځمکي په سرد ميليونونو انسانانو له پاره يو تياردوزخ جوړکړی.  

وايي چي برژنف د لوکسو موټرونو يوکلکسيون درلود، کوم چي د کپتاليزم توليدات وو. يوه ورځ يې هغه خپلې مورته ورښکاره کړ. مور يې د ښکليواودرنگارنگ موټرونو په ليدلوحيرانه پاتې شوه اوله لږ چوپتيا وروسته وايی، زويه!  که کمونستان واکمن شي دا ټوله خزانه به درنه واخلې.

د شوروی تجربه موږ ته راښيې چي ارزښتونو د يوې ټولنې او د يوه دولت  په ځواکمنې او هم په کمزورې کي څومره ټاکونکی رول ترسره کوي. په بل عبارت د يوې ټولنې او يوه دولت ځواک اوکمزوري په هغو ارزښتونو کي دی چي دا ټولنه اودا دولت ورباندي جوړ شوي دي. که دا ارزښتونودموکراتيک او بدلون منونکي وي دواړه ټولنه او دولت پياوړي دي او که دا ارزښتونو زاړه، بدلون نه منونکی او ايديولوژيک وي دواړه ټولنه او دولت کمزوري دي. دموکراتيک او بدلون منونکي ارزښتونو نه يوازي ټولنه او دولت پياوړي کوي، بلکي ددي دو ترمنځ پياوړی او نه ماتيدونکی باورهم جوړوی.

د شوروی تجربه را ښيی، کله چي په يوه هيواد کي سياسي سيستم د تاريخي ضرورت، تاريخي جبر او تقدير په بنياد جوړېږې، دواړه سياست اودولت خپل تاثيراو خپلواکي له لاسه ورکوي او دا دوه د واکمنو د واک او گټو د ساتلو په وسيلو بدلېږې. په دا ډول حالت کي نه سياست علم دي، نه سياست هنردی او نه سياست يو “ خپلواک مسلک”. يو واکمن سړی يا يوه وړه واکمنه ډله د حقيقت په تمثيل کونکي او د حقيقت په انتقال کونکو بدلېږې او رهبر د “ پيشوا” “ کبير” “ نابغه”  ... درجي ته پورته کېږې. رهبري د مطلقيت بڼه غوره کوي او يوډول تقدس پيدا کوي،  رهبر له تيروتنو او اشتباهاتو بري کېږې، هيڅوک ورباندي د انتقاد کولو حق نه لري،  ټولنه يې په پيروي مکلفه کېږې او سياسی وفاداري ته د مذهبي وفاداري بڼه ورکول کېږې.

 استالين او مايؤ همداسي وو.

په شوروی کي ويل کيدل:

 “ داستالين حکم د تاريخ حکم دی”

په چين کي د مايؤ په هکله ويل کيدل:

“ مايو د انقلاب روح دی”

 د مايو په هکله د يوې محلې گوندي کميټې منشي Wang Hongbin وايي:

“ مايؤ يوخدای نه دی، خو خبرې يې د خدای له خبرو لوېی دي”

مارشال لين پياو په يوه وينا کي د مايؤ په هکله وايي:

“ د صدر مايؤ تجربې د مارکس، انگلس او لنين له تجربو ډيرې با ارزښته دي. د هغه ليکنې، ويناوي او مقالې دهغه د ځانگړي نبوغ حکايت کوي. د مايؤ فکرونه د بشريت لارښود او د انقلاب ترټولو ښه وسله ده” برژنف او کيم ـ ايل ـ سونگ هم همدا ډول وو. کيم ـ ايل ـ سونگ له مرگه وروسته د روم د Julius Caesar په شان “Dictator-for-life” د شمالې کوريا "Eternal President of the Republic". په دايمي ريس جمهور بدل شو اود هغه د پيدا کيدو په ورځ په شمالې کوريا کي عمومي رخصتي ده. 

همدادم په شمالې کوريا کي کيم ــ جون ــ ايل او په ايران کي اخوند خامنه اي همدا ډول حثيت لري او د شمالې کوريا او ايران ميليونې ټولنې مکلفيت لري د دوی حکمونه عملي کاندي. په دواړو شمالې کوريا او ايران کي سياست او دولت ددي دو مستبدينو د واک د ساتلو او پلي کولو په وسيلو بدل شوي دي. خامنه اي او کيم ــ جون ــ ايل   دواړه د خپلو واکونو له پاره قانونيت ته ضرورت نه لري او دوي نه د خلکو له انتخاب شوي او نه خلکو ته مسؤليت لري. 

د احمد خاتمي په نوم يو اخوند وايي:

“له رهبري معظم سره مخالفت له خداي سره محاربه ده”

    په ايران کي توتاليتر سيستم دلويدلو پيل.

په ايران کي بيا واکمن سيستم د تاريخي ضرورت او تاريخي جبر په ځای د تقدير په بنياد جوړ شوی اود اخوندانو واکمنې په همدي بنياد د ډيرشوکلنو په موده کي  د دواړو زر او زور په پوسيلو هڅه کړې چي د موافقينو يوه ټولنه جوړه کړي. يوه ټولنه چي په هغه کي اپوزسيون او د بل ډول نظرياتو خاوندان نه وي. يوه ټولنه چي په هغه کي د انديښنې او فکر ازادې نه وي او په تيره بيا د ټولنې اوسيدونکي په سياسي برخه کي يو شان دريځ او يوشان نظريات ولري. دلته حاکميت د امام مطلق حق دی او د امام د غيبت په صورت کي دا مطلق حق د فيقي په ولې پوري اړه لري او ملت په مطلقه توگه دهغه “ رهبري معظم”  اطاعت وکړي. 

علی خامنه اي د ايران روحاني مشر د روان کال د جون د مياشتي په ١٩ تاريخ په خپله وينا کي وایی:

“ که فرض او این است که رقابت بین چهار نامزد این انتخابات، رقابت بین وفاداران به جمهوری اسلامی بوده است ...”  نوموړي بهرنيان تورن کړل چي په ايران کي د موافق او مخالف مسلې ته لمن وهي. خو د ايران وروستيو پيښو په ډيره څرگنده وښودله چي ايران د موافقينو يوه ټولنه نه دی او په دي هکله د اخوندانو هڅې په بشپړه توگه بي تنيجي دي او رامنځ ته شوی بحران په خپله په ټولنه او په واکمني کي د ننه د اختلافونو او سياليو پايله ده. په ايران کي د مونولوگ کولو هڅي له کلک مقاومت سره مخامخ شوې دي او وروستيو پیښو و ښودله چي واکمن تفکر ناکام اود اخوندانو په لاس د جوړ شوی سيستم ړنگيدل پيل شوي دي. د اخوندانو واکمن سيستم هم په نړۍ او په تيره بيا په اسلامي نړۍ کي د

 “ برترې” دعوه لري او په تيره بيا مسلمانان ددي سيستم پيروې ته رابلل کېږې. دي سيستم هم د شوروی اوچين په شان په تيره بيا اسلامی نړۍ ته د انقلاب د صادرولو لويه تگلاره درلوده ، کومه چي په عمل کي په سوچه اتوپيا بدله شوې ده.

د اخوندانو په واکمن سيستم کي سخت او نه جوړيدونکي درزونه را منځ ته شوې دې. د ايرانې ټولنې او واکمن تفکرترمنځ ژور واټن ايجاد شوی دی. اخوندان او تفکر يې د ټولنې د ستونزو په حل کولو، د ټولنې او زمانې غوښتنو ته په ځواب ورکولو کي پاتي راغلی دي.

اصل پلوراليزم دی، نه مونيزم

د هرې بلې ټولنې په شان هم په پخوانې شوروی کي توپيرلرونکي نظريات موجود وو او هم په اوسنی ايران کي د رنگارنگ انديښنو او نظريو خاوندان شته دی او په ځانگړې توگه سياست او سياسي ژوند د هميشه له پاره په څوگونيتوب ډډه لگوي. دا څوگونيتوب کيداي شي نظرياتي وي او دا څوگونيتوب کيداي شي د غوښتونو او گټو وي. سياست ترهرڅه د مخه د عمل ډگردی او د “ عمل په يووالی” تکيه کوي. سياست او د نظریی يووالی له يوبل سره دوه نه جوړيدونکي مفهومونه دي. د سياست اود سياسي هنرځانگړتيا په دي کي دی چي د مخالفو خواو ترمنځ دوه اړخيز اويا څواړخيز پوهاوی، باور، توافق... ایجاد کړي او د ا توفق ترهرڅه د مخه ځان د عمل په يووالی کي څرگندوي. همدا اوس په افغانستان کي دواړه سياست او واک د نظريی او سياسي پلوراليزم په بنيادونو وده کوي. دا منځ ته راغلی حالت تراوسه لا هم ماتيدونکی دی. دا حالت بايد ټينگ شي، دا حالت بايد و ساتل شي او ددي حالت د شا ته گرزيدو مخه ونيول شي.

    جهاني رسالت او وزيرستان

 په ليکنه کي د تاريخي ضرورت، تاريخي رسالت، انقلابي رسالت ... عبارتونو په وار واريادونه وشوه او بيا به يې هم يادونه وکړم. توکويل د ا ډول مطلق عبارتونه ناروښانه عبارتونه بولې. په دي معني چي ددي عبارتونوهيڅ ډول توضيح نه ورکول کېږې. هغه دا ډول عبارتونه له يوه بي بيخه جام سره پرتله کوي چي هرڅومره نظريات او فکرونه په کښي واچوي، د بيا را ايستلو په وخت يې يوهم نه پيدا کېږې. رښتيا هم دي عبارتونو ته روښانه او دقيق تعريف نه ورکول کېږې. د بيلگي په توگه په بيا بيا ويل کېږې:

 “ موږ تاريخي رسالت لرو” “ موږ تاريخي ماموريت لرو” خو دا نه ويل کېږې چي دا تاريخي رسالت يا دا تاريخی ماموريت څه شی دي او په څه شی توجيه کېږې او ددي رسالت تعين کونکی ځواک څه شی دی. دا هم نه ويل کېږې چي تاريخ کله او څه ډول دي وگړي، دې ډلې او دي گوند ته رسالت او ماموريت سپارلې دی چي نور يې په پيروي او اطاعت مکلف کېږې. ددي عبارتونو په پيروي ان د جگړې او سولې په هکله هم د احساساتو، دگمونو او جذباتو په بنياد پريکړې کېږې. همدارنگه په پريکړو او تصميمونوکي ښه له بدو او بد له ښو، سم له ناسمو او ناسم له سمو نه جلا کېږې. ښه او سم هغه څه دي چي واکمنو احساساتو ته ځواب ووايي.  

جهاني رسالت هم د پورتنيو نامعلومو او مجهولوعبارتونوله کورنۍ څخه يوعبارت دی، کوم چي پښتانه او په ځانگړې توگه وزيرستان يې په قرباني بدل شوی دي. په وزيرستان کي القاعده او د هغې پلويان د يوه جهاني رسالت د ترسره کولو له پاره را ټول شوي دي. په بل عبارت هغوي يو نړيوال ماموريت لري چي له وزيرستانه يې لارښوونه کېږې.

په ظاهري توگه د وزيرستان څيره په جنگ، وژلو، ترور، بمباريو ښودل کېږې، خودا د وزيرستان د تاريخې غمېزې او ژورې تراژيدې پوره تصوير نه دي. وزيرستان هغه پنځه او هغه دوه کاله پخوا وزيرستان نه دی. دلته  ټولنيز بندونه شليدلې دي او د نظم او اداره کولو پروني قومي ارزښتونو بی واکه شوي دي. دلته د جوړښتونو او ارزښتونو ژور بحران روان دی، ټولنيزه بي ثباتي او ټولنيز هرج ومرج واکمن شوی دی. دلته يو انقلاب شوی، يو شا ته د گرزولو انقلاب. يو انقلاب چي هرڅه ړنگوي، خوهيڅ شی نه جوړوي.

  په دي سيمه کي هرڅه  (زده کړه. پوهه، جوړول، هنر، موزيک،  توليد، وده او پرمختگ ...) په ټپه دريدلې دي اودا د يوې اوليه ټولنې ځانگړتياوې دي. دا سيمه نه يوازي د څو کلنو له پاره، نه يوازي د څو لسيزو له پاره، بلکي ويلاي شو چي د پيړيو له پاره له بدلونونو او تحولاتو لري ساتل شوي ده او پايله يې هم دا انقلاب او دا واکمن حالت دی. دلته د مايو ستونگ خبره “ قدرت ازلوله تفنگ می برايد” په واقعيت بدله شوې ده او په عمل کي دلته ټوپک په دواړو واک او قانون بدل شوی دی. دا منځ ته راغلی حالت په اسانه او په يوه لنډه موده کي نه جبران کېږې او تراوږدې مودې پورې به په زرگونو او په ميليونو انسانان د ژوند، هوساينې، پوهي، نيکمرغي... په قيمت ددي حالت بيه پريکوې. دلته هغه څه نشته او هغه څه نه دي پاتي چي سبا جوړونکي ورڅخه خپل کارپيل کړې. هغوي به هرڅه له سره پيل کوي او د هغو جوړښتونه او ارزښتونو د ايجاد لاره چي د هغوي په اساس ټولنه پايې، ځان بدلوي او حرکت کوي اوږده او ډيره سخته ده. ددي خبرې کول هم اسانه نه دی چي کله به دلته هغه حالت او چاپيريال ايجاد شي چي ټولنيزذهنيت ورغوي، قانون او عدالت په ځای شي او د انسان د حقونو او ازاديو درناوی وشي.  

ټولنيز دپرسيون

جگړې او روانو پيښو په ځانگړې توگه په انسان، د انسان په کرامت او ارزښتونو تيري  په دواړو فزيکي او رواني لحاظ ددي سيمې خلک سخت متاثير او سخت ځپلي دي. ددي سيمې په خلکو عام او ټولنيز دپريسيون مسلط شوی دی او ټول خلک ترکلک فشار لاندي دي. منځ ته راغلی دپرسيون د ټولنيزي نا اميدی، ټولنيزي ناهيلي او د پراخ  ټولنيزخفگان سبب شوي. په بل عبارت خلک په ژوره توگه په رواني خوارې مبتلا شوي دي. خلک له ژوند او ژوند کولو بي زاره دي او دا له خطرډک او ړنگونکی حالت دی. دا حالت نه يوازي د يوې ټولنې د ناروغي تصوير ورکوي، بلکي کيداي شی ټولنيز دپرسيون په ټولنيز بمب بدل شي او ډيره لويه ساحه به متاثيره کړې. وزيرستان د ميليونونو انسانانو په زندان بدل شوی او په تيره بيا د ټولنې نيمه برخه “ ښځه” په يوه غايب او پټ واقعيت بدله شوې، چي ټولې ناخوالې، آزارونه، تيري او ځورونه په پټه خوله اوسکوت کي تيروي.

دلته ورځ هم توره ده.

 په وزيرستان کي ورځ هم توره ده او هره ورځ يوه توره ورځ ده. دلته هرورځ د مرگ ورځ دی او هره ورځ د ماتم ورځ دی. دلته هغوي جگړې او بريد ته راغلي چي دا روانه ستونزه يې ايجاد کړې او له هغه څه سره په جنگ دي چي په خپله يې ايجاد کړي. همدا دوي دي چي  وزيرستان يې د اوږدې مودې له پاره د جگړې په زون بدل کړي. همدوي شپږلسيزي ددي له پاره هلې ځلې کړې ترڅو ددي سيمې له اوسيدونکو وطنپالنه واخلي، ملت پالنه واخلي او بيا دا را منځ ته شوې ذهني خلا په مذهبي بنيادگرايی ډکه کړې او ترڅودا سيمه د جهانی رسالت د سرته رسولو په مرکزبدله شي. 

د راتلونکو نسلونو بي وسه کول.

 منځ ته راغلی حالت نه يوازي موجود نسل په يوه بايلونکی نسل بدل کړی، بلکي د راتلونکو نسلونو د بايللولاره يې هم همواره کړې ده. په وزيرستان کي په لس گونو زره ماشومان ژوند کوي او راتلونکي په همدي ماشومانو پوري ارتباط لري. راتلونکي د هرماشوم او هرې ماشومې ور ورټکوي او چمتوالی يې غواړي، کوم چي د زده کړو او پوهې له لارې ترلاسه کېږې. را تلونکي ددي ماشومانوهوشياري او خلاقيت غواړي ترڅو وکولاي شي سبا ښه حالت او د ژوند کولو ښه چاپيريال ايجاد کړي. سره ددي چي دا ماشومان د علم، پوهې، کمپيوتر، بدلونونو او گلوباليزم په شرايطو کي پيدا شوي، خو له بده مرغه د بدلون او پرمختگ  په روحيه نه لويږې اوښوونځی ته د تگ او د زده کړې حق يې هم د اسلام په نوم اخستل شوی دی. دا ماشومان به په راتلونکي کي د پوهې او علم د نه درلودلو په صورت کي څه ډول وکولاي شي په خپلواکو شخصيتونو بدل شی او څه ډول به وکولاي شي له نورو سره په برابري کي او په خپلواکه توگه د ټولنې د جوړولو او پرمختگ په چاره کي ونډه واخلې؟  دوي به په نورو پسي روان وي، د نورو له خوا به يې لارښوونه کېږې او د نورو د ارادو او پلانونو سره سم به عمل کوي او دا د راتلونکو نسلونو يوه لويه او ځورونکې غميزه ده.  

ناپوهان د راتلونکي او راتلونکي د ناپوهانو نه دی.

    د نړۍ راتلونکي نسلونه له سختو چلينجونو سره مخامخ دي او دا د بيلگي په توگه د چاپيريال ستونزه،  دا د انرژي د کمبود ستونزه، دا د پراخې خوارې اود پراخې بيکارې ستونزه ده. په دي چلينجونو يوازي علم، پوهه او تکنولوژي غلبه کولاي شي او په دي برسيره راتلونکي نړۍ په پراخه اوهميشنۍ توگه د سختو او پيچليو سيالېو نړۍ ده.  سيالې ژوند دی. سيالې ابتکار او خلاقيت ايجاد وی. سيالې د پرمختگ او کفيت محرکه قوه ده. سيالې هرڅه اوهرچيري دی. په کورکي سیالې، په کوڅه کي سيالې، په ټولگی کي سيالې، په ښوونځی کي سيالې، په کارکي سيالې، په اقتصاد کي سيالې، په سياست کي سیالې... او په دي سياليو کي به بری د هغوي وي چي له نورو زياته پوهه، زيات ابتکار، زيات خلاقيت او زيات امکانات لري.

 په دا ډول حالت او د زمانې د دا ډول غوښتنو په صورت کي له لس گونو زروماشومانو د زده کړي او پوهي د حق د اخستلو عمل څه ډول تعريف کيداي شي، دي ډول عمل کولو ته څه نوم ورکول کيداي شی؟  ښه به دا وې چي دي عمل ته تعريف او نوم ورکول هغوي ته پريږدو چي د همدي عمل قربانيان دی او همدارنگه ددي کارکول راتلونکو نسلونو ته پريږدو چي ددي عمل پايلې به يې ځوروي.

نور بيا