رسیدن به آسمایی: 23.09.2009 ؛ نشر در آسمایی: 24.09.2009

دستگير روشنيالی

 

جوړښتونه اوارزښتونه


د شوروی لويدل: د ټانکونو ناکامي نه، د ارزښتونو ناکامې وه.


څو د سر خبرې
 په افغان ټولنه کي له مفهومونو، جوړښتونو او الترناتيفونو سره هغه شان چلند نه کېږې څرنگه چي دي. په افغان ټولنه کي لويه ستونزه داده چي د الترناتيفونه منلو او جوړولو ته د هغوي له ارزښتونو پرته اقدام کېږې. په بل عبارت په افغان ټولنه کي  يو سيستم،  يو الترناتيف،  يو جوړښت ... منل کېږې، خو هغه ارزښتونو چي دا سيستم، دا الترناتيف او دا جوړښت ورباندي جوړېږي، نه پيږندل کېږې او يا هم نه منل کېږې. دا ډول تفکر او چلند هغه تفکر او چلند پاتي کېږې چي انسان مني، خو ارزښتونه يې نه مني. بشري حقونه منل کېږې، خو فرديت او خپلواکه اراده چي د بشري حقونو بنياد جوړوي نه منل کېږې. په وروستيو انتخاباتو کي په څومره شرمونکي توگه د انسان ازاده او خپلواکه اراده د ټوپک، جنگ سالاري، د مخدره موادو د تجارانو، د زورورانو، د ملکانو، د " استخارو" " اشارو"، د پيسو او زورترگواښ لاندي راغله او ورباندي معامله وشوه. 
کله کله خود انتخاب شوی الترناتيف له ارزښتونو سره د دوښمنې چلند کېږې او يا نوي جوړښت او نوی الترناتيف له زړو او ناکامو ارزښتونو سره ترکيب کېږې. دي ډول حالت نه يوازي ټولنه د جوړښتونوله ستونزي سره مخامخ کړي، بلکې هغه يې د نويو الترناتيفونو په انتخاب هم بي باوره کړې ده. دلته دولت د دولت په شان، دموکراسي د دموکراسي په شان او ملت د ملت په شان نه جوړېږې. خلک د مدرن دولت او ملت جوړولو اود دموکراسي واکمن کولو ته د شک په سترگه گوري او په دي هکله بي شماره پوښتنې لري. رښتيا هم په افغانستان کي ددي جوړښتونو په کارکي لاس ته راوړنې ډيرې کمې او په کلکه کمزورې دې او په دي هيواد کي تراوسه نه يو پياوړی او مدرن دولت ايجاد شوی، نه ملت جوړ شوی او نه دموکراسي ټينگښت مومي.
سره ددي چي هرډول ټولنيز واقعيتونه او ټولنيزي اړيکې سياسي نه دی خوکله چي کوم ټولنيز واقعيت او يا ټولنيزي اړيکې د بدلون غوښتنې را پورته کړې سياسي ځانگړتيا پيدا کوي. په افغان ټولنه کي له يوې خوا دا او هغه ټولنيز واقعيت سياسي کېږې او له بلې خوا نوي ټولنيز واقعيتونه ) سياسي گوندونه، ميديا، مدنې ټولنې..( يو په بل پسي رامنځ ته کېږې اوهريو يې په ټولنيز ژوند کي د خپل ځای او خپل رول غوښتنې لرې. د يوې بيلگې په توگه ددي ټولنې نيمه برخه يعنی ښځې د يوه ټولنيز واقعيت په توگه د پيړيو پيړيوله پاره په بشپړه توگه له سياست څخه بيگانه وې. خو نن دا ټولنيز واقعيت سياسي بڼه غوره کوي هم په خپل حالت اوخپل ژوند کي د بدلون اوهم په ټولنه کي د خپل ځای او خپل رول غوښتنه کوي. په طبعي توگه او په تيره بيا د واک پروني جوړښتونه اوارزښتونه دي غوښتنو ته ځواب نشي ورکولاي.

په افغان ټولنه کي له يوې خوا د غوښتنو او جوړښتونو اوله بلې خوا د جوړښتونواوارزښتونو ترمنځ ژورې بي انډولې او ورسره د بهرنيو لاسوهنو، يرغلونو اواوږدې جگړې ټولنيزه بي ثباتي را منځ ته کړې ده؟ ددي خبرې يادول ضروردی چي په موجود حالت کي ټولنيزه بي ثباتي يوازي د افغانستان مشخصه نه، د سيمې مشخصه هم دی.
ټولنيزه بي ثباتي د يوې ټولنې له پاره ناورين راوړونکي حالت دی. په ټولنيزو پديدواو ټولنيزو اړيکوکي بي ثباتې له سياسي بي ثباتي ډيره خطرناکه اوله ټکرونو ډکه ده. دا په ټولنه کي د جوړښتونو د خلاحالت تعريف کيداي شي. ټولنيزه بي ثباتي په يوه ټولنه کي په تيره بيا د جوړښتونو) سياسي ــ ټولنيز جوړښتونه(  په برخه کي د لېږد " گذار" ناکامي ده او په دا ډول يوه وضعيت کي نه يوازي رهبران، حکومتونه، نظامونه او امپراطوريگانې غرق کېږې، بلکي ټولنه هم ټوټې کيداي شي.
د انسانانو ترمنځ اړيکې د باور په بنياد جوړېږې. خو ټولنيزه بي ثباتي دا باورله منځه وړې او په ځای يې په دي اړيکو ډار، زور، وژل او ترور واکمن کوې، چيرې چي هيڅوک په هيچا باورنه لري او يوبل ته شک په سترگه گوري. آن هغوي چي کلنو کلنو د يو بل ترڅنگ اوسيږې اوله يو بل سره خپلوې لري، په يوبل بي باوره شوي دي. دا ډول حالت د افراط له ودي اود بنياد گرايي له واکمنې سره مرسته کوي. همدادم د ټولنيزی بي ثباتي ترټولوڅرگنده نمونه وزيرستان کيداي شي، چيري چي نه يوازي يوه ډله او چيري چي نه يوازي يو گروپ، بلکي دلته يوه ټولنه د افراطی هدفونو د ترلاسه کولوله پاره ايديولوژيکی کېږې. دا ټولنه هم ثبات اوهم سولې ته ضرورت لري او د Thomase Hobbes په قول " دا سياست دی چي ټولنيز فعاليتونه تنظیم کوي." هغه همدارنگه وايي: " له پاره ددي چي په ټولنه کي سوله او ثبات راشي په بيړه سره د دولتي اتوريتي د ايجاد ضرورت شته دی." خوله بده مرغه دلته سياست ماتي خوړلې او معلومه نه دي کله او څه ډول به دلته دولتي اتوريته ايجاد شی. خير! ددي ستونزې په جوړښت کي پيچيلې سياسي، تاريخي، جغرافيايی او ايديولوژيک لاملونه اوهدفونه را نغښتي دي او د ښه څيړلوله پاره يې د زياتومعلوماتونو د راټولواو مطالعي ضرورت شته دی.
د يوه هيواد په توگه د افغانستان ادامه ترهرڅه د مخه ملت جوړولو ته ضرورت لري. پوښتنه داده چي د ملت جوړولو کارله دولت جوړولو، د ملي انديښنې او ملي هويت ) ملي ارزښتونه( له ايجادولواو ودي سره څومره هم اهنگي لري او په دي هکله لاس ته راوړنې څه دي؟ په وروستيو انتخاباتو کي د ملې انديښنې او ملي هويت ونډه څومره وه؟
 د قوم جوړښت اودقوم اداره په قومي ارزښتونو ترسره کېږې، د ملت جوړول او د ملت اداره کول ملي ارزښتونو ته ضرورت لري او نړيوال کيدل بيا په طبعي توگه په خپل جوړښت او اداره کولوکي په نړيوالو ارزښتونو تکيه کوي.


ارزښتونه څه شی دي؟
په هره ټولنه کي د انساني، اخلاقي، ټولنيزو، سیاسي ... ارزښتونو ضرورت احساس کېږې. د انسانانو تر منځ اړيکې ټولنیزې اړيکې دي او دا اړيکې تنظيم کولو ته ضرورت لري. هغه څه چي دا اړيکې تنظيم کوي ورته ارزښتونه ويل کېږې.  په يوه ټولنه کي يا په یوه هيواد کي چي د څومذهبونو او فرهنگونو پيروان ژوند کوي او له پاره ددي چي د دوي ترمنځ ټولنيز واټن کم شي، موجود توپيرونه په ټکرونو بدل نشي اوله يو بل سره په سوله کي گډ ژوند وکړي، يو بل ومني او يود بل په وړاندي زغم ولري، د گډو ارزښتونو او د يو ځاي کونکوارزښتونو ضرورت منځ ته راځي.
ارزښتونه : " هغه څه چي معنی او ځواک ولري." ارزښتونه کيدای شي طبعي وي، ارزښتونه کيداي شي ټولنيز وي، ارزښتونه کيداي شي اخلاقي وي، ارزښتونه کيدای شي اقتصادي وي، ارزښتونه کيداي شي سياسي وي، ارزښتونه کيداي شي فرهنگي او ديني ... وي.
ځيني پوهان ارزښتونه په ابجکتيف اوسبجکتيف ارزښتونو ويشي. ابجکتيف ارزښتونه هغه دي چي په خپله ارزښت لري يا ارزښت د هغوی په خپل جوړښت او فطرت کي وي. د بيلگو په توگه طلا او الماس يادولې شو. طلا او الماس د خپلو ارزښت له پاره پشتوانې ته ضرورت نه لري او دا ډول ارزښتونه نه ايجاد کېږې. پیسې هم ارزښت لري، خو د پیسو ارزښت د کاغذ په ځای د پيسو په پشتوانه کي دی او هرڅومره چي پشتوانه زياته او پياوړې وې، په هماغه اندازه د پیسو ارزښت هم زيات وي.  سبجکتيف هغه ارزښتونه دي چي د يوه ابجکتيف د ترلاس کولو له پاره پکارېږې. دموکراسي د يوه ابجکتيف په توگه په ټولنه کي د ازادي او برابري ارزښتونو ته ضرورت لري.
په ارزښتونو کي د کيفيت او کميت مسلې هم په نظر کي نيول کېږې. په ماتيماتيک کي تر ډيره ځايه له کمي ارزښتونه گټه اخستل کېږې. په ماتيماتيک کي په اندازه، شمير، فاصله ... حساب کېږې، خو په اقتصاد کي بيا کيفيت او څرنگوالی په مرکز کي دی. همدارنگه په ارزښتونو کي ډيره مهمه مسله د " مطلقيت" او " نسبيت" دی. پورته د طلا او الماسو د ارزښت په هکله يادونه وشوه او د دي دواړو ارزښتونه مطلق ارزښتونه دي. طلا په هرحالت کي طلا او الماس په هرحالت کي الماس دي. ددي دو په کميت کي بدلون د دوي د فطرت او کيفيت د بدلون په معني نه دي. خو هغه څه چي په همیشنی بدلون کي دی او په کومو کي چي کمي بدلونونو هم د کیفي بدلونونو لامل کيداي شې د مطلق ارزښتونو په ځای  نسبي ارزښتونو رول لري اود هغوي پوسيله تنظيم کېږې. په ټولنيزو چاروکي د مطلقو ارزښتونو پيروي کول د مطلق حقيقت د منلو په معني دی او دا ډول تفکرله ټولنيز فطرت سره چي وده کوي او بدليږې نه لگېږې.  Isaiah Berlin په ټولنيز ژوند کي د مطلقيت په ځای د " يوې هميشنۍ تاريخي ودې" يادونه کوي. 
پورته په عمومي ډول د ارزښتونو يادونه وشوه، خو ددي ليکنې ټينگارپه بدلون منونکو ټولنيزو ارزښتونه دي. دا ډول ارزښتونه نسبي او تاريخي ځانگړتياوي لري اودا ځکه چي ژوند او په تيره بيا ټولنيز ژوند بدليدونکی دی اوهغه ارزښتونه چي د ټولنيز ژوند تنظيم کونکي دي ايجاد کيدونکي او بدليدونکي ځانگړتياوی لرې. دا ډول ارزښتونو د ضرورتونو او ايجاباتو په بنياد ايجاد کېږې. د تاريخ په قضاوت کي ډيروښکلو او ښايسته ارزښتونو، آن هغو ارزښتونو چي د ځمکي په سريې د جنت جوړولو وعده ورکوله هم د تنزيل او ماتې لاره غوره کړې ده. هغه ارزښتونه چي د ستونزو په حل کي پاتي راځي او د زمانې غوښتنو ته ځواب نشي ورکولاي بايد بدل شي او ځاي يې نوي ارزښتونو ته وسپارل شي. د موږ په زمانه کي په تيره بيا د ټولنيزو، سياسی... جوړښتونو چټکي ودې د نسبي ارزښتونو په بنياد چلند په واکمن چلند بدل کړی دی. که ځوان نسل او راتلونکي نسلونه دا ډول چلند وکړي اوارزښتونه د ايديولوژيک تفکر او دگمونوله منگولو ازاد کړې،  بي له شکه به هغه تيروتني نه کوي چي پرونيو او د موږنسل کړې دې.
    په ارزښتونو کي ددي او هغوارزښتونو د انتخاب مسله لوری ورکونکی رول لري. په اخلاقي برخه د ښه او بد ترمنځ انتخاب،  په مذهبي برخه د حلال او حرام ترمنځ انتخاب، د اقتصاد په برخه کي د لوړ او ټيټ کيفيت ترمنځ انتخاب او په سياست کي د ويشونکو او يوځای کونکو يا د مخامختيا ايجاد کونکو او د مخامختيا د حل کونکو ارزښتونو ترمنځ انتخاب دی. ويشونکي ارزښتونه ټولنه ويشي، ټولنيز واټن ايجاد وي اود ټکرونو په لورد ټولنې لارښوونه کوي. يوځاي کونکي ارزښتونه د تفاهم، پوهاوی، توافق او مصالحی سره مرسته کوي.

 
د ارزښتونو هميشنی ضرورت

بشرله هماغه پيله په ارزښتونو پسي گرزي او د ارزښتونو پوسيله غواړي خپل ژوند او خپلې اړيکي تنظیم کړې، د ارزښتونو په انتخاب کولو سره خپل ژوند ته هدفمند لوری ورکړي. خو ژوند او د بشرترمنځ اړيکي په هميشنی بدلون او حرکت کي دی. همدا بدلون او حرکت له يوې خوا په پيوسته توگه د نويو ارزښتونو ضرورت منځ ته راوړي او له بلې خوا همدا بدلون او حرکت ټولني ته د ژوند کولو او په ستونزو د غلبي کولو ځواک ورکوي. همدا بدلون او حرکت ټولنې ته د ودي او پرمختگ وړتيا ورکوي. که دا هميشنی بدلون او حرکت نه وي ټولنه هم د ستونزو په حل کولو کي بي وسه کېږې او ورو ورو به د ودي او پرمختگ وړتيا له لاسه ورکوي. بدلون منونکي ټولنې د هغو ټولنو په پرتله چي بدلون ته چمتوالی نه ښيی د ستونزو په حل کي ډيرې پياوړي استعداد او زياته وړتيا لري. همدارنگه همدی بدلون او حرکت انسان ته ددي وړتيا او وس ورکړی، په هغو خطرونو او چلينجونو غلبه وکړي چي دواړه انسان او ژوند يې گواښوي. داروين  په زياته اندازه په بدلون ټينگاردرلود. د ژوند ادامه يې په بدلون کي ليدله او هغه څه يې د ژوند کولو وړ بلل چي بدلون منونکي وي. رښتيا هم په نړۍ کي هغو ژونديو موجوداتو چي بدلون منونکي نه وو او د بدلون وړتيا يې نه درلوده له منځه ولاړل. همدا اوس چي نړۍ په گرميدو دی، د گرمي د مخنيوي تر څنگ له منځ ته راغلی حالت سره د انسانانو د ځان عيارولو مسله هم را پورته شوي ده. له دي خبرو مي مطلب دادي چي دا بدلون او بدلون منونکي ارزښتونه دي چي ټولنې او ټولنيز ژوند ته د پرمختگ او ودي وړتيا او په ستونزو دغلبي کولو وس ورکوي.
   د ټولنې په بدلون کي مرکزې مسله د انسانانو بدلون دی اوپه انسانانو کي بدلون د هغوې په فکرونو، ذهنونو او چلند کي بدلون دی. انسان ماشين نه دی چي د هميشه له پاره په تکمه باندي په زور را وړلو سره چالان شي، هميشه په هماغه يوه لوری وگرزي اوهميشه يو شان او په يوه اندازه توليد وکړي. هغه څه چي د ټولنې او انسان د بدلون په چاره کي ټاکونکي رول ترسره کوي ددي دواړو خپلواکې ده. خپلواکی به ددي  دواړو بدلون منونکو ځانگړتياو ته وده، ځواک او پراختيا ورکوي.


د شوروی لويدل
تاریخ په ډيره څرگنده توگه د هغولويو امپراطوريو، لويو ځواکونو او د هغو نړيوالو سيستمونو پاتي راتلل، ړنگيدل او لويدل ثبت کړي دي چي بدلون نه منونکي او يا يې د بدلون منلو وړتيا نه درلوده. دهغوي ناکامي يوازي د قدرت او دسياسي سيستم ناکامي نه وه، بلکي په اوله درجه کي د يوه فکري ښوونځی چي دي سيستمونو ته يې قانونيت ورکاوه او د هغو ارزښتونو ناکامي وه چي دا سیستمونه او ځواکونو ورباندي جوړ شوي وو.  ددي ډول ځواکونو د لويدلو او ماتي خوړلو نوې بيلگه " نه ماتيدونکی شوروی" دی.
شوروی د نړۍ يو لوی زبرځواک وو. د شوروی سيستم ډيرپياوړی ځواک او قوت درلود. د دنيا لوی پوځ يې درلود. له ټولو يې زيات ټانکونه او بمونه درلودل او په دي برسيره يې د اتومي بمونو لوی لوی گدامونه هم جوړکړي ووچي تر اوسه هم شته دي. شوروی دولت په ځای ناست او پاسيف دولت هم نه وو، شوروی دولت يو فعال او اکتيف دولت وو. په نړيوالو سياليو او نړيوال سياست کي يې هم ښکاره او فعاله ونډه درلوده اوددي دولت لښکرې ترافغانستان هم راورسيدې. په شوروی کي د تعميرونو، فابريکو، موټرونو، طيارو، گاډو... خوارې هم نه وه،  شوروی د پوهانو، متخصيصونو، انجينرانو، مهنديسانو، ډاکترانو او ښوونکو  له خوارې سره هم مخامخ نه وو. خو له دي ټولو سره سره بياهم شوروی سيستم په ډيره اسانه ړنگ شو، ولويد او ناکام شو.

 
د لويدلو او ماتې لاملونه څه وو؟

په عمده توگه لاندي لاملونو د شوروی سيستم په لويدلو کي رول درلود:
اول ـــ د شوروی د سياسي سيستم زړی يو گوندی سيستم جوړاوو. گوند د دواړو ټولنې او دولت لارښوونه کوله او ټول واک له يوه گوند سره وو. واک د همدي گوند مالکيت بلل کيدو. په سياست او په سياسي ژوند د يوه گوند مالکيت ټولنه په پراخه توگه له سیاست څخه بيگانه اود ټولنې سياسي خپلواکييې له منځه وړې وه او په شوروی ټولنه کي " سياسي برابرې" او يا په " سياست کي د وگړو برابر گډون" بيگانه مفهومونو وو.
دوم ـــ شوروي سيستم د یوې ايديولوژې، د يوې ټول غوښتونکي ايديولوژي پيروي او تقليد کاوه چي ستونزو او پيښو ته يې له پخوا څخه تيار ځوابونه درلودل او خپل اصول يې نه بدليدونکي بلل. شوروی مشرانو به په هميشتۍ توگه د خپل اصولو په نه بدليدونکی ځانگړتياو ټينگار کاوه. د دا ډول اصولو د واکمني په حالت کي په طبعي توگه د انتقاد او بدلون ضرورت منځ ته نه راځي اونه شوروی سيستم انتقاد او  بدلون منلو ته چمتوالی درلود. دي دگماتيک چلند له ټولنې او د ټولنې له وگړو څخه د فکر کولو او انديښنې خپلواکي سلب کړې وه. دي چلند يوه ميليونې ټولنه په دي مکلفه کړې وه چي په فکري او ذهنې ژوند کي هغه څه وکړې چي رهبران يې کوي او په ټولنه کي يوازنی سم تفکراو يوازنی سم چلند د رهبرانوفکراو د رهبرانو چلند دی. دي ډول چلند د ټولنې اودولت ترمنځ ژور واټن او بي باورې را منځه ته کړې وه.
دريم ـــ شوروی دولت نه يوازي د ټولنې خپلواکي له منځه وړې وه. نه يوازي يې د ټولنې ټولې دندې په خپله غاړه اخيستې وي، بلکي د شوروی دولت په واکمنې کي بازاراو مارکيټ هم خپلواکي بايللې وه. توليد کول، مصرف کول، مبادله کول، تقسيم کول... هم له پاسه د قوماندې په دود تر سره کيدل. دي حالت توليد بي کفايته، انسانان يې پاسيف، ټمبل او بې ابتکاره کړي وو او په اقتصاد کي د سيالې ځای له پاسه جوړ شوی پلان نيولی وو. 
څلورم ـــ شوروی سیستم په دی باور وو چي د ټولنې وده او تکامل د طبعيت په شان د " جبر" تابع دي او کمونيزم د همدي "جبر"  " تاريخي ضرورت" يا " مطلق حقيقت"پايله ده او شوروی د همدي مفهومونو په بنياد غوښتنه کوله چي ټوله نړۍ د دوي د نه بدليدونکو ارزښتونو په بنياد جوړه شې اودا ارزښتونه ديوه گوند ) کمونست گوند( او يوه تفکر) کمونيزم(  واکمنې وه. کله چي د يوې ټولنې برخليک د جبر، تاريخي ضرورت... پوسيله ټاکل کېږې له ميليونونو انسانانو د ارادي ازادي اود مسؤليت احساس هم اخستل کېږې.

نور بيا