13.01.2015

دستگیر روشنیالی

فانتيزم له بشريت،  تفاهم او زغم سره په جنگ دی

 

ترور په اروپا کي ښی افراط ته د مرستي لاس ورکوي

دا د Samuel Huntington د تمدنونو تر منځ جگړه نه دی. دا د غرب او شرق جگړه هم نه دی. دا طبقاتي جگړه هم نه دی. دا د خوارانو او بډايانو جگړه هم نه دی.  دا يوه ايديولوژيکي جگړه ده ، کومه چي غواړي په دنيا واکمنه شي.  دا د تاريکي او روښنایي، د زغم او افراط تر منځ جگړه دی. دا د پرانستي او تړلې ټولنو تر منځ جگړه دی. دا اسانه او د لنډي مودي جگړه هم نه دي. دا جگړه وخت، ظرفيتونه او ډيرامکانات غواړي. دا د عدالت د تامين کولو انقلاب هم نه دی. دا د جهالت انقلاب دی.

پيړې پخوا په اروپا او له دي جملي په فرانسه کي  د پوهي او انديښنې  انقلاب  پيل او په تيارو يي غلبه وکړه. له همدی ځايه ټولې دنيا ته د نوی او خپلواک تفکر اوپوهي رڼاه خپره شوه. انسان د جهالت او ناپوهي له اسارته وژغورل شو.  انسان او د انسان پوهه،  د انسان انديښنه او د انسان تفکر خپلواک شول.

له بده مرغه په يوويشتمه پيړۍ ک د جهالت غورځنگ پيل شوی او غواړي  له انسانانو هم پوهه او هم تفکر واخلي او انسانان د منځنيو پيړيو تياره غارونو ته په شا وروگرزوي.

دا فناتيک وگړي غواړي  يو تاريک،  يو په ځای ولاړ،  يو بي حرکته او يو د ناهيلو فرهنگ د اميدونو، د بدلون او هميشه په حرکت کي فرهنگ ته مات ور کړي او هغه ارزښتونه واکمن شي چي د انسان د غوښتنو په وړاندي ناکام شوي او پاتي راغلي دي.  خو دوي بايد پوه شي،  چي نه بشريت منځنيو پيړيوته او نه هم اروپايان له رنسانس پخواني حالت ته په شا ورگرزي.

د جهل او د خرافاتو پيروان په نړۍ کي دکرکي، تعصب او فناتيزم  واکمني غواړي تر څو په انقلابي دود ازادی،  د بيان ازادي،  قلم،  وجدان،  هنر،  پوهه،  پرمختگ، هوساينه ... اعدام او زده کړه او استعدادونه مجازات کړي او بشريت او دموکراسي  د دوي د ناکاميو، د دوي حقارت  او له زماني سره د دوي د ژوند نه کولو بيه پري کړي. همدا نن په افغانستان، پاکستان ... کي د سلگونو ښوونځيو تړل،  د زده کړي له حقه د سلگونو زرو ماشومانو محروم کول، د ښوونکو وژل او د کار په گناه د انسانانو وژل د فناتيزم د کار پايله ده.

بشريت هره لحظه پرمختگ کوي او نوې او نوې لاس ته راوړنې لري  نن د بلي هري ورځي په پرتله د ازادی او د بيان د ازادی پرچم او اواز لوړ اوپياوړی په حرکت کي دی.  هيڅوک او هيچ شی په ازادي او د بيان په ازادی د ميليونونو او ميليونونو انسانانو ډاډ او باور کمزوری کولا شي نشي. دا قلم نه دی چي ماتيږي دا به کلاشينکوف وي چي له هميشنۍ ماتي سره به مخامخ کيږي او نن هيڅ شی د مذهبي فناتيزم په اندازه د زوال او ناکامي لاره نه وهي. هيڅ کله عقيدي او باورونه د زور او د نورو په حذف کولو سره بری نه تر لاسه کوي. د باورونو ځواک او بری په رضايت او اراده کي دی.

په فرانسه کي له دريو ميليونو زياتو انسانانو د قلم په پلوي، د بيان د ازادي په پلوي مارش وکړ او دا د ټول بشريت يوه بي ساري تاريخي لاس ته راوړنه ده او دا په کلاشنيکوف د قلم بری دی. همدارنگه په نړۍ کي په ميليونونو ميليونونو انسانان وايي او ليکي “ زه Je suis Charlie يم” او  دترور له قربانيانو سره همدردي کوي او د بيان ازادي خپل اساسي حق بولې.  د بيان ازادي تر ټولو مقدسه او اساسي ازادي ده، کوم چي د نورو ازاديگانو اساس بلل کيږي. په Je suis Charlie  د هر فرانسوي په حق او ازادي حمله دی. دي ترور وښودله کله چي جهالت واکمن کيږي عقل له منځه ځي او کله چي عقل نه وي انسان په پوره بي پروايي سره هر ډول جنايت کوي.

که دا  فناتيزم  يوه په لاس جوړه شوې سناريو وي؟

که د جهالت او فناتیزم  هدف د اسلام او نوري نړۍ تر منځ د واټن ايجاد کول وي دوي دا کار په بري سره تر سره کوي. نن له يحیی خيلو، کابله، پشاوره،  لاهوره او پاریس پوری وژل دد اسلام او خدای په نوم تر سره کیږي.   د پکتيکا په يحيی خيلو کي ماشومان او ځوانان د خدای په نوم ووژل شول، په پشاور کي ماشومانو د وژلو جنايت دخدای په نوم پيل او ختم شو. په پنجاب کي يو سړی او د هغه ښځه د خدای او اسلام په نارو ژوندي وسوزول شول. د چارلی هيدو ژورنالستان هم  په همدي نوم قتل شول.

فناتيزم عملآ هم خدای او هم اسلام د بشريت په وړاندي درولې. اوس له ميليونونو انسانانو سره دا پوښتنه پيدا شوي،  ولې موږ د خدای او اسلام په نومونو وژل کيږو؟

 دي حالت اسلام هم له د نني او هم له باندي له کلک فشار سره مخامخ کړي دي. په دننه کي د سنی او شعيه جنجالونه نه ختم کيدونکي دی او په سونيانو کي بی شماره ډلې را منځ ته شوې او هر يو يي ځان د حقيقي اسلام استاذی بولې. يو لوری د خلافت، بل لوری د امارت او بل لوری بيا د امامت د جوړولو تگلاري لري.  همدارنگه د مسلمانانو په منځ کي  د يوه ځانگړي وگړي او يا فردي ازادي غوښتنه د هري ورځي په تیريدو پياوړي کيږي او د ښځي او نر برابري د ورځي شعار گرزيدلی دی.

د ستونزي بل لوری

په ځانگړي توگه په اروپا کي تروراسلام او مسلمانان له ژور بحران سره مخامخ کړي دي. دلته په اروپا کي ښی افراط ترور ته د يوه وړې ډلې د کار په سترگه نه گوري. نژاد پالونکي، نازيستان... دا کار جنراليزشن کوی او ټولو مسلمانانو ته د ملامتي گوته نيسي.

د اسلام په نوم ترور او افراط  په طبيعي توگه په تيره بيا په اروپا کي ښی افراط ته د مرستي لاس، ځواک او قوت ورکوي.  نن نه يوازي نژادپالونکي، بلکي عادي وگړي هم د هغو پلوي کوي او دا لړۍ په پراخيدو دی چي اصلي قربانی به يي ازادي او امنيت وي. 

همدا اوس په ټوله اروپا کي  د ښی افراط په لور حرکت پياوړی کېږې او د بهرنيانو او په ځانگړي توگه د مسلمانانو په وړاندي زغم په کميدو دی او دا واټن د هرې ورځي په تيريدو سره پراخ او ژوريږي. په Charlie Hebdo حمله او د ژورنالستانو وژل په زياته اندازه ښی افراط ته نوي امکانات، نوې بهاني او نوی زور ورکوي.

افراط  په اروپا کي د “ موږ” او “ دوي “ نوی ويش را منځ ته کړی. دا ويش له “ خارجيانو” څخه په کرکه کولو تکيه کوي او دلته د موازي ټولنو د جوړيدو کار پيل شوي چي ټولنه په دو برخو ويشي او د راتلونکو ټولنيزو ټکرونو لاره همواروي.

***

به همین ارتباط:

اسلام -  خشم و خشونت و یا مهربانی ، ‌بردباری و صلح؟!

Ratbil Shamel-Ahang: Prophet Muhammad weint in Paris