رسیدن به آسمایی:01.2008 .09 ؛ تاریخ نشر در آسمایی :01.2008 .09

پوهنوال رسول باوري

 د ډيورنډ کرښي له منځه وړل

د سل کلن تيري پای ته رسېدل دي


 په پاکستان کي د بينظير بهتود ترور او وژلو سره  سم د هغه هېواد په سياسي او ټولنيز  چاپير يال  کي ناکرارۍ او لړزانده حالات د سيمي او نړۍ پام  ځان ته واړاوه . د افغانستان لوړپوړو چارواکو دا تروريستي عمل وغانده او بينظيره يې د ا سلامي نړۍ يوه باتوره ښځه ياده کړل . د بينظربهتو د مړيني څخه پاکستان ، افغانستان  ، سيمه اونړۍ هر يو په خپل وار د ګټي اخستلو لاري چاري پالي ، د پاکستان واکمنو سمدلاسه دا عمل  په  پښتني  طالبانو  پوري وتاړه ، افغانستان او يو شمير نورو  دا کار د القاعدې کړه  وړه  وګڼل او د زياتو نړيوالو له لوري  دا عمل د شک او تردېد په حالت کي ساتل شويددئ ، چي د هر لوري دا دريځونه په خپله د دې پيښي  په اړه د هغو د ګټي اخستلو لورۍ څرګندوي . 
د بينظير بهتو مړينه د سيمي په اړه د نړيوالو پيښو يوه کړۍ ده .   نړيوال پوځي ځواکونه  له يوې خوا او د اسلامي بنسټ پالو پوځي جنګيالي  له بلي خوا دا سيمه د جګړې ډګر ګرځولې  ده  ، په سيمه کي فعال سياستوال اړ دي چي يا له نړيوالو ځواکونو سره پرڅنګ ودريږي او يا د اسلامي بنسټ پالو پلوي وکړي . خو د پيښو بهير داښئې چي سيمه ايز  سياستوال هغه توان  نه لري چي  په خپلواکه توګه  د خپلو ملي ګټو لپاره کلک دريځ خپل کړي ، تر ټولو ښه يې هغه دي چي زيار
باسي څو د خپلو ملي ګټوپر  هغو اړخونو زيات پام وکړي چي په سيمه کي د دې دواړو جګړه مارو لور څخه د يوه جګړه مار لوري د ګټو سره سمون ولري . د دې ټکي يادونه په کار ده چي په سيمه کي  د اسلامي بنسټ پالو جنګيالو ملاتړ  يوازي د اسلامي موخو پالونکو له لوري نه کيږي ، بلکي د هغو ځواکونو ملاتړ  هم  ورسره شته  چي  په سيمه کي د ناټو او امريکا د برترۍ او واکمنۍ خلاف دي . 
په اوسني واکمن ، سيمه ايز او نړېوال چاپيريال کي  يوازي  يو ځواکمن افغانستان کولای شي چي د خپل ژوند پايښت تضمين کړي .  دې موخي ته د رسېدلو لومړنۍ شرط  د دې هېواد يو والۍ او بشپړتيا ده  . په اوسنيوشرايطو کي د افغان  کارپوهانو ، سياستوالو ، او اولسونو ګډه دنده ده چي د خپلو ملي ګټو د ساتني لپاره د هغو  پاليسيو ملاتړ وکړي  او يا خپله داسي کړنلاري پلي کړي چي هم د جګړې اور له خپلي لمني ليري  او هم خپلو سترو ملي ګټو ته ځانونه وروسوي . د ملي ګټو د تامين يوه بنسټيزه  چاره  د ډيورنډ کرښي ته د پای ټکۍ ايښودل دي . په دې ډول به هم زموږدهېوادبشپړ تيا تامين شي او هم به  په سيمه کي د يوه ځواکمن  هېواد په توګه د خپل ژوند پايښت تضمين وکړي .
په دې ټکي پوهېدل په کار دي چي په روانه جګړه کي د څلورو خواو ،  په پوهېدلي او يا ناپوهېدلي  ډول د ګټو تلفيق ته لاره برابره شوېده . نړيوالوته  په سيمه کي د پاته کېدلو لپاره د جګړې دوام  د خپلو اوږدو مودو ګټو د تامين او ر سېدلو مناسب چانس دۍ . پاکستان په سيمه کي تر ځان د لوړ ځواک خاوند افغانستان نه غواړي ، ځکه يې پر پښتنو سيمو د جګړې اور بل ساتلۍ چي دا ستر ملت د يوځای کېدلو توان پيدا نه کړي . په افغانستان کي يو شمير افغان دښمنه کړۍ  شته چي د جګړې په دوام کي خپلي ناروا ګټي ويني او څلورمه خوا هم  په سيمه کي د بهرنيو بيلا بيلو کړيو  ( اسلامي او غير اسلامي  )  اجيران او د نورو هېوادونو د ګتو د تامين لپاره  استخدام شوي  ډلي  او يو شمير تيروتلي هېوادوال دي چي د جګړې په لمبو کي داسيمه ساتل غواړي ، او دې کړو  وړو ته به  تر هغه  دوام ورکړي چي  سيمي ته د راغلو نړيوالو ځواکونو د سرخوږۍ  کچه  لوړه او يا د بشپړي ماتي تر بريده ورسيږي .  اوس چي د پاکستان کورنۍ ناکرارۍ د هغه هېواد د ناوړه سياستونو له امله ورځ تر بلي زياتيږي ، په کار ده چي  افغاني سياستوال او کار پوهانو د  هغو پښتنو واوبلوڅو  مخکښو  سياستوالو مرستندوۍ شي  چي  د خپل هويت او تاريخ ګټولو لپاره ژمن دي . پښتنو او بلوڅو مخکښو سياستوالو ته په کار ده  چي خپل ټول توان د خپلو سيمو د سمون لپاره وکاروي ، د دې پر ځای چي د سند  او پنجاب پر پيښو سترګي سرې او واويلا وکړي  دا به ډيره ښه وي  چي دخپلو اړوندو سيمو څخه دا روانه جګړه ليري او يا بيخي ورکه کړي .
دملي او تاريخي ستونزو حل  په ډار او ځان غولولو نه شي کېدلای . هغو چي  د اولس د رايو او نظريو پرته  خپل ځان او خپل اند د اولس استازۍ ګڼلۍ خامخا په داسي کنده کي لويدلي چي په خپل ژونديې د ځان دفاع او خپلي نظرې د سپناوي وخت نه دۍ موندلۍ او تر مړيني وروسته يې  د تل لپاره تاريخي ملامتيا ګټلې ده . د دې ډلي کسانو څخه يوه بيلګه  عبدالرحمن خان دۍ . د دې سره – سره  چي په خپلو ليکنو کي يې خپل راتلونکې  نسلونه هڅولي چي د ډيورنډ  هاخوا سيمي بيرته د خپل هېواد سره يوځای کړي ، خو هغه تاريخي مسوليت لا تر اوسه هم د هغه پر تيروتني سيورۍ غوړولۍ ، چي د خپل اولس د مشورې او رايې غوښتلو پرته يې د ډيورنډ سره پر تر تيب شوي تړون هو وکړل .
په دې ليکنه کي زما موخه د ډيورنډ د تړون تاريخي پيښوته کتنه او يا د پاکستان د روانو حالاتو اروزونه او څيړنه نه ده ، يوازي غواړم  د هغو انديښنو او خرخښو په اړه څه وليکم چي د يو شمير ليکوالوپه ليکنو کي کله ناکله را څرګنديږي . زه په دې باور يم  چي هیواد د يوه يا څو  کسانو ملکيت نه دۍ ، اومسئلې  يې هم د يوه يا څو کسانو داندونو او نظريو پر بنسټ نه شي حل کېدلای . هېوادنۍ مسئلې اولسي پريکړو ته اړتيا لري  . په همدې تړاو زما همدا اوسنۍ او تر دې وړاندي  ټولي اړوندي ليکني پر همدې بنسټ ولاړ دي  .  ((  افغان اولس هيڅ کله د ډيورنډ کرښه نه ده منلې  ))  .زه د هغو اندونو ملاتړ نه کوم چي افغان اولس او يا چارواکو ته د ډيورنډ دکرښي د منلو تبليغات او پروپاګندې کوي  . او زما دا دريځ  د  يو شمير  ليکوالو په اصطلاح  ((  د احساساتو پر خره سورلي نه ده  )) بلکي  د هېواد ملي ګټودفاع  هر هيوادوال دې ته اړباسي  چي د ډيورنډ کرښي د منلوملاتړ  وه نه کړي .  

د دې تر څنګ د ويلو  لپاره څو نور  ټکي :
لومړۍ  : د دې  خبري يادول  اړين  ګڼم چي د اولس اراده تر هرڅه ځواکمنه ده ، دا اراده نه اټمبم ماتولای شي او نه د پوځونو د شمير زياتوالۍ ، هغه وروڼه چي د پاکستان  د  اټمبم او زيات شمير مليشو او پوځونو ډاريږي  او له ډاره يې د خپلو رواحقونو څخه د لاس پر سر کیدو تبليغات پيل کړي ، بايد تاريخ ته پام وکړي .  تاريخي پيښو ښودلې چي د تيري کونکو او يرغلګرو په وړاندي د مبارزې ورستۍ برۍ د برحقه هوډمن اولس په برخه شوۍ ، متعرضينو   ، يرغلګرو او غاصبينو  د لنډمهال بري وړۍ دئ  خو وروسته يې بشپړه ناکامي په برخه شوېده چي ځان ته يې شرم ګټلۍ  او هويت يې بايللۍ دۍ .
دوهم  :   اوسنيو نړېوالو شرايطوته په پام سره ،  پاکستان په دې دريځ کي نه دۍ چي يا اټمبم وکاروي او يا خپلو مسلحو ځواکونو ته  د افغانستان سره د جګړې قومانده صادره کړي  .  اوسني نړيوالو شرايطو له يوې خواپاکستان د خپل پېدايښت او پايښت د بنسټيزو ارونو خلاف موقف  ته برابر کړۍ او له بلي خوا د خپلو پخوانيو ساتونکو بنسټ پالو دښمنۍ ته درول شوئ دۍ .  په داسي حالاتو کي هغه انديښنې د منلو نه دي  چي ګويا افغانستان د خپل زورور ګانډي سره د خپلو حقونو د غوښتلو جوګه نه دۍ .  
 
دريم  :  په افغانستان کي اوسنۍ روانه جګړه يوازي د ډيورنډ د کرښي له امله نه ده ، بلکي زيات نور لاميلونه شته چي زموږ په هېواد کي يې د جګړې اور تود ساتلۍ دۍ ،بيلګه يې  په هيواد کي په  فساد ککړو ، بې کفايتو ، اود مخدره موادو دقاچقبرانو څخه جوړي شوي ادارې واکمني  يادولای شو . چي د يو شمير کار پوهانو په پام په دې اداره کي سمون د يو زيات شمير ناخوالو سمون ته لاره برابره ولای شي .
په لنډه توګه غواړم ستاسو پام هغو شونتياو ته را وګرځوم چي  د ډيورنډ کرښي  د ماتولو او له مينځه وړلو  لپاره برابر شويدي  .
دا خبره  خورا ښه د پوهېدلو ده چي افغانستان دومره واک او ځواک نه لري چي د دې ناولي کرښي د له منځه وړلو لپاره په يوازي سر  ډغري وو هي ، د دې لپاره په کار ده چي پر څو اړخيزه يوالي او د بيلا بيلو شونتيا په يوځای کارولو دا ستونزه د غوڅېدلو پر لور وخوځوو . کېدای شي هغه  شونتياوي  د دې ستونزي د حل لپاره اغيزمني وي چي همدا اوس په سيمه او نړۍ کي برابر شويدي  . د بيلګي په توګه .  په سيمه کي د ځواکونو انډول په ټوليزه توګه د افغانستان په ګټه دۍ ، د دې ګټور انډول زياتوالۍ په باالقوه توګه شته خو يوازي د يوه هر اړخيزه ملي تدبير  اړتيا شته چي دا باا لقوه ځواک  د هېواد د ملي ګټو لپاره په باالفعل ځواک واړوي  ؛  په افغانستان کي د تروريزم سره د مبارزې لپاره د ٣٧ هېوادونو نظامي ځواکونو شتون د افغانستان لپاره  د نظامي او سياسي پلوه د نړۍ  د ملاتړ په مانا دئ ؛ په پاکستان کي د نړيوالو شرايطو تر زور او فشار لاندي د زړو ستراتيژيو بدلون   په واقعيت کي د هغو ارونو څخه اوښتون دۍ ،  چي د پاکستان د پيدايښت انګيزې او لاميلونه شميرل کېدل ؛ په سيمه کي د پخوانيو اشغالګرانو زوړ  ( نفاق واچوه او واکمني وکړه ) سياست  ، د افشا کېدلو  او ناکاره توب  پيل  ، چي د ډيورنډ کرښه د هغوۍ د زاړه سياست زيږنده ده ؛ او په دې ډول يو شمير نوري شونتياوي شته چي  د ډيورنډ د کرښي د بدلون چانس يې زيات کړيدئ .
 د دې ټکي يادول اړين ګڼم چي دا تاريخي ستونزه دزيات  دقت او روښاني  کړنلاري  د لرلو په صورت کي حل کېدلای شي . اوس لازمه ده چي د ډيورنډ کرښي د له منځه وړلو لپاره د پښتنو او بلوڅو اولسونو او روڼ اندو سياستوالو ترمنځ د د دې ستونزي د له منځه وړلو لپاره  اغيزمني موخي   څرګندي او د ګډ کار لاري  په ګوته شي  . که د دې وړ فر صت څخه زياته ګټه وا نه خستل شي ، تاريخي ملامتي به د اوسني نسل او په ځانګړې توګه د اوسني سياسيتوالو، روڼ اندو او د افغانستان ملي ګټو ته د هوډمنو شخصيتونو  پر غاړه وي .
او د ليکني په ورستۍ برخه کي د جاپاني  فيلسوف  ( يوري تو موتاشي  ) د اثر (( همت )) دا کرښي رانقلوم چي ليکلي يې دي  : ((  د هدف څخه اوښتل  و هدف ته د رسېدلو په مانا نه دۍ  ))  که څوک د پرمخ تللي  اوځواکمن افغانستان هيله لري  ، بايد د دې هېواد بشپړتيا ته هوډمن پاته شي ، چي  دا هوډدملي ګټود ساتلو او پاللو رښتنۍ دريځ دۍ .

په درنښت