دکتور روستار تره کی 

افغان قبیلوی ناسیونالیزم

د مانډیالیزیشن په منګولوکې

 

د افغانستان په دیرش کلنه جګړه کی د افغانانو ملی هویت سخت تاوانی شویدی : پدغه موده کی زموږ پر ملی هویت باندی د کین او ښی لاس انتر ناسیونالیستانو له خوأ کلک ګوزارونه وشول.

اوس افراطی کین لاسی سیاسی تاریخ ته سپارل شوی او ښی لاسی د ماند یا لیزیشن د مخکښانوسره په نامساویانه  جګړه کی د کمزور دریځ خاوند دی . اما د ملی هویت بحران ادامه لری: 

د ملی هویت دښمنان په نوی بڼه، نوي نوم،نوي قوت او نوي بهرنۍ تړاو د افغانستان د ملي تاریخ په مسخ کولو لګیا دی،او دهغه ورانی نه ګته پورته کوی چه مات  شوي کین او ښی لاسو شاته ایښی دی. .

جګره د عادي ژوند ضوابط او دهغې جملې څخه ملي هویت او د ملی هویت سره تړلی ارزښتونه لکه سوله، سیاسی ثبات،ملی وحدت او ملی واکمنی له منځه وړی . پس له درو لسیزو جګړو نه  پر افغان قبیلوی ټولنه باندی د ماندیالیزیشن ارزښتونه د 35 هیوادونوله خوأ په زور او جبر د تپل کیدوپه حال کی دی.

  د افغانی ټولنی څخه د ملی هویت بیا رغونی او د همدغه لاری نه د سولی او سیاسی ثبات د تینګیدو د وطنی او بومی میکانیزم ځای اوس نړیوال میکانیزم نیولی دی. .

  زموږ په هیواد کی همدا اوس قبیلوی او ماندیالیزیشن ارزښتونه یو د بل سره په تکر کی قرار لری: .

  قبیلوی ارزښتونه پر زور باندی ولاړ دی. او ماندیالیزیشن ارزښتونه په دیموکراسی باندی . د دغو متضادو ارزښتونود تقابل او ټکر له کبله افغانی ټولنه  د بحران سره مخ ده .

ـ  زور چه د قبیلوی طبیعی ټولنی بنسټیز اساس جوړوی، همیشه د بیعدالتی سره یو ځای دی.. اما دا فضیلت لری چه سیاسی ثبات تضمین کړی. . که دغه سیاسی ثبات د یو ملی او د سیاسی تقوأ خاوندی واکمنی په واسطه اعمال شی،پخپل وار د عدالت او دیموکراسی د تحقق زمینه برابروی.ـ  

دیموکراسی چه د ماندیالیزیشن سوغات دی په هغو بیرته پاتی قبیلوی ـ طبیعی ټولنو کی چه د  دیموکراسی دموازینو د هضمولو وړتیا نلری د انارشی او نهایتأ د دیکتاتوری سرچینه گرځی..په همدغو ټولنو کی د دیموکراسی ګته یوازی د ولسونو په منځ کی د دیموکراسی د تمرین په چوکات کی محدوده پاته کیږی. .

  اوس مهال د قبیلوی ټولنی ارزښتونه د پخوانی مجاهد ینو د یوی برخی،د طالبانو او په افغانستان او پاکستان کی د میشته پښتنی قبایلو له خوأ تمثیل کیږی.

  د ماندیالیزیشن موازین د ایساف ،ناتو او امریکا د ځواکونو له خوأ چې اوس افغانستان د یو سیاسي ـ اقتصادي بې خاونده لابراتوار په توګه استعمالوی،مطرح کیږی..

  قبیلوی ارزښتونه او ماندیالیزیشن موازین هر یوغواړی پر بل باندی د جګړی په واسطه بر لاسی  پیدا کړی .

  جګړه شاته مرگ،ژوبله او ورانی پریږدی.اما د جګړی هغه ناوړه اغیز ه چه په اوسنی لیکنه کی ورته پام اړوو،د ملی هویت بحران دی..

افغاني ټولنه قبیلوي ټولنه ده. په قبیلوي ـ طبیعي ټولنه کی ملی هویت د قبیلوی هویت سره کلک تړاو لری..که قبیلوي ټولنه له منځه لاړ ه شی،له هغه سره جوخت هرو مرو ملی هویت تاوانی کیږی او ان له منځه ځی..

په هیواد کی د ملی هویت بحران د شورویانو د یرغل نه وروسته را منځته شو.انترناسیونالست کمونستان په افغانی قبیلوي ټولنه کی د ملی هویت په جوړونکی محور یعنی لوی کام باندی جګړه ایز او سوله ایز ګوزارونه وکړل:جګره ایز پدی معنې چه قبایلي سیمی د نظامي عملیاتو اصلي موخه وګرځید. سوله ایز پدې مفهوم چې ناسیونالیزم د انترناسیونالیزم سره په تقابل کې واقع شو،او سیاسی واکمنی چه قبیلوی ـ ملی بڼه درلوده د تولنی د نورو مرکباتو په منځ کی د یو متنازع فیه عنصر په توګه مطرح شوه: سیاسی قدرت د ملت جوړونکی قام او قبیلی د انحصار نه ووت. ملي هویت د کمونیزم ایدیولوژی په ټکر سره، له بحران سره مخ شو .

د شوروی اتحاد دله  منځه تگ نه وروسته  نړۍ یو قطبی شوه. ملي هویت چه د کورنۍ جګړې تر اغیزې لاندې په کافي اندازه ژوبل شوی  و،له نوی چلنج سره مخ شو. نړیوال ائتلاف د امریکا یانو په سروالی ظاهرأ د بن لادن د تعقیب په موخه افغانستان ته راغی .د تروریزم سره مبارزه د ژیوپولتیک مقاصدو سره یو ځای شوه.

څلور کاله کیږی چه نړیوال ائتلافی قوأ د افغانستان په سهیلی سیمو کی په جګړه لگیا ده. هغه پراخ جنگی امکانات چه پدغه نامساویانه جګړه کی په کار اچول کیږی ،د ظاهری،رسمی،ټاکل شوي موخې سره چه د گوتو په شمار ترورستی ډلو له منځه وړل دی،سمون نه خوری.. داسې تصور کیږی چه په قبایلي سیمو کې بهرنۍ جنگي ماشین د تروریزم ضد عملیاتو تر پلمې لاندې د یرغلگرو په وړاندی د مقاومت دا تاریخي ـ ملي ټاټوبي له منځه وړی،تر څو  د قومی اکثریت د واکمنی فزیکی قوت مات شی او افغان ـ قبیلوی ناسیونالیزم دومره سر اوچت  نکړی چه د ماندیالیزیشن په وړاندی چه دی پخپله د ژیوپولتیک مقاصدو تر اغیز لاندی دی،خنډ شی.

  د افغانانو ملی غورځنگ د قبایلی سیموڅخه را پاڅیدلی او د افغانانو ملی واکمنی ، ملی هویت اوملی تاریخ په همدغو سیمو کی جوړښت موندلی دی..په هره اندازه چه د قبایلی سیمو د خلکو مقاومت وځپل شی،د افغانانو د ملی هویت محور تاوانی او ورسره د یو پیاوړی ملی حکومت جورښت ستونزمن کیږی .او بالاخره افغانستان د خپل کورنی امنیت د تآمین په غرض بهرنیو قوتونوته اړ کیږی.. احتمالآ دا هغه موخه ده چه بهرنی قوت په نښه کړیده .

نړیوال ائتلاف د افغاني ـ قبیلوي تولني د قبیلوي ـ ملي جوړښتونو د محو کولو په مقصد د افغانستان په د ننه کې متحدین لری.او د باندی پاکستان   د سیاسی، دیپلوماتیک،اقتصادي او نظامي مکافاتو او مجازاتو له لاری دی ته تشویقوی او تهدیدوی چه دنړیوال ائتلاف په څنګ کی پاتی شی.انگلوساکسون انتلاف اوپه کابل کې واکمنی   ځینی حلقې همیشه پاکستانی فوج دی ته هڅو ي چه پر قبایلي سیموکی [ چې افغانان ورباندې ارضي دعوا هم لری] ویجاړونکی ګوزارونه وکړی.

په سیمه کی انګلوساکسون ائتلاف د تاریخی تجربی نه لازم شیان زده کړیدی . نوموړی ائتلاف د یو منظم پلان له مخی د افغانانو د ملي هویت د فزیکي محور د ویجاړولو او د ماندیالیزیشن د ارزښتونو د پلی کولو په درشل کی قرار لری.  .

دانگریزی محققینو دتاریخی مطالعاتو له مخی پښتانه طبیعتآ مغرور او د ځان نه راځی ناسیونالستان دی .بهرنی  ځواکونه که غواړی چه په افغانستان کې واکمنی ولری، باید پر ي نږدی چه قبیلوي ناسیونالیزم د حکومت په د ننه کې بر لاس شی او په ځانګړی توګه د امنیتی اورګانونو سوق او اداره په لاس کی واخلی. که افغانی ناسیونالیزم په حکومتی اورګانونو،واکمن شو، پر افغانی حکومت باندی د بهرنی قوت کنترول ستونزمن کیږی. د همدغه استدلال له مخی په افغانستان کی زموږ امریکایی دوستان، هر کال 13 ملیارده دالره په جګړه کی مصرفوی،حال دا چه د ملی اردو د بیا رغونی د پاره په کال کی نیم ملیارد دالر لګښت نلری..په بهرنی قوت دا تور لګول کیږی چه  نه غواری د افغانستان ملی اردوپه خپلو طبیعي ـ تاریخي بڼه بیا راښکاره شی او پر پښو ودریږی. .

انگلوساکسون ائتلاف یوازی په ۲۰۰۵ م کال کې،په قبایلي سیمو کې چې د افغاني ناسیونالیزم ځاله جوړوی، ۱۵۰۰ تنه غیر محارب (یعنی ملکی کسان) وژلی، اما د هیواد په نورو سیمو کی ، په قومي لیږکیو وپورې تړلی جنگی جنایت کارانوته په معامله کی وزارتونه او سفارتونه په ښاخۍ باده کړی.

په هر حال   په افغانستان کی د جګړی په وسیله دقبیلوي ـ ملي جوړښت له منځه وړل پدغسی شرایطو کې چه د هغه په ځاي د ملت جولوړو اقتصادي، ټولنیزه او کلتوري سوله ایزه او مډرنه د ودې پروسه موجوده نه وی، ددی باعث گرځی چه هغه څه چه د ملی هویت تر نامه لاندی د اوږد مهالی جګړی څخه پاتی شوی له نابودی سره مخ شی. او  د هغه  سره د قبیلوی تولنی د سیاسی ثبات جورونکی کورنی عنصر له خاوری سره برابر شی .

موږ یوې چټکی اقتصادي او تولنیزې ودی ته اړتیا لرو چه د هغه پر بنسټ باندی نوی ملی هویت او نوی ملت د پانګوالی نظام د ودی پر بنا جوړ شی  او د قبیلوي ملی جورښت ځای ونیسی.. افغانستان باید د خپلې قبیلوي او ملي  ارزښتونو په ساتنی سره په آرامی، سوله ایزه او طبیعی توګه د ۲۱ پیړی د ارزښتونو د منلو د پاره ځان چمتو کی.

د هغه دیموکراسی عمر چه د جګړۍ او وینی تویولو په بدل پر موږ   تپل کیږی د خلق او پرچم د سوسیالیزم دعمر په اندازه به لنډ وی..

  نتیجه :

ـ  افغانان په هر ځای کی چه وی او هر امکان چه په لاس کی ولری، باید د هیواد په سهیلی سیمو کی د هغه جګړی ددوام سره چه دافغاني قبیلوي ناسیونالیزم ریښې له بیخه باسی مخالفت وکړی.. د تروریزم سره جګړه باید د افغانانو په غاړه وی.په همدې مقصد نړیوال ائتلاف باید د افغانستان دملي امنیتی پوتانسیل ودی ته پاملرنه وکی .

د جګړی سره مخالفت د امریکا سره مخالفت ندی.. افغانان په سیمه کی د امریکایانو سره د یو مطمئن دوست په توګه پاته کیدای شی. پدی شرط چه امریکا په خپل کړه وړه له سره غور وکی، موږ ته د آدم په سترګه وګوری او زموږ ملی ګتی تر خپلوستراتژیکوګتو   قربانی  نکړی.

په افغانستان کې د القاعدی، طالبانواو تروریزم سره د ماندیالیزیشن د مخکښانو جګړه په تدریج د افغانی قبیلوی ناسیونالیزم په وړاندی په یوه ویجاړونکی مبارزه بدله شویده. بهرنی  قوتونه غواړی چه په بیړه او په ډیره بیرحمی د پردیو په وړاندی د مقاومت یوه تاریخی ـ جغرافیایی ځاله ورانه کی. . د جګړی « کشمیری کیدل » اوضاع  لابسی  بیچلی  کړی ده .

په قبیلوي ټولنو کې تلپاتې ملي هویت ، ملي وحدت او سیاسی ثبات همیشه د کورنۍ میکانیزم پر بنسټ  باندی جوریږی.. د بهرنیو قوتونو سیاسی او ژیوپولتیک اجندا کله چه د جګړی په وسیله پلی شی، دغه میکانیزم له منځه وړی او ملي هویت له بحران سره مخ کوی . او ورسره د سیاسی ثبات تولنیز بنڅت  تر سوال  لاندی  راوړی .

د طالبانو غورځنگ د قبایلي سیمو څخه را پاڅیدلې دی.. هغوی زموږ د قبیلوي ناسیونالیزم د جورښت ساتندویان دی. .  دطالب، القاعدې،بنسټ پال او نورو د ژیوپولتیک اغراضو څخه په ډکو نومونو  د هغوی ټکول زموږ ملي هویت ته نه جبران کیدونکی تاوان رسوی. . باید کورنی او بهرنی « سالمی حلقی » خبلی سیاسی نبوغ  په کار واچوی تر څو چه وسله وال اپوزیشن  سولی پروسی ته غاړه کیږدی .

په سهیلی سیمو کې د امریکا او پاکستان ویجاړونکی نظامي عملیات، زموږ د ملي هویت پوتانسیل کمزوری کوی :

په قبایلي سیمو کې جګړه د ملي سرود د متنازع فیه کیدو، د فدرالیزم د توطئې د طرح کیدو او ددري ژبی نه د پښتو لغاتو د حذف کیدو او بالاخره د افغاني ملي هویت د تاواني کیدو سره کلک تړاو لری. .                                                                   

د تروریزم تر نامه لاندی مبارزه چه د بهر نه هیواد ته راغلی د  پښتونخوا  داعیی ته ډیره ګرانه تمامه شویده :  دافغانستان د دولت رئیس په خپل وروستی  مسافرت کې چې پاکستان ته وکړ  ،د افغان ناسیونالیزم دکورنی او بهرنی  د ښمنانو په لمسونه  ، پاکستاني مقامات دی ته وهڅول چه په قبایلي سیمو کی [ متنازع فیه سیمې ] خپل نظامي عملیاتوته زور ورکړی او ددغې لاری  نه په پښتونخوا کې  پاکستاني واکمنی تینګه کړی . د بښتونخوا په متنازع فیه سیمه کی دغه دپردیو  په لمسونه غوښتنه  پرته د پاکستان  واکمنی غیر مستقیم  رسمیت پیژندنه  بل معنی نه  ورکوی  .  د افغان لوری دغه غوښتنه افغان قبیلوي ناسیونالیزم ته جفا او دپښتونخوا داعیې ته خیانت دی  . 

د افغان حکومت کار  هغه وخت زار معلومیږی چه قهرآ د کشمیر د جګړی  په یو طرف  بدل شویدی :  د کشمیر کشاله افغانستان خاوری ته ورننوتی ده .بناْ د موجوده حکومت جوړښت د پردیو هیوادونو د ستراتژیکو تضادونوڅخه ډک دی  او په تصنعی توګه  د ژیوپولیتستانو په ذریعه د جګړی  له لاری  ساتل کیږی . 

د بهرنیو قوتونو حضور  زموږ ملی واکمنی تر سوال لاندی راوستی دی . له بلی خوا اوسنی حکومت  پرته د بهرنیو ځواکونو د ملاتړ نه ځان ساتلی نشی . بناآ موجوده حکومت د بهرنیو قوتونو  سره به تړاو کی د ملی وجاهت څخه بی برخه کیږی او د ملی هویت د بیا رغونی د باره هیڅ دول رسالت درلودلای نشی .                « پای »   

 

فرانسه

دمارچ ۳ مه  ـ ۲۰۰۶  م کال

دوکتور  ع ، روستار تره کی

 

ساير نوشتارها ازپوهنوال دکتور روستار تره کی:

 

نقش اقوام در پروسهء تکامل ملت در افغانستان- ص1    ص2    ص3  ص4     ص5      ص6      ص 7