دستگير خروتی

تور انقلاب بيا راځې


 په هغه  ټولنه کي چي انسان په ځان او په خپله څېره واکمن نه وي ازاده ټولنه نه ده


افغانې ټولنه د جوړښتونواو بدلونونو په ډېر پيچيلی حالت کي دی. په دي جوړښتونو کي  په ناانډولتوب  او يو په بل د معکوس  تاثير درلودلو برسېره د تضاد،  ټکر او مخامختيا حالت هم شته دی. دلته د پېړيو زاړه جوړښتونه د يوويشتمې پېړۍ له غوښتنو سره په ټکر کي دي. په اقتصادي برخه که له يوه لوری په دي ټولنه کي پانگه والې وده کوي اودا ټولنه په نړيوال پانگه وال سيستم کي ورگډېږې او له بلې لوری په دي ټولنه کي فيودالې او قبيلوي جوړښتونه پېاوړي پاتې کېږې. همدارنگه له يوې خوا ملت په جوړيدو دی او له بلې خوا په
ټولنه کي  ويشونکي او په توربورگنيو د ولاړ بنيادونه شتوالی دی.  په سياسي برخه کي له يوه لوری دموکراسي په جوړيدو دی او له بله لوري استبدادې، ترايباليستې، جنگ سالاري او د اوتوريت جوړښتونو خپل موجوديت ساتې. په حقوقي برخه کي له يوې خوا د بشري ازاديو او حقونو د درناوی او مراعات ژمنه ورکړل شوي، خو له بله لوري دودونه او رواجونو د انسانانو په برخليک واکمن پاتې کېږې. دټولنېز ذهنيت او تفکر په برخه کي د دموکراتيک ذهنيت په پرتله قومي او ترايبالیستې ذهنيت ولکه واله بڼه لرې او دا ذهنيت  د ډېر شمېر روشنفکرانو په انديښنو، درېځونو، تگلارو او پايلو اخيستنو پېاوړی تاثير او نفوذ لري. دواړه شوونېزم او سکترېزم د خپلو تگلارو او فکرونو توجيه له ترايبالېزم څخه اخلې. په افغانې ټولنه، په افغانې روشنفکرانو او افغانې سياست کونکي کي د بل هر فکرسيستم او ايديولوژې په پرتله ترايبالېسم پېاوړی پاتې کېږې او دولتې مقامونه هم د وړتيا او مسلک په ځای د ترايبالېزم په دود ويشل کېږې.  زه په دي باوري شوي ېم چي په افغانې ټولنه کي واکمن  ترايبالېستې ذهنيت ددې او هغې ايديولوژي د خپريدو او بری له چارې سره مرسته وکړه او مرسته کوي. په ايديولوژيک فکرونوکي بنسټېزه مسله  “ لوری نيول” ، په “ زور تکيه کول”  او “ راديکالېزم”  دي او دا د ترايبالېزم له بنيادي ځانگړتياو څخه شمېرل کېږې.
 موږ د مارکسيستې ايديولوژي د منلو په کار کي ځان ته د
دي وخت ور نه کړ چي دا ايديولوژي او د هغې  حکمونو  درک او پېږنو. د مارکسيستې ايديولوژې دمنلو په کار کي د پېږندنې په ځای ددې ايديولوژي د ښکاره “ لوري نيونې”  اود هغې “ راديکاله بڼې”  رول تر سر کړ اوموږ هم له منلو سره سم هغه  د خپل سياسي عمل لارښود وگرزوله.
 همداگړۍ  په ډېرو ليکنو، تحليلونو، درېځونو او په ويب سايتونو کی د ترايبالېزم او د ترايباليستې لوري نيوې، توربورگنيو، ويشلو او احساساتو پېاوړې نښانې او تاثيرات  ليدل کېږې. تر اوسه د روشنفکرانو په منځ کي ددې چمتوالی ډېر کمزوری ښکاري چي د ملت جوړولو له پاره  ترايبالېزم، شوونېزم او سکترېزم ته  شا او د قبیلې او قوم په ځای ملت د خپلو ليکنو، څېړونو او درېځونو مرکز وگرزوې. يو شمېر ليکولان نه يوازي د افغانستان واقعيتونه، بلکې د نړۍ واقعيتونه هم د خپلو قبيلوې او قومي نظرياتو تابع گرزول غواړې. بل شمېر بيا د ملت جوړولو په چاره کي زور او استبدادې دود ته د قانونيت ورکولو هڅه کوي. په يو بل شمېر بيا کرکې او نفرت دومره غلبه کړې چي د يوه قوم، د يوه قوم تارېخ او په يوه قوم پورې د تړليو شخصيتونو له توهين او سپکاوی څخه هم ډډه نه شي کولاي. د ملت جوړولو ضرورت له  روشنفکرانود گډو  ارزښتونه د ايجاد غوښتنه کوي تر څو د خلکو تر منځ باور پېاوړی کړې او پخپله د قومې هويتونو په ځای ملې هويت غوره کړې. تارېخ تر اوسه داسي څه نه دي ثبت کړې  چي ملې هويت دي پرونيو هويتونو په ورگرزيدو سره وده وکړې. قوم قوم دی او له قوم څخه ملت نه جوړېږې. ملت د قومې واحد په ځای يو سياسي، تارېخې او اقتصادي واحد دی. ترايبالېزم نه يوازي  ملت ته بلکې دولت ته هم گواښ دی،  چېرې چي دواړه  دولت او ملت  ماتيدونکی حالت لرې.
 مذهب او په تېره بيا مذهبې بنسټ پالنه هم ددې  پرونيو جوړښتونو مرسته او ملتيا تکيه کوي او دا په ټولنه کي د جوړښتونو او بدلونونو کارنورهم ستونزمن، ورو او پيچيلی کوي.  مذهبې بنسټ پالنه د بل هر جوړښت په پرتله  په  ترايبالېزم او قبيلوې جوړښتونو تکيه کوي.  قبيله او قبيلوي جوړښتونه په خپل وار د مذهبې بنسټ پالنې له پاره د يوې ډاډمنې ټولنېزې پايگاه په توگه رول تر سره کوي  او همدا جوړښتونه  د دموکراسي، ازادي او پرمختگ په ضد تر ټولو پېاوړی سنگرونه پاتې کېږې. د پرمختگ او ازادي په ضد هڅې، غورزي او غورځنگونه د بل هر ځای په پرتله له همدې اډو او له همدي سنگرونو ملاتړ تر لاسه کوي. دا اډې نه
يوازي د افغانستان اود سېمې ثبات ته گواښ جوړوې، بلکې نړۍ هم له گواښ سره مخامخ کوي.
 پورتنيو جوړښتونو او ترکيبونو په ټولنېز ذهنيت او فکرکي د تور انقلاب يو ډول  ناروغې منځ ته راوړې ده.
 په افغانستان کي د سره انقلاب هيولا هم راغله، خو هغه نه تارېخې او نه هم د ټولنېز ذهنيت ستونزه وه. سور انقلاب بيا نه راځې. خو په افغانې ټولنه کي تر اوسه هغه بنيادونه،  آرزښتونه او ذهنيت نه دي ايجاد شوي چي د تور انقلاب د نه راگرزيدو ضمانت ورکړې.
 که سړی په تېره بيا په وروستيو سلو کلنو کي د افغانستان پيښو او بدلونونو ته گوري او څېړنه يې کوي نو ور سره دا پوښتنه هم پيدا کېږې:  دا کوم  لامل يا لاملونه، دا کوم عنصر او يا عنصرونه او دا کوم بنياد او يا بنيادونه  دي چي  د ازادي او پرمختگ په لورهر ځل پېل شوې  هڅې نه يوازي له ناکامې سره مخامخ کوي، بلکې ټولنه هم د سکوت او تاريکې په لور وگرزوي؟
د بيلگې په توگه به  د خپلواکي، ازادي او پرمختگ په لور د پادشاه امان اله هڅې يادې کړم،  د همدو هڅو ناکامي به ياده کړم او له هغه وروسته به د تاريکې واکمن کيدل ياد کړم، د لسېزو له پاره د افغانې ټولنې شا ته گرزيدل او د تور انقلاب بری  ياد کړم. د پادشاه امان اله  سياسي، تولنېزې او د ازادې په لاره کي لاس ته راوړنې په ډېره اسانې سره د تور انقلاب پوسيله چي لارښوونه يې ملا کوله له منځه ولاړې او هر څه يې په ټپه ودرول.  تور انقلاب د امان اله خان  او د هغه د پروگرامونو او ازادې خوښونکو تگلارو په ضد نه کوم الترناتيف درلود او نه يې کومه تگ لاره درلوده او نه پاڅون کونکي په دي پوهيدل چي د پاڅون پايلې به يې څه وې او څه به لاس ته راوړې. يوه بلوا گډه شوې وه. يوه توره بلوا. په پاڅون کي د عقل او خرد په ځای احساساتو عمل کاوه. په پاڅون کي دا خبرې ښکاره وې او هغه دا چي امان اله خان کافر شوي، اسلام په خطر کي دی او دنر او ښځې برابرې او ښوونځيو ته د ماشومانو تلل کفر دي. د تورې بلوا موخه د امان اله خان را پورزول او د هغه د تگلارو ناکامې وه. دا کار تر سره شو، تور انقلاب  بريالی شو او ټولنه نه يوازي  د لسېزو له پاره په شا ولاړه، بلکې د ټولنې په برخليک  واړه او اتفاقي وگړي هم واکمن شول.  له دې جملې د سقاو زوی حبيب اله، کوم چي نه  د ټولنې ضرورت وو او نه يې د ټولنې د لارښونې وړتيا درلوده په  ټولنه واکمن شو. حبيب اله  د وړتيا او ضرورت په ځای د تور انقلاب پايله وه. حبيب اله کابل ته په راننوتو سره وويل:
« د جهاد ملا مي وتړله تر څو وروڼه له کفر څخه وژغورم. د بيت المال پيسې نورې د ښوونځيو له پاره نه خرڅېږې او دا به عسکرو ته ورکوم...»
 زه دلته د “ تور انقلاب”  عبارت ددې له پاره په کاروم  چي  د دا ډول انقلاب موخه يې نه يوازي د ازادي او پرمختگ له منځه وړل دی، بلکې په ټولنه  د تاريکې واکمن کول او د لسېزو له پاره د ټولنې شا ته غورزول دي. تور انقلاب د ټولنې په  برخليک نه يوازي واړه او اتفاقي وگړي، بلکې هغوې واکمن کوي  چي له پوهې، وړاندي تگ او د انسان له خپلواکې او نيکمرغې کرکه کوي. همدادم د ښونځېو سوزول، د ښوونکود سرونو پريکول او په دې گناه د زده کوونکو وژل چي زده کړه کوي د تور انقلاب عمل او چلند دي.  ددې عملونو په نتيجه کي په لسگونو زره ماشومان د زده کړې له حق څخه محروم شوې دې. د تور انقلاب موخه د پرون ځای له سبا او راتلونکې سره جگړه دې. 
“ د تور انقلاب په هکله زيات کار او څېړنې ضرورت شته دی”
اوس مهال  په ا فغانې ټولنه کي د ازادي او دموکراسې په لور نه يوازي هڅې، بلکې عملي گامونه، پرمختگونه او لاس ته راوړنې هم شته دي، خو د تور انفلاب  گواښ پياوړي پاتې کېږې او ملا هم ټوپک په غاړه گرزې. دا امکان شته دی چي تور انقلاب يو ځل بيا راوگرزي او د ازادي، دموکراسي او بشرې حقونو په برخه کي لاس ته راوړنې جارو او له منځه يوسي، اساسي قانون  لغوه شي، سياسي گوندونه  غېرقانونې شي، ښځې  د څلورو ديوالو تر شا بندي شي،  ټولنه  يو ځل بيا دا او هغه خوا واړوې، شته جوړښتونه  ړنگ شي او هر څه  په ټپه ودرېږې. دا ځل به د تور انقلاب د راگرزيدو يوه پايله هم د افغانستان ويشل او ړنگيدل وي.
له بده مرغه په ټولنېز ذهنيت کي  دنويو جوړښتونو په پرتله د پرونيو سياسي جوړښتونو پلوې پېاوړې پاتې کېږې او د ټولنې پرونې جوړښتونه استبدادې جوړښتونه دي. که څه هم دا جوړښتونو رنگارنگ شکلونه او څېرې  لرې، خو ددې جوړښتونو گډي ځانگړتياوې له  زور او اوتوريتې څخه اطاعت او پېروې کول دي.
په افغانې ټولنه کي زړو جوړښتونو او په استبداد ولاړ دودونو په ټولنه کي  يو شمېر وگړو او کورنيو ته ددي امکانات ورکړې چي واک او سياست  د دوې چاره وي او يا د هميشه له په تېره بيا په واک او واکمنو تاثير او نفوذ ولري. دي وگړو، ډلو، جنگ سالارانو او په تېره بيا څو کورنيو واک او سياست له دين او روحانيت سره  پيوند کړې تر څو سياست او په تېره بيا واک د دوې د مالکيت په توگه ومنل شي، تر څو دوي هم حضور وي او هم حاکم،  هم ملا وي او هم جنگ سالار،  هم روحانې وي او هم قوماندان.  دا ډول حالت او چلند له يوې خوا په ټولنه کي  له پيشوا، ديکتاتور، اخوند، امام، پېر، حضرت  څخه د پېروې له ذهنيت سره مرسته کوي او له بلې خوا  ټولنه د يوه سړی، د يوه گروپ، ديوه ډلې واکمنې او فرمان وړولو ته چمتو کوي. په افغانې ټولنه کي يو ځل نه، بلکې په تکرار او تکرار سره د يوه سړی واکمنې او د يوې ډلې واکمنې ته هر کلی ويل شوی. اوس هم همدا وگړي، ډلې کورنۍ او جنگ سالاران  له دين او روحانيت څخه د خپل واک  اوخپل گټو د ساتلو د وسيلې په توگه  کاراخلې او د ټولنې اوسيدونکي نه يوازي  دنده او مکلفيت  لرې  چي د دوې خادم، مريد او پېرو اووسېږې، بلکې خپل شخصیت او هویت هم په دوې پوري وتړې.  دوې نه پرېږدې چي ټولنه بالغه او د ټولنې اوسيدونکي بالغ شي. دوې نه پرېږدې چي ټولنه او اوسيدونکي يې  خپلواک شي. دوې نه پرېږدې چي ټولنه  په خپل برخليک واکمنه  شي.  دوي د بې ارادې انسانانو يوه ټولنه غواړې، چېرې چي له دوې څخه په هميشنې توگه اطاعت وکړې. خو انسانان غواړې چي خپلواک وي، انسانان غواړې په خپله فکر وکړې، انسانان غواړې په خپله پوهه شي، انسانان غواړې په خپله د منطق او استدلال کولو خاوند شي، په خپله عمل وکړې او په خپله ددې وس ولرې چي چي دښو او بدو تمېز وکړې. 
د پورته ياد شوي  جوړښتونو، ذهنيتونو او چلندونو په شتوالی کي د دموکراسي جوړول له  لويو ستونزو او لويوگواښونو ډک کار دی اوتر اوسه  ددې ضمانت نشته چي د دموکراسي او د ازادي په لور هلې ځلې دي يو ځل بيا ناکامې نشي. په ناجېريا کي ورته جوړښتونو او چلندونو درې ځله د دموکراسي د ماتې له چارې سره مرسته و کړه.  په پاکستان کي هغه څه ته چي دموکراسي ويل کېږې د جوړښتونو او ټولنې په ځای په برچه تکيه کوي. په ترکيه کي بيا پوځ د دموکراسي ډاډمن ساتونکی دی. په افغانې ټولنه کي همدا جوړښتونه او لاملونه دي چي د بدلونونو،  ريفرمونو، د ازادې او پرمختگ خنډ گرزې.  د دوي  چلندونو يو په بل پسي  بحرانونه  را منځ ته کوي، تورې بلواگانې لمسوې او د تور انقلاب لاره همواره وې. دبحران لاملونه د دوې پوسيله  د ټولنې، دولت او سياست د خپلواکيو سلب کول دي.
په يوه  ټولنه کي يوازي بدلونونه، ريفرمونه او دموکراسي کولاي شي د بلواگانو، پاڅونونو او انقلاب مخه ونيسې. په يوه دموکراتيکه ټولنه کي د انقلاب ضرورت نه پيدا کېږې. په دموکراتيکو ټولنو کي  انقلابونه نه کېږې. په دموکراتيکو ټولنو کي د زور او بلوا پوسيله د واکمنو د پورزولو پوښتنه منځ ته نه راځې. که د واکمنې د بدلون ضرورت منځ ته راځې  واکمن پخپله له واک څخه گوښه کېږې او ټولنه د هغوې په ځای نوي واکمن ټاکې. په يوه هيواد کي د ټولنې خپلواکي، د دولت خپلواکي او د سياست خپلواکې کولاي شي د بلواگانو او انقلابونو مخه ونيسې.
افغانستان بې له شکه  د تور انقلاب  له گواښ سره مخامخ دی او يوازي دموکراسي، ريفورمونه، بدلونونه اود مدنې ټولنو پراختيا کولاي شي چي د تور انقلاب د گواښ مخه ونيسې. هغه سياسي سيستم او سياسي جوړښت  چي له يوې خوا په پلورالېزم او له بلې خوا په سيکولرېزم  ولاړ وي د تور انقلاب مخه نيولی شي.  په افغانستان کي  د دواړو دولت او دين خپلواکې کولاي شي په ټولنه کي د اوږدې مودې ثبات خوندې کاندي. ددې خبرې مانا دادي چي دين له دولت څخه او دولت له دين څخه خپلواک شي.  د دين او دولت جلاکيدل به ددې عملې امکانات منځ ته راوړي چي دا او هغه وگړی، دا او هغه کورنۍ، دا او هغه ملا او اخوند، دا او هغه جنگ سالار د خپل واک او گټو دساتلو په منظور له دين څخه د وسيلې په توگه کار وانخلې.  د ملا ځای د حکومت کولو په  ځای جومات او د سياست کولو په ځای عبادت دی. 

بحران او د هغه لاملونه
وايې: چېرې چي بحران وي هلته  فرصتونه هم وي او په کار دي چي د فرصتونو د پېږندلو او له هغوې څخه د گټې اخستلو په هنر هم فکر وشي.
په دي ورځو کي په افغانستان کي د بحران او د بحران د لاملونو په هکله ډېر څه ويل کېږې.
بحران څه شی دی؟
بحران د بې ثباتې يو حالت دي چي ټولنې له لويو انې گواښونو او ستونزو سره مخامخ کولاي شي. بحران  په ټولنه او يا يوه شی کی له يوه ټاکونکی حالت څخه عبارت دي، چېرې چي  لوي بدلونونه او يا لوې پيښې منځ ته راځې. بحران هغه حالت دي چي په ټولنه کي سياسي او ټولنېز تعادل له منځه ولاړ شی او ټولنه له انې او فوري گواښ سره مخامخ کړې.
"a time when a problem or situation is very bad or dangerous" [Longman]
"a decisive moment; a time of danger or great difficulty" [Oxford
په افغانستان کي دا محال هغسي بحران نشته دی چي پورته يې يادونه وشوه. په افغانستان کي  همدادم داسي
حالت نشته دي چي په ټولنه کي سياسي او ټولنېز تعادل  مخ په ړنگيدو وي او ټولنه له انې او فوري گواښ سره مخامخ کېږې. په افغانستان کي بحرانې حالت په سره ليکې نه، بلکې په نارنجي ليکه کي دی او ددې يادونه  يو ځل بيا ضرور دی چي په افغانې ټولنه کي د بحران پېاوړې نښانې او لاملونه شته دي او کولاي شي ټولنه د لويو او انې گواښونو په لور ټيله کاندي.
د بحران د لاملونو په هکله رنگارنگ نظريات شته دي او کله کله په افغانستان کي ځوانه دموکراسي د بحران
لامل بلل کېږې.  کله د بحران پړه په موجوده واکمنې ورغورزول کېږې او کله بيا د بحران پړه د ناتو په ځواکونو ورلوېږې. 
په افغانې ټولنه کي د بحران لامل او ستونزه دموکراسي نه ده. د بحران لامل ناتو هم نه دي. د بحران لامل دا موجوده واکمنې هم نه دی.  په افغانستان کي بحران  ددي واکمن په لري کولو او د بل واکمن په راوستلو سره هم نه حل کېږې. په وروستيو درو لسېزو کي دلته  يو په بل پسي واکمن وغورزيدل او يو په بل پسي واکمنې ړنگې شوي، خو په ټولنه کي هماغه شان د بحران لاملونه او نښانې پېاوړې پاتې کېږې او د نويو گواښونو سيگنالونه ورکوي. په افغانستان کي د بحران د مخنيوی په کار کي بنسټېزه موخه ددي او هغه واکمن او يا ددې او هغې واکمنې بدلون نه، بلکې موخه په خپله د ټولنې د جوړښتونو او ټولنېز ذهنيت بدلون دی. د بحران لامل يا لاملونه د واکمن او واکمنې په ځای د افغانې ټولنې په جوړښتونوکي نغښتی دي. دا ډول يو حالت يوازي د
افغانې ټولنې ځانگړتيا نه دي. نورو ټولنو هم دي ورته حالت درلود، خو هغوې  د زړو جوړښتونو د بدلون په کارکي و نه ډار شول او په مېړانه يې د ځان له پاره  نوی  ژوند او نوی حالت ايجاد کړ. په افغانستان کي د پرونيو جوړښتونو د بدلون په کار کي زړورتوب په کار دی، خو يوه خبرې ته هميشنې پاملرنه وشی  چي دا کار د انقلابې وسيلو او انقلاب په ځای د بدلونونو، ريفرمونو او قانون په لارو تر سره شي. 
لکه چي ياده شوه د افغانې ټولنې په  جوړښتونو او په تېره بيا سياسي جوړښت  کې د رنگارنگ او ناهمگونو عناصرو عمل کول او يو په بل معکوس  تاثېر درلودل  بحران منځ ته راوړې. د سياسي جوړښت بيلگه به ياده کړم. په افغانستان کي ولسمشر او پارلمان د خلکو له خوا ټاکل شوي. په بل عبارت دولت خپل مشروعیت له خلکو څخه تر لاسه کړی، خو په دولت او د دولت په پريکړو او سياستونو د خلکو په ځای جنگ سالاران، ملايان، اخوندان، قاچاق وړونکي ...تاثير لري. د خلکو په ځای دا جنگ سالاران او ملايان  دي چي د دولت سياستونو ته د لوری ورکولو په چاره  نفوذ لري. همدارنگه په سياسي پيښو او د سياسي پريکړو په بهېر د سياسي گوندونو او سياسي موسسو په پرتله دا او هغه کورنۍ، دا او هغه ملا او يا جنگ سالار تاثير زيات دی.
دا بې ځايه کيدنه ده او دا بې ځايه کيدنه  د بحران لوی لامل دی.
يو شمېر ټولنه پېږندونکي په دي باور دی چي يوه ټولنه په دريو بنيادونو ولاړه ده او دا بنيادونه  له دين، فرهنگ او دولت څخه عبارت دي. همدادم په افغانې ټولنه کي ددې دريو بنيادونو تر منځ نه يوازي ژوره بې انډولې شته دی، بلکې د هغوې تر منځ  ټکرونه او مخامختياوې هم شته دي.  دولت  د دين او فرهنگ په پرتله په چټکې سره بدلون مومي او د دولت بدليدونکې  بڼه  په تېره بيا له  دين  سره په ټکرکي راغلي ده.
په افغانستان کي يوازي د جوړښتونو بې انډولې نه ، بلکې د مفهومونو بې انډولې او تفلب هم شته دی.
هغه مفهومونه او عبارتونه چي له باندي او په تېره بيا له غرب څخه اخستل کېږې د تعريف کولو او پېږندنې په کار کي یې تقلب کېږې او د واکمن فرهنگ تر تاثير لاندي تعريف او مانا کېږې. مفهومونه بايد هغسې وې چي دي.  دموکراسي په بشپړه توگه په سيکولرېزم او  د نظريو په پلورالېزم تکيه کوي. مدنې ټولنه يوه پرانيستې ټولنه ده، چېرې چي وگړي بې له وېرې او ډار د دولت د ناخوالو انتقاد کوي او په ازاده توگه د ټولنې او سياست په کار کي برخه اخلې. بشرې حقونه هم د اسمانې او دينې اصولو په ځای انسانې او ځمکنې اصول دي.  يو شمېر مفهومونه په ډېر بد دود او ناسمه توگه له يوبل سره ترکيب کېږې. کله دموکراسي او سياسي اسلام سره گډوي، کله بيا د بشري حقونو له اصولو او واکمن دودونو يو ترکيب جوړېږې او کله بيا وړاندي ځې له دموکراسي، اسلام او واکمنو دودونو څخه يو څه  جوړوېږې چي په پخپله جوړونکي يې نه په مانا  پوهېږې او نه يې د په کار اچولو لارې پېږنې. د مفهومونو په  دا ډول ترکيب کولو سره نه يوازي بې مانا عبارتونه، بلکې بحران راوړونکي  پرادوکسونه هم ايجاد وې. په اساسي قانون کي دا ډول بحران راوړونکي پرادوکسونه شته دي.
د بحران  لامل د دموکراسي او ټولنېز ذهنيت  تر منځ نا انډولتوب دی. د بحران لامل د يوه ځانگړی وگړی د ازاديو او په ټولنه کي د واکمنو دودونو تر منځ ژور واټن دی. د بحران لامل د افغانې ټولنې د زړو جوړښتونو او د زمانې د غوښتونو تر منځ واټن دی.  د بحران لامل د گلوبالېزم او ترايبالېزم تر منځ واټن دی. روانه جگړه هم ددې لاملونه پايله ده. دا يا د شوي لاملونه، عنصرونه او واټنونه  له يوې خوا کولاي شي احساساتې بلواگانې اوحرکتونه ولمسوې او له بلې خوا په ټولنه کي د سياسي او ټولنېز تعادل په له منځه وړلو اود بحران په ژوريدو سره  يو ځل بيا ټولنه  د انارشي او د تورو بلواگانو له گواښ سره مخامخ کړې.  نه يوازي په افغانستان کي، بلکې په نورو ټولنوکي هم کله چي د جوړښتونو ترمنځ  او يا د جوړښتونو او د ټولنېز ذهنيت  تر منځ انډول خرابېږې بحران منځ ته راځي.
افغانې ټولنه پورته ياد شويو جوړښتونو او د وروستيو لسېزو وسله والو ټکرونو په کلکه کمزورې کړې او د بحرانونو په حل کي بې وسه ده. همدادم افغانې ټولنه په  هغه حالت کي نه دی  چي خپل بحرانونه په خپله حل کاندي او په افغانستان کي د نړيوالې ټولنې د موجوديت لامل هم د ټولنې همدا بې وسه ده.  په افغانستان کي تر اوسه نه په اقتصادي، نه په سياسي او نه هم په فرهنگي جوړښتونو کي اساسي بدلون  راغلی او نه د نويو جوړښتونو او ټولنېز ذهنيت تر منځ انډول جوړ شوی. په ټولنه کي تر اوسه هغه منځنی طبقه نه ده جوړه شوي چي له يوې خوا په  ټولنه کي دخوارو او مړو تر منځ واټن لنډ او له بلې خو د دموکراسي له پاره په ټولنېز بنسټ او د دموکراسي د ساتنې په سنگر بدله شي. د بې انډولې دا حالت په  ټولنه کي بې باورې منځ ته راوړې. د واکمنو او ټولنې تر منځ واټن جوړوې او هم دا حالت  د زورزياتی، فساد او خشونت سبب هم کېږې. په دي حالت د غلبې په کار کي موجوده واکمنې کمزوری عمل کوي او د واکمنې په کمزوري برسېره د دولت دا او هغه جوړونکې برخه  د بحران له ژوريدو سره مرسته کوي. د بيلگې په توگه به قضا ياده کړو. د قضايې برخې کمزورې او په دي اداره کي حق په ناحق او ناحق په حق بدلول په ټولنه  کي د حقوقي سيستم د پڅې ودي او يا نه ودې په مانا دی. دا حالت د قانون په وړاندي د ټولنې د اوسيدونکو د برابرې مسله تر پوښتنې لاندې راولې او په واکمنې د خلکو باور له منځه وړې.
اوس واکمن د خپلو کمزوريو د تلافې کولوله پاره په ځای ددې چي د ريفرمونو او بدلونونو لاره غوره کړې او د زړورو او لويو پريکړو د کولو او ريسک منلو لاره ونيسې.  د شته  ستونزو، د هغو له لاملونو او د حل له سمو لارو په څنگ تېريدو سره  غواړې “ د امربل المعروف او نهي عن المنکر اداره” جوړه او هغې پوسيله  شته ستونزې حل کړې. په دې هکله د حج او اوقافووزير وايې:
«  امر به معرف و نهی از منکر... خواهد کوشيد تا نابسامانی های جامعه را اصلاح کند»
. دا مطلب د بې.بې،سې. له فارسې پروگرام څخه اخستل شوی. کاشکې ستونزې او حل يې دومره ساده وي. په افغانستان کي نه ستونزې دومره ساده او نه په دومره ساده ډول حل کيداي شي. که واکمن د پيښو ساده کول غواړي او له هغوې سره په ساده گې تلنه کوي، خو په عمل کي  نه پيښې ساده دي او نه به يې حل ساده وې. په افغانستان کي ستونزې نه په تور او سپين سره جلا کېږې اونه  د حلال او حرام په چوکات کي ځاېږې.
که  “ امر به معرف و نهی از منکر” د ټولو “  نابسامانی های جامعه” د حل لاره وي.؟
طالبانو ددې کار په کولو سره د ټولنې څومره ستونزې حل کړې؟
په ايران کي له هغه وخته چي خمينی وويل: » فحشا ازبين رفت، فساد از بين رفت...« نږدې درې لسېزې تېرېږې. خو هلته نه فحشا له منځه تللې او نه فساد له منځه تللی او نه  د ټولنې ستونزې حل شوي. 
د افغانستان په کليوالې ژوند کي پېړې تېرې شوې چي له ستونزو سره د حلال او حرام او د امربه معروف او نهي از منکر په دود چلند کېږې او د ملا واکمنې چلېږې. دلته هر څه د ملا د فکر په معيارونو سنجول کېږې.
دلته په انسان، د انسان په کرامت، د انسان په ارزښتونو، د انسان په حقونو او ازاديو د منځنيو پېړيو په دود
قضاوت کېږې. دلته ښځه دوهمه درجه انسان دی. دلته ښځه له ټولنېز ژوند څخه غايبه ده او که د باندي راوزې داسي پټه او نغښتې وي که سړی ته خپله مور هم په مخه ورشي و به يې نه پېږنې. دلته له ښځې څخه د کورنۍ او ټولنې په کار کي د پريکړې  حق ا خستل شوی. دلته ښځه خرڅېږې. دلته ښځه په بدو کي ورکول کېږې. دلته ښځه د ځناور په توگه وهل کېږې. دلته نجلې ښوونځيو ته نه پريښودل کېږې.  سره ددې چي په کليوالې ژوندکي له  ستونزو سره د ملا په دود چلند کېږې. خو په کلو کی  د ستونزو د حل په ځاي يو په بل پسي  ځورونې،  ازارونې او ستونزې را روانې دي.
 
 
قانون ته درناوی د جبر په ځای د ازادي ارادې په بنياد منځ ته راځې.


په افغانستان کي ستونزه اخلاقي بحران نه دي او نه اخلاقي بحران د جبر، لښتو، تازيانو، سپک کولو او توهېن کولو په وسيله حل کېږې. د اخلاقي بحران د حل تر ټولو ښه لاره د وجدان ازادي ده، د عقل او خرد ازادي ده. د انديښنې او فکر ازادې ده. په ځان، په ژوند او په راتلونکې د هر ځانگړی وگړی خپلواکې ده.  د اخلاقې بحران تر ټولو ښه لاره د ارادې ازادې ده. اخلاق  تر هر څه ړومبی په  وجدان او ارادې پوري تړلې مسله ده.
 اخلاقو او اخلاقي اصولو ته له  باندي او په زور لوری نه ورکول کېږې او په دې هکله د قانون تر څنگ د انسان د ازاد وجدان او د ازادې ارادې د روزولو کار ته پاملرنه وشي.
 ايمانويل کانت  په دي هکله وايې:
» انسانان په معمولې توگه د دو ډولو قانونو پېروي کوي. يو خارجي قانون چي له هغه څخه سر پيچې مجازات
دي. بل قانون د وجدان له اصولو پېروې کول دي چي په انسان کي د ننه او پټ دی. په يوه ازاده ټولنه کي انسانان له دي اصولو څخه د خپلې ارادي په بنياد پېروي کوي« کانت په کلکه په دي برخه کي د جبر او مجبور
کولو مخالف وو. له هغه ځايه چي اخلاقي اصول وجدانې او داخلې بڼه لري يوازي د وجدان د ازادي او د خپلې ارادې په بنياد په ټولنه کي قانون ته د احترام او د قانون د پېروې روحيه او مسوليت روزل کيدای شي.
په افغانې ټولنه کي له پېړيو را په ديخوا د قانون پېروې کولوپه کار کي د جبر او زورله لارو کار اخستل کېږې،
خو نه په دي ټولنه کي کله  قانون واکمن شو، نه په ټولنه کي دولت واکمن شو او نه د جبر او زور وسيلو بری تر لاسه کړ. افغانان د  “ امربل المعروف او نهي عن المنکر”  اداره د جبر او زورد وسيلې په توگه پېږنې. د افغانانو او په تېره بيا د کابليانو په ذهن کي  “ امربل المعروف او نهي عن المنکر” مفهوم  له تازينو، لښتو، ډانگونو، وهلو، توهین کولو او تحقېر کولو سره تړلی يو مفهوم دی او  “ امربل المعروف او نهي عن المنکر”  د مکلفيتونو يوه ټولنه جوړول غواړي، چېرې چي حقوق او ازاديگانې په بې مانا او بابېزه شيانو بدلېږې او چېرې چي د وگړو په خصوصی ژوند کي پراخه لاسوهنه کېږې. 
 د کانت وايې:
« له قانون سره مېنه او قانون ته  درناوی بايد د انسان د شخصيت په يوه برخه بدل شي او په اخلاقې مسلو کي کي بې له دي چي  بخښښ او يا جزا په نظر کي وي د مېنې او درناوی په بنيادونو تلنه او چلند وشي »
دلته بايد ددې خبرې يادونه و‍شی چي انسان د هر ډول قانون په پېروي کولو مکلف نه دی.  انسان د هغه قانون سره مېنه پيدا کوی او ورته  درناوی کوي چي په خپله د انسانانو له خوا د ټولنېز تړون په توگه جوړ او منځ ته راځې او دا هغه قانون دي چي د انسانانو د برابرې په بنياد جوړ شوی وي. ددې ډول قانون عملې امکانات هغه وخت په پراخه توگه منځ ته راغلو چي مارتين لوتر Luter Martin  اعلان وکړ چي هر څوک د خپل ايمان مسوليت لري او يا هر څوک د ځان کشيش دی او د قانون په وړاندي د انسانانو د برابرې په کار کي د دين او دولت او د دين او حقونو جلا کيدولو بنسټېز رول تر سره کړ.
په فغانستان کي  ستونزه ددي او هغه سړی د ژېرې اندازه نه ده، ستونزه د شنو او سپينو کالو اغوستل هم نه ده. ستونزه ددې او هغې ښځې ځان جوړول او د هغې د پړونی څرنگوالی او رنگ  هم نه ده، ستونزه د هندوانو او سکانو پوسيله د زيړو کالو نه اغوستل هم نه ده.  ستونزه په ځان، په خپل ژوند او په خپله راتلونکي د پريکړې کولو حق هم نه دی.  ستونزه خوارې ده، ستونزه بې وزلې ده، ستونزه د قانون په واکمن کولو کي د دولت کمزورې ده. ستونزه د دموکراسي او مدنې ټولنې او سياسي گوندونو کمزورې ده. ستونزه بې له دموکراتانو د دموکراسي جوړول دي او تر ټولو لويه ستونزه جگړه ده، کومه چي د ملا جگړه ده او کومه چي د ملا پوسيله په مخ بيول کېږې.  ستونزه له خپلې دندې او له خپله ځايه د ملا بې ځايه کيدل دي.  ملا د روحانيت او عبادت په ځای د جگړې، دسياست او حکومت کولو لاره غوره کړې ده.  ملا پخپله د افغانستان د خلکو د اوږدو بدمرغيو او اوږدو رنځونو له لاملونو يو پېاوړی لامل دی. سره ددې چي ملا  د مور په غېږ کي لوي او روزل  شوی، خو ملا د ښځو د اوږدو او تارېخې رنځونو، بدمرغيو او ناخوالو پلوی پاتې شوی.
 کله چي ملا واک ته د رسيدلو چانس تر لاسه کړ د افغانستان په تارېخ کي يې د بل هر ځواک په پرتله له ځورونو، رنځونو، کړاونو او وژنو ډکه  ديکتاتورې جوړه کړه او په دي ملاتورې کي ټوپک په ايديولوژي او ايديولوژې په ټوپک تکيه کوله.
 اوس به  له بده مرغه دا د افغانستان  ځوانه دموکراسي وې. دا به د هر ځانگړی وگړی حق او ازادې وي  چي  د فساد، رشوت،  د واکمنو د کمزوريو او ناکاميو بيه  پرې کړي. د “امربل المعروف او نهي عن المنکر” د ادارې”جوړيدل  نه يوازي شا ته تگ دي، بلکې د خلکو د حقونو او ازاديو د ځپلو په بيه په اصطلاح د فساد مخه نيول  دي او يا
« ... تا نابسامانی های جامعه را اصلاح کند »...
ددې ادارې په جوړيدو سره به بيا ملا ددې امکان تر لاسه کړې چي د خلکو او په تېره بيا د ښځو په ازاديو او حقونو منځنيو پېړيو ته ورته تېری وکړې او يو ځل بيا د لارې اوسرکونو په سر خلک سپک، توهېن او هغوې  به په لرگيو او تازيانو ووهې. يو ځل بيا د لارو په سر د ژېرو اندازه واخستل شي او د بې حجابې په نوم هر ورځ
په لسگونو ښځې د لارو په سر مجازات شي. يو ځل بيا د ځوانو هلکانو د سر لوی ويشتان د شيطان ځاله وبلل شي. يو ځل بيا د انتنونو، تلويزينونو او ويديگانو په ضد جگړه اعلان شي او په ونوبه را وځړول شي.  ملا به بيا د خلکو په څېرو او د هغوې په خصوصي ژوند د څارنې او کنترول  حق تر لاسه کړې. ملا به  بيا امکان تر لاسه کوي له انسانانو سره د ځناورانو په شان چلند وکړې. د افغانې ټولنې په تارېخ کي دا خبره ثبت دي چي طالبانو يوازي په دو ورځو کي د ٦٠٠ په شاوخوا کي نارينه او ښځې مجازات کړل.
د امربل المعروف او نهي عن المنکر اداره  د طالبانو په وخت د مذهبې استبداد تر ټولو ډارونکې، له زورزياتې،  د انسان او د انسانې کرامت له  توهين او سپکاوي ډکه اداره وه. د دا ډول يوې ادارې جوړولو موخو په حقيقت کي د ستونزو د حل کولو په ځای د دولت مذهبې کول دی، لکه چي تجربې وښودله دا د انسان په ازادي او خپلواکې تېری کول دی اودا د يوه بنسټ پال ملا  د فکرونوپه معيارد پيښو او ستونزو حل کول دي. بنسټ پالان هڅه کوي افغانې ټولنه د ځان په څېر کړې.  ټولنه د دوي په شان فکر وکړې او د دوي په شان واغوندي.
 دا د مذهبې يو شان کولو تگلاره ده، کومه چي تراژيدې ايجادوي، خو هېڅکله هم بری نه تر لاسه کوي.
د موجودي واکمنې له خوا د امربل المعروف او نهي عن المنکر د ادارې د جوړولو منل د خلکو په ازاديو، او حقونو د تېری کولو د منلو په مانا دی.  لکه چي ياده شوه دا د خلکو په خصوصي ژوند کي د لاسوهنې هڅه ده او حکومت ددې حق نه لرې چي د خلکو په ژوند او په تېره بيا د هغوې په انفرادي چارو کي لاسوهنه وکړې. واکمنې په ځای ددي چي د دموکراسي ستنې پېاوړي کړي، په ځای ددي چي د مدنې ټولنو د پراختيا او پېاوړتيا له کار سره مرسته وکړې،  په ځای ددي چي دبشرې حقونو او ازاديو له خونديتوب سره مرسته وکړې، کوم چي د دولت او ټولنې تر منځ باور پېاوړی کوی، کوم چي په فساد او “ نابسامانی ها” د غلبې کولو تر ټولو ښې لارې په گوته کوي  د څو زاړه پالو ملايانو او اخوندانو د خوښې له پاره په دموکراسي او په بشرې حقونو او ازاديو دتېری له کار سره مرسته کوي.
 په يوه هيواد کي چي قانون وې د  “ امربل المعروف او نهي عن المنکر” ضرورت منځ ته راځې؟
په افغانستان کي موخه د دموکراسي پراختيا او ټينگښت دی اودموکراسي تر هر څه د مخه په “ فردي ازادي”
تکيه کوي. فردي ازادي  د ټولو ازاديگانو بنسټ جوړوي.  له فردي ازادي پرته د دموکراسي جوړول يو خيال دی.د فردي ازادي محدود کول او يا په هغه تېری په دموکراسي تېری دی. د دموکراسي په مرکز کي انسان او د هغه آرزښتونه ځای لري. موږ اړ يو د انسان په هکله، د انسان د تعريف په هکله او د هغه د مقام په هکله  نوی نظر وکړو. دانسان، د هغه د ارزښتونو، د هغه حقونو او ازاديو، د هغه خپلواکې ارادې، د هغه د نظرياتو او خپلواک شخصيت درناوی په کاردی. د لارې په سر د يوه انسان درول او بيا د هغه سپکول او په تازيانه وهل  د هغه په اراده او د هغه په شخصيت تېری دی او دا د هغه له پاره د اوږدې مودې له پاره روانې پايلې هم لرې.
که تاسو د سلگونو خلکو په مخکي د لارې په سر ودرول شي، سپکې درته وويل شي او په لرگې او تازيانه ووهل شي څه ډول حالت او احساس به درته پيدا شي. د تاسو په روان به د درسره شوی چلند تاثېر څه وي او د څومره موده له پاره به دا حالت تاسي ځوروې؟
د “امربل المعروف او نهي عن المنکر” د ادارې جوړول به نه يوازي په افغانستان کي د ادارو تر منځ، د دولت او ټولنې تر منځ ستونزې را پيدا کړې،  بلکې د افغانستان او نړيوالې ټولنې تر منځ به هم کلکې  ستونزې را منځ ته کړې.  ددې ادارې جوړول د بشرې حقونو په هکله د نړيوالو منشورونو او اعلاميو او دا د افغانستان  د اساسی قانون خلاف کار دی. ددې قانونو په څلورويشتمه ماده کي ويل کېږې:
 «آزادي د انسان طبيعي حق دى، دا حق د نورو له آزادۍ او له عامه مصالحو پرته، چې د قانون له ليارې تنظيمېږي، حدود نه لري. د انسان آزادي او كرامت له تېري خوندي دي.
دولت د انسان د آزادۍ او كرامت په درناوي اوساتنه مكلف دى.
»
 په هغه  ټولنه کي چي انسان په ځان او په خپله څېره واکمن نه وي، په هغه ټولنه کي چي انديښنې او فکرونه خپلواک نه وي څه ډول به مخته ولاړه شي؟
د ټولنې  د پرمختگ د پېل ټکي “ خپلواکه انديښنه ” او “ خپلواک انسان ” دي او يوازي خپلواک او د خپلواکو انديښنو خاوندان کولاي شي د پرمختگ او نيکمرغې په لور د افغانې ټولنې لارښوونه وکړې.