نظيف تكل

لندن ۱۶-۶-۰۷

انځورونه كه هېنداره !

د كرگر څو كيسې
او
د تكل يو نظر

ما د كرگر نوم اوريدلې و خو ليدلې مې لا نه و؛ كله چې مې وليد دې د افغانستان د حكومت د كابينې غړى و او زه په هماغه كال له پوهنتون نه فارغ شوى او په پما كې په دنده بوخت وم.
خو كرگر په هماغه لومړي ځل ليدو كې دومره صميمي و چې ما فكر وكړ له ډير پخوا نه سره پيژنو او نه يوازې دا چې پيژنو بلكې اوږه په اوږه انډيوالان هم يو، د بيا بيا ليدو له پاره هماغه د لومړي ځل ليده كافي و.
دى وزير و خو د يارانو سره يار. هيڅكله يي د وزارت له موقفه د خپل دوست سره خبرې نه كولې؛ همدا سبب و كله چې له وزارته ليرې شو او د ليكوالو د ټولنې مرستيال مقرر شو هم هماغه پخوانى كرگر و؛ نه يي په خندا كې كوم بدلون راغي او نه يي په راشه درشه كې څه فرق پيداشو؛  ديارانو په منځ كې هماغه يار وو.

د ۱۳۷۲ ل كال د ثور د اتمې غميزې چې د ټول هيواد خلك په يو شكل نه يو شكل ودردول له دې څخه د هيواد دا نوميالى ليكوال هم بې برخې پاتې نه شو. دى يي هم د نورو هيودوالو په شان له خپله كوره وتو ته اړويست او د پيښور په كوڅو كې يي په قدمونو ايښيدو مجبور كړ.
كرگر چې هر څومره له هيواده لريوالي په زړه كې زوراوه خو په ښكاره يي ژوند ته په هماغه سترگه كتل او خوندېې ترې اخيسته چې ده ترې په هيواد كې اخيسته.
د هيواد دې نوميالي ليكوال د خپل ژوند دغه پيښې ډيرې داستاني كړې هم دي. له دې سببه هغه يو رياليست اوهيومانيست ليكوال دى. هغه له ټولو ډير د بې وطنۍ درد زورولى دى او د خپل درديدلې زړه بړاس يي په دومره هنري انداز داستاني كړى دى چې كله لوستونكى د ژړا تر پولې رسوي اوكله يي دومره دطنز مالگه ورگډه كړې چې په همدې ژړا كې سړى خندولی هم شي وگورئ:
« او پروسږكال چې سرو مچيو ځاله جوړه كړې وه زما گاونډۍ سوسن جانه يي په شونډو وچيچله لكه چې د مچۍ هم زما په شان د هغې سرى شونډې خوښيدې».
او دا د كرگر غوندې د ماهر ليكوال كار دى. د كرگر د يوې كيسې پيښه هم داسې نه ده چې هغه دې د افغانې پيښو سره ورته والې ونه لري. د كيسو ټول اتلان يي د افغاني چاپيريال اتلان دي. د كرگر په لنډو كيسو او ليكنو كې بې له شكه چې د هغه د مسلكې زده كړو اثر پروت دى. او ټولې كيسې يي دفلسفې او تر يوه حده د ساه پوهنې په رنگ ككړې دي.
په دې وروستيو كې د دې نوميالي او منلې ليكوال يو كتاب چې «انځورونه كه هنداره» نوميږي له چا په راووت. په دې كتاب كې د ليكوال ټولې ۱۲ لنډې كيسې په ۹۸ مخونو كې راغلي دي.
ليكوال هڅه كړيده چې پښتو لنډه كيسه د روايت له ځنځيره خلاصه كړي او يا بهتره ده ووايم چې كرگر له روايت څخه بغاوت كړي دى. دغه بغاوت د كرگر په «دردونه كړاوونه» كې را برسيره كيږي ليكوال په دې لنډه كيسه كې خپل مرگ تجربه كوي او بيا له خپلې ساه سره غږيږي. « د تابوت له يوه چاود څخه مې پر باران وهلې نمجنه ځمكه له ورايه سترگې ولگیدی. تورې خاورې ډيرۍ شوې وى.»  د كيسې پيل په همدې پاس جمله كوی. او سړى سم له واره پوهيږي چې مړى خبري كوي او خبري اوري. دا كيسه په ډير خواږه نثر لیکل شوي ده خو د كيسې ټوله محتوا يوې نوې نړۍ ته ورتگ دی. له خپله كوره وتل دي له خپلو بچو او خپلو خپلوانو ليرې كيدل دي چې ليكوال همدا مهاجرت له مرگ سره برابر بللې دى.

« ملا يوه كوچنۍ ډبره راواخيسته يوه بل ولاړ تن ورته وركړه گرد اوخاورې يي ترې پوه كړې اوبيا يي پوښتنه وكړه د دې مرحوم يا خداى بخښلي نوم څه دى ؟ خواكې يوه چا ورته وويل مساپرخان ښه نوم دى
موږ ټول په دې فانې نړئ كې مساپر يو».
له دې څخه مالوميږي چې ليكوال په تصادفي ډول د كيسى د اتل نوم نه دى غوره كړى بلكې په عمدي او قصدې ډول يي خپل اتل ته د مساپر نوم وركړى دى او مساپرهغه څوك دى چې له وطنه ليرې وي او په پردي وطن كې كډوال وي.
ښاغلي او منلى ليكوال د مهاجرت درد دومره دردولى چې خپل مرگ يي تجربه كړى دى.
ملا د مړي د مور د نامه پوښتنه هم كوي
«خوا كې ولاړ سړي ورته وويل : بختۍ ! او بيا يي د مړي د پيدايښت كال وپوښته. د مړينې پوښتنه يي هم وكړه وې ويل ده كله خپل كلی پرى ايښي دى؟
يو چاورته وويل : وړم كال.
ملا وويل: بس د مړينې كال به يي هم هماغه نيټه وكاږو. كه خداى ورته په هغه دونيا كى د خپلو اقاربو سره ليده كاته ور په برخه كړي. ځكه له كله نه يي چې كلې پرى ايښي دى مړينه به يي له هماغه نيټې وشميرو. »
دلته جوتيږي چې د كيسې ټول هدف د كډوالۍ درد دى، بې وطنې ده او له خپله هيواده لريوالى دى يوازيتوب دى تنهايي ده او په يوازيتوب كې د  ژوند كول دى.
په دې لنډه كيسه كې د كيسې اتل د كوم اكا يا ماما په لور نه مين كيږي. ځكه چې دا كاکا يا ماما لور نه شته ځكه خو مينتوب نه تر سترگو كيږي او دا پخپله د روايت د كړيو ماتول دي.
دغه راز ليكوال په انځورونه كه هينداره كېسه كې هم له يو ډول اروايي موجود سره غږيږي اوهغه هم داسې ضدي موجود دى لكه ځيلي ماشوم چې له موره د يو شي غوښتنه شروع كړي نو چې تر څويي تر لاسه نه كړي بيا يي نه پريږدي. وگورئ :
« زه پوهيږم ته ښه انځورگر يي زما انځوركښلى شي خو نه يي باسي.
باور وكړه٬ زه ستا انځور نه شم كښلى زه ستا د انځور له كښلو ډير عاجزه او ډير بې وسه يم. بيا يي زما د تړلو پښو غټه گوته وخوځوله: زر كوه زما انځور وباسه ماته يي همدا نن وكښه ځكه چې زما ورته ډيره ځله ده. ډیره تنده مې ده دا به ما ته همدا نن رسموې ماته به يو ثبوت وي.

زه يي دې ټول عالم ته ښايم ټول چم گاونډ ته او ټولو خپلو پردیو ته یې ښایم او دا ورته وايم چې دا زما انځور دى چې زما انځورگر ما ته كښلى دى.»
دا ضدي اروايي موجود تر اخيره د ليكوال سره په دې لنډه كيسه كې ملگرى دى او په هر شيبه كې كيسې ته خپل خواږه وربښي.
دغه راز يوزايتوب ليكوال نه پريږدي اولكه د سيوري ورسره دى. خو د دې تر څنگ ليكوال په خپله هم غواړي ځينې داسې تجربی وكړي چې هغه په پښتو لنډه كيسه كي نوې دي.
په گونگوټانو نومې کیسه كې هم د ليكوال د داسې يوې تجربې لوستلو ته لږ تم كيږو:
وگورئ  «زه چې د بهر چاپيريال او د ننه زړه تنگۍ څخه ډير په تنگ وم ماهم داسې احساس كاوه لكه چې اوس گونگټ شوی يم. »  ليكوال په دې لنډه كيسه كې په ټول قوت د گونگوټانو له زاويي څخه غږيږي او سړى داسې فكر كوي چې رښتيا هم ليكوال په هغه ژبه غږيږي چې گونگوټان پرې غږيږي.
په دې لنډه كيسه كې هم د ليكوال له وطن نه ليري والي او د مهاجرت درد له ورايه احساسيږي او يوه انگليسي گونگټه هم د يوه مهاجر نه ځان لوړه گڼي وگورئ :
«موږ بومي يو زموږ وينه ٬رگونه اووزري بريتش دي ٬ موږ خو بايد ديوه جنگ ځپلي اسيايي سره برابر نه كړي.» دا هغه څه دي چې ليكوال په ټول قوت د يوه مهاجر يا يو بې وطنه او كډوال دريځ بيانوي.
موږ وينو چې يو كډوال به پردي وطن كې د څومره پرديتوب سره مخامخ كيږي او څومره ستونږي گالي چې كله كله ان له خپله ځانه هم پردى شي. د گونگوټانو په لنډه كيسه كې چې د مهاجرت كوم درد پروت دى په هماغه اندازه په كې د طنز خواږه هم شته او زما له نظره دا په پښتو لنډه كيسه كې يو نوښت دى.
دغه راز په دې كتاب كې د كرگر ځينې داسې كيسې هم شته چې د كرگر روايتي كيسې يي بللې شو چې پر هغې به خامخا د روانی جگړې اغيز پروت وي. لكه  «په وركه لار» ٬ او «د ليك پاى» خو بيا هم ليکوال يو بشپړ تصوير د لوستونکي په مخ کې ږدي. د ليک پای په کيسه کې ليکوال د زندان ټوله تراژيدي داسې بيانوي لکه سړی چې پخپله په پيښه کې ورگډوي لکه سړي چې پخپله دزندان شيبه ليدلې وي اوهغه کوټه قلفۍ او تورو دهلیزونو سره روږدی وي. د همدې کيسی په پای کې چې کله صمد د سربلند ليک ليکوال ته ورکوي او ليکوال يي لولي نو د هر سخت زړي انسان زړه به لکه موم نرم کړی.
په «وركه لار» كې هم ليكوال په يوه شيبه كي د ثور د اتمې د تراژيدئ د پيلامې كيسه د خان محمد له خولي داسې درته كوي چې په افغانستان كې ټوله پيښه شوې بدمرغي درته په مخ كې ږدي. لكه د اردو د يواځينې روزنځاى د حربي پوهنتون ړنگيدل د ثور د اتمې نه وروسته د افغانستان د اردو ديوه افسر ژوند مرگ، ژوبله، دربدرې او دى ته ورته نورې داسې پيښې چې په هغه وخت كې عادي خبره وه په يوه كورنۍ كې پيښه شوی كيسه درته د ټول هيواد كيسه كوي اوپه يوه كيسه كې يي درته داسې بيا نوي لكه يو پياوړى نقاش چي د جنگ د شيبې ټوله نقاشي كښلي وي اوستا تر مخ يي د هغې تصوير ايښى وي.
دغه راز په سپكاوي نومې كيسه كې هم د رياليزم اوهيومانيزم په مټ په پښتنې ټولنه كې د شتو ناوړه دودونو او رواجونو يو خوږ انځور زموږ په مخكې ږدي.
له ژبني پلوه هم د كرگر د كيسو نثر كله كله دومره خوږ شي چې د سړې پري د شعر مينه ماته شي. وگورئ :
په سپكاوي كې : «منجلس او سازونه د كونړ د پشه كال د مهال د مست سيند پر سر په لويه او پراخه ديره كې راون وو. د كښته او پورته درو څخه زيات خلك را ټول شوي ول. ډير خلك ورته راغلي ول لاندې د ديرې په لمن كې د كونړ مست سيند چې د چا خبره دپشه كال په موسم كې خونكاري كيږي او له خولې ځگونه باسي د تورې شپې په زړه كې لكه تور ښامار په سينه ښوييده او څپو يي مستې غرغري كولي.»

دغه راز په «انځورنه كه هنداره» كې هم د همداسې يو پراگراف سره مخامخ كيږو «لامې د ټولي ورځې د ستړيا له لاسه سترگې نه وى ورغلې ٬ په درنگ شيبو كى د لنډ عمر ټوله تنسته راټوله او بيا خوره شوه شپه تر نيمايي اوښتې وه سكوت او چوپتيا پر هر څه لاسبرې وه ما يواځې د خپل زړه درزا اوريده.»
په اخير كې زه دومره وايم چې د گران ليكوال كرگر په كيسو كې پيچلتيا ډيره ده په يو وار لوستلو سړى د كيسې تل ته نه شي وركوزيدلاى بايد چې كيسه څو وارى ولوستل شي چې لوستونكې د كيسى پيغام پيدا او تصوير يي بشپړ كړي. په دې كيسو كې چې ډيره سمبوليكه بڼه لري د ليكوال كمال په دې كې دى چې ډيرې هغه پيښې چې عادي انسان ته داستاني نه بريښي كرگر داستاني كړي دي. زه باور لرم چې د كرگر دا هڅه ډيره كاميابه هڅه ده زه يي په هنري كارونو كې لا برياليتوب غواړم.

لندن – سوتهال
۱۶-۰۶-۰۷