نشر در آسمایی : 21.12.2012

عبدالهادی هادی


کاڼی

خدایه شکر، غزلزارو کې اوسیږم

ستا د دوه سترګو هندارو کې اوسیږم

ستا د مخ له کعبې تاو شمه،مومن شم

ګنې غرق یم ، په کفارو کې اوسیږم

د دښمن تندی چې ګوري، زه وریاد شم

توره تیږه یم، په لارو کې اوسیږم

لا مې روح ، په پورې غرو کې سرګردانه

لا په للمو ، په شدیارو کې اوسیږم

د ښایسته خلکو ، کمی دی په دې ښار کې

په دوه مخیو، په ناکارو کې اوسیږم

هر فرعون ته ، تیره کاڼی یم د غرونو

د آسیا د زړه، په بارو کې اوسیږم

هادي خدای دې، د پښتون د خاورې مل وي

ښامارانو او خونخوارو کې اوسیږم


۱۹/۰۲/۲۰۱۲
سیدني/اسټرالیا

 

***

آسمایی کی نور خپره شوی
شعرونه

- ته سرود د خدای د نظم...

- کعبه

- تللې زمانه

- ځواني

- انجام

- اخ چې لنډې فاصلې وای...

- څه که پسرلی شو؟

- ستا به باور نه راځي...!

- ویرنه