رسیدن: 05.03.2012 ؛ نشر : 01.04.2012

 

عبدالهادی هادی





ته سرود د خدای د نظم...


له وږمو نه مې پیدا کړې، له څپو نه مې پیدا کړې
اخ، د ګل غوندې جانانه، له خوشبو نه مې پیدا کړې
دا ته څنګه راته وایې، چې له کومه لوري راغلې؟
په خوبو کې راسره وې، ویښو شپو نه مې پیدا کړې
ته سرود دخدای د نظم، ترنم د طبیعت یې
د سیندونو له سروده، شنو اوبو نه مې پیدا کړې
دوه ښایستوکي وري مې څري، بیګا میږه راته لنګه
د اومو شیدو له خونده، له اورګو نه مې پیدا کړې
خدای مې ستا په مخ کې ولید، تا مې خدای راته راوښود
ریاضت کوم د مینې، له سجدو نه مې پیدا کړې
بابا اوس مانځه ته ولاړه، مور مې سره تنور ته ناسته
د تودې ډوډۍ د وږم، خوریدو نه مې پیدا کړې
هادي بیرته راژوندی شوم، غنم رنګې راته خاندي
شکر شکر لیونۍ چې پورې غرو نه مې پیدا کړې


۲۸/۲/۲۰۱۲
سیډني