نشر در آسمایی: 20.10.2010

د ملی ژغورنۍ لیاره: ویښتیا او روښانتیا

زما ایډیال : «افغان انسان»

ازادي ، بشري حقونه او د بیان ازادي د ژوندی افغانستان لپاره، خو نه د افغانستان په هدیره کې

ښاغلی غفور لېوال

د افغانستان د سیمه ییزو مطالعاتو د مرکز رییس

سره د اسمایی ځانګړی خبری اتری


حمید عبیدی: ستاسې د کوچینوالي د چاپیريال کوم انځورونه تر اوسه  له تاسو سره ملګري دي؟

غفور لېوال: ډیر څه: زما ښکلی کلی ( موسهي ، دچینو غونډۍ)  ، د کور په منځ کې روانه ویاله ، د انګورو له تاک لاندې د کپرګل غرني بوټي، د آغا( ارواښاد پلار) سپین کالي او د قهرجنې څیرې شاته یوه پټه مهرباني، د مور سرګردانه ژوند، په دالان کې د تودې ډوډۍ عطر ، په تاوخانه کې تر وطني ټغر لاندې توده ځمکه ، په المارۍ کې د ګوړې لوښی ، چې کله کله مې ورڅخه غلا هم کوله ، زموږ توره کچۍ غوا او په کادانه کې د وښو بوی... د مشر ورور کیسې چې په کابل کې یې د انقلاب په هکله کولې او ویل یې:  د ارګ تر مخې په ونو کې د سرتیرو د بدنونو ټوټې زوړندې وې او پر یوه سره غالۍ د ولسمشر داودخان د وینو نښې له ورایه ښکاریدې...... بیا کابل ښارته زموږ راتګ او د دغه ښار عجیبه رنګیني ، د کور د خاوندې اووه کلنه لور ( مریم ) د هغې ښکلې جامې ، د شهرارا د تنورسازي کوڅه ، له مریمې سره لوبې .... د الله اکبر شپه ( ۱۳۵۸ کال) او د خلکو پراوږو بار جنازې.... د ښوونځي اوله ورځ او زما د لومړي ټولګیوال غلام سخي ژړا ( هغه په مور پسې ژړل او له ټولګي څخه ویریده) او بیا زما مهربانه ښوونکې نجیبه جانه ، زما ښکلې ټولګیواله (هغه) ، چې کیدای شي زما په لومړنیو شعرونو کې هم حضور ولري.... د مور د لاس ډوډۍ او ډیر ځله د خپلو زړو او نابرابره جا
مو له امله په ښوونځي کې د شرم احساس ، د یوازینۍ کرايي کوټې د چت د تیرانو شمیر ( ۱۷) او بلاخره د ښوونځي لومړنۍ نتیجه ( اولنمره کیدل ) او د مشرانو د تحسین او شابسي خوند ..... همدا وو زما د رومانتیک کوچنیتوب یو څو تصویرونه.

حمید عبیدی: او د کوچنیوالی له پیښو نه کومی ستاسو پر برخه لیک تر ټولو نه ډیر اغیزمنی وی؟

غفور لېوال: د جګړې پیل ،  کورنۍ بې وزلي ، د مور سرګردانه خو له همته ډک ژوند، د «هغې» څیره، د افغانانو د وژل کیدو هره ورځیني خبرونه، د ښوونځي زده کړه او د نویو جامو یا یوه بایسکل د درلودلو همیشنی حسرت... دا ټول زما د ماشومتوب هغه حقایق وو، چې زه یې د ژوند په هکله فکر کولو ته مجبور کړی یم.

حمید عبیدی: نو دې فکرونو تاسې کومې نتیجې ،  کوم اجتماعي او سیاسی دریځ ته ورسولئ؟

غفور لېوال : دې ټولو زما په لاشعور کې رسوب وکړ او وروسته زما د فکري منظومې او شخصیت یوه برخه وګرځیدل : مثلا له مینې څخه یې یو نوی تفسیر راکړ ، چې په خپله تجربه مې ولاړ و، عشق د انسان ماهیت ټاکي او انسان له ریښتینو عواطفو سره اشنا کوي ، عشق د «انسان کیدو» معلم دی.
مثلا د بې وزلۍ په هکله زما د ماشومتوب تجربې ماته رازده کړل ، چې دا له هیواد سره زموږ د ریښتینې مینې د نشتوالي ، پر عامه هوسایینه نه باور او پر زیار او فکر باندې زموږ د عدم اتکا زیږنده ده؛  له دې امله فقر زموږ د ټولنیز شخصیت او هویت ځانګړنه ګرځیدلې ده ؛ زه خپلې بې وزلۍ دې پایلې ته ورسولم چې: ترهغو چې هیواد او ولس هوسا او موړ نه شي فردي هوسایینه او مړښت ناشونی دی او مانا نه لري. زه د جګړې د همزولي په توګه وپوهیدم ، چې پردیو موږ یو د بل دښمنان کړي یو ، زموږ ټولې جګړې د نورو د ګټو لپاره وې او دا جګړې زموږ د تاریخ پر ټنده د پیغور داغ دی- نه کوم ویاړ او افتخار. موږ ټول عمر د خپلواکۍ په نامه وجنګیدو خو هیڅکله خپلواک نه شو . ما دا هم زده کړل ، چې موږ چندان هم وطنپاله خلک نه یو ځکه خپل هېواد ورانوو ، خپل هېوادوال په دې او هغه نامه وژنو او بیا پرې ویاړو؛ د خپلو وژنو لپاره ترانې او شعارونه جوړو او د مرګونو ، لوټ او تالان او ورانولو قهرمانان لمانځو. ما دا زده کړل ، چې زموږ د تاریخ هغه ویاړونه دروغ دي، چې په هغو کې افغان د افغان په لاس وژل شوی وي، ما د خپل ماشومتوب له ترخو یادونو دا زده کړل ، چې باید خپلو ماشومانو ته د وژنو او ورانولو د قهرمانانو پر ځای د ودانۍ ،سولې، ډوډۍ راوړونکو ، پرمختګ غوښتونکو اتلان وروپیژنو او ورته ووایو چې: ریښتیني وطنپاله ملتونه هغه دي چې خپل هیواد جوړوي او خپل ملت ته هوسایینه راوړي ، موږ باید خپل تاریخ له سره ولیکو ، سم یې ولیکو ، وینې ترې ومینځو او خپل راروان نسل ته د دې هیواد د ودانۍ د اتل کیدو تلوسه وروبښو.  
کله


حمید عبیدی: ایا د افغانستان په معاصر تاریخ کې بیخي داسې کسان نه وو، چې د قدر او درناوي وړ وي؟


غفور لېوال: ولې نه ، ډیر دي.  موږ ګڼ داسې هیوادوال لرو ، چې ښایي درناوی مو یې کړی وای ، خو د جګړو او تالان قهرمانانو رانه هیر کړي دي، ډاکتر عبدالوکیل همداسې یو اتل و، هغه ټول عمر د دې لپاره کار وکړ ،چې خلک د ډوډۍ خاوندان شي ؛ ولسمشر محمد داود خان  ، چې له سیاسي تېروتنو څخه یې تیر شو،  یوازې د دې لپاره هم د ستاینې او درناوي وړ دی ، چې د ګران افغانستان د ودانۍ لپاره یې لیونۍ مینه درلوده او موږ لاهم، د ډالرو د باران په عصر کې، د هغه د بنسټیزه پروژو د بیا فعالولو وړ نه یو. مجید خان زابلی د افغان بانکوالۍ اتل ؛ نایب الحکومه شیر خان د شاړو زمکو ودانوونکی ؛ غلام محمد فرهاد( دخپلې ښاروالۍ په دوره کې)  ؛ شاکر د افغاني صنعت د پیاوړتیا هڅوونکی؛ همدا اوس  بابا زعفران هراتي چې د زعفرانو کښت یې دود کړ  او داسې نور. په حماسي اتلانو کې زما ایډیاله اتله هغه پېغله ناهیده ده، چې په ۱۳۷۲ لمریز کې يې ځان د مکروریانو له وروستي پوړه راوغورځاوه ، شهیده شوه ، خو د دې په عصت لوټلو پسې د راغلیو ټوپکوالو خولې یې د تاریخ په تورو خاورو وموښودې. موږ د معارف ،د ودانۍ ، د پوهنې او د ډوډۍ بودولو ګڼ داسې اتلان لرو ،چې ښایی ولمانځل شي؛ خو لومړی ښایي ذهنونه د ناولیو وژونکو کاغذي اتلانو له وجود څخه ومینځو. زما لپاره د کرکټ لوبو هغه ځوان اتلان تر ډیرو جګړه مارو لنډه غرو د لمانځنې وړ دي ،چې د افغانستان ښکلی ملي بیرغ یې د نړۍ په ګوټ ګوټ کې ورپاوه او دا یې زبات کړه چې موږ افغانان له جګړې  پرته نور مهارتونه هم لرو. زما قهرمانان هغه دي ، چې دجګړې په وړاندې ولاړ دي او هیواد ودانوي . زما کلیوال محمد جان اکا یو ښه اتل دی ؛ هر کال څو خرواره کچالان کري ، میرمن یې «کجیره ابو» د خپلو چرګانو هګۍ هره ورځ ښار ته رالیږي او دلته یې د نازولیو ښاریانو بچي خوري.  

حمید عبیدی: په نړیواله کچه که وګورو، ایا داسې شخصیتونه ښوولی شئ چې تاسې هغوی د خاص درناوي وړ وبولئ؟
غفور لېوال:
هو، په ملي او نړیواله سطحه زموږ خپل پاچا خان یو ښه  مسلمان ، دعدم تشدد اتل، ازادۍ غوښتونکی، د پوهنې او تعلیم عاموونکی . نوريې لکه : افغان سید جمال الدین ، ګاندي ، نلسن ماندیلا ، ډاکتر لوترکینګ ، ژان پل سارتر ، اعلیحضرت شاه امان الله غازي او نور.  

حمید عبیدی: له هغو آثار ونه ،چې مو لوستي ،کومو  پر تاسو تر ټولو زیاد اغیز کړی دی؟

غفور لېوال: ما په خپل ژوند کې څه نیمګړې مطالعه په ادبیاتو ، فلسفه ، ارواپوهنه ، تاریخ او اساطیرو کې کړې ده، کله کله مې سیاسي کتابونه هم لوستي. یو وخت مې ناولونه ( نړیوال شهکارونه ) لوستل او اغیز به یې ډیرو، خو یو مهال مې یو اثر لوسته ، که یې نوم وژباړم نو « د بیابان لیوه» کیږي دا زما لپاره ،د انساني شخصیت د دروني او ظاهري ځواکونو د توپیر، یو په زړه پورې تمثیل و، په داستاني ادبیاتو کې مې د داستایفسکي او په فلسفي- ادبي لیکنو کې مې د ژان پل سارتر او پوهاند مجروح آثار ډ یر خوښیږي.  

حمید عبیدی: شعر ته مو څنګه مخه کړه؟

غفور لېوال: په کور کې مو ادبي کتابونه ډیر وو ، دا مې لوستل ، ورور مې ( پوهاند محمد بشیر دودیال) راته مجلې راوړې ، کله کله یې ادبي غونډو ته بوولم ، زما خط ښکلی و ، په ښوونځي کې د ابتداییه دورې د دیوالي جریدې چلوونکی شوم، هملته مې د لومړیو شعري مشقونو بیلګې نشر کولې ، یو مهال مې د ماشومانو لپاره په یوه اخبار کې د پسرلي په هکله یوه ترانه خپره شوه ... خو زه د خپل ادبی لاسته راوړنو اصلي پیل له ارواښاد اسحق ننګیال سره تر اشنا کیدو ( ۱۳۷۳ لمریز ) او د ادبیاتو پوهنځي ته د شاملیدو ( هماغه ۱۳۷۳) کال ګڼم.
حمید عبیدی: ارواښاد ننګیال سره څنګه اشنا شولئ او دې ملګرتوب پرتاسو باندې څه اغیز درلود؟
غفورلېوال: ارواښاد اسحق ننګیال یو عاطفي شاعر، ښه ملګری او د ادبۍ- هنري تجربو د لېږد یو ښه استاد و، هغه د وخت د لیکوالو انجمن په یوه نیمه ورانه شوې کوټه کې ژوند کاوه؛ ما د خپلو ماتو ګوډو شعرونو توررنګې کتابچه وروسپارله چې راته ویې ګوري ، د توغندیو ، لوټ او تالان کلونه وو، د وحشت او مرګ سلطنت چلیده خو ارواښاد ننګیال د مینې ، هنر او ادبیاتو ډیوه ګۍ د خپلو زخمي ګوتو په منځ کې روښانه ساتله؛ دغه شاعر د نویو شاعرانه تجربو په رڼا کې ما ته ډیر څه رازده کړل او زه که اوس په خپلو شعرونو کې د تصویر هستونې ، د کلماتو د سمبولیکې کارونې ، او له ژبې څخه د یوې هنري ښکارندې په توګه د کاراخیستنې څه نیم او نیمکله توان ولرم نو له ارواښاد ننګیال سره زما د ملګرتوب او له هغه څخه د زده کړې اغیز په کې د هیرولو نه دی، لوی خدای (ج) دې یې وبښي.  

حمید عبیدی: سیاست ته څه وخت او څنګه ورګډ شوې؟

غفور لېوال: زه لا داسې فکر نه کوم ، چې په عملي سیاست کې دې شامل یم. سیاست تل زما مجبوریت دی نه مینه ، زما فرهنګي دوستان تل له دې څخه ویریږي ، چې زه ورڅخه د سیاست کندې ته ونه لویږم. سیاست مې کله د دندې او معاش مجبوریت دی او کله هم د هیواد او هیوادوالو په وړاندې د مسوولیت احساس. ما هغه وخت نظري سیاست ته مخه کړې ، چې د څه ویلو مسوولیت او د حقیقت په وړاندې د چوپ پاتې کیدلو ملامتۍ مجبور کړی یم. زه که هر وخت دا وګڼم چې د سیاست اهل کسان (افغان انسان) او ( افغانستان ) له روان بحران څخه ژغورلای شي، نو بیرته به خپل فرهنګي او علمي ژوند ته راوګرځم او خپل پاتې ټول عمر به د خپل کتابتون د زړو پاڼو په منځ کې تېر کړم. 

حمید عبیدی: مګر  سیاست خو یوازی دا نه دی، چی څوک په کوم حزب او سیاسی سازمان کې غړیتوب ولري. له روان کړکیچ نه د وتلو لارې چارې لټول او د ټولنې د سالمې ودې په اړه فکر او داسې نورې چارې هم سیاست دی.

غفور لېوال: هو ! زه له تا سو سره موافق یم ، خو زموږ هیواد په داسې یوه حالت کې دی ، چې د بدلون راوستلو لپاره یوازې سیاسي موعظې کار نه کوي ، اوس باید ټول ملي قوتونه د ژغورلو لپاره عملي ډګر ته راووځي ، سره له دې چې تیرو څه باندې دیرشو کلونو د حزب، سازمان ، تنظیم، حرکت او.... نومونه بدنامه کړل او نور نو خلک پرې ډیر باور نه کوي ، خو له دې پرته هم نه کیږي ، مجبور یاست چې د یو سیاسي جوړښت په چوکا ټ کې منظمه مبارزه پیل کړئ او ملت متحرک کړئ، دا د دیموکراسۍ اومدني مبارزې یوازینۍ لاره ده چې یو هیوادنی ، سراسري ګوند رامنځ ته شي او د بحران پر مهال د ملي رهبرۍ تشه ډکه کړي ، د بحران پر مهال د ملي مشرۍ چارې یوه سیاسي جوړښت ته اړتیا لري ، ځکه خو هر څوک چې غواړي اغیزمن سیاست وکړي مجبور دی، د حزبي سیاست عملي ډګر ته ورننوځي.

حمید عبیدی: تاسو بهرنی هیوادو ته څوڅو ځلې سفر کړی، په دې سفرونو کې تر ټولو څه ستاسو د تعجب و حیرت سبب شوي دي؟
غفور لېوال:
هو ، که جاپان او امریکې ته د خپلو سفرونو جغرافیه کچ کړم نو له دې خاورینې ګردۍ ( کرې) څخه راتاو شوی یم. په خپل لنډ عمر کې مې ګڼ هیوادونه وکتل ، په ډیرو پوهنتونونو او څیړونکو مرکزونو کې مې لکچرونه ورکړل یا د نورو لکچر ته کیناستم، بحثونه مې وکړل ، پوهیږئ ؟  د نړیوالو هم موږ ته زړه سوزي اوهم یې غوسه راځي؛ خو زموږ نه پر ځان زړه سوزي او نه مو خپلې بدمرغۍ ته غوسه راځي. زموږ او نورو تر منځ توپیر دادی چې موږ د وطندوستۍ او ازادۍ چیغې وهو ، شعارونه ورکوو ، په سندرو کې یې یادوو، خو هغوی يې عملي کوي ؛ خپل هېواد جوړوي او عملا ازاد دي. موږ کله چې د ازادۍ اکټ کوو نو خپل هیوادوال راونیسو حلال یې کړو؛ یا یې په راکټ وولو او یا د خپل هیواد شتمني په پردیو وپلورو؛ خو نور هر څه د خپل هېواد د پرمختګ لپاره کوي ؛ ځکه نو هغوی هوسا ، خپلواکه، ماړه او ازاد دي او موږ : حال د ویلو لایق نه دی... کله کله موږ بهانه کوو، چې دا هر څه د نورو له لاسه ، خو دا «عذر بدتر از ګناه » دی.
 
حمید عبیدی: ستاسو هیلې د افغانستان و افغاني ټولنې د راتلونکې په هکله څه دي؟
 
غفور لېوال: د ښو هیلو درلودل سخت کار نه دی ، که اوس وغواړم چې د خپلو ښو هیلو فهرست درته کتار کړم ، نو لوستونکي به ستومانه شي. زه ډیر پر عمل تکیه کول خوښوم. راځئ ستاسو دا پوښتنه داسې واړوو، چې : د افغانستان و افغاني ټولنې د راتلونکې په هکله د خپلو ښو هیلو په رڼا کې څه عملي وړاندیزونه درلودلای شو ؛ تر هر څه وړاندې یوه فکري انقلاب ته اړتیا ده ، چې د ویښتیا او روښانتیا پړاوونه یې تاداو جوړوي ، دویښتیا په پړاو کې د ټولو سیاستونو ، حکومتوالۍ او سیالیو په محراق کې (افغان انسان) راځي او ملي ګټې او سیاستونه د افغان او افغانستان د ګټو پر بنسټ ټاکل کیږي. د روښانتیا دوره د عمل دوره ده، چې په کې ټول هغه میکانیزمونه عملي کیږي چې افغان انسان د ډوډۍ ، تولیدي ملکیت ، تعلیم، او روغتیا خاوند شي. دا هیواد پوره ظرفیتونه لري ، چې هر افغان انسان ته د ژوند انساني شرایط برابر کړي یوازې یو مسوول او زړه سواندي سیاسي جوړښت ، ملي مشرتابه ، او علمي ـ عملي برنامې ته اړتیا ده، چې ښایی رامنځ ته یې کړو.

***

ادامه این گفت و شنود به زودی تقدیم می گردد

***

اگر شما نیز از آقای غفور لیوال پرسش هایی داشته باشید مهربانی کرده آن ها را به ما بفرستید تا آن ها را با آقای لیوال مطرح کنیم

****

له مطلب سره تړلۍ لینکونه

- د ښاغلی لېوال ژوندلیک

د ښاغلی لېوال  لیکنۍ:

- له افغاني ویښتیا تر ملي روښانتیا

- ویښتیا ( درېیمه لاره)

- څېړنې

اادبی آثار:

- كره كتنه

- منظومې

- شعرونه

- نه، ته مې، هېره نه وې

- بېلا بېل

 - املای نو (دری )