د عبدالغفور لېوال قلمی ژوندلیک
دزیږېدو نیټه : ۱۳۵۲هـ ش
د زېږېد وځای : کابل ولایت (موسهي ولسوالۍ)
د مولوي علي محمد خان حسین خیل زوی
دندې
ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
ـ له ۲۰۰۶ څخه تراوسه:
د افغانستان د سیمه ییزو مطالعاتو د مرکز رییس
ـ ۲۰۰۵ :
د چارو د ادارې په لوی ریاست کې د فرهنګي چارو رییس او مطبوعاتي سلاکار
ـ ۲۰۰۴ :
د امریکا په متحده ایالاتو کې د اندیانا پوهنتون د منځنۍآسیا د ژبو او کلتور د مرکز سلاکار
ـ ۲۰۰۳- ۲۰۰۴ :
دافغانستان د اساسي قانون د کمیسیون ویاند او د مطبوعاتي دفتر مشر
ـ ۲۰۰۲:
د آزادۍ راډیو دک ابل بیرو عمومي ایډیتور او خبریال
ـ ۲۰۰۱:
په کابل کې د جګړې او سولې لپاره د راپور ورکولو د انستیتیوت لومړنی ایډیتور
ـ ۱۹۹۸ – ۲۰۰۱:
د افغانستان لپاره د مرستو د مرکز د بشري حقونو څېړونکی
ـ ۱۹۹۵ـ ۱۹۹۸:
د کابل پوهنتون د فرهنګي شورا مرستیال
زده کړې
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
ـ ۲۰۰۸:
د کابل پوهنتون د ادبیاتو پوهنځي له پښتو څانګې څخه ماستري
ـ ۲۰۰۴- ۲۰۰۵:
د امریکا د مریلند پوهنتون د ژورنالیزم له پوهنځي څخه فوق لسانس ( همفري فیلوشپ)
ـ ۲۰۰۰:
د کابل پوهنتون د ژبو او ادبیاتو له پوهنځي څخه لسانس ( لومړۍ درجه)
ـ ۱۹۹۳
د اعتبارخان له عالي لیسې څخه عمومي اولنمره فارغ
نورې سیاسي ـ فرهنګي چارې
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
ـ په بېړنۍ لویه جرګه کې د افغان لیکوالو ، شاعرانو او ژورنالیستانو منتخب استازی
ـ د اساسي قانون د لویې جرګې د مطبوعاتي ټیم مشر او ویاند
ـ د ګڼو مسلکي ، هنري او ادبي تصدیقلیکونو ، ستاینلیکونو او لوحو ګټونکی
ـ په هېواد او بهر کې د یو شمېر علمي، فرهنګي او ادبي خپرونو د کتونکې ډلې غړی
ـ د قلم د نړیوالې ټولنې غړی او په افغانستان کې یې د بنسټ ایښودونکې شورا غړی
ـ د افغان کلتوري ټولنو د جرګې غړی او په افغانستان کې یې د بنسټ ایښودونکې جرګه ګۍ غړی
ـ دافغان ادبي بهیر او رشاد کره کتنې ټولنې غړی
خپاره شوي آثار
ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
کتابونه :
۱- مخه ښه او دوه منظومې ،شعري مجموعه
۲- ژړا ،اور ،مینه، شعري مجموعه
۳- هوسۍ ، تاریخي – حماسي منظومه
۴- ارشاک او اوشاس، تاریخي – حماسي منظومه
۵- د وریښمو تول ، ادبي کره کتنه
۶- کله چې ته خپه شې، شعري مجموعه
۷- د ماشومانو لوبې او غوره بوختیاوې ، څېړنه
۸- د نیلوفرو کیسې ، د ښځینه اتلانو کیسې ، ټولونه
۹- د ټرای ښځې ، ژباړه
۱۰- نه ته مې هېره نه وې، ، شعري مجموعه
۱۱- لام او ایلینو، تاریخي – حماسي منظومه
۱۲- ادبي یادښتونه ، دڅېړنیزو مقالو مجموعه
۱۳- ته زما ټوله شاعري یې ، دشعرونو مجموعه
۱۴- د پوهاند سید بهاالدین مجروح د پښتو ادبي آثارو رواني څېړنه ( د ماسترۍ دورې تیزس)
۱۵ – درېیمه لاره، د سیاسي ـ ټولنیزو مقالومجموعه، په روهي ویبپاڼه کې خپریږي
مقالې :
تر۱۲۰ ډیرې علمي مقالې په ملي او نړیوالو کتابونو ، خپرونو او ویبپاڼو کې خپرې شوي دي چې:
سیاسي ، ټولنیزې ، ادبي ، د ژورنالیزم او ارواپوهنې مسایل په کې څېړل شوي دي. په پښتو ، دري او انګلیسي ژبو.
کنفرانسونه ، سیمینارونه او سمپوزیمونه
ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
۱- په اروپا او آسیا کې د ځواک پرتلیز انډول او ستونزې، نړیوال سیمپوزیم ، هوکایدو پوهنتون (جاپان) جولای ۲۰۰۹
۲- د افغانستان او قبایلي سیمو وضعیت ، لکچر، اوساکا پوهنتون ( جاپان) ۲۰۰۹
۳- د افغانستان او روسیې نوې اړیکې ، نړیوال کنفرانس ( مسکو ـ روسیه )اپریل ۲۰۰۹
۴- د افغانستان او روسیې د نویو شرایطو مطالعه ، سیمه ییز سیمینار( مسکوـ روسیه ) می ۲۰۰۹
۵- افغانستان زموږ کور زموږ راتلونکی ، نړیوال کنفرانس (لندن ـ انګلستان ) فبروري ۲۰۰۹
۶- افغانستان او منځنۍ آسیا - ستونزې او امکانات ، نړیوال کنفرانس (دوشنبه ـ تاجکستان) ۲۰۰۸
۷- دیموکراسي او ثبات ـ ګډې هڅې او امکانات ، نړیوال کنفرانس ( باکو - آذربایجان) ۲۰۰۸
۸-دا فغانستان د بیارغوونې بهیر ، سیمه ییز کنفرانس ، جواهر لال نهرو پوهنتون ( ډهلي ـ هند) ۲۰۰۸
۹- د وریښمو د لارې نوې احیا ، نړیوال سیمینار ، کشمیر پوهنتون ( سرینګر ـ هند) ۲۰۰۸
۱۰- په جنوبي آسیا کې د سولې لپاره د تدریسي پروګرام جوړښت ، جامعه ملیه اسلامیه پوهنتون ( ډهلي هند) ۲۰۰۸
۱۱ – په افغانستان کې حکومت رغوونه او سیاسي تاوتریخوالی، سیمه ییز کنفرانس ، جامعه ملیه اسلامیه پوهنتون ( ډهلي هند) ۲۰۰۷
۱۲- آسیا او اروپا ته د ناتو پراخیدل، نړیوال کنفرانس ، د ایران د بهرنیو چارو وزارت ( تهران – ایران) ۲۰۰۷
۱۳- په جنوبي آسیا کې د سولې لارې چارې ،سیمه ییز کنفرانس ، جامعه ملیه اسلامیه پوهنتون ( ډهلي هند) ۲۰۰۷
۱۴- دافغانستان ، پاکستان او هند تر منځ د سولې درې اړخیزې خبرې، ډهلي پالیسي ګروپ،( ډهلي هند) ۲۰۰۹
له دې پرته په افغانستان کې د ۲۵ کنفرانسونو ، سیمینارونو او علمي غونډو جوړونکی ، د تدویر د چارو د کمیټو یا علمي غړی .
ژبې
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
۱- پښتو
۲- دري
۳- انګلیسي