رسیدن: 07.01.2012 ؛ نشر : 09.01.2012

دستگير روشنيالی


کومه خپلواکي، د واکمنو يا د ټولني خپلواکي؟

د چا ازادي، د واکمنو يا د هر وگړی ازادي؟

دوهمه برخه

“ انگلیسی‌ها هند را اشغال نکردند، بلکه در واقع این خود هندی‌ها بودند که هند را دو دستی به انگلیسی‌ها دادند، و همین‌ها نیز آنها را در قدرت نگه داشتند.” گاندي


زموږ ناسم قضاوت

موږ د اوږدي مودي له پاره د خپلواکي او ازادي په هکله ناسم قضاوت کړی او اوس هم دي ناسم قضاوت ته ادامه ورکوو، لکه چي په تيره ليکنه کي وويل شو له يوي خوا موږ په مصنوعي او ناورين راوړونکي توگه خپلواکي له ازادي او ازادي له خپلواکي جلا کوو او له بلي خوا د خپلواکي او ازادي په ځپلو کي د داخلي اشغالگرانو په رول سترگې پټوو. نه يوازي د افغانستان تجربه، د ايران، مصر، سوريي، اعراق... تجربي راښيي چي دا يوازي بهرنيان او بهرني ځواکونه نه دي چي د يوي ټولني ازادي له منځه وړي، بلکي دا داخلی مستبدين هم دي چي د ټولنې د حاکميت په غلا کولو سره دواړه خپلواکي او ازادي تر پښو لاندي کوي.

موږ نورنشوکولاي د سړۍ جگړي د وخت په معيارونو او پوهای استعمار او استعماری استراتژيگاني تحليل کاندو. هغه وخت د اقتصادي استقلال معني د نړۍ له نوی اقتصاد “ سوسيالستي نړيوال اقتصاد” سره يو ځاي کيدل وو. همدا شان پرون په يوه هيواد کي پانگه اچول د امپريالستي نفوذ په معني وه او نن ټول هيوادونه، چين، روسيه... د پانگي اچولو ته کلکه ليوالتيا ښيي.

استعمار نور هماغه کلاسيک استعمار نه دی چي پرون وو. استعمار بدل شوی او د استعمار بڼې بدلوي شوي او بدلېږې. همدا شان يوازي هغه پروني استعماري ځواکونو د هيوادونو خپلواکي او ازادي ته گواښ نه دي. همدا دم په افريقا کي د استعمار يوه نوې بڼه په خپريدو دی. دلته، دولتونو، شرکتونه او پانگه وال په ارزانه بيه د لويوځمکو په اخستلو پيل کړی. سره ددي چي په اوتوپيا کي ميليونونو خلک وږي دی، خو دلته بهرنيو شرکتونو او پانگه والو تر 700000 هکتاره زياته ځمکه را نيولې ده.

همدا دم په تيره بيا افغانان حق نه لري د افغانستان د تماميت او خپلواکي په هکله د سيميزو ځواکونه عملي او بالفعل گواښ له ياده وباسي اویا هم ورته کمه بيه ورکړي.


د خپلواکي اخیستل اسانه، ساتل يي مشکل دی

هيوادونه او له دي جملي د موږ په سيمه کي هندوستان يوځل خپلواکي ترلاسه کړه، خپلواک پاتي دی او ددي ضرورت منځ ته نه راځي چي هنديان يو ځل بيا د خپلواکي له پاره د يوه بل گاندي د راتگ انتظار وباسي او يا هم د خپلواکي لپاره لښکرې جوړې کړې او وسله واخلي. خو په افغانستان کي حالت په بشپړه توگه بل ډول دی اودلته بايد څو ځله د خپلواکي له پاره جگړه وشي او دلته د يو زبرځواک د پښو پل ړنگ شوی نه وي د بل زبرځواک ټانکونو او طيارو د افغانستان ځمکه او اسمان دواړه نيولی وي.


ولې داسي دی او ولې داسي کېږې؟

لنډ ځواب، موږ د يوه دموکراتيک سيستم په جوړولوکي، کوم چي سياست د ټولو په چاره بدل کړي، کوم چي د خلکو حاکميت بسيا کړي، کوم چي د استبداد او ديکتاتوريو په ضد د ټولنې د خپلواکي او ازادي ساتنه وکړي، کوم چي د کورينو جگړو، بلواگانو اوکودتا گانومخه ونيسي او کوم چي د مذهب او قوم په بنياد تشکيلاتو او سياست کولو ته اجازه ور نه کړي پاتي راغلو. موږ له خپلواکي اخستلو وروسته هغه څه ونه کړل چي نورو اوله دي جملي هنديانو وکړل. دوي په خپلو هيوادونو کي داسي دموکراتيک سياسي سيستمونه جوړکړل چي له يوي خوا يي د يوه پياوړي دولت د ايجاد امکانات برابرکړل او له بلي خوا يي د موجود دولت د الترناتيف درا منځ ته کولو، روزلو او ودي له کار سره مرسته وکړه او سياست يي د ټولو په چاره بدل کړ. دوي د خلکو د حاکميت په واکمن کولو سره په بريالې توگه هم د خپلواکي ساتنه وکړه او هم يي په کورکي د ننه د کودتاگانو، بلواگانو، انقلابونو، کورنيو جگړومخه ونيوله. همدارنگه دوي ددي سيستمونو په جوړولو سره د دينونو او فرهنگونو په وړاندي د دولت بي طرفې وساتله. رښتيا که په هند، کوم چي د دينونو او فرهنگونو هيواد بلل کېږې دولت د دينونو او فرهنگونو په وړاندي بي طرف نه وايي پاتي شوی، بي له شکه به دا هيواد د انساني لويو ناورينونه په هيواد بدل شوي وو او دا هيواد به هغه څه نه وو چي نن دی.

په افغانستان، ايران، مصر، پاکستان، سوريه، ليبيا، يمن ... هيوادونو کي له خپلواکي اخستلو وروسته د دموکراتيک سياسي سيستم د جوړولو په ځای سياسي استبداد واکمن شو، په يو شمير کي يي د شمالې کوريا په شان جمهوريگاني هم ميراثې شوې. په دي هيواد کي د سياسي استبداد واکمني د کودتاگانو، بلواگانو، انقلابونو او جگړو لاره همواره کړه او تر اوسه هم په دي هيوادونو کي نه سياسي او ټولنيز ثبات را منځ ته شوی دی او نه د کودتاگانو، بلواگانو، جگړو... لاملونه له منځ وړل شوي دي.

په دي هيوادونو کي په حقيقت کي دا له باندي لاس وهني نه دي چي دا نظامونه له ماتي سره مخامخ کوي، دا په دي هيوادونو کي د سياسي جوړښتونو تناقضات او له يو بله ددي جوړښتونو بيگانگي ده چي د نظامونو د ماتي لامل کېږې. همدا دم په ايران کي د اسلامي نظام د دړې وړې کيدو زمينې او امکانات په عملي او پراخه توگه را منځ ته شوي دي.


ايا افغانستان بيا يوه تاريخي ازمايښ ته په ورننوتو دی؟

په نړۍ او سيمه کي بدلونونو زوراخيستی او افغانستان هم د بدلونونو په درشل کي دي. په افغانستان کي د راتلونکو بدلونونو د څرنگوالې، لوری او پايلو په هکله څه ويل مشکل کاردی، خو ددي بدلونونو راتگ او واقع کيدل حتمي شوي دي او داسي ښکاري چي دا بدلونونو يو ځل بيا افغانستان له يوه تاريخي ازمايښ سره مخامخ کړي، چيري چي د دموکراسي د پياوړي کولو او يا هم د يوه بل ناورين په لورد حرکت انتخاب وشي. په دي ډول حالت کي په بشپړه توگه ددي ضرورت منځ ته راځي چي له پرونيو تجربو زده کړه وشی او د راتلونکي په لور د حرکت کرښې روښانه شی. له بده مرغه د موږ په سيمه کي داسي عملي امکانات او زميني شته دي چي راتلونکي بدلونونه د انسانانو له ارادي ووزي، طبعي توفانونو ته ورته بڼه غوره کړي او پايلي يي د جبران کولو وړ نه وي. په سيمه کي حالات له هغه څه ډير پيچيلي دي چي ظاهرآ ښکاري او پيښي د صوري منطق په بنياد وده نه کوي.


دنده، بدلون دی، نه نفي کول

په افغانستان کي هر واکمن يا واکمنو فکر کاوه چي واک به هميشه د دوي وي او هڅه يي کوله چي د واک په سمبولونو يي د هميشه له پاره خپل نشان او نوم پاتي شي، پرونی سياسي جوړښت له بيخه وباسي.

“ د انقلاب دنده د پروني دولتي جوړښت ړنگول دی” او بيا د هغه په کنډوالو د دوي د خوشي سياسي جوړښت را منځ شي، پرونی اساسي قانون لغوه او په ځای يي د دوي د نظرياتو سره سم اساسي قانون جوړشي، پرونی بیرغ ورته لته “ خرڅوړی” ښکاري او په ځای يي خپل بيرغ پورته کړي او په خپل نوم او خپل نشان پيسي چاپ کړي. کله کله خواساسي قانون او په تيره بيرغ ته د ملي ځانگړتيا په ځاي ايديولوژيکي او مذهبي ځانگړتياوي ورکړل شوي دي.

د دنمارک ملي بيرغ له اتو پيړيو زيات عمرلري او ددي هيواد په يوه پياوړی ملي سمبول بدل شوی دی او هيڅکله په دي هيواد کي د سياسي نظام له بدليدو سره د ملي بيرغ د بدليدو پوښتنه را پورته شوې نه ده. هغه څه چی په افغانستان له سياسي نظام، بيرغ، پيسو سره شوي، د بدلون په ځای د حذف کولو، محوه کولو، نفي کولو او لغوه کولو افراطی احمقانه چلند دی.


د يوه دموکراتيک سياسي سيستم نشتوالی

موږ افغانانوخپلواکي وگټله، خو نه خپلواک شو، نه ازاد شو او نه مو ملت جوړ کړ. موږ خپلواکي ترلاسه کړه، خو په ټولنه کي يو په بل پسي له يوي خوا استبدادی او له بلي خوا کمزوريو واکمنيو و نشوای کولاي ټولنه له مزمن سياسي ــ ټولنيز بحراني حالت څخه را وباسي، سياسي ثبات تامين کړي او په سوله ايزه توگه د واک ليږد تضمين او يقيني کړي. د افغانستان په سياسي ژوند او سياسي کلتور کي د واک ليږد له زور او وسلې سره تړلی دی. په دي هيواد کي په يوه واکمنه کورنۍ کي، په يوه واکمن گوند کي او ان چي د د ښوونکی او شاگرد تر منځ هم د واک ليږد د زور، کودتا، ترور کولو، دسيسو او وژنو په وسيله تر سره شوی دی.

موږ هميشه د يوه عادت په توگه دا شکايت کوو چي موږ د نورو د دسيسو قرباني شوي يو. که له يوي خوا دا حقيقت وي له بلي خوا دا د موږ په خپله ناپوهي او ناداني اعتراف کول هم دي. که د امان اله پادشاه په ضد دسيسې انگريز کولې، عملي کونکي يي موږ وو او امان اله پادشا د يوه انگريزي لښکر په ځای د ما د نيکونو لښکر دي ته اړ کړ چي هيواد پريږدي او د ازادي په لور پيل شوې هڅې هم ناکامي کړي.

دا موږ وو چي د شوروی د يرغل لاره مو همواره کړه او په افغانستان کي مو د شوروی راتگ د انقلاب د نجات او د انقلاب تکاملي مرحله تعريف کړه او د شوروی پوځي حضور د انقلاب د ساتلو او د افغانستان د موجوديت تضمين وبلل شو.

دا هم موږ وو چي د وطن په ځای مو د يوه وگړی په انتخاب کولو سره په افغانستان د امريکا او ناتو د يرغل بهانه په لاس ورکړه او اوس هم موږ يو چي د افغانانو د وژلو او د افغانستان د ړنگولو په هکله د بهرنيانو او په تيره بيا د پاکستان او ايران پلانونه په عمل کي پلي کوو.

د جوړښتونوبحران

انساني تاريخ له بحرانونو خلاصه يوه ايديال ټولنه نه دي ثبت کړي او نه به دا ډول يوه ټولنه پيدا شي.

هغوي چي د دا ډول يوې ټولنې د ايجاد خبري کوي “تيرايستونکي” دي. په ټولنوکي رنگارنگ بحرانونه ) سياسي بحران، مالې بحران، د انرژي بحران، اکولوژيک بحران...( منځ ته راځي. همدا اوس اوس نړۍ له ژوراقتصادي بحران سره مخامخ دی. خو په يوه ټولنه کي تر ټولو ستونزمن بحران د جوړښتونو بحران دی. دا ډول بحران د يوې ټولنې موجوديت له گواښ سره مخامخ کوي. د جوړښتونو بحران يا په بل عبارت د ټولنې په جوړښت کي د نامتجانسو او له يو بل څخه د بيگانه جوړښتونو موجوديت د جگړي، شخړو او د يوې ټولني د ويش لامل کېږې.

په افغانستان کي د تشويش خبره دا هم دی چي تر اوسه ټولې ناهم اهنگي را برسيره شوې نه دي. ځیني ناهم اهنگي او ټولنيز توپيرونه د پردو تر شا عمل کوي او لامل يي هم په ټولنه کي په زور او خشونت ولاړ فرهنگ او چلند دی. په وروستيو کلنوکي د ټولنيزو ناهم اهنگيو جغرافياي ځانگړتياوي هم ځواکمني شوي دي او دا د اوږدي مودي يوه ممکين ويشونکي او ټکر ايجاد کونکي ستونزه وي، کوم چي به هم د جوړښتونو په شکل او هم به په جغرافياي “ شمال او جنوب” “ مرکز او اطراف” لحاظ ځان را څرگند کړي.

په افغانستان کي پروني او سنتي جوړښتونه نه يوازي د مدرني ټولنې د جوړيدو له کار سره مرسته کولاي نشي، بلکي ددي جوړښتونو په واکمني کي ډيره سخته خبره ده چي مدرنه ټولنه په واقعيت بدله شي. په دي هيواد کي د قبيلوي او قومي جوړښتونه د پياوړي تاثير له امله دي چي نه يو پياوړی دولت ايجاد کېږی او نه هم ملت جوړيږي. په يوه ټولنه کي د قبيلوي او قومي جوړښتونو په خپلواکه توگه عمل کول او د سياسي پريکړو په بهير د هغوي تاثير درلودل د ملت د نشتوالی په معني دی.

د افغانستان موجود سياسي، حقوقي، اقتصادي... جوړښتونه په زياته اندازه د يونيورسل ارزښتونو او په بل عبارت په نړۍ کي د ننی معمول آرزښتونو په اساس جوړشوي اوهڅه کېږې دا جوړښتونه د همدي ارزښتونو په بنياد عمل وکړي. خوپه عين حال کي په تيره بيا د ټولني په سياسي او حقوقي ژوند کي قبيلوي جوړښتونه، دودونو، رواجونه ... کوم چي د پرونۍ ځانگړتيا ترڅنگ محلي ځانگړتيا لري او د ننۍ نړۍ غوښتنو ته نه ځواب ورکولاي شي او نه له هغوي سره د ځان عيارکولو وس لري، نه يوازي د نويو جوړښتونو او د هغوي د عملي کولو مخه نيسي، بلکي دا دوه په ښکاره توگه له يو بله بيگانگي هم ښيي او دا ډول بيگانگي د بحرانونواو بي ثباتي تر ټولولوی لامل دی او همدا اوس په افغانستان کي ددي دو ترمنځ تضاد د پيښولوری ټاکي. د ما په نظر دا د ستونزو بنسټيز لامل او په ټولنه کي د قانون د واکمني په وړاندي تر ټولولوی خنډ بلل کېږې. د يوې بيلگي په توگه د افغانستان په اساسي قانون کي د وگړو او په تيره بيا د ښځي او نر په برابري ټينگار شوی، خو په عمل کي دافغانستان د سړی په ټولنه کي خشونت او په تيره بيا د ښځو په ضد خشونت د يوې اپيدمي ځانگړتيا غوره کړي ده او د سړی شوونيزم د ساديزم او د ليونتوب مرحلي ته رسيدلی او کولاي شي د ښځي پزه، غوږونه او گوتي پري کړي، نوکان يي وباسي او د بدن غوښیی يي په امبور را جلا کاندي.

د همدي ناهم اهنگ ټولنيز حالت په موجوديت کي دي چي نويو جوړښتونو تراوسه سراسري ملي او يوځايکونکي رول نه دی ترلاسه کړی او ددي وس يي نه دی موندلی چي په ټولنيزو ناهم اهنگيوغلبه وکړي. له بده مرغه يو ځای کونکو ارزښتونو تر اوسه په ټولنيز ذهنيت کي ځای نه دی موندلی او سياست کونکو، ليکوالانو ... هم په ويشونکو ارزښتونو فکري او ذهني غلبه نه ده کړي. يو شمير سياست کونکي، ليکوالان، سايتونه ... په دي هکله احساساتي او پارونکي چلند لري.

دولت هم د يوه سراسري او واکمن ارگان په توگه تر اوسه د يو ځاي کولو اود ټولنيزو ناهم اهنگيو په له منځه وړلوکي په شا نه گرزيدونکي لاس ته راوړني نه لري. له دولته د باندي د واک څو مرکزونه شته دي او دا په هيواد کي د سياسي ودي د بي انډولې په معني دی. د همدي حالت ادامي په ټولنه کي د دولت لارښونکی او يو ځای کونکی رول کمزوری کړی دی. دولت په دي هکله په ډيره ساده توگه خپل بری د يو ځای کونکو ارزښتونو او نورمونو په ځای د پرون په شان په وگړو او څيروکي لټوي او دا د يو ځل په ځای، څوځله ناکام شوی سياسي چلند دی.

همدا د ټولنيزو جوړښتونو نا هم اهنگي ده چي د ملت جوړولو په لور يي سياسي او فکري وده له ستونزو سره مخامخ کړي ده. د خپلواکي له گټلو وروسته يو په بل پسي افغان واکمن په دي کي پاتي راغلل چي د ټولنيزو جوړښتونو ترمنځ انډول او هم اهنگي ايجاد کړي، تر څو له يوې خوا د ملت جوړولو لاره همواره شي او له بلې خوا د کورنيو شخړو مخه ونيول شي. يو هيواد هغه وخت د ملت جوړولو په لورځي چي ټولنه د قبيلوي او قومي اړيکو له اغيزي خپلواکه شی.

په پاکستان کي د جوړښتونو پراخه او څوگونې نا هم اهنگي واکمنه ده. همدارنگه دا هيواد په يوه ژوراو څو اړخيز بحران کي ډوب دی. د سياسي او پوځي جوړښتونو، د سياسي او مالې جوړښتونو، د سياسي، قضایی او مذهبي جوړښتونو... تر منځ يوه ډارونکي او چاوديدونکي بي باوري او بي انډولې شته دی. په دي هيواد کي اقتصادي سکتورونه د ماتيدو په حالت کي دي. په دي هيواد کي د ټولني او دولت تر منځ د بي باوري واټن خورا پراخ دی او ددي هيواد په ځنيو برخو او له دي جملې په کراچي کي د قانون په ځای انارشي واکمنه ده.


د الترناتيف نشتوالی

د سياسي استبداد په واکمني کي د سياسي الترناتيف را منځ ته کيدلو او ودي ته د دوښمني په سترگه کتل کېږې. تجربي ښيي چي په ټولنه کي د سياسي الترناتيف نشتوالی هم له يوې خوا د بلواگانو، پاڅونونو، انقلاب، کودتاگانو، جگړو... او له بلي خوا د بهرنيانو دلاسوهني لامل کېږې. افغانستان، عراق، ليبيا او په نږدي راتلونکي کي ايران. په دي ډول حالت کي ډير ځله الترناتيف د بهرنيانو له خوا انتخاب کېږې.

د سياسي تاريخ سره سم د الترناتيف عبارت د اول ځل له پاره په اولسمه پيړۍ کي په فرانسه کي منځ ته راغی او الترناتيف د دو يا څو لورو تر منځ د يوه انتخاب دی او په ټولنه کي د نظريو او په تيره بيا سياسي پلورالیزم د الترناتيف له ودي او پراختيا سره مرسته کوي او دا بيا ټولنه ده چي د الترناتيفونو له منځه يوانتخاب کړي.


موميایی شوی سياسي فرهنگ

نه يوازي په افغانستان کي، په هره ټولنه کي په هميشنۍ توگه د گټو او غوښتنو مخامختيا او ټکر شته دی. دا په سياست او په تيره بيا په سياسي فرهنگ دي چي ددي مخالفو گټو او غوښتنو تر منځ توافق را منځ ته کړي او اجازه ور نه کړي چي مخالفت په وسله وال ټکر بدل شي.

سياسي فرهنگ د ټولني د عمومي فرهنگ برخه ده او د عمومي فرهنگ په جوړښت کي رنگارنگ عناصر برخه لري او همدارنگه فرهنگ له پيښو هم متاثير کېږې. ټولنه پيږندونکي او اروا پيږندونکي د فرهنگ په جوړولو او وده کي د اقتصادي، سياسي، مذهبي، طبعي، ټولنيز لاملونه... يادونه کوي.

سياسی فرهنگ، کوم چي د سياست کوونکو او نخبه گانو پوسيله ايجاد کېږی او په طبعي توگه په ټولنه کي واکمن فرهنگ د سياست کونکو او نخبه گانو په نظرياتو او چلند ژور تاثيرغورزوي. په بل عبارت سياست کونکي هم په همدي فرهنگ کي لويږي او د همدي فرهنگ محصول دي.

هغه نارينه سياست کونکي چي په ماشومتوب کي په خپله کورنۍ کي له يوې خوا د نجلۍ په پرتله د برتري په روحيه روزل شوی وي او له بلي خوا د وهلو او ټکولو په چاپيريال کي لوی شوی وي، واک ته د رسيدو په صورت کي د ځانگړي اوتوريتي د لرلو او د مخاليفينو په ضد د زور په کارولو پياوړی تمايل لري. دا حالت له اتوريتي او زور سره سره سړی په فرهنگي خواري هم مبتلا کوي، کوم چي له نورو سره، له مخاليفينو سره په مخامخ کيدو او چلند کي ځان څرگندوي.

د سياسي فرهنگ بدلون له موږ غوښتنه کوي چي په پوره شهامت د خپلوتاريخي مزمينو کمزوريو او بي وسيوڅيړنه وکړو، د فرهنگ د منفي او ړنگونکو عناصرو د پيږندني استعداد او تحليل پياوړي کړو او د ټوپک او زور په ځای د قانون پوسيله هغوي بي باوره او بي تاثيره کړو. کورنی چاپيريال له برتري روزني او د زور زياتی له په کاراچولو را وباسو. د ټولنې په فرهنگ کي ټولنيز، سياسي، مذهبي، نظرياتي پلوراليزم ته پراختيا ورکړو او په ځانگړي توگه سياسي پلوراليزم د سياسي ژوند او سياسی فرهنگ په نه ماتيدونکي اساس بدل کړو.

*

د دی لیکنی د لمړی برخی لینک:

- د چا ازادي، د واکمنو يا د هر وگړی ازادي؟