رسیدن:  13.12.2011 ؛ نشر : 13.12.2011

دستګیر روشنیالی


کومه خپلواکي، د واکمنو يا د ټولنې خپلواکي؟

د چا ازادي، د واکمنو يا د هر وگړی ازادي؟

 

ازاده ټولنه چي هر وگړی يي ازاد وي، خپلواکه ټولنه چي هر وگړی يي خپلواک وي

خپلواکي يو مطلق، ولاړ او بي حرکته حالت نه دی. خپلواکي د انسان د فردي او ټولنيز ژوند هميشنی ضرورت او د حرکت په حال کي يوجريان دي. خپلواکي له يو بل څخه په جدايي او گوښه توب خپل مفهوم له لاسه ورکوي. نړۍ او نړيوالې اړيکي هغه نه دی چي په اتلسمه، نولسمه او شلمه پيړيوکي وي. خپلواکي له يو بل سره د اړيکو په څرنگوالی کي اهميت پيدا کوي. هيوادونه اوټولني دي ته اړ دي چي له نورو سره هميشني اړيکي ولري او هيڅ هيواد اوهيڅ ټولنه له نورو جدا پاتي کيداي نشي. په نني نړۍ کي او د گلوباليزم په شرايطوکي داسي ټولنه نه پيدا کېږي چي له نورو جدا او گوښه ژوند وکړي او يا له نورو متاثيره نشي. مهمه خبره داده چي په دي اړيکو کي د برابري اصل او توازون مراعات شي.

فکري خپلواکي

خپلواکي يو پراخ مفهموم دی اقتصادي خپلواکي، سياسي خپلواکي، حقوقي خپلواکي، قضايي خپلواکي، فرهنگي خپلواکي او فکري خپلواکي. موږ د خپلواکي په سياسي او اقتصادي لورو دومره ټينگار کړی چي د خپلواکي نور لوري او په تيره بيا فکري خپلواکي مو په بشپړه توگه له ياده ايستلې ده.
په يوه ټولنه کي د فکري خپلواکي نشتوالی له يوي خوا ټولنه د ايديولوژيک فکري ښوونځيو په وړاندي بي وسه کوي او له بلي خوا په ټولنه کي پراخه ذهني خلا هم منځ ته راوړي او دا خلا ډيره ځله د بيگانه او افراطي فکرونو پوسيله ډکېږې. د افغانستان د څلورو وروستيو لسيزو تجربه همدا حقيقت را ښيي.
افغان ټولني او په تيره بيا ددي ټولني روشنفکرانو د علمي خواري، د فکري او يا هم د يوه ملي خپلواک تفکر په نشتوالی کي، د شمال له لوری د مارکسيستي ايديولوژي او د جنوب له لوری د مذهبي بنيادگرايي په وړاندي څرگنده بي وسي او کمزوري وښودله او ددي فکرونو په وړاندي يي د مقاومت په ځای د تسليمي لاره غوره کړه او بي له دي چي پوه شي دا فکرونو څه غواړي، تر شا يي کوم سياسي او اقتصادي... هدفونه پراته دي او د عملي کولو پايلي به يي څه وي د خپلو سياسي عملونو دلارښود په توگه ومنل.
دي دو فکرونو که له يوي خوا روشنفکران په ژوره توگه وويشل او هغوي يي د دوښمنانو په څير د يو بل په وړاندي ودرول، پلي کولو يي بي ساري لويي او تاريخي غميزې را منځ ته کړي او يوه اوږده جگړه يي ايجاد کړه او له بلي خوا يي د بل هرلامل په پرتله په عملي توگه د افغانستان خپلواکي له گواښ سره مخامخ کړه او د بهرنيو ځواکونو د لاسوهنو، بريدونو او يرغلونو لاره يي هم عملآ همواره کړه او په ښکاره بيگانه پالنه پيل شوه. دا هم د فکري خپلواکي د نشتوالی پايلي دي چي بيگانه گان له موږه د موږ په ضد په پيوسته توگه د بي فکرو جنگياليو لښکري جوړوي.
همدي دو فکرونو “ پرولتري انترناسيوناليزم او اسلامي انترناسيوناليزم” ملت، ملت جوړونه، وطنپالنه ملي حاکميت ...بي ارزښته کړل او افغانستان دومره چي د فکري خپلواکي نشتوالی ځپلی، د سياسي او اقتصادي خپلواکيو نشتوالی نه دي ځپلی. په هغه تگلاره او په هغه سياست کي چي هدف يي په ټوله نړۍ د يوې ايديولوژي اود یوه تفکر واکمن کول وي، وطن، ملت، ځمکنی تماميت، خپلواکي ... په بشپړه توگه په بي معني مفهومونو بدلېږې.
که کمونيزم ناکام شو او بيا را گرزيدل يي شونی نه ښکاري، سياسي اسلام هم په بدليدو دي او داسي معلوميږي چي په عربي هيوادونو کي د دموکراسي په لورليږد د يوه معتدل سياسي اسلام له لاري تيريږي. په دي هيوادونو کي اخوان المسلمين چي پرون د بنياد گري منبع بلل کيدله ځان بدلوي او په خپلو تگ لاروکي دموکراتيکو پرنسيپونو ته ځای ورکوي او د نظرياتي او سياسي پلوراليزم پلوي کوي. په مصرکي اخوان المسلمين وايي: “ موږ ځانته حکومت نه جوړوو، د اقليتونو درناوی کوو او له ليبرالانو سره يو ځای کارکول غواړو” په تونس کي همدی غورځنگ په راتلونکي اساسي قانون کي د ښځو او نرو د برابري اصل له ځای په ځای کولو سره موافقه کړي ده او راشد الغنوشي وايي: “ خلک ځنځيرتړلې جنت ته نه وړي او اسلام جبري دينداري نه توصيه کوي” دا د مذهبي افراطيت چي په ټولنه کي د نظريو اوسياستونو يو شان کول غواړي د ناکامي په معني دی.

دخپلواکي سياسي کول

د استعماري ځواکونو په را پيدا کيدو سره د هيوادونو خپلواکي او استقلال هم اهميت وموند او له دوم جهانی جنگ وروسته ډيرهيوادونه له استعمار څخه خپلواک شول. په يو شمير هيوادونو کي د خپلواکي اخستل له ازادي سره په يو ځاي کولو سره د ټولني او ملت خپلواکي وو او په يو بل شمير هيوادونوکي بيا د خپلواکي اخستل د ملي خپلواکي او د ټولنې د خپلواکي په ځای په عمل کي ددولت او د واکمنو په خپلواکي بدله شوه.
په نولسمه پيړۍ کي خپلواکي د يوه علمي، فکري، حقوقي ... مفهوم په ځای ډيرسياسي کرکتر ځانته غوره کوي. همدا شان د خپلواکي په سياسي کولو برسيره په يو شمير هيوادونو کي خپلواکي بيا په بشپړه توگه ايديولوژيکي اومذهبي جنبه پيدا کړه او د بيگانگانو شړل يوانقلابي او مقدس عمل وبلل شو، کوم چي خپلواکي يي له يو بل څخه په جدايي کي ليدله او د اتلسمي پیړۍ په دود يي له هيوادونو پوځي تړلې کشلي جوړولې.
دواړه مارکسيستي او اسلامي نهضتونه په تيوري او شعارکي استعماري ضد نهضتونه وبلل شول، خو دي دواړو نهضتونو له خپلواکي د سياسي وسيلې په توگه کار واخست او دي ډول حرکتونو په حقيقت کي د يوې ځانگړي ډلې او د يوه ځانگړی گوند واکمني را منځ کړه او دا په عمل کي د ټولني او ملت په ځای د يوې ډلې او يوه گوند خپلواکي وه. په ايران کي د ملايانواو په شمالې کوريا کي د کيم ايل سونگ ...ديکتاتوريگاني د خپلواکي او ازادي ترنومونو لاندي جوړې شوي دي.
په افغانستان کي همدا اوس طالبان او حزب اسلامي د خپلواکي له شعاره د يوسياسي شعار په توگه کار اخلي او هدف د دوي واک ته رسيدل دي.

د واکمنو خپلواکي

واکمن هميشه خپلواک وو اوخپلواک دي. واکمن هميشه ازاد دي او دوي د هرڅه کولو خپلواکي او ازادي لري. واکمن د انسانانو د وژلو، د هغوي د حقونو او ازاديو د ځپلو په کارکي هم ازاد او هم خپلواکي دي. همدارنگه په اختلاس کولو، چورکولو او خارجي بانکونو ته د ميليونونو ميليونونو د ډالرو په وړلو کي هم څوک د دوی د ازادي او خپلواکي مخه نه نيسي. واکمن په ډيره اساني د واکمني د ساتلو او د امتياذونو د لاس ته راوړلو له پاره په ملي حاکميت هم سودا او معامله کولاي شی او دا واکمن وو چي د افغانستان په حاکميت او ځمکني تماميت يي څوځله سودا او معامله وکړه.
په ايران کي په واکمنو اخوندانو برسيره هرايت اله د انسان د ژوند اخستلو ازادي لري. يوه نمونه يي هم د آیت الله محمد فاضل لنکرانی پوسيله د اذربايجاني ليکوال رفیق تقی د وژلو فتوا ورکول دي. نوموړي ليکوال په باکو کي د چاقو د زخمونو له امله مړ شو. همدا شان په ايران کي واکمنو ملايانو په ښځو او نجليو د تيري په منظورد صيغي کولو په نوم فحشا ته شرعي او قانوني بڼه ورکړي او په ليبيا کي پرونی واکمن معمر قذافې د ليبيا په مذهبي ټولنه کي په سلگونو ښځې د خپلو باديگاردانو په توگه روزلې وې او همدارنگه يي په لسگونو ځواني نجلې يي په خپل دربارکي ساتلي، په خپله خيمه کي به يي ورباندي نڅا کوله او وروسته به يي ورباندي تيري کاوه. د يوې بيلگي په توگه دا لاندي مطلب ولولې:
" بابا معمر "
“ ... صفیه فهمید که فقط او نیست که برای تامین نیاز جنسی رهبر سابق لیبیا شکار شده است. او می گوید دهها تن از دختران نوجوان این کشور برای خوشگذرانی معمر قذافی مجبور بودند با او همبستر شوند. او گفت قذافی همیشه برای خوشگذرانی دخترانی از بلژیک، ایتالیا و آفریقا که اغلب مانکن بودند برای رقص و شب زنده داری به لیبیا می آورد سپس به هر کدام از آنها کیف هایی پر از پول می داد اما به دختران لیبیا هیچ چیز نمی داد. صفیه می گوید امیدوارم بودم رهبر سابق لیبیا را در دادگاه ببینم
هرچند که مردم لیبیا طومار حکومت سرهنگ قذافی را درهم پیچیدند اما هر روز داستان های شگفتی از زندگی شخصی و جنایت های رژیم وی منتشر می شود. مردان ، زنان و حتی دختران کم سن فراوانی در لیبی پس از سقوط معمرقذافی داستان های زیادی از زندگی شخصی او نقل کرده اند.
خبرنگار روزنامه فرانسوی لوموند در طرابلس اخیرا با یکی از قربانیان تجاوزجنسی توسط قذافی مصاحبه کرده است که می گوید طی 5 سال بارها توسط رهبر سابق لیبی مجبور شده بود با وی همبستر شود.
صفیه که اکنون یک دختر22 ساله است در حالی که به شدت گریه می کرد در این مصاحبه گفت :" قذافی زندگی مرا ویران کرد .. دوست داشتم کشته نمی شد تا به جنایت هایی که در حق زنان لیبی با خونسردی مرتکب می شد ، جواب دهد."
او افزود :" هنگامیه جسد قذافی را مشاهده کردم همزمان احساس خوشبختی و دردمندی به من دست داد... دوست داشتم از وی سوال کنم چرا اینگونه با من رفتار کرد ؟ چرا مرا از کانون خانواده ام ربود ؟ چرا به من تجاوز کرد و مرا ب مصرف مواد مخدر کشاند."
رنج هایی که این دختر جوان طی سال های گذشته پشت سر گذاشته بود چون کابوس در بیداری و خواب وی را دنبال می کند.
او گفت :" 15 ساله بودم . خانواده ام تازه به سرت محل تولد قذافی منتقل شده بودند. مدیر مدرسه ای که در آن تحصیل می کردم مرا انتخاب کرد تا هنگام بازدید قذافی از مدرسه به وی گل تقدیم کنم."
صفیه گفت :" هنگامیکه برای تقدیم گل به رهبر سابق لیبی که او را " بابا معمر " می خواندم تعیین شدم ، شور و شادی وصف ناپذیری وجودم را فراگرفت."
او افزود :" هنگامیکه به قذافی گل را تقدیم کردم به من لبخند زد و دستان خود را بر سر من کشید تا بدین شکل به همراهان خود علامت بدهد که این را می خواهم."
روز بعد سه تن از محافظان زن که همیشه قذافی را همراهی می کنند به منزل این دختر کم سن رفتند و به خانواده اش گفتند که معمرقذافی می خواهد دختر آنها را ببیند تا به او هدیه تقدیم کند.
محافظان صفیه را به خیمه ای در صحرا بردند ، قذافی برای شکار و خوشگذرانی در این خیمه اقامت داشت.
صفیه گفت :" هنگامیکه به خیمه اش رسیدیم قذافی در مورد خانواده ام پرسید و از وضعیت اجتماعی ما سوال کرد. او به من گفت همه نیازهای مرا تامین خواهد کرد."
او افزود :" یکی از محافظان ، لباس های سبکی به من داد و از من خواست که یاد بگیرم چگونه در مقابل قذافی برقصم. مرا سه شبانه روز در خیمه قذافی نگه داشتند و از من خواستند برای رهبر لیبی برقصم. سپس قذافی با صراحت به من گفت برای همیشه همراه من خواهی بود."
پس از آن این دختر 15 ساله را به باب العزیزیه محل زندگی قذافی منتقل کردند و بر اساس اظهارات صفیه وی " با وحشیگری به من تجاوز کرد."
او افزود :" اسیر شهوت جنسی سرهنگ قذافی شدم و تا 5 سال نمی توانستم فرار کنم."
صفیه گفت :" سرانجام با یک دختران نوجوان دیگری که او نیز قربانی تجاوز جنسی قذافی بود و از بنغازی ربوده شده بود در یکی از اتاق های باب العزیزیه اسکان یافتم..." پارس ديلي نيوز

د واکمنو خپلواکي د ټولني خپلواکي نه ده، خو د ټولني خپلواکي د واکمنو خپلواکي هم دی. په استبداد او ديکتاتوريو کي اصلآ د ټولني او ملت خپلواکي مطرح نه دي او نه اهميت ورکول کېږې. پرون په مصر، تونس، ليبيا کي ټولني د څو وگړو او څوکورنيو په اسارت بدلې شوي وي. په ايران کي يوه ناروغه اخوند يو ملت یرغمل کړی. آیت‌الله خوشوقت وايي: “ در زمان غیبت ولی امر مسلمین، فقیه عادل و آشنا به اوضاع دنیا باید در رأس حکومت قرار بگیرد و بقیه باید تابع ایشان باشند.” خبرگزاری حکومتی فارس
“ ... ولایت نائب امام در این عصر “حضرت آیت‌الله خامنه‌ای” و ولایت ولی‌اش سید حسن نصرالله بر همه ما واجب است. مصباح یزدی

د شمالې کوريا په تړلې او ايديولوژيکي ټولنه کي خلک دکمونست گوند پوسيله کنترول کېږې او ددي هيواد خلک په زنداني کولو، شکنجه کولو، بيکاريو او پراخي لوږې برسيره دروغ ويلو ته هم مجبور شوي دي. د پوښتني په صورت کي دا يرغمل شوي خلک بايد ووايي: “ په دي هيواد کي ټول شيان سم دي، دلته ستونزي نشته دي، موږ د ځمکي په سر په جنت کي ژوند کوو او گران رهبر دي ژوندي وي”.
په ديکتاتوريو کي د خلکو اعتراضونه او غوښتني خپلواکي “ د واکمنو خپلواکي” ته خطربلل کېږې او دي ډول اعتراضونو ته د بيگانگانو دلاس وهنو نوم ورکول کېږې. همدا اوس اوس په سوريه د خلکو اعترضونو ته د “ غرب دسيسي” او پاڅونکونکوته د تروريستانو نوم ورکول شوی دی.

دنده د استبداد توجيه کونکو اصولو بي باوره کول دي.

د ټولني د خپلواکي او ازادي په وړاندي اساسي خنډ ديکتاتوري او استبداد دي. په دي هکله يوه اساسي ستونزه دادی چي په ټولنه کي دا او هغه ديکتاتورله منځه وړل کېږې. همدارنگه ددي او هغه مستبد په ضد پاڅونونه کېږې، خوهغه اصول، هغه نورمونه او هغه جوړښتونه چي ديکتاتوري توجيه کوي او استبداد ته قانونيت ورکوي په ځای پاتي کېږې. دا حالت په طبعي توگه د يو بل ديکتاتور او يا هم د يوه بل مستبد د راتگ لاره همواره وي. د افغانستان د وروستيو لسيزو سياسي تاريخ په ډيره روښانه توگه همدا واقعيت بيانوي.
د ټولنې د خپلواکي او پرمختگ په لور د حرکت اصلي دنده د استبدادي فرهنگ او د هغو اصولو او جوړښتونو بي باوره کول دي چي په ټولنه کي د استبداد او ديکتاتوري له چارې سره مرسته کوي او دا هدف په ټولنه کي د دمکراتيکو ارزښتونو په واکمن کولوسره ترلاسه کېږې.
په اروپا کي د دموکراتيکو ارزښتونو د واکمني له برکته، نه په جرمني کي بيا هيتلر، نه په ايتاليا کي بيا موسيليني، نه په اسپانيا کي بيا جنرال فرانکو او نه په رومانيا کي بيا چوسيسکو راځي. پرون لاتينه امريکا د کودتاگانو او ديکتاتورانو قاره بلل کيدله، خو نن دموکراسي او د خلکو واکمني په ډاډمنه توگه د کودتاگانو د کيدلو اوديکتاتورانو د راتگ مخه نيولې ده. په ايران کي د استبدادی سيستم د واکمني له امله حالت په بشپړه توگه بل ډول دی. که دلته خميني نه وي خامنه اي راځي او که دا موجود ديکتاتور نه وي يوبل ايت اله به را‍شي او په افغانستان کي هم تر اوسه هغه حالت نه دي ايجاد شوی چي په ډاډمنه توگه د ديکتاتوري او استبداد د بيا راتگ مخه ونيسي.
و به گورو، “ عربي بهار” په استبداد توجيه کونکو اصولو او جوړښتونو څومره بری ترلاسه کوي، کوم چي اسانه کارهم نه دی اوکه به همدا اصول او فرهنگ يوځل بيا د نويومستبدينو په را مخته کولو سره پيل شوی بهار په ژمي بدل کړي.

د ټولنې خپلواکي

د ټولني خپلواکي د انسان په خپلواکي او د انسان خپلواکي د هغه د انديښني په خپلواکي کي په واقعيت بدليږي. په تړلو او توتاليتر ټولنوکي د انسان او د هغه د انديښني د خپلواکي مخه د ايديولوژي اومذهب په وسيلو نيول کېږې. د انسان خپلواکي په ټولنيز چاپيريال او له نورو انسانانو سره په اړيکوکي ځان ښيي. انسان په ذاتي او فطري توگه خپلواکي غوښتنونکی موجود دی. د خپلواکي احساس د انساني ودي او شخصيت کيدولو ضرورت دی. هر انسان غواړي خپلواک وي. خپلواکي د انسان د استعداد د ودي او روزولو له پاره يولازمي شرط دی. بي شماره تجربي ښيي، هغه ماشومان چي په کورکي د خپلواکي روحيي په اساس لوي شوي وي د خپلواک شخصيت په خاوندانو بدلېږي او په ټولنه کي هم د خپلواکو وگړو په شان عمل کوي. د خپلواکو وگړو ټولنه يوه خپلواکه ټولنه ده او د خپلواکو وگړو ملت يوخپلواک ملت دی. د خپلواکو وگړو په يوه ملت کي خپلواکي نه يوازي د ټولو په يوه ضروري غوښتنه، بلکي د هغوي په ټولنيز هويت هم بدلېږې.
د ټولني خپلواکي د ټولني په حاکميت کي پلي کېږي، چيری چي د حاکميت ترڅنگ رهبري هم د ټولنې حق وی. د ملت واکمني يا ملي حاکميت هم د يوې ډلې په ځای، د يوه گوند په ځای، د يوه پيشوا او د يوه مير او امير په ځای د ملت په حاکميت کي تحقق پيدا کوي. د ټولنې ازادي هغه وخت تامين کېږي چي ټولنه ځان را ټول کړي. د يوي گډي مسلې په هکله گډ دريځ خپل کړي او ځان د پيشواگانو، اتلانو... له اغيزي بي غمه کړي.
خپلواکي يوازي د يوه هيواد د پولو ساتنه او د معلوم ځمکنی تماميت د درلودلو په معني نه دی. خپلواکي ترهرڅه د مخه په خپل برخليک واکمني ده او خپلواکي هغه وخت مفهوم پيدا کوي چي ټولنه په خپل برخليک واکمنه شي.

خپلواکي او ازادي

د خپلواکي او ازادي په هکله نظريات يو شان نه دي او افغان روشنفکران، سياست کونکي، ليکولان... په دي هکله ويشلي دي. تراوسه ددي مفهومونو په هکله سم او گډ پوهاوی نشته دی او يوشمير يي بي له ازادي د خپلواکي پلويان دي.
دواړه خپلواکي او ازادي د انسانانو نه وروکيدونکي حقونه دي. په عمل کي بي ازادي خپلواکي نشته او بي خپلواکي ازادی نشته دی او ددي دواړو موجوديت د يوې ټولنی د پرمختگ لامل کېږې. د خپلواکي د نشتوالی معني اسارت دی او د ازادی د نشتوالی معني، د استبداد ادامه او وروسته پاتي والی دی.
“ ازادي، هميشه د بل ډول فکرکونکو ازادي ده.” روزالوکزامبورگ
په يوه هيواد کي دموکراسي او ازادي هغه وخت غوړيږي چي د بل ډول فکرکونکو موجوديت ومنل شي، د هغوي د فکرونو درناوی وشي او د بل ډول فکرکونکو منل او اوريدل د يوې ژوندي ټولنې ځانگړتيا ده.
خپلوکي ددي له پاره دی چي انسانان د نوروله تسلط وژغورل شي او ازاد ددي له پاره چي هر وگړي په خپل ژوند او په خپل برخليک واکمن شي او د حق او ازادي درناوی يي وشي او دا د هر ځانگړي وگړي حقونه دي چي له يوي خوا د بشري حقونو بنياد جوړوي او له بلي خوا خپلواکي او حاکميت ته هم نوی مفهوم ورکوي.

ازادي او دموکراسي

آزادی د دمکراسی او دموکراسي د ازادي موجوديت لازمي کوي. په ټولنه کي د ټولو ازاديگانو اساس فردي ازادي ده او دا دموکراتيکو ارزښتونو واکمني دي چي په ټولنه کي د فردي ازادي ساتنه کوي. څومره چي په ټولنه کي دموکراسي پراخه کېږې په هماغه اندازه فردي ازادي هم ټينگيږي. دموکراسي او ازادي هغه وخت په شا نه گرزيدونکي ځانگړتيا خپلوي چي دا دوه په ټولنه کي په ټولنيز ځواک تکيه وکړي. په دي معني چي خلک ددي دو ساتنه وکړي او خلک دا ډول ځواک د ازادي او برابري په وجود کي ترلاسه کولاي شي، چيري چي دموکراسي د خلکو او خلک د دموکراسي شي. دموکراسي د ليکل شويو اصولو په ځای د ټولنيز ذهنيت او ټولنيز ژوند په عمل بدله شي. موږ د يوه فرهنگ جوړولو ته ضرورت لرو چي په هغه کي باورونه، تلنې، چلندونه او اړيکي د انساني برابرو حقونو په بنياد جوړي او عمل وکړي.

دموکراسي او حاکميت

لکه چي وويل شو، په يوه هيواد کي خپلواکي د خلکو په حاکميت کي په واقعيت بدليږي او د خلکو حاکميت د دموکراسي په وجود کي تحقق پيدا کوي. په همدي اساس حاکميت او دموکراسي دوه نه جلا کيدونکي مفهومونه دي.
انسانان په تيره بيا په سياسي برخه کي هيڅکله يو شان فکر نه کوي اوهرڅوک او له دي جملي تاسی د خپلوسياسي غوښتنو د را پورته کولو او د سياسي فعاليتونو د کولو له پاره ازادي سياسي فضا ته ضرورت لري او ټولنه هم له همدي لاري خپل حاکميت عملي کوي. په گاونډي ايران کي د يوه سړی د حاکميت په وجود کي د خلکو حاکميت نشته دی اود خلکو د حاکميت نشتوالی د د موکراسي د نشتوالی په معني هم دی. “ موږ د دموکراسي له پاره انقلاب نه دی کړی” (احمدي نژاد)

د پيريانو حاکميت

په گاونډي پاکستان کي دي پوښتني ته ځواب ورکول، دلته د چا حاکميت دی اسانه کارنه دی. خو دا په بشپړه توگه روښانه دی چي په دي هيواد کي د خلکو حاکميت او د ټولني خپلواکي افساني دي. په يوه هيواد کي چي ريس جمهور يي د جنرالانو د گواښ او کودتا کولو د مخنيوی په منظور له امريکایی جنرال Mike Mullen د مرستي غوښتنه کوي، نه د خلکو حاکميت شته دی او نه دموکراسي شته دی. په دي هيواد کي نه دموکراسي په حاکميت تکيه کوي او نه حاکميت په دموکراسي. دلته د حکومت او حاکميت ترمنځ هم لوی واټن موجود دی او دي حالت پاکستان په هميشنی سياسي بحران برسيره په ژوره توگه د جوړښتونوله بحران سره هم مخامخ کړی دی، کوم چي يوه ژور او چټک بدلون ته ضرورت لري.
کله کله سړی ته فکر پيدا کېږې چي په پاکستان کي به د پيريانوحاکميت وي. دلته په عمل کي حاکميت د هغه چا دی چي څوک يي نه ويني او وروستۍ خبره هم هغوي کوي چي نه ليدل کېږي. په صحنه کي په اصطلاح واکمن هم د پيريانو خبرکوې ي او پيريان يي غږوي. همدي د پيريانو حاکميت پاکستان د نړۍ د تروريستانو په مرکز او د گاونډيانو په دوښمن بدل کړی دی.
همدا شان د پاکستان سياسي جوړښت د يوه ايديولوژيک گوند واکمني ته پاتي کېږې، چيري چي گوند د دولت لارښوونه کوي او دولت هم د گوند د اهدافو د پلي کولو په وسيله بدليږي. په دي ډول حالت کي واکمن له پاره ددي چي په واک کي پاتي شي د دوښمن جوړولو تگلاره چلوي. “ موږ د دو دوښمنانو، افغانستان او هندوستان تر منځ ژوند کوو او پوځ د موږ ساتونکی دی” په پاکستان کي دا واکمن گوند پوځ او ISI دي.
په هندوستان کي په بشپړه توگه بل حالت دی او دلته د سياسي جوړښتونو ترمنځ انډول شته دی او دا جوړښتونه يو په بل تکيه کوي او يو د بل مرسته کونکي دي. په دي هيواد کي د خپلواکي له گټلو وروسته سمدستي د دموکراسي د پلي کولو او د خلکو د حاکميت د جوړولوعملي هڅي پيل شوي او په په بريالې توگه دموکراسي پلي او د خلکو حاکميت تامين شو او تردي دمه دموکراسي د حاکميت او حاکميت د دموکراسي ساتنه کوي.


خپلواک ايران او تراشغال لاندي ترکيه

په گاونډي ايران کي د په شا گرزولو يا تور انقلاب هم د استقلال او ازادي په نارو پيل او بری ته ورسيد. د “ نه غربي” او د “ نه شرقي” مطلب د استقلال او بي طرفې په معني وو. په داسي حال کي چي ايران هغه وخت د کوم بل هيواد اويا دامپرياليزم مستعمره نه وو. په ايران کي د غرب پوځي پايگاوي هم نه وي. د انقلاب له بری سره جوخت په ايران کي د دنياسورانو يوه ډله واکمنه شوه اوله هماغي ورځي يي د ايرانيانو وژل او اعدام کول پيل کړل اودي اشغالگرانو د ايراني ټولني په اشغال کولو برسيره د ايرانيانو اراده او عقل هم اشغال کړل. په بل عبارت ددي واکمني په نتيجه کي هرايرانی په خپل ځان، په خپل عقل او په خپل ذهنيت خپلواکي اوازادي له لاسه ورکړه. .د ايران د موجودي واکمني 33 کلنه تجربه ښيي چي دا ډول داخلي اشغالگران زر ځله له بهرنيو اشغالگرانو ظالم، بي رحمه او څيرونکي دي. دا ډول اشغالگران ايرانيانو ته زرځله له بيگانگانو بيگانه دي. په هانگ کنگ کي انگريزي استعمار له خلکو سره هغه څه نه دي کړي چي په ايران کي يي داخلي اشغالگران له خپلو خلکو سره کوي. په ايران کي له انسانيته بيگانه اخوندان له ميليونونو ايرانيانو سره د غلامانو او د گلي په څير چلند کوي. په ايران کي مذهبي ديکتاتوري، چي د بلي هري ديکتاتوري په پرتله ډارونکي، وژونکي او وحشتناکه ده په ميليونونو ايرانيان يي په ذهني ناروغي اخته کړي او د هغوي فکري او رواني تعادل يي له منځه وړي دی.
په ايران کي انسان او انساني ارزښتونه د منځنيو پيړيو په معيارونوسنجول کېږې او دلته خرافات او افساني د يوي ميليوني ټولنې لارښووونه کوي. د نړۍ په هيڅ برخه کي د ايران په شان د انسان او انساني ارزښتونو توهين او سپکاوي نه کېږې. دلته په عام محضرکي انسانان په کرينونو را ځړول کېږې او دا نه يوازي انسان او د انسان کرامت ته توهين دی، بلکي په ټولنه کي د خشونت او مرگ فرهنگ ته وده ورکول هم دی.
د احمدي نژاد په قول په “ اشغال شوی افغانستان” کي خلک د ايرانيانو په پرتله پراخي ازادي او حقونه لري. په افغانستان کي د ايران په شان څوک د بيان د ازادی، سياسي فعاليت او قومي او مذهبي تړاو له امله نه اعدام کېږې. په افغانستان کي سياست او سياسي فعاليت جرم نه شميرل کېږې. دا لويه تاريخي لاس ته راوړنه ده او په ايران کي به يي د ترلاسه کولو بيه د زرگونو او زرگونو انسانانو د ژوند اخستل وي. د ايراني مطبوعاتو سره سم په ايران کي په متوسط ډول هره ورځ دوه نفره اعدام کېږې او دا اعدامونه “ مخاليفينوته عبرت” بلل کېږې.
ترکيه د ايران په خلاف بل حالت لري. دا هيواد په يوه سيکولر سياسي سيستم برسيره، کوم چي په سياسي پلوراليزم تکيه کوي د ناتو غړيتوب هم لري او په خپله خاوره کي يي د ناتو پوځي اډو ته ځای هم ورکړی دی. په ترکيه کي ترکان د پراخو سياسي ازاديگانو ترڅنگ د بيان ازادي هم لري. په دي هيواد کي هروگړی ځان ازاد او مستقل احساسوي. په دي برسيره ترکيي نه يوازي په خپله وروسته پاتي والې غلبه وکړه، بلکه ترکيه همدا نن عملآ په يو سيميز ځواک هم بدله شوی ده. ايران له ديرشو کلنو زياته موده کېږې چي د فلسطين له پاره يوازي ناري وهي، شعارونه ورکوي، کله د کربلا له لاري قدس ته ځان رسول غواړي او کله هم د ځمکي له مخه د اسرايلو د نابود کولو گواښونه کوي. خو ترکيه د شعار په ځای عمل کوي او د فلسطين د غوښتنو په سرعملآ له اسرايلو سره په کلکه ديپلماتيکه شخړه کي لگيا دی. همدا اوس اوس په عربي نړۍ کي له ديکتاتوريو ازاد شوي هيوادونه د سياسي نظام په جوړولو، د سياسي ثبات او اقتصادي پرمختگ په هکله د ايران په ځای د ترکيي له تجربوگټه اخستل غواړي.