رسیدن: 29.08.2012 ؛ نشر : 29.08.2012


دوکتور اصغر خیل منګل

هامبورګ ، آلمان
 

په بهر کې د افغانی روشنفکرانو د ټولنې

 

د طرحی په اړوند څو لنډی خبرې

 

څه موده مخکې ما په اروپا او امریکا کې د ځینو افغانی دموکراتو روشنفکرانو سره د مشوری وروسته په خارج کې د افغانی روڼ اندو د ټولنی طرحه د زیات پخوالی، غنی کیدو او تکمیلیدو لپاره په بهر کې د ځینو انترنتی پاڼو له لاری وړاندی کړه.

د ځینو دوستانو د نظریاتو او پیشنهادونو په پام کې نیولو سره غواړم د نوموړی طرحی په اړه څو لنډې خبرې او نظر ستاسو سره شریک کړم.

وایی چې سیاست د ارزښتونو پر سر جګړه ده. اوس زموږ په هیواد کې دایمی او عادلانه سوله، د هیواد بیارغونه، ملی یووالی، اجتماعی عدالت او ورسره د دموکراسۍ د انستیتونو د ټینګښت او په دی توګه د افغانی ټولنی د ځانګړتیا وو په پام کې نیولو سره د دموکراتیکی ټولنې رامنځ ته کول هغه ارزښتونه دی چه افغانی روشنفکرانو او منورنیو په دی لاره کې تل مبارزه کړی او کوی یې، قربانی یې ورکړی ده او ورکوی یې.

دا دی تاریخ یو ځل بیا افغان ملت او په خاصه توګه افغانی روشنفکران او منورین د ستر ازمایښت سره مخامخ کړی دې. پداسی حال کې چه په تیرو یوولسو کلنو کې زموږ هیواد لپاره ډیر ښه او مهم تاریخی چانس او فرصت د ټولنی د ابادولو او پرمختک لپاره په لاس راغلی وه، خو د بلی خوا دا دی زموږ هیواد د داسی بحران سره لاس په ګریوان دي چه نه یوازی زموږ د ټولنی ملی ارزښتونه، بلکه د هیواد موجودیت او بقا یې د پوښتنی لاندی راوستي دي.

زموږ د هیواد په تاریخ کې دا لمړی ځل دی چه د جهانی ټولنی او نړیوالو لویو قوتونو ګټی زموږ د ملی ګټو سره پیوند او مطابقت پیدا کړی دی. او د همدی اصل پر اساس نړیواله ټولنه پدی هڅه کې ده چه زموږ ټولنه د تروریزم د چنگال څخه خلاصه کړی او زموږ د هیواد سره سیاسی، اقتصادی او نظامی مرستی کوی، چه متاسفانه په تیرو کلونو کې د منظمی ستراتیژی د نشتوالی له کبله د زیاتو مصارفو سره سره د قناعت وړ پرمختګ ندی شوی او په ټولو برخو کې هغه لاسته راوړنی چه انتظار یې کیده نه لیدل کیږی.

د بلی خوا تیرو کلنو دا په داګه کړه چه زموږ په وطن کې هر ډول تغییر او تحول په هیواد کې دننه او د هیواد څخه بهر د ځینو افراطی حلقاتو او منطقوی تروریستانو د ګټو سره په تضاد کې دي، او له همدی کبله هغوی زموږ د هیواد او خلکو پر ضد په ډیره وحشی توګه تروریستی جګړه پیل کړی ده. دې جګړی زموږ په ټولنه کې امنیت، ثبات او د ټولنی د بیارغونی پروسی ته سخت تاوان رسولی دي ، او حتی د موجود نظام سلامتیا یې د خطر سره مخامخ کړی ده.

بل تریخ حقیقت دا دی چه اوسنی دولت پداسی حال کې چه له یوی خوا د نړیوالو د کومکونو او مرستو او ملی او نړیوالو د تلاشونو د مدیریت څخه عاجز دی، د بلی خوا په خپله په زیاتو مواردو کې د بحرانونو سبب ګرځیدلی دی او ګرځی. همدغه حالت زموږ د خلکو د زیاتو اندیښنو سبب ګرځیدلی دی او د هری ورځی په تیریدو سره موږ وینو چه تروریستی حملات ځانته نوی بڼه غوره کوی، زورمندانو او جنګسالارانو قانون د ځان لپاره بازیچه ګرځولی ده، مدنی ټولنه تر سخت فشار لاندی ده، عمومی اقتصادی وده نه لیدل کیږی او یوازی نامشروع اقتصاد مسلط شوی دي. په میلیونونو وګړی، په خاصه توګه هغه چه تحصیلات یې هم کړی دی بی کاره ګرځی، د څلورو میلیونو زیات تعلیم ته مساعد نجونی او هلکان د زده کړی امکانات نلری، تر اته میلیونو زیات وګړی د فقر د کچې ټیټ ژوند کوی، اداری فساد د دولت په ټولو کړیو کې اوج ته رسیدلی دی، ښه حکومت داری نشته، د رشوت او اختلاس موجودیت او د قانون د پلی کیدو په برخه د دولت کمزوتیا، خلک دومره بی باوره کړی دی چه د راتلونکی لپاره یې ټول امیدونه له لاسه ورکړی دی. دا ټول پداسی حالت کې ترسره کیږی چه نړیواله ټولنه په افغانستان کې حضور لری او په هیواد کې دننه د سلو نه زیات سیاسی ګوندونه هم موجود دی. د دی وضعیت په پام کې نیولو ته ټول پدی باور دی چه باید بدلون راشی. خو بدلون څه دی او څنګه باید رامنځ ته شی؟

د بدلون لپاره د افغانی روشانفکرانو او په خاصه توګه د هغی لویی کتلی چه په خارج کې ژوند کوی مسوولیتونه کوم دی؟ فکر كوم د افغانانو د انسانی ژوند د ښه کیدو لپاره هر څه بدلون دی، خو دا بدلون باید په انقلاب، کودتا او جګړه کې ونه لیدل شی، بلکه د نظام د اصلاح او تغییر له لاری سیاسی بدلون وي چی د خلکو په ګډون تر سره شی. باید د خلکو د ارادی د تمثیل لپاره د آزادو انتخاباتو د ترسره کولو زمینه برابره شی. دموکراتیک انستیتونه وده وکړی او نړیواله ټولنه د افغانانو سره یو ځای د اوسنی حالت نه د وتلو لپاره ګډه ستراتیژی جوړه کړی. او د افغانستان په باره کې په خپلو سیاستونو کې جدی بدلون راولی. دا ځکه چه نړیوالی ټولنی دوه ځلی-یو وار د تیری پیړۍ په (۹۰) کلنو کې او دوهم ځل د طالبانو د رژیم د ړنګیدو څخه وروسته- د افغانستان په برخه کې په خپلو سیاستونو کې د لویو تیروتنو سره مخامخ شوی وي او خدای مکړه که دریم ځل هم داسی تیروتنه تکرار کړی نو دا به زموږ د هیواد او خلکو نه علاوه د منطقی او نړۍ لپاره هم ډیری لويي غمیزي رامنځ ته کړی.

پوښتنه دا ده چی څوک باید نړیواله ټولنه و دې ته وهڅوی چه د افغانستان لپاره په نوی ستراتیژی فکر وکړی چی یقینا په هغه کې به نه یوازی د افغانانو بلکه د دوی ګټی هم نغښې وی. ایا د هیواد دننه د داسی هڅونی لپاره امکانات او شرایط ډیر مساعد دی او که د هیواد څخه بهیز؟ د نړیوالی ټولنی حضور دا ثابتوی چه اوس د بل هر وخت څخه نړیوال حالت زموږ په هیواد کې د بدلون او دموکراسی په ګټه دي. دا ځکه چه د نړیوالو همکاریو تاثیر په کورنی سیاست باندی ډیر زیات دی.

په اوسنی حاکمیت کې د دموکراسی د پلویانو کمزورتیا او په هیواد کې دننه د پراخ ملی روشنفکری نهضت نشتوالی د دې سبب ګرځیدلی دی چی د افغانستان لپاره سیاستونه د هیواد د ننه نه بلکه د هیواد څخه بهیر مطرح او بیا عملی کیږی.

د پورتنیو مطالبو په پام کې نیولو سره د افغانستان په سیاست باندی تاثیرګذاری په خارج کې د اوسیدونکو افغانی روشنفکرانو لپاره د اساسی دندی په توګه مطرح ده.

د هیواد څخه بهر افغانی روشنفکری ټولنی د فشار ګروپونو په توګه د افغانستان په سیاست باندی د تاثیر اچولو لپاره د افغانانو د ملی ګټو په پام کې نیولو سره په هغو هیوادونو کې، چیری چه ژوند کوی خپلی ټولنی جوړوی، د ملی یووالی د ټینګښت لپاره کار کوی او په افغانستان کې د قانون او عدالت د پلی کیدو لپاره او په یوه دموکرات هیواد باندی د بدلون په لاره کې د خپلو نظریاتو، وړاندیزونو او طرحو له لاری خپل کار په عملی ډول پیل کوی او په دی توګه د نړیوالی ټولنی پام ځانته رااړوی تر څو په دی ډول د دوی پر سیاست باندی خپل تاثیر تامین کري او وتوانیږی نړیواله ټولنه په افغانستان کې د بدلون لپاره وهڅوی او د افغانی روشنفکرانو په ګډون د دوی تر وتلو د مخه نوی ستراتیژی جوړه کړی.

باور لرم چه د اوسنی بحران څخه د راوتلو او د راتلونکی دموکرات افغانستان د جوړیدو لپاره په سیاسی، اقتصادی او اجتماعی برخو کې د افغانی روشنفکرانو طرحی، مشوری او وړاندیزونه د دوی د تجربو په پام کې نیولو سره نه یوازی ډیری موثری دی بلکه ډیر ضروری هم دی.

د دی کار د عملی پیل کیدو لپاره په کار ده  چی په خارج کې افغانی روڼد اندی د موجودو سیاسی ګروپونو او ډلو سره یو ځای د سیمینارونو، کنفرانسونو او ورکشاپونو په جوړولو او د عملی طرحو په وړاندی کولو سره خپل ځانونه د افغانستان په سیاسی معادلو کې مطرح کړی. باور لرم چه د صداقت پر بنیاد حرکت او دی پوښتنی ته په ځواب ورکولو سره چه موږ د افغانستان لپاره څه کولای شو، دا جوړښت به په اروپا، امریکا او نورو هیوادونو کې نه یوازی د افغانانو د ملی یووالی په لوی کاروان بدل شی بلکه په هیواد کې دننه به د پراخ روشنفکری نهضت د جوړیدو لپاره ډیر موثر او با ارزښته رول تر سره کړی.

په بهر کې د افغانی روشنفکرانو ټولنی سیاسی سازمان او ګوندونه ندی، او لکه چی په طرحه کې هم راغلی دی دوي به د فشار د ګروپونو په توګه په هیواد کې د ننه ټول سیاسی سازمانونه او ګوندونه دې ته هڅوی چه د یووالی پروسه ګړندی کړی. زموږ د ټولو لپاره په اوسنیو حالاتو کې د فعال سیاست څخه تیښته او یا بی تفاوتی غوره کول نه یوازی په هیواد کې د ناوړه حالت د دوام سره د موافقی معنا لری، بلکه عملا د بنیادګرو او افراطی ډلود پایښت سره مرسته ده.

تیر وخت او تجربی دا ثابته کړه چه هیڅ ګوند او سازمان په یوازی توګه کومي لاسته راوړنی نه درلودی او نه یې لری، نو ځکه هم په وړو سیاسی ټولګیو کې مبارزه که څه هم په ډیره میړانه سرښندنه او صداقت هم دوام ومومی پرته له دی چه هیڅ سیاسی لاسته راوړنه نلری او د زمانی تلفاتو برسیره د ډله ییز کار هم مخه نیسی.

اوس چه نړۍ په ۲۱ پیړی کې د یوی خوا د ګلوبالیزم تر نامه لاندی نوی نظم ته شکل ورکوی او د بلی خوا د نړیوال تروریزم سره په جګړه کې ښکیل ده، افغانان او په خاصه توګه افغانی روشنفکران يي د خپل هیواد د ملی ګټو په ساتلو کې د لوی ازمایښت سره مخامخ کړی دی.

زه د یوی اوپتمیست په توګه باور لرم چه با تدبیره رونډ اندی او سیاستوال به په زغم، تفاهم او هوښیاری سره په نویو رامنځ ته شویو شرایطو کې دا آزموینه په بریالیتوب سره سرته ته ورسوی. خو د دی لپاره زما په آند د یوه اساسی شرط یا دول هم غواړم، هغه دا چی تر څو  موږ ټول، او په خاصه توګه په پخوانی حاکمیت پوری تړلی سالمه روشنفکری کتله په هیواد کې د رامنځ ته شویو شرایطو په پام کې نیولو سره د سولی، دموکراسی، ملی یووالی او ټولنیز عدالت د تامین او ټینګښت په خاطر خپلی شخصی، قومی او ګروپی تمایلات او ګټی، ترخه یادونه او خوابدی تر شا ونه غورځوو او د هغوی په هکله قضاوت راتلونکی ته پری نه ږدو او په پراخ زړه او صداقت سره د ګډ او متحد عمل لپاره یو بل ته ټینګ لاسونه ورنکړو نه یوازی به په تدریجی توګه خپل سیاسی مرګ خواته ولاړ شو، بلکه هیڅکله به هم د خپل هیواد او خلکو په ګټه موثر او ګټور کار سر ته ونه شو رسولای، او تل به د خپلو خلکو پوره وړی پاتی شو.
پای