24.04.2015

دستگیر روشنیالی

کابل د يو شان کولو ښار نه دی

-  کابل بايد د مذهبي، فرهنگي... ارزښتونو د يو شان کولو په ځای ، د انساني حقونو د يو شان کولو ځای وي.

- د فکرونو، عقيدو، باورونو،  فرهنگ، هويت ... د يو شان کولو وخت د هميشه له پاره تير شوی.

يو وخت د ټولې دنيا نفوس د چين له نفوس ډيرکم وو او خلکو په  وړو ټولنيزو واحدونو کي چي له يو بل سره يي اړيکي نه درلودي ژوند کاوه. پوهه نه وه. له يو بل سره د انديښنواو فکرونو بدلول هم نه وو.

ټولنيز واحدونو تړلې بڼه درلوده او هرچا ته خپله تنگ او تړلی چاپيريال ټوله دنيا ښکاريده.  ما ته په ماشومتوب کي خپل کلی ټوله دنيا وه او فکر مي کاوه چي لمر د سرروضي له يوې خوا را پورته کيږي او په بله خوا يي لويږي.

په پورتنيو وړو ټولنيزو  واحد ونو کي يو دين،  يو فرهنگ، يو ډول عادتونه واکمن وو او دلته کول،  نه کول ، ويل  او نه ويل...  غواړو، نه غواړو. کوه او مه کوه د تور اوسپين او د حلال او حرام په حدودو کي ځايدل.  ددي ډول ټولنيزو گروپونو پيږندنه هم ساده وه  او سړی کولاي شواي  يو ټولنيز گروپ يا  د يوه کلي  څرنگوالی د يوه وگړی په چلند او فکرکي پيدا کړي او په دا ډول ټولنيزو واحدونو کي ظاهرآ د يو شان کولو چلند ستونزه نه درلوده . ډيرشيان ان فکرونو هم يو شان ښکاريدل او د نويو فکرونه او نويو نظريو وده په ټپه ولاړه وه او بل ډول  فکر او نظر له دين او فرهنگ د وتلو په معني وو.

خو نن کلی يوازي يو فزيکي واقعيت دی او د وگړو اړيکي، غوښتني، راکړه ورکړه او فکرونه په کي نه ځايږي.  د علم او په تيره بيا  اقتصادی، تکنولوژي... هميشنيو او چټکو پرمختگونو قوميت او ملت هم له ورته برخليک سره مخامخ کړي دي.

ټولنه ، نه کورنۍ او نه هم قبيله ده

پرون د موږ په کلی کي د تنظيم او اداري په کار کي عاطفي او اخلاقو پياوړی رول درلود. وگړي، فکرونه او چلندونه يو بل ته پاتي کيدل. پريکړي او عمل هم د عاطفي په اساس پلي کيدل او په نسبي توگه ښه نظم موجود وو.  د وگړو تر منځ په زياته اندازه  هم اهنگي موجوده وه . اړيکي،  پيښي، فکرونه او چلندونه  ساده وو.  فرهنگي توپيرونه  نه محسوس کيدل. دندي او مسوليتونه يوبل ته پاتي کيدل. ژوند په زياته اندازه د ساده تکرارونوادامه وه چي يو شمير يي جبري، سخت ځورونکي او ستړيکونکي وو.

نن ټولنه په بشپړه توگه يوه بل جوړښت دی. ټولنه،  ټولنيز اړيکي او وگړي نوري او نوي  ځانگړتياوي لري او په ژوره توگه بدل شوي، پيچيلې شوي، حرفوي شوي او فردي شوي دي. نور ټولنه د کورنۍ، کلی او قبيلي په شان د وگړو تر منځ  د عاطفي او دخپلوي د اړيکو مجموعه نه دی او نه دا اړيکي د عاطفي په بنياد جوړيږي.  په ټولنه کي نه نور هغه پرونۍ هم اهنگي شته دی او نه هماغه  پرونی د عمل اوچلند يووالی شته دی.

نن ټولنه  د اختلافونو او توپيرونو مجموعه ده.  نن ټولنه د يو شانتوب په ځای په څوگونيتوب تکيه کوي. نن په ټولنه کي رنگارنگ فکرونو او نظريات شته دي او د يووالی او هم اهنگي  په ځای اصل اختلاف او توپيرونه دي.  په دي ټولنه کي پيښي، چلندونو او فکرونه  د پرون په شان ساده نه دي او په دي ټولنه کي نظم، اداره، ثبات او پرمختگ  د عاطفي او اخلاقو ارزښتونو په ځای  د قانون او د نويو مدني ارزښتونو پوسيله تر سره کيږي.

کابل د يو شان کولو ښار نه دی

يو شانوتوب نه،  څوگونيتوب.

د کابل ښار د يو شان کولو او يو شان ژوند کولو ښار نه دی، دکابل   ښار د يوه قوم،  د يوه ملت، د يوه فرهنگ او يوه دين ښار هم نه دی.  په دي ښار کي په ميليونونو انسانان چي نه يو شان فرهنگ، نه يو شان دين، نه يو شان دودونه، نه يو شان اړيکي لري را ټول شوي دي.  دلته  په سلگونو فرهنگي او ټولنيزو مختليفو واقعيتونو يو لوی او پيچيلی ټولنيز واحد جوړکړی چي وگړي له توپيرونو او اختلافونو سره سره په گډه يو د بل تر څنگ په گډه سوله ايز ژوند وکړي.

په کابل کي د ژوند کولو د يو شان سبک د تحميل کولو او د انسانانو د  يوهويتي کولو وخت د هميشه له پاره تير شوی او بيا نه راگرزي. د موږ په دنيا کي انسان نور په هيڅ وجه د يو هويت لرونکی نه دی او انسان له يو هويتي را تير شوی او دڅو هويتونو مجموعه دی.  دلته نور انسانان په ښه او بد، تور او سپين .... نه ويشل کيږي او  په طبعي توگه يو فرهنگ،  يو هويت، يو دين، يوه ايديولوژي...  نه  ددي ښار غوښتنو ته ځواب ورکولاي شي او نه د دوي تر منځ عدالت تامين کولاي شي.  د ټولنيز ژوند دا پيچيلی او څوگونی جوړښت په ټولنه کي د نويو ارزښتونو د واکمني غوښتنه کوي. هغه ارزښتونه چي د انسانانو تر منځ برابري ته ځواب ووايي، هغه ارزښتونه چي د انسانانو د حقونو برابري په کي موجوده وي اوله  انسانانو سره يو شان چلند وکړي.

د بشري حقونو د اعلاميي په اوله ماده کي ويل کيږي:

ټول انسانان ازاد خلق شوي او په کرامت او حقوقو کي سره برابر دي. دوي د عقل او وجدان څښتنان دي او يو د بل په مقابل کي بايد د ورورگلوي په روحيه رفتار وکړي

د بشري حقونو د اعلاميي په شپږمه ماده کي ويل کيږي:

هر څوک په هر ځای کي د قانون په مقابل کي د يوه شخص په توگه د پيږندل کيدو حق لري

د بشري حقونو د اعلاميي په يويشتمه ماده کي ويل کيږي:

هر څوک حق لري، په خپله او يا په ازاده توگه د ټاکل شوو استاذو پوسيله د خپل هيواد په حکومت کي برخه واخلي...”

د همدي بشري ارزښتونو واکمني  په ټولنه کي نه يوازي د حقونو برابري بسيا کوي، بلکي د انسان او انساني کرامت ضد اصول او ويشونکي خطونه هم بي باوره کوي

 نويوالی او مدرنيته

په افغانستان کي لويو تعميرونو، ښکلو مغازو، قير شويو سرکونو... ته هم نويوالی اوهم مدرنيته ويل کيږي او د پرمختگ نښانې بلل کيږي.  سره ددي چي نويوالی او مدرنيته له يو بل سره اړيکي لري، خو دا دوه  يو شان نه دي. دا دوه  له يو بل سره توپير لري او دلته ستونزه دادی چي نه ددي دو تر منځ جوړونکي اړيکي شته دي او نه ددي دو تر منځ انډول شته دی.

په افغانستان کي نويوالی شته دی.  نويوالی پرون هم وو او نن هم شته دی او وده کوي.  ستونزه د مدرنيتي په برخه کي دی.  مدرنيته  د جگو، ښکلو بلډينگونه او لوي سوپر مارکيټونو په ځای يو تفکر او يوه انديښنه ده.  مدرنيته يو چلند او يو فرهنگ دی.  مدرنيته څوگونيتوب دی. مدرنيته هغه تفکر او هغه فرهنگ چي په انسان پالنه او عقل تکيه کوي.  مدرنيته  د نوی ژوند په لور فکري او فرهنگي لارښوونه ده

نويوالی “ تجدد”  اسانه دی او له مخالفتونو سره هم نه مخامخ کيږي او د ملا هم خوښيږي.  ملا تر نورو ډير له نويوالی خوند اخلي او غواړي ښه موټر ولری، ښه کور ولری شرکتونه، تر انسپورتونه او سهمونه ولري...خو د مدرنيتي سره دوښمني کوي. د فکري پرمختگ  په وړاندي مقاومت کوي او مخه يي نيسي.

له خرافاتو په ژغورلو کي بي وسي

   “مدرنيته د مسلو عقلي کول او  پوهه د چلندونو او پندارونو عقلی کول دي.”   ماکس وبر

ټول هغه نظرونه او فکرونه چي دمنطقي پايلو د اخستلو، څيړلو، ازمايښ کولو وس له لاسه ورکوي په خرافاتو بدليږي او خرافات  د پرمختگ او بدلونونو په وړاندي دريږي. هغه فکرونه چي منطقي او عقلي نه وي خرافات دي، کوم چي په ډار، افسانو،  خيال او جهل تکيه کوي.

تقليد، پیروي  بي فکري، ذهني ټمبلي د خرافاتو واکمني ته د مرستي لاس ورکول دی او دا بيا د خرافاتو واکمني ده چي په ټولنه کي د تاريخي دروغو، افسانو او غولولو بازار تود ساتي او وگړي په ذهني غلامي نيسي.

بدبختي دا دی چي د خرافاتو ايجاد د هغوي د له منځه وړلو په پرتله خورا اسانه کار دی او په ځانگړي توگه هغه خرافات چي د فرهنگ برخي گرزيدلې وي، په عادتونو بدل شوي وي او د ساري ناروغي په شان له يوه نسل و بل نسل ته انتقال کيږي له منځ وړل يي اوږده موده او سخت کار غواړي.

همدارنگه د ژوند کولو د څرنگوالی په کنترول کی کمزوري، د پيښو په وړاندي بي وسي او د بحرانونو په پيږندنه کي د پوهي او علم خواري،  وگړي د بي عقلي لور ته بيايي او د خرافاتو دريځ پياوړی کوي.  دا په خرافاتو باور او په خرافاتو ولاړ چلند دی چي د پيږندني په کار کي د علت او معلول تر منځ اړيکي له نظره غورزول کيږي، تاثيرات د لاملونو په ځای نيول کيږي او همدلته دي چي د هدفونو په ټاکلو او عمل کولو کي کي عقل برخه نه لري او پايلي هم ناورينونه دي. د فرخندی وحشيانه وژلو وښودله چي دلته خرافات څومره پياوړي او عقل څومره کمزوری دی.

همدارنگه  په ټولنه کي موجودو ستونزو او مشکلاتو ته ځواب نه ورکول او يا د ځواب نشتوالی هم د خرافاتو په لور د انسانانو لارښوونه کوي. په بحرانونو په برسيره په ټولنه کي د استبداد او ظلم واکمني هم د خرافاتو د ادامي او ودي له پاره مناسب چاپيريال را منځ ته کړی دی.

موجود حالت بايد بدل شي. د ملا او واکمنو اتحاد بايد مات شي

ټولنه بدلون غواړي. د هيچ چا موجود حالت نه خوښيږي او دا موجود حالت بايد بدل شي. دلته په تيره بيا د دوديزو قبيلوي جوړښتونواو د ذهني استبداد د واکمني  د موجوديت له امله  د پیړيو په اندازه وخت او فرصتونه له لاسه ورکړل شوي او همدا حالت ددی لامل شوی چي په ټولنه کي ډير شيان ولاړ حالت ولري او  د بدلون په ځای د ماتيدو په لور روان دي.

د ملا او واکمنواتحاد په يوه سياسي، ټولنيز او فرهنگي ځواک بدل شوی او هڅه شوي له يوي خوا همدا ځواک د دولت جوړولو او حکومت کولوايديولوژي وي او له بلي خوا عام ذهنيت همداسي وروسته پاتي او بي تفاوته وساتل شي او امتياذ غوښتونکي، ثروت ټولونکي سياست کونکي په اسانه توگه په همدي عام ذهنيت تکيه کوي او توجيه يي هم دادی چي دوي د اکثريت غوښتنو ته ځواب وايي او استدلال کوي چي عام ذهنيت د بدلونونو له پاره چمتو شوی نه دی.

 د همدی حالت ساتل او د امتياذونو او گټو له لاسه نه ورکول ملا او واک پالونکي له يو بل سره  نږدي او متحد کوي او همدا اتحاد دی چي په ټولنه کي يي د بدلونونو مخه نيولې. دي اتحاد سياسي سيستم معيوب او په گونډو کړي دی او دا سيستم د يوه سيستم په شان عمل نه کوي. په همدي اتحاد کي دی چي سياسي استبداد په ذهني استبداد او ذهني استبداد په سياسي استبداد تکيه کوي او يو بل ته د مرستي لاس ورکوي.

دي اتحاد دواړه سياست او دين بي ځايه کړي دي او يو يي هم په خپل ځای نه دی.  دين د واک او ثروتونو د تر لاسه کولو په وسيله بدل شوی. ملا  له يوي خوا دواړه ژوند او مرگ په خپل مالکيت بدل کړي او له بلي خوا يي د جومات او روحانيت په ځای د ثروت ټولولو او قدرت درلودلو لاره غوره کړي ده.  همدارنگه  دي اتحاد د دواړو حاکميت او قدرت ستونزه را منځ ته کړي او له قدرت يي د بدي گټي اخستلو پراخ امکانات او زميني را منځ ته کړي دي او د “خلکو حاکميت”  يي په يوه افسانه بدله کړي ده. په افغانستان کي د  وروستۍ خبري حق چي د حاکميت هسته جوړوي د خلکو په ځای له ملا سره دی او په عمل کي دا د ملا حاکميت دی.

دي اتحاد د سياسی ذهن او سياسی تفکر ټمبلی په يوه فرهنگي او تاريخي واقعيت بدله کړي او پراخه سياسي بيگانگي يي مسلطه کړي. دلته نه د زمان او غوښتنو تر منځ او نه د هدف  او وسيلو تر منځ تناسب ته توجه کيږي او نه په واقعيت د غوښتونو د بدلولو له پاره يو وړ سيستم را منځ ته کيږي. په ټولنه کي د سياسي بيگانگي د له منځه وړلو او دعام ذهنيت بدلون او  پرمختگ  د همدي اتحاد ماتول په يوه ضرورت بدل کړی دی. دا اتحاد بايد مات شي او ټولنه له ولاړحالته راووزي.