حمزه بابا(رح) او د حُسن تصور

(د سلواغې ٢٩ او د فرورۍ ١٨ نېټه د حمزه بابا د کليزې په مناسبت)

                                                           ليک: انور شاهين خانخېل

 

په تېرو ورځو کې مې د افغان ادبی بهير په وېپاڼه کې د ښاغلی مصطفی سالک ورور لخوا ليکل شوے (( د حمزه بابا په شاعرۍ کې د حېا تصور)) تر عنوان لاندې مطلب تر سترګو شو او يو زغلنده نظر مې پرې واچوۀ. ليکوال چې څه ليکلی دی هغه د هغۀ خپله نظريه ده او هر چا ته حق حاصل دے چې د چا له خبرو، ليکلنو او شاعرۍ نه څه مطلب اخلی ځکه چې هر سړے هر څه ته په خپل نظر سره  ګوری او څنګه چې خداے پاک د انسانانو شکلونه په بيل بيل ډول پېدا کړی دی او چرته هم په دنيا کې کټ مټ دوه يو شان شکلونو والا انسانان نيشته نو دغسې د هر انسان خيالات او نظريات او د يو څيز يا يوې خبرې په هکله احساسات او مطلب اخېستنه او راې قائمول هم جدا جدا وی. نو ځکه هر چا ته د خپلو خيالاتو او احساساتو د څرګندولو حق حاصل دے چې په دغو کې يو مصطفی سالک ورور هم په حمزه بابا باندې خپله طبعه ازمائی کړې ده. او د حمزه بابا د حسن او حيا د تصور شننه يې زياتره د ښځو، جينکو او پېغلو  په مثالونه سره کړې ده.

      دغه ورور د خپل مضمون شروع له دې نه کړې ده چې د حمزه بابا د شاعرۍ مرکزی کردار حسن دے او بيا ليکی چې د دغه حسن په روانی کيفيتونو کې يوه د حيا جذبه ده. نو ومې غوښتل چې په کلی توګه د حمزه بابا د حسن تصور د هغوی په نثری اثارو کې ولټوو ځکه چې څنګه مونږ د مسلمانانو په عقيده د قران تفسير او تشريح د خداے د ګران رسول (ص) مبارک حديثونه او د هغوی ذاتی ژوند او سيرت دے نو دغه شان مونږ د يو شاعر او په تېره بيا د حمزه بابا غوندې يو عارف شاعر په شاعرۍ باندې نېغ په نېغه نه شو پوهېدې نو پکار دی چې د هغۀ په شاعرۍ باندې د پوهېدو لپاره د هغۀ په نثری اثارو يو نظر واچوو.

      زما په خيال چې حمزه بابا(رح) پېژندنه ډېر ګران کار دے او هغه د يو پښتون دانشور خبره چې حمزه بابا له خپل وخت نه مخکې پېدا دے او هغۀ چې څه په شعر او نثر کې ليکلی دی په هغو باندې به راتلونکی نسلونه پوهيږی. خو بيا هم دومره وئيلې شو چې د بابا کلام د ښځو، او جينکو له مادی حسن او حيا نه ډېر بالا تر دے بلکې هغه مطلق حسن هغه حقيقی ذات ګڼی چې د مادی حسن په شمول يې دا هر څه خلق کړی دی  او که په انسان کې بل انسان ته حسن او ښکلا ښکاری هم نو هغه د مادی بدن ښکلا نه ده بلکې هغه يو غېر مادی څيز دے چې په مادی جسم کې غزونې کوی او بل کس يې محسوسوی او همدا وجه ده چې انسان مړ شی نو که څه هم د هغۀ په مادی بدن  او اندامونو کې څه کمے نه وی راغلے خو بيا هم ترې هغه حسن او ښکلا تلې وی او هغه ښکلا او حسن خپل هغه مطلق حسن سره شامل شوے وی. او د حمزه بابا د فکر مطابق په يو انسان يا يو څيز کې حسن هم هر انسان د خپل دننه ظرفيت مطابق محسوسوی څوک يې څنګه او څوک څنګه. يعنې د هر چا د حسن خپل معيار وی لکه په يوه واقعه کې هغه وائی چې د دويم نړيوال جنګ په زمانه کې د اسلاميه هائی سکول په احاطه کې د کل هند اردو مشاعره وه چې پکې ډېر زلمی، نيم زالی او بوډاګان شاعران موجود وو (خوحمزه بابا له هغو ټولو ښځو او سړيو نه بالاتر) وائی چې په هغو ټولو خلکو کې ما ته  هغه تک تور اردو شاعر جګر مراد ابادی چې عمر يې له پنځوسو کالو تېر ؤ ښکلے ښکارېدو. اوس له دې واقعې نه د بابا د لوړ ځانګړی شخصيت او د حسن د معيار لوړه اندازه لګيږی.

      بابا خو حتی د دې هم قائل نه دے چې ګينې خداے د سړی په نسبت ښځې ته حسن بخښلے دے بلکې هغه عقيده لری چې خداے پاک دغه ظاهری حسن هم د ښځې (مادی) په نسبت سړی (نر) ته ورکړے دے لکه يوه مشهوره واقعه يو پښتو ليکوال بيانوی وائی چې څه وختونو کې د افغانستان پخوانی باچا ظاهرخان د لرې او برې پښتونخوا پښتو شاعران او اديبان مېلمانۀ کړی وو چې حمزه بابا هم پکې شامل وو او په يو حال کې دغو پښتنو شاعرانو او اديبانو د حسن په موضوع باندې بحث کولو او د بحث موضوع دا وه چې حسن او ښکلا په ښځه کې ده که په سړی کې نو ټولو په دې متفقه فېصله وکړه چې بې له شکه حسن ښځې ته خداے پاک ورکړے دے. خو وائی چې د دې بحث په دوران کې بابا بالکل چپ ناست ؤ اخېر ترې نه پوښتنه وشوه چې بابا تاسو خو خا مخا په بحثونوکې برخه اخلئ نو ولې په دې بحث کې برخه نه اخلئ؟ وې ويل چې بس تاسو ټولو په اتفاق سره فېصله وکړه نو ما ته د بحث څه حاجت دے؟ نو ورته وويل شول چې ولې په دې کې هم څه شک شته چې ښکلا او حسن په ښځه کې دے؟ بابا ورته وويل چې زما ستاسو له فېصلې سره اختلاف دے؟ او زۀ په سړی (نر) کې د حسن او ښکلا قائل يم. هغوی ټول حېران شول چې جوړې بابا ټوقې کوی. خو بابا ورته په پرېکنده توګه وويل  چې تاسودلته ټول سړی يئ او د خپلو نفسانی او شهوتی خواهشاتو په نظر ښخې ته ګورئ او فېصله مو وکړه خو که له يوې ښځې نه تپوس وکړئ چې سړے ښکلے دے که ښځه نو هغه به درته ووائی چې زۀ شل ښځې له يو سړی سره نه برابروم. خو د دغې ښځې هم خپله فېصله د خپلو نفسانی او  شهوتی خواهشاتو مطابق کړې ده چې په دې هم اعتماد نه شی کېدې نو راځئ چې يو داسې جنس ته متوجه شو او پام ورته وکړو چې زمونږ جنسی خواهشات پکې نه وی شامل چې هغه ځناور او حېوانات دی اوس ورته ګورئ چې چرګه ښکلې ده او که چرګ؟ غوا ښکلې ده که غوئے،سپۍ ښګلې ده که سپے؟ زمرۍ ښکلې ده که زمرے؟ طاوسه ښکلې ده که طاوس او داسې ورپسې ګرځئ نو له دې امله په دې وجه په دې جنس کې ستاسو ذاتی جنسی خواهشات نه دی شامل نو فېصله به مو صحيح او د انصاف مطابق وی. وائی چې د دې شننې په اورېدو ټولو په يوه خوله د بابا له فېصلې سره اتفاق وکړ او په خپله فېصله پښېمانه شول.

      نو بس له دې واقعې نه هم د بابا د حسن او ښکله د معيار او د لوړ ځانګړی شخصيت پته لګی. بابا  په خپل کتاب انسانی انا او پوهه کې په يو ځاے کې ليکی:

(( په انسان کې د باغونو، چمنونو، دشتونو، بيابانونو، کندو او نورو عامو حېواناتو او د هر څه ښکلا موجوده ده. د انسان نه سوا چې څومره مخلوق دے او په هر فرد کې چې کومه ښکلا ده د مشاهدې په وخت چې له هغه نه کوم لذت او کېف حاصليږی هغه بيخی روحانی وی. په هغه کې هيچرې هيچرې د جنس ګډون نه وی. ليکن کوم وخت چې په مشاهده کې د يوې ځوانې انسانی پېغلې يا ښځې حسن مخامخ شی نو په دې روحانی احساس کې د جنس جذبه هم شامله شی، ځکه چې حېوانيت چې له مادی جسم سره لازم دے د جنس ګوډاګے دے او په ابتدا کې چې حېوانی عنصر په انسانی عنصر يعنې انسانی ((انا)) غالب وی نو هم دا وجه ده چې د جنسی جذبې زبردست او قوی تحريک ته وسله کېږدی او د ذوقٍ جمال تسکين په غلطه طريقه شروع کړی او هم له دې نه صفا معلومه شوه چې په انسانی انا کې د جنسی جذبې هډو شائبه موجوده نه ده نو ځکه ثابته شوه چې انسانی انا مادی نه ده د دې يو ثبوت دا هم دے چې که مونږ د يو مجرد د ساز نغمې ته غوږ کېږدو او هغه  نغمه، کيفٍ اواره ثابته شی او زمونږ لپاره د کيف او لذت سبب وګرځی نو په دې وخت کې که د دنيا پېغلې، ارتينې له ښکلې نه ښکلې هم په تصور کې راوستې شی نو هيچرې به جنس په حرکت کې رانه شی خو چې کوم وخت ورسره د ښځې خوږ اواز شامل شی نو په دې روحانی کيف کې جنسی جذبه هم شامله شی نو اوس که نغمه اوريدونکے انسان تربيت يافته وی او انسانی عنصر يې په حيوانی عنصر غالب وی نو د جنس ناجائز تحريک ته غړوندے واچوی ګنې په جنسی جذبه کې لاهو شی))

     او په يو بل ځاے کې بابا وائی:

 

 

 

(( حيوانيت يا حيوانی عنصر ته هر هغه څيز ښکلے ښکاری چې په کوم د هغۀ لوږه يا تنده تسکين مومی ليکن انسانی انا ته يواځې هغه شيان ښکلی ښکاری کوم چې د انسانيت او انسانی اخلاقو په تکميل کې پکارېدې شی))

      او په يو ځاے کې د خداے تعالی د مشاهدې کولو او نه کولو د راز په هکله وائی:

(( تر څو چې انسان د حق تعالی په حسن کې شامل نه شی د حق تعالی مشاهده نه شی کولې))

او په همدغه کتاب کې د انسان انسانيت ته د رسېدو او د حق تعالی په حسن کې د شاملېدو له راز نه پرده اوچتوی او وائی:

(( انسان له حېوانی، انسانی، او مَلَکی عناصرو نه عبارت دے چې په دغو کې د انسان ذاتی عنصر انسانيت دے. ملکيت او حېوانيت يې بدرقې دی چې بايد دواړه په يو معتدل ډول له انسانی عنصر سره شاملې وی او د انسانيت په تکامل کې مرستيالې ثابتې شی. خو که په دې دواړو کې کومه يوه په انسانی عنصر غالبه شوه نو انسانی عنصر د خپل فطرت په مطابق ترقی نه شی کولې. که ملکيت پرې غالب شو نو د عشق جذبه به يې مغلوب کړی او که حېوانيت پرې غالب شو نو د نړۍ امن او امان ته به اور ورته کړی د انسانی اخلاقو د بشپړتيا لپاره دې دواړو عناصرو ته ضرورت دے، ځکه چې که انسان له يوې ډډې روحانی دے نو له بلې ډډې مادی هم دے او د دې دواړو له امتزاج نه بايد داسې اخلاق پېدا شی چې هغه د نړۍ په  ضبط او نظام کې ضروری وی او هم په دې سلسله کې دنړۍ له اکثرو پوهانو نه غلطۍ شوی دی چې چا خو انسان کټ مټ يو مادی ځناور ګڼلے دے او د هغۀ تربيه او راهنمائی يې په مادی نقطۀ نظر کړې ده او چا بالکل روحانی ګڼلے دے چې په دې سره يې هغه د ترکٍ دنيا په تور غار کې غورزولے دے او چې له مادی نړۍ سره يې تعلق پرې کړے دے نو انسانی اخلاق يې ناقص پاتې شوے دے، او چې حېوانيت او ملکيت يې په مناسب ډول مرستيال شوی دی نو انسانيت يې کامل شوے دے، او له دې تکامل سره په هغه کې حقيقی ښکلا غزونې کړې ده. د تناسب او توازن راز دلته ظاهريږی. هم داسې انسان په هر څيز کې د حسن مشاهده کولې شی، ځکه چې هغه د حسن له سرچينې سره شامل شوے وی. د مطلق حسن دنيا ته رسېدلے وی او اوس هغۀ ته معلومه شوې وی چې کوم خلک په يو څيز کې حسن محسوس کوی او په بل څيز کې نه محسوس کوی، هغه د حقيقی حسن سرچينې ته نه وی رسېدلے، ځکه چې هغه د خپل انفرادی، جزوی حسن په مطابق د حسن ادراک کوی. خو کوم انسان چې حقيقی حسن ته رسېدلے وی د هغۀ ادراک همه ګير وی، هغه د يوې ښکلې ښځې په سندره کې د ساز او اواز دواړو حس محسوس کوی او هيڅ جنسی جذبه يې نه پاريږی. هغه په وچو غرونو، کندو، خرخوړو، خاورو او ګټو بلکې په هر څه کې د حسن ننداره کوی، لکه چې خوشحال بابا وائی:

په هر څه کې ننداره د هغه مخ کړم

چې له ډېرې پېدائۍ نه ناپديد شو

هو! چې انسان د حقيقی حسن ننداره وکړی هغه په هر څه کې د هغه حسن ځلا وينی ځکه چې د کائنات هر څيز د حسن له پرتو نه عبارت دے بلکې هر څيز عېن حسن دے او همدغه حسن عېن ژوند او خېر دے))

     زما په خيال چې د حسن بلکې د حق او حقيقت څرګندونه به دومره په اسانو ټکو کې چا نه وی کړې څومره چې حمزه بابا کړې ده او له دې نه دا اندازه هم لګی چې حمزه بابا باندې دا هر څه تېر شوی دی او خپله يې تجربه کړی دی يعنې خپله يې دا واردات احساس کړی دی يواځې زبانی او تحريری خبرې نه دی. د همدې حسن په هکله  د امام حسېن (ع) په شان کې په يوه مرثيه کې وائی:

هـــــغه حسن چـــــې پــــــه ذات د کبريا کې ځلېدۀ

هـــــغه نـــمر چـــــې پــــــه افـــق د منشاء کې ځليدۀ

هــــغه نـــور چـــــې د هستۍ په ابتـــــدا کې ځلېدۀ

د عدم  وجـــود پــــه لاَ او پــــه اِ لاّ کـــــې ځـــــــلېدۀ

جــوړه  ديــــد لـــره خالق يــې آئينه کـــړه د هستۍ

بيا په خپل حسن سينه يې ګنجينه کړه د هستۍ

دغه حسن ؤ نبی (ص) چې يې کامل انسانيت کړ

په دربار د سړيتوب کې يې سر خم ملکيت کړ

.....................................................

او دغسې دا يوه لويه مرثيه ده چې دغه حسن بيا د امام حسېن (ع) په شکل کې کربلا ته بيائی او د پېغمبراکرم (ص) په ذات اقدس کې چې د شهادت د مقام کوم کمے ؤ هغه کمے د امام حسېن (ع) په شهادت سره تکميل ته رسيږی.

  خو بس زمونږ غټه بدبختی دا ده چې په مونږ دنيا پرستۍ، ماده پرستۍ او شهوت پرستۍ او جنسياتو دومره زور کړے دے چې سوچ اوفکر د حمزه بابا غوندې هستيو فکر نه شی درک کولے. او دا يواځې د حمزه بابا فکر نه دے بلکې د هر عارف او سالک فکر دے. مسئله دا ده چې عارفان چې څه د زړۀ په سترګو وينی هغه په تقرير او تحرير کې نه شی راوستې او بله دا چې نه په هغوی کې لکه د  ظاهر کتونکو مُلايانو غوندې رياکاری وی چې خا مخا دې د خپل عرفان تشهير وکړی نو ځکه هغه د حقيقت جلوې عامه ولس ته او په تېره بيا په شعر کې په مجاز کې وړاندې کوی او همدا وجه ده چې په هر دور کې ظاهر بين ملا د عارف، سالک او ولی الله  مخالفت کړے دے او په هغۀ يې د کفر، شرک او رافضی وغېره فتوې لګولې دی او هغۀ ته يې د شرابی کبابی وغېره رنګ رنګ نسبتونه ورکړی دی. ځکه چې ظاهر بينه ملا ظاهر ګوری او عارف په باطن نظر لری، هغه د کائنات هر څيز په هغه شکل کې وينی چې څنګه يې حقيقت دے.

     او دا يې څه کوې خپله دخداے پاک عظيم الشان کتاب د ځينو پټو حقائقو په بيانولو کې همدغه روش اختيار کړے دے او حقائق يې په مجاز کې ښودلی دی      لکه په قران مجيد کې د جنت تصور يې بالکل مادی او په مجاز کې بيان کړے دے، لکه حورې، غلمان، د اوبو نهرونه، د شاتو ويالې، باغونه، ډول ډول مېوې وغېره. بلکې زۀ به دا ووايم چې يو خو د جنت معنوی تصور په عام انسانی فکر کې نه ځايږی نو ځکه يې دغه مادی او مجازی روش اختيار کړے دے او بله دا چې خداے پاک په انسان باندې ازمېښت هم کوی چې ايا دې د خداے عبادت او اطاعت د دغو څيزونو په لالچ کې يا د دوزخ له ويرې کوی او که د خداے د رضا لپاره يې کوی. لکه اميرالمومنين حضرت علی کرم الله وجهه به فرمايل چې اے خدايه زۀ ستا عبادت ستا د دوزخ له ويرې نه کوم او نه يې د جنت په طمعه او لالچ کې کووم بلکې ته د عبادت لائق يې ځکه ستا بندګی او عبادت کوم ځکه چې د دوزخ له ويرې عبادت  د يو ويردونکی غلامانه ذهنيت علامت دے او د جنت په لالچ کې عبادت د يو سوداګرانه او دوکاندارانه ذهنيت عبادت دے او له دغو دواړو نه بالاتر د يو ازاد او پتمن انسان عبادت دے  

     يعنې پکار دی چې انسان له خداے پاک سره مينه وکړی او په مينه ورته ځان نزدې کړی خپل جانان او مطلق حسن يې وبولی لکه  ارواښادغنی خان هم د دغه ظاهر بينه ملا په دې خلاف ؤ  چې هغۀ هم د دغوظاهر بينو ملايانو د جنت دغه تصور نه منلو او دغه ډول ملايان يې په دې تورنول چې دوی چې دا عبادتونه او اطاعتونه کوی يواځې او يواځې د غټو غټو او سپينو سپينو حورو او غلمانو او شرابونو کبابو او مزو چرچو په اميد او لالچ کې يې کوی او د قران مجيد هماغه ظاهری بڼه او روش ته سترګې غړوی او که دا څيزونه خداے پاک نه وې ياد کړې نو دغو ظاهر بينو ملايانو به هيڅ کله دومره عبادتونه  نۀ کول. غنی خان د حورو او غلمانو په هکله د ظاهر بينوملايانو دغه تصور يو ډېران ګڼی او د دا ډول ملا ته وائی چې زۀ له دغه ډيران نه دلته تنګ او عذاب کې يم نو ته يې راته هلته په هغه پاک او روحانی او معنوی ماحول کې هم بيا راولې او ورته وائی چې تا هلته د کوم ماحول تصور جوړ کړے دے نو خداے دې دغه تصور ته تا بوځی چې پته دې ولګی. غنی خان خو به په خپلو مرکو او خبرو کې  هم دا خبره کوله چې خداے زما جانان دے او دا ځنې ملايان چې له خداے پاک نه کوم باؤ بلا او لکه يو ظالم بادشاه جوړ کړے دے دا غلطه نظريه ده. او واقعې که د غنی خان شاعری په دې نظر سره وکتې شی چې هغۀ چرته کې د جانان لفظ استعمال کړے دے هلته کې ترې خداے مراد واخېستې شی نو انسان حق او حقيقت ته رسېدې شی او د غنی خان د عرفان له مقام نه خبرېدې شی که څه هم هغه په يو نيم ځاے کې جانان د نورو په نسبت هم استعمال کړے دے خو مرکزی د جانان تصور يې خپل رب او محبوب حقيقی دے لکه يو ځاے کې امام حسېن (ع) ته يې هم جانان وېلی دی او په خپله يوه تاريخی او بې مثاله مرثيه کې په يو ځاے کې امام حسېن (ع) ته مخاطب دے وائی:

((ځه ورځه زما جانانه ساقی لرې مېخانه کړه))

او په بل ځاے کې امام حسېن (ع) ته په خطاب کې وائی:

 

 

((ځه ورځه ورځه حُسېنه نن ستا خداے دے ستا جانان))

 خوخېر دا بيله موضوع ده چې د امام حسېن عليه السلام غوندې هستۍ د خداے پاک له نوره جدا نه دی او د قران او حديث په رڼا کې مونږ به دغه پاکې هستۍ ځانته جانان جوړوو نو خداے پاک ته به پرې رسېږو او هغه به بيا مونږ سره يارانه کوی. چې د غنی خان  په دې دوو بندونو کې دا حقيقت څرګند دے.

نو مقصد مې دا ؤ چې که غنی خان غوندې شاعر چې ډېره سخته لهجه يې په شاعرۍ کې استعمال کړې ده او عامو خلکو ته به څه څه ښکاری خو که په دغه حقيقی نظر سره يې شاعری ولوستې شی نو پته به ولګی چې غنی خان مونږ ته دغه ظاهر بينه ملا څه ښودلے دے يا د هغۀ له ظاهری شاعرۍ نه څنګه يو عام انسان ته ښکاری هغه شان نه دے. هغه هم په لټون کتاب کې په خپله نثری ليکنه کې د حسن او ښائست په هکله ليکی: (( شاعر چې خداے نه پېژنی نو هغه شاعر نه دے او چې څوک ښائست نه پېژنی هغه خداے پاک نه شی پېژندلے، نيکی ښائست دے چې کوم خيال ښکلے دے هغه نېک دے چې کوم کار نېک دے هغه ښکلے دے، دغه له ښو او بدو نه پورته يوه لاره ده چې نېغ به دې پرې جنت ته بوځی، جنت نه کوټه ده نه کلے دے نه ښاريه ده چې ته به تسبې ګاڼه کړې او ټکټ به ورله واخلې او د خېرات په سړې ډوډۍ او د کير په دېګ به ورته سور لاړشې، جنت د ښائست کمال دے او د کمال ښائست دے))

     نو اوس د غنی خان له دې نثر نه دا ثابتيږی چې په شاعرۍ کې غنی خان يا حمزه بابا يا نورو عارفانو شاعرانو کوم مجاز استعمال کړے دے له هغو نه څه مراد دے؟

      لکه زمونږ د دور د يو بل  لوے عالم، عارف او مبارز امام خمېنی (رح) په يو کتاب کې مې لوستل چې دا خيال يې پکې څرګند کړے ؤ چې د خداے ګران رسول (ص) به فرمايل چې څومره تکليف ما ته رارسېدلے دے دومره بل نبی ته نه دے رارسېدلے نو له دې نه مراد ظاهری او بدنی تکليفونه نه دی بلکې روحانی تکليف ؤ او هغه دا چې خداے پاک د قران مجيد غوندې عظيم الشان کتاب د خپل حبيب (ص) په زړۀ باندې نازل کړ نو هغه پاک نبی به غوښتل چې کاش ما دا قران مجيد هماغه شان خلکو ته وښودې چې څنګه زما په زړۀ باندې نازل شوے دے يعنې چې کوم د زړۀ کېفيت ؤ او قران مجيد چې څنګه زړۀ محسوسولو هغه شان په الفاظو کې  نه راتلۀ.او همدغه داسې روحانی تکليف ؤ چې د خداے ګران رسول (ص) به فرمايل چې ما ته له ټولو انبياؤ عليهم السلام نه زيات تکليف رسېدلےدے.

دغه شان حضرت موسی (ع) چې له خداے پاک نه دعا غواړی چې زما سينه پراخه کړې او زما د ژبې غوټې پرانېزې چې دا خلک زما په خبره پوه شی  نو دا خبره هم په ظاهره داسې نه وه لکه چې ځينو ملايانو يې تفسير کړے دے چې ګنې نعوذ بالله حضرت موسی (ع) د سينې يا ژبې څه نيمګړتيا لرله ځکه چې هيڅ يو نبی خداے پاک په بدنی لحاظ سره هم نيمګړے نه پېدا کوی بلکې هغه په هر لحاظ د خلکو لپاره يوه کامله نمونه وی. نو بس حضرت موسی (ع) هم د ظاهر او باطن او حقيقت او مجاز دغه تکليف محسوسولو

يا لکه علامه اقبال وائی چې:

يــــا رب دل مسلـــــــــم کـــــــــــو وه زنـــــــده تمنـــــا دے

جـــــو خـــــــون کـــــو ګرمــــا دے جـــو روح کو تړپا دے

ديکها هے جو کچهـ مين نے اورون کو بهی دکهلادے

لکه د مثال په توګه که مونږ يوه مېوه وخورو او څوک راته ووائی چې د دې مېوې خوند راته بيان کړه، يا د يو ګل بوی راته بيان کړه يا د دوو مېوو تر مېنځ د خوند او يا د دوو ګلونو تر مينځ د بوی فرق راته بيان کړه نو ايا په بيان يا تحرير کې به هغه راشی؟ هيڅکله نه شی راتلے او مجبور يو چې د مادی څيزونو مثالونه ورکړو خو هغه شان به نه وی چې څنګه يې مونږ احساس کوو. ځکه چې په عامه توګه انسان د دې مادی دنيا په مناسبت خلق کړے شوے دے او د دۀ فکر له مادې نه اوچت نه ځی دا خو بيا وروسته يو انسان په خپل رياضت او د نفس په تذکيې  سره په  مادی دنيا کې له اوسېدو باوجود له هغې نه بهر شی او حقائق ورته لکه د نمر ښکاره شی او مونږ هغۀ ته بيا عارف، سالک، فنا فی الله، ولی او رنګ رنګ نومونه ورکوو. او هغه چې بيا د دې مادی انسانانو اصلاح کول غواړی نو هغوی ته بيا همدغه مادی مثالونه ورکوی او حقيقت ورته په مجاز کې وړاندې کوی. لکه زۀ به دلته د امام خمېنی يو بل  مثال درکړم چې يو هر اړخيز کامل شخصيت ؤ او د هغۀ علم، تقوا، معرفت، سياست، مبارزه او خلوص له چا نه پټه خبره نه ده او د توحيد او د يو خداے مينه يې رګ رګ کې موجوده وه هغه چې د روس پخوانی ولسمشر ښاغلی ګوربا چوف ته هم  د اسلام دعوت ورکوی نو ټول زور په توحيد او خداے پېژندنې باندې اچوی او ورته د ستر عارف او د عملی عرفان بانی محی الدين ابن عربی د فصوص الحکم کتاب چې د الهی معرفت يوه خزانه ده مثال ورکوی. او د همدغه امام خمېنی کتابونه په تېره بيا د سورۀ حمد تفسير، چهل حديث، آداب نماز، اسرار نماز وغېره وکتې شی نو انسان ته اندازه لګی چې هغه د توحيد او الهی معرفت په څومره لوړ مقام ؤ د هغۀ له تعليماتو نه  دا خبره څرګنديږی چې د انسان بايد هر کار، هر قدم، هره مينه او هر تعلق فقط او فقط د خداے لپاره وی او که دا نه وی نو بيا هرڅه که هغه  عبادت دے که  علم دے او که هنر دے او که   پوهه ده يا بل تعلق دے د خداے او انسان ترمنځه يو لوے حجاب دے  حتی بې له خدايه يو کتاب سره يا يو تسبيح سره مينه او تعلق هم هغه د توحيد منافی ګڼی او ان تر دې هغه د خداے له ګران رسول (ص) او د هغوی له پاکو اهلبېتو (ع) سره مينه او تعلق هم د خداے پاک په ذات باندې منتهی کول غواړی او که د خداے له ذات نه جدا وی نو د توحيد منافی يې ګڼی يعنې پکار دی د انسان د ټولو کارونو، مينو، تعلقونو منشاء او منتهی د خداے پاک ذات وی. نو که بيا د همدغه امام خمېنی ديوان  ولوستې شی نو هر څه پکې په مجاز کې وړاندې شوی دی لکه يو ځاے کې وائی. چې پښتو ترجمه يې بنده داسې کړې ده:

زۀ دې په خـــــال د شـــونډو ياره ګــــرفتار شـــومــــه  

                                                                  بيمارې سترګې مې ستا اولېدې بيمار شومه

اوس مې لږ پرېږدئ چې بيا ياد د بتکدې تازه کړم

                                                                 د مېکدې د بت لــــــه لاســـــه رابېدار شومــــــه

نو کۀ اوس مونږ دا شعرونه په ظاهری عينکو وګورو او تشريح يې بيا د جينکو په خالونو، شونډو، سترګو، او د دنيا په مجازی مېکدې، بتکدې او بتانو سره کوو نو دا به يو ډېر لوے ظلم وی.

     او بله دا چې هغۀ به دينی مدرسې چلولې په هغو کې به يې درس ورکولو او په ايران کې يې د کلبونو، قهوه خانو او چکلو جرړې ووېستې او جوماتونه او تکيه خانې او روحانی ځايونه يې اباد کړل خو بيا په همدغه غزل کې وائی: (پښتو ترجمه)

له مخ مې خلاص کړئ شپه او ورځ د مېخانې ورونه

زۀ  له جــــومات او مــــــدرسې ځينې بــېزار شــــــــومه

       او دغه شان که حافظ شيرازی، شېخ سعدی، علامه اقبال، رحمان بابا، خوشحال بابا او د نورو عارفانو کلامونه ولوستې شی نو ټولود حقيقت د څرګندولو لپاره دغه لاره خپله کړې ده خو روش يې جدا جدا دے بلکې زۀ د دې خبرې هم خلاف يم چې ځينې ليکوالان په مختلفو عارفانو شاعرانو باندې ليکل کوی نو وائی چې فلانے له فلانی نه متاثره دے او په فلانی شاعر باندې د فلانی شاعر د شاعرۍ اثر دے او د دليل په توګه د تېر عارف شاعر د شعرونو نمونې او د وروستی عارف شاعر د شعرونو نمونې وړاندې کوی.که دغه د ارواښاد امام خمېنی ديوان چې ما بنده ټول پښتو منظوم ترجمه کړے دے خو لا چاپ نه دے وکتې شی نو سړے به وائی چې د حمزه بابا ، خوشحال بابا او رحمان بابا شاعری ګورم نو د دې دا مطلب نه شو چې ګنې امام خمينی مونږ له خوشحال بابا او رحمان بابا او حمزه بابا نه متاثره وګڼو

     خبره داسې نه ده بلکې حقيقت دا دے چې د داسې عارفانو شاعرانو مکتب او کلاس يو دے د دوی د پوهې او الهام سرچينه يوه ده نو ځکه لوستونکی ته پکې يو شان والے او غږملتيا معلوميږی. او دا ټول عارفان شاعران د يو عرفانی مکتب لوستونکی دی. خو په تېره بيا چې کومه ځانګړتيا په امام خمېنی او حمزه بابا کې ښکاری نو هغه دا چې هغوی د خپلې شاعرۍ په ترڅ کې چې کوم نثری اثار او کتابونه ليکلی دی په هغو کې يې د نظمی کلام تشريح څرګنده ښکاری او خلک يې په تيارو کې نه دی ساتلی بلکې په نثری کتابونو کې يې ورته اصل حقيقت په ډاګه کړے دے

 او په خاصه توګه دا په مونږ پښتنو باندې د خداے پاک يو لوے احسان دے چې د حمزه بابا غوندې هستی يې په پښتونخوا کې پېدا کړه خو اوس دا زمونږ کار دے چې لږ له ماديت نه بهر شو او د هغۀ کلام په حقيقی او د زړۀ په سترګو وګورو او په تېره بيا د قلم په خاوندانو ډېره ذمه واری راځی چې د هغۀ نظمی کلام هم د هغۀ د نثری اثارو په رڼا کې خلکو ته تشريح کړی چې معراج ته د پښتنو د رسولو لپاره د حمزه بابا کوم خواهش ؤ هغه پوره شی.

                                                                                         انور شاهين خانخېل