( پروفيسور رشيد - كاناډا )

اوهغه نوميالي ليكوال چې ويل به يې :

په كوركې په ګلكارۍ كې اوپه پوهنځي كې په ګرامركې نښتى يم

هم له نړۍ وكوچيد

دافغانستان په معاصرادب تاریخ كې يوشميرليكوال داسې دې چې ددوى له نومونوسره يولړداسې نوښتي ځانګړنې مل دي چې دهغو له مخې دوى په خپل وخت كې ديوه څانګړي ادبي دريڅ اونامه خاوندان شوي دي ، خوپه څنګ كې يې يوشميرداسې هم وو، اودي چې په خوراځيركيوكې دځانوله پاره ديوې لنډمدتې دورې په ترڅ خورا ښه ځايونه او دريځونه ظاهرآ په علمي لحاظ موندلي خوپه اصل كې ټول پرې پوهيږو چې دوى دونې ډډ دي اوپه يوه وړه سيلۍ سره بياراپرځي اوياله خپل هوډه په بله ځي اوټول ماهيت يې لكه لمرداسي برالاكيږي،زموږ دواړې ژبې فارسي اوپښتوپه تيره په افغانستان كې په يوه سطحه كې دي ،په دې مانا چې دنويوعلمي څيړنوپه ترڅ كې دغو ژبو ته يوازې يوڅوتنوكه كاركړى ، نورټول دايجادياتو په ډګرباندې ولاړپاتې دي ، كه ايران نه واى اوس به دفارسي جنازه په افغانستان كې په علمي لحاظ خاورو ته سپارل شوې واى ، كه همداسې پښتنونخوا نه واى نوبيا به دپښتو همدغه حال و، په دې چې ددغه دواړو ژبو ډيرويونكې اوليك لوست وال يوازې دلوستلو په پوله ولاړپاتې شوي نه يي ډير څه ورته ليكلي اونه يې ورته راژباړلې ، يوازې په دغه اړخ كې ښه فعال دي چې سياسي ناوړې ګټې ترې واخلي ،اوپه هيڅ كې تجارت پرې وكړي.

دامقدمه مې ددې له پاره وليكله ، چې زموږ په اوسنيوليكوالو كې يوازې يوڅوتنه وو چې هغوى له دوديزوليكوالوڅخه خپل دريځ دعلمي څيړنوپه ترڅ كې رابيل كړ، چې په هغوى كې يوشميردژبپوهنې په برخه كې هم په علمي وړتياوو سره راپورته شول ، چې دنژدې نيمې پيړۍ په ترڅ كې نه هيرودونكي دي ، د ارواښادپوهاند الهام، پوهاند تږي ،پوهاند زيار اوپوهاند زاهدي (په انګريزې څانګه كي ) نومونه په ځانګړې توګه ديادونې وړدي ، دوى هغه ډله پوهان وو، چې دلومړې ځل له پاره يې دنوې ژببوهنې پرميتود باندې دخپلو څيړنو اومطالعاتوپيل وكړ، اوكابل پوهنتون يې ددې جوګه كړ چې په نوي ميتود سره د زده كوونكې په څيړنيزاو ښوونيزډګركي و روزي ، زه په دغه ترڅ كې دم ګړۍ نه شم كولاى په مفصله توګه ډيرمسلكي خبرې وكړم ،يوازې دلته په دې بسنه كوم چې ووايم ديادوشويوپوهانو نومونه دنوې ژ بپوهنې په برخه كې په ځآنګړې توګه ډيرمهم اودستاينې وړ دي چې ارواښاد تږى په دغه ترڅ كې له سرلاروڅخه و.

زه په دغه ترڅ كې يوڅوكرښې دهغه شاګرد په توګه هغه ته دارادت په نامه دلته ليكم .

پوهاند ډاكتر حبيب الله تږى دكابل پوهنتون دپښتوڅانګې له لومړنيواستادانوڅخه و، مخكې تردې چې دى له هيوادڅخه دباندې په زده كړو پسې ووځي ، ده شعرهم وايه، كيسه يې هم ليكله اودمعاصروادبياتوپه اړه يې څيړنې هم كولي كابل مجله په ديرشموكالوكې دده ، روهي صاحب ، كاكړصاحب ، شپون صاحب اونورو په هلوځلوسره دخپل ژوند يوه نوي پړاوته ورداخله شوه، په دغه ترڅ كې يوه خبره داوه چې دوى دغه مجله دعصري اونويومضامينواونويوڅيړنوپه خپرولوسره په نوې لاره روانه كړه او د دوديزو څيړنوپه وړاندې يې دچاخبره په يوه چلينج باندې لاس پورې كړ، دشعرپه باره كې دوى په نويو نويوخبروباندې خپل بحثونه راپيل كړل ، دادبې تيورۍ په رڼاكي يې دادبې مطالعاتونړيواله لاره دودكړه ، دلويديزدادب اوادبي بهيرونودپيژندګلوئ مساله يې دنوي نسل په وړاندې جدي ونيوله، كره كتنه يې ديوه برلاسي علم اويوې اړتياپه توګه دادبې آثارو دكره اوچاڼ په مقصد په تعليمې اوتدريسې ټولنولكه پوهنتون كې يوه حتمي پوښتنه وګڼله، چې په دغه ډګركې دپوهاند تږي ونډه اخيستنه په ځانګړې توګه ديادونې اوپاملرنې وړوه، تږى په داسې وخت اوداسې شرايطوكې دپوهنتون استاد و چې تردوى دمخه اوياهم ددوى معاصرنسل هم دپوهې اوڅيړنې په ډګر ډيرعادي نسل نه و، په دې مانا چې تردوى دمخه هم نومياليوپوهانو دادب ، تاريخ اوادبي څيړنوپه ترڅ كې ګامونه پورته كړي وو،له هغوى سره مقابله اوترهغو ځآن برجسته ښودل ، په خپله يوداسې ګواښ و،چې بايد دهغوى دقناعت وړخوواى ، علم خوسياست نه وچې په يوه ويناكې دى خلاصه شوى و، تږې په دې پوهيده چې ده ته به يوه ورځ دعلامه حبيبې ، پوهاند رشاد ، پوهاندرشتين ځاى پاتې كيږي اودى خوبايد هغه لږترلږه په يوه داسې برياډك كړي ، چې څوك خو وانه وايې چې ددوى په كاركې هيڅ ډول نوښت نشته ، لكه چې تردوى وروسته يوشميريوازى ديوه تش كميت له پاره كاروكړاوهيڅوك يې هم په دغه ترڅ كې ونه روزل ،نه يې داتوان درلود ، اونه يې زياتره كارونه په اكاډميكواساسات برابرووځكه چې دوى علم دځان ښودني وسيله كړاوبس ...

خو تږى دامسووليت له ځآنه لرې كړ،په خپل وخت كې لومړى خپل ځان په رښتينې توګه وازمايه اوبيا دخپلې ژبې له پاره لاس په كارشو، تږى سره له دې چې ښه څيړونكي و، ډيرښه معلم و، هغه داستادئ ډيرښې اوعالي ځانګړتياوې درلودې چې خورا لږ استادان يې لري ، په خپل بيان كې داوچت منطق لرونكي استاد و اوهرډول پيچلي مسايل يې په منطقې اوروښانه توګه تشريح كول ، ځان غوښتونكي نه و ، په علمي نړۍ كې يې په نويوپرمختګونوباندې دزړه له كومي باوردرلود، همداوه چې ديوه تعليمي كا ل لكچريې له بل كال سره يوشى نه راته . زما ښه په ياد دي ، چې كله يې موږ ته پښويه (دمورفيم پوهنې ، ياويې پوهنې برخه ) درس راكاوه موږ دنوټ اودرسي كتاب هيله ترې وكړه ، خوده به ويل چې ښايې دغه څه چې زه وايم يوه مياشت وروسته علط وخيږي ، تاسې اوس همدغه لكچرته غوږ ونيسئ فكرپرې وكړئ هرڅه په تياره مه غواړئ ...

دپښتو فعل تشريح په ويي پوهنه كې دده له مهموكارونوڅخه وه، ده د لومړي ځل له پاره پښتوفعلونه په ډلو، ډلګيو، ډلګكيوكې وڅيړل اوپه دغه باره كې يې خپلې څيړنې په ملې اونړيواله سويه دپښتوپوهانو اوزده كوونكو له پاره لارښودې كړې .تږى له هغو پښتوپوهانوڅخه وچې زياتره ليكنې يې په انګريزي ژبه كې خپرې شوې اودنړى اكثروعلمې اواكاديميكو مركزواوپوهنتونو ته ورسيدې اوله دغې لارې يې نوروته پښتوژبه اودهغې جوړښتونه ور وپيژندل. نن سبادلويديزدزياترو كتابخانو په كتلاګ كې دارواښاد تږي نوم دلوستونكواوكتونكوپاملرنه دځآن په لور وراړوي اوداهغه څه دي چې له شكه پرته موږ پرې وياړلى شو.

تږي دخپلو علمي كاروپه ترڅ كې پښتانه نومې اثروليكه ، دغه اثريې ديوه با مسووليته ليكوال په توګه دخورا مهمواخځونه دڅيړنې په ترڅ كې بشپړكړ، كله چې هرڅوك دغه اثرلولي اوپه هغه كې بيادليكونكي نظريه څيړې په دې پوهيږي چې ديوې علمي موضوع څيړنه اودهغې له پاره كارول شوى ميتود يې څومره عالي، نوى اوعلمي دى چې له حقايقوپرته دنورڅه څرګندونه له سره په كې نشته ، تږي په زياترومسايلوكې خپل دريځ همداسي دنورود نظريوپه څنګ كې خپلواك اوعا لمانه پريښى دى .

استاد تږي په هغه مهال چې ځوان و، اولاهم دلوړو زده كړو له پاره له هيواده نه و وتلى يوشميرمهمې ژباړې هم ترسره كړي چې يوشميريې دهيواد په خپرونوكې چاپ شوې هم دي .

تږى اوپښتوكره كتنه :

په پښتوكې دكره كتنې كار لكه په نوروختيزو ژبوكې ډيرپرمختګ نه وكړى چې تراوسه هم خبره هماغسې ده . د روانې پيړى تر ديرشموكالوپورې كره كتنه په پښتواوفارسي ژبوكي ډيره نه وه سمبال شوى، په دې مانا چې شاعراوليكوال په ډيربرخوكې لكه غاټول راټوكيدل اوله منځه تلل اوكه به كوم يوليك لوست لرونكې و، نويوڅه به ترې پاتې شول اوكه نه ورك به وو، له بلي خوا داهم نه پوهيدل كيده چې دوى پركوم معيار اوپه څه شان ، په كوم سبك اوډول سره شاعري كوي ، دې شان طرزتفكرداسي يوحالت رامنځ ته كړى و، چې هرڅوك شاعرو اوهريوه به يوياڅوشعرونه خپل اويا پردې په ځآن پسې تړلي وو، ددغه حالت له پاره دچاڼ اوڅيړنو علمي كاراوڅيړنې له ديرشموكالوراپدې خوا پيل شوې ، پورتنې ليكوال چې مايې نومونه ياد كړل دوى په خپل وار په دغه ترڅ كې يولړشعوري ګامونه پورته كړل ، يووخت چې زه دماستري دورې محصل وم اوخپل تيزسس مې داستاد روهې سره ليكه ، زماموضوع دپښتوكره كتنې تاريخچه وه ،ماچې په هغه مهال ديوشميرليكوالو ، اودهغو په ونډې تبصرې كولي ، په هغه وخت كې داخبره لږ ګرانه په دې وه چې ددوى نومونه اخيستل هم دپوښتنې وړ وو ، مايوڅه له جراته كاراخيستې و،ارواښاد استاد روهې مې ددغه كار ستاينه وكړه اوبيا ېې ان زما لارښونه هم ومنله، په دې چې په هغه مهال له استاد روهې پرته په دغه برخه مابل لارښود په دې نه شو موندلاى چې بل چا جرات نه كاوه چې دانقلاب ضد ( اويا لكه نن دامريكاضد) په پلوئ په رښتياهم خوله خلاصه كړي...

كوم فهرست چې ما جوړكړى و، په هغه كې داستاد تږي نوم دويم و، خوكله چې ماكتاب وليكه اواستاد روهې خپل نظر پرې ليكه ،تر هغه د مخه يې دا جمله راته ليكلي وه : (( زموږ په نسل ليكوالو كې تږى صاحب دټولو په سركې ليكوال اوكره كتونكي دى ، دهغو نوم بايد د اوسنيوكره كتونكو په سركې راشي ...)).

دتږي يوشميرليكنې د نيازي په نامه هم په بيلابيلووختوكې زموږ په ادبې آثارواومجلو كې خپرې شوې دي . مانا دا چې تږي په ديرشمه لسيزه كې دكابل مجلې په ترڅ كې يولړمقالي دكره كتنې په برخه كې خپرې كړې وې ، چې ما يې بيلګوته په خپل كتاب (دپښتوهنرې كره كتنې تاريخچه ) كې اشاره كړې ده ، زماهغه كتاب دليكوالو د انجمن له خوا دګران وروركرګرصاحب په ځانګړې توجه سره چاپ شو، لا سم نه و ويشل شوى چې دشمال مجاهدين پركابل اودليكوالوپه انجمن راوختل دوى بيا هغه كتاب په ځانګرې پاملرنې سره په خپلې پخلنځۍ كې له زرګونو نورو كتابو سره داورنذركړ.

تږي صاحب په خپلومقالو كې په خورا نوي چال چلند اونوي تحليل سره دپښتومعاصراوكلاسيك ادب يوشميرارزښتونه ترڅيړنې لاندې ونيول اودايې په ډاګه كړه چې ادبيات هم لكه دنوروعلوموپه شان ديوې ټولني داندوژوند دتشريح دنده اورسالت په غاړه لري اود همدغه مقصد له پاره يې حساس انسانان او د ژور درك خاوندان را ايجادوي.تږى په يوه ټاكلي پړاوكې دكره كتنې دټولنيزرسالت په ترڅ كې يوشميرليكنې كړې دي اوپه دغه ډول سره يې ديوشميرمعاصرواوكلاسيكونومياليودآثاروپه تحليل باندې لاس پورې كړې دى . چې ليكنې يې له موږ سره شته دي .

تږى او لنډه كيسه :

نژدې پنځوس كاله كيږي چې كله دپوهنتون درسي پروګرام اودپښتوڅانګي درسي زاړه كتابونه سړى ترنظرتيروي ، هلته يې سترګې په يوشميرنثري بيلګو باندې سترګې لګيږي چې په هرلحاظ ديادوني اوپاملرني وړدي .په دغوكتابوكې موخامخا يوډيرښكلي ، ساده ، اوبوږنوونكي اوپه عين حال كې اوږدنثر د (جړاوربل ) ترسرليك لاندې ترسترګوكيږي ، دغه سرليك سره له دې چې په هنرې لحاظ سړى په اول قدم كې وركاږي ، دى ته يې هم ناچاروي چې بايد يوه برخه يې ولولي اوچې كله يې لوستل پيل كړي ، نوبيا لوستونكي په دې نه توانيږي چې هغه ترپايه پورې په دې شرط چې دادب اهل وي ونه لولي . جړاوربل دپښتولومړنيولنډوكيسوپه خورا ښكليوبيلګوكي شميرله كيږي ،ترټولو مهمه په دغه كيسه كې داده چې بيان اوموضوع يې ډيره ساده خوهنرې او ريالستي بڼه لري ، داسي چې يووخت زماپه ياد دي دهنرونوپوهنځي يوشميرځوانو انځورګرانو ددغې كيسې له يوشميربرخوڅخه په زړه پورې انځورونه جوړكړي وو، دجړاوربل انځور په خپله دتږي په دغه كيسه كې يوڅواړخيز انځوردى ، دغه كيسه ځانګړې ، هنري اوښكلايزه، اخلاقي اوټولنيزه انطباع له ځآنه دخپل لوستونكي په وړاندي ايږدي ،چې په پايله كې په خپل وخت كې ديوې ټولينزي پيښې اوغميزي يواړخ په خپله وړتياسره په خوراهنري اندازكې وړاندې كوي اوداپه ډيره ښه توګه موږ ته را په ډاگه كوي چې كه تږي صاحب دليكوالۍ دغه لاره څارلي واى كيداى شوپه دغه برخه كې شهكارونه رامنځ ته كړي واى ، خوداسې ښكاري چې تږي صاحب له دغې يوې كيسې پرته بيا په دغه برخه كې څه ونه ليكل چې زه فكركوم دايې هم په خپل ذات كې يوځانګړى كمال وچې دهغه له مخې دى ديوه هنرمند اويوه بې ساري ايجاد په دايره كې مطالعه كولاى شوچې يوځل يې ترسره كړاو په هغه يې بسنه وكړه اوهم يې دا روښانه كړه چې په يوه شهكاري اثرهم سړى هغه مقام ترلاسه كولاى شي كوم چې په ډيرويې ترلاسه كوي ...( داچې دم ګړۍ جړاوربل له ماسره نه وه ، زه له درنولوستونكوڅخه بښنه غواړم ) .

په هرډول داستاد دعلمي مقام په اړه ډيروخبرواوډيرو څيړنوته اړتياده ، ډيرې خبرې دې چې دهغه دعلمي اوفرهنګي اواحتماعي شخصيت په اړه دكولودي ، هغه دافغانستان دمعاصرتاريخ په يوه حساسه مرحله كې دپاملرنې وړټولنيزاودنظرخاوند شحصيت هم و، يوڅه چې په دغه برخه كې بايد داستادپه اړه وليكم هغه دادى چې كله موږ په معاصرافغانستان كې ددموكراسئ په اړه خبرې كوو، اوپه تيره بيا دشلمې پيړۍ په ترڅ كې ددموكراسئ په لسيزه كې دملي اومترقې نظرياتواوكسانو نومونه يادوو. كه موږ په دغه ترڅ كې داستاد تږي له نامه اوځانګړي ملي نظريي څخه يادونه ونه كړو ددې مانا به داوي چې موږ په دغه ترڅ له يوې داسې رښتياڅخه سترګې پټووچې هغه زموږ دتاريخ په اوسني څپركي كې په علمي او اخلاقي لحاظ دپټيدونه ده ځكه چې داستاد ددورې ټولو معاصرينو( پوهانو، ليكوالو،مورخينواودټولنيزومسايلوڅيړونكو) ته دده دژوند دغه برخه معلومه ده ، خوله بده مرغه چې زياتره معاصرو ليكونكواوڅيړونكو په دغه ترڅ كې داستاد تږي له ملي ونډې اودريځ څخه ځان په يوه خواكړى دى . استاد له هغو كسانوڅخه و، چې په ډاګه يې دوخت واكمنانانوته پرته له دې چې تورې ته لاس كړي وويل چې زه نه غواړم ستاسې په پردي پالي نظام كې نورخپل ژوند ته دوام وركړم...

په هرډول استاد تږي په خپل علمي اومطبوعاتي ژوند زيات كارونه ترسره كړي دي ، چې ترډيرې اندازې موږله هغو څخه ناخبره يو، په دې هيله چې ډيرزر دهغوعلمي اوادبې هلوځلوپه باره كې نوې معلومات اونوي ليكنې له هغوى څخه چې تږى صاحب يې له نژدي پيژاند او ورنژدې وو ولولو. تږي صاحب په رښتينې توګه په پښتوژبه كې دعلمي څيړنو او علمي كيفيت ليكوال اواستاد و.

روح يې ښاده