صفيه حليم

لندن

د آسمايي له ۱5 ګڼۍ څخه

لنډه کيسه

« د ۱۹۹۶عيسوي كال... د جولاي مياشت

»

 يا خدايه ... هرځاي دې   واي  خو كابل كښې دې  نه واي... يا ربه كله به  له دې بدبخته ښار نه ووځو... ډوډۍ په كې نشته ... كار روزگار نشته ... هر وختي د جنگ خطر... اوس به كوم شي خرڅوو ... په كور كې مو  هيڅ نه دي  پاتې. خدايه ... ته لكه چې له مونږه مرور يې ... د ملالۍ په پښو كې پيزار نشته ...د مراد خان دغه دوه جوړه كالي پاتې دي  ، چې بدلوي نو مياشت پكښې  اوړيدلې وي. صابون هم اوس د سرو زرو په بيه خرڅيږي كه نه په هره ورځ به مې ورته وينځلي... او د  ادې دارو نشته ،  ټوخي يې نه ښه كيږي... تورې چاي ورته ښي نه دي... خو څه وكړو...د توغندو  او د بمونو په ډزو چې پروسږكال د دې اعصاب خراب شوي دي تر اوسه  گډې وډې وايي . خداي دې  مل شي ... اې خدايا دا ښار په مونږ اوس تنگ دي... خو چيرته به ځو؟ له دې دوزخه به كله ووځو؟

« د ۱۹۹۷عيسوي كال ... د جولاي مياشت»

يا خدايه ... هر ځاي دې واي خو پيښور كې دې  نه واي. ياربه ... دا كوم دوزخ  ته دې راويشتلو...داسې گرمي ... سيد گل ماما سره  دې خداي ښه وكړي چې  دا بادپكي يې راته راوړ... كه نه په دې مهاجرت كښې څوك د چا پوښتنه كوي؟!... د دې بدبخته ښار په حساب هم نه پوهيږو ... كله په كښې بريښنا نه وي... كله اوبه نه وي او كله گيس هم  بند شي ... ملالۍ ها بله ورځ  د بوټانو جوړه په بيعه كړه ، ماښام چې د خورلڼې واده له روانه شو ه بيا طلايي گل تري شليدلي و... دكاندار ته يي بيرته يوړ ، نو هغه ورسره شر كاوو. ويل يې ستاسو د كابليانو ... لكه  چې دا پيښوريان به ډير ښه وي. په هر شي كښې «ملاوټ» كوي. په شودو كې اوبه گډوي او د ميوې خوند ... بيخي بې خونده دي... هندواڼې داسې پيكه ... خربوزې  وچې  انگور خو لا پريږده ... ادې يوه كيله خوري په هغه مړيږي ... ځه ښه  ده چې د ټوخي علاج يې وشو، خو زما د نازولي مراد خان رنگ په لمر كښې تك تور شو. يا خدايه د دې ښار له عذابونو مو خلاص كړه ... چرته به ځو؟ د  دې دوزخ نه به كله ووځو؟

« د 

۱۹۹۸ عيسوي كال ... د جولاي مياشت»

 

يا خدايه ... هرځاي دې واي  خو هالند كې دې نه واي... يا ربه دا كور خو لكه قفس دي هاغه قفس به هم ترينه ښه وي... دغه دوه كوټې دي ... هاغه د ميز نه لږ لوي پخلنځي او يوه دا كړكۍ ... د حكومت په پيسو خو هيڅ نه كيږي ايله ډوډۍ خورو ... ښه وه چې د قاچاق پور مو ادا كړو... مراد خان او ملالۍ ته دې خداي ژوند وركړي ، ډير همت يې وكړو ... خو داسې گراني ده چې ځان ته يې هيڅ جوړ نكړ... ملالۍ ښه ده  اوس شپږ جوړه پيزار لري... خو اې ربه په ادې به څه كېږي؟... ټوله ورځ ژاړي چې مړي به مې مساپر شي... زما خپله نفس تنگ شي ... ژبه يې راته هم ډيره گرانه ده... حاجي صيب  سره دې  خداي ښه وكړي... په ريستورانت كښې  ورته لوښي وينځم ... گوزاره راسره كوي... خو اې خدايه ته مهربان يې ... دلته هيڅ خوند نه راكوي... چرته به ځو؟ د دې دوزخ نه به كله ووځو؟ 

« د ۱۹۹۹ عيسوي كال... د جولاي مياشت»

يا خدايه ... هر ځاي دې واي خو كليفورنيا كې دې نه واي... يا ربه ... اد ې دې رانه واخيسته  ، ساعت به مي ورسره تير و. خبره  نيمه به مې ورسره وكړه... ملالۍ ټوله ورځ د بوټانو په دوكان كې ولاړه وي بوټان خرڅوي... ماښام كالج ته رانه ولاړه شي... مراد خان د شپې ټكسي چلوي ...د ورځې اوده وي... اوس يواځنۍ اسره  مې د  ټيليفون  وي... خو په هغه كې هم ډيرې خبرې نشمه كولي... بيا مې څټ خوږيږي.كور مې هم ډير لوي دي... باغ هم پكې شته ، خو هيڅوك نلرم چې راشيياو زه ورسره خبرې وكړمه ... يا خدايه په پخلنځي كښې د خواړو هرڅه لرمه ، خو اوس يوازې ډوډۍ خوند نه راكوي. مراد خان مې نه پريږدي چې كار وكړمه . وايي خپلوان به ورته پيغور وركوي...هرچاته وايمه ما كابل ته بوځئ، خو هيڅوك مې نه اوري... د ملالۍ او د مرادخان د واده غم راته بيل... خدايه چرته ولاړ شو... له دې دوزخه؟!...

¦¦¦